تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د فیل سورت بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه أَ لَمْ تَرَ کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِأَصْحابِ الْفِیلِ«1» أَ لَمْ یَجْعَلْ کَیْدَهُمْ فِی تَضْلِیلٍ«2» وَ أَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْراً أَبابِیلَ«3» تَرْمِیهِمْ بِحِجارَهٍ مِنْ سِجِّیلٍ«4» فَجَعَلَهُمْ کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ«5»=آیا و دې نه ليدل، چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د فیل سورت

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

أَ لَمْ تَرَ کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِأَصْحابِ الْفِیلِ«1» أَ لَمْ یَجْعَلْ کَیْدَهُمْ فِی تَضْلِیلٍ«2» وَ أَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْراً أَبابِیلَ«3» تَرْمِیهِمْ بِحِجارَهٍ مِنْ سِجِّیلٍ«4» فَجَعَلَهُمْ کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ«5»=آیا و دې نه ليدل، چې پالونكي دې له فيل سورو [= د ابرهه لښكر، چې د كعبې ويجاړولو ته راغلى و] سره څه وكړل؟! آيا د دوى دسيسه يې ورشنډه نه كړه؟!او ډلې ډلې مارغان يې پرې وروالوځول،چې د پخې خټې ګيټکۍ يې پرې ورغورځولې؛ نو (په پاى كې) یې د ژووليو وښو په څېر کړل.

ټکي:

* د هغه څه پرخلاف چې په خلکو کې مشهور دي،«أَبابِیلَ» د کومې ځانګړې مرغۍ نامه نه؛ بلکې د ډلې ډلې په مانا دی. «طَیْراً أَبابِیلَ»؛ یعنې پوځ پوځ مرغۍ په خورو ډلو کې پرې ورښکته شوې. د «طَیْراً» کلیمه د مرغیو د جنس په مانا ده، نه د مرغۍ د مفرد په مانا.

* ددې آیت د شأن نزول په باب لولو: په یمن کې ابرهه نومي پاچا له مرمرینو ډبرو یو معبد جوړ کړ او حکم یې وکړ، چې خلک یې زیارت او طواف وکړي. یو عربي سړي ددې معبد سپکاوی وکړ. ابرهه ددې سپکاوي د غچ اخستو لپاره د فیلانو یو لښکر د کعبې پر لوري ورواستاوه، چې ویجاړه یې کړي.

الله هم یو لړ مرغۍ ورواستولې، چې په مښوکو کې یې د پخې خټې ګېټکۍ وې. ددې ګېټکیو په ورېدو سره د ابرهه لښکر تس نس او له منځه ولاړ. هغه کال یې عام الفیل ونوماوه او پر همدې کال د پېغمبر اکرم (ص) زوکړه هم وشوه.

* د فیل اصحاب هم وځپل شول او هم یې سپکاوی وشو. «کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ» ؛ یعنې سوټه او خارشنه، چې خورا ناوړه سپکاوی دی.

پېغامونه:

1-د مجرمانو خبرداري ته له نږدېو او په مخ کې له پرتو بېلګو ګټنه کوئ.

(د فیل اصحابو شهرت دومره و، ته وا سترګو ته مخامخ دي او دلیل ته اړتیا نه لري.) «أَ لَمْ تَرَ»

2- تاریخ مه هېروئ. «أَ لَمْ تَرَ»

3-تر اسلام مخکې کعبه هم سپېڅلې وه او د مقدساتو ماتول سزا لري. «کَیْفَ فَعَلَ رَبُّکَ بِأَصْحابِ الْفِیلِ»

4-د مجرمانو په اړه الهي قهر، د الهي ربوبیت یو څرک دی. «فَعَلَ رَبُّکَ»

5-مرغۍ الهي مأمورانې دي او شعور لري. «أَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْراً أَبابِیلَ»

6-د دښمن له طرحو خبرېدل او خنثی کول یې، یو اړین چار دی. «یَجْعَلْ کَیْدَهُمْ فِی تَضْلِیلٍ»

7-دښمن له خورا سترو جنګي تجهیزاتو ګټنه کوي (لکه فیل)؛ خو الله یې له خورا کوشنیو موجوداتو؛ یعنې مرغیو په ګټنه پوپناه کوي.( بِأَصْحابِ الْفِیلِ … طَیْراً أَبابِیلَ)

8-د الله دښمنان که څومره هم سمبال وي، بیا هم بېوسي دي.(بِأَصْحابِ الْفِیلِ … کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ)

9-د مقدساتو سپکاوی سخته سزا لري. (نور قومونه چې هلاک شول؛ نو د بوسو په شان و نه ژوول شول؛ بلکې یا پر خاوره راپرېوتل او یا په اوبو کې ډوب شول.) «فَجَعَلَهُمْ کَعَصْفٍ مَأْکُولٍ»

10 – لازم نه ده چې معجزه د پېغمبر او امام له لوري وي، د الله پاک ځواک ښوونه، بې له پېغمبر او امام هم شونې ده. « تَرْمِیهِمْ بِحِجارَهٍ مِنْ سِجِّیلٍ »

«والحمدللّه ربّ العالمین»

 

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!