تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ  (بقره/۱۵۲) ژباړه : نو ياد مې كړئ،چې ياد مو كړم! او شكر مې پرځاى كړئ او (د نعمتونو) ناشكري مه كوئ .   د خداى د يادولو په فضليت كې ډېرى روايات راغلي، له پېغمبر اكرم (ص) روايت شوى، يوه ورځ يې خپلو اصحابو ته وويل: […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُواْ لِي وَلاَ تَكْفُرُونِ  (بقره/۱۵۲)

ژباړه : نو ياد مې كړئ،چې ياد مو كړم! او شكر مې پرځاى كړئ او (د نعمتونو) ناشكري مه كوئ .

 

د خداى د يادولو په فضليت كې ډېرى روايات راغلي، له پېغمبر اكرم (ص) روايت شوى، يوه ورځ يې خپلو اصحابو ته وويل: « د جنت په بڼونو كې وګرځئ» وپوښتل شوه: رسول الله! څه د جنت بڼونه دي؟ ويې ويل: « د خداى د ياد غونډې، ګهيځ او ماښام دې غونډو ته ورشئ او خداى ياد كړئ.د چا چې دا ښه ايسي چې پوه شي خداى ته څومره ارزښت لري، نو ودې ويني چې ده ته خداى څومره ارزښت لري، ځكه خداى خپل بنده ته دومره درناوی لري، چې بنده يې خداى ته لري او پوه شئ چې د خپل مالك او خاوند پر وړاندې مو غوره او سپېڅلى چار، د هغه يادول دي، ځكه پخپله د ځان په اړه وايي: زه د هغه يم چې ياد مې كړي او هم يې ويلي ياد مې كړئ چې خپلو نعمتونو سره مو ياد كړم. په اطاعت او عبادت مې ياد كړئ، چې تاسې له خپلو نعمتونو، احسانونو، سوكالۍ او رضا سره ياد كړم»

البته د خداى له ياده منظور، يوازې په خولې د خداى نوم اخستل نه دي، بلكې د خداى يادول،د زړه له كومې عبادت دى او كه ژبنى ذكر له زړه راووځي نو ارزښت لري، كه نه بې ارزښته دى. بايد پوه شو چې حقيقي ياد د انسان په كړو وړو كې ښكارېږي، لكه چې له نبي كريم (ص) په يوه روايت كې راغلي: « چې څوك د خداى اطاعت وكړي، خداى ياد كړى، كه څه هم لمونځ، روژه او د قرآن تلاوت يې لږ وي او چې څوك د خدای سرغړاندي وكړي، خداى يې هېر كړى، كه څه هم لمونځ، روژه اود قرآن لوستل يې ډېر وي» .( الميزان، 1 /336)

قرآن د خداى د ياد ترڅنګ، د شكر ايستو حكم كوي او انسان د نعمت له ناشكرۍ ساتي. بايد الهي شكر د نشتمنۍ په ننګېرنه او مړخوا خداى ته په اړتيا پسې وي، داسې چې يو نېكچارى د يو بېوزلي ناروغ درملنه كوي، نو له ناروغ سره د نېكچاري په باب يو ډول عاجزي پيدا كېږي، چې دا حالت له ژبني تشكر او منني اوچت دى، كه انسان د خداى د مخلوق پر وړاندې داسې دى، نو بايد د ټولو څيزونو د مالك خداى پر وړاندې به څنګه وي؟ هو! ژبنى شكر له خدايه له عالمانه شكره ډېر واټن لري.( موضوعي تفسير، 14/ 246 )

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرانکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!