تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د حج عرفاني تفسیر سریزه د حج فقهي اړخ کې، کتابونه کښل شوي او د حاجیانو د مطالعې لپاره دا تشه ډکه شوې ده؛ خو د حج د حکمت، فلسفې او د احکامو د رازونو په اړه ډېر لږ کتابونه ژباړه یا لیکل شوي دي. موږ ددې تشې ډکولو لپاره، د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د حج عرفاني تفسیر

سریزه

د حج فقهي اړخ کې، کتابونه کښل شوي او د حاجیانو د مطالعې لپاره دا تشه ډکه شوې ده؛ خو د حج د حکمت، فلسفې او د احکامو د رازونو په اړه ډېر لږ کتابونه ژباړه یا لیکل شوي دي. موږ ددې تشې ډکولو لپاره، د تبریز د یو مشهور عارف ارواښاد ((علي اللهوردیخاني)) یو کتاب ژباړلی، چې متن یې خورا ساده دی او لوستي او کم لوستي پرې ژر پوهېدای او هم که نالوستو ته تشریح شي، اندیزه تنده یې پرې ماتېږي. تمه ده، څوک چې بیت الله ته ځي؛ هرومرو دا کتاب ولولي یا ورته ولوستل شي، چې د حج پر عرفاني مفهوم پوه شي.

د حج نړیواله غونډه

اسماني سپېڅلی کتاب، انسانانو ته د اندنې امر او د پوهې او پوهانو درناوی یې کړی دی. قرآن کریم په ( ۷۵۰) ځایونو کې انسانانو ته امر کړی چې د هستۍ کتاب ولولئ او د اسمانونو، ځمکې، غرونو، سمندرونو، بوټیو، څارویو او انسان په هکله اندنه او تعقل وکړئ او په دې توګه یې لټي او سستي څنډې ته کړې چې په انسانانو کې د پلټنې او څېړنې روح تاند کړي. د وخت تېرېدو، د دیني مشرانو د لارښوونو او د اوسنیو ډېری انسانانو ترمنځ واټن رادبره کړی دی. انسان پېژاندو یې په ښیون (هدایت) کې ډېره هڅه کړې؛ خو ډېره لږه بریا یې موندلې ده. یوازې کله نا کله، د حق لارې د لارویانو سپېڅلی غږ اورېدل کېږي چې په اخلاقي فساد کې د ورډوبو یو شمېر بېلاریو کسانو لاسنیوی وکړي.

ځینو خپل ژوند د څارویو له ژوند سره پرتله کړی او ځینو په تېروتنې – چې د بې بندوباریو زوکړه ده – د څارویتوب لار خپله کړې او د ژوندپاڼې یې له څارویزو غرایزو ډکې کړي، په پایله کې نن د بشر اخلاقي کچه راټیټه شوې او صنعتي نړۍ هم د انسانانو مانيزو اړتیاوو ته رغنده ځواب ونشو ویلای.

د اوسني بشر ناروغ او نا آرامه روح تر بل هر وخت ډېرې غښتلتیا، ارامۍ او سمونې ته اړمن دی. دا پرېشانه روح به هله مانیز فضایل ترلاسه کړي چې په توحید ښوونځي کې شامل او د دیني لارښوونکیو او مانيزو پوهانو د ښوونځي زده کړیال شي.

ځکه دین، مذهب او سمه ګروهه ده چې انسان د نېکمرغۍ او ژغورنې لوري ته ورکاږي او په زړونو کې یووالی، اتفاق او یو د بل درناوی پیدا کوي. د دې سپېڅلې موخې پلي کولو ته، اوسنۍ ټولنه مؤمنو ځوانانو ته اړمنه ده چې باید روزنې ته یې ملا وتړو، اخلاقي او دیني نیمګړتیاوې یې ورلرې کړو، کېدای شي له منځه یې داسې باغیرته او مبارز انسانان راوټوکېږي چې ټولنې ته زباد کړي چې د ژوند ارزښت د اوچتو اخلاقي فضایلو، روحاني فعالیتونو او الهي څوبتیاوو په درلودو کې دی.

د ګروهو او عقایدو ستنې، که په دلایلو او براهینو ټینګې شي؛ نو تل خپل ارزښت ساتي او په دې توګه، د هرې خبرې په منلو کې بیړه – چې د انسان د افکارو ستر آفت او دښمن دی، – کوي او ځای یې ځيرنه او اندیز ځواک نیسي.

د انسان خوځښت او کړه وړه یې په ګروهې او ارادې پسې وردرومي او اراده او هوډ د انسان د افکارو زوکړه ده؛ نو ځکه باید د دیني مشرانو لارښوونې او د اسماني قانون مظاهر او احکام پوره زده کړو او ټولنې ته لار پرې وروښیو.

په رښتینه کې الهي لورنې دي چې د انسان افکار په خپل موزون نسیم اراموي او اسماني پېرزوینې دي چې سرغړاند زړونه اېلوي او د بشریت کاروان په مضبوطه رسۍ تړي.

اسلام، بشریت ته اوچتې کړلارې ورډالۍ کړي چې انسان پوهې، لید، خوځښت، اندنې او ځيرنې ته ورکاږلای شي.

اسلام د دیني تعصب له مخې نه؛ بلکې د علمي لید او عقلي ورمندون (قضاوت) له لید لوري، ټول انسانان یووالي او توحید ته رابولي او د بې اتفاقیو او جګړو د اور لمبې مړې کوي او یو تازه روح پکې ورپوکوي چې د یووالي، سولې او اروایي ارامتیا لامل یې دی او پایله یې د بشریت نېکمرغي او ژغورنه ده.

نو ځکه باید د معنویت او حقیقت مرکز ته د بشریت د کړۍ شعاع ورلنډه کړو، چې انسانان د روحانیت مرکز ته ورنژدې او په آرامۍ کې ژوند وکړي، دې موخې ته د ور رسېدو لپاره، د اسلام یوه کړلار حج دی.

اسلام د یووالي او توحید دین دی؛ لکه چې الله  تعالی وايي: ((وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا = ټول د الله په رسۍ منګولې ولګوئ او مه بې اتفاقېږئ.))

او امام صادق (رح) وايي: «مؤمن د مؤمن رور او دوی د یوه بدن غړي دي، چې یو غړی یې دردمن شي، نور هم ورسره درېږي» او هم یې ویلي دي: «د مؤمنانو ارواح له یوه روح څخه دي».

اسلام په نړیواله کچه، په حج کې غوره لارې پلی کړي دي. حج یوه نړیواله غونډه او کنګړه ده چې مسلمین په ځانګړیو شرایطو وربلل شوي چې د خپلو چارو په هکله ویینې او بحثونه وکړي او خپل ستونزاوارې وکړي او د شونتیا تر بریده د نړۍ د مسلمانانو بېلابېلې ستونزې یوې خوا ته کړي.

د دې نړیوالې غونډې د ګډونوالو ترمنځ هېڅ مخالفت نشته، په ګردو موضوعاتو کې یو خوله دي، بنسټیز اختلاف پکې راتلای نشي؛ ځکه د دین او ایمان ټینګه اړیکه یې یو له بل سره نښلوي.

الله (ج) وايي: « إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ = سکه، مؤمنان سره روڼه دي» دوی ځانونه یو د بل روڼه بولي او همدا دیني اړیکه ده چې یوه تګلار ورته په ګوتو کوي او اړباسي یې چې په یوه خوله د هرې موضوع په باب مثبت یا منفي هوډ وکړي؛ او د اسلامي قوانینو پر خلاف سیاست پکې سوړه نشي کړای او له خپلې کړای شوې لارې یې اړولای نشي.

په مکې معظمې کې د حج غونډه، جوړېږي. هر کال د دې غونډې جوړېدل، د مسلمانانو ځواک پیاوړی کوي او نه پرېږدي چې مسلمانان د تمدن له کاروانه او په نړۍ کې له پېښېدونکیوهېښنده بدلونونو څټ ته پاتې شي او وراسته فکرونه واکمني پرې وکړي.

یوه ټولنه چې ځان، د تقوا او الله لمانځنې په جامو سینګار نه کړي، د نېکمرغۍ او ژغورنې مخ به ونه ویني. اسلام د بشر نېکمرغۍ ته کړلارې اوڅار او چوکاټونه جوړ کړي چې یو یې حج دی.

حج د مسلمینو ترمنځ د یووالي لامل، نړیوالو ته د اسلام د څېرې ورښوولو او بشري حقوقو ته د درناوي ښکارندوی دی. حج یو روحاني سفر او د هغو شرایطو چمتو کوونکی دی چې روح پکې ازادانه د الله  پر لور ورالوزي.

حج د اسلام له فرایضو ځنې دی

اسلام، آریز او فرعي ارکان لري. د اسماني کتابونو، حضراتو انبیاوو، اوصیاوو او اولیاوو علیهم السلام شتون ددې لپاره دی چې په انسان کې تر اوچتې  کچې د دې دوو (آریزو او فرعي) ارکانو رڼا وځلېږي. که څوک یې د پلي کولو په هکله ناغېړي وکړي؛ نو موخه به ترلاسه نه کړي؛ خو که توفیق ور پربرخه او تر اوچتې کچې دا رڼا پکې وځلېږي؛ نو نېکمرغو (سعدأوو) په لیکه کې لا څه چې د حضراتو انبیاوو او صیاوو په کتار کې به وي.

حج، یوه الهي فرایضه ده ، د الله  د کور زیارت د ژوند له سترو بریاو ځنې دی او څوک چې د ګردو شرایطو په درلودو، له دې لمانځنې او عبادته ډډه وکړي؛ نو په  تاواني وګړیو کې ګڼل کېږي.

حج د بیت الله د لیدو او زیارت هوډ کول دي او بې له دې «حج» ورته نه ویل کېږي او حاجي هغه دی چې د بیت الله د زیارت هوډ وکړي؛ نو حاجي یعنې هوډمن او عازم.

د حج سفر تر نورو سفرونو جلا دی؛ ځکه حکمتونه او رازونه پکې نغښتي دي. یوازې یو روښانه زړه، یو سلیم عقل او پاکه ګروهه لازم ده چې پرې پوه او له رموزو سره یې اشنا شي.

په دې سفر کې انسان د الله  پر لور ورغلی، د الله  د کور زیارت او لیدو ته ورغلی چې باید پاک ورشي او راستون شي.

حج، انسان له بدیو او ناپاکیو چاڼوي، حج د انسان د اماره او سرغړاند نفس د پاکونې روستی پړاو دی، حج یو ازمېښت او مانيزه ښوونه ده. باید هڅه وکړو، چې خپل کور کلي ته د حج له مانيزې چینې ښکلې ډالۍ راوړو.

حج، هغوی ته چې پر حقیقي مفهوم یې پوه وي، یو رڼا ده چې د ژوند د تپو تیارو درېمڅي رڼا کوي.

حج یوازې یو ګروهیز چار او دیني لارښوونه نه؛ بلکې یوه مانيزه (معنوي)، توکیزه (مادي)، سیاسي، خوځښتي، بدلونيزه، اندیزه او ژوره ښوونه ده. د ځانپېژندنې، ځان ستنېدا، ملاتړ او په پای کې د یووالي او توحید پر لور یو خوځښت دی. باید د حج روح ومومو او هر کال چې حج ته په میلیونونو خلک ورځي، باید د حج پر اوچتو ښوونو عمل وکړي او ددې سفر ښوونيز سبقونه ښه زده کړي چې په دې حال کې هر حاجي د سل ګونو انسانانو لارښوونې ته یوه ډیوه کېدای شي، که داسې وي؛ نو یو وخت به راورسي چې ټولنه له اغزو، خنډنو، بدیو او چټلیو پاکه شي؛ خو افسوس چې حقیقي حاجیان د ګوتو په شمېر دي.

حضرت علي کرم الله وجه وايي: « متعال الله  د خپل کور حج درباندې فرض کړ او بیت الله یې د مسلمینو قبله کړه. حاجیان د ثواب لپاره، تږي، کعبې ته ور درومي. حق تعالی دا ځای د خپل عظمت پر وړاندې د خلکو عاجزۍ ته په نښه کړ، چې خلک ورشي او حضرت ابراهیم علیه السلام ته یې امر وکړ چې خلک حج ته راوبلي چې له دې سوداګرۍ ډېره ګټه وکړي.»

د حج ظاهر و باطن ته پاملرنه

حج، د الهي احکامو یوه له ښکلیو ویینو ځنې ده او حقایقو او ارکانو ته یې اشاره، د سترو عباداتو په کتار کې ده. ددې مانیز سفر پر عازم ده چې د حج په احکامو کې پوره ځیرنه وکړي. ددې احکامو بیاځلي لوستنه، که څه په لنډو وي، یو فضیلت دی. ګرد الهي عبادات، طاعات او اذکار یو باطن لري او یو ظاهر؛ خو غټ یې باطنې شرایط دي؛ نو ځکه عبادات او طاعات په دوه ډوله دي: په ځینو عباداتو کې، د باطني شرایطو پوره کېدنه بسیا ده، که څه له ظواهرو یې نښې ونه لیدل شي؛ ځکه بې له باطني شرایطو د پوره کېدو، یو عبادت او ذکر (هم) مقبول نه دی. په ځینو کې، که څه تر یوه بریده باطني شرایط راټول شي؛ خو چې ظاهري شرایط یې چمتو نه شي، په الهي درشل کې نه منل کېږي. په دې ډول عباداتو کې ظاهري شرایط د باطني شرایطو په چمتو کولو کې اغېزمن دي او نه مراعاتول یې باطني شرایط زیانمنوي؛ نو لازم دي چې ظاهري او باطني شرایط یو له بل سره مل وي چې د مقبولیت او منلو مرتبې ته وررسي. له دې عباداتو ځنې، حج دی که ظاهري شرایط یې چمتو نشي، باطني شرایط به یې هم چمتو نشي؛ نو د حج د آدابو مراعاتول او د ظاهري شرایطو چمتو کېدنه یې لازم او واجب دي.

د احکامو پر ظاهر پوهه، که څه له عمل سره مل وي، هله آریزې موخې ته د وررسېدو لاملېږي چې د احکامو پر بواطنو پوهه او عمل راسره وي. که د حاجي په عمل کې مخه پرانستې ده؛ نو یوازې له ظواهرو خوند او ګټنه اخلي او دغسې برخمني که څه د کمزوري نورانیت د رادبره کېدو لاملېږي؛ خو بې د احکامو پر بواطنو له پوهې او عمله دا رڼا په بیړه تتېږي؛ ځکه په انسان کې چې د باطني ځواک وده نه وي او دا الله  ورکړي ځواک او وړتیاوې فعلیت و نه مومي؛ نو خوځښت یې بې منځپانګې دی او ظواهرو ته ورجذبېږي. ظاهرا هر کال ډېر وګړي حج ته ځي او تر څه بریده د احکامو ظاهر عملي کوي، چې کمزورې رڼا پکې رادبروي؛ خو په راستنېدا کې یې نه یوازې د نورانیت او معنویت پر مراتبو نه ور زیاتېږي؛ بلکې کمزورې رڼا یې هم ژر تتېږي؛ او که حج ته یې تر تلو مخکې څه جزیي معنویات او صداقت درلود، دا هم پکې کمزوري او سوکه سوکه ورک کېږي؛ خو هغه وګړي چې په الهي توفیق د حج پر باطني احکامو عالم او عامل وي؛ نو رادبرېدونکې رڼا پکې نه تتېږي؛ ځکه کومه ډیوه چې حق بله کړي، هېڅکله نه مړه کېږي.

حقیقي حج شرایط لري او د هر چا نه پر برخه کېږي او په چا کې چې دا شرایط عملي نشي، د واقعي حاجیانو په کتار کې نه شمېرل کېږي. واقعي حاجي د ظاهري احکامو او مسایلو پر پوهېدو او عاملېدو سربېره، باید د حج پر باطني احکامو هم عالم او عامل وي.

پر باطني احکامو د پوهېدو لازمه، په اوچته کچه د تقوا د مراتبو په زیاتونې کې هڅه ده. الهي انسان پوهېږي چې د حج د فرضیت موخه، یوازې د احکامو پر ظواهرو پوهېدل او عملي کول یې نه دي؛ ځکه حاجي موخې ته نه ورسوي؛ نو پر واقعي حاجي لازم دي چې د حج ظاهري کړو وړو او مناسکو ته پر پاملرنې سربېره، باطني کړنو ته هم پاملرنه ولري او پر مانیز سیر و سفر بوخت شي. که په حاجیانو کې دا شرایط چمتو نشي؛ نو باید لږ تر لږه یو شمېر ظاهري او باطني شرایطو ته پاملرنه ولري.

ظاهري او باطني حج

د چا چې د حق په لورنه او توفیق د حج سفر ور پر برخه شو؛ نو په حقیقت کې د الله  لیده کاتو ته ورځي. واقعي حاجي پر مشاهدې او د ظاهري کعبې پر زیارت سربېره، د ازلي کعبې پر مشاهدې هم بریالی کېږي.

چې دا ظاهري زیارت او لیده کاته، د حق جمال و کمال ته پر ورکتو الهي ښوونو ته اشاره ده.

هو، د الله  لار نه ښي خوا ده او نه کېڼه، نه پورته او نه ښکته، نه لرې او نه نژدې؛ بلکې «زړه» د الله  لار ده؛ نو ځکه سید کونین ویلي: «الله  د مؤمن په زړه کې دی» دا د «قَلبُ المُؤمِنِ بَیتُ اللهِ» مانا ده. ظاهري حج د هر چا کار دی؛ خو حقیقي حج د هر چا کار نه دی.

حقیقي حج دوه ماناوې لري: یوه یې د حج د باطني آدابو په رعایتولو سره، د حج د ظاهري کړنو ترسره کول دي چې واقعي عارف دا مانا درک کړې او له زړه نه عمل پرې کوي. بله مانا یې، د ازلي کعبې د جمال پر شاوخوا د زړه همېشنی طواف او چورلېدل دي؛ نو ځکه، د الله  د کور (بیت الله) حقیقت، د الهي عارف پاک زړه دی چې د الله پاک عرش معلا دی.

عارفا طلب دل کن که حج، حج دل است ( عارفا! زړه تر لاسه کړه، چې حج، د زړه حج دی). باید د ظاهري حج په لار کې پیسې ولګوو؛ خو د حقیقي حج په لار کې، باید ځان او زړه ځار کړو. دا حج د چا پر برخه کېږي؟ د هغه عارف، چې د ځان له بنده ازاد وي.

« مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَیْهِ سَبِیلًا»

ای د حق د طريقې او د ازلي کعبې د لارې مسافره! که الهي توفیق دې در پر برخه شي او د حجاز پر لور د سفر هوډ وکړې، در باندې لازم ده چې یاران دې له دې حقیقته خبر کړې چې وګړی باید د حق په لار کې د «حجاز حقیقت» ته ورمخه او «مجاز نړۍ» ته ورشا کړي، د تقوا توښه ترلاسه او د بروسې او توکل پر سپرلۍ ورسپور شي او د اندنې رسۍ په عروة الوثقی پورې ور ونښلوي او د هر علیل دلیل په خبرې، څاه ته ور ونه غورځي، چې له لارې پاتې شي. په دې حال کې کثرت، مخونه او بېلابېلې بڼې لرې کېږي او یو مخې په حقیقي نړۍ کې، د نارینه و او ښځینه و بڼې له منځه ځي؛ ځکه ټول په مازې رڼا کې ویلې او منحل دي.

ای د حق د ټاټوبي هوډمن او عازمه! دا خبره د زړه په غوږونو واوره، د ظاهر تمبه پورې کړه او د مانا ور پرانځه، « ناسوت» نړۍ ته ور شا او د «لاهوت» نړۍ په تشیال (فضا) کې وزرې وپړقوه، چې ځان دې ښکار شي او زړه دې په لومه کې ونښلي. دریاد کړه چې کله د «لاهوت» نړۍ په تشیال کې هغه سپېڅلي طایر او اوچت الوت عنقا ته ورسېدې ؛ نو زما سلام هم ورته ووایه او ورته ووایه، ای د سپېڅلي ګلبڼ الوتونکیه! دریاد کړه هغه دم چې د ظاهري بیت د طواف په حال کې وې، ستا د زړه د ښکلا پتنګ هم د جانان په محفل کې، له ازلي شمع چاپېره چورلېده. دریاد کړه هغه دم چې د زړه پتنګ د ازلي شمع په مطاف او چورلېدو کې و، واصلان او پرښتې هم ستا د زړه له کعبې تاوېدې.

یاره څه صفا، روڼ او پاک یې چې کعبه په تا کې ده، طواف په تا کې دی، د جانان محفل درکې دی، پتنګ په تا کې دی، شمع په تاکې ده، عرش مُعلّی په تا کې دی! ای د حق کلام طالبه، راشه د ستر عرش له بطونو د یوه بطن روضه ننداره کړه « وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ = او همدا د ستر عرش پالونکی دی»

حاجي چې د خپل پالونکي لیده کاتو ته وردرومي، د الهي درشل بلل شوی مېلمه دی. حقیقي مېلمانه او واقعي بلل شوي هغه کسان دي چې په الهي پېرزوینې یې د کثرت عقبات او پېچومي وهلي او وحدت ته رسېدلي دي، څه چې انسان له الله ه منع کوي؛ کثرت دی.

هغه حقیقي راکعان او ساجدان چې حضرت خلیل الله او ذبیح الله د دوی مېلمستیا ته د بیت الله د پاکونې ګومارونکي شوي وو، په حقیقت کې د حضرت رسول اکرم (ص) رښتونی امت دی. همدوی دي چې د ظاهري او باطني کړنو تر څنګ، د اسلام د غلیمانو پر وړاندې د خلیل الله صلابت او د نړۍ د بېوزلیو په باب یې د لورنې او مهربانۍ درلودونکي دي؛ هو! همدوی د بیت الله حقیقي مېلمانه دي.

خو هغوی چې ځانونه ګناهګاران کړي، د سپېڅلي کور مېلمانه نه دي. څوک چې ځان جګ بولي او ځانمني دي، د مساوات او مواسات د کور مېلمانه نه دي. څوک چې د نفس، هوا او ځاني غوښتنو بنده او د هوس مریی دی، د ازاد او عتیق کور (بیت العقیق) مېلمه نه دی.

څوک چې په لستوڼي کې لس ګونه بوتان لري، د توحید د کور مېلمه نه دی. څوک چې د کثرت په سمندر کې ورډوب دی، د وحدت د کور مېمله نه دی.

د پاینې (بقأ) نړۍ ته یو سفر

په الهي درشل کې، د حج د کړنو په باب اندنه، د حج د کړنو تر کولو غوره او ړومبۍ ده. دا مانیز سفر، په حقیقت کې دارالبقا ته د ورتلو له رازونو ځنې یو راز دی او د احرام په جامو او حالاتو کې د حج کړنې، د حشر د څرنګوالي له رموزو ځنې یو رمز دی.

په حج کې، له هغو هیلو چې باید و یې کړو، داده چې ګناهګار یې په محشر کې کوي، چې کاشکې په نړۍ کې یې ګرانبیه وخت خوشې نه تېراوه.

دا سفر په رښتینه کې د آخرت سیر (او سفر) دی او باید د حج د سفر په عازم ( یعنې حاجي) کې په اوچته کچه دغسې یو مانیز حال عملي شي.

ته وا له نړۍ سره الله  پاماني کوي او د شمېرانې (محاسبې) ځای ته ورځي او نور به دارالفنا ته راستون نشي.

ته وا ورته وايي: د حق لارې سالکه ! دلته څو ورځې یې او څه موده روسته دارالبقا ته ورستنېږې؛ نو هر کار چې غواړې، وکړه او هر نیت چې لرې، و یې کړه! حاجي باید په دې حال کې وي.

توبه او د پور ورکړه

څوک چې غواړي په خپله خوښه او د الله  په اجازې د آخرت د سفر پړاوونه ووهي؛ نو تر هر څه وړاندې دې توبه وکاږي، پر جسمي او روحي چاڼ دې لګیا شي، ژمنېږي چې د حق په توفیق، د الهي فرمان مطیع او غاړه ایښوونکی کېږي او د الله  د رضا پر خلاف څه کار نه کوي؛ ترڅو چې وخت پاتې وي ؛ نو جبران او د تېرو شویو یا مافاتو تلافي کوي، په تېره د حق الناس په باب، که له مالي پلوه وي یا مانیز، ډېر ځل د بل په شتون یا پسي شا یو کار ترې شوی چې لازم دي بښنه ترې وغواړي او دعا ورته وکړي. په «حق الناس» پسې، «حق النفس» دی او په درېیمه مرتبه کې «حق الله » دی چې باید په ژورې اندنې یې د قصور ځایونه او بريدونه ومومو او د شونتیا تر بریده، که څه سوکه سوکه وي، په جبران یې لاس پورې کړي. البته شونې ده چې الله تعالی «حق النفس» او «حق الله » عفوه کړي؛ خو له « حق الناس» ځنې نه تېرېږي. تر هغه چې دا پور یې ورپوره کړی نه وي او پر الهي ژمنې یې وفا کړې نه وي؛ نو جوته ده چې د وظایفو په ترسره کولو کې یې ډېره ناغېړي او قصور کړی دی.

چې یقیني شو، پوروړی دی، په تېره د حق الناس؛ نو ورته اولی او لازمه ده د حق لارې په عارفانو پسې اقتدأ وکړي؛ ځکه دوی تل احتیاط کاري دي؛ نو ځکه د پوره ډاډ، د ترلاسه کولو لپاره، تر یوه بریده دې له پوره ډېر څه ورکړي او د هغو پورونو په باب چې اوس یې د ورکولو امکان نشته، په الهي درګاه کې ژمن شي چې د خپل وس هومره به یې ورکوي.

باید ددې مانیز سفر هوډمن تفکر وکړي، ایا په حلالو وزلیو حج ته ځي که نه؛ ځکه هر څوک د خپلو چارو په شمېرانه (محاسبه) کې تر بل ښه پوه دی.

د حلیت په یقیني بڼه کې، باید دا ظاهرا حلال مال د فرضي حقوقو له اړخ پاک کړي او د یقین تر پړاوه وڅاري چې په مال کې یې حق الناس نه وي. که شکمن وي؛ نو غوره ده هغه اندازه چې د حق الناس احتمال ورکوي، ور دې یې کړي او که خاوندان یې معلوم نه وي، د دوی په باب دې احسان وکړي. همدغسې و دې څېړي، ایا د زکات او خمس په څېر ټاکلي فرضي حقوق یې پوره ورکړي؛ پردې سربېره د فقیرانو لاسنیوی یې کړی چې پر هر مسلمان د وسې هومره یوه الهي دنده ده؟ د قصور او ناغېړۍ په حال کې تر پاتې مهلته د دې مال په چاڼ کې هڅه وکړي او تر شونې بریده دې پر الهي ژمنو وفادار وي، که نه حج یې نه قبلېږي او الله  تعالی یې د تلبیه په مقابل کې وايي « لا لَبَّیکَ و لا سَعدَیکَ، حَجُّکَ مَردَودٌ اِلَیکَ». او دا خو لا تراوسه حج ته تر تلو وړاندې له مکلفیتونو ځنې دي، دا خو لا څه چې د حقیقي حج د مسافرو په ډله کې وشمېرل شي او د تزکیې او چاڼ اوچتو ماناوو د لېږد توفیق ومومي.

باید د حاجي غټه برخه مطالعه د حج د سفر په باب وي، چې څه وکړي، د حق په توفیق، د ښه او لازمې تیارۍ درلودونکی شي چې ددې مانیز سفر په ګردو حالاتو او شېبو کې الهي رڼا پکې وځلېږي.

اسلام د واقعي ښیون (هدایت) یوازېنی لار او ایکي یو الهیه علت دی چې انسان د حقیقت پر لور ورکاږي؛ نو ځکه حاجي باید ړومبی ځان په الهي خویونو او د زهد، تقوا او ورع په څېر په اسلامي ګاڼو وپسولي او ورپسې د کعبې لار ووهي چې پېغمبراکرم (ص) ویلي دي: له دنیا سره مینه د ګردو تېروتنو او ګناهونو سرچینه ده.

هغه د زاهدینو او متقیانو په ډله کې شمېرل کېږي چې د دنیا مینه ورسره نه وي؛ ځکه زهد، تقوا او ځان ساتنه یوه ښکلا ده چې متعال الله  یې یوازې پاکو او بې الایشو وګړیو ته ور ډالۍ کوي.

د زړه فراغت

د الهي اوچتو پوهاویو له لیدلوري، انسان باید د خوف (ډار) او رجأ (هیلې) تر منځ وي، نه پکې یوازې خوف وي او نه یوازې رجأ؛ خو ځنکدن ته په نژدې وخت کې باید یوازې رجأ ولري، اندېښمن دې نه وي؛ له زړه څخه دې د دنیا او د اولاد غم وباسي چې زیان ور ونه رسوي. په دې مانیز سفر کې هم چې د آخرت د سفر په څېر او په الهي درشل کې حضور دی، انسان باید یو مخې د خپل اهل و عیال له اندېښنې فارغ او خلاص وي، د حال او قال په ژبه ووايي « اِلهی وَ عَلَیْکَ خَلَّفْتُ أَهْلِی وَ مَالِی : الله ه! خپل اولاد او مال مې درسپارلی دی» ؛ ځکه شونې ده چې دا چارې په دې نازک موقعیت کې انسان ته روحي زیانونه ورواړوي. کورنۍ او څه چې مینه ورسره لري، الله  ته وسپاري او د زړه مارغه یوازې د دوست په تشیال کې والوزوي. د زړه سترګې یوازې د دوست کمال و جمال ته واړوي او په ټوله مانا ځان د حج سفر یا د آخرت سفر ته چمتو کړي.

پر هغه دې طوبی او خوشحالي وي چې ګرد ځان یې د دوست خلوتځی وي. هغه زړه د دوست د خلوت سرای وړ دی چې د منیت (ځانمنی) له نشتون څخه «معمور» (آباد) او له سوچه میو (شرابو) «مخمور» (او نشه) دی. دا د مکان انتها او د لازمان ازل دی، هغه ازل چې پیل نه لري او هغه ابد چې انتها نه لري. د دارالفنأ طالق او د دار البقأ مطلوق دی، د سبحاني انوارو ښکارندوی (مظهر) او په رباني ذکر مترنم؛ له هجر او وصاله فارغ، له نقص (نیمګړتیاوو) او کماله سوچه شوی دی.

د مساوات او پاکۍ جامې

اسلام د حج په مراسمو کې د خلکو ترمنځ مساوات غواړي؛ نو ځکه یې ظاهري امتیازات او په امتیازاتو پورې اړوند څيزونه نفې کړې دي. د خلکو عادي جامې چې کله د تشخص او یو پر بل د غوراوۍ وسیله کېږي، یوې خواته کړي او د احرام په ساده او یو رنګ جامو اغوستو یې، ظاهري امتیاز ته ورشا کړې ده. هلته د ظاهري مقام خاوند او بې مقامه، په یوې جامې او یوه حال راښکاره کېږي، یوازې تقوا ده چې یو پر بل غوره کوي؛ لکه چې قرآن کریم وايي: « إِنَّ أَکْرَمَکُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَیاکُمْ = د الله پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى».

د احرام میقات د مکې د سپېڅلي ټاټوبي حریم (او چاپېریال) نومولای شو.

دلته حاجیان ځانونه پاکوي چې په پاک زړه او بدن کعبې ته ورشي؛ خپلې عادي جامې یې ایستلي او دوه ټوټې ټوکر، چې د احرام جامې دي، اغوندي.

په حقیقت کې احرام د حاجي لپاره رسمي جامې دي چې د اړوند شرایطو او ځانګړنو په پامنیوي، تر دې ساده جامې نه انګېرل کېږي. حاجي چې په دې سفر کې د الله مېلمه دی، باید سپېڅلي حرم ته په ورننووتو کې، په دې رسمي جامو پسوللی وي.

د احرام بله فلسفه په مکه کې د څو میلیوني وګړیو په غونډه کې د هغو وګړیو د شتون احتمال دی چې روغتیایي اصول نه مراعاتوي او پایله یې د ناروغیو خپرېدل دي؛ ځکه د حج تر غونډې، په خورا کوچنیو غونډو کې چې خلک راغونډ شوي وي، غالبا ځینې ناروغۍ پیدا کېږي؛ خو تراوسه په حج کې لیدل شوي نه دي چې د وبا په څېر ناروغي د حاجیانو ژوند ګواښلی وي؛ ځکه د بدن د پاکوالي له شتون سره سره او د عادي جامو – چې په میکروبونو ککړېدای شي – ایستل او پر ځای یې د پاک احرام اغوستل، د بدن او جامو چټلي له منځه وړي. که ووایي د حاجیانو د مېشت ځایونو پاکول، ضد عفوني کول او د درملو کارول هم دا اغېز لري او د خطرناکو ناروغیو مخنیوی کوي، په ځواب کې وایو، د بدن پاکوالی او د عادي جامو ایستل او پر ځای یې احرام اغوستل، د ناروغیو د مخنیوي یو ډول دی؛ خو ضد عفوني کول او د اماکنو پاکولو ته د درملو کارونه د میکروبي ناروغیو پر وړاندې یو ډول مبارزه او مقاومت دی.

البته مخنیوی تر مبارزې او مقاومته، غوره او اغېزمن دی یا په بله وینا مخنیوي (وقایه) تر درملنې غوره ده.

احرام نباید له پوټکي او لمڅي وي او یا ګنډل شوی وي؛ ځکه پوټکی او لمڅی په لومړی درجه او ګنډلې جامې په دویمه درجه غیر قابل نفوذ دی، هوا ترې نه تېرېږي او له پوټکي د دفع شوي سمومو او خولو د تېرېدو مخه نیسي . په عادي وختونو کې هم له پوټکي او لمڅي جوړې جامې مکروه او له روغتیایي اړخ ګټورې نه دي.

په مکه معظمه کې په دې چار سپارښتنه، پر روغتیایي اړخونو سربېره، مانيزو برخمنیو ته (هم) ده. اساسا په یو مقدس چاپېریال کې ټول شته شیان ددې ځای د سپېڅلتیا تر اغېز لاندې دي چې له دې ځنې یوه یې د مکې سپېڅلې هوا ده؛ ځکه هوا له بیت الله سره په تماس کې اسانترینه وزله ده او په اسانی له دننه او دباندې بدن ته ور رسېدای شي او د انسان د وجود په تقدیس او د ده د باطني او معنوي ځواکونو په پیاوړتیا کې د اغېز منشأ ګرځي.

په حج مراسمو کې چې انسان ظاهرا او باطنا د معنوي فیوضاتو درک ته چمتو دی، د بدن په مینځلو او سپکو جامو (احرام) له دې متبرکې هوا سره د ډېر تماس شونتیا لري؛ نو ځکه احرام د عورت په ستر پورې منحصر او د تنې ظاهر شوی دی.

نارینه وو ته ګنډلې جامې د ځانګړې بڼې د درلودو په علت د ویاړنې او تکبر وسیله کېږي؛ لکه چې اشاره ورته وشوه، د ظاهري امتیازاتو له لغوې سره ټکر لري؛ خو ښځو ته جایز دي.

 ځکه ښځې د نارینه و په څېر پر اخلاقي تاوتریخوالي، کبر او غرور اخته نه دي او د هرې شونې وزلې په اغوستو، د هوسونو د راپارېدو او د څارویزو غرایزو خنډېږي! چې په پایله کې ځان او نورو ته د ډېرو مانيزو فیوضاتو د درک شونتیا چمتو کوي.

د احرام بل حکمت، د ځانګړي حالت په درلودو، له کفن سره ډېر ورتوالي لري چې انسان ته مرګ او آخرت وریادوي.

په میقات کې د حق غږ ځوابول

چې کله وګړی میقات ته ورسېد او خپل بدن یې پاک کړ او احرام یې واغوست، نیت کوي او تلبیه وايي. حضرت ابراهیم سلام الله علیه د کع‍بې خونې تر جوړولو روسته د الله  له خوا مامور شو چې خلک حج ته راوبلي: « وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ» د اسلام پېغمبر هم نړیوال حج ته راوبلل. په رښتینه کې د حاجي تلبیه د پېغمبر (ص) د بلنې هغه غږ ته ځواب دی چې په منندوی غونډلو (جملو) پسولل شوی چې ددې بلنې او بریا مننه یې هم کړې وي. حاجي دې پام وکړي چې نابللی د الله کور ته ورغلی نه دی؛ بلکې الله بللی دی او سر تر پایه په الهي پېرزوینو کې رانغاړل شوی دی؛ نو ځکه له هرې لوړې ژورې، غره او درې چې تېرېږي، مستحب دي چې تلبیه ووایي.

د حج سفر څومره خوندور دی چې د الله په بلنې پیل او په بښنې یې پای مومي. حاجي چې کومه تلبیه وايي، په زړه کې یې ژورې اغېزې پرېږدي، په تېره حاجیان په ګډه دا الهي سرود وايي او غږ یې په غره او بېدیا کې انګازې خپروي.

د ښاندې (پېژندنې) او د حقایقو د درک له لامله دغسې یو عبادت، د حق پر لور الوت دی. دا د ازادو زړونو عبادت دی چې پرمختګ ته یې ورمخه کوي. داسې عبادت دی چې زړونه په الهي رڼا، رڼا کوي او د مسلمینو ترمنځ پوره اتحاد او یووالی رادبره کوي. افسوس ډېر حاجیان بې له دې چې د حج پر فلسفه، احکامو او مسایلو پوه شي، په ظاهري توګه د حج لار خپلوي، لکه چې امام صادق رحمة الله علیه وايي: «مَا أَکْثَرَ الضَّجِیجَ وَ أَقَلَّ الْحَجِیج»

پاک او سپېڅلی ټاټوبی

مکه پاک او سپېڅلی ټاټوبی دی؛ دا د حضرت محمد(ص) د زوکړې ځای دی. دا هغه ښار دی چې رسول اکرم(ص) د پرېښودو او مدینې ته د هجرت پر مهال ورمخ کړ، ویې ویل: « راته ګرانه یې، که اوسېدونکیو دې نه شړلم نو بل ځای مې درباندې نه غوره کاوه او د بل ښار په لټه کې نه کېدم، په رښتیا له بېلتونه دې غمجن یم».

له دې څنډ او افق څخه د اسلام لمر راوخوت او نړۍ یې رڼا کړه. همدا بېدیاوې وې، چې د مؤمنانو د تکبیر او تهلیل اوازونو پکې انګازې کولې. همدا شګلن ځایونه وو، چې مخالفینو، د اسلام لارویان پکې ربړول چې له پېغمبر(ص) نه لاس واخلي؛ خو دوی څوار (استقامت) کاوه او له مبارزې یې لاس نه اخسته. پېغمبر(ص) د دې ښار په کوڅو او بازار کې ګرځېده او خلک یې اسلام ته رابلل.

همدا ټاټوبی و چې د رحمت پېغمبر(ص) د مینې او لورنې آیتونه یې لوستل او پرېشان او اندېښمن بشر یې د رورۍ او مساوات په مزي وتړل. ړومبی، خپله د طبیب په څېر د دردمندو خوا ته ورتله او پر زړه ماتیو یې د لورنې ملهم ایښوول، د هدایت وړ سینې یې يه مینه او عشق داغولې؛ یو یې درداوه او بل یې درملاوه.

هو، حاذق طبیب[1] دغسې کوي چې د ناروغانو د حالاتو په کتو، نیش و نوش لګوي. خپله په اندېښمنو پسې ورتله او د لارویو په موندلو پسې بله ډیوه وه. دلته او هلته یې غفلت ځپلي خبرول او ویده یې راویښول. ددې ځلاند لمر راختنې د ژوند وحشتناکې تپې تیارې رڼا کړې او د ظلم تورې ورېځې یې د بشري ژوند له څنډه یوې خوا ته کړې؛ خو ناپاکو سخت زړیو له دې رڼا څه رڼا وانخسته او ځانونه یې ترې برخمن نه کړل.

طواف؛ له الله تعالی  سره د میني انځورنه

کعبه؛ د وحدت او حقیقت خونه ده، هغه خونه ده، چې انسان د الله  پر لور ورسيخوي، هغه ځای دی چې د اسلام زړه په حرکت راولي. د اسلامي نړۍ مرکز، د نړۍ نوراني سرچینه او د توحید او الله لمانځنې او یکتاپرستۍ پر لور د بشریت لارښوونکې ده.

متعال الله  په قرآن مجید کې وايي: « وَلْیَطَّوَّفُوا بِالْبَیْتِ الْعَتِیقِ = او د الله  له لرغوني خونې وچورلئ».

پر حاجیانو فرض او واجب دي چې اوه وارې ترې وچورلي، چې دې ته طواف وايي. هغه انسان چې الله ته یې ورپام شوی او په زړه کې یې د پالونکي مینه ده؛ نو څوبمن دی چې په عمل کې دا مینه ښکاره کړي؛ نو ځکه د الله  له کوره چورلي او په دې توګه له الله  سره خپله مینه او له دستوراتو یې لاروي په ډاګه کوي.

ته وا انسان د طواف پر مهال په حال ژبه وايي: پالونکیه! په درګاه کې دې مقصر او ګناهګار یم او هغه کردار نه لرم چې په عابدانو کې دې د شمېرلو لاملېږي. په همدې هیله راغلی یم او له دې ټولي سره یو ځای شوی یم چې د عابدانو په لیکه کې مې وشمېرې.

عرفات او د قیامت یاد

عرفات له مکې معظمې تقریبا شل کیلو متره لرې یوه محدوده بېدیا ده او پر حاجیانو فرض ده چې د ذیحجې پر نهمه له ماسپښینه تر ماښامه دلته تم شي. دلته د نړې له هرې ګوښې بېلابېل خېلونه سره راټولېږي، د ټولو جامې یو رنګ دي، موخه یې یوه ده، شتمن او د مقام خاوند او بې مقامه ټول له ښاریزې غونډې لرې د الله  لمانځنې لپاره راغونډېږي. دوی ټول له خپلو ښځو، اولادونو او خپلوانو لرې پراته دی. احرام یې اغوستی، کور یې کېږدۍ ده او لږ خواړه هم ورسره شته. انسان پردې حال، د قیامت په سوچ کې لوېږي، چې ټول لغړ راپاڅي او بې له خپلو کړنو پر بل هېڅ څیز تکیه نه لري. هو، دنیوي مال که څه په خورا هڅو او کړاوونو ترلاسه کېږي، هرومرو له انسانه جلا کېدونی دی او نورو ته پاتې کېږي، یوازې صالح عمل دی چې له انسان سره مل وي؛ لکه څنګه چې د انسان په څېره او کتو کې ددې اثارو، روحي خواص او مکتسبات نغښتي دي چې د بصیرت او ليدانې خاوندان یې په ورکتو روحي مکنونات تشخیصولای شي؛ نو دغسې ځایونه هم د انسانانو له اثارو، روحي خواصو او کړنو او په ټولیز ډول له پېښو اغېزمنېږي. که په کوم ځای کې الهي کړنې یا غیر الهي کړه وړه (لکه ګناهونه) وشي؛ نو دلته اغېزې ترې پاتې کېږي چې صاحبدلان له دې ځایه په تېرېدو لږ و ډېر یې موندای او ترې اغېزمنېږي.

په عرفات کې په پاک نیت د حاجیانو پر راټولېدو سربېره، په تېرو کې ډېری انبیأ، اولیأ او مؤمنین پکې راټول شوي وو او دلته یې تمېدنې، د خپل مقدس وجود او روحي اوچتو توجهاتو اغېزې پرېښې دي چې پاک زړونه دا مانیزې اغېزې درک کولای شي؛ په تېره د عرفې پر ورځ چې دې ځای ته د ازلي مبدأ ځانګړې پاملرنه ده او د الهي قلوبو روحي او مانيزې ګټنې څو څو درجې زیاتوي.

د ذیحجې میاشتې د لومړۍ لسېزې او د عرفې ورځې په اهمیت او عظمت کې همدا بس دی چې الله  په قرآن مجید کې قسم پرې یادوي: « وَالْفَجْرِ وَلَيَالٍ عَشْرٍ (فجر/۱-۲ )  = پر سباوون قسم او پر لسګونو شپو قسم»

د معرفت د سباوون پر رڼا قسم او د ذیحجې پر لسګونو شپو چې د عرفې ورځ هم پکې ده او د محرم میاشتې په لسو شپو، چې عاشورا پکې ده او د رمضان میاشتې پر روستیو لسو شپو چې د قدر شپه پکې نغښتل شوې ده او د حضرت موسی علیه السلام پر لسو شپو قسم « وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ»

« وَالشَّفْعِ: او پر جوړه قسم» په ګردو کایناتو چې ټول یې جوړه او جفت پنځولي او یو د بل ضد، نارینه او ښځینه، ځواک او بېوسي، ژوند و مرګ، شپه و ورځ، لمر و سپوږمۍ، دا ټول یې جوړه (شفع) پیداکړي، چې پر خپلو صفاتو پاتې نشي چې « وَتْر: طاق» دي؛ ځکه «عزَ» (عزت) یې بې «ذلَ» (ذلته) دی، علم یې بې ناپوهۍ دی، ژوند یې بې مرګه دی، بقا او پاینه یې بې فنا ده.

باید «سالک الی الله» هڅه وکړي او ځان د «وتر» مقام ته ورسوي. حضرت ابراهیم(ع) د مریدۍ دعوا وکړه «إِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ»، ورته وویل شو، ابراهیمه! مرید باید «وتر» وي، څه قرینه ونه لري، زوی دې ستا قرینه دی، له زړه دې د هغه مینه وباسه او زما په لار کې یې قرباني کړه چې رښتونی مرید اوسې. هو، که انسان د تکامل مرتبې وهلې وي؛ نو مقصد او مقصود ته ور رسي او مطلوب یې طالب کېږي.

سالکا! په لبیک ویلو د بشریت د اوصافو او ځانګړنو منازل او پړاونه پرې کړه او د بېخودۍ عرفات ته راووځه او د کعبې وصال ته ورمخه کړه چې له ګردو پېټو او بارونو دې خوشې کړي.

په مشعر کې مناجات

متعال الله  وایي: « فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْکُرُواْ اللّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ : چې له عرفاته ستانه شوئ؛ نو له مشعر الحرام سره الله  یاد کړئ» پر حاجیانو واجب ده، چې لسمه شپه په مشعر کې پاتې شي.

مشعر د مکې د حرم برخه ده؛ خو عرفات له حرامه دباندې دی. انسان په عرفات کې ځان پاکوي چې وړتیا ومومي الله  خپل حرم؛ یعنې مشعر ته د ورننووتو اجازه ورکړي. حاجي دا شپه په مشعر کې تېروي او د عرفات او ګردو څوبتیاوو پرېښوولو روسته، له خدا سره په مناجات او راز و نیاز بوختېږي، په دې تیاره شپه کې خپل زړه روښانوي، په دې ارام چاپېریال کې چې بې له دعا بل غږ نه اورېدل کېږي، آرامي وننګېري. په حقیقت کې دا انسان ته یوه ګرانبیه شپه ده چې بې له هرې اندېښمنۍ یې الله  ته ورمخه کړې، په دعا لګیا او په خورا تواضع او عاجزۍ بندګي کوي.

د شیطانانو ایشتل؛ له ناپاکیو کرکه

حاجیان د ذېحجې پر لسمه یعنې د لوی اختر پر ورځ تر لمر خاته روسته، له مشعر څخه د منی پر لور حرکت کوي. په منی کې درې کړه وړه پرې لازم دي: رمی جمرات یعنې د شیطانانو ایشتل، قرباني، د سر خرول یا د ویښتانو یا نوکانو پرې کول.

په تېرو امتونو کې د خاینانو سنګسارول یو دود و او دا چار پر وګړیو مختلفې اغېزې لري. سنګساروونکی متنبه کېږي چې دغسې یو چار ترې ونشي چې پردې برخلیک واوړي؛ سنګسارېدونکی هم په بدترین حالت بلې نړۍ ته ورځي او په هره تېږه چې لګي، ښه عذابېږي او پر روح یې منفي اغېز غورځي؛ کتونکي ته هم عبرتناک دی چې هسې نه داسې کار وکړي چې پر دغسې برخلیک اخته شي. اسلام د تېرو دا دود (سنت) بیاژواکی کړ او هماغه ځای چې خاینان یې سنګسارول، محترم وګاڼه چې حاجیان یو موټی په رمې جمرات د شیطان په ایشتو هر خیانت وغندي. رمې جمره د اوو ګاټو ایشتل دي، د هغه ځای ایشتل چې د ستنې یا دېوال په څېر دی او جمره ورته وايي. که کاڼی جمرې ته ونه رسېد، لازم دي بل کاڼی پرې وار کړي چې پرې ولګي.

ته وا هغه قوت چې انسان بدۍ او هلاکت ته ورکاږي، د دې ستنې او دېوال په بڼه انځور شوی او انسان د دې چار په کولو وايي: د شر او بدی دښمن یم او له زړه نه مې بد ایسي او دا چې پوره مخالفت او دښمني مې ورسره ده؛ نو دا حالت په زړه کې ساتلای نشم؛ بلکې دباندې هم خپله کرکه ترې څرګندوم؛ نو ځکه یې په کاڼو ولم. په کاڼې د جمرې په ایشتو کې ځيرنه، موږ له یوې بلې موخې سره اشنا کوي او هغه دا چې زموږ د ټولو پام او نښه نیول دې د یوې سپېڅلي موخې لپاره وي چې دا په رښتینه کې له ناپوهۍ، بدۍ شر او هر ډول بدرنګ کردار سره مبارړه کول دي.

قرباني د نشتمنو لاسنیوی

حاجیان د ذیحجې پر لسمه تر شیطان ایشتو روسته، باید په منی کې پسه، غوا، غویي یا اوښ قرباني کړي. دا د ابراهیم خلیل(ع) الهي دود دی چې الله  د حضرت اسماعیل(ع) د ذبح پر ځای رامنځته کړ او ویې ویل: « وَفَدَیْنَاهُ بِذِبْحٍ عَظِیمٍ» حجاج کرام دې د قربانۍ له غوښې هم خپله ګټنه وکړي او هم دې یې نشتمنو ته ورکړي[2]؛ لکه چې متعال الله  وايي: « وَ یَذْکُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِی أَیَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَى مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِیمَةِ الْأَنْعَامِ فَکُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِیرَ»

  

حلق او تقصیر؛ له ګناه سپکېدنه

حاجیان د ذېحجې پر لسمه په منی کې تر شیطان ایشتو روسته، باید خپل سرونه وخروي او یا له خپلو وېښتانو څه پرې او یا نوکان واخلي. د سر خرولو ته حلق او د وېښتانو غوڅولو یا نوکانو اخستو ته تقصیر وايي. متعال الله  په قرآن مجید کې وايي: « ثُمَّ لْیَقْضُوا تَفَثَهُمْ: تر قربانۍ روسته، خپلې ناپاکۍ وڅنډئ» یعنې خپل سر وخروئ، یا له خپلو وېښتانو څه غوڅ کړئ یا نوکان مو واخلئ او چټلي له ځانه لرې کړئ.

حاجي تر حق یا تقصیر روسته تر یوې اندازې له احرامه ازاد شوی، یو لړ چارې چې په احرام کې یې پرېښوول ورباندې واجب و، اوس یې کړای شي؛ خو ښځه، ښکار او د عطرو کارونه پرې حرامه ده.

حاجي د حلق یا تقصیر پر مهال د حال پر ژبه وایي: لکه څنګه چې خپل سر خروم یا ویښتان پرې کوم یا نوکان غوڅوم او ظاهر مې له څټلیو پاکوم؛ نو دغسې باطن مې هم له چټلیو او ناپاکیو پاکوم؛ لکه څنګه چې ځان د ویښتانو په غوڅولو او د نوکانو په پرې کولو سپکوم، له ګناه یې هم سپکوم.

* د صفا او مروه تر منځ د سعې حکمت

په منی کې د درې ګونو مناسکو تر کولو روسته، حاجي مکې ته ورستنېږي، چې طواف، د طواف نمونځ، د صفا او مروه ترمنځ سعی، طواف النسأ او نمونځ وکړي. او حاجي چې سعي ته ورځي؛ نو مستحب دي چې له مسجدالحرامه د صفا له وره ووځي او پر صفا ودرېږي. د صفا او مروه تر منځ د سعې حکمت دادی چې طالب بې له پرلپسو هلوځلو، مطلوب ترلاسه کولای نشي.

همدغسې د کفن په څېر په احرام کې د صفا او مروه ترمنځ سعی، په قیامت کې د انسانانو حشر یادوي چې د حساب لپاره، له خپلو کړو وړو اندېښمن دي او د دوزخي کېدو یا جنتي کېدو په دوو نهايي مقاصدو کې په نوسان او لړزاند

کې دي.

* طواف النساء او د لمانځه حکمت یې

په شرع کې له هر منع شوي عمل څخه خبرتیا د دې لاملېږي چې حقیقي مسلمان ځان ترې بچ کړي؛ خو شونې ده ځینې عوامل یې هوډ سست او یا تالا ترغی کړي. که په دې حال کې یو ځل بیا له اوچت مانیز مقامه ټینګار پرې وشي، یا پخپله پر مانیز مقام او مبارک ځای قدم کېدي، یا په یوه مقدس عبادت لاس پورې کړي؛ نو د باطني قدرت مرتبې یې ورزیاتېږي او پر خپل هوډ ټینګېږي.

په حج کې حاجي باید له خپلې مېرمنې سره له کور والي ډډه وکړي یعنې هوډمن شي چې خپلې شهوانې غوښتنې کابو کړي؛ ځکه دا ډېرې قوي غرېزې دي او نه کابو کېدنه یې ډېر مفاسد راولاړوي. پر نفس د پوره برلاسی تر لاسه کولو لپاره، پر طواف النساء او لمانځنه یې ځانګړی ټینګار شوی دی. په دې مانا که دا دستور مراعات نشي؛ نو محرم تر بل کاله او د حج په مراسمو کې تر ادا کولو یې له خپلې مشروع مېرمنې سره کوروالي نشي کړای.

نو ځکه د طواف النساء او لمانځه حکمت یې دادی چې د حج په مراسمو کې معنوي قدرت دومره اوچت شي چې د الله  لپاره شهواني غوښتنو ته ورشا کړي چې مقدماتي مرتبې یې په احرام تړلو پیل شوې وې.

* د کعبې د سپېڅلي حرم امنیت

په احرام کې د کعبې په مقدس حریم کې د څاروي د ښکار د تحریم فلسفه، د حشراتو وژنه او د بدن د سپږو ورږو لرې کونه، د وښو او د ونو د پاڼو شکول، د امنیت رابره کولو لپاره دي. هر ساکښ حس لري او چې تېری پرې وشي، کړېږي، که څه په انسان، څاروي او بوټي کې د حس مرتبې او د حساسیت درجه توپیر لري. د بدن د سپږې ورږې لرې کول، یعنې د دوی د ژوند د شرایطو جبري تغییرول ورته ستونزمن دي، که څه د حشراتو او څارویو د وژنې، د کوم غړي د پرې کېدو یا د محیط بدلول یې یا د بوټیو او پاڼو د پرېکولو کړاو راته نامحسوس دی.

د بیت الله حریم او د مکې ښار باید ټولو ته امن وي – قرآن یې شرافت ته د « بلد الامین » په نامې قسم خوړلی – چې نه یوازې انسانان ان څاروي او نباتات هم ونه رنځېږي، په تېره حاجیان چې د احرام په مقدس حال کې دي. خو دا چې کوم څاروی په څو قدمۍ کې ځان وښو ته وررسولی نشي او له لوږې مړ کېږي؛ نو په دې حال کې محرم واښه ورته شکولای شي چې ور یې کړي یا په اضطراري وختونو کې د ناروغ رغېدا ته د ځانګړي بوټي را ایستل لازم وي.

* د وصال د پړاوونو وهل

«منې» له «امن» څخه اخستل شوې او دا چې پوره وصال په کامل او پوره امنیت کې دی؛ نو ځکه هغه مکان چې د وصال ځای دی، منی ورته وايي نه د بیت الله چاپېریال. له ظاهري پلوه، د احرام د اصولو له مخې د الله د کور امنیت مراعاتېږي؛ خو له باطني پلوه (یعنې شیطاني قواوو د غلبې له اړخ) د بیت الله حوزه هله امن ده چې په ټولو حجاجو کې د حج شرایط راټول شي؛ یعنې هغوی (چې د وصال په هیله راغلي ) داسې چار ونه کړي، چې د نورو امنیت و ګواښي.

نو ځکه د «عرفات» ، «مشعر» او « منی » مفهوم، کمالِ (پوره) معرفت، کمالِ (پوره) یقین او کمالِ (پوره) وصال دی. حضرت ابراهیم(ع) د الهي توفیق په سیوري کې په عرفات کې کمالِ (پوره) معرفت ترلاسه کړ؛ نو ځکه مسلمین مؤظف دي چې د عرفات اړوند مراتب په پام کې ونیسي، مراعات او درانه یې وبولي.

البته معرفت په عمومي توګه د تنوع له نظره او په تېره د مراتبو له نظره ډولونه لري، دلته همدومره اشاره کېږي چې شناسایي او عارف کېدنه یوه موضوع ده او یقین بله. «یقین» بې له «معرفته» محال دی او «وصال» بې له یقینه شونی نه دی. کمالِ (پوره) وصال څه دی؟ د انسان د زړه په مرکز کې یوه هیله نغښتې، که پوره شي؛ نو پر وصال برلاسی کېږي، او وصال هله د کمال درجې ته ور رسي چې طالب له هر ځایه منصرف او په ټولې مانا مطلوب ته یې ورپام وي.

کمال هم نښې او پړاوونه لري چې ړومبی یې له ځانه تېرېدنه او دویمه یې له هغه څیز سره د تړاو پرېکړه ده چې تر هر څه ورته ګران وي لکه اولاد او نور؛ ځکه د الله  پر وړاندې د هر چا باطني او معنوي مقام د ده د مراتبو په انقطاع او پرېکون پورې تړاو لري.

حضرت اسماعیل(ع) کوچنی و او خپل پلار حضرت ابراهیم خلیل(ع) ته خورا ګران و او زړګڼۍ مینه یې ورسره وه. د الله  له لوري ټپسوری شو، خلیله! له ازري بوت څخه مې ددې لپاره خلاص کړې چې په اسماعیل پورې زړه وتړې؟ د دوستۍ دعوا دې راسره وکړه له څوبتیاوو، علایقو او خلایقو لاس پر سر شوې، هغه زړه چې د دې مینې او زما جمال ته وقف و، پر بل بوخت شو او د مینې ټاپه دې پرې ولګوله؟ پاڅه او زما په لار کې یې قرباني کړه، که مې غواړې؛ نو خپل درد دې درمل کړه.

خلیل الله پاڅېد او ځان یې د دنیا له قیده خوشې کړ. سره له دې چې حضرت اسماعیل ډېر ورته ګران و، چمتو شو چې د مطلوب په لار کې یې قرباني کړي « فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یَا بُنَیَّ إِنِّی أَرَى فِی الْمَنَامِ أَنِّی أَذْبَحُکَ فَانظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ یَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ»

دواړو د الله  فرمان ته غاړه کېښووه او په دې سپېڅلي ځای کې زوی پلار ته وویل: پلاره درې خبرې مې واوره: لومړی: لاسونه او پښې مې ټینګې وتړه، هسې نه چې چاړه مې پر ستونې ږدې لاس و پښې ووهم او د وینو څاڅکي مې ستا پر جامو ولوېږي او دا یوه بې عزتي شي او د اخلاص مرتبې راټیټې شي.

دویم: پړمخ مې کړه چې پر سجده مې سا ووځي او نباید راته وګورې چې شونې ده پلرنۍ مینه دې راوخوټېږي او د الله  د حکم په کولو کې سستي وکړې او نباید دروګورم، شونې ده د زویولۍ مینه په مستۍ او ولولو راشي، له بېلتونه دې چغې کړم او د الله د فرمان په عملي کولو کې سستي وشي. چاړه تېزه کړه، چې مرګ راته اسان شي.

درېیم: چې کله مې مور ته ورستون شې او درسره نه یم؛ نو وبه کړېږي، ګوذاره ورسره وکړه، سلام مې ورته وکړه او کمیس مې ورکړه.

حضرت ابراهیم (ع) وژړل، یا الله! قوم مې بوت ولمانځه او ته مې په توحید ولمانځلې، ته هغه الله یې چې د نمرود له اوره دې وژغورلم، اوس په پوره څوبتیا ستا د امر عملي کولو ته چمتو یم. دا یې وویل: چاړه یې راښکوده؛ خو چړې کار نه کاوه! چې پوه شې، چاړه چې غوڅول کوي په خپل طبیعت یې نه کوي؛ بلکې په حکم یې غوڅوي؛ اور چې سوځول کوي، په خپل طبیعت یې نه سوځوي؛ بلکې په حکم سوځول کوي. دا چې د الله  خلیل د الله  حکم پرځای کړ « فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِینِ وَنَادَیْنَاهُ أَنْ یَا إِبْرَاهِیمُ قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْیَا إِنَّا کَذَلِکَ نَجْزِی الْمُحْسِنِینَ»  

هو، د « ماره نفس » تر ذبحې بله ستره دبح نشته او په دې توګه د حضرت ابراهیم د وصال کمال زباد شو.

که څه حضرت ابراهیم مخکې هم د معرفت، یقین او وصال خاوند و؛ خو د عرفات، مشعر او منی د پړاوونو تر وهلو مخکې؛ لومړی یې د الله  په لار کې خپله ټوله هستي ځار کړه او ورپسې یې خپل ټول تړاوونه لتاړ کړل چې په پایله کې د کمالِ معرفت، کمالِ یقین او کمالِ وصال پړاووو ته ورسېد.

ای سالکه! ځان وپېژنه چې آدمیت ظاهري عالم دی او سلیم زړه د مانا عالم دی. آدمیت د زړه سیپۍ ده او زړه د راز او خوالې سیپۍ ده. آدمیت د زړه په صورت کې هېښ دی او زړه د راز په ټکي کې.

د الله  ځانګړي نظر د راز ټکی راونغاړه او کعبې له دې اړخ شرافت وموند: « فَلْیَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَیْتِ: نو ددې خونې پالونکی ولمانځه» او په بل سورت کې وايي: « و طهر بیتي: خونه مې پاکه کړه». په ړومبي کې یې له خونې سره خپله نامه ورزیاته کړې او زایران یې خپل کسان بللي او په بل کې یې، له خپلې نامې سره خونه ورزیاته کړې: « وَطَهِّرْ بَیْتِیَ» بیت (خونه) مې یعنې خپل زړه دې پاک کړه؛ یعنې زه له تا او ته له ما یې. لکه چې مخکې اشاره وشوه، عارفان په دې مانا کې، بله ژبه او ادبیات کاروي: حج دوه ډوله دی، یو هغه چې له خپله کوره بیت الحرام ته پاڅي او بل هغه چې له خپل نهاد او ځانه خالق ذوالجلال ته ورپاڅي. یو تر «عرفات» او دا بل تر «معرفته» دی. هلته د زمزم چینه ده او دلته د وصال د شرابو. هلته د خلیل قدمځی دی او دلته د جلیل نظرځی. هلته «آیات بینات» دي او دلته «روایات ولایات». هلته شامي او یماني رکنونه دي او دلته د ماناوو زېرمې. هغوی له بېدیا کعبه ترلاسه کړه؛ خو دوی د زړه له لارې.

ای سالکه! ځان په دې مقدسو ورځو کې چمتو کړه چې د حقیقت لارې له کاروان سره، د مانا سفر وکړې چې په زړه کې دې د « وَطَهِّرْ بَیْتِیَ » رڼا او هم د « وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَیْتِ » حقیقي رڼا وځلېږي او پر ظاهري زیارت سربېره، باطني زیارت هم در پر برخه شي او نامه دې د حقیقي نېکمرغانو (سعداوو) په کتار کې وکښل شي.

* د امام صادق (رح) په کلام کې د حج اسرار

چې د حج هوډ وکړې؛ نو زړه دې له هر تړاوه ازاد او هر ډول خنډ او پرده ترې لرې کړه. ټولې چارې دې الله ته وسپاره او په هر کار کې پر الله  بروسه کوه. د حق غوښتنې او پرېکړې ته غاړه ږده. دنیا، سوکالي او پر «غیرالله» اتکا پرېږده. د خلکو د حقوقو په اړه دې غاړه خلاصه کړه. د سفر پر توښې، پانګې، سپرلۍ، ملګرو، ځواک، ځوانۍ او شتمنۍ دې زړه مه تړه، ددې ډار شته چې دا ټول دې دښمنان او د عذاب لامل شي؛ ځکه څوک چې په خوله د حق د رضا ادعا کوي؛ خو په عمل کې پر بل څیز ډډه لګوي، الله  دا ورته عذاب ګرځوي.

د حج سفر او د مناسکو عملي کولو ته یې ځان چمتو کړه او سبا ته کوم کار او څیز مه پرېږده چې بویه د راستنېدا هیله نه لرې . د سفر له مګرو سره دې ښه چلېږه. د الهي فرایضو او نبوي سننو وختونه په پام کې نیسه. د ادب، زغم، منندوینې، انفاق او ورکړې په اړه کوتاهي مه کوه. د احرام د غسل په اوبو، ګرد ګناهونه دې ومینځه او پښېمانه پرې اوسه، ورپسې له احرام سره، د رښتیا، پاکۍ او عاجزۍ جامې واغونده.

څه دې چې د حق له یاد او بندګۍ منع کوي، پر ځان حرام کړه. تلبیات د الله  لپاره وایه او په ملاتړ یې ډډه ووهه.

لکه څنګه چې په تنې، له مسلمینو سره له کعبې چورلې، دغسې له زړه نه له پرښتو سره همګام د عرش چورلېدو ته ورشه او له دې اشارې او بېلګې مه غافلېږه. د صفا او مروه ترمنځ په هر تګ و راتګ کې هر ډول ځاني غوښتنې پرېږده او د الهي ځواک پر وړاندې پر خپل ځواک ډډه مه لګوه. مِنی ته د تلو پر وخت غفلت ته ورشا کړه او د هغه څیز هیله مه کوه چې درته نه ښايي او په مشعر کې د الله  په مرسته الهي تقرب ترلاسه کړه. د مشعر پر لوړې چې ورخېژې؛ نو په روح دې له مقربو پرښتو سره یوځای شه.

د قربانۍ پر مهال، هوی، هوس او ځاني غوښتنې هم قرباني کړه او په رمی جمرات او د شیطان په ایشتو، ځاني غوښتنې، پستۍ و خوارۍ او بدرنګۍ لرې وغورځوه. دنننۍ او دباندېنۍ بدۍ د سر په خریلو وڅنډه. په حرم کې په ګام ایښوو، د الله  په مرسته ځاني غوښتنو ته دې ورشا کړه. د کعبې په پېژندو او د الله د عظمت له مخې زیارت وکړه. حجرالاسود ددې لپاره ښکل کړه چې د الله رضا در پر برخه او د عظمت پر وړاندې یې عاجزي ښکاره کړې. په وداع طواف کې، غیر حق ته ورشا کړه. پر صفا د درېدو پر مهال ځان او روح دې د حق لیده کاتو ته سینګار کړه او په مروه کې له انصاف او د خپلو اوصافو له پسوللو مه غافلېږه.

* ذېحجه او د الهي عارفانو پیغام

د ذېحجې میاشت راورسېده، له اسمانه لورنې ورېږي او له ځمکې د یووالي غږونه اورېدل کېږي، بې له معنویته نورې ټولې رڼاګانې تتې شوې دي. وخځئ، راپورته شئ، د سفر نیت وکړئ، همسفران ولاړل، د زړه په غوږونو د خلیل غږ واورئ، د زړه سترګې پرانځئ چې هر ځای اسماني معشوق ووینئ، چېرې ځئ؟ د توحید پر لور، د الله  د خونې پر لور، د معنویت پر لور او د ازمېښت پر لور. خپل حساب و کتاب ته رسیدګي وکړئ، کړنلیک مو ولولئ، نادودې یې د بښنې، توبې او ژمنې په اوبو ومینځئ.

د ذېحجې میاشت، د عبادت او دعا میاشت ده. خلک په دې میاشت کې د حضرت ابراهیم(ع) په بلنې د ځواکمن الله د لیدو ژمنه لري، دا بلنه مخکې ورکړای شوې وه. د ملاقات وخت دی، ایا د خلیل الله غږ نه اورئ چې توحید او د دوست دیدار ته مو بلي، د زړه په غوږونو یې واورئ. د مادیت له کوره راووځئ او د معنویت پر لور ورشئ؛ ځکه بلل شوي یاست، د کور خاوند درته سترګې پرلار دی.

را په خود شئ، د معنوي پس انداز او زېرمې کتابچه را واخلئ، ویې لولئ چې ایا دې سفر ته څه توښه پکې زېرمه شوې که نه؟ هلته یوه محکمه ده چې د انسان غوږونه، سترګې، ژبه او غړي پوښتل کېږي « إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا» دا مسافرت انسان د مطلق کمال، مطلقِ صفا او مطلق حقیقت پر لور ورکاږي. را په خود شئ او ځانونه بیا وپېژنئ، لږه لږه د کعبې خونه رانژدې کېږي. اوس یې د ملاقات وخت را رسېدلی، د زړه دریڅه مو پرانځئ چې د محبوب له ګلبڼه نسیم، د زړه په سپږمو بوی کړئ.

ای انسانه ځانه وپېژنه، متعال الله  وايي: « لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ: انسان مو په رنځ او کړاو کې پیدا کړی» او په کړاوونو یې ازمایو. مادي ژوند تش یو پر بل د شپې و ورځې اوړېدل دي او ددې ادلون بدلون پایله، مړاوي کېدنه، ورستېدنه او ورکېدنه ده، یوازې روح انسان ته پاتېږي؛ نو باید په معنوي اوبو یې ومینځو.

مادي ژوند دوراني ژوند دی؛ یعنې هره ورځ د بلې په څېر ده او څه چې تل تاند دي، هیلې دي. باید پښه اوچته کېدو او له دې دوراني ژونده تېر شو او د بې حاصله ژوند له لیدو سترګې پټې کړو، د مادي ژوند له کړۍ راووځوو او الله ته ورنژدې شو چې ځان مړه خوا کړو او پوه شو چې مړه خواتوب د شتمینو په درلودو کې نه؛ بلکې د زړه په مړه خوا کېدو کې دی.

* د حجاجو ټولنېزې دندې

اسلام د پرمختګ او د پردیو له جغه او دننیو هوسونو له ژغورنې د ازادۍ ستر عامل دی چې انسان د تکامل پر لور ورسیخوي او تل د فضیلت، نېکمرغۍ او اوچتو انساني هیلو له مخې آریز بدلونونه رادبروي.

هغه وګړي دا چارې کړای شي چې اسلام وپېژني؛ ځکه چا چې حقیقي اسلام بوی کړی نه وي او له الهي ښوونو او احکامو ناخبره وي؛ نو څنګه پوهېدای شي چې عدالت او روري څه ده او باید څنګه له کفر او بې عدالتۍ سره مبارزه وکړي؟ یوازې اسلام دی چې په هر پېر کې له خپرو ورو پرګنیو او بېلابېلو ملتونو، د ملي، جغرافیايي او خېلي اختلافاتو سره سره یو ناماتی واحد ملت رادبرولای شي چې بیخي بې اتفاقي پکې سوړه نشي کړای.

پردي تر یوه بریده پردې حقیقت پوه شوي چې که مسلمین د قرآن د الهي ښوونو له مخې وچلېږي، ترمنځ به یې داسې یووالی رامنځته شي چې پر نړۍ به لاسبري شي. پردي پوهېږي چې د اسلامي یووالي پیلامه ددوی د ښکېلاکي ژوند او ظالمانه واکمنیو د پای ټکی دی؛ نو ځکه شپه و ورځ د خپلو باطلو مرامونو د ټینګښت په سوچ کې دي او هڅه کوي چې د مسلمانانو ترمنځ بې اتفاقي واچوي او په غفلت او بې خبرۍ کې یې وساتي چې د یوې مشخصې ډلې له خوا د مسلمانانو تکفېرول یې یوه نښه ده. چې دا د پردیو یوه استعماري دسیسه ده.

په مقابل کې، سره له دې چې مسلمین پر حقایقو د لاسرسۍ او ترې د برخمنېدو شونتیا لري؛ خو بې اتفاقه او د غفلت پر خوب ویده دي. ددې پر ځای چې یو بل ښه وپېژني، ځانونه له الهي حقایقو باخبر او یووالی رادبره او پیاوړی کړي، د دښمنانو لاسوهنې او نفوذ ته لار هواروي.

د حج د فرضیت یوه مانا، اتحاد او اتفاق دی؛ نو ځکه پر حاجیانو لازمه ده چې د پیوستون او اتحاد په لار کې ګامونه واخلي چې اسلامي یووالي ته د عمل جامې واغوندي او د بدخواهانو او استعمارګرانو دسیسي خنثی کړي. او له یووالي موخه، په هر اړخیز ډول اندیز او عملي اتفاق دی.

حج باید په داسې بڼې وشي چې ختیځ له لویدیځ، تور له سپین او عرب له عجم سره ونښلوي؛ ځکه د عربو او عجمو شخړه د بې اتفاقۍ یو لامل دی چې پردیو رامنځته کړی او ځینې ناپوه ورته پکی وهي. باید عرب او عجم له مخالفتونو، کینو او بې ځایه سیالیو ډډه وکړي، لکه چې قرآن مجید وايي: « مؤمنانو! باید یوه ډله مو پر بلې ملنډې ونه وه‍ي، ښايي پر کومې چې ملنډې وهئ درنه غوره وي، یو بل ته په بدرنګو نامو غږ مه کوئ؛ نو هغوی چې توبه ونه باسي له ظالمانو ځنې دي.»

د هر مسلمان وظیفه ده چې د خپلې ټولنې له درده باخبر شي د بشري ټولنې د مادي او معنوي اړتیاوو د لرې کولو لپاره په مبارزې لاس پورې کړي لکه څنګه چې حضراتو انبیاوو او وصیانو یې د بشري ټولنو له درده باخبره وو، او رغېدا ته یې مټې رابډوهلې وې.

د حج د الهي سفر له ګټو څخه یوه یې د یو بل له عقایدو، مادي، سیاسي او روانو حالاتو خبرېدنه ده چې بې د پردیو له لاسوهنې او دخالته خپلمنځي تفاهم وکړي او وتلار وسنجوي؛ نو ځکه د حج فرضیت د مسلمینو ترمنځ د یووالي یوه وزله هم ده او هم شتمنو مسلمانانو ته یوه باخبري ده چې د نېستمنو مسلمانانو لاسنیوي وکړي او تردې مهمتر له هغو خطراتو خبرېدنه ده چې په هر پېر کې مسلمانان ګواښي.

نو ځکه د حج له مهمو فرایضو، د حقایقو ابلاغ او د نورو هېوادونو له حاجیانو سره د اړیکو ټینګول دی او هم یو له بل سره په مینه چلېدل او د یوه بل د معنوي وضع د څرنګوالي او څومروالي په باب څېړنه ده چې له دې لارې د مسلمینو ترمنځ هر اړخیز اتفاق رامنځته شي دا چار هله کېدونی دی چې حاجیان پر الهي کلام او د انبیاوو او ولیانو پر لارښوونو پوه او عملي لارویان یې وي.

که حاجیان د اسلام دا ستر عبادي رکن سم پرځای کړي، مسلمین په لږه موده کې پوره بریا ترلاسه کوي او که په دې مهم چار کې ناغېړي وکړي؛ نه یوازې خپل روح ټکنی کوي؛ بلکې اسلام ته هم ستر ګوذار ورکوي. په « مِنْ أَمْرِ رَبِّی ي» او « وَنَفَخْتُ فِیهِ مِن رُّوحِی » آیتونو کې، د الهي کمالیه قدرت د راښکاره کېدو اغېزې د زړونو په یووالي کې ځلېږي چې پر وړاندې یې ګرد ځواکونه محوه او نابود دي. یا الله! په هغه سپېڅلي ټاټوبي کې چې مسلمانان راټول شوي، د زړونو یووالی یې د کمال مرتبې ته ورسوه.

* په راستنېدا کې د حاجي دندې.

حاجي په حج کې یو لړ مانیز – معنوي اجرونه ترلاسه کړي چې تر راستنېدا روسته، تر څه مودې دا رڼا پکې غځېږي؛ خو شونې ده دا نیمه بله بټۍ په ځینو عواملو سړه یا مړه شي.

؛ ځکه حاجي لکه چې ښايي په مانیزه بټۍ کې پوخ شوی نه وي؛ نو ددې لپاره چې تل یې په زړه کې د حج رڼا بله وي؛ نو باید تر راستنېدا روسته څو چارو ته پاملرنه وکړي:

لومړی: د شیطاني بریدونو پر وړاندې څارنه: دا چې په حج کې حاجیان له ګناه پاکېږي؛ نو تر راستنېدا روسته د شیطان د چلوټو په درشل کې وي او ځان ساتنې ته ډېره اړتیا لري.

اماره نفس او شیطاني غوښتنې هڅه کوي چې انسان بدیو، چټلیو، منافقتونو او بې بندوباریو ته اړ کړي. څوک چې په بدیو کې ورډوب دي، شیطان څه کار ورسره نه لري ؛ځکه مطلب یې ترلاسه کړې، بریدونه یې پر هغوی دي چې له زړه څخه پاک او د وجود دړه یې له ګناهونو خوندي پاتې ده؛ نو زیار باسي چې د زړه د ایمان دریڅه یې ټپه کړي؛ خو له واصلینو او مخلصینو سره د مقابلې وس نه لري.

دویم: د تېرو کړنو څېړنه.

درېیم: له ظاهري او باطني پلوه د حج په کړنو کې اندنه، په تېره د بیاځلي کړنو په اهمیت کې اندنه، د مِنی په درې ورځېنۍ تمېدنه کې اندنه او د مِنی په کړنو کې ژور سوچ کول.

څلورم: د معنوي احرام جامو ته پاملرنه: له تنه د احرام په ایستو، په مانا کې د حج کړنې پای ته رسېدلې نه دي؛ بلکې واقعي حاجي باید د عمر تر پایه مانیز احرام اغوستی وي؛ ځکه تر راستنېدا روسته، د الله پر وړاندې د حاجي مسوولیت تر مخکېني مسوولیت ورهاخوا دی.

واقعي حاجي داسې نښې او علامې لري چې د حج قبلېدل یې ښیي لکه: دنننۍ تقوا چې له ګناه یې واړوي، زغم چې له غوسې یې بچ کړي او له خپلو ملګرو سره یې ښه چلن .

مُحْرِم حاجي د ځان په باب پر الهي مکلفیتونو سربېره، مهمې ټولنېزې دندې هم لري چې اهم یې ارشاد، لارښوونه او له فساد سره مبارزه ده. په الهي اوچتو ښوونو کې امر شوی چې له «خلکو» به «حق» ته سفر کوې او له «حق» به «خلکو» ته. حضرات انبیا علیهم السلام په عین حال کې چې له خلکو یې پاسنۍ نړۍ ته سفر کړی او له الهي اوچتو ښوونو برخمن شوي، د خلکو لارښوونې او ارشاد ته یې هم ماموریت درلود.

په ظاهر کې دا مانیز سفر د څو تنو میلیونونو وګړیو پر برخه کېږي؛ خو واقعي حاجي هغه دی چې په زړه کې یې الهي ډیوه بله شي چې بیخي تته او مړه نشي. هیله ده چې د الله  په توفیق په واقعي حجاجو کې دا شرایط عملي شي او له «حق» څخه «خلکو» ته په راستنېدا کې الهي رڼا پکې ښه اوچته وځلېږي، چې خپلې دندې پوره په بریا ترسره کړي.

پاک ربه! ولورېږه چې حاجیان مو په دنیا او آخرت کې واقعي حاجیان وشمېرل شي. په دې مانیز – معنوي سفر کې پوره توفیق ورکړه چې پر ځان سربېره نور هم له لوړو حقایقو برخمن کړي، پر تا یې درسپارم، خپل توفیق دې ترې مه سپموه.

* د واقعي حاجیانو ډالۍ

ای مسافرو چې دا نېکمرغي در پر برخه شوې، د الله  په توفیق دا سپېڅلی سفر پای ته ورسوئ، پوهېږئ چې په دې روحاني سفر کې مو مهمه دنده څه ده؟ متأسفانه ډېری حاجیان د ظاهري حج سفر کوي، بې له دې چې له زړګڼۍ بینایۍ سره مل وي، د بیت الله د ظاهر زیارت کوي، بې له دې چې د کور له خاوند سره ملاقات وکړي.

له حق سره د ارتباط پر ځای، د مادیاتو او ظواهر په سوچ کې دي او ډېر ځل په راستنېدا کې له ځان سره د غم او ګناه ډالۍ راوړي!

الهي مسافرینو! د زړه په سترګو، عرش معلی ووینئ چې څنګه د پتنګانو په څېر د ازلي جمال عاشقان د وصال د بزم پر ډیوې چورلي. هسې نه چې ظواهر مو د بواطنو له مشاهدو خنډ شي. که دې سپېڅلي ځای ته د زړه په سترګو ووینئ؛ نو د ازلي زړه بایلودونکیو اغېزې به دروښیي.اوس درباندې لازم ده چې وزرونه وکړئ او ځانونه د جمال د تږیو کوترو کاروان ته ورسوئ. له هر مسافره چې د حق په توفیق یې د الله د کور زیارت کړی مؤمنین ترې د ډالۍ تمه لري. دادی وزرونه مو چمتو کړئ او ځانونه د وصال د تږیو کاروان ته ورسوئ او د بقا د چینې ترڅنګ راکوز شئ، د زړه جام تر مورګو ترې ډک کړئ او طالبینو ته ډالۍ راوړئ چې ټول تاسې او ډالۍ ته مو سترګې پر لار دي.

* پاڅه له خلکو سره حج وکړه.

د حجاز ولسوال ته د حضرت علي(ک) د فرمان د یوې برخې ژباړه:

پاڅه له خلکو سره حج وکړه او د حاجیانو پرګې ته چې د الله  له کوره د ډاروونکې زخمې په څېر چورلي د الله  آیتونه ولوله او د حق او حقیقت خبرې ورسره وکړه. هلته خلک له لریو لریو ځایونو راغلي، د بېلابېلو خیالاتو خاوندان او د قوي او کمزوریو استعدادونو درلودونکي دي. دا واکمن ته د خبرو لپاره یو مناسب فرصت دی چې د اسلام سپېڅلی مرام ورته تشریح کړي، همدغسې وکړه چې دا یو وړ چار دی. ملا وتړه او د برابرۍ او مساوات آرونه چې د اسلام د سپېڅلي مرام سرلوحه ده په ماغزو کې یې ورکېنوه. سهار و ماښام په محکمه کې د عدالت او حکومت لپاره کېنه او اړمن په عاجزۍ ومنه، مظالمو او عرایضو ته یې په ځیرنه رسیدګي وکړه.

 پام چې بدلې جامې وانه غوندې او د محکمې پر وره پاسوال ونه ګومارې. که الله مه کړه دغسې وکړې، د کبرجنو او ځانمنو سزا به درکړم. پخپله د ځان پاسوال اوسه.

افسوس درباندې که د ولسوالۍ اړوند دې څوک وږی او اندېښمن وي؛ خو ته بې غمه او اسوده ویده شې. څنګه دې د بېوزلیو مالت ته ولېږم او د مکې د فقیرانو په باب په کومه ژبه سپارښتنه درته وکړم؟! له بیت الماله د ډېر اعیال درلودونکییو فقیرانو ته ډېر څه ورکړه او پاتې یې کوفې ته راولېږه چې پر سربازانو یې وویشوو.

مکیانو ته په کلکه ووایه، حق نه لري چې له طواف کوونکیو مېلمنو په هېڅ نامې اجوره واخلي؛ ځکه الله تعالی ویلي په دې مقدس ځای کې ټول یو رنګ دي ورته راغلي او میشت سره برابر دي « سَوَاء الْعَاکِفُ فِیهِ وَالْبَادِ»

* د حضراتو سپینلمنو – معصومینو او صحابه کرامو زیارت

الله تعالی په قرآن مجید کې وايي چې حج و عمره د الله  لپاره پوره وکړئ « وَأَتِمُّواْ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلّهِ» او حضرت امام صادق (رح) یې په تفسیر کې ویلي:« إِذَا حَجَّ أَحَدُکُمْ فَلْیَخْتِمْ حَجَّهُ بِزِیَارَتِنَا لِأَنَّ ذَلِکَ مِنْ تَمَامِ الْحَج » : چې کله یو مو، حج وکړ؛ نو باید خپل حج زموږ په زیارت پای ته ورسوئ؛ ځکه دا چار د حج تمامیت او بشپړتیا ده. دې مهم ته په پاملرنې د سپینلمنو – معصومو امامانو او صحابه کرامو د زیارت پر موضوع لګیا کېږو[3].

 

* د زیارت اهمیت او عظمت

زیارت، یو استحبابي چار دی او که د زړه په حضور او لازمو شرایطو ترسره شي، په الهي درګاه کې مقبول دی. واقعي مؤمنانو ته، د سېڅلیو امامانو او صحابه کرامو زیارت په هر ځای او د نړی په هرې برخې کې شونی دی؛ خو زیارت په زیارتځي (متبرکه مشاهد) کې د مزور (زیارت شوي) ځانګړی درناوی دی.

د زیارت له الهیه ماناوو، د اسلام پرمختګ ته مانیز حرکت، ارشاد، لارښوونه، د خلکو ژغورنه او بلکې د بشري ټولنې نېکمرغي ده.

څوک چې په دغسې نیت او د مزور د شان او مقام په پېژندو حرکت وکړي؛ نو جوته ده چې له دې چاره ژورې مانيزې اغېزې راولاړېږي.

نو ځکه سخته غولېدنه به وي چې څوک د چمتو شرایطو په درلودو، له خپل ظاهري ټاټوبي زیارت ته ور ونه خوځي.

البته له مازې حقیقت سره د کاملینو او واصلینو څه واټن نشته او تل د ظاهر و باطن واټن، فرعي دی؛ نو ځکه د الله  د درګاه مقربینو ته، د زایر زیارت له لرې او نژدې یو رنګ دی او تل یې په زیارت کې دا مانا منظور ده چې : الهی محبوبینو! له لرې یا نژدې سلامونه در وړاندې کوم، خپل درد درته وایم او تاسې شفیع کوم، تاسې اورئ، تاسې د عالم زړه او د حق د صفاتو ښکارندویان یاست؛ خو ددې تبلیغي او ښوونیز حرکت اهمیت دومره دی چې ددیني مشرانو په مرتبه کې یې یو شمېر ځانګړو ته د فرایضو په کتار کې ګڼلی، په تېره د حضرت امام حسین زیارت.

د حضرت ثامن الحجج، زیارت هم په ځانګړي توګه توصیه شوی او د بېلا بېلو دلایلو له مخې، اجر و ثواب یې د مقدسو مشاهدو تر ګردو زیارتونو افضل دی او یوازې نږه زیارت کوونکی یې زیارت کوي.

تبارک و تعالی الله  په قرآن مجید کې د هر حقیقت زبادولو او له دې ځنې توحید ته دلیل او برهان ویلي، مخکې د «مبدأ او معاد یا ازلیت او ابدیت» تر نامې لاندې د توحید زبادولو لپاره منطقي او حکمتي دلایل وویل شول؛ خو د حق تعالی پر وحدانیت له دلایلو یو دلیل او له براهینو یو برهان، همدا متبرک بقاع او قباب دي. له دې مقدسو اماکنو د باری تعالی پر وحدت او قدرت ښکلي براهین او دلایل اقامه کېږي، خو هر څوک یې د اورېدو وس نه لري. دا ځانګړي الهیه براهین او دلایل باید په عظمت له دې بقاع او قبابه د زړه په غوږونو واورو.

الله  تعالی د متبرکه ځایونو په عظمت کې وايي:

دوی مو ګرځولي چې د توحید دلایل او براهین ترې راڅرګند شي، دا د مقربو پرښتو د کوزېدو او پورته کېدو ځای دی او دلته د طالبینو صعودي سیر تر اوچت بریده رسي « فِی بُیُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَیُذْکَرَ فِیهَا اسْمُهُ یُسَبِّحُ لَهُ فِیهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ» .

هو، الله دا بارګاوې او مقدس ځایونه د قرب او ژغورنې وزلې کړي چې پرښتې او الهي نارینه پکې سهار و ماښام ذاکر شي. درود پر تاسې ای د الهي علم زېرموالو، درود پر تاسې ای د الله  خواله ساتو، درود پر تاسې ای د الله  د وحې مفسرینو.

* د زیارت ظاهري آداب

د زیارت ظاهري آداب ډېر دي، له دې ځنې مشرانو ویلي دي: زیارت ته د ورتلو لپاره مستحب دي چې زایر غسل وکړي او په لار کې به دنیوي خبرې نه کوي. د هر امام زیارت ته به غسل کوي او پاکې سپینې جامې به اغوندي، روضې ته د تلو پر وخت به لنډ لنډ ګامونه اخلي او په ارامۍ او وقار به ورځي. سر به یې ځوړنډ وي پورته او شاوخوا ته به نه ګوري، پر ځان به عطر اچوي؛ خو بې د حضرت سیدالشهدأ له زیارته.

مقدس حرم ته د ورتلو پر مهال به د حق تعالی تسبیح، تهلیل، تمجید او تکبیر وايي او پر محمد او آل به یې درود استوي. د حرم پر وره به درېږي د ننووتو اجازه به اخلي، زړه به یې نرم او حالت به یې خاضع او عاجز وي، د مرقد د خاوند د عظمت او جلالت په باب به فکرکوي چې درېدنه دې ويني او خبره دې اوري او سلام دې ځوابوي. د ننووتو پر وخت به ښی پښه مخې ته کوې او د راوتو پر مهال به کیڼه .

غوره ده، چې قبلې ته شا او مرقد ته مخامخ زیارتنامه ولوستل شي. او تردې روسته ښی مخ دې بر ضریح کېده او دعا وکړه او ورپسې کیڼ، توبه وباسه او بښنه وغواړه او زیارتنامه په لوړ غږ مه وایه.

* د زیارت باطني آداب

پر زایر لازم دي چې د جسماني خوندونو او د نفساني اشتهاوو له را جلبولو لاس واخلي او زړه دې له بهرینو عوارضو بچ کړي؛ ځکه رڼه مرغلره یې له منځه وړي.

له زیارته د زایر مطلب، د مزور درناوی او له باطني انوارو یې د فیوضاتو ګټنه او د ځان نوراني کول دي.

هو، باطني زیارت یا د حقیقت زیارت، حضرت ذوالجلال ته د زړه پاملرنه او وصي ته یې توجه ده. دا توجه د رباني عالمانو او د حقیقت د لارې د عارفانو د کړنو د قبلېدو مدار دی. په دې توجه له «ملک» څخه «ملکوت» او له یوې برخې خاورې پاکې نړۍ ته لار موندای شو.

د دې پاملرنې او توجه له لامله د دنیوي قیوداتو له کړۍ خلاصېږو او د معنوي ترقیاتو له معراج سره نښلوو او په پایله کې د الهي قرب مقام ته وررسوو.

عارفان او رباني عالمان د همدې توجه په پار داسې پړاو ته رسېدلي چې د حقایقو پاڼې لولي؛ نو ځکه د وصي د زیارت پر مهال زړونه مو پاک او نیت مو دا وي چې له فیوضاتو یې ګټنه وکړو.

* د ظاهر و باطن همغږي

الهي احکام او آداب ظواهر او بواطن لري. د احکامو پر ظواهرو علم درلودل او عمل کول که څه لازم او ضروري دي؛ خو یوازې انسان مقصد ته نه رسوي. د احکامو پر باطنو علم او پوهه او ورباندې د عمل کولو توفیق، د پاکو زړونو پر برخه دی.

د هر څیز ظواهر یې د باطن ښودونکی او هر باطن هم د یو حقیقت ښودونکی دی؛ نو د ظواهرو او بواطنو ټولګه، د مازې حقیقت ښودونکې ده؛ نو ځکه ظواهرو ته پاملرنه د بواطنو او حقیقت د لاس ته راوړو په پار دي. په تفکر او عمل له ظواهرو څخه بواطنو او ورپسې حقیقت ته ور رسېدای شو، تر هغه چې له تفکره ترلاسه شوې پایلې عملي نشي، انسان مازې حقیقت ته نه رسوي.

تېرو آرونو ته په پاملرنې، د زیارت ظاهري آداب، باطني حقایقو ته یې اشارې دي او د زایر هر ظاهري عمل یې باید د زړګڼي حالاتو ښودونکي وي. د بصیرت او معرفت خاوندانو ته، ډېر ظواهر او بواطن، په تېره هغه ظواهر او بواطن چې پر مقدساتو مشرف وي، د تفکر، مجاهدت او ریاضت په ترڅ کې ځانګړي مانیز ادلون بدلون وردبره کوي. او له دې لارې، هر ځل له دې مانیز سفره حقایق، اسرار او رموز ورته برسېرېږي، له دې ځنې:

زایر باید تر خوځېدو وړاندې متذکر شي « وَ قَدْ عَلِمْتُ اَنَّ قَو‌امَ دینیِ التَّسْلیمُ لِاَمْرِکَ وَالْاِتِّباعُ لِسُنَّة نَبِیِّکَ» الله  ته غاړه ایښوونه او د الله د حبیب د سنتو لاروۍ ته اشاره ده. له دې سننو؛ د الهي محبوب زیارت ته به په اوداسه او غسل کې ورځې؛ خو په ظاهري اودس او غسل بساینه څه ګټه نه لري؛ ځکه دا دبدني پاکونې لامل دی، نه زړګني او روحاني؛ نو ځکه پرعارف پردې سربېره، بل اودس او غسل هم شته چې د ژمنې او الهي عشق اودس او غسل دی.

نو ځکه که پر نورو په ځینو مواردو کې اودس او غسل لازم دی؛ خو د حق د لارې پر سالکینو لازم دي چې تل د زړګني اودس او غسل په حال کې وي.

د الهي محبوب روضې ته د ورتلو پر مهال امر شوی چې زایر ووايي « اَلهی خَلَّفْتُ اَهْلی وَ مالی» پاک ربه ! اولاد، چارې او مالونه مې درسپارلي؛ خو دا په واقع کې د «الی الله» پر لور پوره انقطاع او هر څه ته شا کونه ده چې په زړه کې یوازې یوه مینه پرته وي؛ لکه چې امام سجاد (رح) وايي: « پاک ربه ! پوره مینه دې راولوروې، چې نورې مینې وسوځوي.»

د « بِسْمِ اللهِ وَ بِاللهِ وَ اِلَی اللهِ وَ اِلَی ابْنِ رَسُولِ اللهِ، اَللّهُمَّ اِلَیْکَ تَوَجَّهْتُ وَ اِلَیْکَ قَصَدْتُ وَ ما عِنْدَکَ اَرَدْتُ» ذکر ته د مانیز مسافر تذکر، الهي مقدس ځای ته د زړه ورپاملرنه ده چې د زړه مارغه یوازې د ازلي محبوب په هوا کې الوت وکړي، چې د دنیا، اولاد او عیال مینه، له منځه تلونکې ده.

ځکه عارف پوهېږي، دا اذکار هله اغېزمن دي چې له باطنی ذکر سره همغږي وي؛ نو ځکه له زړه نه راز و نیاز پیلوي چې یالله، ته مې نیت یې او څه چې ستا په حضور کې دي درڅخه مې غوښتي، له هره ځایه مې لاس اخستی، درشل ته دې راغلی یم او ستا د محبوب زیارت ته مې ورځغاستلي دي.

څکه خوښېږي دې چې ددې بزرګوارانو له درګاه ځنې ستا پر لور درشوو او دوی ستا درشل ته شفیع کړو « اَللّهُمَّ ارْزُقْنا بِهِمْ خَیْرَ الدُّنْیا وَ الْآخِرَة وَاصْرِفْ عَنّا بِهِمْ شَرَّ الدُّنْیا وَ الْآخِرَة».

که اشاره شوې چې زایر د الهي محبوبینو په ژبه وغواړي « اَللّهُمَّ طَهِّرْنی وَ طَهِّرْلی قَلْبی وَاشْرَحْ لی صَدْری وَ اَجِرْ عَلی لِسانی مِدْحَتَکَ وَ مُحَبَّتَکَ وَ الثَّناءَ عَلَیْکَ» چې دا ددې چارو د باطنی شرایطو په عملي کېدو کې هڅې او مجاهدت ته اشاره ده او همداراز ددې ځېرنې موندنه ده چې بې له تسلیم او لاروۍ، د لفظي ذکر له بیاځلي ویلو، زړګڼۍ پاکي او صفا نه حاصلېږي او نه باطني ژبه الهي ویوونکې (ذاکره) کېږي.

که زایر د الهي مقربینو په درګاه کې وايي: « اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا حُجَّة اللهِ» ؛ نو د الهي لورنو د غوښتو په ترڅ کې ورته وایي: الهي حجة! لکه څنګه چې تاسې د الله بندګانو ته د سلام، لورنې، رحمت او امنیت اوچت ښکارندویان یاست، زه هم ژمنېږم چې دغسې اوسم او زما له خوا به تاسې او د اسلام دین ته هېڅ ډول زیان درونه رسي چې د شرایطو د سموالي په حال کې، دا بزرګواران هم ځواب ورته وايي؛ خو که سلام، حال او چلن څه منځپانګه او محتوا ونه لري؛ نو محال ده چې ځواب به ترلاسه کړي. الهي نارینه تل د حقیقت له مخې سلام اچوي او دا ورته یو ستر منصب او مقام دی. زایر باید پر حق پوه او عارف وي «عارِفاً بِحَقِّهِ»؛ یعنې د مزور وګړې او شخصیت ته پوره پاملرنه ولري او ومومي چې د الهي محبوبین، د الله  د فرمان مازې سر ایښوونکي وو او په خپلو هلو ځلو یې الهي فرمان نورو ته هم ور رسولی دی.

نو دادی چې زایر شهادت ورکوي:

« اَشْهَدُ اَنَّکَ قَدْ بَلَّغْتَ الرِّسالَة» د حق ولي! ګواهي ورکوم چې د الله رسالت او فرمان دې سم ابلاغ کړ او خپله وظیفه دې ترسره کړه.

دغسې منښته او ګواهي، یوه ښوونه ده چې پاک ربه! زه هم ژمنه کوم چې پر رسالت دې پوه شم او عملي یې کړم او کوم پړاوونه چې دې بزرګوارانو وهلي، ووهم او د ظاهر و باطن احکام او فرامین تبلیغ کړم.

«وَ اَقَمْتَ الصَّلوة» ګواهي ورکوم، ای الهي رڼا، چې لمونځ دې وکړ او د « نَّا أَعْطَیْنَاکَ الْکَوْثَرَ فَصَلِّ لِرَبِّکَ وَانْحَرْ» آیت په غوښتنې دې «فصل» پوره او کمالیه مانا کړ؛ یعنې د لمانځه باطني او ظاهري فرامین در کې عملي شو او په خپلو هلوځلو دې نور هم له دې ماناوو برخمن کړل.

«وَ آتَیْتَ الزَّکوة» د الله  ولي! ګواهي لم چې زکات دې ورکړ او په پوره څوبتیا د الله پر لور وخوځېدې.

ځکه زکات په اصل کې، د هر څیز غوره او په حقیقت کې د زړه پاکوالي او تحلیه ته یو علت دی؛ نو ځکه زایر متذکرېږي: الهي! زه هم ژمنه کوم چې دغسې زکات ورکړم او په ټول وجود ستا او ستا د دوستانو او محبوبانو پر لور درخوځم.

« وَ اَمَرْتَ بِالْمَعْرُوفِ وَ نَهَیْتَ عَنِ الْمُنْکَرِ وَ عَبَدْتَ اللهَ مُخْلِصاً وَ جاهَدْتَ فی سَبیلِ اللهِ حَتّی اَتیکَ الْیَقینَ»

د حق رڼا! په ښه توګه دې پر نېکیو امر او له بدیو منع وکړه او په اخلاص دې د حق فرمان ومانه او د الله په لار کې دې سوچه جهاد وکړ، چې یقین والا شوې. زه هم ژمنه کوم چې په لاسنیوي دې په ښه توګه دا دندې ترسره کړم.

تر تېرو مراتبو روسته د یقین حاصلو ذکر، یوه اوچته ښوونه ده، تر هغه چې د حق د لارې په سالک کې د « عَبَدْتَ اللهَ مُخْلِصاً»» پوره او کمالیه مانا عملي نشي، یوازې په تفکر، تعلم، ورښوونه او زیات، یقین ترلاسه کېدونی نه دی. یقین د الهي محبت رادبره کوونکی او د هر چا د ژمنې د ځلا مرتبې یې د مینې د مراتبو په کچې پورې اړه لري. دا چې عشق د محبت د کمال مرتبه ده؛ نو باید د ژمنې د ځلا کمال په الهي مقربینو – یعنې د ازلي جمال و کمال په عاشقانو- کې مشاهده کړو. دا د «عارِفاً بِحَقِّهِ» مانا ده او د مزور شخصیت ته د پوره پاملرنې مفهوم دی.

الهی زایر باید اوچتې ښوونې د وصې له دې ژباړونکیو او د الهي علم له زېرموالو ترلاسه او اوامر یې عملي کړي چې په لاسنیوي یې د محبت پړاوونه ووهي او د الهي عشق نړی ته وردننه شي چې ژمنه یې هم په اوچته مرتبه کې وځلېږي.

ځکه د الهي عشق ډالۍ د لفظی او ظاهري سیر و سفر په غوښتنه نه؛ بلکې د حق لارې د وهلو په کچه ډالۍ کېږي. په دې معنوي سیر و سفر او ځان ته په بصیرت او لیدانې ورکتو ده چې زایر مومي، لا هم د هغو پړاوونو یو پړاو ته ور رسېدلی نه دی چې مولای یې وهلي دي! نو دلته په الهي لورنې، په زړه کې یې د حق یوه رڼا بلېږي او د ژمنې له سره کولو لپاره چمتو کېږي، هغه ژمنه چې د «آلست» په نړۍ کې یې له خپل ازلي محبوب سره کړې وه.

زایر ته ددې الهي ژمنې د عملي کېدو په بڼه کې، زیات مبارک دی؛ خو بې له زړګني توسله او د شرایطو له سموالي، د مقدسو ځایونو پر لور حرکت، له منکراتو ګڼل کېږي، نه طاعات او عبادات، د ابعدیت (لرېوالی) لامل دی نه د اقربیت (او نژدېوالي) ؛ ځکه تبارک و تعالی الله ، ددې بزرګوارانو د وجود له لامله، متبرکه مشاهدو ته شرافت ورکړی او د ښه اوچتو معنوي اغېزو درلودونکي کړي یې دي.

 

 

 

 

[1]  ژباړن : په نيمګړو طبيبانو ادراک نشته – د خوشحآل د رنځ علاج به په حاذق شي

[2] د ژباړن یادونه: په اوسنیو شرایطو کې دې د قربانۍ غوښه په یخچالي وسیلو د نړۍ نشتمنو ته ورسېږي او په دې باب دې د اسلامي هېوادونو کنفرانس د حجاز له واکمنو سره لاسنیوي وکړي.

[3]  علی اللهور دیخاني، نبوت و امامت، داستان قدس رضوی خپرونه، ۱۳۷۸

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست