تبلیغات

  بداء په وړاندوينو کې که له اهلبيتو يو امام په راتلونکي کې د يو څه د هرومرو پېښېدو خبر ورکړي او په الهي مشيت پورې يې مشروط او تړلى ونه ګڼي؛نو ورته “حتمي قضا” او “تقدير” وايي او دا له هغو درېمو قضاوو دوېم ډول دى،چې مخکې مو توضيح ورکړه. دا ډول وړاندوينې؛لکه څنګه […]

 

بداء په وړاندوينو کې

که له اهلبيتو يو امام په راتلونکي کې د يو څه د هرومرو پېښېدو خبر ورکړي او په الهي مشيت پورې يې مشروط او تړلى ونه ګڼي؛نو ورته “حتمي قضا” او “تقدير” وايي او دا له هغو درېمو قضاوو دوېم ډول دى،چې مخکې مو توضيح ورکړه.

دا ډول وړاندوينې؛لکه څنګه چې واړندوينې يې شوې وې،راپېښېږي او بېخي بدلون او “بداء” پکې نه راځي؛ ځکه خداى د هغه څه په بدلولو سره ،چې مخکې يې خلکو ته ابلاغ کړي،خپل استازي خلکو ته نه دروغجنوي .

او که د يو څه د راپېښېدو خبر ورکړي؛خو هغه د خداى په ارادې او خوښې پورې مشروط وبولي او په دې شرط او تعليق هم له هغو قراينو او شرايطو،چې په هماغه خبر کې کارول شوى او هم له نورو خارجي علايمو ځان پرې پوه کړو؛نو داسې وړاندوينې دي، چې “بداء” او د بدلون احتمال پکې شته او که د پالونکي خداى مشيت د وړاندوينې پر خلاف شي او را پېښ نشي؛ نو دروغ نه ګڼل کېږي او ورته سمه وړاندوينه ويلاى شو،چې خداى نه غوښتل راپېښه شي؛ځکه مخکې هم وويل شول، چې د کار پېښېدل يې د خداى په ارادې پورې اړوند ګڼلي وو.

په دې اړه”عياشي” له “عمرو بن حمق” څخه روايت کوي : هغه مهال،چې د اميرالمؤمنين “علي”(ک) سر چاودېدلى و؛نو زه ورغلم او راته يې وويل : عمرو ! ډېر ژر به له دې دنيا ولاړ شم او له تاسې به بېل شم او بيا يې وويل : په اويايم کال کې به يوه بلا را پېښه شي…….. ورته مې وويل: مور و پلار مې درځار شه! آيا تر اويايم کاله وروسته به دا بلا ولاړه شي که نه ؟ راته يې وويل:هو ! وروسته ترې هوسا او سوکاله ژوند دى.بيا امام “علي”(ک) دا آيت ووايه : (( يَمْحُوا اللَّهُ مَا يَشَاءُ وَيُثْبِتُ وَعِندَهُ أُمُّ الْكِتَابِ(رعد/ ٣٩ )=خداى چې څه وغواړي، له منځه يې وړي، يايې تثبيت او ټينګوي او اصلي ليکنه (= الهي علم) يوازې له هغه سره ده. ))
 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست