تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه )   فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم (ص)  د وجود ټوټه ده    پر څلورمه ورځ پېغمبر اكرم  (ص) د حضرت فاطمې كور ته راغى او و يې پوښتل: (( مېړه دې څنګه سړى دى؟))  ويې ويل: ((خداى مې غوره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه )

 

فاطمة الزهرا د پېغمبر اكرم (ص)  د وجود ټوټه ده

   پر څلورمه ورځ پېغمبر اكرم  (ص) د حضرت فاطمې كور ته راغى او و يې پوښتل: (( مېړه دې څنګه سړى دى؟))

 ويې ويل: ((خداى مې غوره سړى په برخه كړى؛ خو د قريشو ښځې د مباركۍ پر ځاى وايي:”پلار دې يو نشتمني ته وركړې،حال دا چې شتمنو هم پر تا مرکې كړې وې.”))

 پېغمبر اكرم (ص)  وويل: ((ګرانې لورې!پلار او مېړه دې فقيران نه دي، پر لوى خداى قسم، د ځمكې ټولې خزانې يې راته وړاندې كړې؛ خو ما د اخرت نعمتونه غوره کړل.ګرانې لورې! ما درته داسې سړى خوښ كړ، چې تر ټولو لومړى يې ايمان راووړ،د پوهې او عقل له پلوه پر ټولو غوره دى،خداى ښه مېړه دركړى،درناوى يې كوه او له خبرې يې سر غړونه مه کوه .))

 بيا يې حضرت علي ته وويل :((له مېرمنې سره دې په مهربانۍ او ورين تندي چلېږه،پوه شه چې “فاطمه” زما د وجود ټوټه ده،چا چې ازار كړه ؛نو زه يې ازار كړي يم او چا چې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم . [1]))

 د فاطمة الزهر غوسه د خداى خپګان دى  

     پېغمبر اكرم (ص)  وايي: (( فاطمه زما د وجود يوه ټوټه ده،چا چې غوسه كړه؛نو زه يې غوسه كړى يم، په رښتيا،چې خداى يې پر خپګان خپه كېږي او پر خوشحالۍ يې خوشحالېږي .[2]))

پېغمبر اكرم (ص)  وايي: ((علي!خداى درته فاطمه غوره كړه او ټوله ځمكه يې د هغې مهر كړه، كه څوك ورسره دښمني او كينه ولري او پر ځمكه ګرځي؛نو ګرځېده به يې حرام وي.[3]))

پېغمبر اكرم (ص)  وايي:((که خداى علي نه واى پيدا کړى؛نو بل څوک به د فاطمې انډول نه و.[4]))

بيا يې فاطمې ته وويل : (( په رښتيا،چې خداى د ځمکې پر مخ دوه کسان غوره کړل،چې يو يې ستا پلار او بل ستا مېړه علي [5].

پېغمبر اكرم (ص)  وايي : ((فاطمه پاکلمنې ده او خپله لمن يې له هر راز چټليو پاکه وساتله؛نو خداى پر هغې او اولادې  يې د دوزخ اور حرام کړ.[6]))

خوشال بابا وايي :

مرتضى  ددې شوهر دى            چې تربور د پېغمـــــــــــــــــبر دى[7]

حضرت فاطمة الزهرا د مېړه په كور كې

      د نوي ژوند په پيل كې حضرت فاطمه او حضرت علي، پېغمبر اكرم (ص)  ته راغلل او و يې ويل : ((پر موږ د كور چارې ووېشه.))پېغمبر اكرم كورنۍ چارې حضرت فاطمې او بهرنۍ يې حضرت علي (ك) ته وسپارلې. حضرت فاطمه وايي: (( داچې د كور بهرنۍ چارې را و نه سپارل شو، ډېره خوشحاله شوم .[8]

حضرت فاطمه  د پلار ملاتړې ده  

حضرت   فاطمه د پېغمبر اكرم (ص)  لور او د اسلام د ستر مېړني او بولندوى مېرمن وه؛نو بې د كور له چارو،د بهر له جريانو هم خبره وه. د اُحُد په جګړه كې،چې ورته د پېغمبر اكرم د ټپي كېدو خبر ورسېد؛نو په منډه يې ځان ورورساوه.حضرت علي (ك) به اوبه اچولې او حضرت فاطمې يې په وينو سور مخ  وينځه،بيا يې يو ټوټه وسېځله او ايره يې پر ټپ كېښووه او وينه بنده شوه.

 په يو بل روايت كې راغلي : پېغمبر اكرم (ص)  او حضرت علي ،چې د احد له جنګه راستانه شول؛نو خپلې تورې يې وينځلو ته حضرت فاطمې ته وركړې. [9]

 حضرت فاطمه به كله هم د حضرت علي (ك)له اجازې پرته له كوره نه وته او نه يې خپل مېړه غوسه كاوه. په دې خبره پوهېده كه ښځه خپل مېړه غوسه كړي او څو يې مېړه پخلا شوى نه وي، خداى يې لمونځ او روژه نه قبلوي .

 حضرت علي (ك) د حضرت فاطمې په هكله وايي: ((پر لوى خداى قسم  ما داسې كوم عمل و نه كړ،چې فاطمه پرې غوسه شي او فاطمې هم داسې عمل ونه كړ، چې زه پرې غوسه شم .[10]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اكرم (ص)  نه روايتوي : ((غوره مو هغه دى،چې له خپلو مېرمنو سره په مهربانـۍ چلېږي.))

 څرنګه چې حضرت فاطمه په كوچنيوالي كې له خپل پلار سره په سختيو او كړاوونو كې څنګ تر څنك ولاړه وه، د مېړه په كور كې هم د نړۍ ښځو ته ستره بېلګه ده.

پېغمبر اكرم(ص) د  فاطمې لرېوالى نشي زغملاى

   تر واده وروسته حضرت علي (ك) او حضرت فاطمه د  پېغمبر اكرم (ص) له كوره لرې د “قبا” له جومات سره نژدې مېشت شول . حضرت فاطمه پردې سربېره،چې پر خپل پلار ګرانه وه،د غوره انساني ځانګړنو له كبله يې هم ډېره ستايله؛ نو غوښتل يې چې له ځان سره يې نژدې مېشته او و اسوي .

 حضرت حارث بن نعمان (رض) د پېغمبر اكرم (ص)  له دې هوډه خبر شو او ورته يې وويل: (( له نورو زما کور تاسې ته نږدې دى، هر څه مې له تاسې ځار دي.))

 پېغمبر اكرم ورته وويل:(( خداى دې اجر دركړي.))

 حضرت فاطمه او حضرت علي (ك) د پېغمبر اكرم (ص)  د كور تر څنګ مېشت شول او د پېغمبراكرم  د كور په څېر د دوى ور هم د جومات پر لور پرانستل کېده.[11]))

حمزه بابا وايي:

ورور د علي که و،نبي،نبي و، ورور د عـلي

کــــــور د عــــلي و،د نبـــي د نبــي کور د علي

حضرت فاطمة الزهرا په  کور کې ډېر کار کاوه

       حضرت فاطمې په كور كې ډېر كار كاوه.حضرت علي (ك) وايي: ((فاطمې به دومره اوبه كور ته راوړې،چې د اوبو د ژي خاپې يې پر ملا ښكارېدې،دومره مېچن يې كوله،چې لاسونه يې تڼاكې شول،د كور په پاكوالي كې يې  زيار اېست . يوه ورځ مې ورته وويل:((پېغمبر اكرم ته ووايه،چې په چارو كې دې مرستې ته يو خادم دركړي.))

 بله ورځ حضرت فاطمه پېغمبر اكرم (ص)   ته راغله ،انحضرت (ص) له  نورو اصحابو كرامو سره خبرې كولې؛بېرته ستنه شوه. پېغمبراكرم (ص)  پوه شو، چې فاطمه به كومه اړتيا لري . په سبا په خپله د فاطمې كور ته ورغى،ورته يې ويل : (( لورې! څه ته راغلې وې؟)) حضرت فاطمې له شرمه څه ونه ويل؛ نو ما وويل : (( رسول الله ! فاطمه په كور كې ډېر زيار باسي،لاسونه يې تڼاكې او پر ملا يې د اوبو د ژي خاپونه دي، زما په وينا ستاسې حضور ته درغلې وه،چې مرستې ته يو خادم وركړې.))

 پېغمبر اكرم (ص) ورته وويل :(( غواړئ  يو عمل دروښيم،چې تر خادمه ډېر غوره دى؟؛د ويدېدو پر مهال او هر سهار (33) ځله ((سبحان الله))،(33) ځله ((الحمدالله)) او (34)ځله ((الله اكبر)) وايئ؛ نو خداى به دې د دنيا او اخرت په چارو كې بركت واچوي.))

 يوه ورځ پېغمبر اكرم (ص) د حضرت فاطمې كور ته ورغى؛حضرت علي او حضرت فاطمې دواړو مېچن كوله او و يې ويل: (( په تاسې كې څوك ستړى دى؟))

 حضرت علي وويل:(( رسول الله! فاطمه .))

  پېغمبر اكرم (ص)  د حضرت فاطمې پر ځاى كېناست او مېچن يې ګرځوله.[12]

حضرت فاطمه په عبادت كې داخلاص په هكله وايي: (( څوك چې د زړه له كومې د خداى عبادت وكړي؛نو لوى خداى به پرې ستر مصلحت نازل كړي .[13]))

او د اخلاقو او انساني اړيكو په باب وايي: (( ورين تندى مؤمن جنت ته وړي.[14]))

 

خوشال بابا وايي :

له اوله تر اخره په جهان کې            د سيد غوندې څوک نشته معراجي

[1] . وګورﺉ :(١)صحيح بخاري،د اهلبيتو د فضايلو برخه.(٢)صحيح مسلم ،،د اهلبيتو د فضايلو برخه.(٣)صحيح ترمذي٢\٣١٩.(٤)مستدرک الصحيحن ٣\١٥٩-١٥٨.(٥)كشف الغمه ج 1 .(٦) المستدرك 3/158 .(٧) مسند احمد بن حنبل 4/5-٣٢٣-٣٣٢ .(٨) الترمذي 10/371 .(٩) تذكرة الخواص سبط ابن جوزي .(١٠)ابن هشام سيرة .(١١)مناقب خوارزمي .(١٢) مسند احمد حنبل ٥\ ٢٦.(١٣)رياض النضره ٢\١٩٤.(١٤)مجمع الزوايد ٩\١٠١، ١١٤.(١٥) ذخاير العقبى : ٧٨ مخ .(١٦)کنزالعمال : ١٢\له ١١٢ څخه تر ١١٥ مخونو پورې .(١٧)الصواعق المحرقه: ٢٨٩ مخ .(١٨)سنن بيهقي : ٧\٦٧.(١٩)حلية الاولياء : ٢\٤٠-١٧٤.(٢٠)خصايص نسايي :٣٦ مخ .

[2] . وګورﺉ :(١) مسند احمد بن حنبل :  2/223 ،٧\٣٢٨.(٢)صحيح بخاري :  5/92 .(٣)صحيح مسلم :4/1902 .(٤)سنن ابي داود:2/226.(٥)سنن ترمذي :  5/688 .(٦) معجم كبير طبري :2/52 .(٧)مستدرك حاكم :3/154 .(٨) السنن الكبرى : 7/307 .(٩) شرح السنه  7/232 .(١٠)مقتل خوارزمي :2/53 .(١١) فرايد السمطين : ټ 245.(١٢)کنزالعمال: ٧\١١١. (١٣)صواعق :١٩٥مخ . (١٤)نزهةالمجالس :٢\٢٢٨. (١٥)کفايةالطالب :٢١ مخ. (١٦)نورلابصار:٤٥مخ. (١٧)خصايص نسايي :٣٥ مخ.(١٨)ذخاير العقبى : ٣٩ مخ.(١٩)ينابيع الموده : ١٧١مخ، ٥٥ باب.

[3] . وګورئ :١- مقتل خوارزمي  2\66 . ٢- فرايد السمطين  2\95.

[4] . وګورئ :(١)کنوزالحقايق :١٢٤مخ.(٢)ينابيع المودة:٥٦،٥٥ باب.(٣) ذخاير العقبى : ٣١ مخ.(٤)الاصابة : ٨ ټوک.(٥)اعلام النساء: د فطم کلمه .

[5] .  وګورئ :(١)مستدرک حاکم :/١٥٣.(٢)تاريخ بغداد : ٤/١٩٥.(٣)نزهة المجالس :٢/٢٢٦.

[6] . وګورئ:(١)مستدرک حاکم :٣ /١٥٢.(٢)تاريخ خوارزمي : ٣/٥٤.(٣)ذخاير العقبى :٤٨ مخ.(٤)کفاية الطالب : ٢٢٢مخ.(٥)سيوطي؛احياءالميت :٢٥٧مخ.(٦) نورالابصار : ٤٥مخ. (٧)صواعق المحرقه : ١١٢مخ.

[7] .   ارمغان- ٨٠٤مخ

[8] . وګورئ: بحار الانوار 43/81

[9] . (ابن هشام سيرة 3/106 )

[10] . وګورئ : (١)کشف الغمه:1/363.(٢)بحار:43/133-134.(٣)مناقب خوارزمي:353 .

[11] . وګورئ : (١)امام احمد حنبل؛مسند:4/369-2/26.(٢)خصايص نسايي:14 مخ.(٣)ذخاير العقبى:77 مخ .

[12] . وګورﺉ :  (١)مسند احمد بن حنبل : 2/362-٣\١٥٠.(٢)ذخاير العقبى :٥٠- ٥١ مخونه.(٣)صحيح بخاري د فصل ان الخمس النوائب رسول الله باب. (٤)مستدرک حاکم: ٣\١٥٢.(٥)عسقلاني شافعي؛الاصابة :٨\١٥٩.(٦)صحيح ابوداود: ٣٣ټوک: د تسبيح عند النوم باب. (٧) صحيح مسلم: د ذکر او دعا کتاب.(٨)کنزالعمال :٦\٢٩٥-١٥ څلورم باب.(٩) صحيح ابوداود: ٤١٢٦٨ ګڼه حديث.(١٠)صحيح مسلم ٤١٢٧١_٤١٢٧٢ ګڼه حديثونه. (١١) السيوطي؛ الدر المنثور:٦\٣٦١.(١٢)کشف الاسرار:١٠\٥٢٤.(١٣)تفسير روح البيان: ١٠\٤٥٥.

[13] . وګورئ:(بحار الانوار :67/949 –70/249 –71/184)

[14] . وګورئ: (تفسير امام حسن عسكري /354 مخ )

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!