تبلیغات
|

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د «توبې» او «دعا» اړيکه حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي : وَ لَمْ يَمْنَعْكَ إِنْ أَسَأْتَ مِنَ التَّوْبَةِ وَ لَمْ يُعَاجِلْكَ بِالنِّقْمَةِ : او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه. توبه ايستل […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د «توبې» او «دعا» اړيکه

حضرت علي (ک) خپل زوی امام حسن ته وايي :

وَ لَمْ يَمْنَعْكَ إِنْ أَسَأْتَ مِنَ التَّوْبَةِ وَ لَمْ يُعَاجِلْكَ بِالنِّقْمَةِ : او که ګناه دې وکړه؛ نو د توبې ور يې تړلى نه دى. ستا په سزا کې يې بيړه و نه کړه.

توبه ايستل هم د دعا له جنسه ده. توبه يو خوا د خپل وجود پر وړاندې د انسان سرغاړي ده او بلخوا د بنده او خدای ترمنځ د راپيدا شوي تړل شوې وره پرانسته ده. په دعا کې د خپلې هستۍ پر ضد سر غاړي نشته، يوازې د پنځګر خدای پر لور د زړه د لارې پرانستل دي چې دا اړخ په توبه کې هم شته.

 د الهي لورنې سمندر هر ډول چټلي مينځي

که د توبې لار پرانستې نه وه او يا که انسان داسې جوړ شوی نه و چې د خپلې هستۍ کړنليک له سره وليکي او خپل وجود له سره ومينځي ؛ نو دا دنيا به څومره تنګه او ترخه وه. د دغسې يو وره شتون په دې مانا دی چې هستي مو تل د نوې کتنې او پاکونې وړ ده. ګناهونه چې څومره لويي او ډېر وي، د راستنېدو لار پوره نه بندوي او د انسان هستي د بياژواکۍ (احیا) وړ ده، دا ټکی خدای رازده کړی دی ، [لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ (زمر/۵۳) = د الله له رحمته مه نهيلېږئ) ]

يعنې، هيڅ ناپاکي او چټلي، د الهي سمندر پر مينځنې نه برلاسېږي او د پاکونې له خاصيته يې غورځولای نشي؛ يعنې د خدای عفوه له هرې انګېرېدونکې ګناه پراخ ده.

 توبه باید و نه ځنډو:

خو ټکی دا دی چې انسان بايد (تسويف) والا نه وي، همدا چې له چټلۍ او ناپاکۍ خبر شو، بې درنګه دې يې پاکونې ته راولاړ شي، که نه تسویف؛ يعنې نن و سبا کول، انسان دوزخي کوي. په رواياتو کې راغلي چې د دوزخيانو ډېری چغې له تسويفه دي.[1]  يعنې ځان ته د وخت او راتلونکې امکان او شونتيا ژمنه ورکونه.

 توبه ګاران د خدای په ځانګړې لورنې کې رانغاړېږي:

هو، که انسان واقعي توبه اوباسي، نه يوازې ګناه یې بښل کېږي، بلکې خدای يوه ځانګړې مينه او لورنه لري چې ګناهګارانو ته یې ورځانګړې کړې او دوی ترې برخمنېږي.

ټول د خدای په کرامت، عزت او رحمت کې رانغاړلي دي؛ خو يو کرامت شته چې ګناهګارانو ته ځانګړی دی [إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ (بقره/۲۲۲)]

خدای له توبه ګارانو سره ځانګړې مينه لري. هغوی چې تر ګناه روسته  پښېمانه شوي او د ستنېدا لار لټوي، خدای نه يوازې خپه ترې نه دی؛ بلکې دې راستنېدا ته ښه راغلاست هم وايي او د ځانګړي کرامت او عزت جامې وراغوندي چې نور ترې برخمن نه دي.

 توبه د انسان سيئات (بدي) پر حسناتو (نېکيو) اړوي:

کله همدا ګناهونه انسانان خدای ته ورنژدې کوي. البته دا ګناه کولو ته جواز نه دی. دا ټولې خبرې تر ګناه روسته پړاو پورې تړاو لري. انسان له کړې ګناه ښه يا بده ګټنه کړای شي. ښه ګټنه دا ده چې ګناه ته شا کړي او د خيز او ټوپ تخته ترې جوړه کړي او په شوې توبې پسې، له خدای سره له سره د مينې مزی وغځوي او خپله مينه او قرب ورسره ورزيات کړي. د توبې له لامله ، د انسان سيئات (بدي) پر حسناتو (نېکيو) اوړي؛ يعنې، ته وا څومره چې ګناه ستره وي، ثواب يې ډېرېږي، دا د توبې کيميا ده چې د ګناه خاوره پر زر واړوي.

 ګناه کول انسان پر خپلې بېوسۍ او ذلت خبروي:

په دنيا کې انسانان له ګناه پاک نه دي او هغه خدای چې بندګان پيدا کړي پوره له دې مانا خبر دی چې انسانان د کمزوريو په دليل په يو لړ ګناهونو اخته کېږي. په دې حال کې، بهترين کار چې انسان کړای شي، دا دی چې لومړی پر خپل عجز او کمزورۍ خبر شي او منښته (اعتراف) پرې وکړي او پوه شي چې متکبران او سرغړاند بدترين موجودات دي او ګناه کول او ښوييدنه د خپلې کمزورۍ او ذلت وړ وبولي  او پر غرور اخته نشي او بې درنګه توبه وباسي او پښېمانه شي.

 ګناهګار خپل کمزوري ټکي رابرسېروي:

(دا له ګناه ړومبی ګټنه کول دي) دويم دا چې د ځان د غولونې لپاره د پرديو د راننوتو لار پيدا کوي او خپل کمزوري ټکي رابرسېروي او ټپوي. دا هغه ځانګړي کرامتونه دي چې د ګناهګارانو په برخه کې کېږي؛ خو نه ټول ګناهګاران؛ بلکې هغوی چې تائب شي. دغسې توبه ګاران د خدای د ځانګړي کرامت او مينې مستحقېږي. مولانا ويلي:

یک لحظه داغم می کشی یک دم به باغم می کشی

پیش چراغم می کشی تا واشود چشمان من

 څوک چې ويني روزګار څنګه ورسره چلېږي؛ نو پوهېږي چې د حالاتو اوړېدنه او د زړه ادلون د دې لپاره دی، چې سترګې يې پرانستل شي.

 د سلوک د مبتديانو باید خپل تېر ګناهونه تل په سترګو کې وي:

ګناهګاران له دوو حالاتو وتلي نه دي: هغه مبتديان چې نوي د سلوک لارې ته ورننوتي او هغوی چې د دې لار يوه برخه يې وهلې ده. د اخلاقو عالمان مبتديانو ته سپارښتنه کوي چې تل دې يې تېر ګناهونه په سترګو کې وي او له کړي غفلته دې خپه وي.

 د طريقت د لارې لارويان دې تېرې ګناه ته نه ويني

خو که لارويان، تېرې ګناه ته وويني، دا خپله مضاعفه ګناه ده؛ ځکه ويلي يې دي هېرونه د توبې حقيقت دی.کومه ګناه چې دې کړې، نبايد نور يې په فکر کې شې. له آره نبايد څټ ته وګورو او د تېرو په ښکېل کې اوسو او د تېرو حالاتو زولنې راپښو کړو او د لارې له وهلو پاتې شو. د لارې وهلو شرط دا دی، که انسان له خنډ سره مخ شي او ورځنې تېر شو، راستون دې نشي، پر خنډ بوخت شي. دا د هغه شان او حالت نه دی چې ځغلي. د دغسې وګړي غټ کار منډه ده او بس. که څه خنډ و او ترې تېر شو، بيا راستنېدا او ورته کتل د لارې وهلو اصل ګډوډوي.

 خو هغوی چې د لارې په پيلامه کې وي، له آره خنډونه نه پېژني او لار له څاه بېلولای نشي، دا بايد ازمېښت او تېروتنه وکړي چې وازمېيل شي. دا څېړنې ورته عين صواب او سم کار دی. ګناه پېژندنه او آفت پېژندنه ورته برکت لري؛ خو څوک چې له سالکانو څخه وي، د توبې حقيقت د ګناه هېرول دي. د تېرې ګناه په غم کې کېناستل او خپګان پرې کول، دويمنۍ ګناه او تېروتنه ده.

 ځکه دا بايد وځغلي او ځان وطن ته ورسوي او نبايد پر کړې ګناه يو بله هم ورزياته کړي له آره شاته ليدل روا نه دي. سالک بايد مخې ته وګوري او ور وځغلي د کوم موجود چې دنده همېشنی نوی کېدنه ده، حق نه لري په تېرو کې پاتې شي، په تېرو کې پاتې کېدل ناغېړي او خپګان راولي.

 د ګناه کوچنیتوب او سترتوب په منځپانګې پورې يې اړوند دی نه په څومره والي پورې یې:

نو ځکه ګناهونه به وګړيو ته د هغه وضعيت له مخې چې په سلوک کې يې لري بېلابېلې ونډې ولري. همدغسې د ګناه کوچنيتوب او سترتوب هم په هغې کتنې پورې اړه لري چې د دې ګناه په اړه شته.

علي (ک) ويلي، هغه ستره ګناه ده چې خاوند يې کوچنی وبولي.[2]

يعنې د ګناه کوچنيتوب يا سترتوب د ګناه په حجم او بڼې پورې اړه نه لري؛ بلکې په ماهيت او منځپانګې پورې يې تړاو لري. دا چې د ګناه منځپانګه، له خدايه سرغاړي او ورته بې اعتنايي ده؛ نو که انسان خپلې په ظاهر کوچنۍ ګناه ته بې اعتنا وي يا پرې ووياړي؛ نو همدا ګناه به پر ستره او کبيره ګناه واوړي؛ يعنې، «استخفاف» صغيره ګناه، کبيره کوي. پر همدې قياس او پرتلنې څوک چې ستره ګناه وکړي او سخته پښېماني وننګېري؛ نو دا ستره ګناه به يې کوچنۍ او بلکې وبښل شي. په پښېمانۍ او توبې پسې د توجه، پاملرنې او الهي محبت ور پرانستل کېږي او دا د خدای له حکمتونو ځنې دي. په قرآن کې راغلي، کله چې خدای انسان پيدا کړ، پرښتو وويل:

 أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ (بقره/۳۰)

 له ګناه توبه د الهي رحمت ورونه پرانځي:

څه چې پرښتې پرې نه پوهېدې د توبې د وره پرانسته او په پايله کې د محبت او مينې د وره پرانستل و، دا هغه څه و چې پرښتو نه پېژندل. پرښتو ګومان کاوه که خدای ګناهګار بندګان پیدا کړي، له رحمته به يې لرې وي او د پرښتو په څېر به محبوب نشي او نه پوهېدې چې له ګناهونو توبه به، بيا د محبت مزی غوټه کړي او بنده به خدای ته ورنژدې کړي. دا هغه ټکی و چې خدای پرښتو ته ونه وايه؛ خو خپلو غوره کړای شويو بندګانو ته يې ووايه چې انسانان له دې مسئلې خبرې کړي چې ګناه د مينې ور دی، او له هغې ګناه څه باک چې ګټه يې نورو (يا ځان ته) ورسي؟

له ګناه توبه د خدای د ځانګړي محبت او لورنې ور پرانځي، خدای پرښتو ته د توبې اجازه نه ده ورکړې؛ ځکه ګناه نه کوي؛ خو انسانانو ته يې د ګناه کولو مجال او همداراز د توبې اجازه هم ورکړې او دا د توبې اجازه پخپله بيا مينه او مضفاعفه لورنه ده.

او هغه انسانان څومره بې برخې دي چې له دې پرانستي وره او په څاه کې له ځوړندې رسۍ او د الهي لورنې له دې پلمې مخ اړوي.

 څوک چې د لورنې او فضل پرانستي ورونه ويني او ځان د شوپرک په څېر د لمر له ليدو بې برخې کوي نو تر دوی به په نړۍ کې ښه بې برخې څوک وي؟

[1] – امام غزالي، کيميای سعادت: ۲ ټ، ۳۴ مخ.

[2] – نهج البلاغه: کلمات قصار، ۴۷۷ ګټه: أَشَدُّ الذُّنُوبِ مَا اسْتَخَفَّ بِه صَاحِبُهُ..

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!