تبلیغات

“عمران” د “بني اسراييل” زوړ پېغمبر و،چې د خپل عمر وروستۍ شېبې يې په “جليله” كې تېرولې او اولاد يې لا نه درلود. يوه شپه يې خوب وليد،چې ډېر ژر به څښتن يو زوى وركړي،چې د خداى پېغمبر به شي، ناروغانو ته به شفا وركوي او د څښتن په امر به مړي ژوندي كوي. “عمران” […]

“عمران” د “بني اسراييل” زوړ پېغمبر و،چې د خپل عمر وروستۍ شېبې يې په “جليله” كې تېرولې او اولاد يې لا نه درلود.

يوه شپه يې خوب وليد،چې ډېر ژر به څښتن يو زوى وركړي،چې د خداى پېغمبر به شي، ناروغانو ته به شفا وركوي او د څښتن په امر به مړي ژوندي كوي.

“عمران” ،چې خپل خوب “حنا” ته ووايه؛ نو هغې په حيرانتيا له ځان سره وويل: خدايه! كه زوى دې را كړ؛ نو هغه به “بيت المقدس” ته يوسم ،چې تل دې د كور په چوپړ کې وي .

ډېره موده لا نه وه تېره شوې،چې د”عمران” د ښځې خېټه شوه.”عمران” تر كلونو بې اولادۍ وروسته د خپل ماشوم د زوكړې په تمه و،چې له دنيا يې سترګې پټې كړې او د خپل يوازېني ماشوم له ليدو هم بې برخې شو،چې تر هغه وروسته “حنا” په خپګان خپلې شپې ورځې تېرولې؛ خو د “عمران” د يادګار ليدو به ژوند او راتلونكي ته هيلمنوله . ماشوم يې،چې وزېږېد،د ماشوم په ليدو يې له ځان سره وويل: خدايه! زړه مې غوښتل اولاد مې زوى وي؛ ځکه لور سخت کارونه نشي كولاى؛ خو ما،چې درسره کومه ژمنه كړې ده،پرې ولاړه يم او هغه به دې د كور په چوپړ کې کړم .

“حنا” پر خپلې لور” مريم” نوم كېښود او بيا يې هغه په يوه ټوټه كې تاوه كړه او معبد ته يې يووړه او د “بني اسراييلو” راهبانو ته يې وويل: ما نذر كړى و،چې كه څښتن اولاد را كړي؛ نو د څښتن د كور خدمت ته به يې دلته راوړم ، اوس راغلې يم ،چې خپل نذر ادا كړم.

راهبانو “مريم ” له موره واخسته؛ خو د “بي بي مريم ” د روزنې او پالنې پر سر پكې اختلاف رامنځ ته شو؛ځكه “عمران” د څښتن پېغمبر و او هر چا غوښتل دا وياړ يې په برخه شي،چې د خداى د پېغمبر لور وروزي.

حضرت “زكريا” (پېغمبر) هم ،چې په معبد كې و، راهبانو ته وړانديز وكړ،چې د”بي بي مريم” پالنه ور وسپاري؛ ځكه د “حضرت زكريا” ښځه د “بي بي مريم” ترور وه ،چې ښه پالنه يې کولاى شي؛ خو هر راهب غوښتل دا وياړ يې په برخه شي؛ نو يوه هم ورسره نه منله، چې بالاخره هوډ يې وکړ ،چې ددې كار لپاره پچه واچوي؛ د پچې لپاره يې د هغو ډکيو د پاسه نومونه وليكل،چې “تورات” يې پرې ليكه او دا ډکي يې د “اردن” په سيند كې واچول، ويې ويل: د چا د نوم ډکى،چې د اوبو سر ته را وخت؛ نو هماغه به ګټلې وي. ټولو اوبو ته كتل ،چې د حضرت “زكريا” د نوم ډكى د اوبو سر ته را وخوت او پچه حضرت “زكريا” وګټله؛ ته وا له پخوا هر څه سنجول شوي ول،چې دا معصوم ماشوم په “بيت المقدس” کې د حضرت “زكريا” په روحاني لمنه كې لويه شي.

حضرت “زكريا” كوچنۍ “مريم” په غېږ كې را واخسته او خپل كور ته يې راوسته او پالنې ته يې يو دايه ونيوه او څه يې،چې له لاسه كېدل، د ماشومې د پالنې لپاره يې وكړل.

کلونه تېر شول او “بي بي مريم” د ماشومتوب دوران تېر كړى و،چې يوه ورځ حضرت “زكريا” معبد ته يووړه او هلته يې ورته له لرګي وړه خونه جوړه كړه ،چې تر دې وروسته د معبد خدمت پيل كړي.

“بي بي مريم” د معبد له خدمت پرته زياتره ورځې روژه نيوه او د شپې يې د څښتن عبادت كاوه او دومره پر څښتن ګرانه وه ،چې پرښتو ورته له اسمانه خواړه راوړل.

حضرت “زكريا” يې هره ورځ احوال اخستوته ورتله او “بي بي مريم” ته يې خواړه او اوبه وړې؛ نو يوه ورځ يې وليدل ،چې د “بي بي مريم”په خونه كې ډول ډول جنتي مېوې دي؛ نو و يې پوښتله: دا خواړه چا را وړي دي؟

“بي بي مريم” وويل: دا خواړه څښتن را لېږلي دي. هغه څښتن،چې چا ته وغواړي،پراخه روزي وركوي.

يوه ورځ “بي بي مريم” د “بيت المقدس” لويديځو غونډيو ته ولاړه او د “فلسطين” د خلكو د ازادۍ لپاره يې دعا كوله ،چې ناڅاپه ورته يوه پرښته د يو ځوان سړي په بڼه راغله.

“بي بي مريم” ،چې هغه وليد؛ نو ووېرېده او شاته ولاړه او هغه سړي ته يې وويل: له څښتن ووېرېږه او مخكې را نشې .

سړي ورته وويل:”مريمې”! زه دې د څښتن استازى يم او راغلى يم زوى دركړم.

“بي بي مريم” وويل: څنګه به مې زوى وشي؟،چې د سړي لاس راباندې نه دى لګېدلى او ناپاكه ښځه هم نه وم؟!

پرښتې وويل: څښتن وويل،چې دا چار راته ډېر اسان دى او غواړم دا ماشوم خلكو ته د رحمت يوه نښه وي.

بياپرښته له سترګو پناه شوه او “بي بي مريم” په فكر او غم كې ډوبه شوه او له ځان سره يې وويل: خلكو ته به څه ځواب وركوم او له پېغورونو سره به يې څه كوم؟

همدا وو،چې د”بي بي مريم” خېټه شوه او له ټولو لرې او پټه شوه او د پرښتې باور نه كوونكې کيسه يې له خپلې مور او نورو پټه كړه او داچې څوك يې پر راز پوه نشي، خپل ټاټوبي “ناصره” ته ولاړه او هلته په ساده او وړوكي كليوال كور كې مېشته شوه.

څه موده تېره شوه او پر “بي بي مريم” د لنګوال دردونه راغلل.”بي بي مريم”د لنګوال لپاره له كلي بهر ولاړه او د يوې وچې كجورې تر ونې لاندې كېناسته او حال داچې دردونو سخته تنګه كړې وه، د څښتن درشل ته يې وژړل، و يې ويل:كاشکې مخكې تردې مړه شوې واى ،چې دا ورځې مې په سترګو نه واى ليدلې.

په همدې وخت كې يې زوى حضرت “عيسى” وزېږېد او له خپلې وېرېدلې مور سره په خبرو شو: مورې! مه خپه كېږه. وګوره څښتن دې تر پښو لاندې چينه را ايستې، اوبه يې وڅښه او ځان پرې ووينځه او ددې ونې ډډ ووهه ، چې تازه كجورې ترې را تويې شي او و يې خوره او خوشحاله وسه او كه چا وپوښتل : دا زوى دې له کومه را وړى؛ نو پوه يې كړه ،چې نن مې نذر كړ دى،چې د چوپتيا روژه ونيسم.

“بي بي مريم” كجورې وخوړې، اوبه يې وڅښلې او خپل زوى يې را وخست او په خپګان او وېره خپلو خپلوانو ته را روانه شوه او چې خپل كور ته ورسېده؛ نو خپلوانو يې،چې په غېږ كې ماشوم وكوت؛ نو حيران شول، ورته يې وويل: “مريمې”! پلار دې بد سړى نه و. مور خو دې هم بده ښځه نه وه؛ نو دا زوى دې له کومه را وړى دى؟

خبرې چېرته خلاصېدې او څوك چې را تلل “بي بي مريم” ته يې پېغورونه وركول،تردې چې “بي بي مريم” پخپله ګوته خپل ماشوم ته اشاره وكړه؛ يعنې كه غواړئ ځان پر حقيقت پوه كړئ؛ نو ماشوم وپوښتئ.

خلكو په حيرانتيا يو بل ته وكتل،و يې ويل: يو ورځنى ماشوم وپوښتو ؟ ملنډې راباندې وهې؟

خو ماشوم د څښتن په امر په خبرو شو ويې ويل: زه د خداى بنده او پېغمبر يې يم او د كتاب خاوند يم، هغه ما ته تر هغه،چې ژوندى يم، سپارښتنه کړې،چې زكات وركړم، له مور سره مې نيکي وكړم او لمونځ وكړم.

دا خبره ډېر ژر په “ناصره” كې خپره شوه او خلك پوه شول ،چې هغه عادي ماشوم نه دى؛ بلكې د ستر مقام خاوند دى. د “فارس” نجوميان ،چې د حضرت “عيسى” له زوكړې خبر شوي ول؛ نو له ځان سره يې ډېرې ډالۍ راوړې؛ خو “هېرودوس”،چې د هغه وخت پاچا و، له دې وېرې ،چې دا ماشوم يې پاچاهي ړنګه كړي، حكم وكړ ، چې و يې وژنئ.

“بي بي مريم” ،چې خطر احساس كړ؛حضرت “عيسي” يې له ځان سره “مصر” ته بوت.

څه وخت هلته اوسېدل او چې زوى يې غټ شو؛ نو بېرته “ناصره” ته راغلل.

“بي بي مريم” هماغسې د خپل عمر تر پايه د څښتن پر عبادت بوخته وه او د خلكو د ستونزو هواري ته يې هلې ځل كولې.

خلكو هم،چې د”بي بي مريم”د تقوا، پاكلمنۍ اوازه اورېدلې وه؛ نو له لرې ښارونو او كليو به ورته راتلل ،چې له “بي بي مريم” څخه د خپلو ناروغانو په رغولو كې مرسته وغواړي .

“بي بي مريم” به يې ناروغانو ته دعاګانې كولې او ناروغان به هم د څښتن په حكم رغېدل او”بي بي مريم” به خلكوته ويل: زه هم ستاسې په څېر د خداى تعالى يوه بنده يم او هغه هر كار كولاى شي او ورته اسان دى.

“بي بي مريم” په 63 كلنۍ كې له دنيا ولاړه.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!