تبلیغات

ختميه معجزه قرآن کريم د پېغمبرانو د خاتم تلپاتې معجزه ده.تېرو پېغمبرانو؛لکه حضرت ابراهيم (ع)،موسى (ع) او عيسى (ع) هم اسماني کتاب او هم معجزه درلوده او د معجزو زمينه يې بې له اسماني کتابونو بل څه وه؛ لکه پر”سړو او سلام” د سوځنده اور بدلېدل،د وچ لرګي په ښامار بدلېدل يا د مړيو راژوندي […]

ختميه معجزه

قرآن کريم د پېغمبرانو د خاتم تلپاتې معجزه ده.تېرو پېغمبرانو؛لکه حضرت ابراهيم (ع)،موسى (ع) او عيسى (ع) هم اسماني کتاب او هم معجزه درلوده او د معجزو زمينه يې بې له اسماني کتابونو بل څه وه؛ لکه پر”سړو او سلام” د سوځنده اور بدلېدل،د وچ لرګي په ښامار بدلېدل يا د مړيو راژوندي کېدل .

څرګنده ده،چې دا هره يوه لنډمهاله چار و؛خو د پېغمبرانو د خاتم د معجزو زمينه کتاب دى.کتاب يې په يو وخت کې هم کتاب دى او هم د رسالت برهان او په همدې دليل ختميه معجزه د نورو معجزو پر خلاف تلپاتې ده؛نه لنډ مهاله.

معجزه له وخت او ځاى سره متناسبه وي او داچې د پېغمبرانو د خاتم معجزه د کتاب له ډوله ده،چې هغه مهال د پوهې،تمدن او فرهنګ د پرمختګ پېر و او دا پرمختګونه امکان ورکوي،چې په تدريج ددې کتاب د اعجاز ځينې ا ړخونه رابرسېره شي،چې مخکې نه ول رابرسېره شوي؛لکه تلپاتېتوب يې د پيغام او رسالت له تلپاتېتوب سره متناسب دى،چې تلپاتې او نسخ نه منونکى به وي.

قرآن کريم په څو آيتونو کې د خپل اعجاز اړخ او فوق بشريتوب مطرح کړى دى.

((وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (بقره/٢٣)= او كه تاسې د هغه څه په باب شكمن ياست،چې ما پر خپل بنده [= پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) د هغه په څېر يو سورت راوړئ؛ نوكه رښتيا وايئ (د دې كار لپاره) بې له خدايه خپل شاهدان راوبلئ.))

لکه څنګه چې يې بې له قرآن پر نورو معجزو هم ټينګار کړى دى.په قرآن کريم کې د معجزو په هکله خورا مسايل نوموتي دي؛لکه له الهي معجزاتو سره د الهي پېغمبرانو د يو ځاى والي اړتيا او داچې معجزه ((بينه))،حجت او قاطع ده او داچې پېغمبران معجزه د خداى په اجازه راوړي او داچې پېغمبران تر هغو معجزې راوړي،چې د خبرو پر رښتينولۍ يې ((آيت)) او ((بينه)) وي؛خو دنده نه لري،چې د خلکو د ((اقتراحاتو)) تابع وي او هر وخت او په هر ځاى کې،چې خلک د هر څه د معجزې غوښتنه وکړي؛نو دوى يې ومني او په بله وينا: پېغمبرانو د معجزې نندارتون نه دى پرانستى او د معجزو کارخانه يې هم نه ده پرانستې.

قرآن لکه څنګه،چې دا مسايل مطرحوي؛په څرګنده يې د تېرو پېغمبرانو ؛لکه حضرت نوح،ابراهيم،لوط،صالح،هود،موسى او عيسى عليهم السلام معجزې راوړي او تاييد کړي ،چې بېخي د تاويل وړ نه دي .

ځينو مستشرقان او مسيحي کشيشان د قرآن شريف پر هغو آيتونو استناد کړى،چې پېغمبر اکرم به د مشرکانو د اقتراحاتو پر وړاندې منفي ځواب ورکاوه؛مدعي شوي،چې پېغمبراکرم ويلي: بې له قرآنه بله معجزه نه لرم؛که قرآن مې د معجزې په توګه منئ؛سمه ده؛ګنې زه خو بې له قرآن بله معجزه نه لرم.

ځينې روڼ آندو ليکوالو هم همدا څرګندونه منلې او ورته يې په دې بڼه مخونه ورکړې،چې معجزه دليل دى؛خو هغه نابالغ بشر او ماشوم بشر ته،چې په غيرعادي او هېښنده چارو پسې دي؛وده کړى انسان دا ډول چار ته څه توجه نه لري او سرو کار يې له منطق-سول سره دى او داچې د اسلام د پېغمبر(ص) پېر د عقل او سول پېر دى؛ نه د وهمونو او ذهني خيالونو؛نو پېغمبراکرم (ص) هم د خداى په اجازه بې له قرآنه د بلې معجزې له راوړو ډډه کوله،وايي:

(( له معجزو او خارق العاده چارو د پخوانيو پېغمبرانو مرسته غوښتل يو هرومرو چار و؛ځکه په هغه پېر کې په عقلي استدلال يې لارښوونه ستونزمن؛ بلکې ناشونى و…. د اسلام د پېغمبر د راښکاره کېدو په پېر کې، بشر د ماشومتوب پېر تېر کړى و او د فکري بلوغ پېر ته يې ګام ورايښووه؛پرونى ماشوم،چې مور ته اړمن و،چې له لاسه يې ونيسي او ګرځېدل ورزده کړي،پخپله يې کړاى شول پر خپلو پښو ودرېږي او خپل عقل په کار واچوي….بې دليله او بې حکمته نه وه،چې د اسلام پېغمبر به د منکرانو او معاندانو د معجزې غوښتلو پر وړاندې مقاومت کاوه او د خپلې بلنې د حقانيت اثبات ته به يې په عقلي،تجربي او تاريخي شواهدو بسيا کوله….د منکرينو له دې دومره ټينګار سره،د اسلام پېغمبر به د خداى په اجازه د پخوانيو پېغمبرانو په څېر د معجزې له راوړلو نمښته کوله او يوازې پر قرآن يې ډډه کوله،چې په څېر به يې بله معجزه نه وي .

قرآن؛د پېغمبرانو د خاتم معجزه، پخپله د رسالت پر خاتميت بل دليل دى؛هغه کتاب دى،چې منځپانګه يې د هستۍ حقايق دي او په ګردو اړخونو کې د بشري ژوند لارښوونې پکې رانغاړل شوي دي؛داسې معجزه،چې له عاقل بشر سره ښايي؛نه له ماشوم بشر سره،چې د اوهامو او تخيلاتو په دام کې راښکېل وي.))

وګ:دکتر حبيب الله پيمان؛فلسفه تاريخ از نظر قرآن:١٥-١٦ مخونه.

داکټر علي شريعتي (اسلام شناسي٥٠٢-٥٠٦ مخونه) وايي:

(( هغه فضا،چې تېر انسان پکې ساه اخېسته، تل له خرافاتو،موهوماتو او خارق العاده چارو ډکه وه او يوازې هغه څه به پرې اغېزمن ول،چې د عقل او حس پر خلاف به ول؛نو ځکه په تاريخ کې بشريت وينو،چې تل د “پيل” په لټه کې او “غيب” ته لېوال دى.دا حساسيت د هر نامحسوس او نامعقول پر وړاندې دى او په هغو خلکو کې ډېر دى،چې له مدنيته لرې دى.دوى هماغومره،چې ((طبيعت)) ته نږدې دي،((له طبيعت هاخوا)) ته لېوال دي،چې ((خرافه)) ددې معيوب حقيقت زوکړه ده. بېديايي انسان تل په معجزې پسې دى او نړۍ يې له ارواوو او هېښنده رازونه ډکه ده…د لرغوني انسان اروا هله اغېزمنېږي،چې هک پک شي؛نو ځکه نه يوازې پېغمبران؛بلکې پاچايان،زورور او د هر ټبر حکيمان خپل ځان ته د مخونې لپاره پر خارق العاده چارو لاس ايښووه او په دې کې پېغمبران، چې د رسالت بنسټ يې پر ((غيبو)) دى؛بايد تر نورو ډېر په “معجزه” لاس پورې کړي؛ځکه همپېري خلکو ته يې د علم، سول، محسوس او څرګند حقيقت په پرتله ((اعجاز)) ډېر اغېزمن او کارجوړى دى؛خو د حضرت محمد (ص) کيسه له دې قاعدې مستثنى ده؛هغه په داسې ټولنه کې کتاب خپله معجزه وښووه،چې په ټول تجارتي بازار کې يې تر اوو زيات کسان ليک لوستي نه ول او بې له وياړ، تورې، توکي، اوښ او زوى يې د هېڅ څيز په هکله فکر نه کاوه او دا چار پخپله يوه معجزه ده.

کتاب ! هغه هم په هغه سيمه کې،چې په تاريخ کې يې يوه نسخه کتاب هم په سترګو نه دى ليدل شوى! خداى يې پر ((مرکب))، ((قلم)) او ليکلو قسم خوري او په هغو خلکو کې،چې قلم د څو ټيټو او بېوسو وګړيو اوزار ګڼي او دا پخپله يوه معجزه ده…

کتاب يوازېنۍ معجزه ده،چې تل يې ليداى شو او هره ورځ يې اسانه معجزه مونداى شو او يوازېنۍ معجزه ده،چې د نورو معجزو پر خلاف، څوک چې څومره هوښيار او پوه وي او هره ټولنه،چې څومره پرمختللې او متمدنه وي،ددې معجزې پر اعجاز به سم او ژور پوهېږي؛يوازېنۍ معجزه ده،چې ګروهه پرې يوازې پر غيبو پر ګروهمنو پورې ځانګړې نه ده او پر اعجاز يې هر روڼ آندى منښته کوي؛يوازېنۍ معجزه ده،چې نه يوازې عوامو ته؛بلکې روڼ آندو ته هم ده،يوازېنۍ معجزه ده،چې د نورو معجزو پر خلاف د حيرانتيا د راپارولو لپاره نه ده،د يوه رسالت د منلو لپاره وسيله او سريزه نه ده؛بلکې ورسره د يو ځاى کېدونکيو ښوونه او روزنه ده؛ پخپله د منلو موخه ده،پخپله رسالت دى او بالاخره د حضرت محمد (ص) معجزه له “غير بشري” چارو ځنې نه ده؛ که څه هم يو “غيربشري” چار دى؛نو ځکه د نورو تېرو معجزو پر خلاف،چې يوازې د خلکو د باور لپاره يو لامل و (هغه هم هغه محدود خلک،چې ويني يې) او بې له هغه يې هېڅ ګټه نه درلوده؛د حضرت محمد (ص) معجزه د انساني استعداد تر ټولو عالي ډول دى او کړاى شي د تر ټولو عالي برخليک په نامه يې په کار راشي؛هغه برخليک،چې تل ورته لاسرسى ولري….

حضرت محمد(ص) کوښښ کوي،چې د خلکو کنجکاوي له غير عادي چارو او کراماتو عقلي،سوليز،علمي،طبيعي،ټولنيزو او اخلاقي چارو ته راواړوي او د حساسيت لوري يې له ((عجايبو او غرايبو)) څخه ((حقايقو او واقعياتو)) ته راواړوي او دا څه ساده هڅه نه ده؛هغه هم د هغه خلکو پر وړاندې،چې بې له غير طبيعي چارو بل هېڅ ته هم نه تسليمېږي او هغه هم په هغه سړي،چې ځان په هغوى کې پېغمبر ګڼي. ځان ته پېغمبر ويل او خلک خپل الهي رسالت ته رابلل او ورسره رسماً منښته کول،چې ((زه له غيبو خبر نه يم)) خورا هېښنده چار دى او بې له انساني ارزښته يې،هغه څه چې سخت نور هم هېښنده دي،هغه ستره رښتينولي ده،چې په کار کې يې تر سترګو کېږي،چې هر زړه او فکر درناوي او ستاينې ته اړ کوي . پوښتل کېږي:که ته پېغمبر يې؛نو د توکيو بيه راته مخکې له مخکې ووايه،چې په سوداګرۍ ډېره ګټه وکړو. قرآن کريم ورته حکم کوي،چې ووايه : ((قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (اعراف/١٨٨)=(ورته) ووايه : ((زه خپل ځان ته د ګټې او زيان واک نه لرم؛خو څه چې خداى وغواړي (او له غيبو او پټو رازونو هم خبر نه يم؛ خو څه چې خداى وغواړي) او كه له غيبو خبر واى؛ نو ځان ته به مې ډېرې ګټې اړولې واى او هېڅ زيان به راته نه رارسېده؛زه يوازې هغوى ته يو ويروونكى او زېرى وركوونكى يم،چې ايمان راوړي ( او د حق منلو ته چمتو وي ) ))

خو پېغمبر،چې غيب ويوونکى نه وي او له اراوو او پېريانو سره خبرې و نه کړي او هره ورځ يو کرامت و نه لري؛نو په بيدياني خلکو کې به څه انځور ولري؟

حضرت محمد (ص) هغوى په کائناتو کې تفکر،پاکۍ،دوستۍ،وفا او د هستۍ،ژوند او د انسان د برخليک د مانا پوهې ته رابلل؛خو هغوى به ترې تل معجزه،غيب ويينه او کرامت غوښته او خداى يې د خولې رااخلي او وايي: ((سبحانک ربى هل کنت الا بشراً رسولاً=سبحان الله ! زه خو يوازې يو بشري استازى يم))

وګ:ډاکټر علي شريعتي؛اسلام شناسي:٥٠٢-٥٠٦ مخونه.

د اسراء د سورت پر٩٠-٩٣ آيتونو دې ډلې استناد کړى، چې وايي:

(( وَقَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا . أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا . أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاء كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللّهِ وَالْمَلآئِكَةِ قَبِيلاً . أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَى فِي السَّمَاء وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّى تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إَلاَّ بَشَرًا رَّسُولاً = او و يې ويل:(( موږ به تر هغو پر تا ايمان رانه وړو، چې له دې ( وچې اوسوځنده ) ځمكې دې،راته چينه نه وي بهولي او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې؛يا لكه څنګه چې ګومان كوې،پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا خداى او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو) ؛ يا ستا لپاره د سروزرو يو كور وي، يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختلو به (هم) باور و نه كړو،څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې،چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي) )) ووايه :(( پالونكى مې( له دې بې مانا خبرو) پاك دى ! ايا (زه) له يو بشري استازي پرته بل څه يم ؟!))

وايي : دا آيتونه ښيي،چې مشرکانو بې له قرآنه له پېغمبراکرمه معجزه غوښته؛خو رسول اکرم به ترې ډډه کوله.

موږ ددې ترڅنګ،چې له هغو مطالبو ځنې يو لړ يې منو؛په تېره بيا چې د کتاب د معجزې توب غوراوى يې د نورو معجزو په پرتله وښود؛خواشيني يو،چې ټولې څرګندونې يې نه شو منلاى زموږ له پلوه څو مسئلې د ويينې وړ دي :

١- د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده او بې له قرآنه د معجزې غوښتونکيو له غوښتنې يې ډډه کوله او د اسراء د سورت آيتونه پردې مطلب دليل دي.

٢-د اعجاز ارزښت او په کار راتلنه څومره ده؟ آيا اعجاز او خارق العاده چار د بشر د ماشومتوب له پېر سره متناسب و،چې عقل او سول کارجوړى نه وي او هر کس ان حکيمانو او پاچيانو پرې ځان ته مخونه ورکوله او خلک يې پرې قانعول؛د اسلام د پېغمبر معجزه،چې کتاب دى؛له دې قاعدې مستثنى دى او هغه ځان ته پر کتاب او په حقيقت کې پر عقل او سول مخونه ورکړه؟

٣-د اسلام پېغمبر هڅه کوي،چې د خلکو پام له غيرعادي چارو او کراماتو څخه سوليز او عقلي چارو ته راواړوي.

پر درې واڼو مطلبونو به رڼا واچوو:

 

بې له قرآنه بله معجزه

آيا د اسلام پېغمبر بې له قرآنه بله معجزه نه درلوده؟پردې سربېره،چې دا خبره د تاريخ،سنت او متواترو حديثونو له پلوه د منلو وړ نه ده؛د قرآن د څرګند نص پر خلاف هم ده.

((شق القمر)) پخپله په قرآن کې راغلى. فرض کړئ څوک ((شق القمر)) ته مخونه ورکړي او تعبير يې کړي (،چې البته د تاويل وړ نه ده)؛ د “معراج” او د اسراء د سورت کيسې ته به څنګه مخونه ورکوي او تعبيروي يې. په ډاګه وايي:

((سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ (اسراء/١)= پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو،چې يوازې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى .))

آيا دا پېښه خارق العاده او معجزه نه ده؟

پېغمبر اکرم يو راز خپلې يوې مېرمن ته ووايه،چې بل چا ته به يې نه وايي؛خو بلې مېرمنې ته يې ووايه . رسول اکرم ورته وويل : ولې دې زما راز بربنډ کړ. دا کيسه او د دوو مېرمنو ترمنځ خبرې د تحريم د سورت (درېم آيت) راخستې او رسول اکرم يې خبر کړى،چې راز دې بربنډ شوى او مېرمنې په حيرانيتا وپوښتل: له کومه پوه شوې.رسول اکرم:خداى خبر کړم. آيا دا له غيبو خبرېدل او معجزه نه ده؟

((وَإِذْ أَسَرَّ النَّبِيُّ إِلَى بَعْضِ أَزْوَاجِهِ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِ وَأَظْهَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُ وَأَعْرَضَ عَن بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِ قَالَتْ مَنْ أَنبَأَكَ هَذَا قَالَ نَبَّأَنِيَ الْعَلِيمُ الْخَبِيرُ (تحريم/٣)= او (درياد كړه) چې كله پېغمبر خپلې يوې مېرمنې [= بي بي حفصې] ته پټه خبره وكړه؛نو هغې،بله [=بي بي عائشه] پرې خبره كړه او خداى [خپل استازى] پر [راز لوڅولو] خبر كړ [پېغمبر] د [راز] يوه برخه همدې مېرمنې ته ښکاره کړه او له بلې برخې تېر شو؛نو چې همدا مېرمن يې د راز له برسېرولو خبره کړه [؛نو] هغې وويل: (( ته چا خبر كړې؟!)) ويې ويل: (( پوه [او] خبر (خداى) پرې خبر كړم! ))

د اسراء د سورت ٩٠-٩٣ او دې ته ورته نور آيتونه،چې استناد پرې شوى،کيسه يې بل څه ده . هلته معجزه هغو خلکو غوښته،چې معجزه يې د ((بينه)) او ((آيت)) په مانا نه غوښته،چې واقعاً په دليل او برهان پسې وي. دا آيتونه او د “عنکبوت” د سورت پنځوسم آيت په معجزه غوښتنه کې د مشرکانو ځانګړى سول او د معجزې د فلسفې په هکله د قرآن ځانګړى سول روښانوي. وايي:

((وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ(عنکبوت/٥٠)= او ويي ويل: (( ولې پر هغه د خپل پالونكي له لوري معجزې نه دي نازلې شوي؟ )) ووايه: (( ټولې معجزې له خداى سره دي (او په حكم يې نازلېږي،نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يوازې ښكاره ګواښونکى يم. ))

د اسراء د سورت په ٩٠-٩٣ آيتونو کې د مشرکانو خبرې داسې پيلېږي :لن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا….؛يعنې موږ به ستا په ګټه درسره يو ځاى نه شو؛خو دا چې زموږ په ګټه د مکې له وچې ځمکې چينه راوبهوې (؛يعنې يوه معامله) يا له ونو ډک بڼ،چې اوبه پکې بهېږي يا د سرو زرو ډک کور ولرې (،چې موږ هم ترې ګټنه وکړو؛يعنې بيا هم يو ډول معامله) يا د اسمان يو ټوټه-؛لکه څنګه چې انګېرې،چې په قيامت کې به داسې کېږي-راباندې راګوزاره کړې (؛يعنې عذاب،مرګ او د کار پاى؛نه معجزه) يا خداى او پرښتې راسره مخ کړې يا اسمان ته وخېژې او په وياړ مو زموږ په نامه له خدايه راته ځانګړى ليک راوړې (بيا هم يوه معامله؛خو د نغدو نه؛بلکې وياړ؛خو ناشونيتوب ته يې پام نه کوي).

مشرکانو و نه ويل : لن نؤمن بک…؛يعنې څو دې پلانۍ معجزه نه وي کړي؛نو ايمان درباندې نه راوړو؛و يې ويل: لن نؤمن لک؛يعنې په ګټه به دې له ډلې سره يو ځاى نه شو؛يعنې يو مصلحتي تصديق او د ګروهې پېر پلور. ((آمن به)) او ((آمن له)) سره توپير لري.

د فقهې د اصولو علماوو د توبې د سورت په ٦١ آيت کې،چې د رسول اکرم په هکله وايي:((يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ=(؛خو پوه شئ) چې هغه پرخداى ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پر خبرو باوركوي او له تاسې چې چا ايمان راوړى)) دا لطيف ټکى استنباط کړى دى.

پردې سربېره څه يې،چې د دې مصلحتي تاييد پر وړاندې غوښتنه وه، د(( تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعًا)) په تعبير ادا کړل؛يعنې زموږ په ګټه چينه راوبهوې.

څرګنده ده،چې دا مزدوري غوښتل دي؛نه ((بينه))،دليل او برهان. پېغمبر ځکه راغلى،چې واقعي مؤمنان جوړ کړي؛نه داچې د معجزې په بيه ګروهه وپېري.

پخپله محترم ليکوال هم ليکي،چې پېغمبر اکرم ته يې ويل: (( که ته پېغمبر يې؛نو د توکيو بيه راته مخکې له مخکې ووايه،چې په سوداګرۍ کې ډېره ګټه وکړو.)) څرګنده ده،چې دا معجزه غوښتل د حقيقت برسېرنې لپاره نه دي؛بلکې د پيسو ګټلو لپاره له پېغمبره وسيله جوړول دي؛نو څرګنده ده،چې د پېغمبراکرم ځواب به دا وي : چې که خداى (ددې موخو لپاره) له غيبو خبر کړى وم؛نو هغه به مې خپلو دنيوي چارو لپاره وسيله کاوه؛خو معجزه او غيب ددې چارو وسيله نه ده؛زه پېغمبر،زېرى ورکوونکى او وېرونکى يم.

مشرکانو انګېرل،چې معجزه د پېغمبر په واک کې ده؛هر ساعت،هر څنګه او د هر مطلب لپاره يې چې وغواړي،تر سره کولاى يې شي؛نو ځکه يې ترې د چينو رابهول،له سروزرو ډک کور او مخکې له مخکې د بيو پوښتنه کوله؛حال داچې معجزه د وحې په څېر ده او په هغه اړخ پورې اړوند ده؛نه په دې اړخ پورې؛لکه څنګه چې وحې د پېغمبر د لېوالتيا تابع نه ده؛له هغې خوا يو بهير دى،چې پېغمبر اغېزمنوي؛ معجزه هم له هاخوا يو بهير دى،چې پېغمبر اکرم اغېزمنوي او په لاس يې ترسره کېږي.

دا ددې مانا ده،چې وحې د خداى په اجازې ترسره کېږي او دا د عنکبوت د پنځوسم آيت مانا ده،چې مسيحي کشيشان ترې ناوړه ګټنه کوي.

((قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ ووايه: (( ټولې معجزې له خداى سره دي (او په حكم يې نازلېږي، نه زما او ستاسې په خوښه) او زه يوازې ښكاره ګواښوونکى يم. ))

د معجزې په نامه له غيبو خبر همداسې دى او تر هغه چې د پېغمبر اکرم په شخصيت پورې اړوند ده؛هغه له غيبو بې خبره دى:

((قُل لاَّ أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَآئِنُ اللّهِ وَلا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ إِنْ أَتَّبِعُ إِلاَّ مَا يُوحَى إِلَيَّ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الأَعْمَى وَالْبَصِيرُ أَفَلاَ تَتَفَكَّرُونَ (انعام/٥٠)= ووايه : (( زه دا نه وايم چې له ما سره د خداى خزانې دي او زه (خو څه چې خداى يې راته ښيي) له غيبو خبر نه يم او نه تاسې ته وايم،چې زه پرښته يم،زه خو يوازې د هغه څه چې راته وحې كېږي، لاروي كوم .)) ووايه :(( ايا ړوند او ليدونكى برابر دي ؟!؛ نو ولې فكر نه كوئ ؟!))

خو هلته چې له غيبو او “له طبيعت هاخوا” اغېزمنېږي؛نو له پټ راز خبرېږي او چې کله پوښتل کېږي : له کومه خبر شوې؟ وايي: پوه خداى خبر کړم.

که پېغمبراکرم وايي: له غيبو خبر نه يم او که له غيبو خبر وم؛نو له دې لارې به مې ډېرې پيسې ګټلې وې ((وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ(اعراف/١٨٨)= او كه له غيبو خبر واى؛ نو ځان ته به مې ډېرې ګټې اړولې واى)) غواړي د مشرکانو سول وځپي،چې له غيبو يوازې په معجزې د ځانګړې موخې لپاره په وحې پوهېږم.که له ځانه په غيبو پوهېدم؛نو د ځان په ګټه به مې کاراوه او ددې پر ځاى،چې ستاسې جېبونه ډک کړم،خپل جېبونه به مې ډک کړي واى.

قرآن کريم وايي:

((عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَى غَيْبِهِ أَحَدًا . إِلَّا مَنِ ارْتَضَى مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا (جن/٢٦-٢٧)= (هغه) پر غيبو پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه پوهوي؛خو هغه استازى (ترې خبروي)، چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې ورته ساتونكي ګومارلي دي.))

قرآن کريم په ډېرى آيتونو کې د پېغمبرانو معجزې ښوولي؛نو څنګه شونې ده،چې له حضرت محمد(ص) نه معجزه وغواړي-لکه څنګه چې يې له نورو پېغمبرانو معجزه غوښته او هغوى ورسره منله-پېغمبر اکرم ورته ووايي : (( سبحان الله ! زه يوازې بشر د خداى رسول يم.)) آيا هغوى حق نه درلود،چې ووايي: آيا تر تا مخکې پېغمبران،چې ته يې پخپله هم تاييدوې،بشر يا د خداى استازي نه ول؟ آيا شونې ده،چې دومره ښکاره تناقص په قرآن کې وي؟ آيا شونې ده،چې مشرکان داسې تناقص ته متوجه شوي نه وي ؟

که د روڼ آندۍ دا سول سم وي،پېغمبر اکرم ددې پرځاى،چې ووايي: (( سبحان الله ! زه يوازې بشر د خداى استازى يم)) بايد ويلي يې واى : (( سبحان الله ! زه د رسولانو خاتم يم او د نورو رسولانو له قاعدې مستثنى يم او له ما هغه څه مه غواړئ،چې له نورو پېغمبرانو مو غوښته))؛ نه دا چې ووايي: زه د نورو رسولانو په څېر رسول يم.

نو څرګندېږي،چې مشرکانو پر حقيقت پوهېدو ته له رسول اکرم معجزه نه غوښته؛داسې څه يې غوښتل،چې د پېغمبرانو شان داسې نه دى،چې داسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي؛نو ځکه پېغمبر اکرم ورته وويل: (( سبحان الله ! زه يوازې بشر د خداى استازى يم))؛يعنې څه چې تاسې غواړئ،داسې څه نه دي،چې حقيقت پلټونکى يې له پېغمبرانو او رسولانو غواړي او پېغمبران ملزم وي،چې مثبت ځواب ورکړي؛تاسې چې څه غواړئ،معامله ده،ما ليدل او خداى نه ليدل او په خپلواکه توګه له ما څه غوښتل د نورو پر وړاندې د ځانمنۍ،تکبر او خپل امتياز جوتول دي،چې د داسې چارو غوښتنه ناشونې ده او….

زه منښته کوم،چې عوام تل معجزه سازۍ ته لېوال دي؛نه يوازې پېغمبر او امام ته؛بلکې هرې ډبرې،ونې او قبر ته؛خو آيا دا اړخ لاملېږي،چې موږ له پېغمبراکرمه بې له قرآنه هر ډول معجزه او کرامت منتفي وګڼو؟

معجزه او کرامت توپير لري . معجزه؛يعنې ((بينه)) او ((الهي آيت))،چې د الهي ماموريت د اثبات لپاره ترسره کېږي؛خداى ترې يو مراد لري؛نو ځکه ځانګړيو شرايطو ته محدوده ده؛خو کرامت خارق العاده چار دى، چې يوازې د يو انسان روحي ځواک او نفساني سپېڅليتا ښيي او د ځانګړي الهي مراد د اثبات لپاره نه دى.دا چارې خورا ترسره کېږي او ان ويلى شو،چې يو عادي چار دى او يو شرط ته هم مشروط نه دى. معجزه د خداى ژبه ده،چې يو وګړى پرې تاييدوي؛خو کرامت داسې ژبه نه ده.

 

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه

د اعجاز ارزښت او پکار راتلنه څومره ده؟ منطقيين او فيلسوفان هغه مواد،چې په استدلال کې کاروي،د ارزښت او پکار راتلنې له پلوه يې په څو ډولو ويشلي دي : ځينې دا عناصر برهاني ارزښت لري او علمي او عقلي اړنګ ته ځاى نه پرېږدي؛لکه هغه مواد او عناصر،چې يو رياضي پوه يې پخپلو استدلالونو کې کاروي. ځينې نور يې اقناعي ارزښت لري؛ لکه هغه مواد او عناصر،چې ويناوال يې پخپلو ويناوو کې کاروي او که ورته ځير شو؛نو شونې ده،چې اړنګ پکې وي؛خو که را و نه سپړل شي؛عملاً يو حرکت جوړوي او ځينې يوازې راپارونکي او احساساتي ارزښت لري او ځينې نور ارزښتونه لري.

 

د اعجاز ارزښت او د قرآن له پلوه يې پکار راتلنه څه ده؟

لکه څنګه چې قرآن کريم د خلقت آثار د خداى پر وجود د خداى آيتونه او پرېکنده دليلونه ګڼي؛د انبياوو معجزات هم د آيتونو او بيناتو په نامه يادوي او د راوړونکي پر وينا يې قاطع عقلي او سوليز څرګند حجت دى.

قرآن پر معجزو پراخه ويينه کړې او د خلکو دا کار يې سوليز چار ګڼلى، چې بې له آيت او بينه به ورته نه تسليمېدل او تر هغې يې پېغمبرانو ته د خلکو د معجزو د غوښتو د غوښتنې اجازه ورکړې،چې معقول او سوليزه وي او پر نبوت يې ګواه وي؛نه داچې د اقتراح لپاره او د خلکو د زړه غوښتنې له مخې وي .

قرآن کوچنۍ اشاره هم نه ده کړې،چې معجزه د ساده او عوامو خلکو او د بشر د ماشومتوب له پېر سره متناسبه اقناعي دليل دى؛بلکې د ((برهان)) نوم يې پرې ايښى دى.

وګ : د الميزان تفسير،د بقرې د سورت تر ٢٣ آيت لاندې او همداراز د ښاغلي محمد تقي شريعتي د وحې او نبوت د کتاب ٢١٤ مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست