تبلیغات

سورة الفاتحة بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ټكي او څرګندونې د حمد سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت د لوراند او لورين الله د نمانځنې په نامه پېلېږي او د الله  ستاينې او صفاتو پر يادولو دوام مومي. ورپسې راښيي، چې يوازې الله د دې وړ دى، چې ونمانځل او مرسته ترې وغوښتل شي او له الله […]

سورة الفاتحة

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

ټكي او څرګندونې

د حمد سورت ټوليزه منځپانګه:

دا سورت د لوراند او لورين الله د نمانځنې په نامه پېلېږي او د الله  ستاينې او صفاتو پر يادولو دوام مومي. ورپسې راښيي، چې يوازې الله د دې وړ دى، چې ونمانځل او مرسته ترې وغوښتل شي او له الله د ښيون په غوښتنه پاى ته رسي. الله  تعالى په دې سورت كې علوم او د قرآن كريم معارف او پوهاوى په لنډ ډول بيان كړى، چې د الله  پېژندنې، معاد پېژندنې او نبوت پېژندنې آرونه پكې را نغاړل شوي دي[1].

الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (۳)

۳. رحمان (لوراند) او رحيم (لورين):

رحمان او رحيم له الهي ښو صفاتو ځنې دوه صفتونه دي. الله  ځان څو ځلې په دې صفاتو معرفي كړى دى، د دې دوو ویو – كليمو د مانا او يو له بل سره د توپير په اړه يې ويلي دي: « رحمان د مبالغې صيغه ده او د الهي لورنې د زیادښت او پرېمانۍ په مانا ده، چې ټول بندګان يې پكې را نغاړلېږي كه كافر وي كه مؤمن[2]».

د اسلام له ګران پېغمبره(ص) روايت شوى: ((الله  تعالى سل رحمتونه لري او يو يې ځمكې ته رالېږلى او د خپلو مخلوقاتو ترمنځ يې وېشلى او په دې يو رحمت يې مخلوقات په خپلو كې مهرباني او يو له بل سره مينه كوي؛ نور نهه نوي رحمتونه يې ځان ته پرېښي او د دوى د را ښكاره كولو وخت يې ځنډولى دى، چې په دوی د قيامت پر ورځ پر خپلو بندګانو لورېږي.))

همدغسې روايت شوى دى: «الله  دا يو رحمت هم اخلي او سل رحمتونه پوره كوي او د قيامت پر ورځ له سلو رحمتونو سره؛ يعنې په خپلو ټولو رحمتونو، پر خپلو بندګانو لورېږي[3]»

البته څرګنده ده، چې د سلو رحمتونو مانا کړن – تعبير ذهن ته د مطلب رسولو لپاره دى؛ ځكه الهي رحمت نه شمېرلېږي.

مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ (۴)

۴- د جزا ورځې مالك: بېشكه الله  تعالى د دنيا مالك او واكمن هم دى؛ خو په قيامت كې به يې مالكيت او واكمني پوره راښكاره شي؛ ځكه په قيامت كې به ټول توکیز پيوندونه او ظاهري ملكيتونه له منځه ولاړ شي او يوازې الله  به مطلق مالك او واكمن وي؛ لكه چې وايي:

(( پر هغه ورځ چې خلک حاضر او راښكاره شي (او) هېڅ شى به يې له خدايه پټ نه وي (او ويل كېږي:) نن واک (حكومت) د چا دى؟ (په ځواب كې ويل كېږي، چې:) د هماغه يوه قهار الله  دى.))[4]

((داسې ورځ ده، چې هېڅوك يو د بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې يوازې د الله په واك كې وي [5].))

تردې آيت لاندې له امام باقر (رح) په يو روايت كې لولو: «نن او پر هغه ورځ، ټولې چارې د الله  په لاس كې دي…؛ خو د قيامت پر ورځ ټول واكمنان له منځه ځي او بې د الله  له واكمنۍ بله يوه واكمني هم نه پاتېږي[6].

د امام سجاد (رح) په حالاتو كې يې روايت كړى، چې د « مالك يوم الدين» آيت يې لوست؛ نو دومره يې بياځلي وايه، چې نژدې وه ساه يې ووځي[7].

اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ (۶)

۶- صراط المستقيم: صراط مستقيم؛ يعنې څرګنده پراخ او هواره لار، چې هېڅ پلو ته كږه نه وي[8]  او مراد ترې الله  نمانځنه، حق دين او د الهي لارښوونو پابندي ده.

په كومو رواياتو كې چې صراط مستقيم په قرآن او په ځينو كې په اهلبيتو [9]تفسير شوى، په دې دليل دى، يوازېنۍ کړنلار، چې انسان ابدي نېكمرغۍ ته رسوي او يوه ذره او د بڅرې هومره تېروتنه پكې نشته، هغه کړنلار ده، چې الله  د قرآن او معصومينو  له لارې بيان كړې ده.

 

سرچینه: شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازی

 

 

[1]  [د تسنيم له تفسير (1 : 258 مخ) اخستنه]

[2] ( الميزان 1 / 21 مخ  )

[3] (مجمع البيان 1 / 54 )

[4] غافر/ ۱۶)

[5]  (انفطار/۱۹)

[6]  (نمونه تفسير 26 : 336 مخ)

[7] ( مجمع البيان 1/ 54)

[8] ( مجمع البيان 1/ 54)

[9]  (مجمع البيان 1/ 54)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!