تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د رڼا لټون د رڼا لټون د رڼا له موندلو نه، بلکې د ځان له روښانولو پیلېږي ویینې ته د ننوتو دریڅه ته د نور سمندرونه، زه د خاورې یو ذره دا زما او ستا به څنګه شي دوستي او یارانه؟ غني خان دا یوازې د یوه شاعر د زړه ناره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د رڼا لټون

د رڼا لټون د رڼا له موندلو نه، بلکې د ځان له روښانولو پیلېږي

ویینې ته د ننوتو دریڅه

ته د نور سمندرونه، زه د خاورې یو ذره
دا زما او ستا به څنګه شي دوستي او یارانه؟

غني خان

دا یوازې د یوه شاعر د زړه ناره نه ده، بلکې د انسان د هستۍ تر ټولو ژوره فلسفي او عرفاني پوښتنه ده. د خاورې دا کوچنۍ ذره، چې انسان نومېږي، څنګه د هغه ازلي او نامحدود نور د معرفت دعوه کولی شي چې د هستۍ پیل او پای، د عقل سرچینه او د هر ظهور بنسټ دی؟ دا د واټن پوښتنه نه ده، بلکې د نسبت پوښتنه ده؛ د محدود او نامحدود، د ممکن او واجب، د خاورې او رڼا، د انسان او خدای ترمنځ د اړیکې پوښتنه ده. همدا حیرانتیا د انسان د فکري تاریخ د ټولو سترو فلسفو، عرفاني تجربو او الهي پیغامونو د زېږېدو لومړۍ شېبه ده.

انسان، د هستۍ په دې ستر کتاب کې، یوازینی موجود دی چې یوازې د ژوند کولو لپاره نه دی پیدا شوی؛ بلکې د حقیقت د موندلو، د معنا د لټولو او د خپل وجود د راز د سپړلو لپاره هم رامنځته شوی دی. د ده د ژوند تر ټولو ژوره کیسه د ډوډۍ او اړتیاوو کیسه نه ده، بلکې د رڼا او ادراک، د حیرت او معرفت، او د «زه څوک یم؟» او «دا ټول له کومه دي؟» د تلپاتې پوښتنو کیسه ده. هر کله چې انسان د کایناتو پراخ اسمان ته ځیر شوی، یا یې د خپل زړه چوپتیا اورېدلې ده، په ناڅاپي ډول یې احساس کړی چې د محسوسې نړۍ تر شا یو داسې حقیقت پروت دی چې نه په سترګو لیدل کېږي، نه په غوږونو اورېدل کېږي، او نه د حواسو په تله تلل کېږي؛ خو بیا هم تر هر محسوس حقیقت ډېر څرګند، ډېر نږدې او ډېر حاضر دی.

همدا ځکه د بشري تمدن تر ټولو ژور فکري میراثونه د یوې پوښتنې پر محور راڅرخي: د هستۍ اصلي حقیقت څه دی؟ ایا نړۍ یوازې د مادې، حرکت او تصادف مجموعه ده، که د یوه ژوندي، هوښیار او مطلق حقیقت د ظهور هنداره ده؟ ایا انسان یوازې د طبیعت یوه پېچلې پدیده ده، که د الهي رازونو د انعکاس وړ موجود؟ او که حقیقت له هر څه څخه روښانه وي، نو ولې انسان کله ناکله د همدې څرګند حقیقت په لیدو کې ړوند پاتې کېږي؟

قرآن کریم د همدې پوښتنو په منځ کې داسې یوه جمله بیانوي چې د اسلامي حکمت، عرفان او فلسفې تر ټولو ستر محور ګرځېدلې ده: ﴿اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ﴾. دا آیت یوازې د خدای د صفت بیان نه، بلکې د هستۍ د فلسفې، د معرفت د حقیقت او د انسان د روحاني سفر لپاره یوه بنسټیزه نقشه ده. دلته «نور» هغه فزیکي رڼا نه ده چې تیاره ماتوي؛ بلکې هغه ازلي حضور دی چې د هر موجود د ظهور، د هر عقل د ادراک، د هر زړه د ویښېدو او د هر حقیقت د پېژندنې سرچینه ده. که نور نه وای، نه به لیدلو معنا لرلای، نه به پوهېدلو، نه مینې، نه حکمت، او نه هم خپله د «وجود» تصور. دا هماغه حقیقت دی چې د  دې لیکنې اصلي محور جوړوي؛ هغه حقیقت چې د قرآن د نور د آیت په رڼا کې د هستۍ، ادراک او انسان د مقام نوې مانا رابرسېره کوي.

په همدې ځای کې د فلسفې او عرفان لارې سره یوځای کېږي. فلسفه د عقل په ژبه د حقیقت دروازه ټکوي، او عرفان د زړه په ژبه د هماغه حقیقت حضور تجربه کوي. عقل د برهان په مټ تر یوې پولې رسېږي، خو کله چې د خپل محدودیت اعتراف وکړي، د شهود او باطني رڼا افق ته ننوځي. له همدې امله، اسلامي حکمت د عقل او عشق، استدلال او کشف، فکر او تزکیې ترمنځ هېڅ ټکر نه ویني؛ بلکې دا ټول د یوې واحدې رڼا بېلابېل انعکاسونه ګڼي.

د اشراقي حکمت ستر مفکر، شهاب‌الدین سهروردي، همدې قرآني حقیقت ته فلسفي ژبه ورکړه. د هغه په اند، هستي د رڼا د مراتبو یوه نه ختمېدونکې سلسله ده؛ له «نورالانوار» څخه نیولې، تر عقل، روح، نفس او طبیعت پورې. په دې لیدلوري کې انسان هغه مهال حقیقت ته رسېږي چې له حس څخه خیال ته، له خیال څخه وهم ته، له وهم څخه عقل ته، او له عقل څخه د باطني حضور تر رڼا پورې سفر وکړي.

خو د دې سفر تر ټولو ستر خنډ د حقیقت پټوالی نه؛ بلکې د انسان د سترګو پرده ده. لمر هېڅکله د ړانده انسان لپاره نه لوېږي، بلکې ستونزه د لیدونکي په سترګو کې وي. همداسې، الهي حقیقت د خپل ظهور لپاره د انسان انتظار نه باسي؛ هغه تل حاضر، تل ښکاره او تل روښانه دی، خو زموږ د نفس دوړې، د عادتونو زنګ، د تعصب پردې او د ځان غوښتنې تیارې د هغه د لیدو وړتیا کمزورې کوي. له همدې امله، د معرفت حقیقي سفر د حقیقت د پیدا کولو سفر نه دی؛ بلکې د خپل باطن د روښانولو سفر دی.

نننی انسان، سره له دې چې د ستورو واټنونه اندازه کوي، د اټوم ژورې سپړي او د علم په بېلابېلو ډګرونو کې حیرانوونکي پرمختګونه کوي، لا هم د خپل وجود د معنا په موندلو کې سرګردانه دی. معلومات ډېر شوي، خو حکمت لږ شوی؛ پوهه پراخه شوې، خو بصیرت کمزوری شوی دی. همدې تشې ته د اسلامي حکمت او قرآني معرفت پیغام بیا نوی ارزښت ورکوي، ځکه علم د شیانو څرنګوالی بیانوي، خو حکمت د هغوی حقیقت او موخه راښيي.

دا لیکنه د همدې فکري او روحاني سفر یوه هڅه ده. هڅه کوي چې د قرآن کریم د نور د مبارک آیت په رڼا کې، د اشراقي حکمت له فلسفي لیدلوري، د «نور» د مفهوم، د هستۍ د حقیقت، د ادراک د مراتبـو، د عقل د مقام او د جاویدان حکمت د مانا په اړه ژور تأمل وکړي. موخه یوازې د فلسفي اصطلاحاتو بیان نه ؛ بلکې دا ده چې لوستونکی له ظاهري رڼا څخه د باطني رڼا، له استدلال څخه تر حضور، او له فکري پوهې څخه تر وجودي معرفت پورې یو روحاني سفر ته راوبولي.

ځکه حقیقت هغه وخت نه راپیدا کېږي چې موږ ورته ورسېږو؛ حقیقت تل حاضر وي. بدلون هغه وخت پیلېږي چې زموږ د لید سترګې د هغه د درک وړ شي. او همدا د الهي کلام دا ازلي پیغام دی: ﴿اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ﴾؛ یعنې د رڼا موندل د رڼا په لټون نه، بلکې د انسان د خپل باطن په روښانېدو پیلېږي.

لړلیک

نور اصل دی که وجود؟. 3

خپله نور په څه شي ښکاره دی؟. 3

سهروردي او د نور اصالت.. 3

که موږ نور «ظاهر بالذات او مظهر للغیر» تعریف کړو، ایا عقل نور نه دی؟ ایا عقل نه پوهېږي؟. 3

د نور په بڼه د ادراک، پوهې او عقل حقیقت.. 3

د حق د نور ظهور او د انسان د فهم نیمګړتیا 5

د بشري معرفت څلورګوني پړاوونه(حس، خیال، وهم او عقل)؛ له مادې تر عقلانیت.. 6

د حکمت او علم ترمنځ توپیر. 7

د حکمت سرچینه. 11

جاویدان خرد یا تلپاتې حکمت، هماغه ازلي خمیره (جوهر) ده 12

اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ  (نور/۳۵) = الله؛ د اسمانونو او ځمكې رڼا ده، د هغه د رڼا (ایمان او ښیون خصلیت) بېلګه؛ لكه په تاخچه كې (بله) ډيوه، ډيوه په يوې ښيښې كې وي، ښيښه (د دې رڼا له لامله) ته وا ځلنده ستوری دی. [ډېوه] د ښونه د بركتي ونې په تېلو بلېږي، چې نه ختيزه وي او نه لويديزه (چې تېل يې دومره صاف او راڼه دي، چې) نژدې وي، بې اوره (پخپله ولګي او) رڼا وكړي، (په دې توگه) د رڼا له پاسه رڼا وي او د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا لار ورښيي او الله خلكو ته دا بېلګې راوړي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتو وپوهېږې) او الله پر هر څه ښه پوه دى.

نور اصل دی که وجود؟

ملا صدرا د وجود په اړه وايي: «الظاهر بالذات المظهر للغیر»
وجود پخپله ښکاره (څرګند) دی او ماهیتونه (سيند، ونه، ډبره) د وجود په رڼا کې ښکاره کېږي.
نور پخپله رڼا ده.
نور پخپله روښانه دی؛ او څرنګه چې پخپله روښانه دی، نو «منور للغیر» دی، یا په بل عبارت: نور شیان روښانه کوي.
که نور نه وای، موږ به هېڅ شی نه شوای لیدلی.

خپله نور په څه شي ښکاره دی؟
پخپل ذات باندې.
موږ خپله نور تل په مظهر (هغه ځای یا شي کې چې نور پکې څرګندېږي) کې ووینو.
که نور مظهر نه درلودای، موږ به نور نه شوای لیدلی.
نور تل په شي (جسم) کې لیدل کېږي، کټ مټ لکه څنګه چې وجود په موجود کې ښکاره کېږي.

سهروردي او د نور اصالت
سهروردي د نور پر اصالت (اصالت نور) باندې قایل دی.
دلته مقصد حسي (مادي) نور نه دی.

که موږ نور «ظاهر بالذات او مظهر للغیر» تعریف کړو، ایا عقل نور نه دی؟ ایا عقل نه پوهېږي؟

د نور په بڼه د ادراک، پوهې او عقل حقیقت
پوهېدل څه معنی لري؟ یعنې ښکاره کېدل، تعقل کول یعنې ښکاره کېدل. موږ چې کوم شی ادراک کوو، هغه زموږ لپاره ښکاره کېږي.
ادراک یعنې ظهور (ښکاره کېدل).
پوهېدل یعنې ظهور، کله چې یو کس وايي «زه پوه شوم»، مانا یې دا ده چې فلانی مطلب راته روښانه شو.
اصلاً پوهه نور دی، ادراک نور دی او تر ټولو لوړ نور عقل دی، او د عقل له هغې لوړ نور، «نور الانوار» دی.
خدای نور الانوار دی.

سهروردي اصلاً د وجود په اړه خبرې نه کوي او وجود یو اعتباري امر ګڼي، یعنې وجود یو مفهوم دی،
وايي: نور اصل دی
نور بالذات (په خپل ذات کې) ښکاره دی
نور په بل شي نه ښکاره کېږي
خپله نور ځان ته ښکاره دی
خو نور څیزونه د نور په رڼا کې ښکاره دي
او نور یوازې حسي نور نه دی، خیالي نور، د خیال نور دی، عقلي نور، د عقل نور دی،
هر ادراک نور دی، ترڅو چې نور الانوار ته ورسېږي.

د «وجود» کلمه په صریحه توګه د قرآن کریم په متن او هیڅ یو روایت کې نشته.

قرآن کریم وايي :

اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ  (نور/۳۵) = الله؛ د اسمانونو او ځمكې رڼا ده، د هغه د رڼا (ایمان او ښیون خصلیت) بېلګه؛ لكه په تاخچه كې (بله) ډيوه، ډيوه په يوې ښيښې كې وي، ښيښه (د دې رڼا له لامله) ته وا ځلنده ستوری دی. [ډېوه] د ښونه د بركتي ونې په تېلو بلېږي، چې نه ختيزه وي او نه لويديزه (چې تېل يې دومره صاف او راڼه دي، چې) نژدې وي، بې اوره (پخپله ولګي او) رڼا وكړي، (په دې توگه) د رڼا له پاسه رڼا وي او د الله چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا لار ورښيي او الله خلكو ته دا بېلګې راوړي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتو وپوهېږې) او الله پر هر څه ښه پوه دى.

خدای بالذات (په خپل ذات کې) ښکاره دی، دا چې نور، بالذات ښکاره دی، یعنې څه؟
او هر څیز د نور په رڼا کې ښکاره دی.
خدای، نور دی، یعنې څه؟
ایا نور څیزونه خدای موږ ته ښکاره کوي، که خدای څیزونه موږ ته ښکاره کوي؟
ځواب: خدای، څیزونه موږ ته ښکاره کوي.
حال دا چې موږ غواړو له نورو څیزونو څخه خدای ته ورسېږو، د دې څیزونو په روښانتیا کې خدای ووینو، ځکه دا څیزونه عیني (بهرني) استدلالونه دي.

موږ غواړو له مخلوق څخه خالق ته لاره ومومو.

د حق د نور ظهور او د انسان د فهم نیمګړتیا
نور، موجودات ښکاره کوي او څښتن تعالی نور دی.
نو که د حق نور نه وای، موږ به هیڅ یو موجود نه شوای پېژندلی (پېژندلی به مو نه و).
موږ فکر کوو لومړی په موجوداتو پوهېږو او بیا د دې پوهې په رڼا کې په خدای پوهېږو، خو له ځانه نه پوښتو چې پوهېدل یعنې څه؟
موږ په خپله څه یو؟
موږ په خپله او زموږ پوهه، د حق له لوري نور (رڼا) ده.
مولانا بلخی وايي:

نور نور چشم خود نور دلست

نور چشم از نور دلها حاصلست

باز نور نور دل نور خداست

کو ز نور عقل و حس پاک و جداست

د سترګو د نور رڼا، د زړه نور دی
د سترګو نور، د زړونو له نوره حاصلیږي
بیا د زړه د نور رڼا، د خدای نور دی
چې هغه د عقل او حس له نوره پاک او جلا دی
یعنې نور الانوار.

ټولې رڼاوې چې په نړۍ کې دي؛ حسي رڼا، د سترګو رڼا، د فهم رڼا، خیالي رڼا، وهمي رڼا، د عقل رڼا او د عقل څخه پورته رڼا، له شهود سره یوځای، هر هغه څه چې ادراک ته راځي روښانه کېدل دي او دا ټول د حق د نور په رڼا کې دي او حق تعالی بالذات (په خپل ذات کې) ښکاره دی.

هیڅ شی نه شي کولای حق ښکاره کړي، نو هغه په خپله څنګه ښکاره کېږي؟
خدای بالذات ښکاره دی، موږ ړانده یو.
که لیدونکې سترګه وي، حق بالذات ښکاره دی.
که څوک حق بالذات ښکاره ونه ګوري، ایا دا نیمګړتیا په حق تعالی کې ده که د لیدونکي په سترګه کې؟
ځواب: د لیدونکي په سترګه او د لیدونکي په فهم کې ده.
څښتن تعالی بالذات ښکاره دی.
که موږ د حق تعالی ظهور نه درک کوو (نه پرې پوهېږو)، عیب زموږ په سترګو، غوږونو او فهم کې دی.

خدای وايي :

 أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ (ابراهیم/۱۰)

که څوک پوه شي چې څښتن تعالی بالذات نور دی، ایا شک کېدای شي؟

د حق په نور، باید حق ووینئ.

د بشري معرفت څلورګوني پړاوونه(حس، خیال، وهم او عقل)؛ له مادې تر عقلانیت

انسان لومړی له حسیاتو (هغه څه چې په حواسو درک کېږي) پیلوي او ورسره روږدی کېږي؛ لږ پورته، له تخیلاتو سره، او لږ نور پورته له وهمیاتو سره بلد او روږدی کېږي. البته عقل ته رسېدل خورا ګران کار دی. خلک اکثراً په تخیل او توهم کې ګیر پاتې دي[1].

[په فلسفه کې د انسان د پوهې او معرفت پړاوونه په څلورو اصلي درجو وېشل شوي دي، چې انسان له مادي نړۍ څخه د تجرد او عقل په لور بیایي:

۱. حس (حسي معرفت)

دا لومړۍ او تر ټولو ټیټه درجه ده. په دې مرحله کې انسان د خپلو پنځه ګونو حواسو (لیدل، اورېدل، لمس کول، څکل، بویول) له لارې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نیسي. دا معرفت یوازې د هغو شیانو لپاره دی چې همدا اوس د انسان په وړاندې شتون لري.

۲. خیال (خیالي معرفت)

په دې مرحله کې، له حواسو څخه تر غایبېدو وروسته، د شیانو انځور (بڼه) په ذهن کې پاتې کېږي؛ دې ته “خیال” وایي. په دې مرحله کې انسان کولای شي د هغه شي په اړه فکر وکړي چې مخې ته یې نشته. دا مرحله له حس څخه لږ څه لوړه ده، خو لا هم له مادي بڼو سره تړلې ده.

۳. وهم (وهمي معرفت)

وهم د هغو معانیو درک کول دي چې مادي بڼه نه لري خو په یوه ځانګړي موجود پورې تړلي وي. د بېلګې په توګه: د یو چا د “دوستۍ” یا “دښمنۍ” درک کول. دښمني رنګ او بڼه نه لري، خو تاسو یې په یو ځانګړي کس کې حس کوئ. ډېری خلک په همدې “تخیل او توهم” کې پاتې وي او له مادي ګټو پورته نشي کتلی.

۴. عقل (عقلي معرفت)

دا تر ټولو لوړه درجه ده چې ورته رسېدل ډېر سخت دي. په دې مرحله کې انسان “کلي حقایق” درک کوي، پرته له دې چې په کوم مادي شکل یا ځانګړي شخص پورې تړلي وي. مثلاً: د “عدالت” یا “انسانیت” حقیقت په مطلق ډول درک کول. دا د بشپړ تجرد مرحله ده چې د ملا صدرا په وینا، نفس پکې په “روح محض” بدلېږي.

لنډه دا چې: انسان له مادي حس څخه پیل کوي، په خیال او وهم کې پخېږي او په پای کې د عقل پړاو ته رسېږي چې د حقیقت ننداره پکې کوي.]

د حکمت او علم ترمنځ توپیر

حکمت څه ته وایي؟
حکیم او فیلسوف یو بل ته خورا نږدې دي؛ فیلسوف حکیم دی او حکیم هم فیلسوف دی.
په حکمت کې یو داسې څه شته چې په فلسفه کې نشته.
د وییکو (کلمو) تعریف:
حکمت یوه اسلامي کلمه ده، په قرآن کې هم راغلې ده او د لوی خدای له صفاتو څخه هم ده؛ ځکه خدای جل جلاله حکیم دی.

يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (بقره/۲۶۹)

وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ (لقمان/۱۲)

خدای جل جلاله حکیم دی، خو چا نه دي ویلي چې خدای فیلسوف دی.
فلسفه یوه یوناني کلمه ده، اصلاً اسلامي نه ده.
فیلوسوفیا؛ سوفیا په معنا د حکمت ده، یعنې عقلي مسایل، ژور عقلاني مسایل؛ سوفیا هماغه حکمت دی.
فیلو په‌دې معنا چې څوک له حکمت سره مینه لري.
سقراط د هغه علم له امله چې درلود یې، حکیم و، فیلسوف و، د فیلسوفانو پلار (ابوالفلاسفه) دی؛ هغه خپل ځان ته فیلوسوفیا وویل، یعنې زه د حکمت مینه وال یم، په‌دې معنا چې زه حکیم نه یم، بلکې له حکمت سره مینه لرم. دا پخپله یو مفهوم لري چې هغه خپل ځان حکیم ونه باله؛ غواړي ووایي چې حکمت پوله او برید نه لري او د حکمت له مینه وال کېدو سره کېدای شي څوک حکیم شي.
حکیم او فیلسوف د معنا له پلوه هم توپیر لري.
فلسفه، تعقل (فکر کول) دي؛ په څه کې تعقل؟
فلسفه، د هستۍ او وجود په خورا بنسټیزو مسایلو کې تعقل دی، په حقیقت کې هستي پېژندنه (وجود پېژندنه) کوي.
یا غواړي چې پیل او پای وپېژني، او یا د ژوند په مانا پوه شي.

حکمت هم همدا دی، خو په حکمت کې یو بل شی هم زیات په پام کې نیول کېږي.
حکمت هم د هستۍ، مبدا (پیل)، معاد (بیا ژوندي کېدو)، د ژوند د مانا او د انسان د ماهیت په خورا بنسټیزو مسایلو کې تعقل او ژور لید دی، خو په یو ډول اتقان (محکموالي) سره؛ یعنې هغه مهال چې ډېر محکم وي، وهم او خیالونه پکې نه وي.
کله چې دا تعقل له یو ډول استحکام او ثبات سره مل وي، او هغه څوک چې د هستۍ په بنسټیزو مسایلو کې فکر کوي، دا خپل تعقل په ژوند او عمل کې هم پلي کړي.
حکیم هغه څوک دی، چې تعقل یې په عملي ژوند کې هم راڅرګندېږي.
د حکیم بنسټیز فکر د هغه د ژوند په طریقه کې هم پلي کېږي، یعنې د خپل هغه بنسټیز تعقل له مخې عمل کوي؛ له همدې امله یې ویلي دي چې حکمت، د صنع اتقان (د جوړښت او د کار محکموالی) دی.

د صنع اتقان څه مانا؟ یعنې هغه څه چې ترسره کوي یې، محکم، معقول او مستدل دي؛ په دې مانا چې په ترسره شوي کار کې یې هېڅ نیمګړتیا نشته او نه ماتېدونکی دی، ځکه چې تر ټولو پیاوړی برهان او تعقل یې تر شا ولاړ وي. له همدې امله کله چې د خدای جل جلاله په اړه ویل کېږي چې حکیم دی، مانا یې دا ده چې د هغه صنع (مخلوقات او نظام) خورا محکم دی.

خدای جل جلاله ولې حکیم دی؟ ځکه چې د هغه فعل، د هغه  پنځون (پیدایښت)، د هغه خلق او د خدای عمل محکم او متقن دی؛ یعنې زیانمنونکی نه دی، نیمګړتیا او عیب پکې نه پيدا کېږي، او تر ټولو غوره ممکن شی دی، یعنې له دې څخه غوره بل ډول کېدای نه شي.

ولې محکم دی؟ ځکه چې د علم پر بنسټ دی. د حق تعالی حکمت، د هغه د علم پر بنسټ ولاړ دی؛ څرنګه چې خدای خپل کار د علم او حکمت له مخې ترسره کوي، نو عمل یې محکم دی.

له همدې امله، په انسانانو کې حکیم هغه څوک دی چې د هستۍ په خورا بنسټیزو مسایلو کې د تعقل او فکر کولو ترڅنګ، له الهي استحکام او ثباته برخمن وي؛ یعنې له حق (خدای) سره هم اړیکه لري.

په حقیقت کې حکیم هغه متفکر (متعقل) دی چې له حق تعالی سره اړیکه لري او ژوند یې هم حکیمانه او عاقلانه دی.

دا هغه توپیر دی چې د فلسفې او حکمت د کلمو ترمنځ کارول کېدای شي، خو کله ناکله دا کلمې د یو بل په ځای هم کارول کېږي؛ کله فیلسوف ته حکیم وایي او کله هم حکیم ته فیلسوف وایي.

فیلوسوفان هم دا ادعا لري چې د شیانو حقایق درک کوي، اصلاً فلسفه د حقیقت درک کول دي.

خو حکمت، د داسې حقیقت درک کول دي چې الهي معنویت پکې وي، یعنې په حقیقت کې له یو ډول الهیت او حقاني نورانیت سره مل وي.

جاویدان خرد (تلپاتی عقل) او په انسان کې د الهي حکمت ظهور

ټول اروپایان چې د فلسفې تاریخ لیکي، د فلسفې زېږندځای یونان ګڼي او په دې باور دي چې بل هېڅ ځای کې فلسفې شتون نه درلود؛ ټول لوېدیځوال همدا ادعا لري. لوېدیځوال عرفان هم د فلسفې له شؤونو او برخو ګڼي.

دوی نور خلک “بَربَر” بلل؛ مانا دا چې یونانیانو خپل ځانونه فیلسوفان ګڼل او نور خلک یې “بَربَر” بلل. “بَربَر”  په‌دې مانا چې په څه هم نه پوهېږي، چې دا یو ډول وحشت او د تمدن نشتوالی ښيي.

د دې اند په وړاندې، ادعا دا ده چې: دا سمه ده چې یونان د فلسفې مهد او ځای و او په دې کې هېڅ شک نشته، خو د یونان په وړاندې، ایران (چې د ننني افغانستان ځینې برخې هم پکې شاملې دي) هم د حکمت مهد او سرچینه وه، او تل د ایران او یونان ترمنځ کلتوري اړیکې موجودې وې، خو د دغو اثارو ځینې برخې په جګړو کې له منځه تللې دي.

سکندر یو یونانی و چې د ارسطو شاګرد و؛ پر ایران یې برید وکړ او تاریخي اثار یې ویجاړ کړل.

ادعا دا ده چې حکمت په ایران کې و او دا تر هغه څه خورا لوړ دی چې په یونان کې و.

تر سقراط وړاندې یوناني فیلسوفان اکثراً مشرکان وو، یعنې د طبیعت فیلسوفان وو. دوی په “فوسیس” باندې قایل وو، فوسیس هماغه د نن ورځې فزیک دی؛ مانا دا چې نړۍ یې یوازې په طبیعت کې لیدله، اکثراً مشرکان وو او په بېلابېلو خدایانو (اله او الهانو) او د خدایانو ترمنځ په جګړو یې باور درلود.

که موږ د یونان تراژیدۍ ولولو، لکه د هومر “ایلیاد”، اکثره دا لیکوالان یا په رسمي توګه مشرکان وو او یا هم شرک ته نږدې وو.

خو له نېکه‌مرغه، کوم حکما چې په ایران کې وو، هغوی موحدین (د یو خداى منونکي) وو.

د ایران او یونان ترمنځ درې لویې جګړې وشوې، خو په عین وخت کې یې دوستانه او کلتوري اړیکې هم سره لرلې.

د هغه وخت په نړۍ کې همدا دوه هېوادونه وو چې له کلتوري پلوه په لوړه کچه کې وو، مانا دا چې د هغه پیر په نړۍ کې له ایران او یونان پرته بل ځای ژور فکر او فلسفه شتون نه درلود.

په هر ترتیب، فلسفه په یونان کې او حکمت په ایران کې و، خو له بده مرغه د ایران کلتوري اثار د تاریخي دلایلو او د ګڼو بریدونو له امله له منځه تللي دي.

د ایران حکمت، یو توحیدي حکمت و، او سهروردي ادعا لري چې زه د همدې ایراني حکمت راژوندي کونکی یم؛ یعنې هغه خپل ځان یوناني نه ګڼي او په حقیقت کې د یونان په وړاندې دریځ نیسي. هغه د “مشاء حکمت” یوناني حکمت ګڼي او په دې باور دی چې دا یو داسې میراث دی چې له یونان څخه رالېږدول شوی، ژباړل شوی، ایران ته راغلی او اسلامي نړۍ ته داخل شوی دی.

سهروردي غواړي ووایي چې موږ یو بل ډول حکمت ته لاسرسی موندلی چې هغه “اشراقي حکمت” دی او دا یو ایراني حکمت دی؛ هغه دا ډول حکمت له اسلام سره ډېر موافق او همغږی بولي.

سره له دې چې سهروردي یو ایرانی دی او د یونان په وړاندې د لرغوني ایران ننګه او دفاع کوي، خو په ورته وخت کې د اسلام په تاریخ کې یو له تر ټولو مسلمانو او په دین باندې له ډېرو ګروهنو یا معتقدو حکماوو څخه ګڼل کېږي.

امام صادق (رحمة الله علیه ) وايي : الحکمه نور فی قلوب مطهره – حکمت یو نور دی چې په پاکو زړونو کې ځلېږي.

د حکمت سرچینه

سهروردي، حکمت یو ازلي خمیره (جوهر) ګڼي چې هېڅکله د هستۍ له نړۍ څخه نه پرې کېږي؛ هېڅ ښوونځی او هېڅ مذهب نشي کولای دا ادعا وکړي چې حکمت یوازې زما دی. سهروردي چې کله حکمت قرآني یا اسلامي کړ، هغه راغی او د حکمت ازلي سرچینه یې روښانه کړه.

سهروردي حکمت یو ازلي جوهر بولي، یا په بل عبارت هغه پر “جاویدان خرد” (تلپاتې عقل او پوهه) باندې قایل دی. دا کټ مټ د نننۍ عصري (مډرنې) نړۍ د نظریې برعکس او ضد خبره ده.

نننۍ عصري نړۍ هر څه د تحول او بدلون په حال کې ګڼي، چې په حقیقت کې هر څه په بدلون کې دي هم. مګر عصري نړۍ اصلاً تېر وخت (تاريخ) ته پام نه کوي او تل راتلونکي ته پاملرنه کوي.

د مډرنیتې ( نووالې یا نوپالنې) ژبه دا ده چې: سبا تل تر ننه غوره ده.
د مډرنیتې یا نوپالنې شعار: سبا تل تر ننه غوره ده.

خو سهروردي چې پر جاویدان خرد باندې باور لري، په داسې یو څه اعتقاد نه لري چې ګواکې هرو مرو دې سبا تل تر ننه غوره وي؛ ښايي سبا تر ننه غوره وي او موږ خورا ډېر داسې سبا لرو چې تر ننه غوره دي، حتی که سبا ته د وخت په اوږدو کې او د اخرت په مانا هم وګورو، خو د وخت په تېرېدو سره سبا هرو مرو غوره نه ده؛ ځکه ډېر ځله داسې شوي چې زموږ تېر پرون تر ننه خورا غوره و.

جاویدان خرد (تلپاتې عقل) په‌دې مانا دی چې دا نړۍ اصلاً د عقل پر بنسټ رامنځته شوې ده؛ اړینه نه ده چې دا زما عقل وي.

هستي او کائنات، یوه عاقلانه او پر خرد ولاړه سرچینه لري او د عقل پر بنسټ منځته راغلي دي.

کېدای شي څوک ووایي چې دا یو الهي عقل دی، البته چې دا د الهي عقل یا الهي حکمت پر بنسټ رامنځته شوي، په دې کې هېڅ شک نشته.

خو ایا دا الهي عقل چې هستي یې رامنځته کړې او انسان هم په‌دې هستۍ کې دی (او که انسان نه وای، موږ نه پوهېږو چې ایا نړۍ به اصلاً کومه مانا درلوده او که نه)؛ که انسان نه وي، نو هستي خپله مانا له لاسه ورکوي.

ایا انسان چې په دې نړۍ کې رامنځته شوی او له کائنات سره غبرګ دی، او عالم او ادم تل یو ځای دي؛ ادم او عالم، او عالم او ادم، ایا الهي حکمت په دغه انسان کې نه څرګندېږي؟

ایا الهي حکمت په‌دې مخلوق کې چې پخپله د الهي حکمت محصول دی، نه راڅرګندېږي؟

که هغه حکمت چې د دې نړۍ د هستۍ ملاتړ او بنسټ دی، وغواړي په دې نړۍ کې ښکاره شي، نو په کوم ځای کې به ښکاره شي؟

 په انسان کې راڅرګندېږي.

انسان دی چې د کایناتو په حکمت پوهېږي؛ انسان دی چې د خلقت په رازونو پوهېږي؛ انسان دی چې د نړۍ په رمزونو او عقلانیت پوهېږي او د حق تعالی د صنع او جوړښت په اتقان (محکموالي) سر خلاصوي.

سهروردي چې پر جاویدان خرد (تلپاتې عقل) باور لري، موخه یې همدا ده؛ مانا دا چې دا نړۍ هېڅکله له حکیم څخه خالي پاتې شوې نه ده.

دا خبره د دیني لارښوونو پر بنسټ په بشپړه توګه سمه او برحق ده.

لومړی انسان چې پیدا شوی، ادم علیه السلام دی؛ ادم نبي دی، پیغمبر دی. ادم په ټولو اسماني کتابونو کې د نبي په توګه مطرح شوی دی او نبي، حکیم وي؛ په‌دې مانا چې نبي پر هر څه پوهېږي او د خدای د علم مظهر وي. نبي هرو مرو حکیم وي او حتی له حکیم څخه هم په ډېر اوچت مقام کې وي.

سهروردي د حکمت په ژبه خبرې کوي او وایي چې په نړۍ کې تل حکیم شتون درلودلی دی؛ دا نړۍ هېڅکله له حکیم پرته نه ده پاتې شوې؛ خو د نووالې (مډرنیتې) علم دا خبره نه کوي.

جاویدان خرد یا تلپاتې حکمت، هماغه ازلي خمیره (جوهر) ده

سهروردي وایي چې تل په نړۍ کې حکیم شتون درلودلی دی؛ که چېرې حکیم و، نو عقل یې درلود او دا عقل تلپاتې (جاویدانه) دی.

نه یوازې دا چې په نړۍ کې تل حکیم و، بلکې تل شتون لري؛ او نه یوازې دا چې و او شته دی، بلکې تل به وي او تر هغه چې دا نړۍ ودانه ده، حکیم به پکې وي. دا هماغه څه دي چې “جاویدان خرد” (تلپاتې عقل) یې بولي.

جاویدان خرد یا تلپاتې حکمت، هماغه ازلي خمیره (جوهر) ده.

سهروردي د “ازلي خمیرې” کلمه د قرآن له ایتونو او نبوي احادیثو څخه اخیستې ده.

په حدیث کې راغلي چې خدای جل جلاله فرمايي: «خَمَّرتُ طینَةَ آدَمَ بِیَدی اَربَعینَ صَباحاً»

« ما د ادم خټه په خپلو دواړو لاسونو تر څلوېښتو ورځو پورې واغږله (خمبېره کړه).»

هغه دوه لاسونه څه مانا لري او هغه څلوېښت ورځې څه مانا ورکوي؟ دا ټول خپل تفسیر او ماناوې لري.

اغږل څه مانا؟ هغه خټه څه وه او هغه اغږل څه وو؟

ادم علیه السلام د هغې خټې او د خدای په لاس د هغې د اغږلو او جوړېدو محصول دی.

په دې ټولو کې حکمت نغښتی دی؛ چې اغږل څه و، څلوېښت ورځې څه مانا درلوده، او محصول یې حضرت ادم علیه السلام دی چې لومړی نبي او لومړی پیغمبر دی او لومړنی کس دی چې د هستۍ ډګر ته یې ګام اېښی دی.

ازلي خمیره په‌دې مانا ده چې د خدای په لاس اغږل شوې ده.

سهروردي حکمت یوه ازلي خمیره ګڼي، یعنې دا د خدای د حکمت پایله ده؛ او لومړی انسان چې په دې نړۍ کې پیدا شوی، حکیم و او دا نړۍ د حکمت له مخې رامنځته شوې ده.

څرنګه چې نړۍ د حق تعالی په حکمت رامنځته شوې، نو لومړنی انسان هم د حکمت مظهر و؛ دا پېل له وحشت او ناپوهۍ څخه نه دی شوی.

د نن ورځې نړۍ د ډاروین د تکامل (ایوولوشن) یا هر بل تکامل او یا د کوانټم فزیک پر بنسټ، هر څه له وحشت، ګډوډۍ (اشوب) او داسې نورو شیانو څخه پیلوي؛ لږ تر لږه دوی له بېګ بېنګ (لویې چاودنې) څخه هاخوا مخکې نه ځي. اوس که وپوښتو چې تر بېګ بېنګ وړاندې څه وو، نو هېڅ ځواب نه لري؛ وایي چې موږ له فزیک څخه وپوښتل، خو نه پوهېږو چې تر بېګ بېنګ وړاندې څه وو.

بېګ بېنګ (Big Bang) یا “لویه چاودنه په مډرن فزیک او نجوم پېژندنه (کوسمولوجي) کې هغه تر ټولو منل شوې ساینسي تیوري ده چې د کایناتو او مادې پیل تشریح کوي.

د دې نظریې لنډه او ساده تشریح په لاندې ډول ده:

  • د کائناتو پیل: د دې تیورۍ له مخې، شاوخوا ۱۳.۸ میلیارده کاله پخوا، زموږ ټوله نړۍ (ماده، انرژي، وخت او فضا) په یوه خورا کوچنۍ، بې‌اندازې ګرمه او داسې غونډه شوې نقطه کې وه چې کثافت یې بېساری و.
  • لویه پراختیا: دا چاودنه د باروتو چاودنه نه وه، بلکې د کائناتو د فضا یو ناڅاپي او خورا ګړندی غځېدل او پراخېدل وو. له همدې امله ورته لویه پراختیا هم وايي.
  • د کهکشانونو جوړېدل: له دغه پراخېدو او په تدریجي ډول د تودوخې له کمېدو وروسته، لومړني اټومونه، ستوري، کهکشانونه او په پای کې د ځمکې په څېر سیارې رامنځته شوې.

د فلسفې او دین په وړاندې د بېګ بېنګ ننګونه:

مډرن فزیک یوازې د بېګ بېنګ له شېبې راپدېخوا پېښې تشریح کولای شي. کله چې ساینس پوهانو وپوښتل شي چې: «تر بېګ بېنګ وړاندې څه وو؟» یا «دا لومړنۍ نقطه له کومه شوه؟»، ساینس او فزیک د ریاضیاتي معادلو د نشتوالي له امله دلته بې‌ځوابه پاتې کېږي او وایي چې د وخت او فضا پیل له همدې ځایه دی، نو تر دې وړاندې پوښتنه مانا نه لري.

مګر په مقابل کې، سهروردي او الهي حکمت د کائناتو پیل له تصادف او بې‌سره ګډوډۍ (آشوب) څخه نه ګڼي، بلکې وایي چې د هستۍ تر شا د خدای جل جلاله ازلی حکمت او علم (جاویدان خرد) ولاړ دی چې هر څه یې له پوهې او اتقان سره پیدا کړي دي.

خو حکمت په‌دې مانا دی چې وایي: څرنګه چې دا نړۍ د خدای جل جلاله مخلوق او د هغه د ذات تجلي ده، نو له حکمت څخه خالي نه ده؛ او د خدای د حکمت مظهر انسان دی، نو لومړنی انساني موجود چې په دې نړۍ کې ښکاره شوی، د حق تعالی په حکمت باندې سمبال او ښکلی و؛ او هماغه «خَمَّرتُ» د دې لامل شوی چې سهروردي دا جاویدان خرد (تلپاتې عقل) په “ازلي خمیرې” باندې تعبیر کړي.

په فلسفي کتابونو کې مشهوره ده چې وایي: سقراط حکمت له اسمان څخه ځمکې ته راښکته کړ.
البته تر سقراط وړاندې ټول فیلسوفان مشرکان وو او سقراط لومړنی فیلسوف دی چې د توحید پړاو ته داخل شوی دی.

دا چې وایي سقراط حکمت له اسمانه، ځمکې ته راوړ، یعنې تر سقراط وړاندې حکمت ځمکې ته نه و راغلی؛ مګر سهروردي کټ مټ د دې خبرې اپوټه او ضد وایي.

سهروردي وایي، له هماغه لومړي ځل څخه چې انسان پیدا شو، حکمت شتون درلود؛ دا یوازې سقراط نه دی چې حکمت یې له اسمانه ځمکې ته راوړی، بلکې لومړني مخلوق، یعنې ادم علیه السلام، حکمت له اسمانه ځمکې ته راوړی و.

وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا (بقره/۳۱)

لومړنی انسان چې د ټولو الهي اسماوو  د ښوونې (تعلیم) لاندې راغلی، یعنې د حق تعالی د ټولو صفاتو مظهر دی او له هغې جملې د حکمت مظهر دی، ادم علیه السلام دی، چې حکمت یې له اسمانه ځمکې ته راوړی دی.

سهروردي حکما په څو ډلو ویشي:
یوه ډله “بحثي حکما” دي؛ په‌دې مانا چې د هڅې، بحث، استدلال او کوښښ له لارې د فیلسوف مقام یا حکمت ته رسېږي.

بلې ډلې ته بیا “اشراق” (باطني رڼا او الهام) کېږي، دا کسان په الهي ښوونې سره پوهېږي، الهي دي، الهامات لري، اشراقات لري، او خدای په مستقیمه توګه هغوی ته حکمت ورکوي. د دې ډول حکمت نوم “ذوقي حکمت” (کشف او شهود) ږدي.

بله ډله بیا هم بحثي (استدلالي) دي او هم ذوقي (الهامي) دي.

د دغو دریو ډلو ترمنځ کومه یوه غوره او لومړیتوب لري؟
ځواب: هغه ډله چې هم بحثي دي او هم ذوقي دي؛ سهروردي پخپله هم همدې ډلې ته ترجیح ورکوي او غوره یې ګڼي.

[1]  په فلسفه کې د انسان د پوهې او معرفت پړاوونه په څلورو اصلي درجو وېشل شوي دي، چې انسان له مادي نړۍ څخه د تجرد او عقل په لور بیایي:

۱. حس (حسي معرفت)

دا لومړۍ او تر ټولو ټیټه درجه ده. په دې مرحله کې انسان د خپلو پنځه ګونو حواسو (لیدل، اورېدل، لمس کول، څکل، بویول) له لارې له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نیسي. دا معرفت یوازې د هغو شیانو لپاره دی چې همدا اوس د انسان په وړاندې شتون لري.

۲. خیال (خیالي معرفت)

په دې مرحله کې، له حواسو څخه تر غایبېدو وروسته، د شیانو انځور (بڼه) په ذهن کې پاتې کېږي؛ دې ته “خیال” وایي. په دې مرحله کې انسان کولای شي د هغه شي په اړه فکر وکړي چې مخې ته یې نشته. دا مرحله له حس څخه لږ څه لوړه ده، خو لا هم له مادي بڼو سره تړلې ده.

۳. وهم (وهمي معرفت)

وهم د هغو معانیو درک کول دي چې مادي بڼه نه لري خو په یوه ځانګړي موجود پورې تړلي وي. د بېلګې په توګه: د یو چا د “دوستۍ” یا “دښمنۍ” درک کول. دښمني رنګ او بڼه نه لري، خو تاسو یې په یو ځانګړي کس کې حس کوئ. ډېری خلک په همدې “تخیل او توهم” کې پاتې وي او له مادي ګټو پورته نشي کتلی.

۴. عقل (عقلي معرفت)

دا تر ټولو لوړه درجه ده چې ورته رسېدل ډېر سخت دي. په دې مرحله کې انسان “کلي حقایق” درک کوي، پرته له دې چې په کوم مادي شکل یا ځانګړي شخص پورې تړلي وي. مثلاً: د “عدالت” یا “انسانیت” حقیقت په مطلق ډول درک کول. دا د بشپړ تجرد مرحله ده چې د ملا صدرا په وینا، نفس پکې په “روح محض” بدلېږي.

لنډه دا چې: انسان له مادي حس څخه پیل کوي، په خیال او وهم کې پخېږي او په پای کې د عقل پړاو ته رسېږي چې د حقیقت ننداره پکې کوي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست