تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې پر پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) صلوات  إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾ = په حقيقت كې الله او پرښتې يې پر پېغمبر درود (رحمتونه) لېږي مؤمنانو! تاسې هم […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

قرآني زده کړې

پر پېغمبر (صلی الله علیه و آله وسلم) صلوات

 إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾ = په حقيقت كې الله او پرښتې يې پر پېغمبر درود (رحمتونه) لېږي مؤمنانو! تاسې هم درود پرې ولېږئ او سلام ووايئ او (فرمان ته يې) پوره تسليم وسئ.

دا آيت  ړومبى له پېغمبر سره د خداى او پرښتو ځانګړې مينه ښكاره كوي او ورپسې مؤمنانو ته وايي، چې د پېغمبر(ص) مقام دومره اوچت دى، چې د هستۍ پنځوونكى او ټولې پرښتې (چې د حق په فرمان د هستۍ د تدبير چارې ور تر غاړې دي) پرې درود وايي، چې داسې ده؛ نو تاسې هم له دې پيغام سره همغږي شئ. محمد (ص) د هستۍ قيمتي مرغلره ده او كه په الهي لورنه مو په لاسرسۍ كې دى؛ نو هسې نه كم ارزښته يې وبولئ او د خداى او پرښتو پر وړاندې يې مقام هېر كړئ. پر پېغمبراكرم د صلوات د څرنګوالي په باب د شيعه او اهل سنتو په رواياتو كې په ډاګه راغلي، چې پر ((محمد)) د صلوات پر مهال ((آل محمد)) پرې ورزیات كړئ. له پېغمبر اکرم (ص)نه په يوه روايت كې راغلي: [نيمګړى صلوات راباندې مه واست، ورته وويل شو: نيمګړى صلوات څه دى؟ ويې ويل: داچې يوازې وواياست: (( اللهم صلى على محمد)) او دوام ورنه كړئ؛ بلكې وواياست: (( اللهم صلى على محمد و آل محمد)) ]. (نمونه، 17: 415 مخ.)

 

پر محمد صلی الله علیه و آله وسلم  او آل يې د درود فضيلت

پر محمد صلی الله علیه و آله و سلم  او آل يې د درود څرنګوالې

 

سلام دې په هغه وي چې رحمت دی د کونینو

درود په هغه پاک چې دی اقا د ثقلینو

سلام دی په هغه وی چې صاحب دی د دارینو

درود په هغه چې وه بابا د حسنینو

سلام دې تل تر تل وي پرې بابا چې د زهرا دی

درود په هغه ښکلي چې اخی د مرتضی دی

سلام په هغه نوم یې چې باعث د اطمینان دی

درود په هغه ذکر یې چې ذکر د سبحان دی

سلام شه په هغه چې هر یو ګل یې ګلستان دی

درود مې په هغه دې چې مولا د مسلمان دی

سلام د حمزه څه دی چې پاک رب پرې سلام وايي

درود د حمزه څه دی چې ملایک یې دوام وايي

پر محمد (ص) او آل يې د درود فضيلت

 1_ په (( کنزالعمال )) کې له حسن (رض) نه د څښتن له استازي نه روايت دى چې ويلي يې دي : اکثروا الصلاة على فان صلاتکم على مغفرة لذنوبکم .

پر ما ډېر درود وواست ؛ځکه چې پر ما ستاسې درود د ګناهونو د بخښـل کېدو لامل دى .

وګورئ :کنزالعمال ؛1ټوک ،436 مخ .

2_ (( ابودرداء (رض) )) د څښتن له استازي نه را نقل کړي :

من صلى على حين يصبح عشرا و حين يمسى عشرا ادرته شفاعتى .

څوک چې سهر او ماښام لس ځلې پر ما درود ووايي ؛نو په شفاعت کې به وي .

وګورئ :کنزالعمال ؛1ټوک ،439 مخ .

3_ له سهل بن سعد (رض) نه روايت دى :

قدم رسول الله فاذا بابى طلحة،فقام اليه فتلقاه فقال : بابى انت او امى يا رسول الله انى لارى السرور فى وجهک ،قال : (( اتانى جبرئيل انفاً فقال : يا مُحمد مَن صَلى عليک مرة کتب الله بها عشر و حسناتٍ او محى عنه عشر سيئات و رفع له بها عشر درجات . ))

د څښتن استازې راننوت چې ابو طلحه مخې ته ورغې او له هغه نه يې استقبال وکړ او ويې ويل : (( مور او پلار مې دې له تا نه ځار شي اى دڅښتن استازيه ! ستاسې څېره خوشاله وينم . )) و يې ويل : (( لږ مخکې جبرائيل راغې او ماته يې وويل : اى محمده ! چا چې يو ځل پر تا درود ووايه ؛نو څښتن به ورته لس حسنه په ثواب کې ورکړي او لس سيئه او بدۍ به له هغه نه ليرې او لس درجې به يې اوچت کړي.

کنزالعمال ،1ټوک،436،447 مخونه او همداسې 2ټوک،179 مخ .

دا روايت له ابوطلحه (رض) نه له دې زياتوالي سره رانقل شوى دى :

(( او پرښته به هغه (د درود ويونکي ) ته هماغه وايي چې تاته يې ويلي .ورته مې وويل : اى جبرائيل! دا پرښته څوک ده ؟ و يې ويل : لوى څښتن ستا له زوکړې نه ستا تر استازيتوب پورې ستا لپاره دوه پرښتې ګمارلې وې او ستا په امت کې هر څوک، چې پر تا درود وايي ؛نو داسې کس به پېدا نه شي، چې ( دا پر ښتې به ) ورته و نه وايي : او ته ! څښتن درباندې درود وايي )). کنزالعمال ؛لومړى ټوک ،440 او 449 مخونه او همداسې :2ټوک ،181 مخ .

دا روايت له سعيد بن عمر انصاري (رض) او ابوبردة بن نياز او انس (رض) نه هم روايت شوى دى .

کنزالعمال ،لومړى ټوک،438_439 او همداسې 448_449 مخونه . سنن نسايي ؛3ټوک ،50 مخ . کتاب الصلاة ،پر پېغمبر د درود د فضيلت باب . فرئد السمطين ؛لومړى ټوک،24 مخ .تاريخ بغداد،8ټوک،281 مخ .

 4_ په صحيح مسلم ،سنن ترمذي ،سنن نسايي ،مسند احمد او په نورو کې د ابوهريره (رض) له خولې نه راغلي، چې دڅښتن استازي وويل : من صلى على واحداً صلى الله عليه عشراً.

څوک چې يو ځل پر ما درود ووايي څښتن به پرې لس ځلې درود وايي .

صحيح مسلم ،لومړى ټوک،306 مخ ،کتاب الصلاة،پر پېغمبر د درود باب . سنن ترمذي ،2ټوک،270 مخ. سنن نسايي ،3ټوک،50 مخ

مسند طيالسي ؛لومړى ټوک، 283 مخ ،2122 حديث.رياض الصالحين؛381 مخ .

اسباب التنزيل واحدي؛250 مخ . دراالمنثور؛سيوطي،5ټوک،218 مخ . تفسير قرطبي؛14 ټوک،294 مخ .

 5_ په کنزالعمال کې له عمار ياسر (رض) د څښتن د رسول د خولې وينا راغلې، چې ويلي يې دي :

ان الله اعطى ملکاً من الملائکة اسماع الخلق فهو قايم على قبرى الى يوم القيام لا يصلى على احدا صلاة الا سماه باسمه و اسم ابيه و قال : يا محمد صلى عليک فلان بن فلان . و قد ضمن لي ربي _تبارک و تعالى_ انه اراد عليه بکل صلاة عشراً .

څښتن په پرښـتو کې يوې پرښتې ته د ټولو خلکو هومره د اورېدلو قدرت ورکړى او د قيامت تر ورځې پورې زما پر قبر ولاړه ده او د قيامت تر ورځ چې څوک پر ما درود وايي ؛نو داسې څوک به نه وي چې دا پرښته پر نوم او د پلار پر نوم ماته را معرفي نه کړي، چې اى محمده ! پلاني د پلاني زوى درباندې درود وايي . زما ستر پالونکي څښتن ضمانت کړى، چې د هر چا درود لس چنده ور و ګرزوم .

کنزالعمال ؛لومړى ټوک،448_450 مخونه .

 6_په سنن ابوداوود ،ترمذي،نسايي ،مسند احمد او مستدرک له فضالة بن عبيد (رض) نه روايت راغلى، چې ويلي يې دې:

سمع رسول الله رجلاً يدعوا فى الصلاة و لم يذکر الله عزوجل و لم يصل على النبى فقال رسول الله : (( عجل هذا )) ثم على دعاه و قال له و لغيره :

(( اذا صلى احدکم فليبدا بتحميد الله و الثناء عليه ثم ليصل على النبى ثم ليدع بعد ما شاء . ))

د څښتن استازي واورېدل، چې يو سړې په لمونځ کې دعا کوي؛خو نه يې څښتن په کې ياد کړ او نه يې د څښتن په استازي په کې درود ووايه . د څښتن استازي وويل : (( هغه بيړه وکړه )) او بيا يې هغه را وغوښت او هغه او نورو ته يې وويل : (( په تاسې کې، چې هر چا لمونځ وکړ لومړى دى حمد او ثنا وکړي بيا دې د څښتن پر استازي درود ووايي ؛نو له دې نه وروسته يې چې هر څه غوښتل له څښتن نه دې وغواړي .

سنن ابوداود ؛2ټوک،77 مخ ،1480 حديث .

سنن ترمذي؛ د دعا کتاب،13ټوک،21 مخ . په همدې کتاب کې په يو بل روايت کې راغلي : دڅښتن استازي هغه سړي ته چې لمونځ يې کاوه او ځانته يې دعا کوله؛خو نه يې دڅښت شکر ادا کړ او نه يې د څښتن پر استازي درود ووايه ،وويل : ((اى لمونځ کوونکيه ! هر کله، چې دې لمونځ وکړ او کېناستې؛نو دڅښتن شکر وکړه او پر ما درود ووايه ؛نو هله له څښتن نه څه چې غواړې و يې غواړه )).

دڅښتن استازي يو بل سړي ته، چې لمونځ يې وکړ ،د څښتن شکر يې ادا کړ او د څښتن پر استازي يې درود ووايه ،وويل : (( اى لمونځ کوونکيه ! دعا وکړه چې قبلېږي )).

مسند احمد؛6ټوک،18 مخ . سنن نسايي ؛3ټوک،44 مخ . مستدرک حاکم؛لومړى ټوک،268 مخ . رياض الصالحين نبوي؛382 مخ .

 7_ (( سعد ساعدي (رض) )) د څښتن د استازي د خولې وينا را نقل کړى او ويلي يې دي :

….. لا صلاة لمن لا يصلى على النبى.

لمونځ نه دى هغه، چې په کې د څښتن پر استازي درود و نه ويل شي .

سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،140 مخ ،400 حديث.

 8_ د جابر (رض) له خولې نه د څښتن د استازي وينا را نقل شوى، چې ويلي يې دي : من ذکرت عنده فلم يصل على فقد شقى؛ يعنې : د چا په نزد، چې زما نوم واخيستل شي او پر ما درود و نه وايي ؛نو په يقين سره، چې ظلم يې کړى دى .

9_ له امام حسين بن علي (رض) نه د څښتن د استازي وينا را نقل شوى، چې يلي يې دي : من ذکرت عنده فخطى الصلاة على خطى طريق الجنة .

د چا په نزد، چې زما نوم واخيستل شي او پر ما پر درود سترګې پټې کړي ؛نو د جنت پر لاره يې سترګې پټې کړى دي .

کنزالعمال؛لومړى ټوک،438 مخ له طپراني .

دې حديث ته ورته يو حديث يې له ابن عباس نه هم د لومړي ټوک يه 438 مخ کې رانقل کړى دى او همداسې وګورئ : تفسير درالمنثور؛ 5ټوک، 218 مخ او ابن ماجه ؛294 مخ .

 10_ د احمد په مسند ،سنن ترمذي او په نورو کې له حسين بن علي (رض) نه د څښتن د استازي وينا را نقل شوى ده .

البخيل من ذکرت عنده فلم يصل على

بخيل هغه دى، چې د هغه په نزد زما نوم واخيستل شي او پر ما درود و نه وايي .

مسند احمد لومړى ټوک؛٢٠١ مخ . سنن ترمذي ؛د دعا کتاب ،١٣ ټوک ،٦٢ او ٦٣ مخونه . کنزالعمال؛ لومړى ټوک،٤٣٧ مخ له حسن نه په ظاهره غلط دى ؛ځکه مولف په خپله ويلي دي :دا حديث يې له احمد،ترمذي ،نسايي او ابن حبان نه روايت کړى دى . ( ؛نو بايد له حسين نه وي )

دې حديث ته ورته نور حديثونه له عوف بن مالک ،حسن ،جابر،ابوهريره،او قتاده (رضی الله عنهم) نه د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٣٦_ 438 او ٤٥٣ کې موندلاى شئ او همداسې په تفسير درالمنثور؛٥ ټوک،٢١٨ مخ او رياض الصالحين؛٣٨٢ مخ .

 پر محمد (ص) او آل يې د درود څرنګوالې

 ١_ په (( کنزالعمال )) کې له حضرت علي ابن ابيطالب نه روايت دى، چې ويلي يې دي : قالوا يا رسول الله ! و کيف نصلى عليک ؟ قال: (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.

(اصحابو کرامو ) وويل : اى دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟

د څښتن استازي وويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.

تفسير در المنثور؛٥ټوک، ٢١٧ مخ . کنزالعمال؛٢ټوک،١٧٦ مخ .

 ٢_ په صحيح مسلم،سنن ابو داود،ترمذي،نسايي ،موطا مالک،مسند احمدبن حنبل ،سنن دارمي له ابو مسعود بن انصاري (رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :

د څښتن استازې راغې او مونږ د سعد بن عباده په مجلس کې ناست وو. (( بشيربن سعد)) _ابونعمان بن بشير_ هغه ته وويل : اى دڅښتن استازيه ! څښتن راته حکم کړى، چې پر تا درود ووايو؛نو څنګه دا درود پر تا ووايو ؟

راوي وايي: د څښتن استازې داسې چوپ شو چې مونږ ټولو هيله وکړه، چې اى کاش دا پوښتنه مو دڅښتن له استازي څخه نه وه کړى .

بيا دڅښتن استازي وويل : (( وواياست : : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد . او سلام هم همداسې دې ؛لکه چې پرې پوه شوئ.

صحيح مسلم ؛کتاب الصلاة:لومړى ټوک،305 مخ ،67 حديث . سنن دارمي؛لومړى ټوک:٣١٠ مخ . سنن ابوداود؛لومړى ټوک: ٢٥٨ مخ،٩٨٠ حديث. سنن نسايي ؛٣ ټوک،٤٥_٤٧ مخونه .

سنن ترمذي؛ کتاب تفسير: د احزاب د سورت تفسير:٢ ټوک،٩٥ مخ . موطاء مالک؛لومړى ټوک، ١٦٥ _١٦٦ مخونه . مسند احمد بن حنبل؛٥ټوک،٢٧٤ مخ او همداسې ٤ ټوک،١١٨ مخ . کنزالعمال؛٢ټوک،١٨٢ مخ. تفسير قرطبي؛٤ټوک،٢٣٣ مخ .تفسير درالمنثور؛ ٥ټوک،٢١٦ او ٢١٧ مخونه. تفسير ابن کثير؛٣ ټوک،508 مخ . تفسير خازن؛3ټوک،٤٧٧ مخ . مستدرک الصحيحن ؛لومړى ټوک،٢٦٨ مخ . سنن بيهقي؛٢ټوک،٣٧٨ مخ .

 3_ په صحيح بخاري،سنن نسايي،ابن ماجه ،مسند احمد له ابو سعيد خدري (رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :

قلت: يا رسول الله ! هذا السلام عليک قد عرفنا فکيف الصلاة؟ قال : (( قوالوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .

و مې ويل اى دڅښتن استازيه ! دا پر تا باندې سلام و،پر هغه مو سر خلاص شو، (پر تاسې ) درورد څنګه دى ؟ و يې ويل : وواياست : : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .

صحيح بخاري؛د تفسير کتاب:د احزاب د سورت تفسير،٣ ټوک،١١٩ مخ او د دعوات کتاب،٤ټوک،٧٢ مخ . سنن نسايي ؛٣ټوک،٤٩ مخ . سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،٢٩٢ مخ ،٩٠٢ حديث. مسند احمد؛٣ټوک،٤٧ مخ . تفسيردرالمنثور؛٥ټوک،٢١٧ مخ .

 4_ د سيوطي په تفسير کې له ابن عباس (رض) نه رانقل شوي دي :

……فقلنا او قالوا : يا رسول الله !قد علمنا السلام عليک فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل _يا وويل شول_اى دڅښتن استازيه ! پر تا پر سلام پوه شو،پر تاسې درود څنګه دى ؟ و يې ويل : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

تفسير طبري؛د احزاب د سورت تفسير،22 ټوک،31 مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٢١٦ مخ .

5_ په سنن نسايي کې يې د څښتن د استازي وينا د   زيد بن خارجه (رض)  له خولې نه رانقل کړى ده چې ويلي يې دي :

(( صلوا على و اجتهدوا فى الدعاء و قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

پر تا درود وواياست او په دعا کوښښ وکړئ او وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

سنن نسايي ؛کتاب سهو،٣ټوک،٤٩ مخ .

 ٦_ په سنن نسايي او د احمد په مسند کې له ابوطلحه (رض) نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! کيف الصلاة عليک؟قال : قولوا :)) اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل : اى دڅښتن استازيه ! پر تاسې درود څنګه دى ؟ و يې ويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

په يو بل روايت کې داسې راغلي دي : يو سړى دڅښتن استازي ته راغى او ورته يې وويل: اى دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ و يې ويل : وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

سنن نسايي ؛کتاب سهو:٣ ټوک،٤٨ مخ . مسند احمد؛ لومړى ټوک، ١٦٢ مخ .

 ٧_ په کنزالعمال کې له حضرت طلحه (رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! قد علمنا کيف السلام عليک،فکيف الصلاة عليک؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل: اى دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ و يې ويل : وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

کنز العمال؛٢ټوک،١٧٦ مخ . تفسير درالمنثور؛5ټوک،٢١٦ مخ .

 ٨_ په صحيح بخاري ،مسلم،سنن ابوداود ،دارمي،نسايي،ترمذي،ابن ماجه ،مسند احمد،تفسير طبري او سيوطي کې له  کعب بن عجزه (رض) نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

کنت جالساً عند النبى اذ جاء رجل فقال: قد علمنا کيف نسلم عليک يا رسول الله ،فکيف نصلى عليک ؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

د څښتن له استازي سره ناست وو، چې يو سړى راغې او و يې ويل : اى دڅښتن استازيه ! پر تا سلام کول مو زده کړل ،پر تا څنګه درود ووايو ؟

و يې ويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

صحيح بخاري؛کتاب بدء الخلق؛٢ټوک،١٥٩ او ١٦٠ مخونه او د تفسير کتاب :د احزاب د سورت تفسير،٣ټوک،١١٩ مخ او کتاب الدعوات،٤ټوک،٧٢ مخ. صحيح مسلم،کتاب صلاة :لومړى ټوک،٣٠٥ مخ ،٦٦ حديث.سنن ابوداود،لومړى ټوک،٢٥٧ مخ،٩٧٦ حديث. سنن دارمي؛لومړى ټوک،٣٠٩ مخ . سنن نسايي؛٣ټوک،٤٧ او ٤٨ مخونه .سنن ترمذي؛٢ټوک،٢٦٨ مخ. سنن ابن ماجه ،٩٠٤ حديث.مسند احمد؛٤ټوک،٢٤١_٢٤٤ مخونه. تفسير قرطبي؛١٤ټوک،٣٣٤ مخ. تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٢١٥ او ٢١٦ مخونه. کنزالعمال؛ ٢ټوک،١٨٠ مخ . تفسير ابن کثير،٣ټوک،٥٠٧ مخ .

 ٩_ د احمد په مسند او د سيوطي په درالمنثور کې د څښتن د استازي وينا د برده خزاعى (رض) له خولې نه رانقل شوى، چې ويلي يې دي :

(( قولوا : اللهم اجعل صلواتک او رحمتک او برکاتک على محمد و على آل محمد کما جعلت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

مسند احمد ؛٥ټوک،٣٥٣مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٤٤٢ مخ .

 10_ په (( کنزالعمال )) کې له  محمد بن عبدالله بن زيد (رض) نه روايت دى چې دڅښتن استازي وويل :

اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم فى العالمين انک حميد مجيد و السلام کما علمتم )).

کنزالعمال؛لومړ‌ى ټوک،٤٤٢ مخ .

١١_ په طبري او سيوطي تفسير کې له  ابراهيم (رض)  نه د (( ان الله و ملائکته ….)) د ايت تر تفسير لاندې راوړي دي، چې :

قالو يا رسول الله ! هذا السلام قد عرفناه،فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( قولوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل شول : اى دڅښتن استازيه ! پر دې سلام پوه شو ،پر تا درود څنګه دى ؟ و يې ويل :

(( وواياست : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

 ١٢_ په کنزالعمال کې له ام المومنين عايشې بي بي نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قال اصحاب النبى : يا رسول الله امرنا ان نکثر الصلاة عليک فى الليلة الغراء او اليوم الازهر و احب ما صلينا عليک کما تحب،قال: (( قولوا :

اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و اما السلام فقد عرفتم کيف هو )).

د څښتن د استازي يارانو وويل : اى دڅښتن استازيه ! راته امر شوى، چې د شپې په تپه تياره او د ورځې په رڼا کې درباندې ډېر درود ووايو.

(نو څومره به ښه وي، چې ) زمونږ درود هغسې وي چې ستاسې پرې خوښه وي . و يې ويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد

کنزالعمال؛٢ټوک،١٨٢ مخ او همداسې لومړى ټوک،٤٤٣ مخ .

 و الحمد لله رب العالمين

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!