په قيامت کې د حاضرېدو څرنګوالى قرآن شريف په قيامت کې د انسان حاضرېدل څو ډوله بيان کړي دي. کله وايي : انسان يوازې راپاڅي((وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (مريم/۹۵) = او هغوى ټول به د قيامت پر ورځ هغه ته ځانته ځانته راځي )) (١٨٥). کله وايي : انسان به له هغه مشر سره […]
په قيامت کې د حاضرېدو څرنګوالى
قرآن شريف په قيامت کې د انسان حاضرېدل څو ډوله بيان کړي دي. کله وايي : انسان يوازې راپاڅي((وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا (مريم/۹۵) = او هغوى ټول به د قيامت پر ورځ هغه ته ځانته ځانته راځي )) (١٨٥). کله وايي : انسان به له هغه مشر سره راپاڅي،چې په دنيا کې يې مشري منلې وه(( يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ ( اسراء/ ۷۱) = (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله د هغې له مشرانو سره راغواړو)) (١٨٦) او کله وايي : خلک ډلې ډلې او فوج فوج راپاڅي؛(( فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا (نباء/۱۸) = نو تاسې به ډله ډله (محشر ته) راځئ. )) (۱۸۷) .
ددې توپيرونه دليل دادى،چې انسان په محکمه کې يوازې دى؛يعنې مال،شتمني،ملګرى،کورنۍ او اړيکې يې پکار نه راځي او برخليک به يې د هغه مشر په څېر وي،چې په دنيا کې يې د هغه مشري منلې وه او د څېرى او مخ بڼه به يې د هغوى په څېر وي،چې په دنيا کې همکار او ګډ اندي ول .
نو پر دې بنسټ کېداى شي انسان په ځانګړې بڼه په ډېرو خلکو کې د خپل مشرتر شا ولاړ وي؛خو څوک يې په درد ونه خوړل شي او ځان يوازې وګڼي .
د رسول اکرم يو يار د ((فَتَأْتُونَ أَفْوَاجًا)) په هکله وپوښتل. رسول اکرم وژړل او ويې ويل :ډېره مهمه پوښتنه دې وکړه او بيا يې وويل : خلک به د قيامت پر ورځ په لس ډلو کې راځي : ١_شايعه جوړونکي به د بيزو په بڼه راځي .٢_حرام خواره به د سرکوزي په بڼه وي .٣_ربا خوړونکي به سرچپه راځي .٤_پر ناحقه قاضي به ړوند راځي .٥_بې عمله عالم به د خپلې ژبې د جولو په حال کې راځي .٦_مغروره او ځان مني به کاڼه ړانده وي .٧_هغه چې ګاونډى زورولى وي؛نو لاسونه او پښې به يې غوسې وي .٨_خبر چين به په اور کې راځوړند راوړل کېږي .٩_عياشان به تر مردارو بد بوى ولري .١٠_ مستکبرانو ته به اور ور اغوستل شوى وي او راځي به (١٨٨).(د مجمع البيان او صافي تفسيرونه)
د قمر په سورت کې دي : خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنتَشِرٌ (قمر/۷) = هغوى (له هيبته) خړ سترګي له قبرونو د خپرو ورو ملخانو په څېر راوځي . (١٨٩)
داسې په وېره او ګنګس به له قبرونو راپاڅي او د ملخانو په څېر به يو له بل سره ګډ شي (١٩٠) ( د الميزان تفسير ۱۹/ ۶۴) .
په بل ځاى کې وايي : دوى همداچې له قبرونو راپاڅي ؛نو داسې وارخطا او په بيړه به منډې وهي ته به وا،چې ورته د لارښود لوحه لګېدلې او يو ځانګړي لوري ته ځي او غواړي ژر تر ژره هلته ځان ورسوي .
يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ (معارج/۴۳)= پر هغه ورځ چې له (خپلو) قبرونو راووځي؛نو داسې په منډه وي؛ لكه د ډبرينو بوتانو پر لور چې ځغلي (١٩١).
په ډېرو آيتونو کې راغلي:تردې وروسته چې مړي را ژوندي شول ؛ نو خاشع او په ژړنو سترګو به يو بل ته ګوري او څه هېښنده – حيرانوونکى قهر او ذلت به پرې کېني.
خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ(قلم/۴۳) = حال داچې سترګې به يې (له شرمه) ښكته وي،خوارۍ او ذلت به راګېر كړي وي )) (١٩٢). تر هقهم ؛يعنې قهر به راخستي وي (١٩٣) ( مفردات راغب).
هغه ورځ دومره وېرونکې ده، چې قرآن شريف وايي : يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ(قارعه/۴) = خلك به پر هغه ورځ د خپرو ورو پتنګانو په څېر وي. (١٩٤) کېداى شي،ليدلي مو وي،چې ډېرې مرغۍ پر يوه ونه ناستې وي او همداچې جيګ غږ واوري؛نو د يو امنځى په لټه کې ټولې سره يو ځاى داسې پخ بيړه والوځي،ته به وا،چې کوم ځانګړى ځاى يې په پام کې دى او هملته تلل غواړي،حال داچې داسې نه ده او جيګ غږ هغوى داسې وارخطا کړي دي .
هو! د قيامت پر ورځ به هم جيګ غږ را پورته شي: الْقَارِعَةُ. مَا الْقَارِعَةُ( القارعه/۱، ۲)= هغه) ځپنده (پېښه)!څه ده ځپنده (پېښه)؟
له دې غږ سره د محشر خاوندان حيران او خپاره شي او هر ډله به يوې خوا ته منډې وهي ته به وا، چې په يو ځانګړي ځاى پسې ګرځي .
خداى خپل استازي ته وايي:((وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى(حج/۲). (١٩٥)،چې قيامت شي؛نو خلک به درته مست ښکاري؛خو هغوى مست نه وي ؛ بلکې عذاب به دومره شديد وي،چې له عقله به يې خلاص کړي وي. البته بايد وويل شي،چې دا وېره د کافرانو او ګناهګارانو لپاره ده او د ايمان خاوندان به په ډاډ او ځانګړې رڼا په قيامت کې راپاڅي او هېڅ وارخطايي او وېره به نه لري.(( يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ ( حديد/۱۲)) (١٩٦) که په قرآن شريف کې دي،چې د قيامت پر ورځ به انسان له خپل ورور،مور،پلار،ښځې،مېړه او اولاده تېښتي ؛نو دا خبره د کفارو لپاره ده .
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ(عبس/ ۳۴، ۳۵، ۳۶)= پر هغه ورځ،چې سړى له خپل وروره تښتي او (همداراز له) خپلې موراو خپل پلاره او له خپلې ښځې او له خپلو اولادونو) (١٩٧)
پر هماغه ورځ ، چې د ځينو پر څېرو د غم اثار او ګرد ناست وي.
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ (عبس/۴۰) = پر هغه ورځ به پر ځينو څېرو د خاورو دوړې پرتې وي (١٩٨).
هو! پر هماغه ورځ به د نېکو کړنو خاوندان خوشحاله،په خندا او حال داچې زېرې به ورکول کېږي او په قيامت کې به حضور پيدا کړي.
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَة.ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ)عبس/ ۳۸، ۳۹) = پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي،خندان او خوښ به وي. (١٩٩).
پر هغه ورځ په الهي محکمه کې حضور پيدا کول اجباري دي او څوک ترې نشي پټېداى او پلمه هم نشي راوړى؛ځکه له هر انسان سره به يو مامور وي،چې مخکې به يې بوځي او بل مامور به يې پر کړنو ګواهي ورکوي .
وَجَاءتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَائِقٌ وَشَهِيدٌ(ق/۲۱)= او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) راځي،چې سيخوونکى او شاهد به ورسره وي. (٢٠٠)
-
ټیګونه:
- په قيامت کې د حاضرېدو څرنګوالى