تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د شرونو او آفتونو فلسفه  له پخوا راهيسې داسې ناپوهان پېدا کېدل،چې د خداى پر عدالت يې نيوکې کولې او داسې خبرې يې کولې،چې د خداى له عدالت سره يې اړخ نه لګاوه او ان د عدالت پر نفې کولو به د خداى نفې کولو ته هم رسېدل! ناوړه پېښې ؛لکه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د شرونو او آفتونو فلسفه

 له پخوا راهيسې داسې ناپوهان پېدا کېدل،چې د خداى پر عدالت يې نيوکې کولې او داسې خبرې يې کولې،چې د خداى له عدالت سره يې اړخ نه لګاوه او ان د عدالت پر نفې کولو به د خداى نفې کولو ته هم رسېدل!

ناوړه پېښې ؛لکه توپانونه ،زلزلې او نور غمونه،چې پر ټولو راځي ؟؟ د انسانانو ترمنځ توپير او همداسې هغه شرونه او افتونه،چې پر انسانانو، بوټو او موجوداتو راځي .

 دا ويينه کله د خداى پېژندنې په ترڅ کې د توکيزيانو پر وړاندې راپورته کېږي اوکله د خداى د عدل په ويينه کې. دا  ويينه ددې لپاره راپورته کوو،چې پوه شو دا فکر تر کومه بريده غلط دى؛نو پکار ده،چې په دې هکله يو پراخه ويينه وکړو،چې دا فکرونه پکې تر ځيرلاندې ونيسو.

١-نسبي ورمندون-قضاوت او محدود معلومات:

 معمولا موږ په خپلو قضاوتونو او د کړکېچونو په تشخيض کې پر هغو اړيکو ډډه وهو،چې څيزونه يې له موږ سره لري،د ساري په ډول وايو: پلانى څيز لرې دى که نږدې؛يعنې زموږ په نسبت يا پلانى انسان پياوړى دى که کمزوری ؛يعنې زموږ د بدني او روحي وضع په پرتله هغه کوم حالت لري . د خير،شر،آفت او د بلا د چارو په باب هم په ډېرى ځايونو کې زموږ ورمندون همداسې وي .

 د بېلګې په توګه : که د ځمکې پر يوې برخې  باران اوري؛موږ له دې سره کار نه لرو،چې په ټوليزه توګه ددې باران اغېز څه و،موږ يوازې د خپل کور، پټي او ياچې ډېر په فکر کې شو،د خپل ښار په هکله فکر کوو؛نو که اغېز بې مانا وه ؛نو وايو،چې “بلا”وه .

چې کله يو زوړ کور د بيا روغاونې لپاره خرابېږي؛نوکه موږ يې تر څنګ تېر شو؛نو يوازې دوړه به يې زموږ په برخه وي او وايو،چې څومره له شرمه ډکه پېښه ! که څه  په راتلونکي کې هلته يو روغتون جوړ شي او نور خلک ترې ګټه واخلي او همداسې د باران په مثال کې که په ټوليزه توګه مثبت اغېز ولري،په رغي او عادي ورمندون کې موږ د مارچيچل آفت او شرګڼو؛خو له دې بې خبره يو،چې همدا د زهرو نشه د همدې مار لپاره يوه دفاعي وسيله ده او له دې بې خبره،چې د همدې مار له زهرو ژوندبښاندي درمل جوړېږي،چې د زرونو انسانانو ژوند ژغوري؛نو که موږ وغواړو پر غلطه ولاړ نه شو؛نو بايد خپلو محدودومعلوماتو ته ونه وينو او په ورمندونو کې يوازې هغو اړيکو ته ونه وينو،چې څيزونه يې له موږ سره لري؛بلکې ټول اړخونه په پام کې ونيسو او هر اړخيز ورمندون وکړو.

 اصلي خبره خو دا ده،چې  د نړۍ پېښې د زنځير د کړۍ په څېر په يو بل پورې تړلي دي. هغه توپان،چې نن زموږ په ښار کې را الوتى دى ،باران ، چې نېز ترې راجاري دى،له هغه اوږدو سلسلو ځنې يو کړۍ ده،چې د نړۍ د نورو ځايونو له پېښو سره په بشپړه توګه اړيکې لري او همداسې د نن پېښې د پرون او سبا له پېښو سره تړاو لري. پايله داچې پر يو وړوکي ځاى ګوته ايښوول او په اړه يې غوڅ ورمندون کول له سول-منطق اوعقل لرې خبره ده .

څه چې د نمښتې-انکار وړ دي،د “مطلق شر” پېداېښت دى؛خو که يو څيز له يو اړخه خېر او بلخوا شر وي او خير پکى برلاسى وي؛نو پروا نه لري. د جراحۍ عمليات له يوه اړخه دردوونکى او بلخوا خورا ګټور دى؛ نو خېر نسبي دى د نورې توضيح لپاره د زلزلې پر مثال نوره رڼا اچوم : سمه ده،چې زلزله په يوه سيمه کې ورانى کوي ؛خوکه زنځيري اړيکي يې له نورو چارو سره په پام کې ونيسو؛نو هرومرو به مو ورمندون بدل شي .

ايا زلزله د ځمکې په بخارونو او تودوخې پورې اړه لري يا د سپوږمۍ په جاذبې پورې،چې د ځمکې وچ او جامد پوټکى د ځان پر لور راکاږي او کله ماتېږي او يا په دواړو پورې اړه لري ؟

پوهانو ډول ډول څرګندونې کړې دي،چې هر يو وي؛خو بايد د هغه بل نښې هم په پام کې ونيول شي؛يعنې بايد پوه شو،چې د ځمکې دننه تودوخه څومره د تېلو په جوړولو کې ګټوره ده ،چې زموږ د وخت تر ټولو مهمه د انرژۍ سرچينه ده او همداراز همدا تودوخه څومره د ډبرو سکرو په جوړولو کې ګټوره ده ؟؛ نو خېر نسبي دى.

 او همداراز د سپوږمۍ د جاذبې د جزرومد عامل څومره د سمندرونو د اوبو په ژوندي ساتلو،پکې د موجوداتو او کله د شاوخوا د ساحلونو خړوبول،چې خوږې اوبه دريابونو ته ورتويوي اغېز لري؛نو خېر نسبي دى .

دلته دى،چې پوهېږو زموږ نسبي قضاوتونه او محدود معلومات دي، چې چارې يې د خلقت په ننداره کې موږ ته تور ټکي ښوولي دي او څومره،چې د پېښو او مخلوقاتو تر منځ د اړيکو په هکله فکر وکړو؛ نو هومره به يې پر ارزښت پوه شوه.

 قرآن وايي :

((وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلاً=[1]  او تاسې ته يوازې د پوهې ډېره لږه برخه دركړه شوې ده.))

اوله دې پوهې سره په ورمندون کې بيړه پکار نه ده.

١-ناوړه پېښې او ګواښونه؛

 ټولو داسې کسان ليدلي،چې کله په نعمتونوکې ډوب شي؛پر پېسمنۍ او ځانمنۍ ککړ شي او په دې حالت کې ډېرې مهمې انساني چارې او دندې شاته غورځوي.

او همداسې موږ وليدل،چې کله د انسان د ژوند سمندر آرام وي؛څرنګه د غفلت پر خوب ويدېږي او که دا حالت دوام ومومي ؛نو د انسان د بدمرغۍ لامل به شي.

د کاڼي کرخه ده،چې د همدې ناوړه پېښو يوه برخه ددې غرور او د غفلت خوب ته د پاى د ټکي د ايښوولو لپاره دي. هرومرو به مو له تکړه چلونکيو اورېدلي وي : دا واټ،چې دومره هوار،بې موړې او بې کندې دى،څومره خطرناک دى او چې کله د سرک همدا هوسايي چلونکي ته خوب راوړي،چې همدا له ډول ډول خطرونو ډک دى؛ان ليدل شوي،چې په ځينو هېوادونو کې پر داسې هوارو سړکونو مصنوعي موړې اچول شوې دي،چې د داسې خطرونو مخه ونيسي .

 د انسان د ژوند لار هم همداسې ده؛ که ژوند يې لاندې باندېتوب ، موړې اوکندې و نه لري او کله ورته ناوړه پېښې راپېښې نشي؛نو له خداى او له خپلو دندو به غافل وي.

 هېڅکله نه وايو،چې انسان دې په خپلولاسونو ناوړه او ترخې پېښى را پېدا کړي اويا داچې پخپله يې مخې ته ورشي؛ځکه داسې چارې تل د انسان په ژوند کې وې او وي به؛بلکې دا وايو،چې پام مو وي،چې ددې پېښو د يوې برخې فلسفه داده،چې د غرور او غفلت مخنيوى وکړي؛ځکه ستاسې د دښمن نېکمرغي ده .

قرآن کريم وايي :

((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى‏ أُمَمٍ مِن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُم بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ =[2]موږ تر تا مخكې امتونو ته (پېغمبران) لېږلي؛(او چې كله له دې پېغمبرانو سره په مخالفت كې ودرېدل؛نو) هغوى مو په كړاوونو اخته كړل؛ښايي ( چې راويښ شي او خداى ته زارۍ او عاجزي وكړي او ( حق ته ) تسليم شي! ))

 ځينې نيوکه کوونکي په ژوند کې ناوړه پېښې،ستونزې او ناکامۍ د خداى له عدله د نمښتې لپاره پلمه کوي او کله هم ترې پخپله له خدايه د نمښتې لپاره پلمه جوړوي . په تېره ويينه کې مو پردې خبرې څه رڼا واچوله او دوه فلسفې مو وويلې:اوس دويينې نورې برخې ته پام وکړئ .

۲-انسان د ستونزو په غېږه کې روزل کېږي

بيا پردې خبره ټينګار کوم ، چې موږ نه بايد پخپله د ځان لپاره ستونزې پېدا يا جوړې کړو؛خو سره له دې همدا سختې او ناوړه ستونزې دي ،چې زموږ اراده پياوړې او ځواک مو ډېروي،مثال يې د يو پولاد دی،چې په سوځنده بټيو کې سوځول کېږي او کلکېږي ؛موږ هم ددې پېښو په بټيو کې کلکېږو.

جګړه بده ده؛خوکله يوه جګړه د يو ملت استعداد رازغونوي،نفاق يې  پر يووالي او پر شاتګ يې پر پرمختګ اړوي .

د لويديځ يو مشهور تاريخ ليکوونکى وايي : د نړۍ په هر ګوټ کې ،چې کوم ځلېدوونکى تمدن و؛نو د يو ستر بهرني ځواک تر يرغل وروسته و، چې د هغه هېواد ځواکونه يې راويخ کړي دي؛البته د ژوند د ناوړه پېښو پر وړاندې د ټولو خلکو او ټولنو غبرګون يو شان نه دى،ځينې بدبينه او کمزورېږي او سمې پايلې ترې نه اخلي؛خو هغه خلک،چې مساعدې زمينې لري، ددې پېښو پر مهال پر خپلو بډو ګوتې وهي،لاسونه بډ وهي،پر کار لاس پورې کوي او خپلې کمزورۍ سموي؛خوخبره داده،چې ډېر خلک رغى ورمندون کوي او يوازې سختيو او ترخو ته ګوري او مثبت اوجوړونکې نښې يې نه ويني .

ادعا نه کوو،چې د ژوند ټولې سختۍ داسې اغېز لري؛خو تر يوې کچې همداسې دي .

که تاسي د نابغه انسانانو ژوند ليک ولولئ؛نو و به ګورئ،چې تقريباً ټول په سختۍ او کړاوونو کې لوى شوي دي او ډېر کم به داسې کسان پېدا کړئ،چې په ناز او نعمت کې د نبوغ پولې ته رسېدلي وي، ستر پوځي بولندويان هغه دي،چې تل يې په لومړۍ ليکه کې ستونزې او زحمتونه ګاللي وي . د اقتصاد متفکر ماغزه له هغوى سره دي،چې په کړکېچن اقتصادي بازارونو کې راګېر شوي وي.ستر پياوړي سياستمداران هغوی دي،چې له سياسي ستونزو سره لاس و ګرېوان شوي وي . لنډه داچې ستونزې او کړاونه انسان پخپله غېږه کې روزي .

 ۳-ستونزې مو خداى ته مخه را اړوي.

 زموږ د وجود هره ټوټه يوې موخې ته پېدا شوې ده،سترګې يو هدف ته ،غوږونه، زړه،ماغزه او اعصاب هر يو د يوې موخې لپاره پېدا شوي دي،ان د ګوتو پر سر کرخې هم موخه لري ؛ نوڅرنګه داسې کېداى شي،چې زموږ ټول وجود بې فلسفې او بې موخې وي او همداسې تېرو درسونو کې مو وويل،چې دا ټول ددې لپاره دي،چې هر اړخيزه بشپړتيا وکړي؛نو ښکاره خبره ده ،چې دې پشپړتيا ته د رسېدو لپاره ژوره ښوونه او روزنيزې کړلارې پکار دي؛نو د همدې لپاره،خداى پردې سربېره،چې انسان ته يې پاک توحيدي فطرت ورکړى،پېغمبران يې هم له اسماني کتابونو سره رالېږلي دي،چې په دې لار کې انسان  ته لارښوونه وکړي او ددې تر څنګ کله ناکله انسان بايد د خپلو ګناهونو او غلطيو غبرګون وويني، د خپلو کړنو له پايلو سره اشنا شي او بيا خداى ته مخه کړي؛نوځکه ويل کېږي،چې ددې پېښو يوه برخه الهي لورنه او نعمت دى.

قرآن وايي :

((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ =[3] د خلکو د كړنو له امله،فساد په وچه او لمده كې ښكاره شوى دى، خداى غواړي د خپلو ځينو کړنو (سزا) پرې وڅكي! ښايي (د حق لوري ته) راو ګرځي. ))

د پورتنيو مطالبو په رڼا کې : دردونکې پېښې “شر” ګنل او ورته “بلا” ويل او د الهي عدالت خلاف يې ګڼل ،له عقل دليل او سول  لرې خبره ده؛ ځکه څومره،چې دې خبرې ته ښه ځيرېږو؛نو نوې فلسفې ترې رابرسېرېږي .

۴-د ژوند ستونزې او لاندې باندېتوب ژوندون ته روح ورکوي،

کېداى شي ددې خبرې هضمول ځينو ته ستونزمن وي،چې که نعمتونه په پرله پسې راشي؛نو خپل ارزښت له لاسه ورکوي.نن جوته شوې،چې که يو جسم په يوه کوټه کې کېښوول شي او له هر اړخه پرې قوي او يو شان رڼا واچول شي او جسم او کوټه هم صاف او محدوده وي؛نوهېڅکله به هغه جسم ونه ليدل شي؛ځکه چې کله سيورى د رڼا په څنګ کې شي؛نو د جسم ابعاد معلوموي او هغه له خپل شاوخوا بېلوي او موږ کړاى شو هغه ووينو. د ژوند ارزښت هم د ژوند د ستونزو د کم رنګو او پر رنګو سيور په پرتله د ليدو وړ نه دى.که په ټول عمر کې پر چا رنځ نه راتلاى؛ نو چاه  د روغتيا احساس نه کاوه،پر چاچې يوه شپه تبه تېره شي او بيا روغ شي او چې کله ورته هغه تبه ورياده شي ؛نو پرخپله روغتيا به شکرونه باسي .

۵-دا ستونزې خو پخپله مو ځان ته جوړې کړې دي

يوه بله خبره،چې ددې ويينې په پاى کې ورته اشاره کول اړين بولم داده،چې خلک د ناوړه پېښو په باب په ورمندون کې پر غلطه ځي او هغه تېرى،چې پرې کوم ظالم انسان کړي،پرخداى يې وراچوي، د بشرپه لاس بې نظمي پر خداى وراچوي .

د مثال په ډول : کله نيوکه کوي،چې زلزلې ولې په ښارونو کې ورانى نه کوي،چې يوازې په کليو کې ورانى کوي؟ دا هم شو عدالت! که بلا رانازلېږي؛نو ولې په مساوي توګه پر ټولو نه راځي؟ ولې پېښې بېوزله کړوي؛خوله دې بې خبره دي،چې دا ټولې خبرې د خداى په عدالت پورې هېڅ اړه او تړاو نه لري؛بلکې دا د انسانانو پر يو بل د تېري او زبېښاک پايله ده. که کليوال هم د ښاروالو په څېر د ځان لپاره کلک کورونه جوړ کړي؛نو ولې به يې زلزله ورانوي؟نوچې کله د لوټو او يو څو ډبرو جوړ شي؛ نو ښکاره ده،چې له معمولي باد او زلزلې له جټکى سره به ړنګېږي؛نو د انسان په لاس د خراب او ضعيفه کور جوړول د خداى په عدالت پورې څه اړه لري؟!

 ددې نيوکو پرځاى بايد کوښښ وکړو،چې د ټولنې ټول وګړي له ټولو امکاناتو په يوه کچه ګټه واخلي او ظالم ته ووايو،چې تېرى مه کوه او مظلوم ته ووايو،چې ظلم مه منه !

 

 

[1] (اسراء /٨٥)

[2] (انعام /٤۲)

[3] (روم/ ٤١)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!