تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فسق او فاسق ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (حجرات/۶)= مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي درته يو ستر خبر راوړو؛ نو(په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه چې په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورسوئ او (بيا) پر […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فسق او فاسق

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ (حجرات/۶)= مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي درته يو ستر خبر راوړو؛ نو(په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه چې په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ . ))

 پوښتنه : په دې آيت کې د څېړنې او پلټنې حکم راغلی؛خو د همدې سورت په ١٢ آيت کې د خلکو په چارو کې پلټنه ‏‏حرامه شوې؛نو ايا کېداى شي هم پلټنه ‏حرامه وي او هم څېړنه فرض؟

ځواب : د خلکو په شخصي چارو کې څېړنه حرامه ده،چې دا په ټولنيز ژوند پورې اړه نه لري ؛خوڅېړنه په هغو چارو کې  روا ده، چې په ټولنې پورې اړه ولري او که د وګړي درناوي ته ‏څېړنه و نه کړو؛نوشوني ده،چې په ټولنه کې فتنې راولاړې شي .

پيغامونه :

 له دې آیته مهم عبرتونه اخستای شو،‏چې ځينې يې دا دي :

١_  چا ته چې امر کوئ ؛نو نوم يې په درناوي واخلئ. (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ)

٢_  د پېغمبراکرم (ص) په شاو خوا کې ټول ‏عادل نه ول؛بلکې ‏فاسقان او منافقان هم پکې وو. (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)

٣_  د هغوى رسوا کېدل او رابرسېرنه ‏روا ده، چې کار يې فتنه وي . (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ )( دلته له فاسقه مراد وليد بن عقبه دى )

٤_  په اسلام کې د ژوند آر ‏پر خلکو اعتماد دى؛خوهغوى چې فسق يې ټولو ته جوت ‏وي؛نوحساب يې له نورو ‏جلا دى . (إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ)

٥_  پېښو ته ‏دوه څيزونه لار هواروي ‏: د فاسق هلې ځلې او د مؤمن ژرباوري ‏. (آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ) .

٦_  که څه خبر اخستنې ته باید ‏فاسق ته ولاړ نشو؛خوهغوى په دې هڅه کې دي،چې موږ ته راشي او ناسم خبرونه ووايي : (جَاءكُمْ)

٧_  هر خبرڅېړنې ته اړتیا نه لري ( ځکه ((بِنَبَأٍ)) هغه مهم او ګټورخبر ته ويل کېږي،چې څېړنې ته اړتيا لري) .

٨_  ايمان له خوش باورۍ سره اړخ نه لګوي (آمَنُوا……… فَتَبَيَّنُوا ) .

٩_  په څېړنه او پلټه کې ځنډ مه کوئ (فَتَبَيَّنُوا ) ( د ( ف) ټکى د چټک  اقدام نښه ده ) .

١٠_  هر ډول خبري يرغل اسلامي ټولنه ګواښوي؛نوخلک بايد هوښيار او څېړونکي وي (إِن جَاءكُمْ…….. فَتَبَيَّنُوا)

 ١١_  کېداى شي فاسق هم رښتيا ووايي؛نوپه هر وخت کې يې خبره دروغ ګڼل نه دي په کار؛بلکې څېړنه په کارده .( فَتَبَيَّنُوا )

١٢_  د ټولنې د مفاسدو درمل د اسلامي امت هوښيارتوب دى. (فَتَبَيَّنُوا)

١٣_  په څېړنه اوهوښيارتوب بايد په اسلامي ټولنه کې پر فاسقانو ژوند راتنګ کړو . (فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٤_  په سنبالنه – مدیریت کې تر راپښېدو ‏مخکې یې د پېښې علاج وي ، لومړى څېړنه وکړو او بيا ګام اوچت کړو. (فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٥_  که خلکو ته د الهي احکاموراز او فلسفه وويل شي ؛نو په مينه به يې ومني ( دالهي احکامو پرفلسفې او راز پوهېدل، ټولنه له فتنې لرې ساتي)( فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا)

 ١٦_  د فاسقو خبري اژانسونو موخه په ټولنه کې د امنيت له منځه وړل دي . (أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ) .

١٧_  په ناڅېړل شوي خبرعمل کول ټولنه تباه کوي . (أَن تُصِيبُوا قَوْمًا)

١٨_  د راوړل شوي خبرپه باب په بېړه ګام اوچتول يوډول ناپوهي ده. (تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ)

١٩_  د الهي حکمونو پلي کول د پښېمانۍ مخه نيسي ؛نو لومړى څېړنه وکړئ؛ هسې نه چې پښېمانه شو. (فَتَبَيَّنُوا .. نَادِمِينَ)

٢٠_  د ناسنجول  شوي کارپايله پېښېماني وي. (نَادِمِينَ )

 فسق څه دى او فاسق څوک دى ؟

په دې آيت ( د حجرات ٦ آيت ) کې سپارښتنه شوې،چې که يو فاسق درته مهم خبر راوړي؛نو څېړنه او پلټنه وکړئ؛نو دلته بايد ځان پوه کړو،چې فاسق څوک دى او له کومې لارې د يو خبر په رښتيا او دروغو پوهېداى شو؟

“فسق” په لغت کې بېلېدو ته وايي او د قرآن په څرګندنه – اصطلاح کې له نېغې لارې بېلېدو او وتو ته ويل کېږي . دا ټکى د عدالت پر وړاندې کارول شوى او “فاسق” هغه ته ويل کېږي،چې کبيره ګناه وکړي؛خو توبه ونه باسي .

“فسق” په بېلابېلو بڼو او ځايونو کې ٥٤ ځله په قرآن کې راغلى لکه : ١_  کله د  فکري او عقيدتي کږلارۍ لپاره کارول شوى؛لکه څنګه چې فرعون اوقوم ته يې ويل شوي (إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ) ( نمل /١٢)

٢_  کله څومخو اومنافقو ته فاسق ويل شوي (إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) ( توبه / ٦٧)

٣_  کله د پېغمبرانو د زورونکيو ‏او له هغوى څخه سرغړاندو ته ‏کارول شوى (قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا…. الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ) ( مائده/ ٢٤-٢٦)

٤_  کله هغوى ته هم ويل شوى ،چې د الهي احکامو او قانون په رڼا کې ورمند – قضاوت نه کوي .( وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) . ( مائده/ ٤٧)

٥_  کله  ټګي جنو ‏ته هم ويل کېږي .‏( …… بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ) ( اعراف/ ١٦٣ )

٦_  کله هغوى ته هم فاسق ويل شوى،چې پر نېکیو د امر او له بدیو د منع ‏مهمه دنده پرېږدي . (أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ) ( اعراف/ ١٦٥ )

٧_  هغوى ته هم فاسق ويل شوى،چې کور، سوداګرۍ، کورنۍ او مادیاتو ته ‏د خداى په لار کې تر جهاده غوراوی ورکوي.( إِن كَانَ آبَاؤُكُمْ……. أَحَبَّ …… وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ)( توبه/٢٣)

٨_  کله جنسي کږلاريو او ناروا شهوت پالۍ ته هم ويل کېږي . ( قرآن د لوط قوم ته ځکه فاسق ووايه،چې ښکاره يې د لواط ګناه کوله ) (رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ )( عنکبوت /٣٤)

٩_  د حرامو خوړلو ته هم فسق  ويل شوى دى . (حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالْدَّمُ….. ذَلِكُمْ فِسْقٌ) ( مائده/ ٣)

١٠_  پر پاک لمنو ښځو تور لګولو ته هم ويل شو دى . (يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ…. وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ) ( نور/ ٤)

له فاسق سره څه کول په کار دي؟

آيتونو او روايتونو له فاسق سره له ملګرتيا منع کړي يو. امام صادق له امام باقر او هغه هم له امام سجاد څخه روايت کړي : له فاسق سره له ملګرتيا ځان وساته؛ځکه ‏پر يوه کپ ډوډۍ به دې وپلوري. ( وفا نه لري) (کافي ۲/٣٧٦)

٢_  حضرت علي وايي : د فاسق شاهدي  نه منل کېږي . (وسايل    ٢٧/٣٩٤)

٣-د خداى رسول (ص) وايي : هغه فاسق،چې ښکاره ګناه کوي،غيبت نه لري . ( مستدرک الوسائل ۱/١٣٨)

٤_  پېغمبر اکرم(ص) وايي : د فاسق  د مېلمستيا بلنه مه منئ. ( من لايخضر، ۴/ ۳ )

څېړنه ؛د ټولنې د دردنو درمل دى

د تاريخ په اږدو ‏کې الهي انبياء له داسې خلکو او ټولنوسره مخ ول،چې ډول ډول ټولنيزې او اخلاقي ناروغۍ يې درلودې ‏او ‏نن ان له دې ټولوعلمي،اقتصادي او ټولنيزو پرمختګونو سره سره دا ناروغۍ پرخپل ځاى پاتې دي ‏،چې ‏دا دي :

١_  له خپلو پلرونو،نيکونو او دودونو په پټوسترګو لاروي .

٢_ د خيالونو،ډنډ‏ورو،وړاندوينو، خوبونو او شننو لاروي .

٣—بې علمه ورمند- قضاوت ، دريځ ، ستاينه ، نيوکه ، لکينه او وينا .

په دې آيت کې ددې ټولو ناروغيو درمل څېړنه راښوول شوې ده . که ټولنه مو د څېړنې اوعقل خاونده وي ؛نو دا ناروغۍ يومخې ټولې له منځه ځي .

يوه ترخه پېښه

 د خيبر تر جګړې وروسته پېغمبراکرم (ص) د حضرت “اسامه بن زيد” په مشرۍ  يو ډله مسلمانان په هغو يهودانو پسې ولېږل،چې د “فدک” په کلي کې ول،چې هغوى اسلام ته راوبلي یا ‏د مالياتو شرایط ومني ‏‏. يوله دې يهودانو ځنې ‏،چې نوم يې “مرداس” و، ددې خبر په اورېدو خپل مال او کډه يوه غره ته یووړه او د ((لا اله ‏الا الله محمد رسول الله)) په ويلو ‏د مسلمانانو هرکلي ته راغى . حضرت اسامه هم په دې ګومان چې هغه له وېرې اسلام راوړى او اسلام يې واقعي اسلام نه دى؛نو ويې واژه .د خداى رسول د دې خبرى په اورېدو خوشينى شو،چې دا آيت نازل شو:

 ((أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا= [ مؤمنانو! چې كله د خداى په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ )؛ نوسمه پلټنه وكړئ  او داچې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنايم) ترلاسه كړئ؛ نو څوك چې  د سولې او اسلام ا ظهار وكړي، ورته مه وياست:(( چې مومن نه يي.)) ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛نو له خداى سره (تاسې ته) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي،تاسې ( هم) مخكې همداسې وئ؛ خو بيا خداى پر تاسې ولورېد (او پرسمه لار شوئ )؛نو ( د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، خداى پرې ښه خبر دى. ))

 ځيرتيا

 اسلام په ټولو چارو کې د ځېرتيا ‏ پر آر خورا سپارښتنه کوي لکه :

١—د ګروهو- عقايدو په اصولوکې يې تقليد منع کړى،وايي : هرڅوک دې د خپل عقل له مخې فکر او لار وټاکي .

٢_  په مشر‏ۍ کې يې د عصمت اوعدالت شرط د نورو شرطونو تر څنګ راوړى دى .

٢_  تقليد هم بايد له هغو مراجعو ونشي ،چې پر علم ،عدالت  او له ځاني ‏غوښتونو پر لرې والي سربېره پر ورځني مسايلو پوه وي .

٤_  په ورمندون کې د قاضى پرعلم اوعدالت سربېره دهغه د ژوند تامين ته هم پام وکړئ،چې فقر او اړتياوې قاضي  بډې ‏اخستنې ‏ته اړ نه کړي .

٥_  د سوداګریزو اسنادو تنظیمول . د سوداګرۍ او راکړې ورکړې د سندونو د تنظيمولو په اړه د بقرې په سورت کې د قرآن تر ټولو لوی آیتونه راغلي دي ‏. اسلام ان د مړي په ښخولو کې هم  پر خورا ځيرتيا ‏‏ ټينګار کړى دى . پېغمبر اکرم(ص) د يومسلمان قبر ډېر کلک او په ځير جوړاوه خلکو وويل : هغه خو ومړ؛نو د قبرپه جوړولو کې دا دومره ځيرتيا او احتياط د څه لپاره دى ؟ پېغمبراکرم (ص) ورته وويل : (( د خداى خوښېږي،چې مسلمان هر کارښه په بشپړه توګه ترسره کړي)) .

قرآن د خبرو په باب وايي : سمه او روغه ‏خبره وکړئ . (وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا) ( احزاب/٧٠ )

 په اسلام کې خبر

  اسلام د خبر په باب خورا ټنګارکړى دى لکه :

*الف : په قرآن کې راته حکم شوی‏،په څه چې نه پوهېږئ؛نو ورپسې مه ځه؛ځکه په قيامت کې ‏مو سترګې ،غوږونه او زړونه پوښتېدوني دي ‏.

 ((وَلاَ تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا(اسراء/۳۶)= او په هغه څه پسې مه ځئ،چې پرې پوه نه ياست؛ځكه غوږ او سترګه او زړه ټول پوښتېدوني دي.))

*ب : قرآن هغوى سخت رټلي،چې هر خبر‏ واوري؛نو ناسنجول شوى يې خپروي، وايي :

((وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا (نساء/۸۳) = او چې كله ورته د ډاډ يا ډار خبر ورسي؛( بې له څېړنې) يې خپروي، حال دا چې كه هغه ( د خداى) استازي او مشرانو ته- چې د تشخيصولو پوره ځواک لري- ورسوي؛نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د خداى فضل او رحمت نه واى؛ نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (اوبېلارې كېدئ ).))

*ج : قرآن هغوى ته ډېرسخت عذاب ټاکلى،چې په ټولنه کې د دروغو خبرونه خپروي .

((لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا(احزاب/۶۰) = قسم دى كه منافقان او هغوى چې په  زړه كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خپروي؛له خپل كاره لاس وانخلي (؛نو) موږ به هرومرو تا پرې مسلط كړو(چې) بيا به په دې (ښار) كې له ډېر لږ وخت پرته ستا په ګاونډكې پاتې نشي. ))

* د : پېغمبراکرم (ص) د خپل عمرپه وروستي کال په حج کې وويل : ډېر وي داسې کسان،چې له ما څخه به درته د دروغو خبرونه وايي او نور به هم زيات شي او چا چې آګاهانه په ما پورې دروغ وتړل ؛نو ځاى به يې په دوزخ کې وي او له ما يې،چې هر څه دروړل ؛نو له قرآن او سنتو سره يې پرتله کړئ،که له هغو دواړو سره یې سمون درلود؛نو ويې منئ او که نه، مه يې منئ .)) (بحار۲/٢٢٥)

*هه : امام صادق (رح) پرهغه لعنت وايه،چې د دروغوخبر يې دهغه په پلار امام باقر پورې وتاړه، و يې ويل: څه يې چې له موږه درته وويل؛له قرآن او زموږ له نورو خبرو سره یې وسنجوئ که ورسره يې اړخ لګاوه،ويې منئ ؛ګنې مه يې منئ . (بحار۲۲/٢٥٠ ‏)

*د: امام رضا (رح) : زموږ د خبرو سند قرآن او د پېغمبراکرم سنت دي. (هماغه سرچينه)

*ز: په اسلامى علومو کې  يومهم علم “د رجالوعلم” دى،چې دا علم د هغوى په باب دى،چې حديثونه روايتوي،چې سم حديث له ناسمه وپېژندل شي.

 څېړندود

 اسلام ځکه پرڅېړنه،پلټنه او د علم پر زده کړه ټينګار کوي،چې څوک په ناپوهۍ کې کوم کار و نه کړي او داچې اسلام هراړخيز دين دى ؛نو د سم اوناسم د پېژندو لپاره يې لارې ښوولي دي؛ لکه :

١_  د معتبرو او د منلو وړکتابونو کتل : د اسلام پېغمبر د خپل ځان د لېینې – شاهدۍ لپاره د تورات اوانجيل کتابونه راوړل، ويې ویل : زما نوم په تورات اوانجيل کې ولټوئ . (مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ) (اعراف / ۱۵۷)

 ٢_ متقي پوهان و پوښتئ (فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ) ( نمل/ ٤٣ – انبياء / ٧)

٣_  د دووعادلو شاهدانو لېینه – ګواهى ورکول . (ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ) ( مايده /٩٥)

٤_  شخصي څېړنه،چې انسان پخپله د يو خبر د سموالي څېړنه وکړي؛لکه د نجاشي څېړنه،چې هبشې ته يې د مهاجرو مسلمانانو په باب وکړه .

٥_  د لاسوندونو راټولول : کله انسان د قرآئنو او آثارو له ټولګي،خبرو، ملګرو، وخت،ځاى او د کار له طريقې د خبر پر حقانيت پوهېږي؛د بېلګې په توګه : د اسلام د پېغمبر د حقانيت پېژندو ته لاسوندونه دا دي : ‏نالوستى و او د بوت لمانځنې په مرکز کې ‏د بوت لمانځنې پرخلاف راپاڅېد او دوست او دښمن دواړو ورته امين وايه، اخلاق يې ښه وو،ياران يې پالیال ‏وو،چلن يې ان د مکې د سوبې پر ووځ بښنه وه، لارښونې يې نړيوالې او کاردود‏ يې د حق پربنسټ و ……چې دا ټول لاسوندونه وايي،چې ‏حضرت محمد (ص) پرحقه و.

٦_   له پخوانیو خبرو سره  یې همغږي او په خبرو کې دټکر نشتوالی  .

٧_  د نورو له ويناوو سره يې د ‏ويناوو همغږي . د ساري په ډول: لکه ‏څوک چې د پېغمبراکرم له حديثه همدا پوه شي،چې پر پوهېدلي مطلب نورهم همداسې پوه شوي وي؛نو په خپلو پوهېدنو ډاډه کېږي .

٨_  د څارنوال په استونه د سمومعلوماتو راټولول؛ لکه چې حضرت على وايي:((عينى بالمغرب)) ؛يعنې هغه چې په مغرب کې زما ځانګړى څارونکى دى،هغه راته دا خبرراکړى دى .

٩_  د خلکو معلومات ‏هم د ډاډ وړ‏ دي .حضرت على وويل : ((بلغنى انک )) خلکو راته داسې ويلي دي .

١٠_  د نورو ډاډ : د ساري په ډول : که عالمانو پر يوه حديث ډاډ وکړاو د هغه له مخې يې فتوى ورکړه اويا دینپالو ‏په لمانځه کې په يو چا پسې اقتدا وکړه؛نو دا ډول ډاډونه هم زموږ د پلټنې بنسټېداى شي.

١١_  د کار مخينه هم د څېړنې يوه لار ده : د خداى رسول (ص)  وويل : ولې پرماشک کوئ ؟ زه خو کلونه کلونه په تاسې کې اوسيدلى يم او تاسې ټول مې پېژنى . (فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا) ( يونس / ١٦)

 دروغ

داچې د حجرات په شپږم آيت کې د خبر په باب د څېړنې حکم راکړ شوى ؛نو ښه به وي،چې په دروغوهم څه رڼا واچوو:

*دروغ يو ډول نفاق دى؛ځکه انسان هغه څه په خوله وايي ، چې په زړه کې پرې باورنه لري . (يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ) (فتح / ١١)

*دروغ کله د تور په بڼه وي،چې په ناحقه پر يوه پاک انسان لګول کېږي. (أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوَءًا) ( يوسف/ ٢٥)

*دروغ کله د قسم په بڼه وي؛يعنې پر دروغو قسم خوري. (يَحْلِفُونَ بِاللّهِ) ( توبه/٧٤)

*دروغ کله د ژړاپه بڼه وي، د يوسف علیه السلام ورورنه،چې  په ژړا خپل پلار ته راغلل،چې يوسف لېوه وداړه . (وَجَاؤُواْ أَبَاهُمْ عِشَاء يَبْكُونَ)( يوسف /١٦)

*دروغ  تش په خوله نه؛بلکې کله له عمل سره هم وي .ورونو یې د يوسف علیه السلام کميس په وينو ولاړه او په عملي دروغو يې خپل مطلب په ډاګه کړ.( بِدَمٍ كَذِبٍ) ( يوسف /١٨)

اسلام ان په ټوکو کې هم خلک له دروغو منع کړي دي . ( کافى ۲/ ٣٣٨)

*دروغ د ډېرو ګناهونو پيل دى . ( کافى ۲/٣٣٨)

*دروغ انسان د ايمان له خونده بې برخې کوي . (  کافى ۲/٣٤٠)  او د ايمان د خرابۍ لامل کېږي. ( کافى۲/٣٣٩)

 امام باقروايې : تر دروغو نور څه ناوړه نشته .

حضرت على وايي : له دروغجن سره له ملګرتيا ډډه وکړئ ، چې هغه د شرابو په څېردى  .

سرچینه: تفسیر نور، مولف: شیخ محسن قرآیتی

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!