تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سید جمال الدین الافغاني د ارمان پلي کوونکي پر ۱۳۵۷ ل په هېواد کې جهاد د سرلوړي افغانستان او د نړۍ په کچه د مسلمانانو او اسلام د عزتمنېدو پر نیت پیل شو، چې د تاریخي مبارزاتي لړۍ له مخې د افغان سید […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سید جمال الدین الافغاني د ارمان پلي کوونکي

پر ۱۳۵۷ ل په هېواد کې جهاد د سرلوړي افغانستان او د نړۍ په کچه د مسلمانانو او اسلام د عزتمنېدو پر نیت پیل شو، چې د تاریخي مبارزاتي لړۍ له مخې د افغان سید جمال الدین د موخې پلي کېدنه وه، او نن چې په هېواد کې اسلامي جمهوري دولت چلېږي، په حقیقت کې ددې ډول مبارزې یو څرک دی او له ګرد هېوادوالو تمه ده چې د ټینګښت او غځونې لپاره یې له هیڅ ډول سیاسي، وټیز – اقتصادي، ټولنیز، روزنیز او وګړیزو فعالیتونو دریغ و نه کړي.

دغسې امام خمیني د اسلامي نړۍ په یوې برخې (ایران) کې داسې انقلاب بریالی کړ،چې سید جمال د مسلمینو د عزت غوښتونکی و. امام، شاهي نظام نا اسلامي اعلان کړ او فقیه ته په بې مخینه حق قایل شو چې اختیارات او واک یې د پېغمبر(ص) واک دی او «مصلحت» یې په تقنین او تفقه کې ور دننه کړ. امام سره له دې چې فقیه، عارف، ادیب او فیلسوف و؛ خو د شخصیت ستره ځانګړنه یې د «مسلمینو د عزت غوښتنه» وه، مسلمانانو ته یې د عزت پیغام راووړ او تر نورو اسلامي خوځښتونو یې توپیر همدا «عزت پسندي» ده. امام وايي:  «د اسلام پېغمبر(ص) اشرافي جوماتونو او لوړو ښکلیو منارو ته اړتیا نه لري. د اسلام پېغمبر(ص) د خپلو لارویانو د عظمت او دبدبې په لټه کې و، چې افسوس د لاسپوڅو واکمنو د ناسمو او غلطو سیاستونو له لامله د ذلت او خوارۍ پر ټغر ناست دي» [وګورئ: صحیفه نور، ۲ټوک،۲۳۱مخ.]

« هېښتیا ده، چې ځینې د عقل، سیاست او لراندنې مدعیان څنګه طرح ورکوي او د کتاب الله د آیتونو په اړونې او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم د سنتو په لاسوند، د مسلمینو د عزت او کرامت بهیر اړوي او خلک مو د جهاد له شرافته بچوي». [صحیفه نور، ۲۰ ټوک، ۱۲۰ مخ]

د مسلمینو د عزت مانا

اوس دا مساله روښانه کوو چې د «مسلمینو عزت» او ځوړتیا یې پر څه مانا ده او هم د عزت یا ځوړتیا لاملونه یې کوم دي؟

دلته چې د «مسلمینو» په اړه خبرې کوو، په پام کې ده، چې دین لري او پر اسلام یې التزام او ګروهه ده. مسلمانان ډېر حیثیتونه لري؛ خو د اسلامیت حیثیت د بېلابېلو ملتیونو، خېلونو، ژبو او تاریخونو درلودونکیو مسلمانانو ترمنځ ګډ او شریک حیثیت دی، او همدا [اسلامیت] حیثیت یې تاریخ سازوي، عزت یا ذلت ورته راوړي. کوم مشران هم چې ددې فرهنګ د تاریخ په اږودو کې راڅرګند شوي وجه یې له اسلام او اسلامیت سره په تړاو کې وه چې د مسلمینو ورته پام او اغېزمن واقع شوی وو، لکه په ایران کې امام خمیني په تونس کې راشد الغنوشي، په پاکستان کې اقبال لاهوري، په هند کې ابو الکلام آزاد، چې د اسلامي امت د تاریخ سازانو په نامې یې یادوو او پېژنو.

شک نشته چې مسلمین یو وخت خورا عزتمن ول او په اوسني وخت کې د عزت له څوکي رالوېدلي او مخ پر ځوړ او روسته پاتې شوي دي. ټول عقلمن او د لیدانې خاوندان منښته – اعتراف کوي، چې په یوې زمانې کې «اسلامي تمدن» ډېرې پرګنې په خپل سیوري کې راټولې کړې وې او تهاجمي او یرغلېزه روحیه یې درلوده او له نورو فرهنګونو سره له مخامخېدو نه ډارېدل او بلکې یرغلګران یې په خپله قوي هاضمه کې ښوی تېرول او هضمول او په خپل رنګ یې رنګول. « اسلامي تمدن» یو تمدن و، چې ستر عالمان، لیکوال، صنعتګران، فیلسوفان، ادیبان او عارفان یې روزلي او پاللي ول او داسې یو دسترخوان و،چې نړیوال پرې کېناستل او د نعمت او د توکیزې او مانیزې – مادي او معنوي برخمنۍ تمه یې ترې درلوده؛ خو نن (اسلامي تمدن) په هغه کلیت او عظمت او په هغه تاریخي عظمت کې بهرنی (او واقعي) شتون نه لري او د روزګار پېښو خپور وور کړی. په اسلامي امت کې درز لوېدلی، ټوټه ټوټه شوی، د شخړو لمبې پکې راپورته شوي او په اندنو کې یې دومره کمزوري او ځوړتیا رادبره شوې چې له خپلی مخکېنۍ دبدبې او عزته یې په زرګونو فرهنګونو لرې کړی دی.  ددې وضعیت د ادلون بدلون علت او سبب چې هر څه وي، اصل مساله د نټې – انکار وړ نه ده، نباید حقیقت نالیدلی وګڼو او یا اپوټه ښوونه د عقلمنۍ شرط نه دی.

اندیالو ددې ځوړتیا لامل، دیانت بللی، هغه لامل چې مسلمانانو ته عزتمن ترین دی او بېشکه دا خورا سم او مضبوط تشخیص دی. حقیقتاً څه چې یو وخت مسلمینو ته عزت راوړوونکی و، همدغه څیز له یوه وخت روسته ذلت راوړوونکی شو. که هوډ داسې وي چې دا ځوړتیا بیاځلي په عزت او دبدبه واوړي، باید بیاځلی هماغه لامل ته نوې کتنه وکړو؛ چاره او وتلار هماغې زېرمې راوسپړو. انسان تل د خپل محبوب له لوري زیانمنېږي؛ ځکه مینه، غفلت زیږي هم ده او غفلت انسان د محبوب په چار کې له سینګارونې، مینځنې او پرلپسې سمونې بې پروا کوي. کوم څیز چې لویی قوت او ځواک لري او له امله یې ستر ستر ټوپونه رادبره کولای شي، په همدې دلیل دا قابلیت او وړتیا هم لري، چې په ډېر لږ زیانمنېدو اپوټه او معکوس لوري ته ورمخه کړي او د ځوړتیا پر لور په ستره زېرمه واوړي.

  د مسلمینو د ځوړتیا په تعلیل کې نباید پردي پړه وګڼو.

نو ځکه هغه کسان د ځوړتیا په تعلیل کې پر پردي عواملو نظر او ډېر ټینګار لري او د ځان سپینولو په لټه کې شوي او انګېرلې یې ده چې نباید پر دینوالۍ او دیني فهم ټکه وکړو او باید ډېره پړه او پازه – مسوولیت د غلیمانو، پردیو، لوټمارانو  او بدخواهانو وبولو؛ نو دا تشخیص یې سم نه دی. بېشکه که بهرنیانو په دې ټولګه کې ناوړه اغېز درلودلی او په خپله شوکمارۍ کې بریالي شوي، علت یې دا و، چې زموږ په دننه کې یې خپل ګوذار ته مناسبه زمینه درلوده. که دا دنننۍ زمینه او وړتیا نه وه، شوکمارو شوکماري نشوه کړای او دا ټولګه یې له آفاتو خوندي پاتېده او پر وړاندې یې مناسب غبرګون ښووای شو؛ بلکې کله یو غونډال – نظام هم د دښمنانو له ګوذاره پیاوړی کېږي او له دې لارې یې ځان ته پام کېږي، چې خپلې سوړي ټپې او زیانمنېدونکي ځایونه ښه پېژندای شي او لاره چاره یې ورته لټولای شي.

دښمنان هله یوې ټولګې ته ډېره تمه لري او بدې هاندوهڅې یې اغېزمنیېږي، چې په دې ټولګې کې کمزوري او ذلت رادبره شوی وي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!