تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر منافقون سورت منافقون سورت هم د جمعه سورت په څېر یوولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی. د منافقانو د ځانګړنو ویل په دې سورت پورې ځانګړي نه دي او د قرآن په ډېری سورتونو ، په تېره مدني […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

منافقون سورت

منافقون سورت هم د جمعه سورت په څېر یوولس آیتونه لري او په مدینه کې نازل شوی دی.

د منافقانو د ځانګړنو ویل په دې سورت پورې ځانګړي نه دي او د قرآن په ډېری سورتونو ، په تېره مدني سورتونو کې یې اروايي او چلندیزو ځانګړنو ته اشاره شوې ده. د منافقانو په اړه پراخ سورت، توبه سورت دی، چې په یوولس آیتونو کې یې د منافقانو ځانګړنې ویلي دي.

په جمعې لمانځه کې یې په تلاوت سپارښتنه شوې او ښايي ددې ټنیګار دلیل دا وي، چې اسلامي امت دې تل د منافقانو دسیسو ته ورپام وي.په فقهي کتابونو؛ لکه جواهر الکلام کې راغلي: که امام جمعه تر حمد سورت روسته، بل سورت پیل کړي، خو چې نیمايي ته یې نه وي رسېدلی، دا سورت دې پرېږدي او د منافقون سورت دې پیل کړي، مګر داچې پیل کړی سورت یې جمعه یا توحید وي.

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

إِذا جاءَکَ الْمُنافِقُونَ قالُوا نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ اللّهِ وَ اللّهُ یَعْلَمُ إِنَّکَ لَرَسُولُهُ وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ«1»=چې منافقان درشي (؛نو) وايي : ((شاهدي ورکوو،چې ته په رښتيا د الله استازى يې.)) او الله پوهېږي،چې د ده استازى يې او الله شاهدي وركوي،چې منافقين بېخي دروغجن دي (او پر خپلو خبرو ايمان نه لري) .

 

ټکي:

* «نفاق» له «نفق» نه اخستل شوی او د ځمکې لاندې سوړو ته وايي، چې پټېډو یا تېښتې ته ترې ګټنه کېږي. ځینې حیوانات؛ لکه بیدیايي موږک او کربوڼی، ځان ته داسې ځالې جوړوي، چې دوې لارې لري، منافق هم پټې لارې ځان ته ایښې وي، چې د خطر پر مهال پرې وتښتي.

* خلک څلور ډلې دي:

الف) هغه ډله چې زړګنی ایمان لري، پر خپله دنده عمل کوي، چې دوی واقعي مؤمنان دي.

ب) هغوی چې زړګنی ایمان لري؛ خو د عمل خاوندان نه دي، دا ډله فاسق دي.

ج)هغوی چې زړګنی ایمان نه لري؛ خو په ظاهره د مؤمنانو کړنې کوي،چې دوی منافقان دي.

د) هغوی چې نه زړګنی ایمان لري او نه پر خپلو دندو عمل کوي، دا کافران دي.[1]

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي:د انسان نفاق له هغې سپکاوي راولاړ شوی، چې په ځان کې یې ننګېري.«نفاق المرء ذل یجده فی نفسه» [2]

 

په قرآن کې د منافق ځانګړنې

1.دروغ ویل: «إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ» [3]

2.بې موخې او لالهانده: «لا إِلی هؤُلاءِ وَ لا إِلی هؤُلاءِ» [4]نه له دې ډلې سره دي او نه له هغې ډلې سره.

3.ژور درک نه لري: «لکِنَّ الْمُنافِقِینَ لا یَفْقَهُونَ» [5]

4.شخوالی لري او انعطاف نه لري: «کَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَهٌ» [6]

5.بې خونده لمونځ: «قامُوا کُسالی» [7] ستومانه لمانځه ته درېږي.

6.ترخې خبرې او تریخ خوی: «سَلَقُوکُمْ بِأَلْسِنَهٍ حِدادٍ» [8] ترخه خوله به درباندې پرانځي.

7.د دروغو سوگند: «اتَّخَذُوا أَیْمانَهُمْ جُنَّهً» سوگندونه یې د دسیسو لپاره ډال دی.

8.پر معصوم مشرتابه نیوکې : «یَلْمِزُکَ فِی الصَّدَقاتِ» [9] په زکات ویشنه کې پېغورونه ورکوي او تا په ویش کې عادل نه ګڼي.

9.د سرتېریو کمزورول: «لا تَنْفِرُوا فِی الْحَرِّ»[10] وايي : هوا ګرمه ده او جګړې ته مه ځئ.

10.د جومات په نامه خپلو دسیسو ته مرکز جوړول: «وَ الَّذِینَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِراراً» [11](د پېغمبر د جومات پر وړاندې) جومات جوړوي (چې په خپلو بې شومو دسیسو) مسلمانانو ته ضرر ورسوي.

11.ژمنماتي: «وَ مِنْهُمْ مَنْ عاهَدَ اللّهَ لَئِنْ آتانا مِنْ فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَ لَنَکُونَنَّ مِنَ الصّالِحِینَ فَلَمّا آتاهُمْ مِنْ فَضْلِهِ بَخِلُوا= او ځينو یې له الله سره ژمنه وكړه: ((كه له خپلې لورنې څه ورکړي؛ نو هرومرو به صدقې او زکات وركوو او له صالحانو (او شاکرانو) به شو .))  خو چې الله په خپل فضل شتمن كړل؛ نو کنجوسي يې وكړه »[12]

12.د مسلمانانو سپکاوی: «أَ نُؤْمِنُ کَما آمَنَ السُّفَهاءُ» آیا د کمعقلو په څېر ایمان راوړو ؟

13.د مسلمانانو وټيزه کلابندي: «لا تُنْفِقُوا عَلی مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللّهِ حَتّی یَنْفَضُّوا» د پېغمبر لارویانو ته څه مه ورکوئ، چې ترې خپاره واره شي.

  1. چل ول: «یُخادِعُونَ اللّهَ وَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ ما یَخْدَعُونَ إِلاّ أَنْفُسَهُمْ» [13] غواړي الله او مؤمنان دوکه کړي؛ حال داچې یوازې ځان ته دوکه ورکوي.
  2. په انفاق کې کنجوسي: «لا یُنْفِقُونَ إِلاّ وَ هُمْ کارِهُونَ»[14]یوازې په کراهت انفاق کوي.

16.پر بدیو امر او له نېکیو منع کوي: «یَأْمُرُونَ بِالْمُنْکَرِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ»[15]

17.له جهاد تېښته: «فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلافَ رَسُولِ اللّهِ وَ کَرِهُوا أَنْ یُجاهِدُوا» [16] (له تبوک جګړې) پاتې شوي له رسول الله سره له مخالفته خوشحاله او پردې خپه دي،چې جهاد ته ولاړ شي.

18.ډنډورې: «وَ إِذا جاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذاعُوا بِهِ= او چې كله د ډاډ يا ډار خبر ورورسي؛ (بې له څېړنې) يې خپروي » [17]

* داچې د منافقانو خطره ډېره ده؛ نو د قرآن په بېلابېلو آیتونو کې یې ځانګړنې اوڅار شوي او په مدینه کې به ډېر لږ داسې سورتونه نازل شوي وي، چې په ځغرده یا په کنایه پکې منافقانو ته اشاره نه وي شوې. [18]

* نفاق عملي دروغ دي، د کفر پټول او د ایمان څرګندول دي؛ البته هره پټونه بده نه ده؛ لکه د بېوزلۍ پټ ساتل یا د عبادت پټ ساتل.

* منافقان دوې ډلې وې: هغوی چې هغه مهال یې ایمان څرګند کړ، چې اسلام ځواک ته ورسېد؛ خو په زړه کې یې ایمان نه درلود او دویمه ډله هغه، چې له پیله یې ایمان راووړ؛ خو سوکه سوکه په دنیوي چارو کې ښکېل شول او خپل ایمان یې له لاسه ورکړ؛ خو پر ایمان یې تظاهر کاوه. اسلامي امت تل له دواړو ډلو ځنې نه جبرانېدونکي ګوزارونه خوړلي دي.

* د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم پر مهال د منافقانو په اړه خبرې ډېرې وې؛ خو د آنحضرت تر وفات روسته دا خبره غلې شوه. دلته څو پوښتنې دي:

  1. آیا د آنحضرت ژوند د ډله ایز نفاق لامل و او تر آنحضرت روسته ټول واقعي مؤمنان شول ؟!

2.آیا منافقان په هماغه لږګیو کې ول، چې د حضرت علي کرم الله وجهه په شاوخوا راټول شوي وو ؟!!؛ لکه حضرت سلمان، ابوذر،مقداد او…؛ خو چا هم دا وګړي منافق نه ګڼل، یا منافقانو خپلې موخې د اکثریت په نظر کې وموندې او چوپ شول ؟

* منافقان،هم په دنیا کې دروغجن دي: «إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ» ،هم په آخرت کې سوگندونه خوري، چې الله پرې د دروغجنو نامه ایښې ده: «یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّهُ جَمِیعاً فَیَحْلِفُونَ لَهُ کَما یَحْلِفُونَ لَکُمْ وَ یَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلی شَیْءٍ أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْکاذِبُونَ» [19]

* پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وویل: زه له مؤمن او کافره نه ډارېږم؛ خو له منافق ځنې ډارېږم. [20] بلخوا یې وویل:زه مې د امت له بېوزلۍ نه ډارېږم، له بې تدبیرۍ یې ډارېږم. [21] هو که رِند او ځیرک منافقان له بې تدبیره ناپوهانو سره غوټه شي؛ نو د صفین جګړه او د کربلا پېښه رامنځ ته کېږي.

 

پېغامونه:

1- په صدر اسلام کې یو لړ منافق وګړي ول، چې د ټولنې تر هوډنیونو مرکز پورې یې سوړه کړې وه، ان پېغمبر اکرم یې هم له دسیسو بچ نه و. «إِذا جاءَکَ الْمُنافِقُونَ»

2- منافق له حق کلیمې باطله ګټنه کوي. «قالُوا نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ اللّهِ»

3- حق شعارونه او کلیمې له نااهلانو واخلئ او پخپله یې وکاروئ. «قالُوا نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ اللّهِ وَ اللّهُ یَعْلَمُ إِنَّکَ لَرَسُولُهُ»

4-غوړه مالي د منافقانو کړنلار ده. «نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ اللّهِ»

5-منافقان په ټینګار او قسم خبرې کوي، چې اورېدونکی یې خبرې ومني. «نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ اللّهِ»

6-ټینګار ته په ټینګار ځواب ورکړئ.( نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ … وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ)

7-هر ارادت څرګندونې او ملاتړ ته زړه مه خوشحالوئ.( نَشْهَدُ إِنَّکَ لَرَسُولُ … لَکاذِبُونَ)

8-منافقان رسوا کړئ. «وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ»

9-د ګروهې پرخلاف خبره کول دروغ دي، که څه هغه خبره رښتیا وي. (الله (ج) د منافقانو خبرې، چې پېغمبر اکرم ته یې ویل: ته د الله استازی یې، دروغ ګڼي؛ ځکه د خپلې ګروهې پرخلاف یې خبره کوله، که څه پېغمبر اکرم په واقع کې د الله استازی و). (قالُوا نَشْهَدُ … وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ)

10-واقعي ایمان زړګنۍ ګروهه ده،نه ژبنۍ منښته.( قالُوا … إِنَّ الْمُنافِقِینَ لَکاذِبُونَ)

 

اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّهُمْ سَاء مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ «2» ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ (3)= خپل قسمونه يې ځان ته ډال کړي او (خلك) يې د الله له لارې منع كړي، په رښتيا دوی ناوړه چارې كوي! ځكه لومړى یې ايمان راووړ او بيا كافران شول؛نو له همدې لامله يې پر زړونو مهر ولګول شو او په حقيقت کې دوی ژور نه پوهېږي .

 

 

ټکي:

* «جُنَّهً» د ډال په مانا ده، چې بدن د دښمن له غشي ساتي؛ «مجنون» هغه کس ته ویل کېږي، چې عقل یې پوښل شوی وی؛«جن» د خلکو له سترګو پټ موجود ته او «جنین» د مور په زیلانځ کې پوښل شوی ماشوم دی او «جُنَّهً» هغه بڼ دی، چې سیوري او د ونو څانګو یې ځمکې پوښلې وي.

* قرآن څو څو ځل د منافقانو د سوګند خبره اوڅار کړې ده: هغوی سوګند یادوی چې تاسې راضي کړي. «یَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَکُمْ لِیُرْضُوکُمْ» [22]؛سوگند یادوي، چې له ضرار جومات جوړولو مو موخه یوازې خیر و. «لَیَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنا إِلاَّ الْحُسْنی»[23]؛ هغوی به درته قسم خوري، چې په (تبوک) جګړه کې یې د ګډون وس نه درلود، ګنې ګډون مو کاوه. «وَ سَیَحْلِفُونَ بِاللّهِ لَوِ اسْتَطَعْنا لَخَرَجْنا مَعَکُمْ» [24]

*د قرآن په هر ځای کې چې د منافقانو نامه اوڅار شوې، توند تعبیرونه ورته کارول شوي؛ لکه:

«طَبَعَ اللّهُ عَلی قُلُوبِهِمْ» الله یې پر زړونو ټاپې لګولې دي؛[25]«لا یَفْقَهُونَ» هغوی ژوره پوهېدنه او ښانده نه لري:[26] «لا یَعْلَمُونَ» هغوی نه پوهېږي؛[27]«لَکاذِبُونَ» هغوی دروغ وايي؛ [28]«مایَشْعُرُونَ» هغوی درک نه لري؛[29]«الْمُفْسِدُونَ» فسادگر دي؛[30] «فِی طُغْیانِهِمْ یَعْمَهُونَ»[31] په خپله سرغړونه کې کړهانده او لالهانده دي؛ «ما کانُوا مُهْتَدِینَ»[32]هغوی ښیون – هدایت شوي نه دي؛ «لَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ» [33] الله هغوی هېڅکله هم نه بښي.

* د الهي لارې تړل، کله د منافقانو په لاس وي، چې په سوګند خوړولو کېږي. (أَیْمانَهُمْ جُنَّهً فَصَدُّوا …) او کله د کفارو په لاس دي، چې په لګښتونو او بودجو کېږي. «إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا یُنْفِقُونَ أَمْوالَهُمْ لِیَصُدُّوا عَنْ سَبِیلِ اللّهِ=»[34].

* منافقان، په هره شونې لار، الهي لار ډپوي؛ لکه: په مسلمانانو کې درز، ضرار جومات جوړول، د ګرمې هوا په پلمه پوځي ګوزار، د پېغمبر له لارویانو سره د مرستې په مخنیوي وټيز ګوزار، په مېرمنو د امام حسن او امام جواد په شهیدانولو ځاني ګوزار.

*د اسلامي ټولنې مشرتابه دې، تر هر څه ډېر د منافقانو دسیسو ته ورمتوجې وي؛ په دې سورت کې خپله پېغمبر اکرم مخاطب شوی، که څه ټول مسلمانان پازوال دي: «إِذا جاءَکَ ، نَشْهَدُ إِنَّکَ، رَأَیْتَهُمْ ، تُعْجِبُکَ أَجْسامُهُمْ ، تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ، فَاحْذَرْهُمْ ، أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ»

 

پېغامونه:

1-له مقدساتو ناوړګټنه او له ارزښتونو اوزاري ګټنه د منافقانو کړنلار ده.«اتَّخَذُوا أَیْمانَهُمْ جُنَّهً»

2-له دینه د دین پرخلاف ګټه اخستل د منافقانو فرهنګي کار دی. (اِتَّخَذُوا أَیْمانَهُمْ جُنَّهً … فَصَدُّوا عَنْ سَبِیلِ اللّهِ)

3- منافقان هڅه کوي، چې نور له الهي ښیونه – هدایته بې برخې کړي. «فَصَدُّوا عَنْ سَبِیلِ اللّهِ» (د منافقانو موخه د الهي لار ډپول دي؛ خو داچې خلک پر بله کومه ولاړ شي، مهم نه دي.)

4- د منافقانو ټولې کړنې کږلې او رټلې دي. «ساءَ ما کانُوا یَعْمَلُونَ»

5- د نفاق پایله کفر دی. «ذلِکَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ کَفَرُوا»

6- انسان په نفاق، پر خپل زړه ټاپه لګوي او د حقایقو له درک کولو یې بې برخوي. «فَطُبِعَ عَلی قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لا یَفْقَهُونَ»

 

وَ إِذا رَأَیْتَهُمْ تُعْجِبُکَ أَجْسامُهُمْ وَ إِنْ یَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ کَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَهٌ یَحْسَبُونَ کُلَّ صَیْحَهٍ عَلَیْهِمْ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قاتَلَهُمُ اللّهُ أَنّی یُؤْفَکُونَ«4»=او چې و يې وينې (؛نو) له څېرو به يې هېښ شې او كه وغږېږي (؛نو) خبرو ته به يې غوږ ونيسې (؛خو) په رښتینه كې هغوى (دېوال ته) د درول شويو (وچو) لرګيو په څېر دي ( چې هېڅ ايمان او معرفت نه لري او داچې باطن يې ناسم او بد اندي دي؛ نو)! هر غږ د ځان پر ضد ګڼي، دوى (ستا واقعي) دښمنان دي؛نو ځان ترې وساته! الله دې دوى هلاک کړي، چې څنګه (له حقه) كږېږي؟

 

ټکي:

* په توبه سورت کې، الله (ج)، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته وايي: د منافقانو مال او اولاد دې هک اریان نه کړي. دلته وايي: د هغوی څېره او وینا دې هک اریان نه کړي.

* که څه ددې آیت مخاطب، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دی؛ خو مراد یې ټولو مسلمانان دي، چې شونې ده، د منافقانو ظواهر او وینا یې اغېزمن کړي.

*پېغمبر اکرم (ص) ویلي :« مثل المؤمن مثل السنبلة؛تحرکها الریح فتقوم تارة و تقع اخری؛و مثل الکافر مثل الازرة لا تزال قائمة حتی تنقعر – مومن د وږي په څېر، انعطاف او نرمي ښيي، او د پېښو پر وړاندې لږ څه ټیټېږي؛ خو بېرته په خپلو پښو درېږي؛ خو کافر د (صنوبر) د سختې ونې په څېر، د نه کږېدو په پار ولاړ وي، چې باد یې له بېخه راوباسي.[1]»

* پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: مؤمن څلور دښمنان لري: هغه مسلمان چې کینه ورسره کوي:«مؤمن یحسده»، هغه منافق چې په زړه کې ورسره کینه لري: «منافق یبغضه»، هغه شیطان، چې دا ورکلاری کوي:«شیطان یضله» او هغه کافر چې د ده جګړې ته راځي:«کافر یقاتله[2]»

* لرګی که په چت، دېوال، تمبه او کړکۍ کې کارېدلی وي؛ نو ګټور دی؛ خو که د یوه څیز ترڅنګ یې کېږدې؛ نو د ناګټورتوب نښه یې ده. «خُشُبٌ مُسَنَّدَهٌ»

* له ځینو اړخونو منافقان له وچو دړو سره ورته کولای شو، «کَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُسَنَّدَهٌ»؛ لکه:1. د دباو او ګوزار پر وړاندې یې سپکوالی او پوچوالی ؛2. کلکوالی، وچوالی او انعطاف نه منل یې؛3. په خپلو پښو درېدنه کې یې د خپلواکۍ نه درلودل؛4.د اورېدو او اندنې ځواک نه درلودل یې.

* منافقان، له مؤمنانو ځنې اندېښمن دي، چې هڅې نه کوم آیت یې په اړه رانازل شي:«یَحْسَبُونَ کُلَّ صَیْحَهٍ عَلَیْهِمْ»؛ لکه د توبه سورت 64 آیت چې وايي: «یَحْذَرُ الْمُنافِقُونَ أَنْ تُنَزَّلَ عَلَیْهِمْ سُورَهٌ تُنَبِّئُهُمْ بِما فِی قُلُوبِهِمْ»

* «هم العدو»؛ یعنې واقعي دښمنان همدوی دي؛ ځکه لومړی خو داچې په ټولنه کې دي او د مسلمانانو له خوالو خبر دي، دویم داچې د دوست په جامو کې دي او پېژندل یې ستونزمن دي،درېیم داچې ناپېژندل شوي دي او مبارزه ورسره ستونزمنه ده، څلورم داچې له مسلمانانو سره نسبي او سببي اړیکې لري او چلن ورسره پېچلی دی او پينځم داچې له شا ګوزار کوي.

 

پېغامونه:

1- منافقان، زموږ په مخ او منځ کې دي؛ نه له سترګو لرې. «رَأَیْتَهُمْ»

2-پر هره څېره باور مه کوئ، چې زاهدانه څېره د تقوا دلیل نه دی. په ځینو ځایونو کې ښکلې څېرې غولونکې دي. «تُعْجِبُکَ أَجْسامُهُمْ»

3-که الهي خبردارۍ نه وي، ښکلې او غولونکې خبرې، ان پېغمبر هم غوږ ورنیوو ته اړباسي. «وَ إِنْ یَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ»

4- منافقان، آرامه څېره؛ خو اندېښمن زړه لري او تل په وېره کې وي، ترور او اوتر دي.( تُعْجِبُکَ أَجْسامُهُمْ … یَحْسَبُونَ کُلَّ صَیْحَهٍ عَلَیْهِمْ)

5-له کورني دښمنه ډېر وډار شئ. «هُمُ الْعَدُوُّ»

6-دښمن وپېژنئ او په څېره او خبرو یې مه غولېږئ. (تُعْجِبُکَ أَجْسامُهُمْ …تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ … هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ)

7- منافقان له الله (ج) سره په شخړه کې دي او الله (ج) یې هم لعنتوي: «قاتَلَهُمُ اللّهُ» .(«قاتل» له مفاعله باب نه د دواړو خواوو شخړې ته دی؛ نو ځکه یې و نه ویل:«قتلهم الله»)

8-د اسلام پر وړاندې د منافقانو دریځ هېښنده دی. «أَنّی یُؤْفَکُونَ»

 

وَ إِذا قِیلَ لَهُمْ تَعالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ رَسُولُ اللّهِ لَوَّوْا رُؤُسَهُمْ وَ رَأَیْتَهُمْ یَصُدُّونَ وَ هُمْ مُسْتَکْبِرُونَ«5»= او چې ورته ويل كېږي : (( راشئ،چې د الله استازى بښنه درته وغواړي)) د (ملنډو، كبر او غرور له مخې) خپل سرونه تاووي او وینې يې،چې له خبرو دې په کبر مخ اړوي.

سَواءٌ عَلَیْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ إِنَّ اللّهَ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفاسِقِینَ«6»= دوى ته بې توپيره ده،بښنه ورته وغواړې كه ونه غواړې؛ الله يې هېڅكله نه بښي[؛ځكه] چې الله پوله ماتو ته سمه لار نه ورښيي .

 

ټکي:

* «تَعالَوْا» د «علوّ» له جرړې او ودې او مخ پورته تلو ته د بلنې پر مانا دی.

* «لَوَّوْا» د «لی» له جرړې دی او د پړي کروړه کېدو په مانا دی او له حقه سر تاوولو ته کارېږي.

* لوړه بدمرغي خو هغه ده، چې هم انسان پخپله ځان بې برخې کړي: «لَوَّوْا رُؤُسَهُمْ»، هم نور بې برخې کړي: «یَصُدُّونَ»؛ په تېره که دا چارې آګاهانه وي. «وَ هُمْ مُسْتَکْبِرُونَ»

*ددې سورت ۶ آیت ته ورته یو آیت، په توبه سورت ۸۰ آیت کې هم لولو: «اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِینَ مَرَّهً فَلَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ= که بښنه ورته وغواړې، كه و نه غواړې (ان) كه اويا ځل بښنه ورته وغواړې؛ الله به يې هېڅكله ونه بښي».

 

پېغامونه:

1-کږلاریو ته ورشئ او توبې او سرګرېوان کې ښکته کولو ته یې راوبلئ. وَ إِذا قِیلَ لَهُمْ تَعالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ …)  

2-د الهي اولیاوو د بلنې منل، د ودې لامل دی. «تَعالَوْا»

3-ګناهګارانو ته چې الهي اولیاء دعا وکړي؛ نو منل کېږي. «یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ»

4-رسول الله ته توسل جایز دی. «تَعالَوْا یَسْتَغْفِرْ لَکُمْ رَسُولُ اللّهِ»

5- ګټور وړاندیز ته غاړه نه ایښوونه د کبر نښه ده. (لَوَّوْا رُؤُسَهُمْ … وَ هُمْ مُسْتَکْبِرُونَ)

6-هغه چې حق بلنه نه مني، ان د پېغمبر اکرم دعا هم ورته چارسازې نه ده.(تَعالَوْا … لَوَّوْا رُؤُسَهُمْ … سَواءٌ عَلَیْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ …)

7- تکبر او استکبار، انسان له ناپایه الهي لورنې بې برخوي. (هُمْ مُسْتَکْبِرُونَ … لَنْ یَغْفِرَ اللّهُ لَهُمْ)

8-هدایت و ضلالت د الله (ج) په لاس کې دی؛ خو الله (ج) هغه څوک له هدایته بې برخوي، چې په فسق او ګناه پسې وي. «إِنَّ اللّهَ لا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفاسِقِینَ»

 

هُمُ الَّذِینَ یَقُولُونَ لا تُنْفِقُوا عَلی مَنْ عِنْدَ رَسُولِ اللّهِ حَتّی یَنْفَضُّوا وَ لِلّهِ خَزائِنُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ لکِنَّ الْمُنافِقِینَ لا یَفْقَهُونَ«7»= دوى هغه كسان دي،چې وايي:(( پر هغو کسانو (خپل مالونه) مه لګوئ،چې د الله له استازي سره دي، چې خپواره واره شي .)) (خو بې خبره دي،چې) د اسمانونو او ځمكې زېرموال يوازې الله دى؛ خو منافقان نه پوهېږي .

 

ټکي:

* «خَزائِنُ» د «خزینه» جمع ده او د خزانې په مانا ده.

*وټیزه کلابندي او مؤمنان تنګلاسي کول، د دښمن د چلن یوه کړنلار ده؛ لکه څنګه چې منافقانو به یو بل ته ویل: د پېغمبر له یارانو سره مرسته مه کوئ، چې له شاوخوا یې خواره شي. [حضرت] معاویه بن ابوسفیان هم حکم وکړ، چې حضرت علي کرم الله وجهه او یاران یې له بیت الماله بې برخې کړئ.«انظروا من قامت علیه البینه انه یحب علیا و اهل بیته فامحوه من الدیوان و اسقطوا عطائه و رزقه»[36]؛ لکه څنګه چې یې پر امام حسین اوبه وتړلې او نن هم په نړۍ کې زورواکي هېوادونه، دا چې کمزوري هېوادونه ځان ته تسلیم کړي؛ نو وټيزې کلابندۍ پرې لګوي.

 

پېغامونه:

1-ښوونځي او مشرتابه ماتولو ته د دښمن یوه کړنلار داده، چې شاوخوا پلویان ترې خواره واره کړي. لا تُنْفِقُوا … حَتّی یَنْفَضُّوا

2-توکیز وګړي، توکیزې شننې لري او په اند یې چې خلک د دنیا په پار د پېغمبر اکرم شاوخوا ته راټول شوي؛ نو وايي: مرسته ورسره مه کوئ،چې خواره واره شي.( لا تُنْفِقُوا … حَتّی یَنْفَضُّوا …)

3-په تنګلاسۍ کې دې مؤمنان پر تمه نه وي، چې مخالفان به یې لاسنیوی وکړي؛ بلکې توکل دې یې پر الله (ج) او د هغه پر خزانو وي.( لا تُنْفِقُوا … لِلّهِ خَزائِنُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ)

4-خپل هیلمن کړئ او د دښمن بېځایه خبرې ځواب کړئ.( لا تُنْفِقُوا … وَ لِلّهِ خَزائِنُ …)

5-د منافقانو پوهه رغۍ ده او ژوره پوهه نه لري. «لکِنَّ الْمُنافِقِینَ لا یَفْقَهُونَ»

 

یَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنا إِلَی الْمَدِینَهِ لَیُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ لِلْمُؤْمِنِینَ وَ لکِنَّ الْمُنافِقِینَ لا یَعْلَمُونَ«8»= (منافقين) وايي : ((كه مدينې ته ورستانه شول؛ نو هرومرو خورا عزتمن به (دا) خورا بې عزته وشړي!)) حال دا عزت يوازې د الله ، د استازي یې او مؤمنانو ځانگړنه ده؛خو دوه مخي په دې نه پوهېږي.

 

ټکي:

* په تفاسیرو کې له پینځم نه تر دې آیت پورې مفصل شأن نزول راغلی،چې په لنډو یې را اخلو: تر بني المصطلق جګړې روسته چې پر شيږم هجري کال پېښه شوه، مدینې ته په راستنېدو کې، د څاه د اوبو پر سر د دوو مسلمانانو ترمنځ چې یو مهاجر او بل یې انصار و، شخړه شوه او هر یو یې پر بل لاسبري ته خپل ملګري راوبلل. عبداللّه بن ابَی، چې د منافقانو ډلمشر و، له انصاري سره ملګری شو او و یې ویل: موږ مهاجرو ته مال او هستوګنه وکړه؛ خو اوس زموږ پر وړاندې درېږي، مدینې ته چې ورستانه شوو، موږ عزیزان به ذلیلان بهر کړو.

زیدبن ارقم (رض)، چې یو روڼ ځوان و، دا خبره یې پېغمبر اکرم ته ورسوله، آنحضرت، عبدالله بن ابی راوغوښت؛ خو هغه منکر شو. انصارو وویل: ولې دې د یوه ځوان د خبرې په پار زموږ مشر عبداللّه ورټل شي ؟

پېغمبر اکرم د حرکت حکم وکړ او د دمې کولو اجازه یې ورنکړه، چې خبره اوږده نشي، مدینې ته چې ورسېدل؛ د عبدالله بن ابی زوی چې یو واقعي مؤمن و، د خپل پلار لار یې ونیوه او و یې ویل: آیا ته د مدینې له عزیزانو ځنې یې او غواړې پېغمبر بهر کړې ؟ راننووتو ته به دې پرېنږدم، څو پېغمبر یې اجازه رانکړي.

خبره پېغمبر اکرم ته ورسېده او آنحضرت ورته مدینې ته د ورننووتو اجازه ورکړه، عبدالله چې ځان عزیز ګاڼه، ذلیل شو، له خجالته تر مرګه په کور کې پاتې شو او چې کله به هم ورته وویل شول، چې راځه پېغمبر ته ورشو او بښنه ترې وغواړه؛ نو سرغړونه به یې کوله.

امام صادق (رح) وویل: الله (ج) د مسلمانانو چارې خپله همدوی ته ورسپارلي؛ خو د ځان ذلیلولو اجازه یې نه ده ورکړې:«و لم یفوض الیه ان یکون ذلیلا» [37] او بیا یې «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ لِلْمُؤْمِنِینَ» آیت تلاوت کړ.

* په حدیث کې لولو، چې امام وپوښتل شو: مؤمن څنګه ځان ذلیلوي ؟ امام صادق وویل:«یتعرض لما لا یطیق» و«یدخل فیما یعتذر منه» [38] هغه کار ته لاس ورواچوي، چې کولای یې نشي.

* په «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ» عبارت کې داچې «لِلّهِ» پر «الْعِزَّهُ» ورلومړی شوی؛ د انحصار ګټنه ترې کېږي؛ یعنې واقعي عزت؛ الله (ج) ته ځانګړی دی‎.

* د الله (ج) عزت، د ده ذاتي دی او د پېغمبر اکرم عزت د الله(ج) د ځانګړې لورنې له لامله دی او د مؤمنانو عزت، بري ته یې د الله (ج) د ژمنې په پار دی.[39]

 

پېغامونه:

1- منافقان، د اسلامي حکومت راپرځولو په تکل کې دي. «لَیُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ»

2- منافقان، ځانونه عزیز او پېغمبر او مؤمنان ذلیل ګڼي. «لَیُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ»

3- الله (ج) د مؤمن پاتېدو په شرط د مؤمنانو عزت تضمین کړی دی. «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ …»

4- عزّت؛ الله (ج)، استازي ته یې او مؤمنانو ته ځانګړی دی. «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ لِلْمُؤْمِنِینَ»

5-د دښمن بېځایه خبرې ځواب کړئ او هغوی چې ځان عزیز او پېغمبر ذلیل ګڼي، ورته وویاست: «وَ لِلّهِ الْعِزَّهُ وَ لِرَسُولِهِ وَ لِلْمُؤْمِنِینَ»

6- منافقان، حقایق نشي درک کولای او ددې خبرې له پوهېدو ځنې بېوسي دي، چې الله (ج) له وټيزې کلابندۍ سره سره، مؤمنانو ته روزي ورکوي: «لا یَفْقَهُونَ» او نه دا خبره درک کولای شي، چې حقیقي عزت د ایمانوالو دی. «لا یَعْلَمُونَ»

 

یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تُلْهِکُمْ أَمْوالُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ عَنْ ذِکْرِ اللّهِ وَ مَنْ یَفْعَلْ ذلِکَ فَأُولئِکَ هُمُ الْخاسِرُونَ«9»=مؤمنانو! خپلې شتمنۍ او اولادونه مو د الله له يادولو (غافل او) پر ځان بوخت نه كړي! او څوك چې دغسې وكړي؛ نو همدوى زيانمن دي .

 

ټکي:

*تردې ځایه په منافقانو پورې اړوند آیتونه پای ته ورسېدل؛ خو داچې د نفاق یو لامل، دنیا ته ډېره ورماتېدنه ده؛ نو دا آیت مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې مال او اولاد مو د الله (ج) له یاده غافل نه کړي.[40]

 

د الله (ج) د یاد غفلت

*د الله (ج) د یاد مخنیونکي ډېر دي؛ خو مهم یې مال و اولاد دی، چې دې آیت ورته اشاره کړې ده. «لا تُلْهِکُمْ أَمْوالُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ عَنْ ذِکْرِ اللّهِ»

شراب او جواري هم د الله (ج) یادولو مخنیونکي دي. «یَصُدَّکُمْ عَنْ ذِکْرِ اللّهِ» [41]

سوداګري او راکړې ورکړې هم مخنیونکي کېدای شي؛ نو قرآن هغه کسان ستایلي، چې راکړې ورکړې دوی د الله (ج) له یاده نه دي ایستلي. «رِجالٌ لا تُلْهِیهِمْ تِجارَهٌ وَ لا بَیْعٌ عَنْ ذِکْرِ اللّهِ»[42]

تکاثر او ډېرغواړي هم د الله (ج) له یاده مخنیونکي لاملونه دي. «أَلْهاکُمُ التَّکاثُرُ»[43]

اوږدې هیلې هم د الله (ج) له یاده مخنیونکي لاملونه دي. «یُلْهِهِمُ الْأَمَلُ» [44]

اسوده حالي هم د الله (ج) له یاده مخنیونکي لاملونه دي.. «مَتَّعْتَهُمْ وَ آباءَهُمْ حَتّی نَسُوا الذِّکْرَ»[45]

البتّه له دنیا سره مینه هغه مهال خطرناکه شي، چې انسان دنیا د آخرت سریزه و نه ګڼي او په ټولو چارو کې یې موخه دنیا وي. «فَأَعْرِضْ عَنْ مَنْ تَوَلّی عَنْ ذِکْرِنا وَ لَمْ یُرِدْ إِلاَّ الْحَیاهَ الدُّنْیا= نو له هغه مخ واړوه، چې زما له ياده يې مخ اړولى او يوازې د دنيا توکیز ژوند غواړي.» [46]

څرګنده ده،چې د الله (ج) له یاده غفلت به دې د شیطان ملګری کړي: «وَ مَنْ یَعْشُ عَنْ ذِکْرِ الرَّحْمنِ نُقَیِّضْ لَهُ شَیْطاناً فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ» [47]او انسان پر سخت او ډېرېدونکي عذاب اخته کوي. «وَ مَنْ یُعْرِضْ عَنْ ذِکْرِ رَبِّهِ یَسْلُکْهُ عَذاباً صَعَداً» [48]

*څه چې خطرناک دي، د الله (ج) له یاده غفلت دی، مال و اولاد یې ددې لپاره راوړل، چې دا دوه د غفلت خورا مهم لاملونه دي.

* «ذِکْرِ اللّهِ» ټول ذکرونه رانغاړي؛ خو تر ټولو څرګند ذکر لمونځ دی، د انسان دې پام وي، چې مال او اولاد یې له لمانځه و نه باسي.

*ښايي د مال و اولاد د خنډ دلیل یې ظاهري پلوشې وي، چې انسان د الله (ج) له یاده غافلوي. «الْمالُ وَ الْبَنُونَ زِینَهُ الْحَیاهِ الدُّنْیا»[49]

* قرآن، مال و اولاد فتنه او ازمېښوزله ګڼلې ده: «وَ اعْلَمُوا أَنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَهٌ» [50] او وايي: «وَ ما أَمْوالُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ بِالَّتِی تُقَرِّبُکُمْ عِنْدَنا زُلْفی» [51]مال و اولاد مو الله (ج) ته د قرب لامل نه دي.

 

 

پېغامونه:

1-مؤمنانو ته چې موعظه کوئ؛ نو ددې لپاره چې درسره یې ومني؛ نو شخصیت ورکړئ.( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا …)

2-پر مال و اولاد د الله (ج) یاد ته غواروی ورکول، ایمان ته پکار چار دی.( یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لا تُلْهِکُمْ أَمْوالُکُمْ …)

3-مال و اولاد، ډېر یا لږ دواړه یې د الله (ج) د یاد مخنیونکي کېدای شي.( أَمْوالُکُمْ … أَوْلادُکُمْ)

4-واقعي تاوان د الله (ج) له یاده غفلت دی. «فَأُولئِکَ هُمُ الْخاسِرُونَ» (د مال و اولاد له لاسه ورکول جزيي تاوان دی؛ خو د پنځګر – خالق له یاده غفلت ټول تاوان دی.)

 

وَ أَنْفِقُوا مِنْ ما رَزَقْناکُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ أَحَدَکُمُ الْمَوْتُ فَیَقُولَ رَبِّ لَوْ لا أَخَّرْتَنِی إِلی أَجَلٍ قَرِیبٍ فَأَصَّدَّقَ وَ أَکُنْ مِنَ الصّالِحِینَ«10»=او څه چې مو درروزي کړي (د الله په لار كې) یې مخكې تردې ولګوئ،چې کوم یوه ته مو مرګ درشي او ووايي : ((پالونكيه! لږ خو به دې زما اجل ځنډولى واى،چې (د الله په لار كې) خیرات وركړم او له نېكانو ځنې شم؟!))

وَ لَنْ یُؤَخِّرَ اللّهُ نَفْساً إِذا جاءَ أَجَلُها وَ اللّهُ خَبِیرٌ بِما تَعْمَلُونَ«11»=او د چا چې اجل راشي، الله يې هېڅكله مرګ نه ځنډوي او الله مو له کړنو ښه خبر دى .

 

ټکي:

*په اووم آیت کې منافقانو ویل: د پېغمبر له یارانو سره مرسته مه کوئ، چې شاوخوا یې تشه شي، ښايي دا آیت یې د دسیسې خنثی کولو په پار، مؤمنانو ته وايي: تاسې چې ایمانوال یاست؛ نو د مؤمنانو لاسنیوی وکړئ، چې د آنحضرت (ص) شاوخوا تشه نشي.

*که انسان پر مرګ او قیامت ایمان ومومي؛ نو ډېر په آسانه انفاق کوي. قرآن څو ځل دې چار ته د انګېزې جوړونې لپاره د معاد او قیامت مسله اوڅار کړې ده؛ لکه په بقره سورت ۲۵۴ آیت کې چې وايي: «أَنْفِقُوا مِمّا رَزَقْناکُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ یَوْمٌ لا بَیْعٌ فِیهِ وَ لا خُلَّهٌ وَ لا شَفاعَهٌ= زموږ له درکړې روزۍ (د الله په لار کې) ولګوئ، مخكې تردې،چې داسې ورځ راورسي،چې پكې نه راكړه وركړه (چې د سزا په بدل كې نېكمرغي او ژغورنه وپېرئ) وي او نه (توکیز ملګرتوب او) دوستي او نه سپارښتنه (؛ځكه تاسې به د شفاعت وړ نه ياست) »

*حضرت ابن عباس (رض) وايي: په ځلکدن کې د فرصت غوښتنې دا غوښتنه هغوی ته ده، چې د خپل مال زکات یې نه دی ورکړی او یا داچې وسه یې وه؛ خو حج ته نه وي تللی.[52]

*دنیا ته د ورستنېدا د مهلت غوښتو غوښتنه نه منل کېږي، نه په ځلکدن کې، چې په مؤمنون سورت ۱۰۰ آیت او دې آیت کې وايي، او نه په قیامت کې چې دوزخیان وايي: «رَبَّنا أَخْرِجْنا مِنْها فَإِنْ عُدْنا فَإِنّا ظالِمُونَ» [53]

* امام باقر (رح) د «وَ لَنْ یُؤَخِّرَ اللّهُ نَفْساً» آیت په لاسوند وویل: هر کال پر قدرشپه، د بل کال تر قدر شپې پورې چارې ثبت، حتمي او نازلېږي، بدلون او ځنډ پکې نه راځي.[54]

 

پېغامونه:

1- خیر کار ته د خلکو بلنې لپاره، لار اواری وکړئ. أَنْفِقُوا … مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ أَحَدَکُمُ الْمَوْتُ (مرګ، د نه راستنېدو فرصت او د مرګ ځنډېدو ته زارۍ وریادې کړئ).

2-څه چې لرو، د الله (ج) دي، نه مو خپل. «رَزَقْناکُمْ»

3-د پېښې درملنه، تر پېښېدو مخکې وکړئ. «مِنْ قَبْلِ أَنْ یَأْتِیَ» (د مرګ په رارسېدو د عمل لار وتړل شي)

4- مرگ بې خبره راځي او ځنډ پکې نه وي.( یَأْتِیَ أَحَدَکُمُ الْمَوْتُ … لَوْ لا أَخَّرْتَنِی)

5- هغه شتمن به په ځلکدن کې خورا خواشيني وي، چې پر ژوندوني انفاق کوونکي نه وو. (رَبِّ لَوْ لا أَخَّرْتَنِی … فَأَصَّدَّقَ)

6-بېوزلیو ته انفاق د وړتیا او صالح توب نښه ده. «أَکُنْ مِنَ الصّالِحِینَ»

«والحمد لله رب العالمین»

 

سرچینه :  نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

اثنی عشری تفسیر

[2] – غررالحکم

[3] – منافقون،1.

[4] – .نساء،143

[5] – منافقون،7.

[6] – منافقون،4.

[7] – نساء،142.

[8] – احزاب،19.

[9] – توبه،58.

[10] – توبه،81.

[11] – توبه،107

[12] – توبه،75-76.

[13] – بقره،9.

[14] – توبه،54

[15] – توبه،67

[16] – توبه،81.

[17] – نساء،83.

[18] – فی ظلال القرآن تفسیر

[19] – مجادله،18

[20] – نهج البلاغه،لیک: 27.

[21] – عوالي اللئالي،ج 4،ص 39.

[22] – توبه،62.

[23] – توبه،107

[24] – توبه،42

[25] – محمد،16.

[26] – منافقون،3.

[27] – توبه،93.

[28] – منافقون،1

[29] – بقره،9.

[30] – بقره،12

[31] – بقره،15

[32] – بقره،16.

[33] – منافقون،6

[34] – انفال،36

[1]  روح البیان تفسیر، ۹ټ، ۵۳۳ مخ)

[2]  نهج الفصاحه، ۴۸۱ مخ

[36] – ابن ابي الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۱ټ، ۴۴ مخ

[37] – کافي،ج 5،ص 63، موږ له رهنما تفسیر راخستی دی.

[38] – نورالثقلین تفسیر

[39] – اطیب البیان تفسیر

[40] – نمونه تفسیر.

[41] – مائده،91

[42] – نور،37.

[43] – تکاثر،1.

[44] – حجر،3.

[45] – فرقان،18.

[46] – نجم،29

[47] – زخرف،36.

[48] – جنّ،17

[49] – کهف،46.

[50] – انفال،28.

[51] – سبأ،37

[52] – نورالثقلین تفسیر.

[53] – مؤمنون،107.

[54] – نورالثقلین تفسیر.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!