تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا ﴿۱﴾ خلكو! د خپل هغه پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، چې له يوه نفس او […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاء وَاتَّقُواْ اللّهَ الَّذِي تَسَاءلُونَ بِهِ وَالأَرْحَامَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا ﴿۱﴾ خلكو! د خپل هغه پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، چې له يوه نفس او وجود (=حضرت آدم) یې پېدا كړئ او له هغه یې د ده جوړه پيدا کړه او له دواړو يې (د ځمكې پر مخ) ډېر نارينه او ښځېنه خپاره كړل او (ځانونه) د هغه الله له (عذابه) وساتئ، چې (ټول يې پر لويښت قايل ياست او) په نامه يې يو له بله غوښتنې کوئ (او همداراز) له خپلوانو سره د اړيكو له پرېکونې ډډه وكړئ؛ ځكه الله مو څارونكى دى. (۱)
وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا ﴿۲﴾ او پلارمړيو ته (چې د ودې پړاو ته ورسېدل‏) د دوی مالونه وركړئ او (خپل) ناپاک (مالونه د دوى) په پاک (مالونو) مه بدلوئ او مالونه یې له خپلو مالونو سره (په ګډولو يا بدلولو) مه خورئ؛ ځكه دا ستره ګناه ده. (۲)
وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ فِي الْيَتَامَى فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ ﴿۳﴾ او كه تاسې وېرېږئ (چې له پلارمړیو نجونو سره په واده كولو كې به) انصاف ونکړاى شئ (؛ نو ورسره له واده كولو تېر شئ او) له (نورو) پاكو ښځو سره، چې ستاسې خوښېږي، له دوو دوو يا درېيو درېیو يا څلورو څلورو سره نكاح وكړئ؛ خو كه دا اندېښنه درسره وي، چې(له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونکړاى شئ؛  نو يوازې يوه ښځه وكړئ او يا په هغو ښځو [وينځو] بسنه وکړئ، چې د دوی خاوندان ياست، دا د ظلم د مخنيوي غوره لار ده(۳)
وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا ﴿۴﴾ او د ښځو خپل (پوره) مهر په ښه زړه او ورین تندي وركړئ (؛ خو) كه څه برخه يې پخپله خوښه دروبښله؛  نو و يې خورئ، چې حلاله، خوندوره او بې زيانه ده (۴)
وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿۵﴾ او کمعقلو ‏ته خپل هغه مالونه مه ورکوئ، چې الله یې تاسي پر پالندوینې ګومارلي یاست او ددې مال په ګټه کې دوی ته خوراک پوښاک ورکړئ او خوږې پستې خبرې ورسره وكړئ.(۵)
وَابْتَلُواْ الْيَتَامَى حَتَّىَ إِذَا بَلَغُواْ النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُواْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُواْ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُواْ عَلَيْهِمْ وَكَفَى بِاللّهِ حَسِيبًا ﴿۶﴾ او پلارمړي، چې د بلوغ بريد ته ورسېدل؛ نو تر ازمېښت لاندې يې ونيسئ؛  نو كه په دوی كې مو (وړتيا او کافي) وده او هوښیاري وليده؛  نو شتمني يې وركړئ او مالونه يې له دې وېرې په اسراف او بيړې مه خورئ، چې هسې نه رالوی به شي (او مالونه رانه واخلي) او څوك چې بډاى وي [د لاسباړې (حق الزحمې) له اخستو دې] ډډه وكړي او څوك چې بېوزلى وي؛  نو په غوره توګه (او د خپلې زيار ګالنې له مخې) دې يې وخوري او چې کله يې مالونه ورسپارئ؛ نو شاهد ونيسئ (كه څه) الله حساب اخستو ته كافي دى.)) (۶)
لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا ﴿۷﴾ مور و پلار او خپلوان، چې هرڅه پرېږدي، د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې موروپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم پكې برخه ده، كه دا مال (میراث) ډېر وي، که لږ د هر چا برخه ټا كل شوې (او د وركړې) ده. (۷)
وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿۸﴾ او كه د (میراث) د وېش پر مهال، خپلوان (او هغوى چې ميراث نه وړي) او پلارمړي او بېوزلي حاضر وي؛ نو له دې ماله دوی ته څه وركړئ او په خوږه ژبه خبرې ورسره وكړئ. (۸)
وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافًا خَافُواْ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۹﴾ او هغوى چې كه [فرضاً] بېوسې اولادونه پرېږدي او د راتلونكې په باب يې اندېښمن وي (؛ نو) بايد (د خلكو د يتيمانو په باب دې هم له ظلمه) ووېرېږي! نو د الله (له مخالفته) ووېرېږئ او (پر ځاى روغه او) سمه خبره وكړئ. (۹)
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا ﴿۱۰﴾ بېشکه څوك چې په ظلم د پلارمړیو مالونه خوري په حقيقت كې دوی ‏اور خوري او ډېر ژر به سوځنده اور ته ورننوځي. (۱۰)
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيمًا ﴿۱۱﴾ الله ستاسې د اولادونو په باب سپارښتنه درته كوي، چې د نارينه (د ميراث) برخه د دوو ښځو هومره ده او كه ستاسې اولادونه (يوازې دوه لوڼې او) يا تردې زياتې وې؛  نو له درېيو نه دوه برخې ميراث د دوی رسي او كه يوازې يوه (لور) وه؛  نو (نيم) ميراث يې رسي. كه (د مړي) اولادو نه وي؛ نو موروپلار هر يوه ته دې یې شپږمه برخه وركړه شي او كه ‏اولاد یې نه وي او وارثان (يوازې) مور و پلار وي؛ نو مور ته دې درېيمه برخه وركړه شي (او پاتې يې د پلار دي) او كه د مړي روڼه وي؛  نو مور به شپږمه برخه اخلي (او پاتې يې د پلار دي) دا ټولې برخې به هله بېلېږي، چې د مړي كړى وصيت پوره شي او پورونه يې وركړاى شي، تاسې نه پوهېږئ، چې ستاسې مور و پلار او اولادونه كوم يو ډېر درګټور دي، دا الهي فريضه ده (؛ ځکه) الله پوه حكيم دى. (۱۱)
وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ ﴿۱۲﴾ او تاسې ته د خپلو ښځو نيم ميراث دررسي (په دې شرط چې) اولاد يې نه وي او كه وي؛  نو بيا یې څلورمه برخه ستاسې ده (؛ خو) د كړي وصيت تر پوره كولو او د پور تر اداېنې یې روسته. او ښځو ته مو ستاسې څلورمه برخه ميراث وررسي (په دې شرط) چې تاسې اولاد ونلرئ اوكه و يې لرئ؛  نو اتمه برخه يې د دوى ده؛  خو هله چې كړى وصيت يې پوره شي او پور يې ادا شي او كه نارينه يا ښځه چې ميراث ترې وړل كېږي، بې بنياده او میراته (= بې اولاده او بې مورو پلار) وي او رور يا خور لري؛  نو دواړو هر يوه ته شپږمه برخه (ميراث) دى او كه تردې زيات وي، د ميراث په درېيمه كې برخوال دي (البته) چې كړى وصيت يې ترسره شي يا یې د پور ورکړه؛ ‏ په دې شرط، چې وصیت ورثې ته زیان و نه رسوي. [دا] د الله له لوري سپارښتنه ده او الله پوه زغمناک دى.)) (۱۲)
تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۳﴾ دا الهي پولې دي او څوك چې د الله او رسول حکم ته یې غاړه کېدي، الله يې د جنت باغونو ته وربیايي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او همیشه ‏ به پكې وسي او دا ستره بريا ده. (۱۳)
وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ﴿۱۴﴾ او څوك چې د الله او له رسول یې سرغړونه وکړي ‏او له الهي ‏پولو واوړي (؛ نو) داسې اور ته يې ننباسي، چې همیش ‏به پكې وي او ده ته رسوا كوونكى عذاب دى. (۱۴)
وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ فَإِن شَهِدُواْ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِي الْبُيُوتِ حَتَّىَ يَتَوَفَّاهُنَّ الْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ اللّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ﴿۱۵﴾ او ستاسې له (مړوښو) ښځو، چې څوك بدلمني (زنا) کوي؛ نو له خپلو څلور تنه [نارینه مسلمانان] شاهدان پرې ونيسئ؛ نو كه شاهدي يې ورکړه، دوى [= ښځې] په (خپلو) كورونو كې وساتئ، چې مرګ يې راورسي يا الله څه لار وربرابره كړي. (۱۵)
وَاللَّذَانَ يَأْتِيَانِهَا مِنكُمْ فَآذُوهُمَا فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُواْ عَنْهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًا ﴿۱۶﴾ او له تاسې، چې (ناواده) نارينه او (پېغلې) ښځې بدلمني وكړي؛ نو و یې ځوروئ (او حد پرې جاري كړئ)؛ نو كه توبه يې وکړه او ځانونه يې سم كړل (او د خپلو تېرو په جبرانولو پسې ول)؛  نو ترې تېر شئ؛  [ځكه] الله ښه توبه قبلوونكى (او) مهربان دى. (۱۶)
إِنَّمَا التَّوْبَةُ عَلَى اللّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السُّوَءَ بِجَهَالَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُوْلَئِكَ يَتُوبُ اللّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۷﴾ الله يوازې د هغوی توبه قبلوي، چې په ناپوهۍ بدكار ترسره كړي او بيا ژر توبه وباسي؛ الله د دغسې كسانو توبه مني او الله پوه حكيم دى. (۱۷)
وَلَيْسَتِ التَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ حَتَّى إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ إِنِّي تُبْتُ الآنَ وَلاَ الَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُوْلَئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۸﴾ او د هغوی توبه نه منل كېږي، چې پرلپسې بدې چارې كوي چې کله یې یوه ته ‏مرګ راورسي وايي: ((اوس مې توبه وكړه.)) او نه د هغوى قبلېږي، چې د كفر په حال كې مړه كېږي، دوى ته مو دردناك عذاب چمتو كړى دى. (۱۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا ﴿۱۹﴾ مؤمنانو! تاسې ‏ته روا نه ده، چې ښځې په زور په مېراث کې واخلئ او دوی په دې موخه مه تنګوئ، چې د خپلو ورکړیو څیزونو یوه برخه ترې بېرته واخلئ؛ خو دا چې ښكاره بد چاري (زنا) وكړي (نو هله یې د تنګولو حق لرئ) او په ښه شان ‏ژوند ورسره وكړئ او كه له كوم (پلوه) دوی مو ښه نه ‏ايسي (؛ نو سملاسي د بېلوالي پرېکړه مه کوئ؛ ) ځكه كېداى شي ستاسې يو څه خوښ نه وي؛ خو الله پكې ډېرې ښېګڼې ايښې وي. (۱۹)
وَإِنْ أَرَدتُّمُ اسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَآتَيْتُمْ إِحْدَاهُنَّ قِنطَارًا فَلاَ تَأْخُذُواْ مِنْهُ شَيْئًا أَتَأْخُذُونَهُ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿۲۰﴾ او كه تاسې هوډ كړى وي، چې د ېوې ښځې پرځاى بله وكړئ او هغې ته مو (په مهر كې) ډېر مال وركړى وي؛  نو بېرته څه مه ترې اخلئ. ايا دهغه د بېرته ترلاسه کولو لپاره په تور تپلو او څرګندې ګناه لاس پورې کوئ؟ (چې په تور تپلو له خپل مهره تېره شي)  (۲۰)
وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۲۱﴾ او څرنګه به دا (مهر) بېرته اخلئ، سره له دې، چې په رښتیا يو له بله مو (د گډ ژوند) خوند اخستى دى! او (پردې سربېره د واده پر مهال) ښځې ‏ټينګه ژمنه درنه اخستې ده؟ (۲۱)
وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلًا ﴿۲۲﴾ او له كومو ښځو سره، چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛ واده و نه کړئ؛ خو څه چې (ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي؛  ځكه دا بدلمني، کرکجن چار او ناسمه لار ده. (۲۲)
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالاَتُكُمْ وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُم مِّنَ الرَّضَاعَةِ وَأُمَّهَاتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَائِبُكُمُ اللاَّتِي فِي حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ اللاَّتِي دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُواْ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلاَئِلُ أَبْنَائِكُمُ الَّذِينَ مِنْ أَصْلاَبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ إَلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۲۳﴾ پر تاسې حرامې شوې دي: خپلې ميندې، لوڼې، خويندې، تريندې، توړۍ، ورېرې، خورزې او ستاسې هغه رضاعي ميندې، چې تی يې دركړي وي او ستاسې رضاعي خويندې او د خپلو مېرمنو ميندې (خواښې) ‏او ستاسې د ښځو هغه لوڼې، چې ستاسې په غېږو كې پالل شوې وي (پرکټۍ). په دې شرط چې د دوی له مېندو سره تاسې کوروالی کړی وي؛ نو که کوروالی مو نه وي کړی، نو ګناه درباندې نشته (چې لوڼو سره یې واده وکړئ) او (همداراز) د خپلو اصلي زامنو مېرمنې مو، (نه زوى ويلي) او داچې پر يوه وخت دوې خويندې نکاح كړئ؛ خو چې مخكې څه شوي (؛ ځکه) چې الله لورین بښونكى دى. (۲۳)
وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ كِتَابَ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاء ذَلِكُمْ أَن تَبْتَغُواْ بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۲۴﴾ او مړوښې ښځې (هم پر تاسې حرامې دي)؛ خو هغه چې (له کافرانو سره په جګړه كې) یې مالکان شوي یاست (؛ ځكه بې مېړه اسارت يې د طلاق په حكم دى) دا احكام دي، چې الله درټاكلي دي، بې له دې (ويل شويو ښځو) نورې ښځې درته روا دي، چې په خپلو مالونو یې په پاکلمنۍ او نه زنا ترلاسه کړئ؛  نو چې تاسې له کومې ښځې سره واده وکړ او خوند مو ترې واخست، نو فرض مهر یې ورکړئ او تر مهر روسته په هغه څه کې کومه ګناه درباندې نشته چې په خپلو کې پرې راضي شئ، په رښتیا، الله (د چارو پر مصالحو) پوه(او په تشریع او تکوین کې) حکیم دی. (۲۴)
وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ فَمِن مِّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُم مِّن فَتَيَاتِكُمُ الْمُؤْمِنَاتِ وَاللّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِكُمْ بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنَاتٍ غَيْرَ مُسَافِحَاتٍ وَلاَ مُتَّخِذَاتِ أَخْدَانٍ فَإِذَا أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَاحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنَاتِ مِنَ الْعَذَابِ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ الْعَنَتَ مِنْكُمْ وَأَن تَصْبِرُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۲۵﴾ او هغوى چې له (ازادو) پاكلمنو مؤمنو ښځو سره د واده كولو وس نه لري؛  نو له هغو پاكلمنو مؤمنو وينځو سره نكاح وكړئ، چې ستاسې په لاس كې دي _ الله ستاسې د ايمان پر حال ښه خبر دى او ټول د يوه بدن غړي ياست_ د دوی د كورنيو په اجازه نكاح ورسره وكړئ او مهر په ښه شان پخپله همدوى ته وركړئ، په دې شرط چې پاكلمنې وسي؛  نه په ښكاره زنا وكړي او نه په پټه يارانې وكړي؛  نو چې كله دوى د نكاح په بندېز كې خوندي (محصنه) وي او بيا بدلمني وكړي؛  نو سزا يې د ازادو ښځو پر نيمايي ده، دا اسانتيا (له وينځو سره د واده كولو اجازه) هغو كسانو ته ده، چې وېرېږي (د جنسي غريزې له لامله) به پر تكليف شي او(په دې حال کې هم ورسره له واده كولو ډډه کول او) زغم درته غوره دی او الله لورین بښونکى دى. (۲۵)
يُرِيدُ اللّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۶﴾ او الله غواړي (په دې لارښوونو، د نېكمرغۍ لارې) درڅرګندې كړي او د پخوانيو سم دودونه دروښيي او توبه مو قبوله كړي او الله پوه حكيم دى. (۲۶)
وَاللّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَن تَمِيلُواْ مَيْلًا عَظِيمًا ﴿۲۷﴾ او الله غواړي تاسې وبښي (او له چټلیو مو پاک کړي) او هغوی چې د شهواتو لارویان دي، غواړي چې له څېرمې مو بېلاري کړي‏. (۲۷)
يُرِيدُ اللّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ وَخُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا ﴿۲۸﴾ الله غواړي (له وينځو سره د واده د احكامو او ددې په څېر) چارې درباندې سپكې كړي او انسان خو ضعيف (او كمزورى) شته شوى (او د غريزو د توپان په مقابل کې يې مقاومت لږ) دى. (۲۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴿۲۹﴾ مؤمنانو! يو د بل مالونه په باطلو (او نامشروعو لارو) مه خورئ؛ خو داچې راكړه وركړه ستاسې په خوښه ترسره شي او خپل ځانونه مه وژنئ؛ [ځکه] الله درباندې پېرزو کوونکى دى. (۲۹)
وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾ او چې څوك په سرغړاندۍ او تېري دا كار وكړي؛  نو ژر به يې اور ته ورننباسو، چې دا چار الله ته اسان دى. (۳۰)
إِن تَجْتَنِبُواْ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ که تاسې له سترو سترو منع شویو ګناهونو ډډه وکړئ (؛ نو) کوچني ګناهونه مو څنډوو او عزتمن ځای ته مو ورننباسو. (۳۱)
وَلاَ تَتَمَنَّوْاْ مَا فَضَّلَ اللّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۳۲﴾ او تاسې د هغه څيز ارمان مه کوئ، چې (له لامله يې) الله له تاسې ځينې پر ځينو نورو غوره كړي دي (دا طبيعي او حقوقي توپېرونه د ژوند د نظام د ساتنې او د عدالت له مخې دي؛ خو په دې شان) نارينه وو ته یې برخه له كړنو سره سمه او ښځو ته یې برخه (هم) له كړنو سره سمه ده (او نه ښايي د يوه حقوق هم ولتاړل شي) او (د تنګلاسيو د لرې كولو لپاره) له الله د ده فضل (رحمت او بركت) وغواړئ، چې الله په هر څه پوه دى. (۳۲)
وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِيَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَالَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَانُكُمْ فَآتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿۳۳﴾ او موږ هر چاته وارثان ټاكلي، چې د موروپلار او خپلوانو له ميراثه ميراث يوسي او (هم) موږ چې له چا سره ژمنه كړې، له مېراثه یې برخه وركړئ؛  [ځکه] الله پر هر څه شاهد او څارونكى دى. (۳۳)
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللّهُ وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا ﴿۳۴﴾ نارينه پر ښځو برلاس پالندويان دي؛ ځكه الله (د ټولنيز نظام له پلوه) ځينو ته پر ځينو نورو لوړتيا وركړې ده او (هم) په دې پار چې (د ښځو په باب) له خپلو مالونو لګښت كوي؛ نو نېكې ښځې حكم منونكى دي او (د خپل مېړه) په غياب كې یې د خوالو او حقوقو ساتونكي دي؛  ځكه الله پرې د مړونو حقوق ايښي دي او چې د كومو ښځو له سرغړونې او مخالفته ډارېږئ؛  نو نصيحت ورته وكړئ (او كه اغېزمن نشو) د خوب ځايونه ترې بېل كړئ او (كه د خپلو دندو د سرته رسولو لپاره بې له سختۍ پر بله لار نه اړ ايستل كېږي؛  نو رو او د تاديب په نيت يې) ووهئ او كه غاړه يې كېښووله؛  نو د تېري لپاره پلمې ورته مه جوړوئ (پوه شئ) چې الله د لوړ مقام (څښتن) او ستر دى (او پر ټولو ځواكونو لاسبرى دى). (۳۴)
وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُواْ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحًا يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ﴿۳۵﴾ او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ (چې دا شخړه هواره كړي) كه دواړه (مېړه او مېرمن) د روغې جوړې هوډ لري؛ نو الله به يې جوړ كړي؛  ځكه الله د ټولو له نيتونو باخبر پوه دى. (۳۵)
وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا ﴿۳۶﴾ او تاسې الله ولمانځـئ او هېڅ څیز ورسره مه شريكوئ او له مور و پلار سره ښېګڼه وكړئ، همداراز له خپلوانو، پلارمړیو، ‏مسكينانو او له نژدې ګاونډيانو، ‏لرې ګاونډيو، څنګ ملګري، مسافر‏او له خپلو وينځو او مريانو سره نېكي وكړئ؛ ځكه الله ویاړن كبرجن (چې د نورو د حقوقو له وركړې سرغړونه کوي) نه خوښوي. (۳۶)
الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۳۷﴾ هغو كسانو ته چې کنجوسي كوي او خلك هم شومتیا ته وربولي او هغه څه پټوي، چې الله له خپلې لورنې وركړي، (دا عمل يې له كفره راولاړ شوى) او كفارو ته مو سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى. (۳۷)
وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَن يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاء قِرِينًا ﴿۳۸﴾ او [بل] هغوى چې خپل مالونه خلكو ته د ښودانې لپاره لگوي او پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري (؛ ځكه شيطان يې ملګرى دى) او د چا چې شيطان ملګرى وي؛ نو څه بد ملګرى دى. (۳۸)
وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ آمَنُواْ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَنفَقُواْ مِمَّا رَزَقَهُمُ اللّهُ وَكَانَ اللّهُ بِهِم عَلِيمًا ﴿۳۹﴾ او پر دوی څه كېدل كه پر الله او د آخرت پر ورځ یې ايمان راوړى واى او څه چې الله وركړي دي له دې یې (په اخلاص نه ځانښودنې) لګولي واى؟! او الله یې (په نيت او كړنو) ښه خبر دى. (۳۹)
إِنَّ اللّهَ لاَ يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَاعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۴۰﴾ په رښتیا الله (ان) د يوې ذرې هومره ظلم نه کوي او كه كار نېك وي (او څوک یې وکړي)؛ نو دوه ګرايه یې بدله وركوي ‏او له خپل لوري ستر ثواب (هم) وركوي. (۴۰)
فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاء شَهِيدًا ﴿۴۱﴾ نو پر هغه ورځ به د دوی ‏څه حال وي، چې موږ له هر امته (پر كړنو یې) يو شاهد راولو او تا پر دوى شاهد كړو؟! (۴۱)
يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَعَصَوُاْ الرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّى بِهِمُ الأَرْضُ وَلاَ يَكْتُمُونَ اللّهَ حَدِيثًا ﴿۴۲﴾ پر هغه ورځ به هغوى چې كافران شوي او د (الهي) استازي له لارښوونو یې سرغړنه کړې، ارمان وكړي، چې كاش له خاورو سره خاورې (او بيخي له منځه تللي او هېر) شوي واى او (له ټولو گواهانو سره سره) دوی له الله هېڅ خبره نشي پټولاى. (۴۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَقْرَبُواْ الصَّلاَةَ وَأَنتُمْ سُكَارَى حَتَّىَ تَعْلَمُواْ مَا تَقُولُونَ وَلاَ جُنُبًا إِلاَّ عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّىَ تَغْتَسِلُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿۴۳﴾ مؤمنانو! د نېشې (مستۍ) په حال كې لمانځه ته مه ورنژدې كېږئ، چې پوه شئ څه وايئ او (همداراز) د جنابت په حال كې هم (لمونځ مه كوئ) چې لمبلي مو نه وي؛ خو داچې مسافر ياست او كه رنځوران وئ يا په سفركې وئ يا څوك له ((اودسماتي)) راستون شي، يا له ښځو سره كوروالى وكړئ او اوبه و نه مومئ (چې غسل يا اودس پرې وكړئ)؛ نو له پاكې او زړه پورې خاورې كار واخلئ (داسې چې د دواړو لاسونو ورغوي پر خاورو ووهئ، بیا) خپل مخونه او لاسونه [پرې] مسح كړئ، په رښتيا الله له نرمۍ كار اخستونى (او) بښونى دى. (۴۳)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يَشْتَرُونَ الضَّلاَلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّواْ السَّبِيلَ ﴿۴۴﴾ ایا تا هغوی نه دي ليدلي، چې (د الله) د كتاب څه برخه وركړه شوې وه؟ (ددې پرځاى، چې د ځان او د نورو د لارښوونې لپاره يې وكاروي، ځان ته هم) بېلاري پېري او غواړي تاسې هم بېلارې شئ. (۴۴)
وَاللّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَائِكُمْ وَكَفَى بِاللّهِ وَلِيًّا وَكَفَى بِاللّهِ نَصِيرًا ﴿۴۵﴾ او الله [تر تاسې] ستاسې دښمنان ښه پېژني (خو دوى زيان نه دررسوي) او بس دى، چې الله مو پالندوى وي او بس دى، چې الله مو مرستندوى وي. (۴۵)
مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيًّا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۴۶﴾ ځينې يهود كلمې له خپلو ځايونو اړوي او [ددې پرځاى چې ووايي: ((وا مو ورېدل او ومو منل((]وايي: ((وا مو ورېدل او و مو نه منل)) او (همداراز وايي:) واوره (چې كاش) كوڼ شې! او (په ملنډو وايي) راعنا [= موږ تحميق كړه.] چې په دې خبرو خپلې ژبې تاووي (او حقايق اړوي) او د خداى په دين كې ((خو)) ګانې پېدا كوي؛  خو كه دوى (د دې ځېلونو پر ځاى) ويلاى: ” وا مو ورېدل او و مو منل او زموږ خبرې واوره او موږ ته مهلت راكړه (چې پر حقايقو پوه شو) “؛  نو ورته غوره وه او له واقعيت سره يې اړخ لګاوه؛  خو الله دوى د خپل كفر له لامله له خپل رحمته لرې كړل؛  نو له همدې لامله ډېر لږ شمېر يې ايمان راوړي. (۴۶)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولًا ﴿۴۷﴾ ای هغو کسانو چې (د الله) كتاب دركړ شوى! څه چې موږ (پرخپل پېغمبر) نازل كړي، له تاسې سره د شته کتاب (تورات – انجیل) تصدیقوونکی دی (؛ نو) ايمان پرې راوړئ، مخكې تردې، چې ځینې مخونه هوار او مخ پر څټ وګرځوو، يا يې ورټو؛ لكه چې ((اصحاب سبت یا شنبه وال))[=د بني اسراييلو يوه ګناهګاره ډله] مو ورټل او [پوه شئ] چې د الله حكم كېدونى دى. (۴۷)
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا ﴿۴۸﴾ بېشکه الله شرك نه بښي او بې له دې، چې څومره ګناوې دي؛ نو چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وربښي يې او چې څوك له الله سره شرك وکړي؛ نو په حقيقت کې ستره ګناه يې كړې ده. (۴۸)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمْ بَلِ اللّهُ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۴۹﴾ ايا ته هغوى نه وینې، چې ځانونه نېک او پاک بولي (او ځانونه ستايي)؟! (دا ځان ستاېنې بې ارزښته دي)؛  بلكې دا الله دى، چې چا ته يې خوښه شي (له عيبونو) يې پاكوي او د ناڅیزه ذرې هومره ظلم به پرې ونشي. (۴۹)
انظُرْ كَيفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الكَذِبَ وَكَفَى بِهِ إِثْمًا مُّبِينًا ﴿۵۰﴾ وګوره، چې دوی څرنګه پر الله دروغ تړي! او (سزا ته) يې همدا بربنډه ګناه بس ده. (۵۰)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلًا ﴿۵۱﴾ ايا ته هغوى نه وینې، چې (د الله) د كتاب څه برخه وركړه شوې (؛  خو بيا هم) پر ((جبت)) او ((طاغوت)) [= بوت او بوت لمانځو] ايمان لري او د كافرانو په باب وايي: ((تر مؤمنانو خو د همدوى لار زياته سمه ده))؟! (۵۱)
أُوْلَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللّهُ وَمَن يَلْعَنِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيرًا ﴿۵۲﴾ دوى هماغوی دي چې الله له خپل رحمته لرې كړي دي او څوك چې الله له خپل رحمته لرې كړي؛ نو هېڅ مرستندوى به ورته و نه مومې. (۵۲)
أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَإِذًا لاَّ يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيرًا ﴿۵۳﴾ ايا دوى [= يهود] په واكمنۍ كې برخوال دي (چې وغواړي دغسې قضاوت وكړي)؟! كه داسې واى؛  نو (ټول څيزونه يې په خپله ولکه كې نيول او) خلكو ته یې خسکی هم نه ورکاوه. (۵۳)
أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَآ آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكًا عَظِيمًا ﴿۵۴﴾ او يا دوى پر (مسلمانو) خلكو ځكه كينه كوي، چې الله خپله لورنه پرې کړې؟؛ نو په يقين موږ خو آل ابراهيم (چې يهود له همدې ټبره دي) ته (هم) اسماني كتاب او حكمت وركړ او دوى ته مو ستره واكمني وركړه. (۵۴)
فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ وَكَفَى بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا ﴿۵۵﴾ خو له دوى ځينو ايمان پرې راووړ او ځينو مخ ترې واړو، چې ځوښنده دوزخ (ورته) بس دى! (۵۵)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۵۶﴾ په رښتیا هغوى چې زموږ پر آيتونو كافران شول؛ ډېر ژر به يې اور ته ورننباسو (او سوځوو یې) چې (هلته یې) د بدن پوټکی وریت (او وسوځول) شي؛ نو پر ځاى به يې نورپوټکي وركړو، چې (الهي) عذاب وڅكي، په رښتيا الله ناماتى حكيم دى (او د حساب له مخې سزا وركوي). (۵۶)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلاًّ ظَلِيلًا ﴿۵۷﴾ او نېکان مومنان ژر داسې جنتونو ته ورننباسو، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې وي او ورته به سپېڅلې جوړې وي او په ګڼو او پخو سيورو كې به يې هستوګن کړو. (۵۷)
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۵۸﴾ په رښتيا الله تاسې ته امر كوي، چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ او چې كله د خلكو ترمنځ منځګړتوب كوئ؛ نو په عدالت يې وكړئ، په حقيقت کې الله درته په ښه چار نصيحت كوي، په رښتيا الله اورېدونکى ليدونکى دى (چې د خپل پراخ علم په مټ غږونه اورې او چارې ویني). (۵۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿۵۹﴾ مؤمنانو! له الله. استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كوم [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛  نو د منځګړتوب لپاره د) الله [کتاب] او (د) رسول [سنتو] ته مخه كړئ، كه (په رښتيا) پر الله او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ. دا (كار) غوره او ښه پايله لري.(۵۹)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۶۰﴾ ايا هغوى نه وینې، چې ګومان كوي، دوى پر څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې نازل شوي، ايمان لري خو د پرېكړې لپاره سرغړاندو واكمنو ته ورځي؟! سره له دې، چې حکم ورته شوى و، چې د طاغوت له لاروئ ډډه وکړئ او شيطان د دوی د سختې بېلارۍ په لټه کې دی. (۶۰)
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا ﴿۶۱﴾ او چې دوی ته وويل شي: (((د قضاوت لپاره) د هغه څه لوري ته راشئ چې الله نازل كړي او د پېغمبر لوري ته ورمخه کړئ)) (؛ نو) منافقين وینې، چې بيخي مخ درنه اړوي. (۶۱)
فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآؤُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ إِحْسَانًا وَتَوْفِيقًا ﴿۶۲﴾ نو څرنګه به وي، چې دوی د خپلو مخکېنیو كړنو له لاسه پر کړاو اخته او بيا تا ته درشي او پر الله قسمونه يادوي، چې (نورو ته د قضاوت ورتلو لپاره) مطلب مو يوازې ښېګڼه او (د دواړو اړخونو ترمنځ) جوړجاړي كول وو. (۶۲)
أُولَئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلًا بَلِيغًا ﴿۶۳﴾ دوى هغه کسان دي، چې الله پوهېږي، په زړونو كې يې څه دي؛ نو مخ ترې واړوه او نصيحت ورته وكړه، او داسې خبرې وکړه چې اغېز پرې وكړي(او د خپلو كړنو پايلې يې تر غوږونو ورتېرې كړه.) (۶۳)
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا ﴿۶۴﴾ او موږ هر استازى یوازې ددې لپاره لېږلی، چې په الهي توفیق او حکم یې لاروي وشي او كه دوی هغه وخت درغلي وای چې پر خپلو ځانونو یې ظلم کړی و او له الله يې بښنه غوښتې واى او پېغمبر هم بښنه ورته غوښتې واى (؛ نو) بېشکه دوی الله مهربان توبه قبلوونكى مونده. (۶۴)
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا ﴿۶۵﴾ خو داسې نه ده، ستا پر پالونكي قسم، چې دوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي، چې تا د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته پرېکړه کوونكى نه کړي او بيا ستا د پرېکړو په اړه ځانونه تنګ زړي او خپه و نه مومي او پوره غاړه ورته كېدي. (۶۵)
وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُواْ مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا ﴿۶۶﴾ او كه موږ دوی ته (د ځينو پخوانيو امتونو په څېر) حكم كړى واى چې: ((يو بل ووژنئ.)) او يا ((له خپلو كورونو او سيمې ووځئ))؛ نو ډېرو لږو به یې دا کار كړى و او كه ورته کېدوني نصيحتونه يې عملي كړي واى، دوی ته ډېره غوره وه او د (ايمان) په ټینګېدو کې يې اغېزمن و‏. (۶۶)
وَإِذًا لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّا أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۶۷﴾ او چې دوی داسې كولاى؛  نو موږ به هرومرو له خپل لوري ستر اجر وركړى واى. (۶۷)
وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۶۸﴾ او موږ به هرومرو دوی ته سمه لار ورښوولې واى (۶۸)
وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا ﴿۶۹﴾ او څوك چې د الله او استازي اطاعت وكړي؛ نو (د قيامت پر ورځ به) د هغو خلكو ملګرى وي، چې الله پرې نعمت لورولى دى (؛ يعنې) له پېغمبرانو، رښتينو، شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او دوى ښه ملګري دي. (۶۹)
ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ عَلِيمًا ﴿۷۰﴾ دا پېرزوينه د الله له لوري ده او بس دى، چې الله (د بندګانو له حال، نيتونو او كړنو) خبر دى. (۷۰)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ فَانفِرُواْ ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُواْ جَمِيعًا ﴿۷۱﴾ مؤمنانو! (د دښمن په مقابل کې) چمتو وسئ او (د زماني او مكاني شرايطو له مخې) ډلې ډلې يا ټول له مخې راووځئ. (۷۱)
وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًا ﴿۷۲﴾ او په تاسې كې ځينې (منافقين) شته، چې (هم پخپله زړه نا زړه دي او هم) نور ټکنيتوب ته راكاږي؛ كه كوم مصيبت درورسي؛ نو وايي: ((په رښتيا الله راباندې ولورېد، چې له دوى (مجاهدينو) سره (په جهاد كې) حاضر نه وم.)) (۷۲)
وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ الله لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُن بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۳﴾ او كه تاسې ته د الله له لوري څه لورنه (او غنيمت) درورسي، په یقین وايي: ((کاش زه هم ورسره واى او ستره ګټه مې ترلاسه کړې واى!)) لکه چې ستاسې او د ده ترمنځ بيخي څه دوستي نه وه. (۷۳)
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۷۴﴾ نو هغوی چې دنيوي ژوند پر اخروي ژوند پلوري، بايد د الله په لار كې وجنګېږي او څوك چې د الله په لار كې وجنګېږي او ووژل (او شهيد) شي يا بريمن شي؛  نو ژر به ستر اجر وركړو. (۷۴)
وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا ﴿۷۵﴾ او تاسې ولې د الله په لار كې او د هغو نارينه وو او ښځو او ماشومانو(د ژغورنې لپاره) نه جنګېږئ، چې (د ظالمانو له لاسه) بېوسې او كمزوري شوي دي؟! همدا ظلم ځپلي وايي: ((پالونكيه! موږ له هغه ښاره (مكې) وباسه، چې وسېدونكي يې ظالمان دي او موږ ته له خپلې لوري پالندوى (او مشر) وګوماره او له خپل لوري راته مرستندوى وټاکه. (۷۵)
الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا ﴿۷۶﴾ مؤمنين د الله په لار كې جنګېږي او كافران د طاغوت [= بوت او سرغړاندو] په لار كې جنګېږي؛  هو! د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ (او مه ترې ډارېږئ؛  ځكه) چې د شيطان چل او دسيسه (يې د قدرت په څېر) كمزورې ده.(۷۶)
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْيَةِ اللّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُواْ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا الْقِتَالَ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَاعُ الدَّنْيَا قَلِيلٌ وَالآخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ اتَّقَى وَلاَ تُظْلَمُونَ فَتِيلًا ﴿۷۷﴾ ايا ته هغوی نه وینې، چې (په مكه كې) ورته وويل شول: (( (اوس) له جهاده لاس واخلئ او لمونځ وكړئ او زكات وركړئ)) (؛  خو له دې حكمه خپه ول)؛  خو چې (په مدينه كې) د جهاد حكم ورته وشو؛ نو يو شمېر يې له خلكو [د مکې له مشرکانو] داسې وېرېدل؛  لكه له الله چې وېرېږي؛  بلكې لا ډېر او[ په زړه کې] يې ويل: ((پالونكيه! ولې دې پر موږ جهاد فرض كړى دى؟ ولې دې دا حكم تر يوه وخته ونه ځنډاوه؟)) ورته ووايه: ((د دنيوي ژوند پانګه ناڅيزه ده او اخرت پرهېزګار انسان ته غوره دى او پر تاسي به د بڅري هومره ظلم هم ونشي. (۷۷)
أَيْنَمَا تَكُونُواْ يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِي بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِ اللّهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُواْ هَذِهِ مِنْ عِندِكَ قُلْ كُلًّ مِّنْ عِندِ اللّهِ فَمَا لِهَؤُلاء الْقَوْمِ لاَ يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا ﴿۷۸﴾ چېرې چې ياست، مرګ مو مومي، كه په څومره ټينګو كلاګانو كې هم ياست او كه دوى [= منافقينو] ته څه ګټه (او بريا) ورسي (؛  نو) وايي: ((دا د الله له لوري ده)) او كه څه زيان (او ماتې) وراوړي (؛  نو) وايي: ((دا ستا له لاسه دي)). ورته ووايه: ((دا هرڅه د الله له لوري دي))؛  نو (اخر) پر دې قوم څه شوي، چې نه غواړي ځان په خبره (ژور) پوه كړي؟! (۷۸)
مَّا أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّهِ وَمَا أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ وَأَرْسَلْنَاكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا ﴿۷۹﴾ (هو انسانه!) هر خير، چې تا ته دررسي (؛ نو) د الله له لوري دى او هر شر، چې تا ته دررسي (؛ نو) دا ستا (د خپلو كړنو له لامله) دی او (پېغمبره!) موږ ته خلكو ته یو استازی ورلېږلى يې او (په دې باب) د الله شاهدي بس ده. (۷۹)
مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ﴿۸۰﴾ چا چې د استازي اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې یې د الله اطاعت كړى او چا چې ترې مخ واړاوه؛ نو [پوه شه] ته موږ (همېشه) څارونکی ورلېږلى نه یې (او په اړه يې پازوال نه يې) (۸۰)
وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُواْ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ الَّذِي تَقُولُ وَاللّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا ﴿۸۱﴾ دوى (ستا په مخ كې) وايي: ((اطاعت)) (كوو)؛  خو چې ستا له څنګه ووځي؛  نو يو شمېر يې د شپې په پټه راټولېږي او ستا د خبرو پر خلاف غونډې جوړوي؛  څه چې په دې غونډو كې ويل كېږي، الله يې ليكي، ته يې پروا مه کوه (او له دسېسو يې مه وېرېږه) او پر الله توكل وكړه او د الله کارسازي بسيا ده. (۸۱)
أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا ﴿۸۲﴾ ولې داوی د قرآن په (ماناوو) کې اندنه نه کوي؟ كه دا له ((الله)) پرته د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو يې پكې ډېر اختلافات موندل. (۸۲)
وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لاَتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۸۳﴾ او چې كله دوی ته د ډاډ يا ډار خبر راشي؛ (بې څېړنې) يې خوروي؛ خو که دا (تر خورولو مخکې) استازي او خپلو چارواکیو ته – چې د تشخيص پوره قدرت لري- ورسوي؛  نو د مسايلو له تله به خبر شي او كه پر تاسې د الله فضل او رحمت نه واى؛  نو بې له لږ شمېره نور ټول په شيطان پسې تلئ (او بېلارې كېدئ). (۸۳)
فَقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ لاَ تُكَلَّفُ إِلاَّ نَفْسَكَ وَحَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَسَى اللّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَاللّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا ﴿۸۴﴾ نو (اى پېغمبره) د الله په لار كې وجنګېږه، يوازې د خپل ځان مكلفيت در پرغاړه دى او مؤمنان (دې كار ته) وهڅوه، هيله ده الله د كافرانو زور اوبه كړي (ان كه ته يوازې د جګړې ډګر ته ولاړ شې) او د الله زور ډېر زيات دى او سزا يې ډېره سخته ده. (۸۴)
مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا ﴿۸۵﴾ څوك چې د نېك كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته اوسپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او څوك چې د بد كار شفاعت [= هڅونه؛ مرسته او سپارښتنه] وكړي، له هماغې به برخه ومومي او الله پر هر څه څارونکى او حسابګر دى. (۸۵)
وَإِذَا حُيِّيْتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّواْ بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا ﴿۸۶﴾ او چې څوك پر تاسې تحيت (درود) ووايي (سلام واچوي)؛ نو په غوره توګه ځواب وركړئ يا (لږ تر لږه) په هماغه شان ځواب وركړئ، چې الله د هر څيز حسابګر دى. (۸۶)
اللّهُ لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لاَ رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ حَدِيثًا ﴿۸۷﴾ الله هماغه دی، چې بې له ده معبود نشته او هرو مرو به تاسې د قيامت پر ورځ، چې شك پكې نشته راغونډ کړي او تر الله څوك په خبره كې ډېر رښتين دى؟! (۸۷)
فَمَا لَكُمْ فِي الْمُنَافِقِينَ فِئَتَيْنِ وَاللّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُواْ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُواْ مَنْ أَضَلَّ اللّهُ وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا ﴿۸۸﴾ نو تاسې ولې له منافقانو سره د (چلن) په باب دوې ډلې شوي ياست؟!(ځينې ورسره د جنګ كولو او ځينې د نه کولو پلیوني ياست)؛ خو الله د دوی ‏د كړنو له لامله د دوی (افكار) بیخي اړولي دي (؛ نو) ايا تاسې هغه چا ته سمه لار ورښيئ، چې الله (په خپلو ناوړه كړنو) بېلارې كړی دی؟! خو څوك چې الله بېلارې كړي؛  نو ته به (د لارښوونې) كومه لار ورته و نه مومې. (۸۸)
وَدُّواْ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُواْ فَتَكُونُونَ سَوَاء فَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ أَوْلِيَاء حَتَّىَ يُهَاجِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَإِن تَوَلَّوْاْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتَّمُوهُمْ وَلاَ تَتَّخِذُواْ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا ﴿۸۹﴾  (منافقان) خوشحالېږي، چې تاسې هم د دوی په څېر كافران او په پایله کې يو شان شئ؛ نو ځكه دوستان ترې مه نيسئ؛  خو دا چې (توبه وباسي او) د الله په لار كې هجرت وكړي؛  نو كه له دې كاره يې سر غړونه وکړه (او ستاسې پر ضد فعاليتونو ته يې دوام وركړ)؛  نو چېرې چې دوی ومومئ، و يې نيسئ او (كه خطر ترې احساسوئ) و يې وژنئ او هېڅوک يې خپل ملګرى او مرستندوى ونه ګڼئ. (۸۹)
إِلاَّ الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىَ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَآؤُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُواْ قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْاْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا ﴿۹۰﴾ خو هغوى چې ستاسې له همژمني قوم سره يوځاى شي (او امان وروړي) يا پخپله درشي او له تاسې يا له خپل قوم سره له جګړې بېوسې شوي دي (نه له تاسې سره جنګېږي او نه له خپل قوم سره د مبارزې وس لري) او كه الله غوښتاى، چې دوی درباندې لاسبري کړي؛  نو درسره جنګېدل؛  نو كه څنګ درنه وكړي او درسره و نه جنګېدل (؛ بلكې) د سولې وړاندېز يې وكړ؛  نو الله د دوی پر ضد کوم دلیل درکړی نه دی (چې ورسره وجنګېږئ). (۹۰)
سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُواْ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُواْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوَاْ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثِقِفْتُمُوهُمْ وَأُوْلَئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿۹۱﴾ ډېر ژر به تاسې يوه بله ډله مومئ، چې غواړي هم له تاسې او هم له خپل قومه بې غمه ووسي (چې مشركان دي او ستاسې په مخ كې د ايمان ادعا كوي؛  خو) دوى، چې هر وخت فتنې (او بوت لمانځې) ته وبلل شي؛  نو ورګرځي؛  نو كه دوی له تاسې څنګ و نه کړ او د سولې وړانديز درته ونکړي او [له جګړې] لاس وانخلي؛  نو چې په هر ځاى كې مو وموندل، و يې نيسئ او (يا) يې ووژنئ او موږ له دې ډلې سره د مبارزې لپاره ستاسې لاس ازاد پرېښـى دى. (۹۱)
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلاَّ خَطَئًا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ إِلاَّ أَن يَصَّدَّقُواْ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مْؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِّيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةً فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۹۲﴾ او هېڅ مؤمن ته روا نه ده، چې بل مؤمن ووژني؛  خو دا چې تېروځي (او په عين حال كې) څوك چې مؤمن په تېر کې ووژني؛  نو يو مؤمن مريى دې ازاد كړي او كورنۍ ته دې يې د وينې بيه وركړي؛  خو دا چې ویې بښي او كه وژل شوى ستاسې له دښمن قوم (كافر) څخه و؛  خو مؤمن و؛  نو (يوازې) يو مؤمن مريى دې ازاد كړي (او د وينې د بيې وركول اړين نه دي) او كه له درسره له همژمني قومه و؛  نو بايد كورنۍ ته يې د وينې بيه وركړئ او (هم) يو مؤمن مريى ازاد كړئ او كه څوك مريى نشي ازادولاى؛  نو پرله پسې دې دوې مياشتې روژه ونيسي. دا (يو ډول تخفيف او) الهي توبه ده او الله پوه حكيم دى. (۹۲)
وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا ﴿۹۳﴾ او څوك چې مؤمن په لوى لاس ووژني؛  نو سزا يې دوزخ دى، چې تل به پكې وي، او الله غضب پرې کړی او رټلی يې دی او ستر عذاب يې ورچمتو كړى دى. (۹۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُواْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۹۴﴾ مؤمنانو! چې كله د الله په لار كې سفر كوئ (او جهاد ته ځئ)؛  نو سمه پلټنه وكړئ او ددې لپاره، چې د دنيا ناپايښته پانګه (او غنیمتونه) ترلاسه كړئ؛  نو څوك چې د سولې او اسلام اظهار وكړي، ورته مه وياست: ((چې مؤمن نه يي))؛  ځكه كه د دنيا ګټه غواړئ؛  نو له الله سره (تاسې لپاره) ډېر پرېمانه غنيمتونه دي، تاسې (هم) مخكې همداسې وئ؛  خو بيا الله پر تاسې ولورېد (او پر سمه لار شوئ)؛  نو (د دې ستر نعمت په شكرانه كې سمه) څېړنه وكړئ، په رښتيا څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى. (۹۴)
لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۹۵﴾ (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د الله په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو (جهاد کړى)، الله پر كورناستيو (= چې جهاد يې پرېښى دى) د هغو مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او الله له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه كړې ده؛  خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي. (۹۵)
دَرَجَاتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۹۶﴾ (دوی ته) د الله له لوري (مهمې) درجې دي او بښنه او رحمت (يې ور پر برخه دى) او (كه ښويېدنې يې درلودې؛  نو) الله لورین ډېر بښونكى دى. (۹۶)
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا ﴿۹۷﴾ په رښتینه کې هغوى چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى و (د روح قبضولو) پرښتو د ساه اخستو پر مهال ورته وويل: ((په څه حال كې وئ؟)) (او سره له دې، چې مسلمانان وئ؛  خو د كفارو په ليكه كې وئ)؟ ځواب یې وركړ: ((موږ په خپله سيمه كې تر زور زياتي لاندې او كمزوري وو.)) هغوى [= پرښتو] وويل: ((ايا د الله ځمكه پراخه نه وه، چې هجرت مو پکې كړى واى؟!)) (څه عذر یې نه درلود)؛  نو هستوګنځى يې دوزخ دى، چې د ورتلو ناكاره ځاى دى. (۹۷)
إِلاَّ الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ لاَ يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلاَ يَهْتَدُونَ سَبِيلًا ﴿۹۸﴾ خو هغه شمېر نارينه، ښځې او ماشومان، چې په رښتيا بېوسې دي، نه چاره او وزله لري او نه (له ككړ چاپېرياله) د وتو لار؛ (۹۸)
فَأُوْلَئِكَ عَسَى اللّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ اللّهُ عَفُوًّا غَفُورًا ﴿۹۹﴾ نو ښايي الله له دوی تېر شي او الله لورین تېرېدونى دى. (۹۹)
وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۰۰﴾ او څوك چې د الله په لار كې هجرت وكړي؛  نو پر ځمكه به [د امن] ډېر ځایونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپل كوره د الله او د ده د استازي لوري ته د هجرت په تکل ووځي، بيا یې مرګ راورسي؛  نو په یقین اجر يې پر الله دى او الله لورین بښونكى دى. (۱۰۰)
وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُواْ مِنَ الصَّلاَةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُواْ إِنَّ الْكَافِرِينَ كَانُواْ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا ﴿۱۰۱﴾ او چې تاسې سفر كوئ (؛ نو) كه وېرېږئ، چې كافران به زيان در ورسوي (؛ نو) څه باك نشته، چې لمونځ رالنډ كړئ؛  ځكه كافران ستاسې ښكاره دښمنان دي (۱۰۱)
وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً وَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَى أَن تَضَعُواْ أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُواْ حِذْرَكُمْ إِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۱۰۲﴾ او (پېغمبره!) که ته له دوی سره وې او (د جګړې یا وېرې پر وخت) دوی ته لمونځ ورکوئ؛  نو د دوی یوه ډله دې له تاسره لمانځه ته ودرېږي او خپلې وسلې دې واخلي او چې سجده یې وکړه (نو لمونځ دې بېل پای ته ورسوي) نو له تا دې تر شا شي او بله ډله چې لمونځ یې نه دی کړی راشي او له تا سره دې لمونځ وکړي او خپل احتیاطي تدابیر دې ونیسي او په وسله دې سمبال وي (؛ ځكه) كافران په څار كې دي، چې كه تاسې له خپلو وسلو او تجهيزاتو غافل شئ؛  نو په یو وارې به برید درباندې وكړي كه له بارانه ځورېدئ او يا ناروغ (او ټپي) ياست؛  نو څه ګناه درباندې نشته چې خپله وسله کېدئ؛ خو دفاعي وسايل (لكه زغره) دې درسره وي، الله كافرانو ته سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى. (۱۰۲)
فَإِذَا قَضَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَاذْكُرُواْ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِكُمْ فَإِذَا اطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا ﴿۱۰۳﴾ نو چې لمونځ مو وكړ؛  نو په ولاړه، ناسته او په اړخونو (ملاستې) الله ياد كړئ او چې ډاډه شوئ (او ډار له منځه ولاړ؛  نو) لمونځ (په عادي ډول) وكړئ (؛ ځكه) لمونځ پر مؤمنانو په ټاكليو وختونو كې فرض شوى دى. (۱۰۳)
وَلاَ تَهِنُواْ فِي ابْتِغَاء الْقَوْمِ إِن تَكُونُواْ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمونَ وَتَرْجُونَ مِنَ اللّهِ مَا لاَ يَرْجُونَ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۰۴﴾ او (هېڅكله) د دښمن په لټه او څارلو كې لټي او سستي مه کوئ (؛  ځكه) كه تاسې رنځ او كړاو ګالئ؛  نو دوى هم په څېر مو كړاو ګالي؛  خو په دې توپیر چې تاسې د الله لورنې ته هيلمن ياست، چې دوى نه دي او الله پوه حكيم دى. (۱۰۴)
إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا ﴿۱۰۵﴾   په رښتینه کې موږ تا ته دا پر حقیقت ولاړ كتاب درنازل كړ چې د الله د درښوولي حکم له مخې د خلكو ترمنځ قضاوت وكړې او د خائنانو په ګټه (د بېګناهو) دښمنېږه مه. (۱۰۵)
وَاسْتَغْفِرِ اللّهَ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۰۶﴾ او له الله بښنه وغواړه؛  (ځکه) چې الله لورین بښونكى دى. (۱۰۶)
وَلاَ تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا ﴿۱۰۷﴾ او له هغوی دفاع مه کوه، چې له ځان سره خیانت کوي؛ (ځكه) الله خاين ګناهګار نه خوښوي. (۱۰۷)
يَسْتَخْفُونَ مِنَ النَّاسِ وَلاَ يَسْتَخْفُونَ مِنَ اللّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لاَ يَرْضَى مِنَ الْقَوْلِ وَكَانَ اللّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا ﴿۱۰۸﴾ (خاينان خپل ناوړه كړه وړه) له خلكو پټوي؛ خو له الله يې پټولاى نشي او چې دوی په شپنيو غونډو كې [د الله] د خوښې پر خلاف خبرې كولې، الله ورسره و او څه چې دوی كوي، (د) الله (علم) یې رانغاړونکی دی. (۱۰۸)
هَاأَنتُمْ هَؤُلاء جَادَلْتُمْ عَنْهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَمَن يُجَادِلُ اللّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا ﴿۱۰۹﴾ هو! دا تاسې ياست، چې په دې دنيا كې د دوی ‏دفاع كوئ؛ خو څوك به یې د قيامت پر ورځ د الله په مقابل کې ‏دفاع وكړي؟! او يا څوك به يې ملاتړ ‏وي؟! (۱۰۹)
وَمَن يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللّهَ يَجِدِ اللّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۱۰﴾ او څوك چې بد (كار) يا پر ځان تېرى وكړي، بيا له الله بښنه وغواړي؛  نو الله به لورین بښونكى ومومي. (۱۱۰)
وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُ عَلَى نَفْسِهِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۱۱﴾ او چا چې ګناه وكړه؛ نو د ځان پر زيان يې كړې ده او الله پوه حكيم دى. (۱۱۱)
وَمَن يَكْسِبْ خَطِيئَةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِ بَرِيئًا فَقَدِ احْتَمَلَ بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿۱۱۲﴾ او چا چې خطا يا ګناه وكړه، بيا كوم بې ګناه پرې تورن كړي؛ نو په رښتيا د تور لګونې او څرګندې ګناه (پېټى) يې پر اوږو كړى دى. (۱۱۲)
وَلَوْلاَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مُّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلاُّ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَيْءٍ وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا ﴿۱۱۳﴾ او كه پرتا د الله فضل او رحمت نه واى؛ نو د دوی (خاينانو يا منافقانو) يوې ډلې هوډ درلود، چې تا [ په قضاوت کې] تېر باسي؛ خو دوى يوازې خپل ځانونه تېر باسي او هېڅ ډول زيان دررسولاى نشي او الله پر تا كتاب او حكمت نازل كړی او پر څه چې نه پوهېدې، در و يې ښوول او (تل) پر تا د الله ستر درښتن دی. (۱۱۳)
لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۱۴﴾ د دوی په ډېرو غوږ په غوږ کېدو (او مشورو) كې څه خير او ګټه نشته؛ خو كه څوك (له دې لارې) د صدقې ورکولو او له نورو سره د مرستې سپارښتنه وكړي يا د نېك كار او د خلكو پر خپلمنځي روغې لګیا وي (؛ نو دا ښه خبر ه ده) او څوك چې د الله خوشحالولو ته داسې وكړي؛ نو ژر به ستر اجر وركړو.(۱۱۴)
وَمَن يُشَاقِقِ الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ الْهُدَى وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ الْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِ مَا تَوَلَّى وَنُصْلِهِ جَهَنَّمَ وَسَاءتْ مَصِيرًا ﴿۱۱۵﴾ او څوک چې د حق لارې تر څرګندېدو روسته د الله د استازي په مخالفت لاس پورې كړي او بې د مؤمنانو له لارې پر بله ولاړ شي (؛ نو) موږ يې پر هماغه لار بيايو، چې دا پرې روان دى او دوزخ ته یې ورننباسو او دا د ورتلو څومره ناوړه ځاى دى. (۱۱۵)
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۱۱۶﴾ الله يوازې شرك نه بښي؛  خو له دې راکوزې نورې ګناوې، چا ته يې چې وغواړي (او وړ يې وبولي) بښي، چا چې له الله سره شريك ونيو؛  نو په یقین هغه په بېلارۍ كې (له حقه) ډېر لرې ولاړ. (۱۱۶)
إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِ إِلاَّ إِنَاثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلاَّ شَيْطَانًا مَّرِيدًا ﴿۱۱۷﴾ دوی [مشرکان] د الله پرځای يوازې د ښځو په نامه نومول شوي (بېساه) بوتان لمانځي (لک لات، منات، عُزی، چې هېڅ اغېز نه لري) او دوی یوازې سرغړاند شیطان لمانځي‏. (۱۱۷)
لَّعَنَهُ اللّهُ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا ﴿۱۱۸﴾ هماغه چې الله رټلی او ویلي یې دي: ((زه به ستا له بندګانو هرومرو يوه ټاكلې برخه ترلاسه کوم! (یوه ډله به بېلارې کړم) (۱۱۸)
وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيًّا مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا ﴿۱۱۹﴾ او دوی هرومرو بېلارې كوم او په باطلو هيلو كې يې ښکېلوم! ورته امر كړم (چې خرافي كړنې ترسره كړي او) د څارويو غوږونه څيرې كړي او ورته ‏امر كړم، چې په الهي ‏(پاك) جوړښت او پنځون كې بدلون راولي (او د توحيد فطرت په شرك ككړ كړي))) او چا چې شيطان د الله پر ځاى خپل ولي او پالندوى ونيو؛  نو په يقين، ښكاره تاواني شو. (۱۱۹)
يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورًا ﴿۱۲۰﴾ (شیطان) دوی ته (د دروغو) ژمنې وركوي او په هيلو كې يې اچوي؛  خو شيطان بې له دوکې (بله) ژمنه ورسره نه کوي. (۱۲۰)
أُوْلَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلاَ يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا ﴿۱۲۱﴾ دوی هماغه دي چې دوزخ یې هستوګنځی دى او د تېښتې لار ترې نه مومي ‏. (۱۲۱)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَعْدَ اللّهِ حَقًّا وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللّهِ قِيلًا ﴿۱۲۲﴾ او نېکچاري مؤمنان ډېر ژر داسې باغونو ته ورننباسو، چې ویالې پکې بهېږي او دوی به همېشه مېشتي پکې وي. د الله ژمنه حق ده او څوک تر الله ډېر رښتین دی؟ (۱۲۲)
لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلا أَمَانِيِّ أَهْلِ الْكِتَابِ مَن يَعْمَلْ سُوءًا يُجْزَ بِهِ وَلاَ يَجِدْ لَهُ مِن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا ﴿۱۲۳﴾ (غوراوى، بدله او سزا) نه ستاسې په هيلو او نه د كتابيانو په هيلو پورې تړلې ده، چاچې بد وكړل، سزا به يې ومومي او بې له الله ‏به هېڅ پالندوى او مرستندوى و نه مومي. (۱۲۳)
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتَ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلاَ يُظْلَمُونَ نَقِيرًا ﴿۱۲۴﴾ او څوك چې له ښو (كړنو څه) وكړي، که دا نارينه وي كه ښځينه؛ خو چې ايمان ولري؛  نو جنت ته ورننوځي او ډېر لږ ظلم به هم ورسره ونشي. (۱۲۴)
وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لله وَهُوَ مُحْسِنٌ واتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَاتَّخَذَ اللّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا ﴿۱۲۵﴾ او د چا دین ترهغه غوره دی، چې ځان سوچه الله ته تسلیم کړي، نېک وي او د ابراهیم له رښتوني دین لاروي وکړي او الله ابراهیم په دوستۍ نیولی دی. (۱۲۵)
وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ مُّحِيطًا ﴿۱۲۶﴾ او څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكې كې دي، (دا ټول) د الله دي او (د) الله (علم او قدرت) په هر څه راچاپېر دى. (۱۲۶)
وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاء قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ فِي يَتَامَى النِّسَاء الَّلاتِي لاَ تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الْوِلْدَانِ وَأَن تَقُومُواْ لِلْيَتَامَى بِالْقِسْطِ وَمَا تَفْعَلُواْ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِهِ عَلِيمًا ﴿۱۲۷﴾ او تا د ښځو په اړه پوښتي، ووايه: ((الله د دوی ‏په باب ځواب دركوي: او (همداراز) د هغه څه په باب، چې په قرآن كې درلوستل كېږي: د پلارمړيو نجونو په باب، چې ټاکلی حق یې نه وركوئ او غواړئ نكاح ورسره وكړئ او د بېوسيو کمکيو هلكانو (په باب ځواب) درته ویل شوى (چې په دې باب د الله د سپارښتونو يوه برخه ده او همداراز تاسې ته سپارښت كوي، چې) له پلارمړيو سره په انصاف چلن وكړئ او هر نېك كار چې كوئ؛ نو بېشکه الله پرې ښه پوه دى (او غوره بدله به دركړي) )) (۱۲۷)
وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِن بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلاَ جُنَاْحَ عَلَيْهِمَا أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۲۸﴾ او كه کومه ښځه د خپل مېړه له ناسم چلن يا مخ اړونې اندېښمنه وي؛ نو باك نشته، چې دواړه سره روغه جوړه وكړي (او ښځه يا مېړه د روغې لپاره له خپلو څه حقوقو تېر شي) او سوله غوره ده، که څه خلك (په دغسې ځايونو كې) کنجوسي كوي؛ خو كه ښه سلوک او نېكي وكړئ او (كه د سولې لپاره له خپلو ښځو سره له ناسم چلن يا مخ اړونې) ډډه وكړئ؛  نو په رښتینه کې، څه چې تاسې كوئ، الله پرې ښه خبر دى (او ښه بدله به دركړي).(۱۲۸)
وَلَن تَسْتَطِيعُواْ أَن تَعْدِلُواْ بَيْنَ النِّسَاء وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلاَ تَمِيلُواْ كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِن تُصْلِحُواْ وَتَتَّقُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۲۹﴾ او تاسې د ښځو ترمنځ (د زړه د ميني له پلوه) هېڅكله عدالت کولای نشئ، كه څه تلوسه یې ولرئ؛  خو يوه لوري ته پوره مخ مه وراړوئ، چې هغه بله پر ځوړند حال پرېږدئ؛  (چې نه يې طلاقوئ او نه ورسره د مېړانې چلن كوئ) او كه د روغې لار ونيسئ او پرهېزګاري وكړئ؛  نو [پوه شئ چې] الله مهربان بښونكى دى. (۱۲۹)
وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ اللّهُ كُلاًّ مِّن سَعَتِهِ وَكَانَ اللّهُ وَاسِعًا حَكِيمًا ﴿۱۳۰﴾ او كه مېړه او ښځه (پخپلو كې پر روغې جوړې لاسبري نشول او) بېل شي؛ نو الله به هر يو له خپلې پراخې لورنې برخمن كړي او الله باحکمت د ډېرې پراخۍ څښتن دى. (۱۳۰)
وَللّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُواْ اللّهَ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا ﴿۱۳۱﴾ او څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، دا ټول د الله دي او ما تر تاسې ړومبنيو ته چې اسماني كتاب وركړى و، سپارښتنه كړې وه او (همداراز) تاسې ته (هم) سپارښتنه كوم، چې (ځانونه مو) د الله له (عذابه) وساتئ! او كه كافر شوئ (؛  نو الله ته زيان نه رسي؛  ځكه) څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكې كې دي، يوازې د الله دي او الله ډېر موړ ستايل شوى دى. (۱۳۱)
وَلِلّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا ﴿۱۳۲﴾ او څه چې په اسمانونو او څه چې ځمكه كې دي، د الله دي او د الله كارسازي کافي ده. (۱۳۲)

 

إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا النَّاسُ وَيَأْتِ بِآخَرِينَ وَكَانَ اللّهُ عَلَى ذَلِكَ قَدِيرًا ﴿۱۳۳﴾ خلكو! كه (الله) وغواړي، تاسې به له منځه يوسي او (پرځاى به مو) نور (خلك) راولي او الله پر دې (كار) ښه لاسبری دى. (۱۳۳)
مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ الدُّنْيَا فَعِندَ اللّهِ ثَوَابُ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۱۳۴﴾ څوك چې دنيوي اجر غواړي (او د مانیزو او اخروي پايلو پر تمه نه وي؛  نو تېروتي دي؛  ځكه) د دنيا او اخرت بدلې خو له الله سره دي او الله لېدونكى اورېدونكى دى.(۱۳۴)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُونُواْ قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاء لِلّهِ وَلَوْ عَلَى أَنفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقَيرًا فَاللّهُ أَوْلَى بِهِمَا فَلاَ تَتَّبِعُواْ الْهَوَى أَن تَعْدِلُواْ وَإِن تَلْوُواْ أَوْ تُعْرِضُواْ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۱۳۵﴾ مؤمنانو! په انصاف کې زیارکښ وسئ او د الله لپاره ګواهي وركړئ، كه څه (دا ګواهي) په خپله د تاسې، يا موروپلار او خپلوانو پر زيان وي (كه يو یې) شتمن وي يا بېوزلى؛  نو (ستاسې په ګواهۍ کې دې اغېز ونکړي؛  ځکه) الله یې (تر تاسې) ډېر خیرغواړی دی؛  نو په خپلو ځاني غوښتو پسې مه ځئ، چې له حقه به كاږه شئ او كه (حق) واړوئ يا یې له ويلو ډډه وکړئ؛  نو (پوه شئ) څه چې تاسې كوئ، الله پرې ښه خبر دى. (۱۳۵)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِيَ أَنزَلَ مِن قَبْلُ وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۱۳۶﴾ مؤمنانو! پر الله، استازي یې او پر هغه كتاب، چې پر خپل استازي يې نازل كړى او پر هغه كتاب، چې تر دې مخكې یې نازل كړی دی ايمان راوړئ. څوك چې له الله. پرښتو، كتابونو او د قيامت له ورځې منكر شي؛  نو په یقین چې په ژور بېلاریتوب کې پرېوتی. (۱۳۶)
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا ﴿۱۳۷﴾ په رښتيا هغوى چې ايمان راووړ، بيا كافر شول، بيا يې هم ايمان راووړ، بيا كافر شول بیا يې په (خپل) كفر کې زیاتوالی وكړ؛  (نو) الله به دوی هېڅكله و نه بښي او نه (سمه) لار ورښيي. (۱۳۷)
بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۳۸﴾ منافقين خبر كړه،چې دردناكه سزا ورته څارو ده ! (۱۳۸)
الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ العِزَّةَ لِلّهِ جَمِيعًا ﴿۱۳۹﴾ منافقان هغه كسان دي، چې د مؤمنانو پر ځاى له كافرانو سره دوستي كوي، ايا له کافرانو سره عزت لټوي؟؛ نو (دا خام خيالونه دي)؛ ځکه ټول عزت خو يوازې له الله ‏سره دى. (۱۳۹)
وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللّهِ يُكَفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلاَ تَقْعُدُواْ مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُواْ فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ﴿۱۴۰﴾  او په يقين الله په کتاب كې (دا حكم) پر تاسې نازل كړى، چې كله واورئ، د الله له آيتونو انكار كېږي او ملنډې پرې وهل کېږي؛  نو تر هغه ورسره مه كېنئ، چې په بله خبره لګيا شي كه نه، تاسې به هم د دوی په څېر ياست، په رښتيا، الله په دوزخ کې د ټولو منافقينو او کافرانو راټولوونکى دى. (۱۴۰)
الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ اللّهِ قَالُواْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُواْ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا ﴿۱۴۱﴾ (منافقين) هماغوى (دي) چې ستاسې (پېښو ته) په تمه دي او تاسې څاري؛ كه بريا مو په برخه شي وايي: ((ولې موږ درسره نه وو؟ (نو موږ هم په وياړونو او غنايمو كې شريك يو.))) او كه بريا د كافرانو پر برخه شي؛  نو ورته وايي: ((ولې موږ تاسې له مؤمنانو سره مبارزې او نه تسليمېدو ته نه هڅولئ؟(؛  نو درسره شريك يو.))) الله به ستاسې ترمنځ د قيامت پر ورځ پرېکړه وكړي او الله هېڅكله کافرانو ته پر مؤمنانو د برلاسۍ کومه لاره نه ده پرانستې‏. (۱۴۱)
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى يُرَآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلًا ﴿۱۴۲﴾ په رښتیا، منافقین الله تېر باسي؛  خو الله هم دوی ته (د خپلې) تېروتنې سزا ورکوي او چې لمانځه ته پاڅي، په لټۍ پاڅي او خلکو ته ځان ښيي او الله ډېر لږ یادوي. (۱۴۲)
مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لاَ إِلَى هَؤُلاء وَلاَ إِلَى هَؤُلاء وَمَن يُضْلِلِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا ﴿۱۴۳﴾ دوى بې موخې خلك دي، نه د دوى پر خوا دي او نه د هغوى پر خوا (نه د مؤمنانو په ليكه كې دي او نه د كفارو) او څوك چې الله بېلارې كړي؛  نو هېڅکله به لار ورته و نه مومې. (۱۴۳)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿۱۴۴﴾ مؤمنانو! د مؤمنانو پر ځاى كافران خپل دوستان (او پالندویان) مه نيسئ ايا تاسې غواړئ (په دې کار) الله ته د ځان پر ضد څرګند لاسوند ورکړئ؟! (۱۴۴)
إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا ﴿۱۴۵﴾ په رښتيا منافقين د دوزخ په لاندېنيو پوړو كې دي او هېڅ مرستندوى به ورته و نه مومې (؛ نو ځكه د الله له دښمنانو سره د دوستۍ له طرحې ډډه وكړئ، چې د نفاق نښه ده) (۱۴۵)
إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ وَأَصْلَحُواْ وَاعْتَصَمُواْ بِاللّهِ وَأَخْلَصُواْ دِينَهُمْ لِلّهِ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۴۶﴾ خو هغوى چې توبه وكاږي او خپل كړه وړه سم كړي او د الله (د لورنې لمنې) ته پناه یوسي او الله ته د اخلاص له مخې خپل دين ومني؛  نو دوى به له مؤمنانو سره وي او الله به ډېر ژر مؤمنينو ته ستر اجر وركړي. (۱۴۶)
مَّا يَفْعَلُ اللّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَآمَنتُمْ وَكَانَ اللّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا ﴿۱۴۷﴾ تاسې كه شكر وباسئ او ايمان راوړئ (؛  نو) الله ستاسې په عذاب څه کوي؟ او الله پوه منندوى دى. (ستاسې پر نيتونو او كړنو پوهېږي او ښو كړنو ته ښه بدله وركوي). (۱۴۷)
لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا ﴿۱۴۸﴾ الله په بدو خبرو خوله پرانستل نه خوښوي؛ خو که پر چا تېرى شوى وي او الله پوه اورېدونكى دى. (۱۴۸)
إِن تُبْدُواْ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُواْ عَن سُوَءٍ فَإِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا ﴿۱۴۹﴾ كه تاسې ښېګڼه ښكاره يا پټه وكړئ یا (د نورو) له بديو تېر شئ؛ نو په رښتینه کې الله بښونكى (او) د واک څښتن دى.(او سره له دې، چې د غچ اخستو وس لري؛ خو عفوه كوي) (۱۴۹)
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُواْ بَيْنَ اللّهِ وَرُسُلِهِ وَيقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُواْ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا ﴿۱۵۰﴾ په رښتیا هغوى چې پر الله او استازیو يې كافرانېږي او غواړي د الله او استازیو ترمنځ يې توپير وكړي او وايي: ((پر ځينو ايمان راوړو او له ځينو منكرېږو)) او غواړي د دواړو (ايمان او كفر) ترمنځ (ځان ته) يوه لار وباسي؛ (۱۵۰)
أُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۱۵۱﴾ دوى رښتياني كافران دي او موږ كافرانو ته سپكوونكى عذاب چمتو كړى دى. (۱۵۱)
وَالَّذِينَ آمَنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلَمْ يُفَرِّقُواْ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُوْلَئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۱۵۲﴾ (خو) هغوى چې پر الله او استازیو يې ايمان راوړى وي (او د استازیو ترمنځ توپير و نه كړي، الله) به ډېر ژر دوی ته خپله بدله وركړي او الله لورین بښونكى دى. (۱۵۲)
يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَقَدْ سَأَلُواْ مُوسَى أَكْبَرَ مِن ذَلِكَ فَقَالُواْ أَرِنَا اللّهِ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ اتَّخَذُواْ الْعِجْلَ مِن بَعْدِ مَا جَاءتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَلِكَ وَآتَيْنَا مُوسَى سُلْطَانًا مُّبِينًا ﴿۱۵۳﴾ کتابيان له تا غواړي، چې له اسمانه په يوه ځل كتاب پرې نازل كړې (خو دا يوه پلمه ده؛ ) هغوى له موسى تردې هم سترې غوښتنې كړې وې او ويلي يې وو: ((موږ ته په ښكاره الله راوښيه!)) او د همدې ظلم له لامله (خو) پر دوى تندر راولوېد بيا دوى (د سامري) خوسى خپل معبود ونيو حال دا، ښكاره نښې يې ليدلې وې؛  خو موږ له دې ورتېرشو(او ومو بښل) او موږ موسى ته څرګند دليل وركړ. (۱۵۳)
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لاَ تَعْدُواْ فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۱۵۴﴾ او موږ د ژمنې (اخستو) لپاره پر دوی د طور غر راپورته كړ او موږ ورته ويل: (((د توبې لپاره د بيت المقدس) په وره په عاجزۍ ورننوځئ.)) او (همداراز) موږ ورته وويل: ((د شنبې پر ورځ تېرى مه کوئ)) (او له كاره لاس واخلئ) او موږ (ددې ټولو په باب) ټينګه ژمنه ترې واخسته. (۱۵۴)
فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِم بَآيَاتِ اللّهِ وَقَتْلِهِمُ الأَنْبِيَاء بِغَيْرِ حَقًّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ طَبَعَ اللّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً ﴿۱۵۵﴾ نو دوى ځکه (د الله له درشله وشړل شول چې) تړون يې مات کړ، د الله له آيتونو منکر شول، په ناحقه يې د (یو شمېر) پېغمبرانو وژنه او(د ملنډو) دا وينا يې: ((زموږ زړونه (او د ادراک مرکز) پوښل شوي (او د پېغمبر په خبرو نه پوهېږو)))هو! الله د دوی د كفر له لامله ټاپه پرې لګولې او بې له لږ شمېره يې (چې ځېل نه کوي او د حق پر لار ځي) ايمان نه راوړي؛ (۱۵۵)
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا ﴿۱۵۶﴾ او (هم) د دوی د كفر له لامله او هغه غټ تور، چې دوی پر مريم ولګو؛ (۱۵۶)
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُواْ فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلاَّ اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا ﴿۱۵۷﴾ او له دې لامله، چې دوی ويل: ((موږ د الله استازی عيسى د مريمې زوى وژلى دى.))؛  خو نه يې وژلى او نه يې پر دار ځړولى؛  بلكې موضوع ورشکمنه (شوه) او په حقيقت كې، كومو خلكو چې دهغه (د وژنې) په باب اختلاف وكړ، پخپله شكمن شول او په دې اړه نه پوهېدل او يوازې په ګومان پسې ځي او ميسح يې بيخي وژلی نه دى؛ (۱۵۷)
بَل رَّفَعَهُ اللّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۵۸﴾ بلكې الله هغه خپل لوري ته پورته كړ او الله ځواکمن ‏(او په ټولو چارو کې) حکیم دی. (۱۵۸)
وَإِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلاَّ لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا ﴿۱۵۹﴾ او له كتابيانو داسې څوك نشته؛  خو دا چې تر خپلې مړينې مخكې به هرومرو پر ده [= حضرت ميسح] ايمان راوړي او د قيامت پر ورځ به (عيسى هم) پر دوی ګواه وي. (۱۵۹)
فَبِظُلْمٍ مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَاتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ اللّهِ كَثِيرًا ﴿۱۶۰﴾ نو موږ د یهودیانو د ظلم او د الله له لارې د دوی د ډېر مخنیوي په سزا کې، یوه برخه پاک څیزونه چې ورته حلال وو، حرام کړل. (۱۶۰)
وَأَخْذِهِمُ الرِّبَا وَقَدْ نُهُواْ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۱۶۱﴾ او (پردې سربېره) دوی سود اخسته، چې ترې منع شوي ول او په ناحقه يې د خلكو مالونه خوړل او موږ د دوی كافرانو ته دردناك عذاب چمتو كړى دى. (۱۶۱)
لَّـكِنِ الرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ مِنْهُمْ وَالْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَالْمُقِيمِينَ الصَّلاَةَ وَالْمُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالْمُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ أُوْلَـئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۱۶۲﴾ خو له دوى په علم کې پاخه، او (د اسلامي امت) مؤمنان، څه چې پر تا نازل شوي او څه چې تر تا مخكې نازل شوي، ايمان راوړي. او (په تېره) لمونځ كوونكيو، زكات وركوونكيو، د الله او قيامت پر ورځ مومنانو؛ دوی ټولو ته به ډېر ژر ستره بدله وركړو. (۱۶۲)
نَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَى نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ وَأَوْحَيْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالأَسْبَاطِ وَعِيسَى وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَارُونَ وَسُلَيْمَانَ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا ﴿۱۶۳﴾ په رښتيا موږ تاته هماغه وحې کړې چې نوح او تر ده روسته پېغمبرانو ته مو وحې کړې وه او (همداراز) موږ ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب، اسباط (= د یعقوب ځوځات) عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته وحې کړې وه او داوود ته مو زبور وركړی و (۱۶۳)
وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَاهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا ﴿۱۶۴﴾ او داسې استازيو ته چې په یقین موږ د دوی يادونه تر دې مخكې تا ته كړې او داسې استازيو ته، چې د دوی يادونه مو درته نه ده كړې او الله له موسى سره په ځانګړې طرز (بې واسطې) خبرې وكړې (او دا د موسى ځانګړنه ده). (۱۶۴)
رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ﴿۱۶۵﴾ (دا ټول) استازي زېرګري او ګواښګرندي لېږل شوي وو، چې د استازيو (تر لېږلو) روسته خلكو ته د الله پر ذمه ‏کوم دلیل ‏نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي) او الله ناماتی حكيم دى. (۱۶۵)
لَّكِنِ اللّهُ يَشْهَدُ بِمَا أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُ بِعِلْمِهِ وَالْمَلآئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَى بِاللّهِ شَهِيدًا ﴿۱۶۶﴾ خو الله ګواهي لي، څه يې چې پر تا نازل كړي، په خپل علم يې نازل كړي او پرښتې هم شاهدي وركوي، که څه د الله ګواهي بس ده. (۱۶۶)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَصَدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ قَدْ ضَلُّواْ ضَلاَلًا بَعِيدًا ﴿۱۶۷﴾ بېشکه هغوى چې كافران شول او د الله له لارې یې مخنیوی وکړ (؛  نو) رښتیا چې په بېلاريتوب کې ډېر لرې پرېوتي دي. (۱۶۷)
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ وَظَلَمُواْ لَمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا ﴿۱۶۸﴾ بېشکه هغوى چې كافران شول او (پر ځان او نورو يې) تېرى وكړ؛  نو الله به دوی هېڅكله و نه بښي او (د خير او نېكمرغۍ) يوه لار به هم ورو نه ښيي؛ (۱۶۸)
إِلاَّ طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللّهِ يَسِيرًا ﴿۱۶۹﴾ خو د دوزخ لار، چې هلته به همېشه مېشتي وي او دا (كار) الله ته اسان دى. (۱۶۹)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُمُ الرَّسُولُ بِالْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَآمِنُواْ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُواْ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَكَانَ اللّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱۷۰﴾ خلكو! (هغه) استازی (چې ورته په تمه وئ) ستاسې د پالونكي له لوري يې حق درته راووړ؛  نو ايمان پرې راوړئ، چې درته غوره ده! او كه كافر شوئ؛  نو (الله ته څه زيان نه وررسي؛  ځكه) څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، يوازې د الله دي او الله پوه حکيم دى. (۱۷۰)
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلًا ﴿۱۷۱﴾ كتابيانو! په خپل دين كې مبالغه (او افراط) مه کوئ او د الله په باب بې له حقه بل څه مه وايئ. مسيح عيسى د مريمې زوى؛  يوازې د الله استازی او د ده (مخلوق او) كلمه وه، چې مريمې ته يې وروغورځوله او د ده يو روح و؛  نو ځكه پر الله او استازیو يې ايمان راوړئ او مه وايئ، چې (((الله) درې ګونى دى.)) (له دې خبرې) منع شئ، چې درته غوره ده. الله؛  يوازې ايكي یو معبود (اله) دى، هغه له دې پاك دى، چې کوم زوی یې وي (؛  بلكې) څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي ټول د ده دي او تدبير او پالنې ته يې يوازې الله كافي دى. (۱۷۱)
لَّن يَسْتَنكِفَ الْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلّهِ وَلاَ الْمَلآئِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيهِ جَمِيعًا ﴿۱۷۲﴾ مسيح او نژدې پرښتې هېڅكله له دې ننګ نه کوي، چې د الله بندګان وي او څوک چې د خداى له عبادته مخ واړوي او لويي وكړي؛ نو (الله به) ډېر ژر دا ټول (په قيامت كې د حساب لپاره) خپل لوري ته راټول كړي. (۱۷۲)
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزيدُهُم مِّن فَضْلِهِ وَأَمَّا الَّذِينَ اسْتَنكَفُواْ وَاسْتَكْبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلُيمًا وَلاَ يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللّهِ وَلِيًّا وَلاَ نَصِيرًا ﴿۱۷۳﴾ خو هغوى چې ايمان راوړى او نېكې چارې يې كړي، بدلې به يې بشپړ وركړل شي او خپلې لورنې به پرې ور زياتې كړي او هغوى چې سرغړونه کړې او لويي يې كړې وي؛ نو په دردناك عذاب به یې وكړوي او ځانونو ته به بې له الله ‏بل کارسازى او مرستندوى و نه مومي. (۱۷۳)
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءكُم بُرْهَانٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا ﴿۱۷۴﴾ خلكو! په یقین ستاسې د پالونكي له لوري څرګند دليل درته راغى او موږ ځلانده رڼا درولېږله. (۱۷۴)
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ بِاللّهِ وَاعْتَصَمُواْ بِهِ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِي رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿۱۷۵﴾ خو هغوى چې پر الله ايمان راوړى او پر ده (اسماني كتاب) يې منګولې ښخې كړې وي؛ نو ډېر ژر به (الله) د خپل رحمت او درښتن ‏په لمن كې ځاى وركړي او دوی ته به خپل لوري ته سیده ‏لار وښيي. (۱۷۵)
يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ اللّهُ يُفْتِيكُمْ فِي الْكَلاَلَةِ إِنِ امْرُؤٌ هَلَكَ لَيْسَ لَهُ وَلَدٌ وَلَهُ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ فَإِن كَانَتَا اثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا الثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِن كَانُواْ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَاء فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ يُبَيِّنُ اللّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّواْ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۷۶﴾ له تا (د کلاله په باب؛ يعنې د هغه مړي وارثان، چې اولاد او مور و پلار نه لري) پوښتي: ورته ووايه: ((الله د کلاله (بې سټې) په باب ځواب درکوي: که سړى ومړ او اولاد ترې پاتې نه و؛ خو يوه خور يې وي؛ نو خور يې د ټول مال نيمايي برخه وړي او رور د خپلې بې سټې خور ټول ميراث وړي؛  خو چې اولاد و نه لري او که د بې سټې خور دوه خويندې وي؛  نو دواړو ته د ټول مال له درېیو یې دوه برخې دي (هرې یوې ته له درېیو یوه برخه) او که (وارثان) روڼه او خويندې وي؛  نو د هلک د دوو نجونو ‏هومره برخه وي، الله درته (خپل احكام) څرګندوي، هسې نه بېلارې شئ او الله پرهر څه ښه پوه دى.)) (۱۷۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست