تبلیغات
|

د قربانۍ فلسفه ( ١) د حجازاوسېدونکيو ته مرسته رسول څو کاله مخکې د حجازخلکو د ګټې کومه ځانګړې لار نه درلوده . آيت نازل شو مشرکان مکې ته دننوتلو حق نه لري . ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن […]

د قربانۍ فلسفه

( ١) د حجازاوسېدونکيو ته مرسته رسول

څو کاله مخکې د حجازخلکو د ګټې کومه ځانګړې لار نه درلوده . آيت نازل شو مشرکان مکې ته دننوتلو حق نه لري .

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاء إِنَّ اللّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ( توبه\٢٨)=مؤمنانو! حقيقت دادى،چې يواځې مشركان ناولي او پليت دي؛ نو تر سږ كال وروسته بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه ( ددې پرېكون له ا مله) له نېستۍ وېرېږئ، كه خداى وغواړي؛ نو ژر به مو له خپل فضل نه بې اړې كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي )؛ځكه خداى پوه (او) حكيم دى. ))

د مکې خلک ورخطا او پرېشانه شول ؛خو ددې آيت په پاتې برخه کې راغلي که تاسې له نېستمۍ وېرېږۍ موږ به په راتلونکې تاسې بې اړې کړو. د خداى دا ژمنه بايد سرته ورسي د عملي کېدو يوه لار يې قربانۍ ته د څاروي اخېستل دي.هرکال په مليونوحاجيان مکې ته ځي او قربانۍ ته څاروي اخلي ؛نو له دې لارې د مکې خلک ځان ته خواړه پيدا کوي . په حج کې حاجيان کورونه په کرايه نيسي او دهغه ځاى د وړلو او راوړلو له وسيلو ګټه اخلي،قربانۍ ته ترې څاروي اخلي ؛نو له دې لارې د حجاز له خلکو سره په مرسته کولوسپارښتنه شوې ده.

موږ بايد د وټیزې-اقتصادي خپلواکې په فکر کې اوسو،چې ټول اسلامي هېوادنه خپل توکي دلته په نندارتون کې کېږدي او حاجيان يې واخلي او د مسلمانانو په بازار کې رڼا راپيدا شي . په تاريخ کې راغلي پېغمبراکرم(ص) چې مدينې ته هجرت وکړ؛نو د مدينې د جومات په څنګ کې د پلورنې او پېرودنې يو بازارهم جوړکړ او حکم يې وکړ،چې مسلمانان بايد خپل توکي دې بازار ته راوړي او له همدې ځايه يې يوسي او پردې سربېره د امکان په صورت کې خپل توکي هم توليد کړي .

(٢) د الهي شعايرو ساتنه

لکه څرنګه چې صفا او مروه له الهي شعايرو ځنې دي قرباني هم له الهي شعايرو ګڼل کېږي .

د قربانۍ د ځاى شتون،ورته د غوښنو څارويوو ورننوتل او دغوښو وېش يې،د ډله ييزې قربانۍ د روحې ښکارندوى دی او دا له الهي شعايرو ځنې دي . په روايتونو کې راغلي د قربانۍ د وينې لومړى څاڅکې چې توى شي؛نو خداى د قربانۍ د خاوند ګناهونه بښي. ( من لايحضر ٢\ ١٣٨)

(٣) د وږيو مړول

د وږيو مړول د قربانې له رازونو ځنې دي. که څه هم چې په اوسنيو کلونو کې په حجازکې د لوږې کچه راټيټه شوې ؛خو دا قانون تلپاتې بڼه لري او ځانګړي وخت ،ځان او شرايطو ته نه دى راغلى قرآن په دې هکله وايي :

((لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ(حج/۳۷)=هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه خداى ته نۀ رسېږى؛ خو(دا) ستاسې تقوا او پاكې ده،چې هغه ته رسېږي او پدې توګه هغوى خداى تاسې ته اېل كړي دي،چې تاسې دهغه د لارښوونې (په مننه كې) هغه په ستريا يادكړئ او نېكانو ته زېرى وركړه.))

(( قانع )) هغه نېستمن ته وايي،څه چې واخلي ؛نو ګوذاره پرې کوي او ((معتر)) هغه نېستمن دى پردې سربېره ،چې د مرستې غوښتنه کوي نيوکه هم کوي .

دا چې حاجيان خپله هم غوښه خوري او نورو ته يې هم ورکوي دا دواړه يوځاى راغلي دي ،همداراز کوم کسان،چې خواړه ترلاسه کوي ؛نو دوى ته هم په يوه سترګه ليدل شوي دي . که هغه قانع وي ؛يعنې څه چې ترلاسه کړي خوشحالېږي او دعاګانې هم کوي او که((معتر)) وي؛يعنې بيا بيا غوښتنې کوي او دا د اسلام پراخ ليد راښيي او سپارښتنه کوي ،چې مه ځان هېروئ او مه نور خلک او د ډالۍ او خوړو د وېش پرمهال د نېستمن دعاګانو،غوړه مالۍ او نيوکو ته پاملرنه مه کوئ او موړ يې کړئ.اسلام هر څه ته د اعتدال او منځلارۍ پوله ټاکلې ده. قرآن د بښنې او لګښت په هکله وايي :

((وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا( اسراء\٢٦)=او خپلوانو ته دهغوى حق وركړه او(همداراز) د مسكينانو او مسافرو(حق) وركړه او هېڅكله بې ځايه لګښت اواسراف مۀ كوه ))

يو بېوزلى پېغمبراکرم (ص) ته راغى؛خو له بښنې لپاره ورسره څه نه و بېوزلي ترې کميس وغوښت پېغمبراکرم(ص) خپل کميس ويست او ور يې کړ. چې د لمانځه وخت شو؛نو د جامو د نشتوالي له کبله جومات ته رانه غئ دا پېښه د کفارو د پېغورونو لامل شوه او ويل يي : پېغمبراکرم(ص) وېده او يا هم په کورکې بوخت دى. دا آيت نازل شو:

((وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاء رَحْمَةٍ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلًا مَّيْسُورًا( اسراء\٢٨)=او كه له هغوى [=بېو زليو] مخ واړوې او د خپل پالونكي رحمت ته سترګې پر لار اوسې(چې پراخي درباندې راشي اوله هغوى سره مرسته وكړې)؛نو هغوى ته نرمه او پسته خبره وكړه.))

په حديث کې راغلي پېغمبراکرم(ص) خپل يو يار وليد،چې په اوداسه کې ډېرې اوبه لګوي ورته يې وويل : ولې اسراف کوې؟ هغه وپوښتل آيا په اوداسه کې د ډېرو اوبو لګول هم اسراف دى؟ويې وويل:هو! که د روانو اوبو په وياله کې هم اودس کوې؛نو د اسراف حق نه لرې. (د مافي تفسير د اسراء د٢٦ آيت ترتفسيرلاندې ]. قرآن دغوره کسانو په هکله وايي : ((وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَلِكَ قَوَامًا(فرقان/۶۷)= او هغوى چې كله ( د خداى په لار کې ) لګښت كوي؛ نو نۀ بې ځايه لګښت كوي او نۀ بخيلي؛ بلكې منځلاري وي. ))

دلته مو پام وي چې عادي انسانانو ته په معمولي شرايطو کې په انفاق کې منځلاري له قربانې سره هېڅ ضديت نه لري؛ځکه چې منځلاري او اعتدال يوعمومي قانون دى؛خو قرباني عزتمنو او درونو وګړيو ته يو ځانګړى حکم دى. که قرباني ورکول او له ځانه تېرېدنه د انسان پر کورنۍ فشار راوړي او د سپکاوۍ لامل يې ګرځي ؛نو دلته منځلاري غوره ده او که کورنۍ ته پرې زيان نه رسي او په ټولنه کې ناوړه غبرګون و نه لري ؛نو قرباني غوره ده . په قرآن کې بېوزليو ته خواړه ورکول څوڅوځل له لمانځه سره جوخت راغلي دي. ((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ))،په قرآن کې دا جمله ٢٦ ځله راغلې ده.

په قرآن کې پر انفاق ډېره سپارښتنه شوې ده او څوک چې د خداى په لار کې په خپلو مالونو کې د بېوزليو برخه کوي ستايل شوي او قرآن رښتيني مومنان داسې راپېژني: ((وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ( ذاريات \١٩)=او په مالونو كې يې د ګدا او بې برخې (محروم) حق او برخه وه. ))

په قيامت کې به دوزخيان په اور کې د لوېدو لامل داسې وايي : (( وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ ( مدثر\٤٤)= او بېوزليو ته مو خواړه نۀ وركول))

د پام وړ ټکى دا دى د چا چې لاس تنګ وي او بېوزليو ته د خوړو د ورکړې وس نه لري؛نو دوى هم بې پروا نشي پاتې کېداى او نور بايد د بېوزليو لاسنيوي او مرستې ته وهڅوي . قرآن پر يوې ډلې نيوکه کوي او وايي: ((وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ( فجر\١٨)=او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نۀ هڅوئ))

(٤) وږيو ته پاملرنه

په نړۍ کې په مليونو وږي انسانان اوسېږي او د اسلام له دين پرته بل هېڅ دين ددې په اړه له ځانه غبرګون نه دى ښوولى . له خمس او زکاته له نېستمنۍ سره مبارزې ته يوه برخه ټاکل شوې ده . (( إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ(توبه/۶۰)=زكاتونه يواځې ځانګړي شوي دي : فقيرانو او مسكينانو او د زكات د راټولولو كاركوونكيو او هغوى ته چې د زړونو لاس ته راوړل يې موخه وي او(همداراز) د مريانو (ازادولو) له پوروړو سره د مرستې او د خداى د لارې غښتلتيا او مسافر پالنې ته . دا( زكات) يو(مهم) الهي فرض دى او خداى پوه (او) حكيم دى .))

په يو روايت کې راغلي څوک چې لمونځ کوي او د بېوزليو او وږيو حق ور نه کړي ؛نو لمونځ يې نه قبلېږي. ( بحارالانوار ٨٤\٢٥٢] .

پېغمبراکرم(ص) به هغه کسان له جومات اېستل ،چې زکات يې نه ورکاوه. ( سفينة البحار ١\ ٥٠١ )

په بل حديث کې راغلي : څوک چې په مړه ګېډه وېده شي حال دا چې ګاونډى يې وږى وي؛نو مؤمن نه دى. [ سفينة البحار]

د روژې د مياشتې په دعاګانو کې راغلي دي :

خدايه ! وږي ماړه کړې .

بېوزلي او لوږه انسان کفر ته راکاږي. ( سفينة البحار ٢\ ٣٧٨)

د علماوو يوه دنده دا ده چې له شتمنو د وږيو حق واخلي. ( نهج البلاغه \ ٣)

خداى چې خلک عبادت ته رابولي ؛نو وايي:

((فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ (قريش/۳،۴)=نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛همغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل. ( قريش\٤)

د خداى اولياوو به د شپې په خپلو اوږو بيوزليو ته ډوډۍ وړه . د روژې له فلسفو يوه دا ده ،چې ماړه خلک د وږيو لوږه وڅکي. ( وسايل٧ \٣) ‏

د خداى له لوري پېغمبراکرم(ص) پخپله ګومارل کېږي ،چې له شتمنو زکات واخلي او پرنېستمنو يې ووېشي.(( خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلاَتَكَ سَكَنٌ لَّهُمْ وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ(توبه/۱۰۳)=د هغوى له مالونو (د زكات په نامه ) صدقه واخله، چې په هغه يې پاك او سوتره كړې او ( د زكات اخيستو پر وخت ) ورته دعا وكړه؛ ځكه چې ستا دعا ورته ډاډېنه ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى ))

البته له بيوزليو سره مرسته په دې معنا نه ده،چې په ټولنه کې دې سوالګر زيات شي او لټۍ او ناغېړۍ ته دې وهڅول شي ؛ځکه اسلام وايي : پرهغه دې لعنت وي ،چې اوبه او خاوره لري او د کار د نه کولو له کبله پر فقر اخته شي. ( بحارالانوار ١٢٣\٦٥)

امام صادق وايي : څوک چې له اړتيا پرته له چا څه واخلي ؛نو داسې به وى لکه ،چې شراب يې څښلي وي. ( بحارالانوار ٩٦\١٥٨)

په بل حديث کې راغلي : هغوى زموږ رښتيني لارويان دي که له لوږې هم مړۀ شي ؛نوخلکو ته لاس نه اوږدوي . ( بحارالانوار ٩٦\ ١٥٦)

نوځکه د اسلام پام هغه بيوزليو ته دى،چې له لټۍ پرته پر فقر اخته شوي وي. لکه هغه کسان چې د سېلاونو،زلزلې،د اوبو د کموالي،سوکړې-قحطۍ ،د ډېرو اولادونو درلودلو،زړښت او ناروغۍ له کبله په ټولنه کې پربېوزلۍ اخته شوي وي. که د فقر جرړه دهغوى په لټۍ کې وي ؛نوبايد کار وکړي او که پرحق يې خېټه اچول شوي وي؛نو دولت يې بايد له زورورو حق واخلي که بېوزلي طبيعي جرړه ولري؛نو د اسلامي مالياتوله لارې يې بايد مخه ونيول شي.

نننۍ نړى ديو ستر روغتون په شان ده چې ډاکتران يې هم ناروغ شوي دي. ټول خلک د بېوزلۍ،ناپوهۍ،خرافاتو،هوسونو او د سياليوپه سرو لمبو کې سوځي او کارپوهان ،سمونپالي او د بشر د حقوقوملاتړي هم بې ارادي، ډارن اومريان دي او پر خپلو شيطاني هوسونو ککړ شوي دي .

په حديث کې راغلي: که خلک د خپلومالونو زکات ورکړي؛نو يومسلمان به هم بېوزلې پاتې نشي. ( وسايل ٦ \٤)

کوم لګښتونه چې په نړۍ کې پر وسلوالو سياليولګول کېږى که د بېوزلۍ او د خلکو د ناپوهۍ پاى ته رسولو ته ولګول شي ؛نوپه نړى کې به يو بېوزلې اونالوستې هم پاتې نشي.

په نړۍ کې مليونونه وږي شته ؛خو زورځواکي خپل غنم په سيندونو کې اچوي ،چې د توليداتو بيه يې راټيټه نشي حال دا،چې په مليونو وګړي د څښاک اوبه نه لري؛خو د شرابو په جوړولو ملياردونه ډالر لګول کېږي آيا دا شان انسانان ناروغ نه دي؟ ژر او يا ناوخته به بشر د ځان ژغورنې ته اسلام ته مخه کړي. دا داسې دين دى ،چې د لمانځه په څنګ کې يې پر زکات او د حج په څنګ کې يې پرقربانى ټينګارکړى دى .

په هرحال په منى کې انسان بايد روغ پسه حلال کړي اوغوښه يې د قرآن په وينا پخپله هم وخوري اوبېوزليو ته يې هم ورکړي .

(٥) تقوا

په قربانۍ کې اصلي موخه د تقوا سترمقام ته رسېدل دي . قرآن په دې اړه وايي : ((لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ كَذَلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ( حج\٣٧)=هېڅكله ددې (اوښانو) غوښه او وينه خداى ته نۀ رسېږى؛ خو(دا) ستاسې تقوا او پاكې ده،چې هغه ته رسېږي او پدې توګه هغوى خداى تاسې ته اېل كړي دي،چې تاسې دهغه د لارښوونې (په مننه كې) هغه په ستريا يادكړئ او نېكانو ته زېرى وركړه. ))

هو! خداى جسم نه دى چې غوښې ته اړتيا ولري او هېڅ کله هم د دې قربانۍ وينه ورته نه رسي .

هو! د خداى په لار کې دهغه په نامه له خپل ماله تېرېدل د تقوى د روحيي د راغوړېدو لامل دى .

له قربانۍ څلور ټکي لاس ته راځي چې دا دي :

(١) حلاله ؛د حجاز له مالوالوسره مرسته ده .

(٢) د حلالې ځاى له الهي دودونو ځنی دى او پر خداى د مينو د سرښندنې هينداره ده .

(٣) د حلالې غوښه د حاجيانو او وږيو خواړه دي .

(٤) په کومو پيسو،چې حلالې ته څاروي اخېستل کېږي؛نو دا خداى ته د نږدې کېدو او د تقوا د راغوړېدو وسيله ده .

 

 

[سرچینه: د حج کتاب، لیکوال شیخ محسن قرآیتي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!