حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) روايتوي : د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ، ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو پوخمنګی سړى راغى، چې شلېدلې جامې يې پر تن وې ويې ويل: وږى يم كالي مې نشته څه راكړئ. رسول اكرم ورته وويل: اوس څه نه لرم د فاطمې كور ته ولاړ […]
حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) روايتوي : د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ، ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو پوخمنګی سړى راغى، چې شلېدلې جامې يې پر تن وې ويې ويل: وږى يم كالي مې نشته څه راكړئ. رسول اكرم ورته وويل: اوس څه نه لرم د فاطمې كور ته ولاړ شه اړتيا به دې پوره شي؛ نو حضرت بلال يې ورسره ولېږه .
پوخمنګي وويل: زه فقير يم،كالي نه لرم او وږى يم لومړى ستا پلار ته تللى وم هغه تاسې ته راولېږلم. حضرت فاطمې خپله غاړكۍ فقير ته وبښله،ورته يې وويل: دا وپلوره او خپله اړتيا دې پوره كړه.
فقير پېغمبر اكرم ته راغى او تېر جريان يې ورته ووايه، پېغمبر اكرم وژړل ويې ويل: ويې پلوره او زما د لور د بـښنې له بركته خپل حاجت پوره كړه.
حضرت عمار(رض) غاړكۍ له فقيره وپېرله.
فقير پېغمبر اكرم ته وويل: د فاطمې د بښنې له بركته مړه خوا شوم، خداى دې فاطمې ته دومره اجر وركړي،چې نه چا په سترګو لېدلى وي اونه چا په غوږونو اورېدلى وي. حضرت عمار(رض) غاړكۍ په يو دستمال كې له خپل مريي سره يوځاى پېغمبر اكرم ته وبښله، پېغمبر اكرم غاړكۍ او مريي حضرت فاطمې ته وبښل،حضرت فاطمې مريى ازاد كړ او مريي تر ازادۍ وروسته وخندل ويې ويل: دې غاړكۍ يو وږى موړ، لوڅ يې پټ او بنده يې ازاد كړ او بيا هم د خپلې خاوندې پر غاړه ده.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com