تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهیم/۷)   ژباړه : او (همداراز درياد كړه) چې کله پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!))   د پاسلنې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهیم/۷)

 

ژباړه : او (همداراز درياد كړه) چې کله پالونكي مو خبر دركړ : ((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به درزيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ [پوه شئ،چې] زما سزا سخته او درنه ده!))

 

د پاسلنې – شكر حقيقت

بېشكه خداى د راكړيو نعمتونو په بدل كې زموږ شكر ته اړتيا نلري، او كه د شكر ايستو سپارښتنه يې كړې؛ نو د نعمتونو ډېرولو ته يې كړې ده. مهمه دا ده، چې د شكر پر حقيقت پوه شو، چې د نعمت له ډېرښت سره يې اړيكه څرګنده شي او څرنګه پخپله يو روزنيز لامل کېدلاى شي. د شكر حقيقت، د ((الحمد لله)) په څېر يوازې ژبنۍ مننه او پاسلنه نه؛ بلكې شكر درې پړاوونه لري:

ړومبى دا، چې ځيرنه وكړو، چې څوك نعمت وركوونكى دى، چې ورته پام وكړو.

دويم پړاو، ژبنى شكر دى.

درېيم پړاو، چې تر ټولو خورا مهم دى، عملي شكر دى؛ يعنې دا چې سم فكر وكړو، چې هر نعمت څه موخې ته راكړاى شوى دى،چې په هماغه خپل ځای كې يې وكاروو، چې كه داسې ونه كړو، نو د نعمت ناپاسلي – ناشكري او نامنندوينه به مو كړې وي. هو، كه د سترګو نعمت د الهي نښو د ليدو په لار كې، د غوږونو نعمت د خداى د آيتونو د اورېدو په لار كې، د عقل نعمت د هستۍ د پنځوونكي د پېژندو په لار كې او په ټوليز ډول هر نعمت په هماغه خپل بهير او ځاى كې ولګوو، نو د خداى مننه او پاسلنه به مو كړې وي؛ خو كه همدا نعمتونه د سرغړونې، ځانپالۍ، پېسمنې، ښاڅمنۍ- غرور، غفلت، او له خدايه د پرديتوپ وزله وي؛ كه څه تل ، په خوله د خداى شكر وباسو. امام صادق (رح) وايي: (( ډېر لږ شكر دا دى، چې نعمت له خدايه وګڼې، بې له دې چې خداى هېر كړې او زړه دې چور لټ پر نعمت بوخت كړې، او چې څه خداى دركړي، پرې راضي او خوښ وسې او د سرغړونې وزله يې نه كړې او له نعمتونو يې په ګټنې د خداى له ((امر او نهې)) سره مخالفت ونه كړې)). له دې ځايه څرګندېږي، چې قدرت، ځواك، پوهې، اندیز ځواك، ټولنيز نفوذ، شتمنۍ او روغتيا ته د شكر ايستو دود كوم دى او كفران يې څرنګه دى. امام صادق (رح) وايي: (( د نعمت شكر، له ګناهونو ډډه كول دي .)) همدا راز له دې ځايه د شكر او د نعمت د ډېرښت اړيكه څرګندېږي. كه انسانان د خداى نعمتونه د نعمت په رښتیني موضوع كې سم ولګوي، نو په عمل كې جوتوي، چې ددې نعمتونو لياقت او وړتيا لري او دا يې لاملېږي، چې بركتونه او نعمتونه يې ډېر شي(الميزان تفسیر، 12: 26 مخ). ددې ډلې پر وړاندې نا لايق وګړي شته، چې ان كوم نعمتونه، چې لري، ورته زيات دي؛ دا خو لاڅه، چې نعمتونه پرې ورزيات شي.(منشور جاويد، 1: 248 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!