تبلیغات
|

د تمتع د حج کړنې دعمرې تر کړنو وروسته دذى الحجې تر اتمې پورې،په مکه کې پاتې کېږو.عمره هر وخت کېږي او ډېر وخت لري او څوک ،چې هر وخت راغى ؛نوعمره کړاى شي؛خو حج محدود وخت، ټاکلې ورځې،ساعتونه او ځانګړي حرکتونه لري.د عمرې کړنې وګړنۍ بڼه لري ؛خو د حج کړنې بايد په ګډه […]

د تمتع د حج کړنې

دعمرې تر کړنو وروسته دذى الحجې تر اتمې پورې،په مکه کې پاتې کېږو.عمره هر وخت کېږي او ډېر وخت لري او څوک ،چې هر وخت راغى ؛نوعمره کړاى شي؛خو حج محدود وخت، ټاکلې ورځې،ساعتونه او ځانګړي حرکتونه لري.د عمرې کړنې وګړنۍ بڼه لري ؛خو د حج کړنې بايد په ګډه ترسره کړو.عمره يو ډول سريزه ده او حج تر سريزې وروسته دى ،عمره يو ډول چمتو والى دى او حج د عمل ترسره کول دي .

دلته يواځې او ځان ته تګ جايز نه دى،ان په دې سيمه کې خلک بايد پر بېلوبېلو لارو ولاړ نشي؛بلکې په ګډه په يوه لار ولاړ شي؛ځکه قرآن وايي :

((ثُمَّ أَفِيضُواْ مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُواْ اللّهَ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ(بقره/۱۹۹)=بيا له همغه ځايه راکېوځئ چې (نور) خلک راکېوځي او له خدايه بښنه وغواړئ ،چې سکه خداى بښاند لوراند دى.))

ښايي عمره کول حج ته سريزه او تمرين وي.خلک ډله ډله مکې ته راننوځي او عمره کوي ترعمرې وروسته انسان ستړتيا احساسوي احرام وباسي ؛نو څه مودې ته په مکه کې پاتې کېږي او په همدې ورځوکې له مکې سره بلدېږي.تردې وروسته حاجې بېرته احرام تړي او له مکې وځي ،چې شناخت او پوهه پيدا کړي او پرخپلو ګناهونو منښته-اعتراف وکړي او د روزګار تودې او سړې ورځې له نږدى احساس کړي له دښمنانو سره کرکه وښيي او ويې شړي،چټلي،وېښتان اوسينګار لرې کړي پر خپلو هوسونو چاړه راکاږي او تر دې وروسته يو ځل بيا مکې ته راننوځي او طواف کوي.د عمرې په کړنو کې انسان تودېږي؛خو د حج په کړنو کې انسان پخېږي؛ځکه هره تودوخه سړېږي؛خو پوخوالى بېرته نه خامېږي. د عمرى په کړنوکې يوډول منډه ده ؛خو د حج په کړنو کې ځيرنه ،فکر او ځنډ دى. د عمرې په کړنو کې په احرام کې له دښتو تېرېږو ؛خو د حج په کړنوکې په احرام کې په دښتوکې پاتې کېږو .

خداى د انسان د اروا او جسم پالونکي دى.خداى د خپلې روزنې په بهيرکې کله انسان ځان ته رانږدې کوي او په خپل کور کې ورته ځاى ورکوي او کله هم ورته حکم کوي،چې بايد لرې ترې ولاړشي .البته دا لرې والى دې ته دى،چې موږ لا پسې د شناخت او پوهې خاوندان شو او که نه خداى تل موږ له ځانه نه شړي او بېرته مو رابولي. دهغه ترڅارنې لاندې ورکړې،بېرته اخېستنې،ځان ته رانږدې کول او له ځانه لرې کول ټولې لوړې او ټيټې زموږ ودې او بشپړتيا ته دي.

د عمرې په کړنوکې انسان اشنا نه وي ؛نو د حج په کړنوکې انسان د ډېر تمرين او تکرار له کبله اشنا کېږي.حضرت علي وايي:”کميله !په هر خوځښت کې پوهې او شناخت ته اړتياه ده” ( الحياة ١\ ٣٥).

قرآن وايي : ” مؤمنانو! د مستۍ پر حال لمونځ مه کوئ،چې لمونځ په هو ښيارۍ کې وکړئ”.

هو! په دې کړنو کې د انسان سترګې او غوږونه تړلې نه وي قرآن په دې هکله وايي:

((وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا(فرقان/۷۳)=او هغوى ته چې كله د خپل پالونكي په آيتونو نصيحت كېږي (؛نو) کاڼه او ړانده پرې نۀ پرېوځي.))

په حج او عمره کې د جامو،لبيک ويلو،طوافونو ،لمونځونو او د سعې تکرار ډېر تر سترګو کېږي . په روزنيزو چارو کې راغلي : کوم کسان چې تر روزنې لاندې نيول کېږي ؛نو روزونکى بايد ورته څو څو ځل کړه وړه تکرار کړي او له ساده کړو يې د سختو کړو پر لوري يوسي او په دې لار کې ورته تلقينونه ،هڅونې او يادونې هم ورکړي .

په عمره کې انسان د خپل سر لږ وېښتان او يا هم نوکان پرېکوي ؛خو په حج کې بايد خپل ټول سر وښروي. (علل الشريع \ ٤٣٥)

په عمره کې منزل او کور د مکې ښار دى؛خو په حج کې کور او منزل د عرفات،مشعر او منى دښتې دي . په عمره کې خواري،ايشتل او مبارزه نشته ؛خو په حج کې شته .

هو! د بشپړتيا په بهيرکې،چې څومره مخکې ځو،بايد د ساده توب جامې مو پر تن وي پراخه سينه ولرو او ګړندي اوسوو.

[ سرچینه ؛ د شیخ محسن قرآیتی د حج کتاب]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!