تبلیغات

أخبرنا محمّد بن يحيي بن عبد الله النيسابوري و أحمد بن عثمان بن حكيم ـ و اللفظ لمحمّد ـ قالا : حدّثنا عمرو بن طلحة قال : حدّثنا أسباط    ]بن نصر [ ، عن سماك ] بن حرب [ ، عن عكرمة عن ابن عبّاس : أنّ عليّاً كان يقول في حياة رسول الله (ص) […]

أخبرنا محمّد بن يحيي بن عبد الله النيسابوري و أحمد بن عثمان بن حكيم ـ و اللفظ لمحمّد ـ قالا : حدّثنا عمرو بن طلحة قال : حدّثنا أسباط    ]بن نصر [ ، عن سماك ] بن حرب [ ، عن عكرمة عن ابن عبّاس : أنّ عليّاً كان يقول في حياة رسول الله (ص) : « إنّ الله يقول :‌ ( أفان مات أو قتل انقلبتم علي أعقابكم و من ينقلب . . . ) ] آل عمران / 144 [‌ و الله ؛ لا ننقلب علي أعقابنا بعد إذ هدانا الله ، و الله ؛ لئن مات أو قتل لأقاتلنّ علي ما قاتل عليه حتّي مات ، و الله ؛ إنّي لأخوه و وليّه و وارثه و ابن عمّه ، و من أحقّ به منّي » ؟

 

د پېغمبر اکرم او علي(ک) ورورولي

64- حديث: حضرت علي د رسول اکرم پر ژوندون وويل : خداى پاك په قرآن كريم كې وايي: (( كه محمد مړ يا ووژل شي؛ نو ايا تاسې به خپل پخواني دين ته ګرځئ.(144آل عمران) پر خداى قسم ! د خداى له هدايت وروسته به هيڅكله پخواني دين ته ونۀ ګرځم. پر خداى قسم! كه رسول اکرم مړ يا ووژل شي؛ په مېړانه به هغې موخې ته وجنګېږم ، چې رسول اکرم ورته جنګېده . پر خداى قسم ! زه د هغه ورور، دوست، وارث او د تره زوى يم او څوك ورته تر ما غوره او وړ دى؟

 

   64 حديث په نورو سر چينو كې : فضائل احمد : ص 166 ، ح 332 ؛ تفسير فرات كوفي : ص 96 ، ح 80 ؛ مناقب كوفي : ج 1 ، ص 339 ، ح 268 او ص 358 ، ح 289 ؛ امالي محاملي : ج 1 ، ص 86 (ب) ؛ تفسير ابن ابي حاتم : ج 2 ، ص 75 ؛ معجم كبير طبراني : ج 1 ، ص 107 ، ح 176 ؛ مستدرك حاكم : ج 3 ، ص 126 ؛ معرفة الصحابه : ج 1 ، ص 23 ؛ أمالي طوسي : ص 502 ، ح 1099 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 127 ، ح 163 ؛ فرائد السمطين : ج 1 ، ص 224 ، باب 44 ؛ رياض النضره : ج 2 ، ص 300 .

65 . أخبرنا الفضل بن سهل ، قال : حدّثني عفّان بن مسلم ،‌ قال : حدّثنا أبو عوانة عن عثمان بن المغيرة ، عن أبي صادق ، عن ربيعة بن ناجد: أنّ رجلاً قال لعليّ : يا أمير المؤمنين ، لم ورثت ابن عمّك دون عمّك ؟‌ قال : « جمع رسول الله (ص) ـ أو قال : دعا رسول الله (ص) ـ بني عبد المطّلب ، فصنع لهم مدّاً من طعام ، قال : فأكلوا حتّي شبعوا و بقي الطعام كما هو ، كأنّه لم يمسّ ، ثمّ دعا بغمر فشربوا حتّي رووا و بقي الشراب ، كأنّه لم يمسّ أو لم يشرب، فقال : يا بني عبد المطّلب ، إنّي بعثت إليكم بخاصّة و إلي النّاس بعامّة ، و قد رأيتم في من هذه الآية ما قد رأيتم ، فأيّكم يبايعني علي أن يكون أخي ،‌ و صاحبي ، و وارثي  ] و وزيري [ ؟ فلم يقم إليه أحد ، فقمت إليه و كنت أصغر القوم ] سنّاً [ فقال:اجلس . ثمّ قال ثلاث مرّات كلّ ذلك أقوم إليه ، فيقول :‌ اجلس حتّي كان في الثالثة ضرب بيده علي يدي ، ثمّ قال :‌  ] أنت أخي و صاحبي و وارثي و وزيري [ . فبذلك ورثت ابن عمّي دون عمّي».

 

65- حديث : يو سړي حضرت علي(ک) ته وويل: امير المؤمنينه! تاسې څنګه د خپل تره زوى (رسول الله) وارث ياست،حال دا چې حضرت”عباس” ستا تره (چې ښکاره رسول اکرم ته نږدې و) وارث يې نۀ شو؟ علي(ک) ورته وويل: رسول اکرم د عبدالمطلب ټولو زامنو ته ډوډۍ وكړه، ټولو تر مړښته وخوړه؛خو بيا هم دومره پاتې شوه؛ لكه چا،چې بېخي نۀ وي خوړلې. بيا رسول اکرم ورته اوبه راوړې او ټولو وڅښلې؛ خو بيا هم دومره پاتې شوې؛ لكه چا چې نۀ وي څښلې. بيا رسول اکرم وويل:((د عبدالمطلب زامنو! زه په ځانګړې توګه تاسې او په عمومي توګه ټولو خلكو ته پر رسالت مبعوث شوى يم. تاسې زما معجزه په خوړو او څښلو كې وليده،په تاسو كې كوم يو له ماسره بيعت كوئ (زما پر رسالت ايمان راوړئ)،چې هغه به مې ورور،ملګرى او وارث (وزير) وي؟)) په دې باب هيچا څه و نۀ ويل او زه پاڅېدم ،چې له ټولو كوچنى وم ،چې له رسول اکرم سره بيعت وكړم. رسول اکرم راته وويل : “كېنه” ! بيا هماغه خبره يې درې ځله وويله او زه به هر ځل پاڅېدم او رسول اکرم به ويل: “كېنه”! پر درېم ځل رسول اکرم زما لاس ونيو او ويې ويل: (( تۀ به زما ورور، ملګرى، وارث او وزير يې))؛نو ځكه زه د خپل تره زوى وارث يم او ټول ترونه مې له دې وراثته بې برخې دي.

 

65 حديث په نورو سر چينو كې : مسند احمد : ج 1 ، ص 111 ، ح 371 ؛ فضائل احمد : ص 182 ، ح 342 ؛ مناقب ابن مردويه : ص 289 ـ 290 ، ح 457 ؛ الكشف و البيان : ج 7 ، ص 182 ، ذيل آيه 214 سوره شعرا ؛ تفسير طبري : ج 19 ، ص 75 ذيل آيه مذكور و تاريخ طبري : ج 2 ، ص 321 ؛ ترجمة الامام علي من تاريخ دمشق : ج 1 ، ص 97 ـ 98 ، ح 133 ـ 134 ؛ كنز العمال : ج 13 ، ص 131 ، ح 36419 او ص 149 ، ح 36465

 

66 . أخبرني زكريّا بن يحيي،قال: حدّثنا عثمان  ]بن أبي شيبه [ ،قال: حدّثنا عبد الله بن نمير،قال: حدّثنا مالك بن مغول عن الحارث بن حصيرة ، عن أبي سليمان الجهني ، قال: سمعت عليّاً علي المنبر يقول:« أنا عبد الله و أخو رسوله (ص) ، لا يقولها ] غيري [ إلاّ كذّاب مفتري».فقال رجل:أنا عبد الله و أخو رسوله (ص)[ مستهزءاً [ ، فخنق فحمل .

 

66- حديث : حضرت ابوسليمان جهني وايي:(( وامې ورېدل ، چې علي(ک) پر منبر وويل: زه د خداى بنده او د خداى د رسول ورور يم، بې له ما كه بل چا دا خبره وكړه؛ نو دروغجن به وي.)) په دې وخت كې يو سړي په ملنډو وويل: زه د خداى بنده او د رسول يې ورور يم . پر هماغه شېبه يې مرۍ ټپه او څا يې بنده شوه او خلكو له غونډې واېست .

67 . أخبرنا بشر بن هلال عن جعفر بن سليمان،عن يزيد الرشك،عن مطرّف بن عبد الله ،عن عمران بن حصين، قال:قال رسول الله (ص):« إنّ عليّاً منّي و أنا منه و ]هو[ وليّ كلّ مؤمن ]بعدي [ » .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست