تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لواط غټه ګناه ده مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ ﴿ هود/ ۸۳﴾ = (داسې کاڼي چې) ستا د پالونكي نښې پرې شوې وې او دا (عذاب) له (نورو) ظالمانو څه لرې نه دى .  ويل شوي، چې په دې آيت كې له ظالمانو مراد د مكې ظالمان يا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لواط غټه ګناه ده

مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ ﴿ هود/ ۸۳﴾ = (داسې کاڼي چې) ستا د پالونكي نښې پرې شوې وې او دا (عذاب) له (نورو) ظالمانو څه لرې نه دى .

 ويل شوي، چې په دې آيت كې له ظالمانو مراد د مكې ظالمان يا د پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم د قوم مشركان دي. نو ځكه د آيت مانا داسې كېږي، چې لرې نه ده، چې د مكې پر ظالمانو هم دغسې تيږې وورېږي. ښايي د آيت مانا دا وي، چې د لوط د قوم ښارونه (چې لاندې باندې شول) د پېغمبر(ص) د قوم له ظالمانو لرې نه وي؛ ځكه چې د مكې او شام پر لار پراته وو او تر څنګ يې تېرېدل.

د حجر سورت په 76 آيت كې لولو:[ وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُقِيمٍ] ((او د هغې سيمې كنډرې (د كاروانونو د تلو راتلو) په لويه لار كې پرتې دي))

همداراز د صفات سورت په 137 او 138 آيتونو كې لولو:

وَإِنَّكُمْ لَتَمُرُّونَ عَلَيْهِمْ مُصْبِحِينَ. وَبِاللَّيْلِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

 (( او په حقيقت كې هر سهار يې پر كنډرو تېرېږئ او (همدا راز) ماښام هم؛ نو ايا عقل نه كاروئ؟!))

 دا هم ښايي، چې آيت ټول ظالمان ګواښلي وي؛ يعنې شونې ده، چې هر ظالم د لوط قوم په عذاب كې راونغاړل شي. له امام باقر(رح) څخه په يو روايت كې لولو:

(( په دې ظالمانو كې د پېغمبر (ص) د امت هغه كسان دي، چې د لوط قوم ناوړه ګناه كوي))[1].

همجنس پالي، كه په نارينه وو كې وي که په ښځينه وو كې، په اسلام كې له خورا سترو ګناهونو ځنې ده. د اسلام له مشرانو، چې ددې ګناه په رټنه او غندنه كې روايت شوي دومره ډېر او لړزوونكي دي، چې په لوستو يې هر څوك ننګېري- احساسوي، چې ددې ګناه بدي دومره ده، چې ډېرې لږې ګناوې ورپسې وررسي.

أَتَأْتُونَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعَالَمِينَ ﴿شعرا/۱۶۵﴾ = ايا په انسانانو كې يوازې له نارينه وو سره جنسي اړيكې ساتئ (ايا دا ناوړه او له شرمه ډك كار نه دى؟!)

وَتَذَرُونَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ بَلْ أَنْتُمْ قَوْمٌ عَادُونَ ﴿شعرا/۱۶۶﴾ = او خپلې هغه مېرمنې پرېږدئ، چې پالونكي مو درپيدا كړي؟! ؛ بلكې تاسې تېري ګر وګړي ياست!))

د همجنس پالنې سپېرې پايلې

اړنګ – شك نشته، چې جنسي بېلارېتوب، له خورا خطرناكو بېلاريتوبونو ځنې دى او شونې ده په انساني ټولنو كې راپيدا شي؛ ځكه خپل سپېره سيورى پر ټولو اخلاقي موضواتو وراچوي او انسانان عاطفي بېلارېتوبونو ته وركاږي. دا ګناه تر دې د اسلام له ليدلوري ناوړه او ننګينه ده، چې د اسلامي حدودو په ابوابو كې يې، حد او سزا اعدامول دي.

له امام رضاء (رح) نه په يوه حديث كې ددې ګناه د فلسفې په حراموالي كې راغلي: (( د نارينه وو پر نارينه وو او د ښځو پر ښځو د تحريم فلسفه داده، چې دا چار د هغه پنځ – طبيعت پر خلاف دى، چې خداى نر او ښځې ته ورټاكلى دى او په دې پار دى، كه نارينه او ښځې هم جنس پالي شي، د بشر ځوځات پرې كېږي او د ټولنيز ژوند تدبير پر فساد اخته كېږي او نړۍ ويجاړېږي))

د اسلام له پېغمبر (ص) نه په يو حديث كې لولو: ((همجنس پالي ته به د جنت بوى و نه رسي)). له علي (ک) په يو روايت كې، لواط د كفر په بريد كې ښوول شوى دى.

ان هغوى چې د همجنس پالنې ټيټ پړاوونه وهي؛ خورا سختې سزاګانې ورته يادې شوې دي؛ لكه له رسول الله (ص)   په يو حديث كې لولو: ((چې څوك يو هلك په شهوت موچې كړي، خداى يې د قيامت پر ورځ د اور په كوړه وهي)).

 نبي کریم (صلی الله علیه و آله وسلم) فرمايي:

 چې هغه وخت د لوط قوم هغه (ننګينې) كړنې وكړې؛ نو ځمكې داسې وژړل، چې اوښكې يې اسمان ته ورسېدې او اسمان داسې وژړل، چې اوښكې يې عرش ته ورسېدې. په دې وخت كې، خداى اسمان ته وحې وكړه، چې تيږې پرې ووروه او ځمكې ته يې وحې وكړه، چې ډوب يې كړه.

البته ښكاره ده، چې ژړا او اوښكې د تشبيه او كنايې اړخ لري، د قيامت پر ورځ په جنابت كې محشر ته ورځي، داسې چې د دنيا اوبه به يې پاك نه كړاى شي. بيا يې خداى لعنتوي او دوزخ ورته چمتو كوي، چې څه ناوړه ځاى دى!

  بيا رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وفرمایل: ((چې نر له نر سره كوروالى وكړي، په پار يې د خداى عرش لړزېږي))[2]

څوک چې له کوم هلک سره لواط وکړي،د قيامت پر ورځ به په داسې حال کې جنب محشر ته راشي ،چې د دنيا اوبو به نه وي پاک کړى . خداى به ورته سخت غوسه وي او لعنت به يې کړي او هستوګنځى يې دوزخ دى،چې څه ناوړه هستوګنځى دى.( الکافي ٥\٥٤٤)

ðڅوک چې کوم هلک د شهوت له مخې ښکل کړي،خداى به يې د قيامت پر ورځ په خوله کې اورينه کيزه وچواي .( الکافي ٥\ ٥٤٨)

[1] الميزان، 10: 332 مخ

[2] نمونه، 9: 192 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!