حضرت پېغمبر اکرم (ص ) وويل : څلور څيزه دي، چې که يو يې هم کوم کور ته ورننوت؛ نو ويجاړ به شي او د څښتن (ج) برکت به يې اۤباد نه کړي : خيانت،غلا،د شرابو څښل او زنا . (نهج الفصاحه ) لنډه شرح : پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره دى […]
حضرت پېغمبر اکرم (ص ) وويل :
څلور څيزه دي، چې که يو يې هم کوم کور ته ورننوت؛ نو ويجاړ به شي او د څښتن (ج) برکت به يې اۤباد نه کړي : خيانت،غلا،د شرابو څښل او زنا . (نهج الفصاحه )
لنډه شرح : پورتنى قانون نه يوازې د يوې کورنۍ لپاره دى ؛بلکې ټولنه هم ددې قانون تر سيورې لاندې ده. يوې ټولنې ته،چې خيانت راننوت؛نو پايله يې خامباوري وي. په یوې ټولنه کې ،چې په بېلابېلو بڼو غلا دود شوه (په تېره بیا په بيت المال کې) نو د ویسا – اعتماد ټغر ټولېږي.شراب څښل،چې دود شول؛نو پايله به يې کمزوي اندونه،معلول اولاد او بې اغېزې ځوانان وي او په ټولنه يا کورنۍ کې، چې بې حيايي او زنا دود شوه؛ نو د کورنۍ بنسټ به سست شي او ګانده – راتلونکى کهول به يې فاسد وي .
ناغیړي او بيوزلي
حضرت علي(ک) وويل :
هغه ورځ چې ټولوڅيزونو واده وکړ؛ نو”ناغېړۍ” او “بېوسۍ” هم کوروالى وکړ،چې دوه زامن ترې وزيږېدل: “نشتمني” او ” تنګ لاسې” .( بحارالانوار ٧٨ /٥٩ – تحف العقول ١٥٨ مخ )
لنډه شرح : ناغیړي او له ستونزو تېښته هغه څيزونه دي،چې د ايمان د اروا اوبه ورسره په يوه لختي کې نه ځي،چې ددې څيزونو پايله يوازې نشتمني،هغه هم پراخ بنسټه نشتمني،چې له وټیزې- اقتصادي نشتمنۍ نيولى تر اخلاقي او مانیز – معنوي پورې ټول پکې راځي،حال دا،چې هغوى چې ايمان لري بايد له هره اړخه په خپلو پښو ولاړ وي، بې اړې وي او پخپله يې وګټي او وسټې .
پوهه، تدبر، اندنه – تفکر
حضرت علي (ک) وویل :
باخبره اوسئ ! هغه پوهه،چې تاسې پر سمې پوهې سمبال نه کړي؛ نو ګټوره نه ده.
باخبره اوسئ ! د قرآن په تلاوت کې چې له تدبره کار وا نه خلئ ؛نو ګټور نه دى .
باخبره اوسئ ! په هغه عبادت کې چې اندنه نه وي؛ نو بې اغېزى دى. (کافى ۱/ ٣٦ ، تحف العقول)
لنډه شرح : له علمي فورمولونو،سولیز- منطقي قانونو او له فلسفي آرونو ځنې د سر ماغزه ډکول او هر ډول پوهه،چې له سم اند،نړۍ ليد او د انساني ژوند د آرونو له پېژندګلوۍ سره سمون و نه خوري؛ نو اغېز به يې ډېره لږه وي؛لکه چې که د قراۤن آۤيتونه له تدبر او مانا له پوهېدو پرته لولو؛نو اغېز به يې ډېر لږ وي او پر هغه عبادت،چې د اندنې او تعقل د لمر وړانګې و نه لږي؛نو د يو بې اروا جسم په شان دی،چې له هر ډول لوړو روزنيزو اغېزو به تش او خالي وي.
د جسم او روح دواړو اړخوړنو ته مو پام اوسه
امام حسين وويل :
هغوى ته حېران يم، چې د خپل جسم د خوړو فکر ورسره وي؛خو د اروا د خوړو په اړه لږ فکر هم نه کوي؛ ناوړه خواړه خپلې ګېډى ته نه اچوي؛خو خپل زړه پر زيانمنو او ناوړو مطالبو ډکوي (سفينة البحارطعم ماده) .
لنډه شرح : د پېغمبراکرم د ګران لمسي خبره څومره ژوره او سمه ده,چې خلک د جسم د خوړو په اړه سخت دريځه دي او که رڼا نه وي او يا لاټېن نه وي لګېدلى؛نو دسترخوان ته لاس نه ورنږدې کوي،په پټو سترګو خواړه نه خوري او له اړنګمنو- مشکوکو خوړو ځان ساتي او د جسم د خوړو په هکله ډول ډول روغتيايي قوانینو ته پاملرنه کوي؛خو په پټوسترګو،په تپو تيارو کې او په ناخبرۍ کې هرډول اړنګمن- مشکوک خواړه خپل ذهن او زړۀ ته اچوي،د نامناسبو انډيوالانو خبرې،زهرجن تبليغات او هر ډول د دروغو خبرې او شايعات مني، چې دا ډېره د هېښنې- حېرانتيا او خواشینۍ خبره ده.
د تدبير کچه
امام صادق وويل : د ژوند د حالاتو او ټولنې سمونې ته له درېو ځنې دوه برخې هوښياري او ځيرکي او له دريو ځنې يوه برخه بي اعتنايې په کار ده . (تحف االحقول ٢٦٧ مخ)
لنډه شرح : هيڅ کار بې له څېړنې،هوښيارۍ او طرحې نه کېږى اوهمداسې يو کار له بې اعتنائې پرته تر منزله نه رسېږي. يا په بله وينا: که مو بې څېړنې او ځيرنې يو کار پيل کړ؛نو له ماتې سره به مخامخ شو؛خو که وغواړو،چې د ټولو ممکنو احتمالاتو او اټکل شويو پېښو ته کارونه وځنډوو؛نو د داسې کارنو پيلول هم خورا سخت دى،چې هر يو کوچني کار ته په کلونو کلونو څېړنې ته اړتيا ده او همداسې ملګړي برخوال او د ژوند شريک باڼې (ښځه يا ميړه) لپاره ؛نو ځکه په پورتنۍ وینا کې د چارو د تدبيرکچه راښوول شوى ده .
دوه سترې دندې
امام صادق وويل: مؤمن تل دوه څيزونو هک پک کړى: خپل تېر شوي ګناهونه،چې نه پوهېږي څښتن (ج) به ورسره څه کوي او د پاتې عمر په اړه، چې نه پوهېږي څه به پکې کوي! (اصول کافى۲/ ۷۰)
لنډه شرح : د ايمان تر ټولوڅرګنده نښه،د تېرو کړو او ورته د ورسپارل شويو دندو په اړه د پازولۍ ننګېرنه – احساس ده. هغوى، چې ننګېرنه لري؛تل په دې فکر کې وي، چې خپل تېر وخت سکېنده – جبران کړي او تل د داسې لارې چارې په لټه کې وي،چې له پاتې وخت او فرصتونو ښه ګټنه وکړي او په همدې کې د يو انسان او يا د يو ملت د بري خواله نغښتى ده، هغوى چې نه د تېرشوي وخت په باب فکر کوي او نه د ګاندې – راتلونکې د جوړولو په فکر کې وى؛ نو يو ړوند او بدمرغه ملت دى .
د لویۍ سرچينه
امام صادق وويل :
څوک هم ځان تر نورو غوره نه ګڼي؛ خو دا چې ځان سپک ننګېري – احساسوي . (بحارالانوار ٧٣ / ٢٢٥)
لنډه شرح : د امام صادق دا خبره نن سبا ارواپوهانو هم جوته کړى،چې د لویۍ او ځان له نورو څخه د غوره ګڼلو سرچينه يوازې دا ده,چې انسان په خپله سپک وي او هغوى،چې په دې ناروغۍ ککړ وي؛ نو د خپل زړه د سپکولو او د خپل کمښتونو د سکیندۍ – جبران لپاره پردې ناسمه لار ګام ږدي؛يعنې په خپللاسي- مصنوعي توګه ځان په ټولنه کې ستروي،چې له دې لارې نور هم په ټولنه کې ځان سپکوي. دا چې مومنان غښتلى او دنننۍ وګړه – شخصيت لري؛نو د هر چا پر وړاندې متواضع دي.
پر زړونو د پوهې ورښت
لقمان حکيم وويل :
اى زويه ! څښتن (ج) د انسانانو زړونه د پوهې په څراغ رڼا کړل؛ لکه څنګه يې چې په بارانونو شاړې ځمکې برکتي کړې . (بحارالانوار )
لنډه شرح : د انسان زړه د بڼ په څېر دى، چې د ډول ډول نيالګيو او ګلانو تخم پکې شيندل شوی،چې که پخپل وخت خړوبى شي؛نو زرغون برکتي بڼ به ترې جوړ شي، چې د دې بڼ د خړوبولو لار يوازې د پوهې څاڅکې دى؛ نوځکه بې پوهې زړونه مړه،بې يېبرور – بې حاصله او شاړ وي، تل او په هر حال کې خپل زړه د پوهې پر رڼا ژوندې او تاند وساتئ .
[ سرچینه : یکصدو پنجاه درس زندګي، شیخ ناصر مکارم شیرازي]
-
ټیګونه:
- www.andyal.com