تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت (پرله پسې ۱۶) د ښځمنو مقام او د پرهېز فرهنګ: د هېواد په سياسي چارو کې له ښځمنو سره له مشورې ډډه وکړه؛ ځکه رايه يې سسته او له هوډه اوړي، په ستر کې يې وساتئ، چې نامحرم ونه ويني؛ ځکه ستر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

(پرله پسې ۱۶)

د ښځمنو مقام او د پرهېز فرهنګ:

د هېواد په سياسي چارو کې له ښځمنو سره له مشورې ډډه وکړه؛ ځکه رايه يې سسته او له هوډه اوړي، په ستر کې يې وساتئ، چې نامحرم ونه ويني؛ ځکه ستر ښځو ته سنګر دى، چې له زيانه يې خوندي ساتي. له کوره وتل يې تر دې بتر نه دي، چې کور ته بې باوري راننباسې، که داسې ژوند کړاى شې، چې بې له تا نور ونه پيژني؛ نو همدغسې وکړه! پر ښځې یې له وسې پورته پېټى مه ږده؛ ځکه ښځه د پسرلي ګل دى او نه مضبوط پهلوان. تر بريده یې ډېر درناوی مه کوه، چې په تمه او د نورو لپاره په ناروا سپارښتنه درته وکړي[1]. له بې ځايه غيرت ډډه کړه؛ ځکه کېداى شي سمه ښځه ناسمۍ او پاکلمنې، بدګومانۍ ته راکاږي.

هر يو چوپړیال ته دې ټاکلې دنده وسپاره، چې پر وړاندې يې پازوال وي او د دندو سم ويش لاملېږي،چې چارې یو بل ته پرېنږدي او ناغېړي پکې ونه کړي، خپل ټبر دى ونازوه؛ ځکه وزرونه دې دي او پرې الوزې،هغه دى بيخ او سټه ده، چې ورګرځې او غښتلى مټ دې دى، چې په ملاتړ يې پر نورو بريد کوې.

دين او دنيا دې خداى ته ورسپارم او له خدايه درته اوس، په ګانده – راتلونکې او هم په دنيا او آخرت کې غوره برخليک غواړم .

والسلام

[1] دشتي : دلته فمينيزم Feminism ( ښځ واکۍ) ته ګوته نيول شوې او راښيي،چې بايد د روزنې ټول لاملونه په پام کې ونيسو، چې ښځې د الهي ښوونو په رڼا کې په اسانۍ د کمال لار ووهلای شي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!