تبلیغات

د مسد سورت شان نزول: له حضرت ابن عباس( رض) نه روايت شوى، چې د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[1])) آيت رانازل شو او پېغمبراکرم (ص) مامور شو، چې خپل نژدې خپلوان انذار او اسلام ته يې راوبلي؛ نو د صفا پر غره ودرېد او مكيان يې راوبلل. ګڼ شمېر خلك ورغلل. ويې ويل: (( راته ووياست […]

د مسد سورت شان نزول: له حضرت ابن عباس( رض) نه روايت شوى، چې د ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ[1])) آيت رانازل شو او پېغمبراکرم (ص) مامور شو، چې خپل نژدې خپلوان انذار او اسلام ته يې راوبلي؛ نو د صفا پر غره ودرېد او مكيان يې راوبلل. ګڼ شمېر خلك ورغلل. ويې ويل: (( راته ووياست كه خبر مو كړم، چې ګهيځ ته د دښمن سپاره درباندې يرغل كوي يا دشپې درباندې بريد كوي، ايا خبره به مې رښتيا وګڼئ؟)) په ځواب كې يې وويل: كله مو هم دروغ درنه اورېدلي نه دي. ويې ويل: (( زه مو له سخت الهي عذاب ډاروم)) چې ابولهب دا خبره واورېده، ويې ويل: زيان او مرګ درباندې! يوازې همدې خبرې ته دې راټول كړو؟! په دې وخت همدا سورت رانازل شو. ځينو دلته زياته كړې ده: چې د ابولهب مېرمن (ام جميل) خبره شوه، چې دا سورت ددې او مېړه په اړه رانازل شوى، په پېغمبراکرم(ص) پسې ورغله؛ خو پېغمبر (ص) يې و نه ليده او تيږه ورسره وه. و يې ويل: اورېدلي مې دي، چې محمد په بدو ياده كړې يم.

پر خداى قسم، كه يې ومومم، په همدې ډبره يې پر خوله وهم. زه هم شاعره يم. بيا يې د پېغمبر(ص) او اسلام په رټنه كې څه اشعار وويل؛ البته اسلام ته د ابولهب او مېرمنې يې خطر او دښمني يوازې دانه وه او كه وينو، چې قرآن دوى سخت غندلي، تردې ډېر دلايل لري؛ لكه روايت شوى، د پېغمبر (ص) به يې بد ويل او حقيقت غواړي به يې له آنحضرت (ص) سره له ناستې منع كول. همدغسې ويلي يې دي، چې پېغمبر(ص) به خلك توحيد ته رابلل، د پېغمبر (ص) پښې به يې په ډبرو ويشتې، چې ان وينې به شوې او ويل يې: خلكو! دا دروغجن دى. مه يې منئ. په رواياتو كې راغلي، دې رخورې – کینه کښې د اغزو بوټې پر شا كول او د پېغمبر (ص) په لار كې اچول، چې د پېغمبر(ص) په پښو كې اغزي ولاړ شي. ويلي دي، ابولهب پر څه ګوذار شو او سر یې ټپي شو او عفونت يې وكړ، چې ترې ومړ. وايي د بدن عفونت یې تردې بريده و، چې چا د ورنژدېدو جرئت نشو كړاى، له مكې يې بهر كړ او له لرې يې پرې اوبه اچولې او بيا يې په ډبرو ايشته، تر دې چې بدن يې تر ډبرو او خاورو لاندې پټ شو[2].

[1] (شعراء_214)

[2] نمونه، 27: 413- 421 مخونه.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست