تبلیغات

پر هډوکيو غوښنې جامې د((في ظلال القرآن )) د تفسير ليکوال ( شهيد سيد قطب رحمة الله عليه) تر بحث لاندې آيت په باب يوه هېښنده غونډله – جمله راوړي ،چې داده : چې کله جنين د (( عقله )) او (( مضغه)) پړاوونه تېرکړل او ټول حجرات يې پر هډوکنو حجراتو واوړي؛ نو ورپسې […]

پر هډوکيو غوښنې جامې

د((في ظلال القرآن )) د تفسير ليکوال ( شهيد سيد قطب رحمة الله عليه) تر بحث لاندې آيت په باب يوه هېښنده غونډله – جمله راوړي ،چې داده :

چې کله جنين د (( عقله )) او (( مضغه)) پړاوونه تېرکړل او ټول حجرات يې پر هډوکنو حجراتو واوړي؛ نو ورپسې سوکه سوکه غړي او غوښې پرې راخپرېږي ؛نو ځکه د ((فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا)) غونډله يوه علمي معجزه ده ،چې له دې مسالې پرده لرې کوي،چې پر هغه ورځ هيچا ته څرګنده نه وه ؛ځکه قرآن نه وايي: موږ مضعه پر هډوکيو او غوښې واړوله ؛بلکې وايي: موږ مضغه پر هډوکيو واړوله او هډوکيو ته مو غوښنې جامې ور واغوستې ، دې ته اشاره ده ،چې : مضعه ړومبى ، پر هډوکې اوړوي ا وبيا په غوښه پټېږي.

هډوکيو ته کلکې جامې !

اصولاً داچې : غړي ( او عضلات) په ((لباس = جامو)) تعبيروي، پخپله دا واقعيت راښيي ،چې که پر هډوکيو دا جامې نه واى ؛نو د انسان اندام به ډېر بدرنګ و ( داسکلټونو=ډانچو په څېر،چې ټولو ليدلي يا لږ تر لږه عکسونه او انځورونه يې موليدلي دي )

پردې سربېره،  جامې بدن ساتي، غړي هم هډوکي ساتي،چې که دا نه واى،کومې ضربې، چې پر بدن راتلې ،هډوکيو زيان مونده يا ماتېدل، همدغسې جامې ،چې د انسان بدن له سړو تودو ساتي؛نو همدا کار غوښه (( هډوکيو ته کوي،چې د بدن اصلي ستنې دي ،چې دا ټول راښيي ، چې قرآن په څومره ځيرنه تعبيرات کاروي .

((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ (سجده/۷) = هماغه، چې څه يې پيدا كړي (خو) ډېر ښه يې جوړ کړي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه.))

((ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ (سجده/۸) =  بيا يې د ده د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله.))

((ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ (سجده/۹) = بيا يې [جوړښت] ورسم كړ او له خپل روح نه يې پكې پو كړ او تاسې ته يې د اورېدو او لیدو (وس) او (د فکر کولو) زړونه دركړل؛ خو (د نعمتونو یې) ډېر لږ شكر وباسئ.))

د انسان د پيدايښت هېښنده پړاوونه  

لومړى وايي : ((خداى له خټې د انسان پيدايښت پيل کړ، وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ))،چې هم خپل عظمت او قدرت راوښيي ،چې له دغسې ساده او بې ارزښته موجوده يې دغسې برجسته او پياوړى مخلوق راوپنځاوه او هم دا انسان باخبر وي،چې: له کومه راغلى يې ؟ او چېرې به ولاړ شې؟

څرګنده ده ،چې دا آيت د ((آدم)) د پيدايښت په باب خبرې کوي، نه د ټولو انسانانو ؛ځکه د ځوځات غځېدا يې په ورپسې آيت کې اوڅار ده، او ددې آيت ظاهر، د انسان پر خپلواک خلقت يو څرګنددليل دى او ( لږ تر لږه د انسان په اړه) د انواعو د تحول د فرضيې نفې ده .

که څه،ځينې دا آيت داسې تفسيروي،چې د انواعو د تکامل له فرضيې سره سازېږي؛ځکه د انسان پيدايښت ډېرو ټيټو انواعو ته ورستنېږي او دوى هم په پايله کې په اوبو او خټې پاى مومي .

خو د آيت د تعبير ظاهر دادى،چې : د (( آدم )) او (( خټې )) ترمنځ د بې شمېره ژونديو موجوداتو واټن نه و؛بلکې انسان بې واسطې له خټې پيداشوى دى .

البته قرآن د نورو ساه کښو د انواعو په باب څه خبره کړې نه ده. دا مانا،د آل عمران سورت ٥٩ آيت ته په پامنيوي ښه څرګند ېږي : ((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ (آل عمران/۵۹)= په رښتینه کې الله ته د “عيسى” ((مثال)) د آدم په څېر دى، چې له خاورې یې پېدا كړ او بيا يې ورته وويل: ((چې شه!))؛ نو بس ((وشو)) (؛ نو ځكه بې له پلاره د مسيح زوكړه هېڅكله پر الوهيت يې دليلېداى نشي.)

د ((حجر)) سورت په ( ٢٦) آيت کې وايي:

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ = او په يقين انسان مو د کړنګېدونکي توکي له بوی ناکې تورې خټې پيدا كړ. ))

د آياتو له ټوله، ګټنه کېږي:

آدم د يو خپلواک خلقت په توګه ،له خاورې او خټې راپنځېدلى دى او پوهېږ و، چې د (( انواعو د تحول فرضيه)) د يوې پرېکندې علمي مسالې بڼه خپله کړې نه ده ،چې د پورته آيتونو له ظواهرو سره د ټکر له امله يې په بل ډول تفسير کړو او په بله وينا : تر هغې،چې د آيتونو د ظواهرو پر خلافت کومه څرګنده قرينه او دليل نه وي، بايد پر هماغه ظاهري مانا يې تطبيق کړو ،چې خبره د آدم د مستقل پيدايښت په هکله همداسې ده.

ورپسې آيت، د انسان د ځوځات پيدايښت او په ورپسې پړاوونوکې د آدم د اولادې د زوکړې څرنګوالي ته اشاره کړې او وايي : ((ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِنْ سُلَالَةٍ مِنْ مَاءٍ مَهِينٍ (سجده/۸) = بيا يې د ده د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله))

دلته (( جعل)) د پېدايښت پر مانا او ((نسل)) په ټولو پړاوونو کې د اولادې او لمسيانو پر مانا دى. ((سلالة)) په آر کې د هر څيز ((ځوښااو نږه نچوړ)) دى او دلته ترې مراد انسان څاڅکى ( نطفه) دى،چې په حقيقت کې د ټول وجود ځوښايې ده او د ژوندون پيلامه، د اولاد د زوکړې منشار او د ځوځات غځېدا يې ده . دا اوبه ،چې په ظاهر کې بې ارزښته او ناڅيزه اوبه دي؛خو د جوړښت او پکې د لامبووهوونکيو ژوندي حجراتو له پلوه او همداراز د هغې مايع د ځانګړي جوړښت له اړخه ،چې دا حجرات پکې لامبو وهي، ډېرې ظرېفې او فوق العاده دقيقې او پېچلې دي او د پالونکي د عظمت ،علم او قدرته شمېرلېږي او د (( مهين)) کچه ،چې د کمزورې ،سپکې او ناڅېره پر ماناده، د هغې ظاهرې وضع ته اشاره ده،که نه له رازونو یو ډک موجوددى .

ورپسې آيت ، په زيلانځ کې د انسان د تکامل پېچلي پړاوونو او همداراز هغو پړاوونو ته اشاره کوي،چې آدم له خاورې د پيدايښت پر مهال وهلي، وايي: ((ثم سوره؛بيا يې د هغه غړي سم کړل ،و نفخ فيه من روحه ؛ او خپل روح يې پکې ورپوکړ، وجعل لکم السمع والابصار والا فئة ؛او غوږونه،سترګې او زړونه يې درکړل، قليلا ما تشکر ون ؛خو دنعمتونو يې ډېرلږ شک کاږئ . ))

((سواه )) د (( تسويه ))له مادې ده او د تکميل او پوره کولو پر ماناده او دا ټولو پړاوونو ته اشاره ده،چې انسان يې د څاڅکي له بڼې د بدن د ټولو غړيو تر ښکاره کولو پورې وهي او همداراز هغه پړاوونه،چې ((آدم)) يې د خاورې له پيدايښت روسته د روح پوکولو تر وخته وهي .

په (( نفخ )) تعبير ، د انسان په بدن کې د روح حلول ته يوه کنايه ده ، ته وا ساه اخستو او تنفس ته تشبيه شوې، که څه هم نه داده او نه هغه.

اوکه وويل شي : له پيله ،چې په زيلانځ کې دانسان څاڅکى ايښوول کېږي اوتردې وړاندې ( هم) يو ژوندى موجوددى ؛نوځکه د روح پوکول څه مانا لري؟ په ځواب کې وايو : په پيل کې چې څاڅکى غوټه کېږي؛ يوازې يو ډول ((نباتي ژوندون)) لري؛ يعنې يوازې تغذيه، وده او نمو لري؛خو حس او حرکت [ چې د (( حيواني ژوندون)) نښې دي ] او همداراز د ادراکاتو قوه [ چې د (( انساني ژوندون ))نښه ده ] پکې نشته .

خو په زيلانځ کې د څاڅکي تکامل ، داسې پړاو ته رسي،چې حرکت پيلوي او په تدريج پکې نورې انساني قواوې ژوندۍ کېږي او دا هماغه پړاو دى ،چې قرآن يې پر (( روح پوکولو)) تعبيروي .

په ((روح )) د (( خداى )) ورزياتوالى په اصطلاح (( تشريعي زياتوالى )) دى ؛يعنې يو ګران قدرمن او له شرافته ډک روح،چې وړ دى، د خداى روح ونومول شي ، په انسان کې وپوکل شو او ددې واقعيت ښوونکى دى ،چې انسان که څه له (( مادي اړخ )) له (( تورې خاورې )) او يا (( ناڅيزه اوبو ))دى ؛خو له ((معنوي او روحاني)) اړخ د (( الهي روح )) وړونکى دى .

د وجود يوه خوايې په خاورو پاى ته رسي او بل خوا يې د پالونکي عرش ته  او د ((پرښتې او څاروي))! يوه ګډوله ده او د همدې دوو اړخونو د درلودلو له امله يې صعودي اونزولي قوس او (( تکامل )) او (( انحطاط )) يې فوق العاده پراخ دى .

قرآن په وروستي پړاو کې ،چې د انسان د پيدايښت پينځم پړاو شمېرلېږي، د غوږ، سترګې او زړه نعمتونو ته اشاره کړې ده.

البته دلته مراد ددې عړيو پيدايښت نه دى ؛ځکه دا خو د روح له پوکولو وړاندې پيدا شوي ؛بلکې منظور يې د اورېدو، ليدو،درک او عقل حس دى.

او که د (( ظاهر)) او ((باطن)) په ټولوحواسو کې يې يوازې پردې درېيو ډډه وهلې ،دليل يې دادى ،چې غوږونه او سترګې د انسان دوه خورا مهم ظاهري حسونه دي ، چې دننه او بهرنۍ نړۍ ترمنځ اړيکه جوړوي ، غوږونه، غږونه اوري او په تېره ښوونه او روزنه ورباندې کېږي اوپه سترګو بهرنى نړۍ ليدل کېږي.

د عقل ځواک ، د انسان د باطني ځواک خورا مهم حس دى او ياپه بل تعبير، دبشري وجود واکمن دى .

په زړه پورې داچې : (( فئدة )) د ((فواد)) جمع د زړه پر مانا ده؛ خو مفهوم يې تردې خورا ظريف دى ، معمولاً دا کلېمه په هغه ځای کې ويل کېږي، چې ((افروختګي = راپارول)) او (( پختګي = پوخوالى )) پکې وي !

اوپه دې توګه ، خداى تعالى په دې آيت کې،د انسان په ((ظاهر)) او ((باطن)) کې د پېژندګلوى خورا مهمې وزلې بيان کړي دي؛ځکه انساني علوم ياپه ((تجربې)) لاس ته راځي ،چې وزلې يې سترګې او غوږونه دي .

ياپه (( عقلي څېړنواو استلالونو )) راځي ،چې وزله يې عقل دى، چې په قرآن کې په (( افئده)) تعبير شوى دى،ان هغه ادراکات ،چې پر زړه په وحې يا اشراق او شهودو کېږي،بياپه همدې وزله (( افئده)) وي .

که له انسانه دپېژندګلو دا وزلې واخستل شي؛نو وجودي ارزښت يې د يو موټى خاورې او يو کاڼي تر برېده رالوېږي او له همدې امله دا آيت په پاى کې یې د سترو نعمتونو د شکر ايستو مسلې ته ورپام کړى او وايي: (( خو ډېر لږ يې شکر کاږئ )) دې ته اشاره ده ،چې: څومره ،چې ددې سترو نعمتونو شکر وکاږئ بيا هم لږ دى !

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست