تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د نشنلیزم یا ولسپالۍ مفهوم لومړۍ برخه په دې ننني وخت کې تر بل هر وخت ډېر د ملتونو ترمنځ ټکرونه، ورځنې موضوع ګرځېدلې ده. له دې ځنې تر ټولو مهمه موضوع یې نشنلیزم – ولسپالي او دهغې جوړونکی عناصر او حدود دي. په تېرو لسیزو کې ډېر ملتونه راوټوکېدل ،چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د نشنلیزم یا ولسپالۍ مفهوم

لومړۍ برخه

په دې ننني وخت کې تر بل هر وخت ډېر د ملتونو ترمنځ ټکرونه، ورځنې موضوع ګرځېدلې ده. له دې ځنې تر ټولو مهمه موضوع یې نشنلیزم – ولسپالي او دهغې جوړونکی عناصر او حدود دي. په تېرو لسیزو کې ډېر ملتونه راوټوکېدل ،چې شمېره یې تر ۵۰ څخه لوړه ده او یا یې هم نوم ،بڼه او عنوان واخیست. ددې پر وړاندې که کوم ملت له منځه نه وي تللای؛نو هېوادونه او ملتونه په دوو یا څو برخو ویشل شوي او هر یو یې معلومه لار نیولې یا دا چې یو ملت معلوم فکري، مذهبي او جفرافیايي  ځانګړنې درلودې؛نو دې ملت خپله محتوی یا منځپانګه بدله کړې او د هغه فکري او اجتماعي سیستم لار یې نیولې،چې ورسره په پوره ډول مخالف و. دا ټولې زېږېدنې او بدلونونه له کلونو مبارزو،مقاومتونو، هڅو او وینې توېدنو سره مل وه او په دې لار کې خورا استعدادونه، قوې او وخت پکار وړل شوی او ان کوچنې او سترې قربانۍ یې هم درلودې.

 ایا دا ملتونه مخکې نه وه،چې په دې موده کې راوټوکېدل؟دا چې ځینې پکې بیل او تجزیه شول؛ نو ایا دوی مخکې یو اصیل او پر ځای ولاړ ټولنیز واحد نه و؟ هغو ملتونو،چې خپل سیستم یې بدل کړ؛نو ایا دوی اوس هم هماغه د پخوا په شان ملت دی، په دې چې ډېرې ځانګړنې یې خوندي ساتلي لکه ژبه، نژاد، اقلیمي شرایط او  جفرافیايي پولې؟ او دې ته په پاملرنې سره ،چې ټولې سیاسي،اجتماعي او پوځي چارې نن د ملي او د معلومو ملتونو د ګټو په رڼا کې مطرح دي.

 نشنلیزم یا ولسپالنه تر ټولو رایج او پرخریداترترینه مکتب دی. ان هغه اجتماعي او سیاسي ایدیولوژیګانې، چې په اصل کې له ملي رنګ سره په ضدیت کې وې که د کوم حرکت یا خوځښت بنسټ یې هم ایښی؛ خو بیا هم یې هم خپل نهضت ته ملي او ناسیونال رنګ ورکوي.  د ملیت موضوع یوه ورځنۍ مسله ده.

په نننۍ نړۍ کې رایج د نشنلیزم یا ولسپالئ مفهوم د نوولسمې پېړۍ له پیله په المان کې راپیدا او اوڅار – مطرح شو او له آره له هغو پایلو او غبرګونونو ځنې دی،چې د فرانسې د کبیر انقلاب په غبرګون کې په اروپا کې راوټوکېد.

د فرانسې کبیر انقلاب هم د زوړ اشرافي انددود – طرز فکر پرضد یو ډول غبرګون او پاڅون و،چې عامو خلکو ته یې پر ارزښت او درنښت نه لیدل. تر دې وخت روسته و،چې د لیکوالانو او فیلسوفانو په خبرو او اثارو کې اصلي ټکی ” ملت “،عام خلک، آزادي او برابري شوه. آزادۍ او برابرۍ په خپل ذات کې پوله او ملت نه پېژنده، چې د بشر د حقوقو د اعلامیې تنظیموونکي ادعا کوي، چې آزادي او برابري دوی بشریت ته راوړې ده؛ نو ځکه د فرانسې د انقلاب شعاع  په یوه لسیزه کې د فرانسې له پولو واوخته او په اروپا کې خپره شوه او تر ټولو ډېره په المان کې خپره شوه. په المان کې سیاسي فیلسوفان او لیکوالان دومره د آزادي غوښتونکیو فکرونو لیواله شول،چې خپل ټول وخت یې ددې فکرونو خپرولو ته وقف کړ.

الماني فیلسوف ” فیخته” ددې شوق او خپرولو له مشرانو ځنې و. ډېر ژر المانیانو ته جوته شوه،چې په المان کې د بشر د حقوقو په اعلامیه کې ادعا شوې آزادي یوازې د فرانسویانو په برخه شوې او د المان د خلکو پکې هیڅ برخه نشته. ” فیخته” لومړنی کس و،چې ددې تبعیض پر وړاندې یې غږ راپورته کړ. هغه د برلین په اکادمۍ کې پردې استثنا د نیوکې او عصیان په نامه څوارلس مشهور کنفرانسونه ورکړل. ددې پر وړاندې یې غبرګون وښود، چې آزادي او برابري دې یوازي د فرانسیانو وي او د الماني ملت خبره یې د نه تجزیه کېدونکي  واقعي واحد په نامه رامنځ ته کړه،چې د نژادي، جغرافيايي، ژبې، فرهنګ او دودونو په درلودلو سره ” ذاتي نبوغ”، خپلواکي او ځانګړی حیثیت لري. نو په دې ترتیب د المان نشنلیزم رامنځ ته شو،چې بیا په نړۍ کې د نشنلیزم تز یې راوټوکاوه.

نشنلیزم په لویديځه اندیشه کې یعنې دا : هغه خلک،چې په معلومو جغرافیايي پولو، نژاد او تاریخي سابقه ،ژبه ،فرهنګ او ګډو دودونو کې سره یوځای راټول شوي وي؛نو دا خلک د یو بنسټ ، آر – اصل او نه تجزیه کېدونکي واحد په توګه ګڼل دي او څه چې ددې واحد د ګټو په لمن کې راځي هغه دوست او خپل دی او نور ټول پردي او دښمنان دي.

په نوولسمه پېړۍ کې د فرانسې د انقلاب د شعارونو پر وړاندې درې غبرګونونه راښکاره شول،چې دا دي :

۱- نشنلیستي غبرګون

۲- محافظه کار غبرګون

۳- د سوسیالیسم غبرګون

پورتني لومړي دوو ته سیاسي فیلسوفانو له اصولو څخه اړول شوي او د انقلاب ضد اصول وویل او درېم ته یې عدالت غوښتونکی ووایه.

تر ” فیخته” روسته، نشنلیزم د ” شارل موارس” او ” بارس” په شان متفکرین درلودل،چې د اروپا په بېلابیلو هېوادونو کې یې د نشنلیستۍ افکار او عقاید تدوین او تنظیمول. ” موارس” د ” ملي نه تجزیه کېدونکي واحد” فکر تر دې پر مخ یووړ،چې د وګړي پر شخصیت او اراده یې د ملت شخصیت واکمن وګاڼه او د جمع دا شخصیت یې د دولت په وجود کې پلی کړ. د همدې فکر له لامله و،چې په المان کې د توتالیتر او نازي او په ایټالیا کې د فاشیسم د رژیمونو د راټوکېدو جرړه شوه. تر دې روسته ټوله نوولسمه پېړۍ تر شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې په اروپايي ټولنو کې د نشنلیستي افکارو د تکامل او راښکاره کېدو دوران و. که څه هم سوسیالیستي یا محافظه کاري لیوالتیاوو په اروپا کې په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د روشنفکرانو پر افکارو پراخ اغېز درلوده؛ خو د اروپايي دولتونو نشنلیستي رنګ دومره تیز و، چې بل هر ډول رنګ ،لکه لیبرال، کنسرواتیسم یا د مارکس سوسیالیستي رنګ یې تر خپل سیوري لاندې راوست.

همدا د اروپايي ملتونو نشنلیزم و،چې په افراطي ډول د نژاد پالنې او راسیسم په بڼه راښکاره شول او دوه نړیوالې جګړې یې رامنځ ته کړې. تر دې ټولو پورته همدا اروپايي نشنلیزم و،چې د انسان د برابرۍ او آزادۍ له دې ټولو شعارونو سره یې د ختیځو ملتونو،افریقا او جنوبي امریکا ښکېلاک ته مخونه ورکړه او تصدیق یې کړه او نووولسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په نیمه کې په اسیا او افریقا کې د اروپا د استعمار تر ټولو زورو دوران و او ورسره په څنګ کې د نشنلیستۍ د افکارو د پراخوالي او راښکاره کېدو وخت هم و.

غربي لیکوالانو او څېړونکيو به د همدې افکارو پر بنسټ نور ملي نهضتونه او خوځښتونه نشنلیستي ګڼل او شرقي او افریقايي متفکران او روشنفکران هم له غربي فرهنګ څخه د ښوونې او الهام اخستنې له لارې دا نوم او عنوان د خپلو خلکو پر خوځښت مني او هماغه کچې چې غربیانو  د خپلو ملتونو د غوره ګڼلو لپاره وکارولې؛نو دوی یې هم خپلو ملتونو ته وايي. که څه هم د دویمې نړیوالې جګړې تر پای روسته د اروپايي هېوادونو نشنلیزم لږ تر لږه د اقتصادي او استعماري ګټو په سطحه او تر څه حده په اجتماعي برخو کې یې خپل ځای یووالي او سیمه ایز والۍ یا منطقه ګرایۍ ته ورکړ. له دې مخې د لویدیځې اروپا او شمالي امریکا په هر هېواد کې اوس هم دوی  شرقي او افریقايي سیلانیانو او محصلینو ته خپل ملي رنګونه تبلیغوي او پردې یې پوهوي،چې نشنلیزم لا تر اوسه هم شته،چې لویدیځوالو او فرهنګ ته  ژوند او حرکت وربښي، څو دا محصلین او سیالانیان هم چې بېرته خپلو هېوادونو ته ورستانه شي؛نو دا فکر له ځان سره ولري او خپلو خلکو ته یې ووايي او پرې پوه یې کړي، څو د درېمې نړۍ هېوادونه هم هر یو بېل بېل او د خپل ملیت ، نژاد، ژبې او اسلاف په نامه له خپلو ګاونډیانو او نورو ملتونو سره سیالۍ او نه جوړجاړۍ ته راپورته شي.

غربي هېوادونه له دې دومره فرهنګي، سیاسي او اقتصادي ځواک په درلودلو سره یو موټی کېږي او په یو صف کې سره ودرېږي؛خو له دې ټولو ګډوډیو او سیاسي،فرهنګي او اقتصادي کمزورتياوو په درلودلو د درېمې نړۍ هېوادونه بیا هم یو له بل څخه بېل بېل ژوند کوي. و دې ګورو،چې د بشر د اجتماعي واحدونو تر منځ پوله او تمایز رامنځ ته کول له واقع سره حقیقت او اصالت لري که نه او که لري یې ؛نو د پولو د ایښوونو کچې هماغه دي،چې لویدیځ نشنلیزم یې راته راښايي؟

کلاسیکې کچې

موږ د ځمکې پر مخ د بېلابېلو خلکو ترمنځ بېلوالی وینو، لکه: ترکی، پارسی،عربی، افریقایی، اروپایی او اسیايی.  نه یوازې دا چې رنګونه،څېرې، ژبې او فزیکي ځانګړنې سره بېلابېلې دي؛بلکې حتی دودونه او فرهنګونه، انددود – طرزفکر او روحي ځانګړنې هم بېلابېلې دي.که وغواړو،چې دا بېلابېل خلک د خپلواکو اجتماعي واحدونو په بڼه طبقه بندي کړو؛نو ایا یوازې رنګ، نژاد او اقلیمي شرایط او جغرافیايي پولې باید د بېلوالي ملاک او کچې وي او که نه دودونه، تاریخي سوابق، فرهنګونه او نورو لاملونه هم باید په پام کې ونیسو؟

په یوه ډله انسانانو کې،چې یو سیاسي واحد یا ملت جوړوي؛نو په دوی کې د ګډ احساس، وجدان او د ډله ایز شعور شتون ته ملي احساس یا نشنلیزم وايي. همدا ډله ایز وجدان دی،چې د ټولنې د حاضرو افرادو په دننني شخصیت کې وي او د دوی او تېرشویو کسانو او وړمبنیانو یا اسلافو ترمنځ اړیکه او زړه تړنې رامنځ ته کوي او ارمانونه یې یو له بل سره نژدې کوي. غربی کلاسیک تعریف دا دی،چې دا ډله ایز وجدان د اقلیمي، نژادي، ګډې ژبې او ګډو دودونو او ګډ تاریخ او فرهنګ زېږنده ده؛ خو د بشر په فردي او اجتماعي واقعیتونو کې ډېر دقت یا پام ښيي،چې دا لاملونه د ډله ایز وجدان په تکوین کې اساسي او دنننی رول نه لري او نشي کولای،چې د یو ملیت تر سیوري لاندې د بشر د افرادو ترمنځ تل د پیوستون او نښلون لامل وي.

 ژبه

دا څرګنده ده،چې د یو ملیت د تکوین په لومړنیو مرحلو کې ژبه او ګډ دودونه پېژندونکی او یو له بل سره د افرادو د نږدیوالی لامل دی او د زړونو او عواطفو د اړیکو لار او په نتیجه کې د  جمعي او ملي شعور د ودې لامل دی؛خو که د ملتونو ګذشتې ته وګورو؛نو د ګډې ژبې لامل یو سازنده عنصر نه؛ بلکې د ملیت د محصول لامل دی. د تکوین له پیل څخه د یو ملت ژبه هم په اوسنۍ بڼه نه و؛بلکې په یو ټاکلي ځای کې د یوې ډلې له راټولېدنې او د زړونو د نږدېوالي له امله یې ژبه هم رامنځ ته شوې، بیا یې تکامل کړی او قواعد او اصول یې پراخ شوي او د پېړیو په اږدو کې د نورو ملتونو له ژبو سره د مخامخ کېدو له امله یې پر له پسې بدلون موندلی،ترڅو ننني حالت ته رارسېدلی ده.

که د یو ملت د تاریخ په معینو دورو کې که ژبه یا معلوم دود ډېر راښکاره شوی او ملي ارمان، شعار او بېلګه ګرځېدلې د ساري په ډول د استقلال په مبارزه کې لکه څرنګه، چې هندۍ ژبه د هند د ا ستقلال غوښتنې پر مهال او عربي ژبه د الجزایز د آزادۍ غوښتونکیو جګړو پر مهال دا شان رول لوباوه؛ خو دا راښکاره کېدنه موقته وي او یوازې د خلکو د انګېزې د راپارونې حکم لري.

 نژاد

تاریخي او د جامعه شناسۍ  تحقیقات ښيي، د معینو ‏اخلاقي او اجتماعي شرایطو په شتوالي کې د بشر ټول نژادونه کولای شي،چې د انسانانو ټولې ځانګړنې ولري. لکه تر اسلام مخکې عربان ،چې د تعصبونو، شخړو او قبیلوي شخړو مجموعه او د داشان تعصبونو محصول وه.خو د اسلام او د توحیدي انقلابي دودونو او د اجتماعي عدالت او اخلاقي زېرو د راښکاره کېدو له امله دې مجموعې داسې ځانګړنې لاس ته راوړې،چې تر ټولو متمدنې انساني ټولنې څخه یې تمه کېږي. که څه موده وروسته هماغه نژادي ځانګړنې یو ځل بیا راښکاره شوي؛نو علت یې اسلامي توحیدي او اجتماعي دودونو او اخلاقي شرایطو ته شا کول وه. دا ښيي،چې نژادي ځانګړنې دایمي و لایزاله اصالت نه لري او د نورو اخلاقي او اجتماعي شرایطو تر سیوري لاندې یې اغېز او رول بدلېدای شي.د الجزایر ملت ددې مدعا بله نمونه او شاهد دی.

ددې اجتماعي او اخلاقي شرایطو امکان او د ساتنې څرنګوالی یې پراخ داستان لري،چې ددې موضوع له وسې بهر دي. که څه هم د نژادي ځانګړنو لامل د یو ملت په تاریخي بهیر کې د هغوی په پرمختګ او انحطاط او مړینه کې اغېزمن دي ؛خو دا بې له دې دي،چې دا نژادي ځانګړنې دې د وګړیو د وجدانونو نښلوونکې هم وي. له نژادي ځانګړنو څخه راټوکېدلي ګډ ټکي، تر دې مخکې ،چې د نښلولو،جمعي وجدان او ملي پیوستون د ټینګوالي لامل شي؛نو یا خو بیلتون او کرکه زېږوي او یا هم یو ملت کمزوری او ناپیداره کوي.

هغه قومونه،چې په پیل کې جګړوال،ربړوال او یرغلګر وه؛نو د دوی ټول عمر  یو له بل سره په نښتو او ربړو کې تېر شوی دی،چې په نتیجه کې یا خو له منځه تللي ‏او یا خو د تاریخ په اوږدو کې نور داسې اخلاقي او اجتماعي نښلوونکي لاملونه راپیدا شوي،چې د دوی د یووالي او راټولېدنې لامل شوی دی. ((كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ)) او پرعکس هغه امتونه،چې جوړجاړی والا او سوله ایز وه ، نه یوازې له ځان،د ژوند او محیطي شرایطو سره؛بلکې له نورو ملتونو او حتی له یرغلګرو سره یې هم سوله ایز او روغه ایز توافق درلود، کوم ځانګړی او مستقل نژاد یې هم نه و رامنځ ته کړی او که یې درلوده هم؛نو په په کلي ډول بې رنګه او له هر ډول امتیازڅخه پاک و او د کمزورۍ او انحطاط په لوري روان نه و. اصولا دا خو د هر بشر له ځانګړنو ځنې دی،چې پخپلو منطقي او عاطفي اړیکو کې تل په داسې چا پسې ګرځي،چې دنننۍ او بهرنۍ اړتیاوې یې پوره او برابرې کړي.

د مینې تر ټول ټینګ پیوند هغه دی،چې میین خپل ژور او اساسي اړتیاوې د معشوق په وجود کې وویني او دا هغه څه دي،چې په ننني ژوند کې یې شاهد او ناظر یو. د اجمتاعي اړیکو ټینګوالی او د ټولګي وجداني تړنې هغه مهال پوره کېدای شي،چې د ټولنې واحدونه هر یو یې د بل د اړتیاوو بشپړوونکی او پوره کوونکي وي او دا هغه شرط دی، چې نژادي جبري ځانګړنې او غوښتنې پکې هیڅ ونډه نه لري.

 دودونه

په بېلا بېلو ملتونو کې ډېر ګډ ملي دودونه لیدل کېږي. دا هغه دودنه دي،چې کله نا کله د ژبې او نژاد په څېر یو له بل څخه د ملتونو د پېژندنې وسیله ګرځي؛ خو دې دودونو تر کوم حده د ملتونو په تکوین کې ونډه او اغېز درلوده؟ دودونه او حتی فرهنګونه د تېرو انسانانو د ارادي او اګاهانه فعالیت محصول  دی او که له  ګذشتې څخه تر اوسه د افرادو او د ټولني د واحدونو ترمنځ اړیکه او تړنه نه وه؛نو دا دودونه به کله هم له یو نسل څخه بل ته نه و رارسېدلي. ترڅو،چې ملیت او جمعي وجدان نه وي؛نو دود او فرهنګ نه منتقلېږي؛نو موجوده ملي دودونه هم خپله د ملیت محصول دی او د انسانانو فعالیت او ژوند دی، نه دا چې د هغوی سټه او پانګه وي.

په یو ملت کې اوسني اجتماعي دودونه په دوه ډوله دي : یو هغه دي،چې له اخلاقو، مجاهدت او مبارزو څخه راټوکېدلي وي،چې دا له مقدسو انساني ځانګړنو ځنې دي او د دودنو دا ډول په دې هڅه کې وي،چې نېکي او عدل واکمن کړي. بل ډول یې له ناپوهۍ، دنیاپرستۍ او اجتماعي ظالمانه اړیکو څخه سرچینه اخلي.

د لومړي ډول دودونو محصول د ملتونو ژوندي پاتې کېدنه،خرکت او راغوړېدنه ده او د دویم ډول محصول ، وروسته پاتې کېدنه، انحطاط او د ارباب، شتمنۍ او حکومت په لاس د خلکو بندیتوب دی.

دا چې د هستې بنسټ په عدالت، تقوی، ودې او تکامل دی؛نو غوره انساني دودونه د ملتونو د ژوند او دوام لامل کېږي او ناوړه دودونه د ملتونو د ځوړتیا،مرګ او نیستۍ لاملېږي. نمونې ته یې کافي ده،چې د تېرو امتونو برخلیک تر ننني امت پورې وګورو، لکه د لوط، عاد او ثمود او د مصر،یونان روم قومونه.

 طبیعي او اقلیمي شرایط

د ژوندیو موجوداتو تکامل په اصل کې له طبیعت، بهرني محیط او دننني غرایزو څخه د آزادۍ په لوري دی. اولیه انسان،چې ددې تکاملې لیکې په پای کې ولاړ و، د طبیعت له اسارت څخه تر ټولو آزاد موجود و؛خو دا آزادي څه مطلق څیز نه و؛ بلکې  په نسبي ډول تر انسان مخکې په موجوداتو کې هم و. لومړني انسانان‏‏هم د غریزي او طبیعي محرکاتو تر اغېز لاندې وه او په تدریج سره،چې شعور او ارادي قوې پکې وده وموندله؛نو د طبیعت له تعلق او اسارت څخه لا پسې آزاد شول.

په انساني جامعه کې هم د تکوین او تکامل په لومړنیو مرحلو کې یو له بل سره د افرادو تړنې له دننني غرایزو او یا هم طبیعي او محیطي لاملونو ځنې راولاړې شوې وې. په لومړنیو ټولنو کې اقلیمي او طبیعي عناصر او بیا عاطفي، کورني او قبیلوي عناصر د جمعي وجدان په جوړښت کې اساسي لامل و؛خو په رسېدلې ټولنه کې نور عناصر دي،چې پر وجداني او اجمتاعي اړیکو اغېزمنېږي او طبیعي او اقلیمي عناصر کمه رنګه کېږي. نن په معلومو سیمو او یو شان اقلیمي او طبیعي شرایطو کې ډېری داسې هېوادونه او ملتونه شته،چې نه یوازې یو له بل سره یو ملیت نه جوړوي؛بلکې خورا اختلافات او تضادونه هم لري.په هندوستان کې د هند ملیت له مسلمان ملیت سره وګورﺉ،چې په یو شان اقلیمي او طبیعي شرايطو کې اوسېږي؛خو کله هم هغه جمعي تړنه نه لري،چې یو ملیت یې باید ولري. یا د انګلیسي او ایرلندي ملت وینو،چې د تاریخي، نژادي او ژبني سابقې په درلودلو بیا هم پکې د یو ملیت سازنده تفاهم او توافق نشته.

 پر عکس په دې ورځو کې په درېمه نړۍ کې ډېری داسې هېوادونه وینو،چې زرونه کیلومټره یو له بل سره فاصله لري او طبیعي، اقلیمي او حتی د ژبني، نژادي او تاریخي توپیرونه په درلودلو سره  بیا هم یو له بل سره ژورې اړیکې لري. لکه الجزایر یې، چې له کوبا او ویتنام یې له فلسطین سره لري.

پورتني ټول لاملونه،چې غربي لیکوالان یې د ملیت د سټې او بنسټ تر عنوان لاندې یادوي؛نو دا ټول عناصر او لومړنۍ نښې د موجوده ملتونو د تعریف او بېلوالي ته پکار وړل کېدای شي لکه څرنګه ،چې د طبیعت یو سل او څو عناصر هم هر یو یې پر ځانګړي فزیکي او کیمیايي ځانګړنو پېژندل کېدای شي. خو دا ځانګړنې،چې په لومړنۍ مشاهده، برخورد، چلن،لید او لومړنۍ سطحي  پوهه کې لاس ته راځي، د اشیاوو د پټ واقعیت څراغ نشي کېدای؛بلکې د ژورې څېړنې او د لید او پوهې د پراختیا له امله تر ظاهري اختلاف لاندې یې د اتم دنننۍ او تر هستې لاندې نړۍ رابرسېرېږي. جوتېږي،چې دا ګڼ عناصر د هستې دننه د واقیعت او د الکترونونو د شمېر نمودونه او جلوې دي او یوازې په اتم کې دننه کمیت یې د بېلابېلو عناصرو د راښکاره کېدو لامل ګرځي. په همدې ترتیب تر دې لاملونو او عناصرو لاندې باید د ملیت په سازنده تعریف او تشخیص پسې وګرځو،چې ځینو ته یې پورته اشاره هم وشوه او باید په اساسي او دنننیو لاملونو پسې وګرځو،چې د جمعي وجدان واقعي جوړونکی  وي یا هم ورته نږدې وي.

تل اساسي تره او مخفي تره لامل د خلکو په وجدانونو کې د راښکاره کېدو او ژوندي کېدو په لوري ځي او د ژوند لامل ګرځي او د هغې خارجي تظاهر کله د جامو او ژبې او کله هم د معلومو ملي دودونو تر پوښښ لاندې راښکاره کېږي.

د حقیقت له څېړنې څخه هدف دا دی،چې له دې تجلیاتو، ظهور او خارجي نمودونو څخه د حوادثو او اشیاوو د واقع مکنون پر لوري هدایت شو.

 افریقايي لیکوال او جامعه شناس ” فرانتس فانون” په افریقايي ملتونو کې د ملي شعور د راویښونې په اړه په زړه پورې رواني او جامعه شناسي څېړنې کړي دي او همدې نتیجې ته رسي،چې د تاریخ، ژبې، دودونو او ګډ اقلیمي شرایطو لاملونه د ملي شعور په راویښونه کې دایمي نه؛بلکې شېبه یې رول لري.د ساري په ډول هغه هېوادونو ته اشاره کوي ،چې د استقلال او آزادۍ لپاره له استعمار سره په مبارزه بوخت دي،چې په دې هېوادونو کې د انسان اصلي او اساسي ارمانونه د ګډې ژبې، تاریخ او دودونو په لاملونو کې پلي کېږي؛خو دې اهدافو ته په رسېدو ؛یعنې د  استقلال په سهار کې دوه والی او شخړه بېرته راښکاره کېږي. د ملت اغنیاوو،چې تر بېګاه پورې یې د استقلال لپاره خپل ځانونه قرباني کول؛نو تر استقلال وروسته دهغوی لار د فقیرانو له طبقې څخه بېلېږي. یو یې د خپل سیاسي او اقتصادي مقام د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي او بل  د خپل حق راوړنې ته مبارزه کوي او په پای کې نوې مبارزه او بېلتون رامنځ ته کېږي او په دې ډول همدا ملت په دوو طبقو ویشل کېږي،چې متضاد ارمانونه لري، په داسې حال کې ،چې ددې طبقو افراد یوه ژبه او یو لړ دودونه، فرهنګ او تاریخ لري. په دې اړه په موجوده ملتونو کې دنننه د مذهبي او طبقاتي مبارزو خورا شواهد لرو،چې دا ټول ښيي،چې ژبه، تاریخ، دودونه او فرهنګ تلپاتې اصالت نه لري.

کومه سیاسي خپلواکي،چې پلي شوې؛نو دا ملتونو جمعي وجدان او مشترک ارمان و او دی. د نړیوال استعمارد موجودیت له امله یې نن لږترلږه د درېمې نړۍ هېوادونو ته خپله مانا له لاسه ورکړې ده. هغه هېوادونه،چې نوې خپلواکې یې لاس ته راوړې یا یې پخوا لاس ته راوړې؛نو سیاسي سازمانونه او حتی د ټولنې واکمن سازمان د خودۍ په جامه کې د پردیو استازې دی او د پردیو د ګټو خوندي کوونکی دی او دا استازي د خپلواکۍ او ملي حکومت په وسله سنبال شوی دی؛ خو همدا واکمنه ډله او سیاسي سازمانونه خپله د همدې هېواد دي او له همدې خلکو سره یې ژبه یو شان ده او ورسره ګډه تاریخي او د دودونو  سابقه لري.

د نړۍ په پرمختللیو او ځواکمنو هېوادونو کې هم نن سیاسي خپلواکۍ او جغرافیايي پولو خپل لومړنی مفهوم له لاسه ورکړی دی او د سیمه ایزو مرزبندیو په بڼه راښکاره شوی دی. دا موضوع ددې ښکارندوی ده،چې دې هېوادونو ته د نویو ګټو په خاطر ژبني، دودیز، فرهنګي او اجتماعي سابقې ناڅیزه شوي او دا یووالي په اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي برخو کې په نوی بڼه راښکاره شوی دی. د فرهنګ او اقتصاد له کبله غرب نن یو موټی د درېمې پر وړاندې ودرېدلې ده؛نو لږ تر لږه یې د مشترکو سیمه ایزو اقتصادو ګټو په خاطر یې هم ملي رنګونه او نشنلیستي تضادونه شاته اچولي دي. د درېمې نړۍ په هېوادونو کې هم (، چې لږ پرمختګ یې کړی یا د پرمختګ په حال کې دي) یو خوا اقتصادي حاکمه طبقه او اقتصادي سر رشته د سترو هېوادونو د اقتصادي قدرتونو تر ولکې او حکم لاندې ده او بلخوا یې فرهنګي مشري هم هغه روشنفکران کوي،چې د لویديځ د فرهنګ تر اغېز لاندې دي او په همدوی پسې روان دي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!