تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الممتحنة د منتخبو آیتونو شرح د ممتحنه سورت ټوليزه منځپانګه:  ددې سورت منځپانګه له دوو برخو جوړه شوې ده:  ١- د خداى لپاره دوستي او دښمني او له مشرکانو سره له دوستۍ منع.  ٢- د مهاجرو ښځو ازمېښت او په اړه يې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الممتحنة د منتخبو آیتونو شرح

د ممتحنه سورت ټوليزه منځپانګه:

 ددې سورت منځپانګه له دوو برخو جوړه شوې ده:  ١- د خداى لپاره دوستي او دښمني او له مشرکانو سره له دوستۍ منع.  ٢- د مهاجرو ښځو ازمېښت او په اړه يې نور احکام بيان شوي دي (نمونه، 24: 5 مخ.)

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿۱﴾ = مؤمنانو! زما له دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه کوئ! تاسې ورسره دوستانه اچوئ او حال دا کوم حق دین چې درغلی، دوی ترې منکر دي (او) دوى (د الله) استازى او تاسې له دې لامله کډوال کړئ، چې پر خپل پالونكي ((الله)) مو ايمان راوړى كه تاسې زما په لار كې د جهاد او زما د خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره هجرت كړى وي (؛ نو دوستي ورسره و نه کړئ؛ ځکه) چې زه مو له پټو خوالو او ښکاره کړنو خبر یم او له تاسې چې هر څوک دا (كار) وكړي؛ نو په رښتیا چې له سمې لارې اوښتى دى.

 إِنْ يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿۲﴾ = كه پر تاسې لاسبري شي (؛ نو بيا به هم) ستاسې دښمنان وي؛ خپل لاسونه او ژبې به ستاسې ځورونې ته درغځوي او هيلمن دي، چې تاسې (بېرته) كافران شئ.  

 لَنْ تَنْفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۳﴾ = د قيامت پر ورځ به خپلوان او اولادونه مو [چې د سلامتۍ لپاره يې له کفارو سره دوستي کوئ] هېڅ ګټه در و نه رسوي (الله پر هغه ورځ) ترمنځ مو بېلتون [د قيامت پر ورځ د خپلوۍ اړيکې پرې کېږي، تاسې پاتېږئ او کړنې مو] راولي او الله مو د کړنو ښه ليدونکى دى.

1 تر 3_  د خداى او ځان له دښمنانو سره دوستي مه كوئ:

 ددې آيتونو په شان نزول كې روایت شوى، چې ((حاطب بن ابى بلتعه)) اسلام راووړ او مدينې ته يې هجرت وكړ ؛ خو كورنۍ يې په مكه كې وه. پر هغه مهال، قريش ډارېدل، چې پېغمبر اکرم (ص) به جګړه ورسره وكړي؛ نو ځكه د حاطب كورنۍ ته ورغلل او ترې يې وغوښتل، چې حاطب ته ليك وكښي او ترې وپوښتي، چې ايا محمد (ص) غواړي پر مكه بريد وكړي كه نه. كورنۍ يې حاطب ته ليك وكښه او په دې اړه يې ترې وپوښتل: حاطب ورته وكښل، چې رسول الله (ص)  غواړي دا چار وكړي. بيا يې ليك ((صفيه)) ته وركړ او دې ښځې ليك په كوسيو كې پټ كړ او روانه شوه. جبرائيل (ع) پر پېغمبر (ص) نازل شو او له دې خوالې يې خبر كړ. پېغمبر (ص)  هم، حضرت علي (ك) او حضرت زبير بن عوام (رض) ورپسې ورولېږل. دوى ور ورسېدل. علي (ك) ورته وويل: ليك چېرې دى؟ ښځې وويل: راسره نشته. ښځه يې د ليك په اړه ولټوله او وپوښتله؛ خو څه يې ورسره ونه موندل، حضرت زبير (رض) وويل: څه ورسره نه وينو. حضرت علي (ك) وويل: پر خداى قسم پېغمبر (ص)  دروغ راته ويلي نه دي او پر جبرائيل يې هم دروغ ورپورې كړي نه دي او جبرائيل هم پر خداى دروغ ورپورې كړي نه دي. پر خداى قسم، يا ليك راښكاره كوې يا پېغمبر (ص)  ته دې سر ور وړم. ښځې وويل: رانه لرې شئ، چې راويې باسم؛ نو ليك يې له كوڅيو راوكښه. حضرت علي (ك) راواخست او پېغمبر ته يې راووړ. پېغمبر (ص)  وويل: حاطبه! دا څه دي؟ حاطب وويل: پر خداى، ای رسول الله (ص) ! منافقت مې كړى نه دى او له دين او خپلې ژمنې اوختى نه يم. ګواهي لم، چې بې له ((الله)) بل معبود نشته او ته د خداى استازى يې؛ خو كورنۍ مې د قريشو د ښه چلن په اړه كښلي و، ما هم د ښه چلن په غبرګون كې دا ورته وليكل؛ بيا خداى په دې هكله پر پېغمبر (ص) دا آيتونه نازل كړل. (الميزان، 19: 244 مخ.)

قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ ﴿۴﴾ = په يقين، ابراهيم او ملګري يې په چلن کې درته غوره بېلګه ده، چې کله يې خپل قوم ته وويل: ((په رښتینه كې موږ له تاسې او (هغه) څه چې د الله پر ځاى نمانځئ، بېزاره يو، ستاسې له (دينه) منكر يو او زموږ او ستاسې ترمنځ تر هغه چې په يوه الله ايمان راوړئ، تلپاتې كينه او دښمني اعلان ده؛ خو د ابراهيم هغه خبره (بېله ده) چې خپل پلار [= د مور پلار، تره، پلندر] ته يې وويل: زه به هرومرو بښنه درته وغواړم، که څه زما په وس کې نشته، چې له الله نه څه درته ترلاسه کړم. پالونكيه! پر تا مو بروسه كړې او يوازې تا ته مو مخ کړى او ستنېدا ستا لوري ته ده.

 4_ ابراهيم (ع) مو ټولو ته بېلګه وه: داچې قرآن مجيد د خپلو ښوونو د پوره كولو لپاره په ډېرو ځايونو كې د انسانيت د نړۍ له مهمو بېلګو شاهد راولي، د ممتحنه سورت په آيتونو كې يې هم د خداى له دښمنانو سره د دوستۍ په سختې نهې پسې ابراهيم (ع) او كړلارې يې رامنځ ته كړې ده. هغه ابراهيم (ع)، چې ټولو اقوامو په تېره عربو ورته درناوى درلود. ابراهيم (ع) د الهي پېغمبرانو عليهم السلام مشر و، چې ګرد ژوند یې د بندګۍ درس او د خداى په لار كې جهاد او له خداى سره عشق او مينه وه. له ((وَالَّذِينَ مَعَهُ)) مطلب هغه مؤمنان دي، چې په دې لار كې يې ملګري وو، كه څه ډېر لږ ول. په تواريخو كې هم راغلي، په بابل كې يوې ډلې د ابراهيم (ع) د معجزو تر ليدو روسته ايمان پرې راووړ او شام ته په هجرت كې ورسره ملګري شوو او دا راښيي، چې پالیال – باوفا ملګري یې درلودل. (نمونه، 24: 17 مخ.)  همېش د انسانانو په ژوند كې د سترو بېلګو شتون، روزنې ته يې اغېزمنه وزله وه؛ ځکه پېغمبراکرم (ص) او پاكلمنو مخكښانو په خپلو كړنو د ښیون ځانګړنې ښوولې. چې كله د سنتو په باب خبره كېږي، ويل كېږي، چې سنت د معصوم خبره (وينا)، كړنه او تقرير دى؛ يعنې د معصومو مشرانو، خبره، كړنه او سكوت (چوپتيا) يې حجت او لارښود دى؛ نو ځكه عصمت او پاكلمنتوب په ټولو پېغمبرانو او امامانو كې شرط دى، چې په ټولو اړخونو كې بېلګې وي. د امام صادق (رح) له روایته، چې د بلنې شعار ((خلك په كړنو راوبولۍ نه خوله)) را اخستل شوی، پر دې دليل دى، چې بايد ګرد رښتوني مسلمانان په خپل وار نورو ته بېلګې وي او په خپلو كړنو، نړۍ ته اسلام وروښيي، كه دا چار شوى واى؛ نو اسلام به ګرده نړۍ نيولې واى. (نمونه، 24: 24 مخ.)

عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً وَاللَّهُ قَدِيرٌ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۷﴾ = هيله ده الله ستاسې او (له مشركانو) د هغو كسانو ترمنځ (په اسلام راوړو یې) دوستي او مينه پيدا كړي، چې دښمني ورسره لرئ او الله وسمن دى (او) الله ډېر بښونكى لورين دى.

 7_ د يو شمېر مسلمانانو عاطفې تشې ډكولو ته يو زېرى: په دې آيت كې، د حب او بغض فى الله او له مشركانو سره د اړيكو د پرېكړې په باب د تېرو آيتونو ويينه دوام مومي او داچې د اړيكو پرېكړې يو شمېر مسلمانانو ته يو ډول عاطفي تشه رادبره كوله؛ خو په دې بهير كې رښتونيو مؤمنانو او د رسول اكرم يارانو خپلې پښې ټينګې وښوولې، خداى يې بدلې او د كمښتونو لرې كولو ته زېرى وركوي، چې خپه كېږئ مه، وضع دغسې نه پاتېږي. په پاى كې دا چار وشو؛ اتم هجري كال راغى او مكه سوبه شوه او مكيان ډلې ډلې مسلمانان شول او د ژوند له اسمانه يې د دښمنۍ تورې لړۍ ولاړې او د ايمان لمر د مينې او دوستۍ په تودوخې په ځلېدو شو. (نمونه، 24: 29 مخ. )

لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴿۸﴾ = الله مو له هغو كسانو سره د نېكۍ، عدل او انصاف له چلنه نه منع كوي، چې د دين په اړه يې جګړه درسره نه ده كړې او له خپلو كورونو يې شړلي نه ياست؛ (ځكه) چې الله (مقسطین) انصاف ګر خوښوي.

 إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۹﴾ = الله يوازې تاسې له هغو كسانو سره له دوستۍ (او اړيكو) منع كوي،چې د دين په اړه يې جګړه درسره كړې او له خپلو كورونو يې شړلي ياست يا يې ستاسې په شړلو كې يو د بل  لاسنيوى كړى او څوك چې دوستي ورسره وكړي؛نو همدوى ظالمان دي.

 8 او 9_ له هغو كفارو سره چلن، چې جګړه درسره نه كوي: ددې آيتونو په وينا، غير مسلمان وګړي په دوو ډلو ويشل كېږي: 1_ يوه هغه ډله ده، چې په خبرو او كړنو كې یې له اسلام او مسلمانانو سره ډاګيزه دښمني كوله او د مسلمانانو مكلفيت دا و، چې د هر ډول اړيكو درلودو به ترې دډه كوي. 2_ بلې ډلې يې په عين كفر او شرك كې، له مسلمانانو سره څه كار نه درلود او ان ځينو له مسلمانانو سره د دښمنۍ پرېښوولو تړون كړى و؛ نو له دوى سره نېكي كول، اړيكه درلودل او د مينې ښوول څه توپير نلري او كه كومه ژمنه يې ورسره درلوده؛ نو بايد وفا يې پرې كوله او د عدالت پلي كولو ته يې هڅه كوله. له دې آيتونو، له كافرانو سره د مسلمانانو د اړيكو د څرنګوالي په اړه يو ټوليز آر په ګوتو كېږي او هغه داچې هره ډله، ټولنه او هېواد، چې د دښمنۍ دريځ لري؛ نو مسلمانان دې پر وړاندې سخت ودرېږي او هر ډول دوستي او اړيكه دې ورسره پرې كړي؛ خو كه په عين كفر والي كې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې بې پلوې وه يا يې مسلمانانو ته څوبمن – لېواله وه؛ نو مسلمانان ورسره د دوستۍ اړيكې درلوداى شي؛ البته نه دومره، چې له مسلمان ورور سره يې لرې او نه تردې بريده، چې په مسلمانانو كې یې د نفوذ او راننووتو لامل شي. (نمونه، 24: 31 مخ.)

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَآتُوهُمْ مَا أَنْفَقُوا وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَنْ تَنْكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنْفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنْفَقُوا ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾= مؤمنانو! چې مؤمنې مهاجرې ښځې درغلې؛ نو ازمېښت يې كړئ، الله یې پر ايمان ښه پوهېږي او كه درمعلومه شوه،چې مؤمنې دي؛نو كفارو ته يې مه ورستنوئ، نه دوى كفارو ته روا دي او نه كافران دوى ته روا دي او څه يې چې (ددې ښځو د ودونو لپاره) لګولي، ور یې كړئ او كه مهر يې وركړئ؛ نو واده مو ورسره څه ګناه نه لري او هېڅكله كافرانې ښځې پخپله نكاح كې مه ساتئ (او كه ستاسې له ښځو كومه يوه كافره شوه او د كفرسيمې ته وتښتېده) بايد، چې وركړى مهر ترې وغواړئ؛ لكه چې څنګه هغوى (د هغو ښځو) مهر درنه غواړي (چې ترې بېلې شوې دي،) دا د الله حكم دى، چې ترمنځ مو پرېكړه كوي او الله پوه حکيم دى .

وَإِنْ فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُمْ مِثْلَ مَا أَنْفَقُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنْتُمْ بِهِ مُؤْمِنُونَ ﴿۱۱﴾= او که له ښځو مو کومه يوه کافرانو ته ولاړه او(ستاسې غوښتل شوى مهر يې درنه کړ او له کفارو مو) غنيمت ونيوه؛ نو(له غنايمو) تر ټولو ړومبى همدغو سړيو ته چې ښځې يې تللي دي، هومره ورکړئ، چې د هغوى واده ته يې لګولي او [خپل ځانونه] د هغه الله له [عذابه] وساتئ،چې ايمان پرې لرئ .

 10 او 11_ د مسلمينو او كفارو د زيانونو جبران: ددې آيتونو په شان نزول كې روایت شوى، چې پېغمبراکرم (ص)  په حديبيه كې د مكې له مشركانو سره تړون لاسليك كړ. د تړون يوه ماده دا وه كه هر مكي له مسلمانانو سره يوځاى شو؛ نو راستنوي به يې؛ خو كه چا په مسلمانانو كې اسلام پرېښود او مكې ته راغى؛ نو بېرته يې ورستنولاى نشي.  په دې وخت كې د ((سبيعه)) په نامه ښځې اسلام راووړ او د حديبيه په سيمې كې له مسلمانانو سره يوځاى شوه. مېړه يې پېغمبراکرم (ص)  ته ورغى او ويې ويل: محمده! مېرمن مې راكړه؛ ځكه ژمنه مو ده او لا تر اوسه يې رنګ وچ شوى نه دى. لسم آيت رانازل شو او امر يې وكړ، چې مهاجرې ښځې، ازمېښت كړئ. ابن عباس (رض) وايي: ازمېښت يې پر دې وه، قسم وخوري، چې هجرت یې له مېړه سره د كينې يا له نوې هېواد سره د مينې يا دنيوي موخې لپاره نه؛ بلكې يوازې د اسلام په پار دى. ښځې قسم وكړ، چې همدغسې دى. په دې وخت كې رسول الله (ص) یې مېړه ته مهر او كوم لګښت، چې پرې شوى و، وركړ او ويې ويل: د تړون ماده، يوازې نارينه ستنوي او نه ښځې او په دې توګه يې د كفر سيمې ته د مسلمانې ښځې په زور ستنونې مخه ونيوه. ددې آيت په وينا، په دغسې شرايطو كې، اسلامي حكومت دنده لري ، كوم مهر، چې كافر نارينه مسلمانې شوې ښځې ته وركړى، له بيت الماله نارينه ته وركړي او هم كه له مسلمانانو كومه ښځه كافره شوه او د كفر سيمې ته ورغله؛ بايد هغه مهر له كافرانو وغواړي، چې مسلمان نارينه وركړى و. بيا په يوولسم آيت كې وايي كه كافران دا چار ونه مني؛ نو د كومو نارينه وو، چې ښځې كافرانې شوې او كفارو ته ورغلي، د حق نه ضايع كېدو ته يې، كه ولجې مو تر لاسه كړې؛ نو لومړى دې د دوى حق وركړي او بيا دې ولجې وويشي. دا ډول اسلامي احكام، د اسلام د پېغمبر (ص)  د حقانيت نښه ده، په يوه داسې چاپېريال كې، چې نه شتمني څه درناوى لري او نه ځان؛ تر دې بريده د خلكو د حقوقو په عملي كولو كې هڅه كوي، چې ان نه يوازې دوستان كه دښمنان هم څه حق لري بايد پاملرنه ورته وشي. (نمونه، 24: 35 مخ.)

 يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَى أَنْ لَا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲﴾ = پېغمبره! چې مؤمنې ښځې بيعت ته درشي (؛ نو شرط به يې دا وي): له الله سره به هېڅ څيز نه شريكوي؛ غلا او زنا به نه كوي؛ خپل مټینګي (ارمونى اولاد) به په دروغو په خپل مېړه پورې نه ورتړي او په ښو (چارو) كې به سرغړونه درځنې نه کوي؛ نو بيعت ورسره وكړه او له الله بښنه ورته وغواړه، چې الله ډېر بښونكى لورين دى.

12_ د ښځو د بيعت شرايط: د مفسرانو د ليكنې له مخې، دا آيت د مكې د سوبې پر ورځ نازل شوى دى. هغه مهال، چې پېغمبراکرم (ص)  د صفا پر غره ولاړ و او له نارينه وو يې بيعت واخست. د مكې ښځو، چې ايمان راوړى و، بيعت ته ورغلې. دا آيت رانازل شو او د بيعت څرنګوالى یې ورسره شرح كړ. د بيعت د څرنګوالي په اړه يې ليكلي،چې د پېغمبر اکرم په امر يې د اوبو لوښى راووړ او خپل لاس يې د لوښي په يوې خوا كې كېښود او ښځو هم خپل لاس په بل خوا كې ايښوده. دا آيت راښيي، چې اسلام ښځو ته په مهمو چارو كې خورا ارزښت قايل دى؛ لكه دلته یې په الهي ژمنه كې د نارينه تر څنګ بيعت وكړ او ان تر نارينه وو يې ډېر شرايط ومنل؛ داسې شرايط، چې د ښځې انساني هويت یې ژوندى كاوه او له هغې بې ارزښته څېرې يې وژغورله، چې د نارينه وو د خوند اخستو وزله وي.( نمونه، 24: 44 مخ.)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!