تبلیغات

د قيامت نومونه او ځانګړنې مرحوم فيض کاشاني د آيتونو او روايتونو په رڼا کې د قيامت لپاره تر سلو زيات نومونه بيان کړي دي (٢٠١) (محجة البيضاء، ۸/ ۳۳۱)؛خو کوم نومونه او اوصاف،چې په قرآن شريف کې راغلي دي دا دي : ١_ ((يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (طارق/۲) = پر هغه ورځ چې (د انسان) […]

د قيامت نومونه او ځانګړنې

مرحوم فيض کاشاني د آيتونو او روايتونو په رڼا کې د قيامت لپاره تر سلو زيات نومونه بيان کړي دي (٢٠١) (محجة البيضاء، ۸/ ۳۳۱)؛خو کوم نومونه او اوصاف،چې په قرآن شريف کې راغلي دي دا دي :

١_ ((يَوْمَ تُبْلَى السَّرَائِرُ (طارق/۲) = پر هغه ورځ چې (د انسان) پټ رازونه رابرسېره شي )) (٢٠٢).

٢_(( يَوْمَ يَكُونُ النَّاسُ كَالْفَرَاشِ الْمَبْثُوثِ (قارعه/۴ )= خلك به پر هغه ورځ د خپرو ورو پتنګانو په څېر وي))(۲۰۳)

٣_(( وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ(بروج/۲)= او قسم پر وعده كړاى شوې ورځ !

)) (٢٠٤).

٤_(( يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ( عبس/ ۳۴،۳۵) = چې سړى له خپل وروره تښتي او (همداراز له) خپلې موراو خپل پلاره ))(٢٠٥). هغه ورځ ده،چې د انسان خپله ګرفتاري به پکې دومره وي،چې ان له خپلو تر ټولو نږديو کسانو(ورور،خور،مور،پلار،اولاد،مېړه،ښځې)به تښتي .

٥_(( يَوْمَ يَنظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ(نباء/۴۰) ‏ (٢٠٦) هغه ورځ ده،چې انسان به هغه کارونو ته سترګې په لار وي،چې له ځانه يې مخکې لېږلي وو او خپل مجسم شوي ګناهونه به وويني .

٦_ ((وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ (يس/۵۹) = او(ورته ويل كېږي) مجرمانو! نن (له نېکانو ) بېل شئ!)) (٢٠٧). هغه ورځ ،چې مجرمانو ته به خطاب وشي،چې يو له بله لرې شئ؛(( لِيَوْمِ الْفَصْلِ(مسلات/۱۳) = له حقه د باطل) د بېلتون د ورځې لپاره.)) (٢٠٨).

٧_(( هَذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ(مرسلات/۳۵) = نن داسې ورځ ده، چې [كافران] خبرې نه كوي (او له خپلې دفاع وس نه لري))) (٢٠٩). هغه ورځ،چې پر شونډو به د چوپتيا ټاپه ولګي او چا ته د بښنې دغوښتو وخت هم نه ورکول کېږي .

٨_((عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ(مدثر/۱۰) = پر كافرانو اسانه نه ده!)) (٢١٠).

٩_(يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَى نُصُبٍ يُوفِضُونَ (معارج/۴۳) = پر هغه ورځ چې له (خپلو) قبرونو راووځي؛نو داسې په منډه وي؛ لكه د ډبرينو بوتانو پر لور چې ځغلي )) (٢١١) .

١٠_((يَوْمُ التَّغَابُنِ (تغابن/۹) (٢١٢) هغه ورځ ده،چې ډېر خلک به احساس کړي،چې په ژوند کې غولېدلى او عمر يې عبث تېر کړى دى.

١١_(( يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ (انفطار/۱۹) = داسې ورځ ده چې هېڅوك د يو بل په ګټه څه نشي كړاى او پر هغه ورځ ټولې چارې يوازې د خداى په واك كې وي)) (٢١٣) .

١٢_(( يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ)) (تحريم/۸) (٢١٤) هغه ورځ ده،چې خداى به خپل استازي او مؤمنان خوار نه کړي او هغوى به په امن او د الهي پېزوينې تر سيوري لاندې وي او ټولې وارخطاګانې به د کافرانو لپاره وي .

١٣_((يَوْمَ الْجَمْعِ )) (شوری/۷) (٢١٥)هغه ورځ،چې ټول خلک به پکې راټولېږي .

١٤_((يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَى نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ)) (حديد/ ۱۲) (٢١٦) هغه ورځ ده،چې د ايمان خاوندان سړي او ښځې به د خپلو کړنو له امله له خپلې رڼا سره مخکې ځي .

١٥_(( يَوْمٍ مَّعْلُومٍ)) ( واقعه/۵۰) (٢١٧)؛ټاکل شوى او هرومرو راتلونکې ورځ ده .

١٦_(( يَوْمَ يُدَعُّونَ إِلَى نَارِ جَهَنَّمَ دَعًّا(طور/۱۳) = پر هغه ورځ به هغوى په زوره د دوزخ اور ته ټېل وهل كېږي.)) (٢١٨)

١٧_((يَوْمُ الْخُرُوجِ)) (ق/۴۲) (٢١٩)هغه ورځ،چې له قبرونو به راووځي .

١٨_((يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ)) ( ق/۴۲) (٢٢٠) هغه ورځ،چې هېښنده کړيکه به واورئ.

١٩_((يَوْمُ الْخُلُودِ)) (ق/۳۴) (٢٢١)؛هغه ورځ تلپاتې ده ( او بيا به مړينه نه وي )

٢٠_((يَوْمُ الْوَعِيدِ)) (ق/۲۰) (٢٢٢)پر هغه ورځ به د انبياوو ژمنې او ګواښونې عملي شي .

٢١_((يَوْمٍ عَظِيمٍ )) ( احقاف/۲۱) (٢٢٣)هغه خورا ستره ورځ ده .

٢٢_(( يَوْمٍ أَلِيمٍ)) (زخرف/۶۵) (٢٢٤)خورا دردونکې ورځ ده .

٢٣_(( وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ)) (احقاف/۲۰) (٢٢٥)هغه ورځ،چې کفار به اور ته اچول کېږي .

٢٤_(( يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ (غافر/۵۲) = (هماغه) ورځ،چې ظالمانو ته به يې عذر غوښتنه هېڅ ګټه ونه لري)) (٢٢٦)

٢٥_(( وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ)) (احقاف/۲۰) (٢٢٧)هغه ورځ به شاهدان د شاهدۍ لپاره راولاړ شي .

٢٦_(( يَوْمَ التَّنَادِ)) (غافر/۳۲) (٢٢٨)پر هغه ورځ به خلک يو له بله مرسته غواړي؛خو څه به وکړي ؟

٢٧_((يَوْمِ الْحِسَابِ)) (غافر/۵۱) (٢٢٩)پر هغه ورځ به د پوټي پوټي حساب کېږي.

٢٨_(( يَوْمَ التَّلَاقِ)) (غافر/ ۳۲) (٢٣٠) هغه ورځ ده،چې هم به انسانان يو له بل سره وګوري،بندګان به له خداى سره وګوري،د اسمانونو اوسېدونکي به د ځمکې له اوسېدونکيو سره،ظالمان له مظلومانو سره او انسان به له خپلو کړنو سره وګوري (٢٣١)

٢٩_(( يَوْمَ الْآزِفَةِ)) (غافر/۱۸) (٢٣٢)هغه ورځ ډېره نږدى ده،چې ګومان مو کاوه،چې ډېره لرې ده .

٣٠_(( يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (عنکبوت/۵۵) = پر هغه ورځ،چې (الهي) عذاب هغوى له پاسه (سر) او تر پښو لاندې راونغاړي او ورته وايي:((خپل كړه وڅكئ)) (نو ورته سخته او دردوونكې ورځ ده!) (٢٣٣)

٣١_(( يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ(شعراء/۸۸) =پر هغه ورځ،چې مال او اولاد (هېچاته) څه ګټه نشي رسولاى.)) (٢٣٤)

٣٢_(( وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ(فرقان/۲۷) = او هغه ورځ (دريادكړه)،چې ظالم (له ډېرې پښېمانۍ) خپل لاسونه چيچي)) (٢٣٥) او چغې به وهي: څومره به ښه واى!چې له پلاني سره ملګرى نه وم ! څومره به ښه و ! که له پېغمبر اکرم سره پر يوه لار وم .

٣٣_((يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (نور/۲۴) = پر هغه ورځ به يې ژبې،لاسونه او پښې پر كړنو شاهدي وركړي. )) (٢٣٦)

٣٤_(( يَوْمَ الْحَسْرَةِ)) (مريم/۳۹) (٢٣٧)پر هغه ورځ به انسان حسرت خوري او خواشينى به وي .

٣٥_((يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوَءٍ (آل عمران/۳۰) = پر هغه ورځ به هر څوك خپل ښه او بد كړه حاضر ومومي)) (٢٣٨)

٣٦_(( يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ (آل عمران/۱۰۶) = (هغه ستر عذاب به) پر هغه ورځ وي،د ځينو څېرې به ځلانده او د ځينو به تورې شي)) (٢٣٩)

٣٧_(( لِيَوْمٍ لاَّ رَيْبَ فِيهِ)) ( آل عمران/۹) (٢٤٠)د هغه ورځ راتګ د کاڼي کرخه ده .

٣٨_(( يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ)) (بقره/۲۵۴) (٢٤١) پر هغه ورځ به راکړه ورکړه او اړيکې د انسان خلاصون ته هېڅ ګټه نه لري .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست