تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د پېغمبرۍ او بعثتونو موخې د تاريخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه روښانه شوه . اوس بايد پوه شو،چې د پېغمبرانو او اسماني کتابونو د راتګ آريزه موخه څه ده؟شونې ده،چې وويل شي : آریزه موخه يې د خلکو لارښوونه،نېکمرغي، ژغورنه، خير، سمونه او هوساېنه ده. اړنګ نشته چې پېغمبران […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د پېغمبرۍ او بعثتونو موخې

د تاريخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه روښانه شوه . اوس بايد پوه شو،چې د پېغمبرانو او اسماني کتابونو د راتګ آريزه موخه څه ده؟شونې ده،چې وويل شي : آریزه موخه يې د خلکو لارښوونه،نېکمرغي، ژغورنه، خير، سمونه او هوساېنه ده.

اړنګ نشته چې پېغمبران د خلکو لارښوونې،نېکمرغۍ،ژغورنې،خير،سمونې او هوساېنې ته راغلي دي .

 خبره په دې کې نه ده؛خبره په دې کې ده،چې په پایله کې به دا نېغه لار چېرته رسي؟ ددې ښوونځي له پلوه د خلکو نېکمرغي په څه کې ده؟ په دې ښوونځي کې خلکو ته کوم ډول اسارتونه تشخيص کړاى شوي دي،چې خلک ترې راخلاصلول غواړي؟ دا ښوونځى د خلکو خير،سمونه او وورستۍ هوساېنه څه ګڼي ؟

په قرآن کريم کې سره له دې،چې دې ټولو ماناوو ته اشاره شوې او په ډاګه کړي يې دي؛دوه ماناوې او مفهومونه په ځانګړې توګه ښوول شوي،چې د پېغمبرانو آريزې موخې وې؛يعنې د ټولو پېغمبرانو ټولې ښوونې ددې دوو چارو سريزې دي : د خداى پېژندنه او ورته نږدېدل او بل په بشري ټولنه کې د عدل اوقسط راوستل .

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا . وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِاجازههِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا [1]= پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې؛ او (ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې.))

په دې آيت کې د ټولو راغليو اړخونو په منځ کې ښکاره ده،چې د خداى پر لور بلنه يوازېنى چار دى،چې آريزه موخه شمېرل کېږي .

بلخوا د ټولو پېغمبرانو په هکله وايي:

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ[2]= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

دا آيت په ډاګه وايي،چې د پېغمبرانو د راتګ موخه بشري ټولنې ته د عدل او قسط راوستل دي .

خداى ته بلنه او پېژندل يې او ورنږدېدل؛يعنې نظري او “وګړيز عملي توحيد” ته رابلنه؛خو په ټولنه کې د “عدل” او “قسط” راوستل؛يعنې “ټولنيز عملي توحيد” جوړول.

 آيا د پېغمبرانو آريزه موخه خداى پېژندنه او خداى نمانځنه ده او نورې ټولې چارې؛لکه ټولنيز نياو يې سريزه ده يا داچې آريزه موخه د عدل او قسط راوستل دي او د خداى پېژندل او نمانځل يې سريزه او وزله ده؟ آيا آريزه موخه “وګړيز عملي او نظري توحيد” دى که آريزه موخه “ټولنيز عملي توحيد” دى؟ دلته څو ډوله څرګندونه کړاى شو :

١- پېغمبران د موخې له پلوه ثنوي ول؛يعنې دوه خپلواکې موخې يې درلودې،چې يوه يې په اخروي ژوند او نېکمرغۍ پورې اړوند ده (وګړيز نظري او عملي توحيد) او بله يې په دنيوي نېکمرغۍ پورې اړوند ده (ټولنيز توحيد).

داچې پېغمبران د بشر د دنيوي نېکمرغۍ په فکر کې ول؛نو په ټولنيز توحيد بوخت شول او داچې د بشر اخروي نېکمرغي خوندي کړي؛نو په وګړيز نظري او عملي توحيد بوخت شول.

٢- اصلي موخه ټولنيز توحيد دى او وګړيز نظري او عملي توحيد يې سريزه ده.نظري توحيد په خداى پېژندنې پورې اړوند دى. انسان في حد ذاته هېڅ اړتيا نه لري،چې خداى وپېژني او که و يې نه پېژني؛ د اروا د حرکت يوازېنى لامل يې خداى وي او که زر نور څيزونه-لکه څنګه چې په طريقه اولى خداى ته توپير نه کوي،چې انسان يې وپېژني که و يې نه پېژني،و يې نمانځي که و يې نه نمانځي_؛خو ددې خبرې په پامنيوي،چې کمال په ((موږ)) کېدو او ټولنيز توحيد کې دى او دا چار بې له وګړيز نظري او عملي توحيده ناشونى دى؛نو خداى خپل معرفت او عبادت فرض کړى،چې ټولنيز توحيد پلى شي.

٣_اصلي موخه د خداى پېژندل،ورنږدېدل او وررسېدل دي .

ټولنيز توحيد دې عالي موخې ته د وررسېدو سريزه او وزله ده؛ځکه په “توحيدي نړۍ ليد” کې نړۍ له ((هغه)) او ((د هغه پر لور)) منځپانګه لري؛نو د انسان کمال د هغه پر لور په تګ او ورنږدېدو کې دى.

 انسان له يوه ځانګړي امتيازه برخمن دى او هغه داچې ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي [3]= او له خپل ( ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پو كړ)) واقعيت يې خدايي واقعيت دى؛فطرت يې خداى پلټونکى فطرت دى؛نو ځکه نېکمرغي،کمال،ژغورنه،سمونه او هوساېنه يې د خداى په پېژندنه،نمانځنه او ورنږدېدنه کې ده؛خو ددې خبرې په پامنيوي،چې انسان ټولنيز موجود دى او که له ټولنې يې بېل کړو؛ نو نور انسان نه دى او که پر ټولنه “منځلاري ټولنيز نظامونه” واکمن نه وي؛نو د انسان خداى پلټونکى حرکت ناشونى چار دى؛نو پېغمبران د عدل په راوستو او د ظلمونو او تبعيض پر نفې بوخت شول .

نو ټولنيز ارزښتونه؛لکه “عدل”،”ازادي”،”مساوات”،”ولسواکي” او همداراز ټولنيز خويونه؛لکه “جود”،”بښنه”، “مينه” او “احسان” ذاتي ارزښت نه لري او بشر ته کمال نه ګڼل کېږي؛ټول ارزښت يې سريزي او د وسيلې په توګه دى او که سريزه يې نه واى؛نو شتون او نشتون يې يو شان دى؛دا کمال ته د وررسېدو شرايط دي؛نه پخپله کمال؛د ژغورنې وسايل دي؛نه په خپله ژغورنه.

٤- د انسان غايت او د انسان کمال؛بلکې د هر موجود واقعي کمال د خداى پر لور په يون کې رالنډېږي او بس او دا يو نه بښل کېدونکى شرک دى،چې څوک ادعا وکړي،چې پېغمبرانو ثنوي موخې درلودې؛لکه که څوک ووايي: د پېغمبرانو وروستۍ موخه دنيوي فلاح ده او دنيوي فلاح دې ته وايي،چې د “عدل”، “ازادۍ”،”برابرۍ” او “ورورۍ” تر سيوري لاندې له دنيوي نعمتونو برخمن شې؛نو دا توکيز پالي ده؛خو د درېمې څرګندونې پر خلاف، ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه سره له دې، چې اصيل ارزښت (؛يعنې خداى پېژندنې او خداى نمانځنې) ته سريزه ده؛خو داسې هم نه ده،چې بېخي ارزښت نه لري.

د سريزې او ذى المقدمې اړيکې دوه ډوله دي : په يو ډول کې د سريزې ارزښت يوازې په دې کې دى،چې ذى المقدمې ته مو رسوي او ورته تر رسېدو وروسته شتون او نشتون يې يو شان دى.د بېلګې په توګه :انسان غواړي له يوې سترې ويالې ټوپ ووهي او د ويالې په منځ کې له پرتې ډبرې نه ټوپ وهلو ته ګټنه کوي؛نو څرګنده ده،چې تر ټوپ وهلو وروسته د ډبرې شتون او نشتون يو شان دى .

بل ډول يې سره له دې،چې سريزه ذى المقدمې ته د رسېدو وزله ده او سره له دې،چې ذى المقدمه د آريزې او يوازېني ارزښت خاونده ده؛خو تر وررسېدو وروسته شتون او نشتون يې يو شان نه دى او ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون يې هومره پکار دى؛لکه تر رسېدو د مخه . د بېلګې په توګه : د لومړي،دويم او درېم ټولګي معلومات د لوړو ټولګيو معلوماتو لپاره سريزه ده؛خو داسې نه ده،چې لوړو ټولګيو ته تر رسېدو د مخه نور دې معلوماتو ته اړتيا نه وي او که فرضاً ټول يې هېر شي؛نو کوم ځاى ته يې تاوان  نه وررسي او زده کړيال کړاى شي لوړو ټولګيو ته دوام ورکړي؛بلکې د هغو معلوماتو په درلودو او په له لاسه نه ورکولو يې کړاى شي لوړو ټولګيو ته دوام ورکړي.

د مطلب راز په دې کې دى،چې کله کله سريزه له ذى المقدمې په ټيټه درجه کې وي او کله نه وي . پوړۍ د بام په مراتبو او درجو کې نه شمېرل کېږي؛لکه څنګه چې په وياله کې تيږه له وياله بهر په درجو کې نه ده؛خو د لاندې ټولګيو معلومات او د پورتنيو ټولګيو معلومات د يو حقيقت درجې دي .

د حق پېژندنې او نمانځنې ته ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه له دويم ډوله دي. داسې نه ده،چې که انسان د حق بشپړې پېژندنې او نمانځنې ته ورسېد؛نو د “عدل”،”احسان” او “رښتينولۍ” شتون او نشتون ورته يو شان دى؛ځکه د انسان عالي اخلاق يو ډول خداى ډولي دي (تخلقوا باخلاق الله)[4] او په حقيقت کې د خداى پېژندنې او خداى نمانځنې له درجو يوه درجه ده؛که څه  په ناځانخبرې بڼه وي؛يعنې دې ارزښتونو ته د لېوالتيا جرړه،خدايي ځانګړنو ته د انسان په فطري لېوالتيا کې ده، که څه انسان يې له فطري جرړې ناخبره وي او احياناًپخپل “ځانخبري شعور” کې ترې منکر وي .

 اسلامي ښوونې وايي : که د فاضله خويونو؛لکه عدالت،احسان او… خاوندان مشرک هم وي؛نو کړنې يې په هغه نړۍ کې بې اغېزې نه دي. ددې ډول خلکو کفر او شرک که د عناد له مخې نه وي؛نو په هغه نړۍ کې يې اجر ورکول کېږي؛په حقيقت کې دا ډول خلک بې له دې،چې خبر وي،د خداى نمانځنې يوې درجې ته وررسېدلي دي.

دين که اديان؟

معمولا ديني علماء او ديني تاريخپوهان د “اديانو” په نامه ويينه کوي؛د بېلګې په توګه وايي : د حضرت ابراهيم (ع) دين،د يهود دين،د مسيح دين او د اسلام دين او د شريعت هر يو خاوند پېغمبر د يو دين راوړونکى ګڼي.په خلکو کې خپره څرګندنه همدا ده.

خو قرآن کريم ځانګړې څرګندنه لري،چې له ځانګړي ليده يې سرچينه اخلي. د قرآن له پلوه له “آدمه” تر “خاتمه” د ټولو دين يو دى؛ټولو پېغمبرانو که د شريعت خاوندان ول که نه؛يو ښوونځي ته يې بلنه کوله.د انبياوو (ع) د ښوونځي آرونه،چې “دين” نومېږي يو دي. د آسماني شرايعو توپيرونه په يو لړ فرعي مسايلو کې ول،چې د وخت د غوښتنو،د چاپېريال د ځانګړنو او د خلکو د ځانګړنو پر بنسټ ول او ټول په بېلابېلو بڼو د يوه حقيقت او د يوې موخې پر لور ول او بل توپير يې د ښوونو په کچه کې و،چې وروستيو پېغمبرانو د بشر له تکامل سره سم په لوړه کچه ښوونې کولې،چې ټول په يوه زمينه کې ول.د بېلګې په توګه:د معاد او د نړۍ د مبداء په هکله د اسلام او د مخکېنيو اديانو د ښوونو کچه له ځمکې تر اسمانه توپير لري . په بله وينا: د انبياوو (ع) په ښوونو کې بشر د زده کوونکي په څېر و،چې له لومړي ټولګي تر وروستي ټولګي اوچت شوى دى.دا د دين تکامل دى؛ نه د اديانو اړپېچ.

 قرآن کريم هېڅکله د دين ټکى د جمع په بڼه (اديان) راوړى نه دى . د قرآن له پلوه،څه چې ول،دين و؛نه اديان.

د پېغمبرانو(ع)، نابغو او سترو فيلسوفانو يو توپير په دې کې دى،چې فيلسوفانو هر يو ځان ته ځانګړى ښوونځى درلود؛نو ځکه تل په نړۍ کې “فلسفې” وې؛نه “فلسفه”؛خو تل الهي پېغمبران  يو د بل تاييدونکي او تصديقوونکي ول او يو بل يې نه نفې کاوه.که هر يو پېغمبر د بل پېغمبر په چاپېريال او وخت کې و؛نو د هماغه په څېر قانون يې راووړ.

قرآن ټينګار کوي،چې د پېغمبرانو لړۍ يوه ده او پخوانيو پېغمبرانو د راتلونکيو پېغمبرانو د راتګ زېرى ورکړى و او وروستي پېغمبران د تېرو پېغمبران تاييدونکي ول او هم په دې خبره ټنيګار کوي، چې له ټولو پېغمبرانو کلکه ژمنه اخستل شوې،چې يو د بل تاييدونکي به وي .

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ [5] =  او ( درياد كړه) چې خداى له پېغمبرانو ( او له لارويانو يې ) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم پېغمبر درغى  او هغه ( لار ښوونې) يې تصديق كړې،چې له تاسې سره وې؛نو ايمان پرې راوړئ او ملاتړ به يې كوئ . بيا (خداى) ورته وويل : (( ايا پردې موضوع مو منښته وكړه او په دې مو راسره ټينګه ژمنه ده؟)) هغوى وويل: (( (هو) منښته مو وكړه .)) ( خداى ورته ) وويل: (( نو شاهدان وسئ او زه هم درسره شاهد يم .))

قرآن کريم،چې د خداى دين له آدمه تر خاتمه يو پرله پسې بهير ښيي؛ نه څو؛يو نوم پرې ږدي او هغه “اسلام” دى؛البته مراد دا نه دى،چې په ټولو وختونو کې د خداى دين په همدې نامه يادېده او په دې نامه په خلکو کې مشهور و؛بلکې مراد دادى،چې دين يوه منځپانګه لري،چې غوره معرفي کوونکى يې د “اسلام” لفظ دى؛وايي:((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ [6] = په  حقيقت كې  د خداى پر وړاندې (خو يوازېنى)  دين همدا اسلام ( او د حق  پر وړاندې تسلېمېدل) دي.))

يا دا چې وايي:((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ [7] = ابراهيم نه يهودى و،نه نصراني؛بلكې سپېڅلى مؤحد او مسلمان و او هېڅكله له مشركانو ځنې نه و .))

[1] . (احزاب/٤٦_٤٥)

[2]  (حديد/٢٥)

[3] . (حجر/٢٩)

[4] . سيد حيدر آملي؛جامع الاسرار :٣٦٣ مخ

[5] . (آل عمران/٨١)

[6] . (آل عمران/١٩)

[7] . (آل عمران/٦٧)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست