تبلیغات

د حضرت علي پوهه فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د ( ان الله اصطفى آدم و نوحاً و آل ابراهيم و آل عمران على العالمين ) تر آيت لاندې له علي روايتوي چې وايي : رسول اکرم راته د علم زر ورونه رازده کړل،چې ما له هر بابه زر […]

د حضرت علي پوهه

فخر رازي په کبير تفسير کې د آل عمران د سورت د ( ان الله اصطفى آدم و نوحاً و آل ابراهيم و آل عمران على العالمين ) تر آيت لاندې له علي روايتوي چې وايي : رسول اکرم راته د علم زر ورونه رازده کړل،چې ما له هر بابه زر نور بابونه استنباط کړل .

( استيعاب : دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي :معاويه بن ابوسفيان ته به چې کومه مسله راپېښه شوه؛نوعلي ته به يې ليکل او ترې به يې مرسته غوښته؛نو کله يې چې واوېدل،چې علي يې وواژه؛نو ويې ويل :فقه او علم د علي له مړينې سره مړه شول . ورور يې عتبه ورته وويل :پام چې د شام خلک دې دا خبره وا نه وري . معاويه ورته وويل : پرېږ ده مې .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢مخ ) په خپل سند له عبدالله بن عباس روايتوي چې وايي : که علم لس برخې فرض کړو؛نو پر خداى قسم،چې نهه برخې يې په علي کې دي او علي د هغو لس برخو په هغه برخه کې هم له خلکو سره شريک دى .

دا روايت ابن اثير د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې هم راوړى دى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) په خپل سند له سعيد بن مسيب روايتوي چې وايي : بې له علي چا هم په ژوند کې و نه ويل : (سلونى؛څه چې غواړئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) .

دا روايت ابن اثير هم د اسدالغابه د څلورم ټوک په ٢٢ مخ کې، ابن حجر د صواعق په ٧٦ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٩٨ مخ کې، احمد په مناقب کې، بغوي په معجم او ابو عمرو هم نقل کړى دى .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : علي خلکو ته وينا کوله،چې و يې ويل :ايهاالناس ! دا څه رټلې خبرې دي،چې ستاسې په اړه زما غوږونو ته رارسي ؟ پر خداى چې ډېر ژر به طلحه او زبير ووژل شي او بصره به سوبه شي او ډېر ژر به د کوفې له اړخه شپږ زره پينځه سوه او شپېته او يا يې وويل : پينځه زره شپږسوه او پنځوس مرستيال سرتېري ستاسې مرستې ته راشي . ما له ځان سره وويل :دا امام د خبرې د جنګي سياست لپاره دي؛ځکه په جګړه کې دوکه روا ده؛خو سره له دې د کوفيانو استقبال ته ولاړم؛نو پوښتنه مې وکړه،چې شمېر مو څومره دى او هومره يې راته وويل، چې امام وړاندوينه کړې وه . بيا مې له ځان سره وويل: دا له هغه اسرارو دي،چې رسول اکرم ورته ويلي وو؛ځکه رسول اکرم ورته د پوهې زر بابه ورکړي ول،چې له هر باب يې زر نور بابونه خلاصېدل .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٤٠٥ مخ ) له ابي المتعمر مسلم بن اوس او همداراز له جارية بن قدامه سعدي روايتوي،چې دواړه وايي : له علي سره وو،چې د خپلو ويناوو په ترڅ کې يې خلکو ته وويل : مخکې له دې چې له لاسه مې ورکړئ؛نو و مې وپوښتئ او داسې څه به نه وي،چې زه به يې ځواب ونه لرم؛خو داسې څه،چې له عرش مافوق وي

( کنزالعمال :شپږم ټوک،١٥٣ مخ ) ، ( د بغداد تاريخ : څلورم ټوک،١٥٨ مخ )، ( فخر رازي په خپل تفسير کې د (( و اما بنعمة ربک فحدث )) تر آيت لاندې ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٤ مخ کې ) ، ( ابن سعد؛طبقات :دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ )، ( رياض النضره : دويم ټوک،٢٢١ مخ ) ، ( کنزالعمال :اتم ټوک،٢١٥ مخ ) ، (ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٨ مخ ) او ( د بغداد تاريخ :شپږم ټوک،٣٧٩ مخ ) د اميرالمؤمنين علي بن ابيطالب د علم په اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې خپلې سينې ته په اشارې کميل ته وويل :دلته خورا پوهه ده؛خو څومره بده ده، چې څوک نشته،چې ددې علومو حامل شي او ور و يې لېږدوم . ګواکې د استعداد خاوندان شته؛خو امين نه دي .

( کنزالعمال :لومړى ټوک،١٠٣ مخ ) له اصبغ بن نباته روايتوي،چې وايي : له حضرت علي بن ابيطالب سره ناست وو،چې يو يهودى راغى او و يې ويل :اميرالمؤمنينه ! خداى له کله و ؟ نو همداچې موږ ترې دا خبره واورېده؛نو سم مو وواهه او نږدې ول، ومري؛خو علي وويل : خوشې يې کړئ او بيا يې وويل : يهودي وروه ! چې څه درته وايم ، ښه يې واوره او په زړه کې يې وساته؛ځکه له هغه کتابه ځواب درکوم،چې خداى پر موسى نازل کړ او که تا خپل اسماني کتاب ويلي وي؛نو د خپلې پوښتنې ځواب به پکې پېدا کړې؛ هغه چا ته صحيح دي،چې ووايو،چې له کله و، چې شتون يې پر نشتون مخکې وي؛يعنې په يو وخت کې نه و او بيا شته شو؛خو لا يزال خداى بې له کيف و او شتون يې د نورو د شتون په څېر نه دى؛له لايزال مخکې لا يزال او وروسته له وروسته و او بې له کيفه لم يزال ، غايت او منتهي دى . يهودي وژړل او و يې ويل : اميرالمؤمنينه ! پر خداى، چې په تورات کې هم داسې راغلي دي او اوس شهادت ورکوم،چې بې له خدايه بل معبود نشته او محمد يې بنده او استازى دى .

( رياض النضره :دويم ټوک،١٢٢ او ٢٢٢ مخونه ) د علي د علم په اړه دوه روايتونه راوړي او همداراز ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٥ او ٦٧ مخونو ) د قرآن پر ظاهر او باطن د علي د پوهې په اړه دوه روايته ، ( ابن سعد؛طبقات:دويم ټوک،دويم قسم،١٠١ مخ ) له ابي الطفيل ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب :اووم ټوک،٣٣٧ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :څلورم ټوک،لومړى قسم،٢٧٠ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛ استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ) ، (ابن جرير؛تفسيرجرير:٢٦ ټوک،١١٦ مخ ) له ابي الطفيل او ابي الصبهاء ، ( متقي؛کنزالعمال :لومړى ټوک،٢٢٨ مخ ) له عامر بن واثله او د شپږم ټوک په ٣٩٣ مخ کې په دې اړه   ( سلوني؛يعنې څه چې پوښتئ؛نو له ما يې وپوښتئ ) چې په وروستي کې يې له مامون الرشيد له مهدي عباسي له منصور دوانيقي له پلار يې عبدالله بن عباس روايتوي،چې وايي : له حضرت عمر بن خطاب مې واوېدل،چې وايي :هېڅکله په علي پسې بدې ردې مه وياست،چې له علي سره مې د رسول اکرم داسې چلن ليده، چې که له ماسره يې درلود؛نو تر ټولو هغو څيزونو به راته ښه و،چې لمر پرې لګي (بيا خپله خبره کوي تر دې چې دلته رارسي ) علي د څو ځانګړنو په درلودو نېکمرغه شو؛د رسول اکرم په زومتوب،له بېوزليو سره مرسته او د قرآن پر ظاهر، باطن،فقه او تاويل علم .

( طحاوي؛ مشکل الآثار : دويم ټوک،٣٧٣ مخ ) پر دوو سندونو له عبيد بن ابي رفاعة انصاري روايتوي،چې د خد اى د استازي يارانو د حضرت عمربن خطاب په مخ کې د نطفې د عزل په اړه اړپېچ وکړ، چې حلاله ده که حرامه ؟ حضرت عمر بن خطاب وويل :تاسې چې اهل بدر ياست او نن په يوه ديني مسئله کې سره شخړه کوئ؛نو راتلونکى ځوځات به مو څه کوي ؟ اصحاب چوپ شول او دوو سره پسپسکي پيل کړل،چې عمر بن خطاب وويل : دا پسپسکي څه دي ؟ يو يې وويل :يهوديان عزل حرام ګڼي او يو ډول موئوده _ژوندي ښخول _ يې ګڼي . علي وويل :هله ژوندى ښخول ګڼل کېږي،چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي؛ځکه قرآن هغه ته انسان وايي، چې له اوو پړاوونو تېر شوى وي،چې دادي : ١_ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طين . ٢_ثم جعلناه نطفة فى قرار مکين .٣_ثم خلقنا النطفة علقة . ٤_فخلقناه العلقة مضغة .٥_فخلقناه المضعة عظاماً . ٦_فکسونا العظام لحما .٧_ثم انشاناه خلقاً آخر فتبارک الله احسن الخالقين . او لنډه دا چې د نطفې له منځه وړل او له زيلانځ-رحم يې بهر اچول هله ژوندي ښخول دي،چې له طين،نطفه،علقه،مضغه؛ عظام او هډوکي او يا پر غوښه پوښل شوى وي او بل خلقت شوى وي او لنډه داچې ژوندى انسان وي

( کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٦ مخ ) له رسول الله مبارک روايتوي،چې وايي :علي بن ابيطالب د خلکو اعلم دى؛پر خداى او خلکو .

د هماغه ټوک په ٣٩٦ مخ کې له ابي ازهراء روايتوي،چې وايي : علي بن ابيطالب به تل ويل :زه او د اولادې پاکان مې ،تر ټولو خلکو سينه پراخه او تر ټولو پوه يو . خداى تعالى په موږ دروغ له منځه وړي او د لېوانو غاښونه له داړلو پڅوي او په موږ خداى مو له ورمېږونو د ذلت زنځيرونه پرانځي،خپګانونه مو له منځه وړي او په موږ دي،چې خداى پيل او پاى کوي .

( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٣ مخ ) له سلمان روايتوي،چې وايي : رسول اکرم ته مې وويل : رسول الله ! هر پېغمبر وصي لري؛نو ستا وصي څوک دى ؟ رسول اکرم راته هېڅ هم و نه ويل ؛خو بله ورځ يې،چې وليدم؛نو غږ يې راته وکړ او ما هم ورمنډه کړه او راته يې وويل : پوهېږې،چې د موسى وصي څوک و ؟ورته مې وويل : يوشع بن نون . پوښتنه يې وکړه : ولې د موسى وصي شو ؟ ورته مې وويل : ځکه په هغه وخت کې تر ټولو عالم و. رسول الله وويل : (( زما وصي علي دى،چې تر ټولو غوره دى،چې پر کړيو ژمنو مې وفا وکړي او پورونه مې ورکړي . ))

( ابن سعد؛ طبقات : شپږم ټوک،١٦٧ مخ ) په خپل سند له جبلة بنت مصفح له خپل پلاره ، ( اسدالغابه : شپږم ټوک،٢٢ مخ ) په خپل سندعبدة بن سليمان له عبدالملک بن سليمان ، ( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) ، (مناوي؛ فيض القدير: درېم ټوک،٤٦ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره: دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب : دويم ټوک،٤٦٢ مخ ) له جبير له عايشې بي بي ، ( متقي؛کنزالعمال : څلورم ټوک،٣٤٣ مخ او همداراز د دويم ټوک په٤٦٢ مخ ) له مغيرة ، ( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٤ مخ ) ، ( بيهقي؛سنن :پينځم ټوک،٥٩ مخ ) په خپل سند له عمرو له ابي جعفر څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې موږ دلته يوازې د ذخاير العقبى د ٦١ مخ روايت راخستى،چې حضرت عمر بن خطاب وويل : د خداى استازي وويل :په دنيا کې د علي بن ابيطالب فضيلت ته څوک رسېداى نشي، چې خاوند د هدايت پر لور رهبري او له ضلالت او هلاکت يې لرې کړي.

( هيثمي؛مجمع : نهم ټوک،١٣١ مخ ) په خپل سند له طبراني روايتوي،چې رسول اکرم علي ته وويل : (( قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې که له دې نه وېرېدم،چې مسلمانان ستا په اړه هغه څه و نه وايي،چې مسيحيان يې د عيسى بن مريم په اړه يې وايي؛نو نن به مې ستا په اړه هغه څه ويلي ول،چې د هر مسلمان له مخې تېرېدې؛نو ستا د پښو خاورې به يې د تبرک لپاره ښکلولې . ))

( امام احمد بن حنبل؛ مسند : لومړى ټوک،١٩٩ مخ ) له وکيع له شريک له اسحاق له هبيره روايتوي،چې وايي : حسن بن علي د حضرت علي تر شهادت وروسته په خطبه کې وويل : پرون له تاسې هغه سړى ولاړ،چې نه په تېرو او نه په راتلونکيو کې يې څوک پوهه لري؛هغه چې رسول اکرم جګړې ته لېږه؛نو جبراييل به يې ښي لور او مکائيل به کيڼ لور ته و او له بري پرته به نه راستنېده .

( صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) له سويد به غفله له صنابحي ، (ابونعيم؛حلية : لومړى ټوک،٦٤ مخ ) له اصبع بن نباته او حارث ، (مناوي په فيض القدير کې ) ، ( د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٠٤ مخ ) او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠١ مخ کې له اسماعيل بن موسى څخه په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې رسول اکرم وويل : (( زه د حکمت کور او علي يې ور دى او يا وايي : زه د علم ښار اوعلي يې ور دى . ))

( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٢٦ مخ ) په خپل سند له مجاهد له حضرت ابن عباس روايتوي،چې وايي : رسول اکرم وويل : (( زه د علم ښار او علي يې ور دى؛نو که څوک غواړي دې ښار ته راننوځي؛نو له وره دې راننوځي . ))

( خطيب بغدادي؛د بغداد تاريخ :څلورم ټوک،٣٤٨ مخ ) او په بله لار د اووم ټوک په ١٧٢ مخ کې اوپه بله لار د يوولسم ټوک په ٤٨ مخ کې او په څلورمه لار د اووم ټوک په ٤٩ مخ کې ، ( ابن اثير؛اسدالغابه :څلورم ټوک،٢٢ مخ ) ، ( ابن حجر؛تهذيب التهذيب :شپږم ټوک،٣٢٠ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٤٢٧ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ ) ، ( مناوي؛ فيض القدير :درېم ټوک،٤٦ مخ ) او د هغه د وينا له مخې عقيلي، ابن عدى، طبراني، حاکم ، ابو الشيخ او همداراز ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١١٤ مخ ) ، ( رياض النضره :دويم ټوک،١٩٣ مخ ) ، ( کنزالعمال :نهم ټوک،١٥٦ مخ )، ( کنوزالحقايق :٤٣ مخ ) ، ( صواعق محرقه :٧٣ مخ ) او د بغداد تاريخ د دويم ټوک په ٣٧٧ مخ کې په دې مضمون روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د خطيب بغدادي روايت نقل کړى دى،چې په خپل سند يې له جابر بن عبدالله روايت کړى،چې وايي : د حديبيه پر ورځ حال داچې رسول اکرم د علي لاس نيولى و، وويل :دا د عالم د نېکانو امير، د ناپاکانو قاتل دى او چاچې وسره مرسته وکړه؛نو له خداى سره يې مرسته کړې او که چا پرېښود؛نو خداى يې پرېښى دى او بيا يې خپل غږ لوړ کړ او پر لوړ غږ يې وويل : (( زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛که څوک غواړي زما د علم ښار ته راننوځي؛نو بايد له وره راننوځي . ))

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) ، ( حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٣ مخ ) له حضرت انس بن مالک څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د ړومبي مضمون يې داسې دى، چې رسول اکرم حضرت علي ته وويل : ته به تر ما وروسته زما په امت کې د خداى هغه احکام بيانوې،چې خلک پکې اختلاف کوي . ))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست