تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د میرګي یا ایپلیپسي په اړه لنډ معلومات   لیکنه : ډاکتر احمد علي اقبال (ایم ډي) کلیدي واقعیتونه میرګي یوه مزمنه نه خپرېدونکې د مغزو ناروغي ده چې د ټولو عمر درلودونکي کسان اغېزمنوي. په ګرده نړۍ کې تر ۵۰ میلونو ډېر کسان میرګي لري، چې دا په نړۍ کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د میرګي یا ایپلیپسي په اړه لنډ معلومات  

لیکنه : ډاکتر احمد علي اقبال (ایم ډي)

Dr . Ahmad Ali Iqbal MD

کلیدي واقعیتونه

  • میرګي یوه مزمنه نه خپرېدونکې د مغزو ناروغي ده چې د ټولو عمر درلودونکي کسان اغېزمنوي.
  • په ګرده نړۍ کې تر ۵۰ میلونو ډېر کسان میرګي لري، چې دا په نړۍ کې د عصبي ناروغیو تر ټولو عامه ناروغه دي.
  • په میرګیو اخته کسان، نږدې ۸۰٪ یې په کم یا منځني درامده هېوادونو کې اوسېږي.
  • دا اټکل شوې چې ۷۰٪ خلک چې میرګي لري کولای شي چې له تشنجي حملو څخه پرته ژوند وکړي، که چېرته په مناسبه توګه تشخیص او درملنه یې وشي.
  • تقریباً درېمه برخه هغه کسان چې میرګي لري او په کم یا منځني درامده هېوادونو کې اوسېږي، نو دوی هغه درملنه نه ترلاسه کوي چې اړتیا ورته لري.
  • د نړۍ په اکثرو برخو کې ، پر میرګیو اخته کسان او دوی کورنۍ له پېغور او تبعیض څخه کړېږي.

میرګي د مغزو یوه مزمنه او نه خپرېدونکی ناروغي ده چې په ګرده نړۍ کې تر ۵۰ میلونو ډېر کسان اغېزمن کړي دي. د بیا تکرار کېدونکیو تشنجاتو له لارې پېژندل کېږي، چې دا د غیرې ارادي حرکاتو مختصرې پېښې وې چې ښايي د بدن یوه برخه (قسمي) یا ټول بدن (عمومي) راونغاړي او په ځینو وختونو کې خو د هوشیارۍ له لاسه ورکونه او د کولمو یا د مثانې د کنټرول له لاسه ورکونه هم ورسره وي.

د تشنجاتو پېښې د مغزو د حجراتو په یوه ډله کې د پراخو برېښنايي خلاصېدنو پایله ده. د مغز بېلابېلې برخې د دې خلاصېدنو ساحه کېدلای شي. تشنجات کولای شي چې یو له بل سره توپیر ولري چې په دې کې د پاملرنې تر ټولو مختصره له لاسه ورکونه یا د عضلاتو جټکې چې حتی تر شدیدو اوږدو لړزو پورې هم پکې شاملېږي. د تشنجاتو تکرار یا وار وار پېښېدنه هم سره توپیر لري ، ښايي په کال کې تر یو ځل څخه کمې وي یا دا چې د ورځې څو ځلې پېښې شي.

یو تشنج د میرګیو په مانا نه دی ( په ګرده نړۍ کې تر ۱۰ ٪ پورې خلکو په خپل ژوند کې حداقل یو ځل میرګي درلودلي دي). که چېرته دوه یا ډېر بې تحریکه تشنجات وي؛ نو د میرګي په توګه تعریف کېږي. میرګي د نړۍ تر ټولو زړه پېژندل شوې ناروغي ده، چې سوابق یې تر میلاد ۴۰۰۰ کاله پخوا لیکل شوي دي. پېړې کېږي چې ویرې، ورانپوهاوي، تبعیض او ټولنیز پېغور میرګي رانغاړلي دي. دا پېغور تر ننه پورې په زیاتره هېوادونو کې دوام لري او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو او د دوی د کورنیو د ژوند پر کیفیت باندې اغېز کولای شي.

نښې او نښانې

د تشنجاتو ځانګړتیاوې سره توپیر لري او په دې پورې اړه لري چې اخلال په لومړي ځل د مغزو په کوم ځای کې پیل شوی او تر کومه حده پورې خپور شوی دی. لنډمهاله نښې نښانې پېښېدلای شي لکه ، د هوشیارۍ یا اګاهۍ له لاسه ورکونه او د حرکت او حس ، ( چې په کې لیدنه، اورېدنه او خوند هم شامل دي)،  خلق او خوی او نورو پېژندونکيو دندو اختلالات هم شامل دي.

تشنج لرونکي کسان د زیاتره فزیکي ستونزو درلودونې ( لکه کسرونه، او په تشنجاتو پورې اړوند د ژوبلېدنو له کبله برسیرن ټپونه) او همداراز د اندیښنې او خپګان په شمول د رواني ناروغیو لوړو شمېرو ته تمایل لري. په ورته توګه، د عامو خلکو په پرتله په میرګي درلودونکیو کسانو کې تر مودې مخکې د کوچنیانو مړینه درې چنده لوړه ده او د ښاري سیمو په پرتله په کلیوالو سیمو کې او په کم او منځني درامده هېوادونو کې تر مودې مخکې د کوچنیانو مړینه تر ټولو لوړه شمېره لري.

په میرګو پورې د اړونده مړینو د علتونو غټه برخه په تېره بیا په کم او منځني درامده هېوادونو کې په بلقوه توګه د مخنیوي وړ ده ، لکه رالوېدنې، غرقېدل، سوځېدنې او اوږدمهاله تشنجات.  

د ناروغۍ کچې

میرګي د نړۍ د ناروغۍ د پیټي د پاموړ برخه جوړوي ، چې په ګرده نړۍ کې تر ۵۰ میلونو ډېر خلک اغېزمنوي. د عمومي خلکو اټکل شوې برخه چې فعال میرګي لري ( د مثال په ډول دوامداره میرګي یا دا چې درملنې ته اړتیا لري) په اوسني وخت کې په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې د ۴ او ۱۰ ترمنځ ده.

په نړیواله کچه، د اټکل له مخې هر کال د ۲.۴ میلونو خلکو تشخیص کېږي چې دوی میرګي لري. په لوړ درامده هېوادونو کې په عامو خلکو کې کلنۍ نوې پېښې په هرو ۱۰۰۰۰ خلکو کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ پورې دي. په کم درامده او منځني درامده هېوادونو کې دا شمېره دوه چنده لوړه کېدلای شي. دا د ځايي ناروغیو د حالاتو په لوړ خطر لکه مالاریا او نیوروسایتوسیروزیزس پورې اړه لري لکه د ټرافیکي پېښو د ژوبلېدنو ډېری پېښې ، په زیږون پورې اړونده ژوبلېدنې، په طبي بېخبنا کې بدلونونه، د مخنیوونکي روغتیايي پروګرامونو شتوالی او د لاسرسۍ وړ پاملرنه. ۸۰٪ ته نږدې میرګي درلودونکي خلک په کم او منځني درامده هېوادونو کې اوسېږي.

علتونه

میرګي خپرېدونکي نه دي. د میرګیو تر ټولو عام ډول چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو په ۱۰ کې ۶ کسان متاثره کوي، آډیوپاتیک میرګي ورته وايي چې هیڅ د پېژندلو وړ علت نه لري. 

هغه میرګي چې علت یې معلوم دی، ثانویه میرګي یا سمپټوماټیک میرګي ورته وايي. د ثانویه (سمپټوماټیک) میرګيو علتونه دا دي:

  • تر زیږون مخکې یا د تر زېږون ورسته د مغزو زیان ( د مثال په ډول د اکسیجن له لاسه ورکول یا د زيږون پر مهال ټروما ، د زېږون پر مهال د کم وزن درلودل)؛
  • ارثي ابنارمالټیانې یا ژنتیکي ناروغۍ چې د مغزو په ناوړه جوړښت پورې مربوطې وي؛
  • د سر شدیده ژوبلېدنه
  • سکته چې مغزو ته د اکسیجن مقدار محدودوي؛
  • د مغزو انتانات لکه مننژیت، انسفالیت، نیوروسایتوسیروزیزس، ځینې ژنتیکي سندرومونه، او د مغزو سرطان

درملنه

تشنجات کنترول کېدلای شي. تر ۷۰٪ پورې کسان چې له میرګیو سره ژوند کوي د تشنج ضد درملو د مناسبې کارونې له کبله له تشنج څخه خلاصېدلای شي. د ټیټ لګښت درملنه شته دی، چې په کال کې د روزانه درملو لګښت تر ۵ امریکايي ډالرو کم دی. پردې سربېره، له ۲-۵ کلونو بریالۍ درملنې او وروسته له دې چې له تشنج څخه خلاص شو، نو په ۷۰٪ کوچنیانو او ۶۰٪ لویانو کې له کوم ناوړه بېرته راګرځېدنې څخه پرته درمل اخوا کېدلای شي.

  • په کم یا منځني درامده هېوادونو کې په میرګو اخته تقریباً درې برخه خلک ښايي هغه درملنه ترلاسه نه کړي چې ورته اړتیا لري. دې ته ” د درملنې تشه” وايي.
  • په زیاتره کم یا منځني درامده هېوادونو کې د تشنج ضد درمل ډېره لږ شتون لري. یوې اوسنۍ مطالعې ښودلې چې د کم یا منځني درامده هېوادونو په عامه سکتور کې د تشنج ضد عمومی درمل متوسطه شتون تر ۵۰٪ کم دی. دا ښايي درملنې ته په لاسرسي کې یو خنډ وي.  
  • دا شونې ده چې په میرګیو اخته زیاتره کسان د روغتیايي پاملرنې په لومړنۍ کچه کې تشخیص او درملنه یې وشي بې له دې چې په دې اړه کوم پیچيده تجهیزات وکارول شي.
  • د روغتیا نړیوال سازمان امتحاني پروژو دا ښودلې ده چې د لومړنیو روغتیايي پاملرنې د برابرونکیو کسانو روزنه چې د میرګیو تشخیص او درملنه وکړي ؛ نو دا کار د میرګیو د درملنې تشه په اغېزمنه توګه راکموي. که څه هم د روغتیايي پاملرنې د روزل شویو برابرونکیو کسانو نشتون پر میرګیو د اخته کسانو د درملنې لپاره د یوه خنډ په توګه عمل کوي.
  • هغه ناروغان چې د درملو درملنې ته دومره ښه ځواب نه ورکوي ؛ نو ښايي جراحي ورته ګټوره وي.

مخنیوی

آډیوپاتیک میرګي د مخنیوي وړ نه دي. خو بیا هم د ثانویه میرګو د پېژندل شویو علتونو لپاره مخنیوونکي لارې چارې پلي کېدلای شي.

  • د سر له ژوبلېدنې څخه مخنیوی کول تر ضربې یا ټروما روسته د میرګیو د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده.
  • تر زیږون مخکې مناسبه پاملرنه د میرګیو هغې نوې پېښې راکمولای شي چې د زیږون د ژوبلېدنې له کبله رامنځته کېږي.
  • پر درملو یا نورو طریقو د تب داره کوچني د بدن د تودوخې راټیټول کولای شي چې د تبې د تشنج چانسونه راکم کړي.
  • د مرکزي عصبي سیستم انتانات په ګرمسیره سیمو کې د میرګیو عام علتونه دي، کم یا منځني درامده هېوادونه زیاتره په همدې ګرمسیره سیمو کې متمرکز دي. په دې چاپېریالونو کې د پارزیتونو له منځه وړنه او په دې پار ښوونه کول چې څرنګه له انتاناتو څخه مخنیوی وشي؛ نو دا په ګرده نړۍ کې د میرګیو د راکمونې اغېزمنې لارې کېدلای شي ، د مثال په ډول هغه علتونه چې د نیوروسایتوسیروزیزس له کبله وي.

ټولنیزې او اقتصادي اغېزې

میرګي د نړۍ د ناروغۍ د پیټي 0.6% جوړوي، د وخت پر بنسټ یوه اندازه چې تر مودې مخکې د کوچنیانو د مړینې له کبله د ژوند د لاسه ورکونې کلونه او په پوره روغتیايي حالت کې د لږ ژوند کونې وخت سره یوځای کوي. میرګي د روغتیايي پاملرنې د اړتیاوو، تر مودې مخکې د کوچنیانو د مړینې او د کار د تولید د له منځه تلنې په لحاظ د پاموړ اقتصادي عواقب لري.

د میرګیو اقتصادي عواقب په څرګنده توګه سره توپیر لري چې د ناروغۍ په مودې او شدت ، درملنې ته په ځواب ورکونې او د روغتیايي پاملرنې په تنظیماتو پورې اړه لري. له توان څخه ډېر لګښتونه او د تولید له منځه تګ کورنیو ته بنسټیز پیټي رامنځته کوي. په هند کې یوه ترسره شوې مطالعه اټکل کوي چې د لومړنیو او دویمې درجې دواړو درملنې لپاره عامه تمویل او نور طبي لګښتونه له میرګیو څخه مالي پيټی راکموي او د لګښت له اړخه ګټور دي. (۱)         

که څه هم ټولنیزې اغېزې یې په یوه هېواد کې له بل هېواد سره توپیر لري ، خپله د تشنجاتو په پرتله ، پر هغه پېغور او تبعیض برلاسی موندل خورا ستونزمن دي چې په ګرده نړۍ کې له میرګیو څخه راتاو دي. له میرګیو سرا اوسېدونکي خلک په اسانۍ سره د تعصب اهداف ګرځېدلای شي. د ناروغۍ پېغور کولای شي چې خلک بې جرته کړي چې د نښو نښانو لپاره درملنه ترلاسه کړي، چې په دې توګه ونه پېژندل شي چې دوی داسې ناروغي لري.

انساني حقوق

میرګي درلودنکي کسان د روغتیا او عمر بیمې ته له محدود لاسرسی سره مخامخ وي او په دې توګه دوی له دې فرصت څخه منع کوي چې د ډریورۍ لایسنس یا ښوونیز فرصتونه ترلاسه کړي او د نورو محدودیتونو په څنګ کې ځانګړو دندو ته د ورننوتنې په لاره کې یې خنډ ګرځي. په زیاتره هېوادونو کې قوانین د میرګیو په اړه د سلګونو ورانپوهاویو منعکس کوونکي دي. د مثال په ډول :  

  • په چین او هند کې میرګي ته د ودونو د منع کونې یا لغوه کونې لپاره د یوه عام دلیل په توګه لیدل کېږي.
  • په انګلستان کې هغه قوانین چې د میرګیو د علت له کبله یې ودونو ته د لغوه کونې اجازه ورکوله، تر ۱۹۷۱ ام کال پورې لا تعدیل شوي نه وه.
  • د امریکا په متحده ایالتونو کې تر ۱۹۷۰ ام کال پورې دا قانوني وه چې میرګي درلودنکي کسان رستورانتونو، تیاترونو، تفریحي ځایونو او نورو عامه ودانیو ته له لاسرسي څخه منع کړي.

د نړیوالو منل شویو بشري حقوقو د معیارونو پر بنسټ قوانین کولای شي چې له تبعیض او له حقوقو څخه د سرغړونو مخنیوی وکړي، د روغتیايي پاملرنې د خدماتو لاسرسۍ ته وده ورکړي او پر میرګیو د اخته کسانو د ژوند کیفیت لوړ کړي.

د نړیوال روغتیايي سازمان ځواب

نړیوال روغتیايي سازمان او همکاران یې دا تاییدوي چې میرګي یوه لویه عامه روغتیايي اندېښنه ده. نړیوال روغتیایي سازمان (WHO)، د میرګیو ضد نړیوالې اتحادیې (ILAE)  او د میرګیو لپاره نړیوالې ادارې (IBE) د میرګیو پر ضد د نړیوال کمپاین مشري پر غاړې اخستې ترڅو دا ناروغي له ” سیوري څخه راوباسي” او په دې توګه د میرګیو په اړه غوره معلومات چمتو کړي او پوهاوی لوړ کړي او خصوصي او عامه هاندوهڅې پياوړې کړي چې پاملرنې ته وده ورکړای شي او د ناروغۍ اغېزه راکمه کړي. 

دې هڅو په ډېری هېوادونو کې میرګیو ته په لومړیتوب ورکونه کې ونډه درلودلې چې د نړیوال روغتیايي سازمان په ټولو شپږو سیمو کې د سیمه ایزو اعلامیو باعث ګرځېدلې ده. د امریکې سیمې په ۲۰۱۱ ام کال کې د میرګیو په اړه ستراتیژي او د عمل پلان تایید کړ او د میرګیو د نړیوال پیټي په اړه د نړیوالې روغتیايي شورا (WHA) پریکړه لیک (WHA68.20) په ۲۰۱۵ ام کال کې تصویب شو. پریکړه لیک له غړو هېوادونو غواړي چې د میرګیو او دهغې د عواقبو پر ضد دې پر همغږي اقدام لاس پورې کړي.   

په ګڼو هېوادونو کې داسې پروژې ترسره شوي چې د میرګیو درلودونکیو کسانو د درملنې تشه او مړینه راکمه کړي، روغتیايي مسلکي کسانو ته روزنه او ښوونه وکړي، پېغور له منځه یوسي، د مخنیونې بلقوه ستراتیژۍ وپېژني او داسې ماډلونه رامنځته کړي چې په ځايي روغتیايي سیستمونو کې د میرګیو کنترول ورادغام کړي. د ګڼو نوښتیزو ستراتیژو په یوځای کونې سره، دې پروژو دا ښودلې ده چې په کمو سرچینو درلودنکیو ځایونو کې د میرګیو د درملنې لپاره ساده او ګټورې لارې شته دی.

د میرګیو د درملنې د تشې د راکمونې په اړه د نړیوال روغتیايي سازمان پروګرام او د رواني روغتیا د تشې د عمل پروګرام (mhGAP) دا هڅه کوي چې په ګانا، موزامبیق، میانمار او ویتنام کې دا اهداف ترلاسه کړي. دا پروژې د ټولنې په کچه د لومړنۍ پاملرنې او د غیرې تخصصي روغتیايي برابرونکیو کسانو د مهارتونو پر پراختیا باندې تمرکز کوي چې په دې توګه د میرګي درلودونکیو کسانو تشخیص، درملنه او تعقیبونه وکړي. د مثال په ډول په میانمار کې د یوې ترسره شوې پروژې نتیجه دا وه چې د ۴ کلونو په موده د میرګیو د خدماتو لپاره پوښښ له ۲٪ څخه تر ۴۷٪ پورې لوړ شوی وه او پاملرنې ته په لاسرسي کې د میرګي درلودونکیو خلکو لپاره د پاموړ پرمختګونه ترسره شوي وه.

سرچینې

(۱) میګادول، کولسن، چیشلوم، دووا، ناندی، لکشمي نارین. په هند کې د میرګیو د درملنې لپاره د عامه تمویل روغتیايي او اقتصادي ګټې : د عامل پر بنسټ د شبیه سازۍ ماډل. ايپلیپسیا. مارچ ۲۰۱۶ ؛ ۵۷ (۳): ۴۶۴ – ۷۴

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست