هغه حسن چې په ذات د كبريا كښې ځليده هغه نمر چې په افق د منشاگء كښې ځليده هغه نور چې د هستۍ په ابتدا كښې ځليده دعدم وجود په لا او په الا كښې ځليده جوړه ديد لره خالق ئې اّئينه كړه د هستۍ بيا په خپل حسن سينه ئې ګنجينه كړه د هستۍ […]
هغه حسن چې په ذات د كبريا كښې ځليده
هغه نمر چې په افق د منشاگء كښې ځليده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا كښې ځليده
دعدم وجود په لا او په الا كښې ځليده
جوړه ديد لره خالق ئې اّئينه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه ئې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب كښې ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحادو كفر شرك ئې لـه دنيا لرے لعنت كړ
په هموو لويو لويو مرتبوئې دې نمانځلی
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو كښې ښاغلی
مئين توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو
كه فراق و، كه وصال و، كه په دې كې سوز او سازو
په هر څه كښې محمد ( ص ) په انبياوو سرفراز و
نبوت كه امامت كه ئې معراج سره پرواز و
شهادت يې هم د نورو انبياوو نه بلند و
لكه نمر په روښنايې كښې په همه ستورو څرګند و
مكمل ئې شهادت كړل پخواني شهادتونه
مكمل كړل محمد د خدای ددين عمارتونه
شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پكښې پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي ئې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اّس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي دجفا لښكرى زوي د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم دجنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پكښى جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پكښې غوغا ده
دا حسين دى چى تسليم يې اس نيولي لـه جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو لـه وركه لـه هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چې جلوي در سالت پرې قربانيږي لـه يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چې صورت دامن صلحي په امكان كښى پاتى نه شو
چې هيڅ شك يي د جګړى په طوفان كښې پاتى نه شو
چې يودوست يې ګير چاپيره په چشمان كښېگ پاتې نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان كښى پاتى نه شو
ده به پيش ورته قراّن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي
امام پوى شو چى اوس وخت د شهادت داكمال راغى
شو مزل د جمال ختم اوس محل د جلال راغى
يوئې تورى ته كړه هپه بل يو لاس ئې په دهال راغى
داجل په لاس كښى ښكار د ژوندانه لره جال راغى
ذوالفقار چى كړبهر په لاس كښى زوى د حيدرنيو
قدوسيانو په هيبت داسمان مخ ته سپر ونيو
ذوالفقار چې يې ميړانه لـه جوهره ځاريده
ذوالفقار چى هره توره ئې لـه پرهره ځاريده
ذوالفقار چى تل ئې فتح لـه حيدره ځگاريده
ذوالفقار چى بادشهي ئې لـه قنبره ځاريده
هغه توره چى په بريښ كښى رفتار و داجل
هغه توره چى په شرنګ كښى ئې ګفتار و داجل
جوړ نيټه وه داجل د امام لاس كښى ښكاريده
په يو وخت كښې هر يو كس ته اوږ ديده او لنډيده
اوچيده او څڅگگيده او كږيده او ستيده
بريښيده او ځليده او قهريده او موسيده
نه په خود او نه په زغره نه په ډهال حصاريده
نه په زور د زور اور نه په سوال حصاريده
لكه برق به يې روح يوړلو پرهر به پاتې نه شو
غړيدي به بقى سترګي خو نظر به پاتې نه شو
څه حساب د لسو شلو دى لښكر به پاتى نه شو
چې كوم سر به ځان ته سروى هغه سر به تاتى نه شو
چې بريښنا به يې د خلقو په نظر ننوته
دابه تيره وه د زړه نه په ځيګر ننوته
كوم دښمن چې نظر باز او توريالى و هغه ړوند شو
په بريښنا د ذوالفقار كښې عقل فكر كله موند شو
كه و ډهال لكه ككوړىخو د غر هسې به دروند شو
هغه دروند شو خو د به دروند شو چې پخپلو وينو لوند شو
دلته شرنګ او هلته بريښ او بيا په پنجه د امام كښې
په هر صف كښې به هر سروه ګويا وه په هر مقام كښې
د يو څټ نه په بل مټ وه بيا د ډډنه به بهروه
لا به دلته بريښيده او لا به بيا د بل په سروه
لا به زغره په فرياد وى په ټټر وه په ځيګر وه
لا به وچه ښكاريده په رپ د سترګو كښې به تر وه
لكه ژبه داجل به ئي د زړه وينه څټله
ګويا وينه د صفين دشهيدانو ئي ګټله
نه مقداد و نه بوذر و نه سلمان و تماشا ته
نه عمار و نه قنبر و تنهائي وه مرحباته
علندار ئې و په وړاندى نه اكبر قاسم ئې شا ته
ذوالفقار ئې و په وړاندى او داس ګردونه ملاته
ميمنه، ميسره، قلب كه د لښكر مقدمه وه
د ترتيب بخى ئې لاړى تار په تار شوه كه ساقه وه
چې په تيښته به شو څوك ترې ذوالجناح به په ستنه شو
تار په تار به ئې يوصف كړو بيا په بل پسې پره شو
چې به غبرګي نيزى راغلى زربه دى ورته په دوه شو
سرتر پايه د دښمن د توري بريښ په به لمبه شو
دوښو غوندي راتاو به ئې په غاښو كښى كړه زغره
څنډ وهل ئي ذوالفقار ته اشاره وه چې ونغره
چرته سم لكه د غشي چرته كوږ لكه كمان تلو
ځينې سر به يې و په مزكه ځنې سر به يې په اّسمان تلو
بړبو كى وه چورليدله كه په خپل ګردا كښې پيهان تلو
جمعيت ئې و په ځاى كه يو خوا بل خوا ته پريشان تلو
په كوم ځاى به چې و بس و به دده سمونه پاتى
په ميدان به وو كوفيانو لره بس صفرونه پاتي
ذوالجناح چې ګير چاپيره كړه قلا د سړو ماته
بي لـه اذنه د امام ئې ځان رسيد كړو تر فراته
امام و ټپاوه وى چې ذوالجناحه خوش صفاته
نه اكبر شته، نه اصغر شته، اوبه يوسم و ايه چاته
ځوړند سر د ذوالجناح شو چې ورو وروبيرته راستون شو
وى پكار چې د امام نه شو عبث زما ژوندون شو
ندا راغله لاس دى ونيسه فرزنده د بتول
ستا جمال او جلال دواړه شول د رب په درقبول
جنګ دى نه دى اى امامه د ملكونو د حصول
نه د جنګ دپاره جنګ و، داخو جنګ و د اصول
سرئې خم كړ د تسليم او ځان ئې و سپاره قضا ته
مخ يې ستون كړو لـه دښمنه مخامخ شولو رضاته
عمرسعد ته خو وګوره چې څه او وى شقي
وي چې پريږدى ګذارمه كوى دااس دى د نبي
ته نسبت داس ته ګوره او نسبت ته د نمسي
ځان او تن د محمد و، وينه غوښه د علي
ذوالجناح اوښكي راماتى د خيمو په لوري سر شو
پيغمبر د خپل امام ښاغلى اس د پيغمبر شو
يو په زهرو بل په توره د نبي چې فرزاندان وو
يونظر پري د نيكه و، كه دا دواړه ئې چشمان وو
پخوانى مرسلان واړه شهيد شوي پخپل ځان وو
ولي داد نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو
دايوه كړۍ وه پاتي په زنځير د شهادت كښې
امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت كښې
چې كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو
د حسين لـه شهادته شهادت ئې مكمل شو
دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو
هر منكر ته د حمزه په مخكښې دا دليل اول شو
شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين
پورته تن ئې د حسن و، ښكته تن ئې د حسين