تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ (الزخرف/۵۴) ژباړه : نو خپل قوم یې بې عقله وموند [او ويې غلول] او دوی ورسره ومنله (؛ځكه) چې دوى يو پوله ماتى قوم و.   انديز ښكېلاك؛ د ټولو فاسدو واكمنيو يو دود دى: دا د فاسدو واكمنيو كړندود دى، چې د استبداد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ (الزخرف/۵۴)

ژباړه : نو خپل قوم یې بې عقله وموند [او ويې غلول] او دوی ورسره ومنله (؛ځكه) چې دوى يو پوله ماتى قوم و.

 

انديز ښكېلاك؛ د ټولو فاسدو واكمنيو يو دود دى: دا د فاسدو واكمنيو كړندود دى، چې د استبداد دوام او غځېدا ته، ولس په ټيټه انديزه كچه كې ساتي او په ډول ډول وزليو يې غولوي، او له واقعياتو په ناخبرۍ يو حال كې يې ور ډوبوي او دروغجن ارزښتونه د رښتينو ارزښتونو ځايناستي كوي او همېش يې له حقايقو او واقعياتو لرې ساتي؛ ځكه د ولسونو راويښېدل، پوهه او انديزه وده يې، د شيطاني او استبدادي واكمنيو ستر دښمن دى، چې په ټول وس ورسره مبارزه كوي. دا فرعوني دود (يعنې د عقلونو استضعاف او د خلكو غولول) نن هم په فاسدو ټولنو كې چلېږي. كه فرعون دې موخې ته محدودې وزلې درلودې؛ خو ننني طاغوتيان، له ډليزو رسنيو، مطبوعاتو، غږيزو او انځوريزو او په څېر يې ډول ډول وزلې كاروي، چې ولسونه پرې وغولوي او پوره يې ناخبره وساتي، چې د دوى ومني. نو ځكه پوهان او دين ته ژمن، چې د پيغمبرانو انديزه ليكه او ښوونځي غځوي د خلكو د غولونې پر ضد د درنې مبارزې مسووليت ورترغاړې دى. په زړه پورې خو دا، چې آيت په دې غونډله پاى ته رسېدلى دى: ((په رښتيا، چې هغوى يو فاسق قوم و))؛ دې ته په اشارې كه دا بې لارې قوم كه فاسق او د خداى او عقل د حكم له اطاعته وتلى نه واى؛ نو دغسې تبليغاتو ته يې غاړه نه ايښووه او پخپله يې د خپل بې لاريتوب وزلې نه چمتو كولې؛ نو ځكه په خپل بې لاريتوب كې معذور نه وو. سمه ده، چې فرعون وغولول او خپل اطاعت ته يې اړكول؛ خو په پټو سترګو يې غاړه ورته كېښووه او ددې چار لاملونه يې چمتو كړل. هو، هغوى له پولې اووښتي وو، چې په يو سرغړاند او له پولې اوښتي پسې ولاړل (نمونه تفسیر، 21 ټ: 88 مخ.)

 

[سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!