تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت درېیمه برخه   په اولاد روزنه کې بيړه: زويه! چې ومې ليدل بوډا شوى يم او مخ پر کمزورۍ يم؛ نو د وصيت په کښلو کې مې درته بېړه وکړه او اخلاقي ارزښتونه مې درته پکې په نښه کړل او همداراز ځکه مې په کښلو کې […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

درېیمه برخه

 

په اولاد روزنه کې بيړه:

زويه! چې ومې ليدل بوډا شوى يم او مخ پر کمزورۍ يم؛ نو د وصيت په کښلو کې مې درته بېړه وکړه او اخلاقي ارزښتونه مې درته پکې په نښه کړل او همداراز ځکه مې په کښلو کې بيړه وکړه، چې هسې نه اجل مې راشي او خپلې خوالې مې درسره نه وي کړې او يا لکه څنګه چې بدن کمزورېږي، دغسې اند هم دى يا مخکې تردې، چې ورم مې درته کړى وي، ځاني غوښتنې دې درباندې لاسبري شوې وي او دنيا دې پر ځان مین کړي او منل یې درته ستونزمن شي؛ ځکه د تنکيو ژڼو زړونه د ناکره ځمکو په څېر دي، چې هر تخم کرلو ته چمتو دي. زه هم مخکې تردې چې سخت زړى او پند نه منونکى شې او عقل دې نورو څېزو ته څوبمن – لېوال شي،يو څه ادب درښيم، چې په ټوله هڅه پرکار لګيا شې او هغه ګټه تر لاسه کړې، چې تجربه کاران يې غواړي او په خپل محک يې ازمېیلې ده او دې ته اړ نشې، چې پخپله لار تجربې پيل کړې. په دې باب د ادب هغه څیزونه درښيم، چې تر ډېر زغم وروسته مو لاس ته راوړي او هغه حقايق، چې ما ته ناڅرګند ول،چې درښکاره شي.

زويه! سمه ده چې د پخوانيو هومره مې عمر نه دى کړى؛ خو کړنې مې يې وکتلې او په حالاتو مې يې غور وکړ او په اثارو کې يې وګرځېدم، تردې چې يو له هغوى ځنې شوم؛ بلکې د تاريخ له څېړنې یې ته وا له پيله تر پايه ورسره وم ؛نو د هغوى د ژوند څرګندې او خوږې برخې مې له ناڅرګندو او ترخو برخو بېلې کړې او ځان مې یې پر ګټورو او زيانمنو چارو پوه کړ، بيا مې د هغوى مهم او ارزښتناکه څيزونه او هره ښکلې او خوږه پېښه درته غوره کړه او ناپېژندل شوي او مجهول څیزونه مې يې يوې خوا ته کړل؛نو لکه څنګه چې لوراند پلار خپل اولاد ته ښه خوښوي،زه دې هم ددې آر په لاروۍ په ښو ادبي څيزونو روزم؛ لکه  څنګه چې د ځوانۍ پېل دې دى او روزګار ته دې نوې مخه کړې، نيت دې پاک او نفس دې له چټليو سپېڅلى دى.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!