تبلیغات

قرآن کريم د قرآن کريم له نظره   قرآن شريف قرآن رامعرفي كړى دى * ((ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ  (بقره/٢)= دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي . )) * ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا (کهف/١)= ځانګړې ستاېنه د […]

قرآن کريم د قرآن کريم له نظره

 

قرآن شريف قرآن رامعرفي كړى دى

* ((ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ  (بقره/٢)= دا هغه (ستر) كتاب دى،چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي . ))

* ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا (کهف/١)= ځانګړې ستاېنه د هغه خداى ده،چې دا(اسماني)كتاب يې پر خپل (غوره) بنده نازل كړ او هېڅ ډول كږلېچ يې پکې پرېنښود؛ ))

* ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا (نساء/٨٢)= ايا دوى د قرآن د معناوو په باب نه ځير كېږي ؟! كه دا بې له ((الله )) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اختلافات موندلاى . ))

* ((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ (فصلت/٤٢)= چې باطل پرې نه مخامخ راتلاى شي او نه له شا(؛ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (خداى) له لوري رالېږل شوى دى . ))

*((وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَـؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ (نحل/٨٩)= او (دريادكړه) پر هغه ورځ،چې موږ په هر امت كې پخپله د هغوى له منځه پر دوى يو شاهد راپاڅو او تا پرې ګواه كړو او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى،چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود او رحمت او زېرى دى .))

* ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ (انعام/٣٨)= او په ځمكه كې هر خځنده او په هوا كې په وزرونو الوتونكي ستاسې په څېر خېلونه دي .موږ په كتاب (لوح محفوظ) كې هېڅ شى نه دى پرېښى، بيا به (ټول) يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورټول کړاى شي . ))

* شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (بقره/١٨٥)= رمضان هغه مياشت ده،چې هغه قرآن پكې نازل شوى،چې خلكو ته لارښود او د سمې لارې نښې او د حق او باطل توپيرونکى دى؛نو كه له تاسې چا دا مياشت وليده؛ نو و دې يې نيسي او كه څوك ناجوړه يا مسا فر وي؛ نو په نورو ورځو كې دې يې ونيسي . خداى پرتاسې اساني غواړي نه ګراني (موخه داده) چې دا ورځې پوره كړئ او داچې خداى درته سمه لار ښوولې (؛نو هغه) پر لويۍ وستايئ او ښايي شكر يې وکړئ . ))

* ((وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (اعراف/٥٢)= او په واقع كې موږ هغوى ته كتاب راوړى،چې (رازونه) يې مو د علم له مخې تشريح كړي دي،چې ايمان راوړونكيو ته لارښود او رحمت دى . ))

* الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (ابراهيم/١)=     1   الف، لام، را (دا) يو كتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى دى،چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان،عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې،د ناماتي (او) ستايل شوي (خداى) لارې ته . ))

* ((وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ (قمر/٣)= نو په يقين موږ قرآن د پند اخستو لپاره اسان كړى دى؛نو ايا پند اخستونكى شته؟! ))

*(( كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ (فصلت/٣)= يو کتاب دى،چې آيتونو يې هر مطلب پر خپل ځاى،په عربي لوستوني (=واضح) پوهانو ته څرګند کړي دي))

* وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ (الزخرف/٤)=   او په رښتيا اصل کتاب له موږ سره دى،چې عزتمن او له حکمته ډک دى .))

 

په احاديثو کې

د قرآن د زده كړې ارزښت

*پېغمبر اکرم(ص) : څوكْ چې قرآن خپل شعار او ميزان كړي؛نو څښتن تعالى به يې نيكمرغه كړي او څوك چې قرآن خپل لارښود كړي او ورپسې اقتدا وكړي؛ نو وروستى تمځاى به يې له نعمتونو ډك جنت وي .

*حضرت علي (ک): قرآن زده كړئ، چې تر ټولو غوره وېنا ده. فكر پكې وكړئ؛ځكه قرآن د زړونو پسرلى دى.

حضرت امام سجاد: د قرآن آيتونه خزانه ده او دا اخزانه دې،چې پرانسته؛ نو پكار ده، چې ورته ځېر شئ، چې څه پكې دي ؟

حضرت امام باقر: په رښتيا،چې په قرآن شريف كې څښتن تعالى هر څه، چې د قيامت تر ورځې پورې پكارېږي، راوړي دي.

 

د يو مهم ټكي يادونه

پردې خو ټول پوهېږي،چې قرآن كريم د ژوند كتاب او انسانانو ته د شفا نسخه ده؛ نو هر مسلمان بايد پر قرآن د پوهېدنې او له قرآنه د فهم او برداشت لپاره له قرآن سره آشنايي پېداكړي او ښكاره خبره ده،چې پر قرآن له پوهېدنې پرته څوك پر اسلام پوهېداى نشي؛نو پر ټولو پلټونكيو لازم دي،چې له دې اسماني كتاب سره آشنايي پېدا كړي .

 

د يوې انحرافې شبهې توضيح

ځينې وايي : د قرآن پوهه د هر چا كار نه دى؛ ځكه قرآن ناسخ او منسوخ او ظاهر او باطن لري او داچې هر آيت بطن لري ددې مثال د يو ژور سمندر په څېر دى اوكه څوك دې ستر سمندر ته ورننووت؛ نو ډوب به شي؛نو ځكه نه ښايي دې سمندر ته ورنږدې شو، چې پكې ډوب به شو.

دا خبره چې هر چا پر هر نيت كړې وي؛موږ يې نه منو؛ځكه كه غر لوړ وي؛ نو پر سر يې لار هم وي.

او دا خبره هم نه منو، چې له قرآنه د ګټنې لپاره انسان بايد هرومرو مفسر او څېړونكى وي او هر انسان، چې هر څومره معلومات لري، کولاى شي له قرآنه ګټنه وکړي.

كه د چا لامبو نه وي زده؛نو بايد د سمندر په رغي ځاى كې لامبو وكړي او د چا چې لامبو زده وي؛ نو د سمندر په ژورو ځايونو كې هم لامبو كولاى شي؛ نو زما خبره هم داده، چې زموږ ځوانان هم بايد په دې ستر سمندر (قرآن) كې د لامبو وهلو فنون زده كړي،چې له دې ستر سمندره ګرانبيه خزانې او مرغلرې راوباسي.

 

 

لومړۍ زده کړه :

 

 

له قرآنه د برداشت ځينې ساده او لنډې لارې

 

د قرآن له عربې سره شنايي :

ټول پوهېږئ،چې قرآن شريف په عربي ژبه ،چې د حضرت محمد “ص” د وخت د خلكو ژبه وه،نازل شوى دى . څښتن تعالى هم دې خبرې ته اشاره كړې ده :

(( كتاب فصلت آياته قرآن عربيا= دا قرآن هغه كتاب دى،چې آيتونه يې په عربي دي ))

نو پر قرآن د پوهېدنې لپاره لومړى ګام په عربي پوهېدل دي،چې هم د قرآن ژبه ده او هم د اسلام نړيواله ژبه ده او پر عربي د پوهېدنې لپاره لومړى ګام د ” صرف او نحو ” د علم زده كړه ده .

 

د صرف اونحوه علم څه دى ؟

د صرف علم د كلمو د جوړښت او مشتقاتو په باب بحث كوي؛د بېلګې په توګه : د ( جهد ) ماضي فعل (مجاهد) اسم فاعل ( اجهد ) فعل امر ، ( سجاهدون ) فعل مضارع جمع (سجاهدون ) فعل مضارع جمع مخاطب.

د نحو علم د اعراب ايښوولو دى؛د بېلګې په توګه : د نحو علم راښيي،چې كه كوم ټكي ته د ( و) پېښ غږ وركړو او كوم ټكي ته د زېر اوكوم ټكي ته د زبر غږ وركړو او يا دا چې ولې ځينې ټكي په اخر كې ساكن وي ؟

 

د ټكيو په تلفظ كې نښې او علامې څه ونډه لري ؟

د ديني علومو زده کړيالان،چې مدرسو ته ورننوځي؛ نو لومړى پرې صرف او نحو وايي؛نو پر قرآن د پوهېدنې لپاره د ” صرف او نحو ” زده كړه اړينه ده .

 

په قرآن پوهېدنه كې د لغت پېژندنې اهميت

د لغت پېژندنه او د مانا پر مفهوم سمه پوهېدنه ، د انسان په معلوماتو په تېره بيا د قرآن شريف د آيتونو په پوهېدلو كې خورا زياته ونډه لري. اصولا له هغه وخته،چې انسان خبرې كول پيل كړي؛نو لغت او كلمات هم رامنځ ته شول؛ ځكه بې د لغت او كلمې له كارولو څوك نشي كولاى نورو ته خپل مطلب او مفهوم ور و رسوي .

په لغت كې هم د نورو علومو په څېر خورا بدلونونه راغلي دي او د وخت په تېرېدو ځينې لغات او كلمې د خلكو له خبرو غورځېدلي دي او ځينو لغاتو په يوه وخت كې يوه مانا درلوده، چې د وخت په تېرېدو يې خپله مانا له لاسه وركړه؛ نو ځكه پر لغت او كلمې پوهېدل به راته پر قرآن ، آيتونو او اسلامي متونو پوهېدنه اسانه او اغېزمنه كړي .

 

 دويمه زده کړه :

 

د قرآن د نزول پر تاريخ پوهېدنه

پر تاريخ پوهېدنه،پر پخوانيو پېښو د پوهېدنې غوره لار ده .ځينو مشرانو، تاريخ له موروپلار سره تشبيه كړى دى او انسان بايد خپل موروپلار وپېژني . موروپلار د انسان بنسټ او جرړه ده او تاريخ هم د ټولو پېښو او بهيرونو بنسټ او جرړه ده او پر تاريخ له سمې پوهېدنې پرته د مسايلو د سمې شننې او څېړنې امكان نشته دى .

دا تاريخ دى،چي موږ د پخوانيو پر برخلېك،پېښو او د هغوى د بري او ماتو له رازونو خبروي او څوك چې غواړي ځان پر قرآن پوه كړي؛نو د پېغمبر اکرم “ص” د بعثت ، دعوت،بلنې،هجرت او جنګونو پر تاريخ بايد ځان پوه كړي؛ نو څومره به ښه وي ،چې په قرآن كې پر راغليو آيتونو د پوهېدو لپاره ټولې هغه پېښې، چې پېغمبر اکرم” ص” ته له وړوكتوبه تر ځوانۍ پورې راپېښې شوي، تر كتنې لاندې ونيسو.

د قرآن يوه مهمه برخه هم د حضرت محمد (ص) د بعثت وخت دى؛يعنې هغه وخت،چې زموږ پېغمبر اکرم “ص” په څلوېښت كلنۍ كې پېغمبر شو او تر دې وروسته دي،چې حضرت محمد “ص” ډول ډول پېښو ته ورغاړې وځي او په همدې پېښو كې هم الهي آيتونه د وحې په بڼه راغلل .

د اسلام له دښمنانو سره د پېغمبر اکرم”ص” د جګړو پر علت ځان پوهول هم خورا اړين دي،چې دا جګړې او لاملونه يې په قرآن شريف كې راغلي دي .

د حضرت محمد “ص” د وخت د خلكو په اقتصادي او فكري وضعې هم ځان پوهول به راسره د قرآن په پوهه كې خورا مرسته وكړي،د هغه وخت د خلكو پر دودونو پوهېدل هم پر قرآن د پوهېدو لپاره اړين دي او كه خپله خبره رالنډه كړم؛نو داسې به ووايم : پر قرآن شريف د سمې پوهېدنې لپاره د اسلام پر تاريخ ځان پوهول اړين دي، چې د قرآن د نزول تاريخ يې هم يوه برخه ده،چې د آيتونو د نزول په برخه كې او هم هغه بېلابېلې پېښې،چې هغه وخت راپېښې شوي، پرې پوه شو .

 

 

  درېمه زده کړه:

 

 

قرآن کريم د هر پېر كتاب دى

كه څه پخوا مو ورته اشاره وكړه،چې قرآن شريف د رسول اکرم پر مهال پر عربو نازل شوى دى او بايد هغه شرايط هم په پام كې ونيول شي،چې قرآنكريم پكې نازل شوى دى؛ خو دې مطلب ته هم پام پكار دي، چې قرآن يوازې د پېغمبر اکرم “ص” د وخت لپاره نه و او يوازې د هغه وخت د خلكو لپاره راغلى نه دى .

څښتن تعالى وايي: ((تنزيل للعالمين=دا قرآن ټولو نړيوالو ته دى )) او په بل ځاى كې وايي : (( كافة للناس= دا قرآن مو د ټولو خلكو لپاره درلېږلى دى ))

نو قرآن شريف د ټولو وختونو د ستونزو هوراونکى دى او د نړيوالو د ستونزو حل بايد په قرآن كې ولټول شي .

 

له غرضي او سليقه اى برداشتونو ډډه كول

انسانان بېلابېل حالات او روحيات لري او هر څوك خپل ځانګړي روحي شرايط لري،چې بايد د قرآن د مفاهيمو په درك كې له هر ډوله غرض او شخصي سليقو ډډه وشي .

هغوى چې غرضي وى كوښښ كوي،چې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې قرآن مانا او تفسير كړى او دا يو سور خط دى،چې انسان د خطر پر پاڼ دروي،چې د قرآن په اصطلاح داسې تفسير ته ” تفسير به راى” ويل كېږي؛يعنې هغه تفسير، چي په خپله خوښه او شخصي غوښتنو شوى وي او له حقيقته لرې وي .

” تفسير به راى ” هغه خطرناكه طريقه ده، چې په تاريخ كې او اوس هم ترې ډېر دوه مخي ناوړه ګته اخلي .

 

د قرآن پر رموزو پوهېدنه

د قرآن د سورتونو په پيل كې ځينې ټكي د رمز په بڼه راغلي،چې اصلي مفهوم يې د پوهېدنې وړ نه دى؛ځكه پر مانا يې يوازې څښتن تعالى،رسول الله او “راسخون فى العلم” پوهېږي .

موږ هم د لته ځينې رمزي حروف راوړي دي :                                                         الم (د آل عمران سور ت په پيل كې)

الر (د يونس سورت لومړى آيت)

كهعيص (دمريم سورت لومړى آيت)

حم (د فصلت سورت لومړى آيت )

المص (د اعراف سورت لومړى آيت )

المر (د رعدسورت لومړى آيت )

طه (د طه سورت لومړى ټكى )

الر (د هود سورت لومړى آيت )

 

 

 څلورمه زده کړه :

 

 

د قرآن له نومونو سره آشنايي

ټول پوهېږئ،چې قرآن د هستۍ د پنځوونکي لخوا پر حضرت محمد(ص) نازل شو او هغه به هم خلكو ته لوسته.

 الهي آيتونه به حضرت محمد(ص) خلكو ته اورول او خلكو به هم يادول،چې نورو خلكو ته يې ورسوي او داچې د رسول الله (ص) پر مهال قرآن د يوكتاب پر بڼه نه و او وحې هم، چې په بېلابېلو مناسبتونو كې نازلېده؛نوځكه يې نوم نه درلود، چې په تدريج د وخت په تېرېدو د پېغمبر اکرم (ص) په حکم حضرت علي (ک) او ځينې نورو اصحابو قرآن راټول كړ، چې د قرآن راټولونكيو ته “د وحې كاتبان” ويل كېدل .

د قرآن د نومونو او د نومونو د ماناوو په باب ډېرې خبرې شوي دي، چې موږ يې ځېنوته اشاره كوو:

الف- د قرآن ټكى له (قرائت) نه اخستل شوى دى،چې د (ويلو) په مانا دى؛ يعنې هغه كتاب، چې بايد په ژوند كې تل ولوستل شي او پر احکامو يې عمل وشي.

ب-ځينې وايي : د قرآن ټكى له (قرن=يقرن) څخه اخستل شوى دى، چې د راټولولو پر مانا دى؛ يعنې څښتن د ژوند ټول څيزونه په دې كتاب كې را ټول كړي دي؛لكه څنګه ، چې څښتن تعالى د”انعام” سورت په 59 آيت كې دې خبرې ته اشاره كړې ده :

((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (انعام/٥٩)= او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيګانې يوازې له هغه سره دي،چې بې له هغه بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچه او سمندر كې دي،خداى پرې پوه دى او هره پاڼه،چې رالوېږي،پر هغې (هم) پوه دى او هر دانه،چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [=د خداى د علم كتاب ] كې ليكل شوي دي . ))

نو ويلاى شو،چې قرآن (د هستۍكارنامه)او يا (ستر او بشپړ دايرة المعارف) دى؛نو پايله داچې څښتن تعالى ټولې روحي،فكري او عقيدتي اړتياوې په دې كتاب كې راټولې كړي دى او قرآن د هستۍ دايرة المعارف دى،چې د پخوانيو ټولو پېغمبرانو د چارو بشپړونكى دى؛نو ځكه ويل كېږي،چې تر ټولو بشپړ او پوره دين اسلام دى او لكه چې وروستى پېغمبر؛حضرت محمد(ص)دى؛ نو تر ټولو بشپړكتاب قرآن دى .

 

د قرآن بل نوم ذكر دى .

((وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ (انبياء/٥٠)= او دا (قرآن) چې موږ(پرتا) نازل كړى دى؛مبارك نصحيت دى؛نو ايا تاسې ترې منكر ياست ؟ ))

قرآن له نصيحت او پنده ډك دى،چې د بشريت كاروان كمال ته ورسوي .

كه قرآن نه واى؛ نوانسانان به په تيارو او ناپوهۍ كې پاتې ول؛لكه څنګه چې ستر څښتن تعالى د ابراهيم په سورت كې ورته رڼا ويلې ده:

* الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (ابراهيم/١)=     1   الف، لام، را (دا) يو كتاب دى،چې موږ پر تا نازل كړى دى،چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان،عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې،د ناماتي (او) ستايل شوي (خداى) لارې ته . ))

د قرآن يو نوم ( بيان ) دى .

((هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ (آل عمران/١٣٨)= 138 دا (قرآن) خلكو ته يو بيان او (ځان ساتيو) پرهېزګارانو ته لارښوونه او نصيحت دى .))

 

 

 پينځمه زده کړه:

 

 

د قرآن د اوډون او راټولولو پړاوونه

پوهان او ديني عالمان ګروهمن دي،چې قرآن دوه ډوله پر پېغمبر اکرم “ص “نازل شوى دى .

* تدريجي نزول :

د پېغمبر اکرم “ص” تر بعثت وروسته،چې په ټولنه كې پېښې رامنځ ته كېږي؛نو څښتن تعالى به پېغمبر اکرم “ص” ته آيتونه را نازلول او لارښوونه به يې ورته كوله او پېغمبر اکرم “ص” به هم آيتونه خلكو ته رسول او لارښوونه به يې ورته كوله .

* د فعي نزول :

د قرآن شريف ټول آيتونه،چې په 23 كالو كې پر حضرت محمد “ص” نازل شوي ول، د قدر پر يوه شپه د رمضان په مياشت كې په بشپړه ټوګه او يو ځاى نازل شول ،چې ددې خبرې شاهد دا آيت دى :

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (قدر/١) = په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې اواندازه كولو) پر شپه نازل كړى دى .))

قرآن څنګه راټول شو ؟

الهي آيتونه به چې نازل شول؛نو حضرت محمد(ص) به څو ځل له ځان سره تكرارول،چې حفظ يې كړي او بيا به يې خلكو ته ورښوول او د هغه وخت خلك هم داچې ډېرى نالوستي وو؛ نو هغوى به هم آيتونه حفظول او داچې خلك د الهي آيتونو له زده كړې سره مينه پېدا كړي؛ نو پېغمبر اکرم(ص) به خلك د قرآن حفظولو ته راهڅول او هغوى ته به يې له بيت الماله تنخواه ټاكله او داچې عرب با استعداده وو او په حفظ كې يې ماغزو ښه كار كاوه؛ نو يو له بل سره يې سيالۍ كولې،چې په همدې توګه څه موده تېره شوه،چې دې پړاو ته (د قرآن د حفظ ) پړاو ويل کېږي .

بلر پړاو داسې و،چې سره له دې،چې د څښتن تعالى استازي خپل ياران د قرآن حفظولو ته راهڅول . ځينو ته يې دنده وركړه،چې په احتياط د قرآن پر ضبط او ثبت لاس پورې كړي .

د قرآن كريم د ليكلو چار يو ازاد چار نه و،چې د چا به خوښه شوه؛ نو قلم به يې را واخسته او ليكل به يې كول؛بلكې ددې كار لپاره د څښتن تعالى د استازي اجازه هم اړينه وه.

 

چا ته به يې د وحې كاتبان ويل؟

هغوى ته د وحى كاتبان ويل كېدل چې د حضرت محمد (ص) په حکم يې په ډله ييزه توګه قرآن ليكه او د وحې كاتبان يې څلوېښت 40 تنه ښوولي دي،چې مشهور يې دادي :

حضرت علي بن ابىطالب،حضرت معاذ بن جبل، حضرت ابوزيد ابن زيد بن نعمان، حضرت ابن ابى كعب ابن قيس، حضرت زيدبن ثابت او حضرت ابن مسعوده(رضى الله عنهم)

 

قرآن کريم به پر څه ليكل كېده ؟

د پېغمبر اکرم پر مهال چاپځايونه نه وو اوډېرى به قرآن :

* دكجوروپر پاڼو

* پر توږل شويو او نريو تيږو

* هډوكيو

* لرګيو

* پر نازكواو توږل شويو تختو

* اوپر څرمنې ليكل كېده .

داكتر مظلومي په خپل كتاب”پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي”په لومړى ټوك ،40 مخ كې ليكلي:

قرآن به د څرمنې او كاغذ او ورېښمو پر ټوکرانو ليكل كېده، چې”صحيفه”به ورته ويل كېده او جمعې ته به يې”صحف”وايه.

 

كله پركاغذ د قرآن ليكل دود شول؟

هغه ليکونه،چې پېغمبر اکرم(ص) د روم او فارس واكمنانو ته ليكلي دي، ښيي،چې هغه مهال كاغذ دود و؛ خو د هارون الرشيد تر حكومت پورې قرآن پر پوټكي ليكل كېده،چې تر هارون الرشيد وروسته قرآن رسماً پر كاغذ وليكل شو .

شپږمه زده کړه :

 

 

د قرائت له علم او تجويد سره آشنايي

د څښتن تعالى استازي،چې الهي آيتونه يې خلكو ته ورسول او خلكوهم حفظ كړل؛نو پېغمبر اکرم د قرائت د علم او تجويد بنسټ كېښود. پېغمبر اکرم(ص) حکم وكړ،چې د تجويد د علم له مخې د قرآن د ويلو لپاره اعراب (حركات اود قرآن علامتونه) كېږدىء.

هغه مهال،چې د څښتن تعالى استازي د قرائت بنسټ كېښود؛ نو په خلكو كې50 ډولوقرائتونه دود و، چې ددې علم پوهانو ترې (14) ډوله راواخستل او نور يې پرځاى پرېښوول .

د قرائت او د تجويد د علم علمي بنسټ د پېغمبر اکرم (ص) پر مهال كېښوول شو او حضرت ابن مسعود (رض) هغه په ځانګړې توګه راټول كړ.

پېغمبر اکرم(ص)وويل: څوك چې غواړي قرآن په ترتيل قرائت كړي ؛ نو د ابن مسعود له ترتيله دې كار واخلي.

د مزمل د سورت په 4 آيت كې وايي : ((أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا =يا پر هغې (نيمايي)يو څه زياته كړه او قرآن په ځير،کراره کراره او واضح لوله؛))

امام صادق وايي: په ښايسته غږ قرآن ته ښكلا وركړئ؛ځكه د غږ ښكلا د قرآن ښكلا لا نوره هم زياتوي .

پېغمبر اکرم (ص)وايي:د وقفونو مراعاتول او له سمو مخرجونو څخه د ټكيو ادا كولو ته ترتيل وايي .

 

تجويد هرمرو زده كړئ

شك نشته،چې د تجويد علم د قرآن د سم او ښكلي قرائت لپاره اړين دى .

د پېغمبر اکرم (ص)اهل بيتواواصحابو به قرآن په ښايسته غږ او تجويد لوسته تردې،چې هغوى، چې له لارې تېرېدل؛ د قرآن د غږ خوږلني به درول او قرائت به چې پاى ته ورسېد،بيا يې خپله لار نيوه .

تجويد په خپله يو علم دى، چې موږ دلته د بحث د نه اوږدې لپاره نه دى راوړى او ګران لوستونكي كولاى شي، چې اړوند كتابونو ته مراجعه وكړي .

 

 

 

 

 

 

 

اوومه زده کړه :

 

 

وحې څه وخت پيل شوه ؟

مخكې له دې،چې دې پوښتنې ته ځواب وركړو،بايد ځان د وحې پر مانا پوه كړو.

وحې د څښتن تعالى او پرښتو له اړخه څرګنده اشاره او پوهولو ته وايي،چې پېغمبر انو ته راځي.

په قرآن شريف كې له وحې نه مطلب د الهي آيتونو نزول دى،چې حضرت جبرائيل(ع) به پېغمبر اکرم(ص) ته راوړل او پېغمبر اکرم(ص) به خلكو ته رسول .

ځينې عالمان او څېړونكي وايي : پر پېغمبر اکرم(ص) وحې له وړوكتوبه پيل شوه،چې د خپلې دايي؛ “حليمه سعديه” تر روزنې لاندې و،چې   حضرت جبرائيل به د حضرت محمد(ص) مخې ته راښكاره كېده او پېغمبر اکرم(ص) هم جبرائيل په حقيقي بڼه ليده .

حضرت جبرائيل د پېغمبر(ص) سينه د زمزم پر اوبو ووينځله او د يوې وينا له مخې : پرښتو پېغمبر اکرم(ص) له ځانه سره اسمان ته يوووړ او سينه يې ورته له رازونو معارفو،حقيقتونو او علمونو ډكه كړه اوسينه يې ورته پراخه او نورانيت يې ورپر برخه كړ .

وحې تر40 څلوېښت كلنۍ پورې؛ يعنې د بعثت تر پيلېدو پورې جاري وه او د څرګندو دلايلو په رڼاكې، څښتن تعالى د حضرت جبرائيل په واسطه قرآن د ” حرا” په غار كې پېغمبر اکرم(ص) ته راووړ او حضرت جبرائيل ورته وويل: محمده! ووايه!

او د مفسرانو د سمو سيخو ويناوو له مخې، د علق د سورت پينځه لومړي آيتونه د وحې پيل ګڼل كېږي، چې دادي :

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ .خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ .اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ .الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ .عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= ولوله! دخپل پالونكې په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ.   ولوله چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [ پالونكى ] ،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول،چې پرې نه پوهېده . ))

د څښتن تعالى استازي ورته وكتل، چې آنحضرت “ص” په دې باب داسې وايي : د آيتونه د ويلو پر مهال داسې وم؛ لكه ټول قرآن يې چې زما پر زړه ليكلى وي او د حرا په غار كې د وحې تر رانازلېدو 23 كاله وروسته د څښتن تعالى له اړخه آيتونه پر پېغمبر اکرم نازل شول او د رمضان په مياشت كې د “قدر” په يوه شپه كې يو ځل بيا په بشپړه توګه قرآن پر پېغمبر اکرم نازل شو .

 

آيا وحې پر حضرت محمد (ص) لا ينقطع وه ؟

مرحوم ډ اكتر رجبعلي مظلومي ” پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي ” په لو مړي ټوك، شپږويشتم مخ كې ليكلي:

د علق سورت د 5 آيتونو تر نازلېدو وروسته وحې پرې شوه تر هغه چې د ( يا ايها المدثر ) آيت نازل شو او يو ځل بيا چې کله يهودانو له رسول الله (ص) نه پوښتنې وكړې او پېغمبر اکرم “ص” ورته وعده وركړه ، چې د وحې له ژبې به ورته ځواب وركړي او ( ان شا الله ) يې ونه وايه ؛ نو څښتن تعالى هم د يوې مودې لپاره وحې راو نه لېږله،چې دې مودې ته “فترت” ويل كېږي .

 

نزول،تنزيل اونجوم څه ته وايي؟

د نزول تعريف : هغه كلام،چې د څښتن تعالى له اړخه د پېغمبر اکرم(ص) پر زړه نازلېده.

د تنزيل تعريف: د څښتن تعالى هغه كلام،چي حضرت جبرائيل به راووړ .

نجوم : هغه آيتونه او كلام،چې په پټه او غيبو كې د پېغمبر اکرم “ص” زړه ته رالېږل كېدل .

د حضرت محمد”َ ص” په تګ سره وحې هم پرې شوه او د قيامت تر ور ځې به وحې نه راځي او قرآن شريف هغه ګرانبيه خزانه ده،چې د مسلمانانو د نېكمرغۍ لپاره نازل شوى دى .

اتمه زده کړه :

 

 

د قرآن شان نزول

د قرآن شريف آيتونه د نزول له نظره دوو برخې دي :

* هغه آيتونه،چې بې له كومې پېښې يا د خلكو او اصحابو له پو ښتنې پرته نازل شوي دي .

* هغه آيتونه،چې له ځينو پېښو او پېغمبر اکرم”ص” نه تر پوښتنو وروسته رانازل شوي دي.

د قرآن شريف ډېرى آيتونه هم د لومړۍ برخې په څېر دي، چې د توحيد،نبوت،معاد،عدل او ورته مسالو په باب نازل شوي دي ، چې د نزول د شان په باب يې پلټنه پكار ده .

شان نزول تعريف : شان نزول هماغه زمينه ده ،چې ترې وروسته پر پېغمبر اکرم”ص” آيتونه نازلېدل،چې د قرآن د مفسرينو له نظره د آيت د مفهوم د پوهېدو لپاره خورا اړين دي .

د بېلګې په ټوكه : هغه آيتونه، چې شان نزول لري :

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ (بقره/١١٥)= او ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته،چې مخ كړئ، هماغه يې د اطاعت لورى دى . بېشكه خداى د پراخ (نعمت) څښتن (او) پوه دى . ))

ددې آيت شان نزول :

په يوه تياره شپه كې له رسول الله “ص” سره ځينې ياران ول، چې د لمانځه پر مهال هر يو، يوه اړخ ته لمونځ وكړ او تر لمانځه وروسته ټول په دې فكر كې ول، چې لمونځ ېې، چې د قبلې پر لور نه دى كړى؛ قبول شوى که .

ددې آيت په رالېږلو څښتن تعالى يې له زړه وېره لرې كړه او ورته يې وويل : لمونځونه مو قبول دي ، چې هغوى په هغه توره شپه كې د قبلې د پېدا كولو لپاره كومه لار نه درلوده .

يادونه : كه څه ددې آيت په راتلو د مسلمانانو د شپې د لمانځه ستونزه هواره شوه؛خو دا په دې مانا نه ده،چې مسلمانان په هغه وخت كې، چې قبله ورته معلومه وي، د خپلې خوښې بل اړخ ته لمونځ وكړي اوكه له آيته داسې برداشت وشي؛ نو بايد ووايم ،چې ددې آيت د نزول د شان په باب تېروتى دى .

((لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (مائده/٩٣)= 93 هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې سر ته رسولې وي (عملوا الصالحات) ؛نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي ( د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې،چې شراب څښلي وي ؛نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط،چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي ( آمنوا) اوښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا چې له كومو شيانو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د خداى امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او خداى نېكان خوښوي .))

ويل كېږي،چې (عثمان بن مظعون او عمرو ابن معدى كرب ) به ويل : د شرابو څښل حرام نه دي ! او د مائدې همدا آيت به يې د استدلال لپاره راووړ او ددي آيت د نزول شان ته به يې پام نه كاوه او كه كړې يې وي؛ نو پوه شوي به وو، چې له دې آيته د امطلب نه دى،چې هغوى يې وايي . حال داچې له شرابو د ځان ژغورولو لپاره لاندې آيت هم راغلى دى :

* (( يا ايها الذ ين آمنو انما الخمر ولميسر والا نصاب والا زلام رجس من عمل الشيطا ن فا جتنبو لعلكم تفلحون=د ايمان خاوندانو ! له شرابو ، جوارۍ، بوت لمانځنې ډډه وكړئ،چې دا ټول پليد دي او شيطاني عمل دى ))

چې څښتن تعالى په دې آيت كې د شرابو څښل يو شيطاني چار و باله؛ نو څښتن تعالى د داسې خلكو د ځواب لپاره پورتنى آيت را نازل كړ او هغوى چې توبه يې ايستلې ده او صالح كارونه يې سرته رسولي دي،بښلي دي او مؤمنان شوي دي .

 

 

 

نهمه زده کړه:

 

 

مدني سورتونه او آيتونه

د څښتن تعالى استازي په مكه كې له لس كاله مبارزې او د دين تر تبليغ وروسته د مشركانو د زور زياتي له امله له مسلمانانو سره يثرب ( مدينې ) ته هجرت وكړ.

پېغمبر اکرم “ص” او مهاجرو مسلمانو په مدينه كې 13 كاله د اسلام لپاره هلې ځلې وكړې او هغه آيتونه،چې په هجرت كې پر پېغمبر اکرم نازل شوي (مد ني) آيتونه نومېږي .

 

د مدني آيتونو ځا نګرنې

هغه آيتونه”مدني” دي،چې الهي احكام،حدود،ټولنيز قانونونه فرايض،واجبات،د جهاد په باب مسايل ، د منافقانو او د هغوى د خطراتو په باب خبرې راغلي دي .

 

د مدني آيتونوپه باب څو نورې خبرې

تر هجرت وروسته ټولنيز تاوتريخوالى خوراكم شوى و.

په اسلامي ټولنه كې دبښنې او روغې خبرې وې. آيتونه به اوږده اواحكام به پر تفصيل راتلل . د اسلام جزئي احكام به هم بيانېدل،چې د نوې اسلامي ټولنې بنسټ پياوړى شي او هر مسلمان پر وګړيز او ټولنيزو احكامو پوه شي. زكات فرضېږي او د مسلمانانو مالي ځواک هم پياوړى كېږي .

د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ اعلان كېږي،چې ټول د قانون پر وړاندې يو شانته دي .

د دښمنانو پر وړاندې دفاع رامنځ ته کېږي، د جهاد آيتونه رانازلېږي اومؤمنين د لومړي ځل لپاره توره په لاس كې اخلي اومخالفينوته خپل پوځي شتون اعلانوي .

منافقان رټل كېږي او کتابيان (مسيحيان او يهوديان) اسلام ته رابلل كېږي او د اسلام حقانيت يې په كتابونو كې مطرحېږي او حضرت محمد(ص) د حضرت عيسى(ع) موعود پېغمبر اکرم معرفي كېږي او د اسلام حقايق په ټينګواو پياوړيو دلايلواوپه مفصله توګه بيانېږي .

 

د مدني آيتونوبېلګې

* ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ = (مائده/١)= مؤمنانو! پر ژمنو ( او تړونو مو) وفا وكړئ . تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين ) حلا ل شوي دي؛خو هغه چې تردې وروسته به درته ولوستل شي ( او استثنا شي) او د احرام په حال كې ښكاركو ل روا مه بولئ،په رښتيا خداى چې څه غواړي ( او مصلحت وي ) حكم كو ي . ))

* ((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (نور/١٩)= په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ .))

* ((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (انفال/٤١)= اوكه تاسې پر الله او پر هغه څه ايمان راوړى وي،چې له حقه د باطل د بېلوالي پر ورځ (؛يعنې) د دواړو لښكرو د مخامخېدو پرورځ [=د بدر د غزا ورځ ] موږ پر خپل بنده نازل كړي ول) پوه شئ كه هر څه په غنيمت ونيسئ؛نو پينځمه يې د خداى او پېغمبر او (د هغه) د خپلوانو،پلار مړيو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده (؛نو دا برخه په خوښۍ وركړئ ) او خداى پر هر څه قادر دى . ))

 

مكي سورتونه

هغه آيتونه مكي دي،چې پر پېغمبر اکرم “ص” په مكه كې نازل شوي دي او د يادونې وړ ده، چې د څښتن تعالى استازي د وحې تر پيل وروسته لس كاله په مكه كې ژوند وكړ.

 

د مكي سورتونو ځانګړنې

* هغه آيتونه،چې په مكه كې نازل شوي دي .

* هغه سورتونه،چې په پيل كې يې (كلا) راغلي دي.                                                       * هغه سورتونه ،چې سجده پکې وي؛ لكه :

الف : فصلت

ب : نجم

ج : علق

د: سجده

* هغه سورتونه،چي په پيل كې يې د رمز ټكي راغلي وي ؛ لكه ( الم، طه، كهيعص) ؛ خو بې د “بقري” او “آل عمران” له سورتونو .

*   هغه سورتونه،چې د پخوانيو امتونو او پېغمبرانو كيسې پكې راغلې وي؛ خو بې د بقرې له سورته .

* هغه سورتونه،چې د حضرت آدم او شيطان كيسه پکې راغلې وي؛خو د بقرې له سورته .

* هغه سورتونه،چې “ياايها الناس” پكې راغلى دى .

* هغه سورت،چې “ياايها الذين آمنوا” پکې نه وي راغلى؛ خو بې د حج له سورته .

* د قرآن وروستي لنډ آيتونه مكي دي .

 

د مكي سورتونو نورې ځانګړنې

مكي آيتونه په داسې يو چاپېريال كې نازل شوي دي ، چې پېغمبر اکرم “ص” له ځيږو مشركانو او متعصبو جنګياليو سره مخ و، چې دوى د حق د آيتونو اورېدو ته چمتو نه وو او پر پېغمبر اکرم “ص” يې ملنډې وهلې .

دا آيتونه لنډ او ګواښوونكي دي،چې پكې د هغه وخت د خلكو ديني او اخلاقي انحرافات راغلي دي . په څرګندو دلايلو د څښتن تعالى وجود ثابتوي او د قيامت له حتمي راتګه خبر وركوي او له بوت لمانځنې سره په كلكه مبارزه كوي .

په دې آيتونو كې څښتن تعالى په ډ ېرو ځايونو كې قسم ياد كړى دى ، چې معمولا د ( كلا ) له ټكي سره يو ځاى دى .

د څښتن تعالى آيتونه ټولنيز او غوڅ بيانېږي او د اسلام احكام او قوانين پكې نه دي راغلي؛ځكه خلك يې عملي كولو ته چمتو نه وو او مسلمانان په دې آيتونو كې صبر او زغم ته رابلل شوي دي .

 

د مكي آيتونو څو بېلګې

* ((الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ (هود/١)= ا لف ،لام ،راء . (دا قرآن) يو کتاب دى،چې آيتونه يې ټينګ او پايند شوي دي بيا د حكيم (او) باخبره خداى لخوا ( بې له نېمګړتياوو) په څرګنده تشريح شوى دى ))

* ((أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ(عاديات/٩)= ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر وخت څه چې په قبرونوكې دي،(ژوندي)راپورته كېږي . ))

* ((إِنَّ إِلَهَكُمْ لَوَاحِدٌ (صافات/٤)=چې بېشكه ستاسې معبود يوازې ايكې يو دى .))

* ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ .اللَّهُ الصَّمَدُ .لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ .وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (اخلاص)= ووايه : (( هغه “الله”يو دى،”الله” پر ځان پوره او مړه خوا (صمد) دى نه يې څوك زېږولى او نه له چا زېږېدلى دى  او هېڅوك يې سيال او سارى نه دى .))

 

يوولسمه زده کړه :

 

د قرآن د آيتونو ظاهر او باطن

قرآن يو ظاهر لري،چې د الهي آيتونو هماغه ظاهري مانا يې ده؛ خو د رسول اكرم(ص) د وينا له مخې، قرآن هم ظاهر لري او هم با طن او په هر باطن كې يې اوه نور باطنه دي .

 

آيا د قرآن ظاهراو باطن سره په ټکر كې دي؟

ددې پوښتنې ځواب “نه” دى .

د قرآن ظاهر او باطن هېڅكله په ټکر كې نه دي؛ځكه په لومړۍ كتنه كې يوه مانا لري؛خو كه څوك وغواړي په ستر سمندر كې ورغوپه شي؛ نو كولاى شو ډېر حقايق ترې را وباسي، چې ډېرو ته معلوم نه دي.

په دې باب مو يو مثال ته پام را اړوم :

((وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ (نساء/٣٣٦)= او الله ونمانځـئ او هېڅوك ورسره شريك مه نيسئ))

د آيت د باطن د مفهوم لومړى پړاو .

څه چې ددې آيت له ظاهره معلومېږي دادى،چې د بوتانو له عبادته بايد ډډه وشي؛ځكه د بوتانوعبادت له څښتن تعالى پرته بل ته خشوع او خضوع ده او انسان د څښتن تعالى له اطاعته لرې كوي؛لكه څنګه چې له شيطانه لاروي دشيطان عبادت دى .

اړوند آيت داسې وايي :

((أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ (يس/٦٠)= 60   د آدم اولادې! ايا ما له تاسې سره تړون نه وكړى،چې شيطان مه لمانځئ؛(ځكه) چې هغه مو ښكاره دښمن دى؟!))

ځكه د شيطان په عبادت د څښتن تعالى عبادت له منځه ځي.

دآيت د مفهوم دباطن دويم پړاو :

كه آيت ته ځيرشو؛ نو و به وينو،كه انسان بې له خدايه او يا د خپلو ځاني غوښتنو لاروي وكړي؛ نو هېڅ توپير نه لري او دواړه ناروا او غلطې چارې دي .

څښتن تعالى وايي : ((افرايت من اتخذ الهه هواه= آياهغه دې ونه ليد،چې ځاني غوښتنې يې خپل څښتن كړ؟ ))

دآيت د مفهوم دباطن درېم پړاو :

كه آيت ته سم ځير شو؛ نو پوه به شو : هغوى چې بې له خدايه د بل هر چا اطاعت وكړ؛ نو څښتن تعالى به يې پر عذاب ككړ كړي او په دوزخ كې به ور واچوي.

((ولقدذ رانالجهنم كثيراً من الجن …..اولئك هم الغافلون = دوزخ به له پېريانو او انسانانو نه ډك كړو؛ځكه دوى له غفلت كوونكيو څخه وو . ))

 

د آيت د باطن څېړنه او پايله :

* لومړى پوه شو،چې بايدد بوتانوعبادت و نشي .

* انسان بايد بې له خدايه بل چاته خاضع اوخاشع نشي .

* انسان بايد له ځاني غوښتنو لاروي و نه كړي .

*   له خدايه بايد غفلت و نشي او بې له هغه بل ته توجه ونشي .

 

 

دولسمه زده کړه :

 

 

د قرآن محكم او متشابه آيتونه

هغوى چې له قرآن سره آشنايي نه لري؛نو په لومړۍكتنه كې داسې انګېري،چې د قرآن آيتونه د ټكيو،حركاتواو د هغه د درك له اړخه سره يو شانته دي؛خو كله چې آيت ته سم ځير شو؛نو پر آيت د پوهېدنې لپاره به ډېركوښښ او تدبر ته اړ شو.

د قرآن ځينې آيتونه د مانا او مفهوم له نظره داسې دي، چې د پوهېدنې وړ دي او دليل ته اړتيا نه لري؛خو ځينې د مفهوم له اړخه روښانه نه دي،چې د پوهېدنې لپاره يې نورو آيتونو ته اړين يو.

 

محكم آيتونه

د محكم لغوي مانا: هغه څيز،چې محكم،ټينګ،استوار او زيان نه منونكى وي او فساد ورته لار نشي موندلاى .

 

محكم د قرآن له تفسيري اړخه :

هغه آيتونه،چې مانا اومفهوم يې په بشپړه توګه څرګند دى او د پوهې لپاره يې نورو آيتونو او روايتونو ته اړتيا نه وي؛لكه هغه آيتونه،چې د احكامو،موعظو،ادابو او اخلاقو په باب خبرې كوي؛ لكه :

* ((وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (انفال/٤٦)= او د خداى (د فرمان) او د هغه د استازي اطاعت وكړئ،په خپلو كې شخړې مه کوئ،چې بې زړه او کمزوري شئ او ځواك (او برم) مو له منځه ولاړ شي! له زغمه كار واخلئ؛(ځکه) چې خداى له زغمناکو سره دى . ))

* ((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ (لقمان/١٧)= يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او هر کړاو،چې درباندې راشي، و يې زغمه چې دا له سترو چارو دي . ))

* ((وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا (اسراء/٥٣)= او زما بندګانو ته ووايه :((چې تل ښه خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان(د ناوړو خبرو له لارې ) د هغوى ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛[ځکه] چې شيطان تل د انسان ښكاره دښمن دى . ))

په دې درې آيتونو كې مو وكتل، چې د هر آيت مانا اومفهوم روښانه دى او پر مفهوم د پوهېدو لپاره نورې پلټنې ته اړتيا نشته،چې داسې آيتونو ته محكمات ويل كېږي.

* ((هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ (آل عمران/٧)=    7 هماغه خداى دى،چې دا (اسماني) كتاب يې پر تا نازل كړ، چې يوه برخه آيتونه يې “محكمات” [ =څرګنداو روښانه] دي،چې د دې كتاب ا صلي بنسټ دى ( او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب،دې آيتونو ته په مراجعه كولو لرې كېږي) او بله برخه يې “متشابهات” دي (هغه آيتونه دي،چې مطالب پكې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره ځينې نور اړخونه هم پكې په پام كې نيول شوي دي؛نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلابېل احتمالات راځي؛خو بيا محكماتو ته په پام سره د هغوى تفسير روښانېږي) ))

په ټول كې د قرآن آيتونه دوه ډوله دي :

1- محكمات .

2-متشابهات.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د يارلسمه زده کړه :

 

 

محكمات او متشابهات

 

د ويمه برخه : متشابه آيتونه :

د متشابهاتو لغوي مانا : هغه څيزونه،چې يوشانته وي، ورته متشابهات وايي .

له قرآني نظره د متشابه تعريف: هغه آيتونه،چې مفهوم او مانا يې روښانه نه وي او د پوهې لپاره يې نورو روايتونو او آيتونو ته اړتيا وي او په بله وينا: هغه آيتونه،چې د انسان لپاره مشتبه وي .

د قرآن لاندې آيت هم ګواهي وركوي،چې د قرآن ځينې آيتونه متشابه دي .

* ((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاء وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ (زمر/٢٣) = 23 خداى ډېره غوره او ښكلې خبره د كتاب [په بڼه] نازله كړې ده (داسې) كتاب،چې آيتونه يې (په ښكلا،ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري،چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني زيږېږي بيا يې د باندې او دننه (جسم او روح) د خداى په ياد نرمېږي،دا د خداى لارښوونه ده،چا ته چې يې خوښه شي، هغه ته يې ورښيي او څوك چې خداى بې لارې كړي؛نو بيا ورته هېڅ لارښود نشته . ))

و مو ويل : متشابه آيتونه هغه آيتونه دي،چې مانا يې روښانه نه وي او د پوهې لپاره يې د قرآن نورو آيتونو ته اړتيا وي .

دقرآن د متشابهو آيتونو څومثالونو ته پام وكړئ :

* (( يدالله فوق ايد يهم = د خداى لاس پر ټولولاسونو برلاس دى . ))

د آيت ظاهري مانا خو داده چې د خداى لاس تر ټولو غښتلى او بر دى حال داچې ټول ګروهمن يو،چې خداى جسم نه دى، چې لاس ولري؛نو په دې آيت كې له لاسه مطلب د خداى ځواک دى،چې پر ټولو ځواکونو برلاسى دى او په دې ځانګړنه كې هېڅ څوك ورته نشي رسېدلاى ، چې د”ليس كمثله شئ” له آيته په ګټنه داسې يو مفهوم ته رسېداى شو،چې د خداى ځواک پر ټولو برلاسى دى.

* ((وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا (فجر/٢٢)=او ستا (د) پالونكي [فرمان] اوپرښتې ليكه په ليكه راشي .))

د آيت ظاهري مانا خو داده،چې د قيامت پر ورځ به خداى او پرښتې په منظمو ليکو کې د محشر ميدان ته راځي .حال داچې ددې آيت واقعي مفهوم دا نه دى؛ځکه د روايتونو په رڼا کې ليدل کېږي،چې خداى نه ليدل کېږي؛ځکه جسم او ماده نه ده،چې وليدل شي؛خو د شورى سورت له يوولسم آيته په ګټنه (ليس کمثله شى) ددې آيت واقعي مفهوم ته ورسېداى شو او هغه داچې د قيامت پر ورځ به د خداى پر ځواک او ارادې پرښتې په منظمو ليکو کې د محشر ميدان ته راشي .

مهم ټکى :

پر قرآن د پوهېدنې لپاره پر محکماتو او متشابهاتو ځان پوهول خورا اړين دي،چې د قرآن په پوهېدو کې کاږه نه شو.

 

 

 

 

 

 

 څوارلسمه زده کړه :

 

 

متشابهات څه ګټه لري

غوره به نه وه،چې د قرآن ټول آيتونه څرګند او واضح وو ، چې دپوهې لپاره يې نورو آيتونو ته اړتيا نه وه؟

ددې پوښتنې د ځواب لپاره مو پام لاندې دوو مطلبونو ته را اړوم:

* داچې قرآن د ټولو زمانو كتاب دى او د يوې ځانګړې زمانې لپاره نه دى راغلى؛نو بايد ددې كتاب آيتونه داسې وي، چې د ټولو زمانو غوښتنو ته ځواب وركړي او د علم له پرمختګ سره جوخت خو لا څه چې مخكې هم تر ې حركت وكړاى شي .

* بل داچې قرآن بايد پر يوه داسې بڼه وي،چې ټول انسانان ترې په هره علمي کچه كې، چې وي،ګټنه وکړي .

ددې دوو مطلبونو تر بيانولو وروسته د متشابهاتو ځاى په قرآن كې روښانېږي .

لاندې آيت ته دبېلګې په توګه پام وكړئ :

*(( ومن آياته خلق السموات والارض ومابث فيهمامن دابة= “د نړۍ د پالونکي له نښو څخه داده،چې اسمانونه او ځمكه يې پېدا كړل، چې ژوندي موجودات پكې ژوند كوي.”

ددې آيت د مفهوم له مخې په اسمانونو كې ژوندي موجودات شته،چې پكې ژوندكوي .

قرآن تقريباً يو زر او څلور سوه كاله مخكې نازل شوى دى او كه په هغه وخت کې مو هغه خلكو ته چې له فضايې علومو خبر نه وو،ويلي ول،چې په اسمانونو كې هم ژوندي موجودات شته؛ نو څوك پرې نه پوهېدل؛خو نن د فضايي علومو په رڼا كې هر چا ته د منلو وړ ده او پردې سربېره متشابه آيتونه د كراماتو او معجزاتو خزانه ده.

متشابهو آيتونو ته كه پام وشي؛نو جوته به شي،چې په دې آيتونوكې ډېر زيات رازونه پټ دي. هر څېړونكى او د بصيرت خاوند كولاى شي دا رازونه رابرسېره كړي،چې دا خبره په خپله ددې لامل ګرځي،چې انسان په الهي آيتونوكې تفكر وكړي او دې خزانو ته ځان ورسوي .

 

په قرآن کې نامفهوم آيتونه نشته

که قرآن ټکى په ټکى ولوستل شي؛نو ان يو آيت به هم پکې پيدا نه کړئ،چې مانا او مفهوم به نه لري؛ځکه هر بې مانا کار “لغو” دى او خدى له هر ډول عيب او نيمګرتيا ځنې پاک دى او بې ځايه چارې نه کوي او پردې سربېره د قرآن يو آيت هم بل آيت نه دروغجنوي .

رسول الله (ص) وايي : (( په رښتيا قرآن ددې لپاره نه دى رانازل شوى،چې يو آيت يې بل آيت تکذيب کړي؛بلکې يو آيت بل آيت تصديقوي؛نو پر هر څه يې چې پوه شوئ،عمل پرې وکړئ او څه چې درته متشابه شول؛نو يوازې ايمان پرې ولرئ .))

د رسول الله (ص) له حديثه دا جوتېږي،چې :

١-هېڅ آيت بل آيت نه دروغجنوي .

٢-ځينې آيتونه ځينې نور آيتونه تصديقوي .

٣-که د متشابه پر مانا پوه نه شو؛نو انکار ترې و نه کړو؛بلکې ايمان پرې راوړل شي .

٤-پر ځينو آيتونو نه پوهېدل يې پر بيهوده توب دلالت نه کوي .

ددې خبرې يادول اړين دي،چې د قرآن د آيتونو محکم او متشابه والى د انسانانو په پوهې پورې اړه لري او يوه نسبي خبره ده،کېداى شي يو آيت د يو ستر عالم لپاره محکم (؛يعنې مانا يې ورته روښانه وي) او همدا آيت يو لږ لوستي انسان ته متشابه وي .

په دې باب د امام صادق دې روايت ته پام وکړئ :

د قرآن محکم هغه دي،چې عمل پرې کولاى شو او متشابه هغه دي،چې چا ته متشابه او نامعلوم وي .

او که متشابه آيتونه مو وليدل؛نو ايا توجه ورته و نه کړو او په حقيقت پسې ولاړ نه شو او که له نورو آيتونو په ګټنه پرې ځان پوه کړو .

ددې پوښتنې ځواب امام رضا داسې ورکړى دى :

امام رضا وايي : (( که چا ځان د قرآن متشابه ته د محکم له لارې ورساوه؛نو سمه لار يې موندلې ده او په رښتيا،چې زموږ په روايتونو کې هم متشابه شته؛نو د قرآن په څېر د محکم له لارې متشابه ته ځان ورسوئ او يوازې له متشابهو لاروي مه کوئ؛ګنې نو بې لارې به شئ .))

 

پينځلسمه زده کړه :

تاويل

د اسلام له صدره په تېره بيا تر څلورمې پېړۍ وروسته په مهم بحث،چې مطرح و،چې په مفسرانو او څېړونکيو کې د تاويل علم دى،چې په دې باب بېلابېل نظريات مطرح شوي دي .

تاويل؛يعنې څه ؟

د تاويل په باب ډول ډول نظريات دي،چې موږ يې لاندې نظر راوړى دى :

د الفاظو د باطن مفهوم ته تاويل وايي،چې د ” اول” له ټکي څخه اخستل شوى دى.

تاويل؛يعنې د يو آيت مانا او مفهوم يې لومړني،بشپړ او واقعي مفهوم ته رسول دي .

 

له تاويله ناوړه ګټنه

د يو آيت حقيقي مفهوم ته د رسېدو لپاره وسايلو ته اړتيا لرو او پردې سربېره بايد له غرض،تعصب،مادي ګټو او دنياغواړۍ ډډه وشي .

د اسلام په لومړيو کې دوو ډلو د اسلام له تاويله ناوړه ګټنه کوله:

لومړۍ ډله :هغوى چې بسيا پوهه يې نه درلوده؛ځو ځانونه يې پوهان ګڼل؛نو ځکه د قرآن د تفسير پر مهال به تېروتل او پر کږه به تلل.

دويمه ډله : هغوى چې بې له ناپوهۍ يې سياسي او دنيوي موخې درلودې او د خپلو غوښتنو له مخې يې قرآن تفسير او توجيه کاوه،چې د خوارجو او نهروا ډلې په دې شمېر کې دي .

 

خوارج څوک وو ؟

خوارج هغه مسلمانان وو،چې لمونځ،روژه،او ان د شپې لمونځونه يې نه قضا کول؛خو په خواشينۍ،چې ناپوهه عابدان او ناپوهه زاهدان وو،چې تعصب او ځانمنۍ يې د بصيرت سترګې ړندې کړې وې او د پېغمبر اکرم (ص) د خليفه او ځايناستي د لاروۍ پر ځاى يې ځانونه د راى خاوندان وګڼل،ځانونه يې د قرآن مفسران او تر ټولو غوره ګڼل او ددې بې لارې مسلمانانو خبره تردې راورسېده،چې حضرت علي (ک) يې پر بې لارۍ او له دينه پر وتو تورن کړ او له هغه يې وغوښتل،چې توبه دې وباسي،چې بالاخره ددې کوږپوهه،بې عقله او دنيا غواړې ډلې کار دې ته راورسېد،چې په حضرت علي (ک) پسې راپاڅېدل او حضرت علي يې اړ ايسته،چې له ځان د دفاع ورسره وجنګېږي او څه نا څه څلور تنه يې له هغوى ووژل؛البته ددې خبرې يادول اړين دي،چې رسول الله (ص) دداسې مغرضې ډلې خطره خلک له پخوا خبر کړي وو .

رسول الله (ص) وويل : علي ! زه د قرآن د تنزيل لپاره جنګېږم او ته به د قرآن د تاويل لپاره جنګېږې.))

له تنزيله مطلب يې تحت الفظي او روښانه مانا ده. رسول الله (ص) به الهي احکام خلکو ته تشريح کول؛خو مشرکينو،کفارو او منافقينو به ورسره نه منله؛نوځکه پېغمبر اکرم،علي (ک) ته وويل : ستا په وخت کې ډېرى خلک مسلمانان وي او د الهي احکامو او اخلاقي مسلو سره به ستونزه نه لري؛خو يوه فرصته طلبه،سودجو،دنيا غواړې او مغرضه ډله به آيتونه په خپله خوښه تاويلوي،چې يوه ډله به هم ځان سره بې لارې کړي.

 

د تفسير او تاويل ترمنځ توپير

و مو ويل،چې تاويل هغه ته وايي،چې پېچلتيا او ابهام پکې وي او د آيت ظاهر مفهوم له باطن سره توپير ولري او د ظاهر او باطن ترمنځ يې واټن وي او يوازې خداى،پېغمبر او په علم کې راسخون او اهلبيت د داسې آيتونو تاويل کولاى شي .

خو تفسير داسې نه دى؛بلکې له قرآن علومو په ګټنه؛لکه :

١- شان نزول .٢- له وحې سره اشنايي .٣- له محکم او متشابه سره اشنايي .٤- د قرآن پر ظاهر او باطن احاطه .٥- له عربي ادبياتو سره اشنايي ….. کولاى شو،چې د آيت پر مفهوم پوه شو،چې د لاندې آيت تفسير اوتاويل ته پام وکړئ :

(يخرج الحى من الميت)

د آيت لومړنى او ساده تفسير داسې دى : خداى له مړيو ژوندي راباسي (لکه چورګوړى،چې له هګۍ راوځي)؛خو د آيت تاويل داسې دى : خداى د ځمکې له زړه (قبرونو) نه انسانان راپاڅوي او ژوندي به يې کړي،چې د حشر ميدان ته راشي او کېداى شي د آيت نور مفاهيم هم وي،چې پر تاويل يې يوازې خداى،پېغمبر اکرم،امامان او د بصيرت خاوندان پوهېږي .

قرآن مو تفکر او تعقل ته رابولي

په قرآن کې ډېرى داسې آيتونه دي،چې تفکر،تعقل او تدبر ته مو رابولي؛لکه :

((والکتاب والمبين انا جعلناه قرآن عربيا لعلکم تعقلون و انه فى ام الکتاب لدنيا لعلى حکيم =دا کتاب مو پر عربي درولېږه،چې تعقل او تدبر پکې وکړئ او د آيتونو مفهوم په ام الکتاب کې له حکيم خداى سره دى .))

سره له دې،چې د ځينو آيتونو تاويل روښانه نه دى او حقايق يې خداى ته معلوم دي؛خو سره له دې ټولو خبرو قرآن د ژوند کتاب دى او تل مو تفکر ته رابولي .قرآن يو غير قابل فهم او نه حل کېدونکې معما نه ده،چې څوک يې حل نه کړاى شي. قرآن د ويلو،پوهېدو او عمل کولو کتاب دى .

 

راسخون فى العلم څوک دي ؟

راسخون فى العلم د نبوي کورنۍ امامان دي،چې د معارفو او الهي حقايقو سرچينې دي،چې د قرآن تاويل او تفسير ورسره دى،چې خداى تعالى په قرآن کې سپېڅلي ګڼلي دي .

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب/٣٣) = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

((إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ . فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ . لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ = بېشکه چې هغه (قرآن) عزتمن لوستونى دى،(د الهي علم) په پټ کتاب کې ، چې يوازې پاکان لاس وروړاى او پرې پوهېداى شي .))

 

شپاړسمه زده کړه :

 

د قرآن سورتونه

په نهمو او لسمو زده کړو کې مو وويل،چې د قرآن سورتونه پر دوو برخو ويشل شوي دي؛يعنې ١- مکي .٢-مدني سورتونه .

 

د اوږدوالي او لنډوالي له اړخه د قرآن سورتونه :

هغوى چې وايي؛نو ليدلي به يې وي،چې د قرآن ځينې آيتونه اوږده او ځينې يې لنډ دي؛د بېلګې په توګه : د قرآن تر ټولو اوږد سورت د بقرې سورت دى،چې ٢٨٦ آيتونه لري او د قرآن لنډ سورتونه “والعصر،نصر او کوثر دي،چې هر يو درې آيتونه لري .اهل فن د سورتونو د لنډوالي او اوږدوالي په پامنيوي د قرآن سورتونه څلور برخې کړي دي.

١- سبع الطول (اوه اوږده سورتونه) :

د قرآن اوه سورتونه؛لکه :١-بقره .٢-آل عمران .٣-نساء.٤- مائده .٥- اعراف .٦-انعام او اعراف اوږده سورتونه دي .

٢- سور المثالي (نه اوږده او نه لنډ سورتونه) :

دا سورتونه نه د بقرې او آل عمران په څېر اوږده او نه د والعصر او کوثر په څېر لنډ دي؛بلکې منځني دي او ډېرى خلک همدا سورتونه په خپلو لمونځونو کې وايي .

٣-سور المضعلات (لنډ سورتونه او د فصل سورتونه)

داسې سورتونه په قرآن کې د فصل فصل په بڼه ليدل کېږي .

 

د قرآن د سورتونو په باب توضيح

د قرآن ځينې آيتونه په (حم) پيل شوي دي،چې دې سورتونو ته “حواميم” ويل کېږي . هغه سورتونه،چې په (الف،لام،ميم) پيل شوي وي ورته د(الف،لام،ميم) سورتونه ويل کېږي ،چې دادي :١- بقره .٢-آل عمران .٣-اعراف .٤-عنکبوت .٥-روم .لقمان او سجده .

هغه سورتونه،چې پر (سبح) او يا (يسبح) پيل شوي دي،ورته (مسبحات) ويل کېږي،چې دادي :١-اسراء .٢-حديد .٣-حشر .٤_صف . ٥- جمعه .٦- تغابن .٧-اعلى .

هغه سورتونه،چې په (الف،لام ،را) پيل کېږي،ورته د (الف،لام ،را) سورتونه ويل کېږي،چې دادي : ١-يونس .٢-هود .٣-يوسف .٤-رعد .٥- ابراهيم .٦-حجر .

د غدايم سورتونه :

هغه سورتونه،چې واجبه سجده لري : ١-سجده .٢-فصلت .٣-علق .٤-نجم .

په دې سورتونو کې مو چې له آيت سره د سجدې ټکى وليد؛نو بايد سجده يې پر ځاى کړو .

د څلور قل سورتونه :

په قرآن کې څلور سورتونه دي ،چې د (قُل)په ټکي پيل شوي دي ،چې د “څلورقُل”سورتونه ورته ويل کېږي،چې دادي :١-کافرون .٢-توحيد .٣- فلق .٤-ناس .

د طواسين سورتونه :

هغه سورتونه،چې په پيل کې يې “طس” يا “طسم” راغلي وي،چې دادي : ١- شعراء.٢- نمل .٣-قصص .

د معوذتين سورتونه :

د “فلق” او “ناس” سورتونه پر “قل اعوذ” پيل شوي دي،چې معوذتين ورته ويل کېږي؛يعنې انسان ددې سورتونو په ويلو له خدايه پناه غواړي .

 

اوولسمه زده کړه :

 

ناسخ او منسوخ

د قرآن پر ناسخو او منسوخو آيتونه پوهېدنه په قرآن پوهنه کې خورا ونډه لري .

 

د ناسخ او منسوخ مانا :

که د قرآن په آيتونو کې تدبر او تفکر وشي؛نو داسې آيتونه به پيدا کړو،چې نور آيتونه يې “نسخ” کړي دي او د هغه پخوانى حکم يې يا بدل کړى او يا يې له منځه وړى دى او نوى حکم يې د هغه ځايناستى کړى دى،چې په داسې وخت کې هغه آيت ته حکم يې منسوخ يا بدل شوى دى او پر ځاى يې يو بل حکم راغلى وي،”منسوخ” او نوي آيت ته چې پخوانى حکم يې نسخ کړى،”ناسخ” وايي .

لاندې مثالونو ته پام وکړئ :

١- له بيت المقدس نه کعبې ته د قبلې رااوړېدل

((قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ (بقره/١٤٤) = په يقين،چې (د وروستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خواته ستا بيا بيا مخ اوښتل وينو!،دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو،چې ستا خوښېږي (؛نو د مسجدالحرام خواته مخ وګرځوه او چېرته،چې واست،مخ هماغې لوري ته واړوئ او په حقيقت کې چا ته،چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي،چې(د قبلې بدلېدل ) د خداى له لوري (پرځاى او) سم دي او په خپلو كتابونو كې يې لوستي دي،چې دا سلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي او خداى ( ددې آيتونوپه پټولو كې ) له كړنو يې ناخبره نه دى .))

د مسلمانانو لومړۍ قبله “بيت المقدس” و؛يهودانو او د پېغمبر اکرم (ص) دښمنانو پېغمبر اکرم ته پېغورونه ورکول،چې تاسې مسلمانان قبله نه لرئ او مجبور ياست،چې زموږ د قبلې پر لور لمونځ وکړئ،چې پېغمبراکرم دې پېغورونو خورا خپه کړ،چې خداى تعالى ددې آيت په رالېږو قبله له بيت المقدسه کعبې ته راواړوله او په قرآن اصطلاح په هغه آيت کې،چې بيت المقدس پکې قبله معرفي شوې وه،منسوخ شو او دا آيت،چې نوى حکم يې راوړى دى ناسخ دى .

٢- د ښځې د عدې د وخت بدېدل،چې له يوه کاله څلور مياشتو او لسو ورځو ته راټيټه شوه

((وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم مَّتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِيَ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (بقره/٢٤٠)= او له تاسې چې څوك ومري او كونډې ترې پاتې شي،هغوى بايد خپلو كونډو ته دا وصيت وكړي،چې تر يوه كال پورې دې د هغوى لګښت وركړ شي،په دې شرط،چې هغوى ( د مېړه له كوره ) و نه وځي (او بل واده ونه کړي) او كه (په خپله خوښه) ووتلې (؛نو پر تاسې د لګښت حق نه لري؛خو هغوى چې ) د خپل ځان په برخه كې په ښه توګه هر څه كوي،پر تاسې يې ګناه نشته او خداى ناماتى حکيم دى .))

د بقرې سورت د ٢٤٠ آيت د څرګند نص له مخې د هغې ښځې،چې مېړه ومړ؛نو تر يوه کاله بل مېړه نشي کولاى؛خو په همدې آيت کې (بقره/٢٣٤) کې د ٢٤٠ آيت حکم نفې شو او له يوه کاله څلور مياشتې شو.اړوند آيت ته پام وکړئ :

((وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (بقهر/٢٣٤)= او له تاسې چې څوك مړه شي او كونډې يې پاتې وي؛ نو بايد څلور مياشتې او لس ورځې ( په عدت كې ) تېرې كړي؛خو که دا موده يې پوره كړه؛نو بيا پر تاسې ګناه نشته،چې كه څه غواړي،هغوى دې په خپله خوښه په ښه توګه وكړي (او د خپلې خوښې له سړي سره دې واده وكړي)او خداى ستاسې له كړنو خبر دى .))

 

٣- د شپې فرض لمونځ مستحب شو

د زمر د لومړيو آيتونو له مخې د شپې لمونځ پر پېغمبر اکرم او نورو مؤمنانو فرض و؛خو د همدې آيت په پاى کې (٢٠ آيت) خداى دا لمونځ مستحب کړ،وايي،چې څومره او د شپې په هر وخت کې کې مو چې خوښه وه؛لمونځ وکړئ .

 

٤-د نجوا حراموالى او د صدقې ورکول

قرآن کريم له پېغمبر اکرم سره نجوا او په غوږ کې خبرې،چې پېغمبر اکرم به يې زوراوه او د مسلمانانو په منځ کې يې د نااعتمادۍ فضا رامنځ ته کوله،حرامه کړه او داچې ځينو نجواوو او پسپسکيو ته اړتيا وه او پېغمبر اکرم بايد د جګړې په باب ځينې مسايل ورسره په غوږ کې وکړي؛نو خداى تعالى پخوانى حکم (مجادله/١٢) له منځه يووړ،و يې ويل :که څوک له رسول الله سره نجوا کول غواړي؛نو بايد صدقه ورکړي .پخوانى حکم،چې نجوا پکې حرامه وه،نسخ شوه او د صدقې ورکول حکم يې پر ځاى راغى .

٥- له کتابيانو سره د سوله اييز چلن حکم يې پر وژلو بدل شو

د بعثت په پيل کې خداى د ځينو مصلحتونو په پامنيوي خپل استازي ته حکم وکړ،چې له کتابيانو (يهود او نصاراوو) سره سوله اييز چلن ولري؛خو په اوسنيو شرايطو کې،چې هغوى د مسلمانانو پر خلاف دسيسې کوي؛نو خداى تعالى د يو آيت په رالېږلو يو نوى حکم وکړ،چې وايي : که هغوى هغه څه چې خداى او رسول يې حرام کړي دي،حلال وګڼي او له درسره جګړې ته ملاوتړي؛نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او د حق دين منلو ته يې اړ کړئ او که داسې يې و نه کړل؛نو و يې وژنئ .))

 

د نسخ ګټې

کله دا پوښتنه ذهن ته راځي،چې ولې خداى تعالى خپل ځينې احکام پرېکنده او ثابت کړي نه دي،چې نوي حکمونو ته پکې اړتيا نه وي؛نو په احکامو کې دا دوه ګوني د څه لپاره ده ؟

ځواب : داچې پالونکى څښتند ټولو موجوداتو ښوونکى دى او ټول موجودات د کمال پر لور روانوي او د هستۍ تر ټولو بشپړ موجود هم بايد په دې بهير کې حرکت وکړي او هره شېبه د تکامل او روزنې لار ووهي .

اسلام د خلکو د روزنې او لارښوونې لپاره راغلى دى،چې د اسلام ځينې موضوعات په ګروهو،زړه او عقل پورې اړوند دي،چې له ټولنيزو پېښو سره هېڅ تړاو نه لري او تل يې ډېرى خلک مني،چې هر وخت پر يوه بڼه ابلاغ شي او حکم يې ثابت او قطعي دى .

خو عبادتونه،معادلې،شرعي احکام او ټولنيز مسايل د وخت او په ټولنه کې د پېښو تابع دي او خداى هم ددې ټولنيزو شرايطو په پامنيوي خلکو ته لارښوونه کوي؛نو الهي احکام د اصلاح او روزنې لپاره د نوون اود زماني شرايطو په پامنيوي صادرېږي؛لکه څنګه چې انسانان د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېلې غوښتنې لري؛نو ټولنه هم په هر وخت کې له هماغه وخت سره سم د روزنې او سمونې لپاره قوانينو ته اړتيا لري؛نو وروستۍ خبره داچې د آيتونو ناسخ او منسوخ والى د ټولنې د سمونې او روزنې لپاره دي؛ځکه يو حکم تللى او پر ځاى يې بل راغلى دى او د خداى ټولې چارې د حکمت له مخې دي .

 

اتلسمه زده کړه :

 

د قرآن موضوعات

قرآن کريم ١١٤ سورتونه لري،چې پر “حمد” پيلېږي او پر “ناس” پاى ته رسي .په ټول کې قرآن شريف ٦٦٦٦ آيتونه لري،چې هر آيت يې د يوې موضوع په باب خبرې کوي .

د قرآن له موضوعاتو سره آشنايي به راسره په قرآنپوهنه کې خورا مرسته وکړي؛په تېره بيا د خپلې خوښې د موضوع په ټاکنه کې او داچې قرآن په خپله هم وايي : (تبيان لکل شىءٍ) په دې کتاب کې د انسان ټولې غوښتنې او علمونه دي او انسان کولاى شي،چې پر موضوعاتو تر پوهېدو وروسته خپلې غوښتنې په قرآن کې راپيدا کړي؛نو دلته مو هڅه کړې،چې د قرآن ټوليز موضوعات لوستونکيو ته راوړو او د ځينې آيتونه،چې په بېلابېلو سورتونو کې له لږ توپير سره راغلي دي؛خو ګډ مضامين لري؛نو موږ يې له يادولو ډډه کړې ده اود قرآن د موضوع راوړو ته مو له موضوع سره اړوند آيت هم راوړى واى؛نو ګران لوستونکي ته به ستړې کوونکې وي؛نو ځکه مو يوازې د قرآن ټوليز موضوعات راوړي دي :

١- د اسلام ګروهيز آرونه .٢-توحيد .٣-نبوت.٤-معاد .٥-مشري او امامت .٦-د انسان پنځونه .٧-د روژې احکام .٨-وصيت .٩-اعتکاف . ١٠-د پلارمړي د مال له خوړو ډده کول .١١-د حضرت پلار؛يعنې حضرت عمران .١٢-د احد غزا .١٣-د اسلام د شهيدانو غوراوى .١٤-د دين په لار کې زغم او صبر .١٥-د ښځمنو چارې .١٦-ارث .١٧-د ښکار شرعي احکام. ١٨-د ځمکې پر مخ د ورانکاريو په باب احکام .١٩- د اوداسه احکام .٢٠- د لمانځه احکام .٢١-د غسل احکام .٢٢-د تيمم احکام .٢٣- له شرکه ډډه کول .٢٤-د بېوزلۍ له وېرې د اولاد له وژلو ډډه کول .٢٥- له موروپلار سره نېکي .٢٦- د انسانانو له وژلو ډډه کول .٢٧- د عدالت پلي کول .٢٨- پر ژمنه درېدل .٢٩- له نېغې لارې لاروي .٣٠-عامې شتمنۍ . ٣١-غنيمت .٣٢- له مشرکينو بې زاري او ورسره له اړيکو پرېکول .٣٣- الهي ځواک .٣٤- د پېغمبرانو : حضرت نوح،حضرت عيسى، حضرت يونس ، حضرت هود،حضرت عاد،حضرت صالح،حضرت صالح ، حضرت ثمود،حضرت شعيب، حضرت لوط،حضرت يوسف، حضرت ابراهيم،حضرت اسماعيل،حضرت يحيى،حضرت زکريا،حضرت يعقوب،حضرت خضر،حضرت سليمان،حضرت داود،حضرت آدم، حضرت الياس او آل ياسين کيسې .٣٥-معاد او د قيامت د ورځې پېښې.٣٦-د قيامت د ورځې جزا .٣٧- د ظالمانو عاقبت .٣٨- ايمان . ٣٩- د خداى ايکي يو والى .٤٠- د بني اسرائيلو کيسه .٤١- د اصحاب کهف کيسه .٤٢- د ياجوج ماجوج او ذوالقرنين کيسه .٤٣- حجاب . ٤٤- د زنا او لواط په باب احکام .٤٥- د متواضعو بندګانو احوال .٤٦-پر پېغمبر ايمان نه راوړل .٤٧-الهي سنتونه .٤٨- د شيطان سرغړونه . ٤٩-د قيامت پر ورځ د کافرانو احوال .٥٠-د جنتيانو احوال .٥١- له بندګانو الهي ازمېينه .٥٢-پرښتې .٥٣-د دوزخ عذاب .٥٤- د قيامت پر ورځ د انسان د غړيو ګواهي او لېينه .٥٥- د حضرت محمد (ص) رسالت. ٥٦-ځکمه،اسمانونه او فصلي بارانونه .٥٧-مرګ .٥٨- د مړيو راژوندي کېدل .٥٩- کړنليک .٦٠-د مسلمانانو برى .٦١- د پېغمبر اکرم پر وړاندې آداب .٦٢-د پېغمبراکرم (ص) مېرمنې .٦٣- د خداى قسمونه .٦٤-د کافرانو رټنه .٦٥- د حضرت محمد (ص) معراج .٦٦-د الهي نعمتونو يادونه .٦٧-نجوا .٦٨- صدقه .٦٩- منافقان .٧٠-حواريون .٧١- د جمعې لمونځ .٧٢-د تقوا سپارښتنه .٧٣- خداى ته د موجوداتو تسبېح .٧٤- قرض الحسنه .٧٥-واده او د طلاق احکام .٧٦- له دينه منکران .٧٧- پيريان .٧٨-وحې .٧٩-سحر او کوډې .٨٠-فرعون .٨١- جبرائيل .٨٢-د قيامت پر ورځ د سپوږمۍ او لمر نيول .٨٣-د قيامت د راښکاره کېدو نښې .٨٤-کرام الکاتبين .٨٥-د پېغمبراکرم مخالفان .٨٦- مطمئنه نفس .٨٧-د جنت بڼونه .٨٩- له مؤمنان د خداى خوښي .٩٠- د حضرت صالح اوښه .٩١- د قرآن نزول .٩٢-د قدر شپه .٩٣-شتمنپالي کافران .٩٤-د فيل اصحاب .٩٥-د ابابيل مرغۍ .٩٦-کوثر .٩٧- پر ابولهب لعنت .٩٨- د خداى صفات .٩٩- خلک (ناس) .١٠٠. پر نېکيو امر او له بديو منع .

 

 

 

 

 

نولسمه زده کړه :

 

قرآني کيسې

د قرآن د ځينو آيتونو د موضوع يوه برخه کيسې دي،چې د انسان په سمونه او لارښوونه کې وڼده لري او اصولا قرآني کيسې د بشر د عبرت او زده کړې لپاره راغلي دي.

*قرآن د کيسو کتاب نه دى؛خو ….

قرآن د کيسو کتاب نه دى؛خو داچې دا کيسې انسان ته ګټورې او عبرت ترې اخستاى شي؛نو خداى هم دا کيسې په قرآن کې راوړې دي او ډېره هغه پېښې دي،چې پخوا تېرې شوي دي،چې له راوړو يې موخه انسان ته د حقايقو لارښوونه او عبرت ښوول او د پخوانيو انسانانو پر احوال ځان پوهول دي .

دا کيسې د انسان له مخې د غفلت پردې لرې کوي،چې په خپله قرآن ددې کيسو د بيانولو موخه داسې ښوولې ده :

((نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (يوسف/٣)= موږ درته په دې وحې شوي قرآن كې ښې قيصې (او دقيصو دود) بيانوو او بېشكه چې مخكې ترې له ناخبرو وې ))

له آيته لاندې مهم ټکي جوتېږي :

١ _ قرآني کيسې تر ټولو غوره دي .

٢ _ په قرآني کيسو کې دپخوانيو احوال راغلى دى.

٣ _ قرآني کيسې له واقعيته لرې او خيال نه دي ؛بلکې الهي وحې ده.

٤ _ قرآني کيسې موږ له بې خبرۍ راباسي.

٥ _ قرآن کيسې عبرت دى او روښانه راتلونکى ته يو ځلېدونکى څراغ دى.

 

د قرآني کيسو په باب د ډاکټر فليپ څرګندونه

داکټر فليب يو نامسلمان عالم دى،چې په خپل کتاب (تاريخ عرب) کې يې د قرآني کيسو په باب داسې ويلي دي:

داچې قرآن، کيسې او د پېغمبرانو تاريخ رانقل کړى دى، موخه يې داده، چې خپل لارويان په اخلاقي او علمي عبرت پورې ونښولي، چې له دې کيسو د قرآن مطلب داستان او افسانه ويل نه؛بلکې غواړي لوستونکي يې د معنويت پر لور رهبري کړي او د پند او اديبانه عبرت له لارې يې انساني ستر مقام ته ورسوي او ګورو، چې په دې کې يو سپېڅلې موخه پټوي، چې په پخوا زمانه کې هم خداى نېکو خلکو ته انعامونه او بدچاريو ته عذابونه ورکړي دي.

 

*کيسه د پيغام لېږلو غوره لار ده :

د فصاحت او بلاغت له اصولو ځنې يو دادى،چې انسان خپل پيغام او مطلب ساده خلکو ته ورسوي؛يعنې انسان کولاى شي يوه لار وټاکي،چې پرې ښه او اسان خپل پيغامونه خلکو ته ورسوي،چې د دې خبرې د علمي کېدو لپاره ډېرى لارې شته ،چې ځينې يې دادي:

١ _ شعر. ٢ _ انځور ٣ _ موسيقي ٤ _ سينما ٥ _ تياتر ٦ _ ليک ٧ _ وعظ او خبرې ٨ _ ننداره او ٩ _ کيسه ، چې کيسې خلکو ته د پيغام رسولو غوره لار ده او دا يوازېنۍ لار ده، چې ډېرى خلک ترې په اسانۍ ګټه اخستاى شي. قرآن هم له ټولو اغېزمنو وسايلو نه د خپل پيغام د رسولو لپاره ګټه اخستې ده او د قرآن آيتونه هم، چې په ځانګړي خوږلني بيان شوي دي؛نو پر لوستونکي يې هم ځانګړى اغېز شته دى .

د قرآن ځينې آيتونه د کيسو او يا د يوې نندارى په بڼه په ماهرانه توګه د لوستونکي په ذهن کې انځورېږي او ځينې نور آيتونه هم د کيسو پر ‌بيانولو ننني انسانان د پخوانيو انسانانو د ماتو او بريو پر راز پوهوي؛ نو ويلاى شم، چې قرآني کيسې د پخوانيو خلکو د ماتو او بريو د راز پر پوهېدو يو مهمه لار ده.

قرآني کيسې د پخوانيو د تاريخ يوه برخه ده او د پخوانيو تاريخ هم د روښانه راتلونکي لپاره يو څراغ دى،چې خداى انسان ته په لاس کې ورکړى دى .

د قرآني کيسو شمېر

په دې باب څېړونو راښوولې ده،چې تقريبا په قرآن کې سل کيسې راغلې دي،چې عمدتا د انبياوو، بدچاريو، نيکچاريو،هېوادونو، عذابونو،خارق العاده پېښو، د قومونو سرغړونې ، جګړو،بوتانو، د عجيبو او غريبو پېښو په باب ( لکه د اصحاب کهف، اصحاب فيل) او هېښنده پېښې لکه اصحاب کهف او اصحاب فيل يې په ځانګړي خوږلني بيان کړي دي او ددې کيسې په ويلو انسان هم خوند اخلي او هم عبرت!

 

د قرآني کيسو څو بېلګې

 

د حضرت آدم عليه السلام کيسه:

په قرآن کې يوه کيسه د حضرت (آدم او حوا) په باب ده او د قرآني آيتونوپه رڼا کې حضرت آدم ته ١ _ ابوالبشر ٢ _ خليفة الله ٣ _ معلم الاسماء هم ويل کېږي،حضرت آدم لومړى تن و، چې خداى له خاورې وپنځاوه او پر ځمکه خپل خليفه کړ . حضرت آدم او حوا څه وخت په جنت کې وو، چې بيا شيطان تېرايستل او خداى هم له جنته راوايستل.

 

د حضرت ابراهيم عليه کيسه :

حضرت ابراهيم عليه السلام تر حضرت نوح عليه السلام وروسته دويم ستر او الوالعزم پېغمبر دى . حضرت ابراهيم پر “خليل الله” ، “خليل الرحمان” او په “ابوالانبياء” هم مشهور دى. د هغه د وخت ظالم او بې ايمانه پاچا به تل له حضرت ابراهيم سره مبارزه او مخالفت کاوه، چې بالاخره حضرت ابراهيم د بوتانو ماتولو له امله په اور کې واچول شو، چې دخداى په امر اور حضرت ابراهيم ته پر ګلستان بدل شو. يوه ورځ حضرت ابراهيم د خداى پر حکم خپل زوى حضرت اسماعيل او د يوې وينا له مخې حضرت اسحاق قربانۍ ته يووړ، چې قرباني او بلهار يې کړي او دا چار يې کاوه، چې خداى ورته يو پسه راولېږه ، چې د حضرت اسماعيل پر ځاى دې يې قرباني کړي . ددې ستر الهي پېغمبر له وياړنو ځنې د کعبې جوړول دي . حضرت ابراهيم د فلسطين په الخليل ښار کې ښخ دى .

 

د ابليس کيسه :

د قرآن يوه کيسه هم د ابليس يا شيطان په باب ده، چې يو عجيب غيبي مخلوق دى . ابليس له پيريانو ځنې دى او د خداى له حکمه يې سرغړونه وکړه،چې ورته يې ويلي وو، چې آدم ته سجده وکړه او خداى هم د سرغړونې له امله له خپل درشله وشاړه. ابليس قسم وخوړ،چې د قيامت تر ورځې به انسانان له نېغې لارې کږوم؛خو خداى ورته وويل: ته به زما مخلص او نږه بندګان ونشې غولولاى. د ابليس نوم په قرآن کې يې په يوولسو ځايونو کې راغلى دى .

 

د ابولهب کيسه :

د ابو لهب اصلي نوم (عبدالعزى)؛يعنى د بوت بنده و،چې د پېغمبر تره او د عبدالمطلب يو زوى و،چى د اسلام او پېغمبر له سرسخته دښمنانو ځنې و او کله چې پېغمبر (ص) خپلوانو ته مېلسمتيا کړې وه او خپلوان يې دين ته راوبلل؛ نو ابولهب نه يوازې ايمان را نه ووړ؛بلکې پر پېغمبر اکرم (ص) يې ملنډې ووهلې او د عمر تر پايه يې له پېغمبر اکرم سره دښمني وکړه؛ خداى د قرآن په “مسد سورت” کې پرې لعنت ويلى : تبت يدا ابى لهب و تب؛يعنې د ابولهب لاسونه دې مات وي،چې پېغمبر (ص) کړوي او ورته کنځلې کوي . او له دې آيته دا زده کړه اخستل کېږي،چې کچه او معيار پر خداى ايمان او صالح عمل دى؛ نه د پېغمبر (ص) تره والى .

 

د حضرت ادريس کيسه :

دحضرت ادريس (پېغمبر) نوم په قرآن کې دوه ځل راغلى دى او په تورات کې يې نوم (افنوخ) دى . حضرت ادريس لومړى تن و، چې په قلم يې ليکل پيل کړل،خياطي يې وکړه او خداى هم ورته د نجوم او حساب علم وښود.

د اصحاب السبت کيسه :

سبت؛يعنې د شنبې ورځ : اصحاب سبت؛يعنې د شنبې د ورځې ياران او کيسه يې داسې وه:

خداى تعالى يهودان د شنبې پر ورځ د کبانو له ښکاره منع کړي وو؛نو ځکه به د شنبې پر ورځ په اوبو کې خورا زيات کبان راټولېدل،د يهودانو ماغزو ته هم شرعي چل راغى داسې،چې هغوى د اوبو ډنډونه جوړ کړل او د شنبې پر ورځ به يې ددې ډنډونو په لور اوبه بهولې،چې ډېر کبان به په ډنډونو کې راټولېدل او يهودانو به بله ورځ د کبانو ښکار کاوه او ويل به يې : موږ خو دا ښکار د شنبې پر ورځ نه دى کړى،چې ګناه مو پر غاړه شي . خداى هم ددې شرعى چل او سرغړونې له امله پر عذاب کړل .

 

د جالوت کيسه :

د جالوت اصلي نوم (جليات) دى. هغه د فلسطين يو غښتلى پهلوان و،چې حضرت داود عليه السلام وواژه. جالوت له فلسطينانو سره څلور ورځې وجنگېد او خپل ټول سيالان يې څپلۍ کړل،چې بالاخره حضرت داود عليه السلام په يوه ساده وسله (چپنډه) وواژه.

 

 

 

د سامري کيسه :

سامري د حضرت موسى عليه السلام د ترور زوى و،چې د فرعون تر هلاکېدو وروسته يې د حضرت جبرائيل د پښې خاورې راواخستې؛ځکه پوهېده چې دا خاورې معجزه کوونکى اغېز لري او د يوه مناسب وخت په تمه و ،چې يو خارق العاده چار پرې وکړي . حضرت موسى ،چې د سينا غره ته ولاړ او څه موده له خپل قوم سره نه و؛سامري هم راغى او له هغو کاڼو او سرو زرو،چې له بني اسرائيلو يې په غنيمت کې نيولي وو،يو خوسکى جوړ کړ،چې غږ او حالت يې د يو ژوندي خوسکي په څېر و او داسې يې ښوول،چې خداى د دې خوسي په بڼه راغلى دى او له دې لارې يې خلک پر ځان راټول کړل او خلکو هم دې خوسي ته سجده وکړه او پر عبادت يې بوخت شول .

حضرت موسى عليه السلام،چې له سينا غره راستون شو او دا هر څه يې وليدل؛نو سامري ته يې ښېرې وکړې او سامري پر ډېر بد حال شو،چې ټول بني اسرائيل ترې کرکجن شول، حضرت موسى د سامري خوسى په اورکې وسوځاوه او يرې يې والوځولې.

 

د لات کيسه :

لات د بوتلمانځيو د يو ستر بوت نوم و،چې نوم يې په قرآن له (عزى) سره راغلى دى .

پېغمبر اکرم (ص) د مکې تې سوبې وروسته ابوسفيان او مغيره بن شعبه ته،چې د بوت لمانځونکيو مشران وو، حکم وکړ،چې بوتان مات او دړي وړي کړي .

د حضرت مريم کيسه :

د حضرت مريم نوم په قرآن کې ٣٤ ځل راغلى دى،چې د حضرت عيسى مور او د حضرت عمران لور وه،حضرت مريم د مسيحيت د دين يوه ستره ميرمن ده،چې مسلمانان هم ورته ډېره زيات پر درنه سترگه ويني .

 

 

شلمه زده کړه :

 

په قرآن کې فقهي احکام

قرآن ټولو دردونو ته د شفا نسخه ده او دانسان ټولو غوښتو ته يې په ټولوبرخو کې مناسب ځواب ورکړى دى او داچې قرآن ته نړۍ وال او د ټولو وختونو کتاب ويل کېږي، ددې لپار دى، چې د انسان ټولو غوښتنو ته ځواب ورکولاى شي. په اتلسمه زده کړه کې مو په لنډه د قرآن تقريبا سلو موضوعګانو ته اشاره وکړه، چې يوه موضوع يې هم احکام دي، چې خداى راته پردې احکامو د عمل حکم راکړى دى.

 

احکام څه ته وايي؟

د اسلام د سپېڅلې شرع په څرګندنه-اصطلاح احکام ټولو هغو د ستوراتو او قانونو ته ويل کېږي،چې خداى له مسلمانانو پرې عمل غوښتى دى.

شرعي احکام هم هماغه ديني دستورات دي،چې هر عاقل، بالغ او مکلف مسلمان بايد کله،چې د تکليف سن ته ورسېد؛ نو بايد عمل پرې وکړي .

هر دين ځان ته قانون او دستورات لري، چې لارويان يې پرې بايد عمل وکړي او بې قانون دين بشپړ نه دى . اسلام هم داحکامو په وضع کولو ( عملي قوانين او دستورات) مسلمانان د تکامل په بهير کې اچولي دي، چې ددې احکامو په عملي کولو د خداى خوښي ګوتو ته راوړي.

د قرآن شريف يو سورت هم پورتنۍ موضوع ته اشاره کړې ده او په والعصر سورت کې وايي :

((وَالْعَصْرِ .إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ . إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ = پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى؛خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه کړې وي .))

 

د احکامو له آيتونو سره آشنايي

١ _ لمونځ کول او زکات ورکول :

((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ (بقره/٤٣)= او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ ( او لمونځ په جمع وكړئ) ))

٢ _ پر نېکيو امر او له بديو منع :

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران/١٠٤)= او بايد ستاسې له منځه يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته راوبولي او پر ښو چارو ورته امر وكړي او له بديو يې راواړوي او همدغه بريالي دي . ))

٣ _ له محارمو سره واده حرام دى :

((وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلاً (نساء/٢٢)= او له كومو ښځو سره،چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛هېڅكله واده و نه کړئ؛خو څه چې ( ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي دي،هغه شوي دي؛ځكه دا بدلمني کرکجن چار او ناسمه لار ده .))

 

٤ _ د اودس کولو طريقه :

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (مائده/٦)= مؤمنانو! لمانځه ته چې پاڅېدئ؛ نو خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړكيو) پورې مسح كړئ اوكه په جنابت کې ياست؛نو( په غسل کولو) ځان پاك كړئ او كه ناروغ يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له اودس ماتي راشي يا تاسې پر ښځو لاس لګولى وي (اوکوروالى مو كړى وي) او ( د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه و نه مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، خداى تاسې تنګول نه غواړي؛بلكې غواړي پاك مو كړي او خپله لورنه درباندې پوره كړي . ښايې شكر يې پر ځاى كړئ .))

 

٥ _ د کفارو او مشرکينو پر جنازه لمونځ مه کوئ :

((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ (توبه/٨٤)= او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره ) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر خداى او پېغمبر يې كافران شوي دي او په سرغړاندۍ كې مړه شوي دي .))

 

قرآن د احکام د پېژندو لپاره معيار او کچه دى

ددې آيتونو يوه غوره ځانګړنه داده،چې مدني دي او دا سورتونه د شرعي احکامو په باب نازل شوي دي .

او پردې احکامو د پوهېدنې لپاره لاندې وسايل په کار دي او بايد د فقهې په علم کې هم پوهه ولرو،چې په الهي احکامو پوه شو.

١ _ قرآن . ٢ _ سنت. ٣ _ عقل ياقياس. ٤ _ اجماع.


 

يوويشتمه زده کړه :

 

په قرآن کې قيامت

په قرآن کې د نورو موضوعګانو په پرتله دا موضوعګانې ډېرى مطرح شوې دي:

١ _ توحيد. ٢_ معاد. ٣ _ نبوت. ٤ _ ايمان. ٥ _ مشرکان. ٦ _ مومنان. ٧ _ د تېرو قومونو برخليک . ٨ _ د آخرت د ورځې سزا او بدله. ٩ _ نېکچاري . ١٠ _ تفکر او تدبر ته بلنه، چې په دې موضوعګانو کې د معاد يا قيامت پر ورځ د خداى پر امر د انسانانو راژوندي کېدل او ورسره حساب او کتاب کول ځانګړى ارزښت لري او په قرآن شريف کې هم په دې باب ګڼل شمېر آيتونه راغلي دي .

 

په قرآن کې د معاد آيتونه

هغه آيتونو ته د معاد آيتونه وايي، چې د انسان د ښو يا بدو اعمالو په باب خبرې کوي او د آخرت د ورځې د سزا او بدلې په باب وسائل مطرحوي او هغوى ته زېرى ورکوي،چې ښې چارې کوي او څوک چې بد کارونه کوي ورته د دوزخ وړاندوينه کوي .

 

 

پېغمبرانو به تل د قيامت په باب خبرې کولې :

ټولو رسولانو او پېغمبرانو به خلکو ته د قيامت ورځ رايادوله او خلکو ته يې ويل، چې د قيامت پر ورځ به ټول خلک د خپلو کړنو د سزا او بدلې لپاره راژوندي شي؛ يعنې پېغمبرانو به چې هره خبره کوله؛ نو په پاى کې به يې هرومرو د قيامت يادونه هم کوله .

معاد د توحيد او د دين د نور آرونو پايله ده او هله به پر توحيد او نورو آرونو ګروهه پايله ولري، چې څوک د قيامت پر ورځې ايمان ولري .

 

د معاد آيتونه :

١ _ په هېڅ ځاى کې له مرګه خلاصون نشته :

((هر چېرته چې ياست،مرګ به درپسې راشي که په برج کې ناست ياست او که په کلکو کلاګانو کې ميشت ياست))

*د آيت په باب توضيح:

د مرګ له کلمې سره ټول اشنا دي او ترې وېرېږي؛مرگ هغه درد دى،چې او درمل نه لري . مرګ په ټولو پسې راتلونکى دى. مرګ هغه واقعيت دى،چې تېښته ترې نشي کېداى مرګ ښوخلکو ته خوږ وي؛خو بدو ته تريخ وي . انسان په دوو بڼو مړه کېداى شي : طبيعي او غير طبيعي

(((چې کله د انسان مرګ راورسي؛نو خداى يې مړينه نه ځنډوي او هرومرو مري))

* خلک له قبرونو راپاڅي :

((يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ (ق/٤٢)= (هغه) ورځ،چې ټول به د(ستر قيامت) چغه سمه واوري، دا (له قبرونو د مړيو) د راوتو ورځ ده . ))

* د قيامت د ورځې زلزله وېرونکې ده :

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ . يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ (حج/١-٢)= خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛[ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده . پر هغه ورځ،چې ورسره مخ شئ (نو له وېرې به حال داسې وي،چې) هره “تي وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېركړي او هره دوه ځانې به [بې اختياره] خپل بچى وغورځوي او خلك به بېسده وينې او حال داچې دوى به نشه نه وي؛ خو د خداى عذاب سخت او دروند دى ! ))

* د آيت په باب توضيح :

زلزله د الهي ځواک ښکارندوى ده ،چې يو دم راځي او له انسانه د ژغورنر لار ورکوي او هغه هم هغه زلزله، چې ټوله نړۍ به ړنګوي د “لئالي الاخبار” د کتاب په ٤٥٤ مخ کې راغلي: د خلکو حرکت به په تعادل کې نه وي او يو له بل سره به ټکرېږي . ته وا مست دي؛ خو مست به نه وي ؛بلکې وېرې ترې لار ورکه کړې ده او همدا وېره ده، چې د ځوانانو تور وېښتان به سپېن کړي او هغوى به بې وخته زاړه کړي؛خو مؤمنان د قيامت پر ورځ خوشحاله وي .

((لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ .وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ . ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ (عبس/٣٨-٣٩)= 37   پر هغه ورځ به ترې هر تن په داسې كار (او حال) اخته وي،چې يوازې ځان ته به يې پام وي! پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، خندان او خوښ به وي .))

 

دوه ويشتمه زده کړه :

 

په قرآن کې تدبر او تفکر

قرآن د ژوند او تکامل کتاب دى او انسان ته د همېشنۍ نېکمرغۍ پر لور لارښونه کوي، د الهي آيتونو د نزول فلسفه هم نېکمرغۍ ته رسيدل دي. قرآن په ټولو اړخونواو د ژوند ټولو پړاوونو ته لارښوونې لري او که کار ترې واخستل شي؛ نو انسان به نېکمرغه وي. که څه د قرآن تلاوت ثواب لري؛ خو د اسلام اصلي موخه يوازې تلاوت نه دى .

 

قرآن د تفکر اوتدبر کتاب دى

انسان نه ښايي ځان راضي کړي،چې قرآن مې له تجويد سره ويل زده دى؛بلکې د قرآن په آيتونو کې بايد تفکر وکړي او احکام ترې راوباسي اوپه ژوند کې ترې کار واخلي. قرآن هم په ګڼ شمېر آيتونو کې مسلمانان تفکر او تدبر ته رابللي دي؛لکه :((كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (يونس/٢٤)= په دې توګه موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو،چې (په مثال كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي) ))

 

 

 

ولې په قرآن کې تعقل نه کوئ؟!

((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا (محمد/٢٤)=نو ايا په قرآن كې غور او تدبر نه كوي يا زړونو ته ( يې د غفلت) کولپونه اچول شوي دي .))

 

د قرآن د پېژندو لزوم او پر دستوراتو يې عمل کول

قرآن د ژوند کتاب او د ټولو معارفو سرچينه ده. له يو زرواو څلور سوو کاله راپه دې خوا يې د حجاز فصيح عرب خوله پر ګوته کړي دي او ډېر پوهان يې د تفکر او تدبر په سمندر کې ډوب کړي دي،سره له دې چې سلګونه تفسيرونه ورباندې ليکل شوي دي؛ خو بيا هم هماغسې نوى او تازه دى او نن بيا هم هماغسې ګوته په خوله کوونکى او له رازونو ډک دى .

هو! په رښتيا چې قرآن د خداى کلام دى او هغوى چې ددې کتاب درناوى کوي؛نو په دې خبره بايد پوه وي؛لکه څنګه ، چې د دې سپېڅلي کتاب ظاهر ته درناوى کوي؛ نو ددې کتاب مانا او ښوونو ته هم بايد درناوى وکړي او ددې کتاب په لاروۍ په رښتيا مسلمان شي.

مګر داسې نه ده،چې د اسلام تذکيره قرآن دى او هېڅ مسلمان بې له دې،چې پر دې کتاب ځان پوه کړي او پکې تفکر وکړي،نشي کولاى د خپلو غوښتنو بېلابېلو اړخونو ته ځواب ورکړي . له پوهې سره لاروي د اسلامي مترقي ټولنى د بنسټ ډبره ده او څورمره، چې قرآن ژور او علمي مطالعه کړو؛ نو هومره به يې دستوراتو ته دعمل د جامو په اغوستولو کې بريالي يو؛خو ډېره د افسوس خبره ده،چې ډېرى اسلامي ټولنې له قرآنه يو رغى او سرسري درک او پوهه لري او د قرآن حقيقت ته بېخي پام نه کوي او فکر کوي، چې د قرآن درناوى يوازې پر غوړ چاپ او په ښکليو ټوکرانو کې يې تاوول دي؛خو خبر نه دي، چې د همدې قرآن اصلي مفاهيم او حقيقت پېړۍ پېړۍ دي،چې په دوړو کې هېر شوي دي.

پوښتنه مې داده،چې ايا قرآن يوازې يو ښکلى لرغونى اثر دى؟ ايا د قرآن درناوى په دې کې دى،چې ورو او په احتياط يې خلاص کړو او ورته پلتۍ ووهو او تر تلاوت وروسته يې ښـکل کړو، په مخ او سر يې راکاږو؛خو پر دستوراتو يې عمل ونه کړو؟! ايا د قرآن درناوى په دې کې دى،چې يوازې په مړي پسې وويل شي،د ماشوم سر ته د پيريانو له وېرې کېښوول شي،سفر ته د وتو پر مهال ترې لاندې تېر شو،ماشومان له يوهکوره بل کور ته د وړو پر مهال يې پر سينه ورته کېږدو او د حق او ناحقو معاملو په وخت کې پرې خپل چټل لاس کېږدو او قسم پرې وخورو. د قرآن له يو پوټي حقيقته خبر و نه وسو،پر دستوراتو يې عمل ونه کړو او زړه مو خوشحاله وي،چې قرآن مو په اوو ټوټو کې تاو کړى دى؛ نو خيال کوو،چې د قرآن درناوى مو کړى دى. هغه چې سهار د کوره له وتو پر مهال قرآن ښکلوي؛خو په بازار يا د خپل کار پر مهال ډول ډول فسادونه کوي، د خلکو مالونه خوري؛نو ايا ستاسې پر خيال دې پر ظاهره سپېڅلي انسان د قرآن درناوى کړى دى؟ ايا هغه مسافر،چې له کوره د راوتو پر مهال تر قرآن لاندې راتېر شوى او په مسافرت کې ډول ډول ګناهونه کوي،د دې قرآن حرمت يې ساتلى دى؟ ايا ښځې او مېړه، چې د نکاح پر مهال يې مخې ته ورته قرآن ايښى دى؛ خو په خپل ژوند کې لمونځ، روژه، حجاب او خپل اولاد د قرآن د ښوونو له مخې ونه روزي؛نو ايا د قرآن حرمت او درناوى يې کړى دى؟ اۍ هۍ!! ډېر افسوس ،چې دا ټولې چارې سر سري او ظاهري دي ، چې د قرآن د حرکت نوم پرې اېښوول کېږي او دا ټول څيزونه په خپلو سترګو وينئ، چې په ژوند کې يې د غنم د دانې هومره اغېز هم نه لري، په ډېرې خواشينۍ دا خبره کوم، چې له کله نه،چې په قرآن کې ظواهر او تشريفات د تفکر او تدبر ځايناسي شوي دي؛ نو زموږ دمسلمانانو له ژونده هم خوشحالي او نېکمرغي الوتې ده.

البته هېڅ عاقل مسلمان دا نه وايي، چې قرآن دې ښه او غوړ چاپ نشي او ظاهري درناوى دې يې ونشي؛خو غم دا دى، چې موږ مسلمانانو په همدې ظاهري درناوي او غوړ چاپ بسيا کړې ده. نن د يو رښتين او پوه مسلمان تر ټولو مهمه دنده داده،چې په قرآن کې په پوهې عالمانه تفکر او تدبر وکړو او قرآني موخو ته د جامو اغوستو لپاره نوې او د نن له غوښتنو سره سمې لارې چارې پېدا کړو او که داسې مو و نه کړل؛ نو له قرآنه همدا بې توجهي به له موږ نه خداى ته د رسول الله د شکايت او ګېلې لامل وي .


 

څلرويشتمه زده کړه :

 

توحيد د قرآن اصلي ويينه ده

توحيد د قرآن تر ټولو بنسټيز او اساسي بحث دى . توحيد؛ يعنې پر ايکي يو خداى عقيده درلودل،چې ټول کاينات يې پنځولى دى او د ځواک،پوهې،ليدانې او واکمنۍ ښکارندوى دى، چې لوړ کمالات لري .

توحيد د دين له آرونو لومړى او مهم آر دى . پر توحيد له اعتقاد پرته د دين نور آرونه نه پلي کېږي . پېغمبر اکرم (ص) هم د رسالت په ابلاغ کې لومړى خلکو ته د توحيد په باب ښوونې کولي او په دې لار کې يې زيات زحمتونه ګاللي دي او پېغمبر اکرم (ص) او پتمنو يارانو يې د توحيد د پلي کېدو لپاره ٢٣ کاله ډول ډول زحمتونه پر ځان منلي وو.

حضرت بلال حبشي (رض) تر سختو دباوونو او درنو ډبرو لاندې د مرګ تر خولې ولاړ؛خو صبر يې کاوه او سره له دې ټولو سخيتو به يې ويل: احد، احد، احد؛ يعنې زما خداى ايکى يو دى او بې له هغه بل خداى نتشه او د بوتانو له عبادته کرکجن و، پر توحيد له ايمان پرته د چا ايمان نه صحيح کېږي،پر خداى ايمان انسان ته رسالت،ژمنه او مسووليت وربښي . د قرآن تر ټولو محوري بحث او ويينه هم د خداى پوهنې بحث دى او پکار ده، چې د هېواد ځوانان هم پر خداى پوهنې لاس پورې کړې او له دې لارې د خپل ايمان بنسټ پياوړى کړي .

 

د رسول اکرم (ص) لومړى شعار

تر وحې وروسته د پېغمبر اکرم لومړى شعار داو: “قولو لا اله الا الله تفلحو=ووياست بې له خدايه بل خداى نشته،چې بريالي شئ. “

* لا اله الا الله” د بوتانو د عبادت نفې ده :

د خداى استازي(ص) د توحيد د اشعار په مطرحولو خلک د بې شعوره بې ارادې بوتانو له عبادته منع کړل او خلک يې د خداى عبادت ته چې له هر ډول عيبه پاک دي راوبلل .

قرآن هم خلک خداى پوهنې او د خداى عبادت ته رابللي او خلک يې د دروغجنو خدايانو له عبادته منع کړي دي او دا خبره يې تل کړې چې که بې له خداىه مو د هر چا عبادت وکړ؛ نو بې لارې به شئ او په خپل لاس به مو ځان ته د تباهۍ کنده ايستلې وي .

لاندې آيت نه ځير شئ :

((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ (انبياء/٢٢)= 22   كه په اسمان او ځمكه كې بې له ” الله ” نورخدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) د واړو( نظام ) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى،چې مشرکان يې وايي!))

* اسماء حسنى يوازې د خداى لپاره دي :

متعال خداى خورا کمالات لري،چې قرآن ددې کمالاتو او صفاتو جمعې ته اسماء الحسنى وايي :

((اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى (طه/٨)=   8   الله؛هغه دى،چې بې له هغه بل د عبادت وړ نشته (او) ښکلي نومونه په هغه پورې ځانګړي دي .))

هغه ذات دى،چې ژوندى،پوه،ليدونکى،اورېدونکى، ځواکمن او مړه خوا خداى دى او د ټولو نېکيو سرچينه خداى دى او که خداى نيمګړتيا درلوده؛ نو اړتيا به يې پيدا کړې وه، چې په خپله اړمن د بل اړتيا نشي پوره کولاى. قرآن کريم خداى له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاک ګڼلى دى.

(سبحان و تعالى عما يشرکون) سبحان خداى له هر ډول شرک او نيمګړتيا پاک دى.

*خداى پوهنه د بشر د فطرت يوه برخه ده :

له پخوا راهيسې د انسانانو په منځ کې په بېلابېل ډول د خداى پوهنې بحثونه مطرح ول . ډېرى خلکو دين درلود او د نړۍ لپاره يې يو خداى تصور او اثباتوه،که څه په منځ کې يې د خداى په باب څه اختلافات وو. له لرغونو اثارو داسې جوتېږي،چې پخوانيو خلکو هم پر دين او خداى پوهنې عقيده درلوده؛ ان د امريکا او استراليا په څېر سترې وچې، چې نوي برسېره شوي دي . خلک يې دينوال وواو خداى يې پېژنده او پر خداى عقيده تل په بشر کې وه دا جوتوي،چې خداى پوهنه فطري مسئله ده او انسان په خپل فطرت،چې خداى ورکړى، د جهان لپاره يو خداى په ذهن کې انځوروي.

قرآن هم دې خبرې ته اشاره کړې ده :

((وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ (زخرف/٨٧)= او كه ويې پوښتې : ((چې دوى چا پيدا كړي دي؟))؛نو هرومرو وايي : ((الله))؛نو (بيا) څنګه د هغه له عبادته اړول کېږي؟!))

* خداى د ټولو ځواکونو ښکارندوى دى :

د خداى يو صفت او اسماء الحسنى د علم او قدرت درلودل دي . د جهان منظم حرکت ته چې انسان ځير شي؛ نو دا ټولې د خداى د ځواک په باب خبرى کوي . خداى پر خپل ناپايه قدرت او علم ډول ډول موجودات پيدا کړل او هر يو يې وروزه او هغوى يې د کمال پر لور روان کړل . خداى دى، چې هستي يې تلپاتې او فناناپذيره ده او پر هر څيز پوه او برلاس دى .

خداى تعالى په قرآن کې وايي :

((لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (حديد/٢)=   2   د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د هماغه ده،ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى . ))

 

*د خداى چې خوښه وي؛ نو جوړوي يې :

خداى پوهنه د خداى ځواک او اراده،د قرآن له تودو بحثونو ځنې ده او هغه پر دې مانا : خداى چې د هر څه اراده وکړي؛ نو بې ځڼډه يې بې له وسيلې او زحمته پېدا کوي؛يعنې يوازې “کن” او “فيکون” وايي؛ يعنې همدا چې خداى د څه اراده وکړي،پېدا کېږي او که وغواړي نه دې وي؛نو نه به وي، په دې باب اړوندآيت ته پام وکړئ :

… والله ملک السموت الارض…. او خداى پر هر څه برلاس او ستاسې د ټولو ورستنېدل د هغه پر لوري دي .

*يوازې خداى مطلق مړه خوا دى :

((وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِن بَعْدِكُم مَّا يَشَاء كَمَآ أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ (انعام/١٣٣)= او ستا پالونكى مړه خوا او د رحمت څښتن دى (؛ نو پر چا ظلم نه كوي؛ بلكې ټول د خپلو كړنو پايلې ويني) كه وغواړي؛ تاسې ( له منځه) وړي او پر ځاى به مو د خپلې خوښې خلک راولي؛ لكه چې يې تاسې د نورو قومونو له ځوځاته پيدا کړي ياست .))

*د خداى رحمت هر چېرې خپور دى :

ټول عالم په الهي نعمتونو کې ډوب دى، که څوک وغواړي دخداى نعمتونه وشمېري؛ نو دا کار به و نه کړاى شي؛ ځکه نعمتونه يې له شمېره وتلي دي .

 

قرآن او عبوديت ته رابلنه

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (بقره/٢١)= 21 خلكو!خپل هغه پالونكى ولمانځئ،چې تاسې او تر تاسې مخكېني يي پيدا كړي دي،ښايي ځان ساتي شئ .))

* په خلقت کې تفکر-اندنه :

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ . الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (آل عمران /١٩٠-١٩١)= په رښتيا چې د اسمانو او ځمكې په   پېدايښت او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي .                                                             هغوى چې په ناسته، ولاړه او پر څنگ وهلي خداى يادوي او د اسمانو او ځمكې په پېدايښت كې فكر كوي ( او وايي ) پالونكيه ! دا دې عبث او(او بې موخې) نه دي پيدا كړي،ته (له دې) پاك يې (چې عبث كار وكړې )؛نو موږ د اور له عذابه و ساته!     ))

* د بندګۍاو عبوديت معيار :

امام حسن عسکري وايي: د بندګۍ معيار او کچه ډېر لمونځونه اوروژې نيول نه؛بلکې دخداى په مخلوقاتو کې تعقل دى .


 

څلرويشتمه زده کړه :

 

د قرآن د تفسير طريقه

که څه پر هر مسلمان د قرآن له تفسير سره اشنايي فرض نه ده؛خو په دې باب ورته څه نا څه پوهه په کار ده. هر مسلمان پرته له دې،چې د قرآن له تجويد سره اشنايي ولري، نو ورسره جوخت بايد د خپل علم هومره پر قرآن پوه شي او د قرآن له انسانسازه مفاهيمو د خپل ژوند په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي. د قرآن تفسير هم د قرآن په څېر يو پراخه او ستر سمندر دى، چې هر څوک بايد د خپل فهم او استعداد هومره ترې ګټنه وکړي او د قرآن د تفسير له فنونو او ابزارو سره اشنايي ولري. د يادونې وړ ده، چې د تفسير له ابزارو سره له اشنايۍ پرته څوک له تفسيره ګټه نشي اخستاى .

 

د تفسير ابزار

موږ په دې کتاب کې تر خپلې وسې کوښښ کړى،چې د تفسير مهم او چارسازه ابزار په ساده ژبه ځوان نسل ته بيان کړو او بايد وويل شي، چې ددې کتاب په سلو کې ٩٥ زده کړې د قرآن د تفسير فنون،علوم او ابزار راغلى دي . د يادونې لپاره مو دلته بيا څه چې د قرآن په تفسير کې په کار راځى راوړي دي .

١ _ له عربي ژبې سره آشنايي. ٢ _ د آياتو د نزول شان سره اشنايي. ٣ _ محکم آيتونه. ٤ _ متشابه آيتونه. ٥ _ وحې. ٦ _ د وحې د نزول شرايط. ٧ _ تنزيل. ٨ _ تاويل. ٩ _ د آيتونو ظاهر او باطن . ١٠ _ ناسخ او منسوخ. ١١ _ د قرآن له موضوعاتو سره آشنايي. ١٢ _ مکي او مدني سورتونه. ١٣ _ د قرآن تايخ او د راټولولو پړاوونه يې .

 

د تفسير مفهوم

تفسير ته يې زياتې ماناوې نقل کړې دي،چې موږ دلته د “زرکشي” نظر بشپړ ومونده.

زرکشي ګروهمن دى : تقسير هغه علم دى،چې د خداى د ټکيو پر مانا پرې ځان پوهولاى شو،احکام يې پېژنو او د الهي دستوراتود د صدور پر فلسفه پوهېداى شو.

هغه مهال چې به وحې راتله؛ نو حضرت محمد (ص) به خلکو ته رسوله او خلکو به آيتونه حفظول او عملي کول يې؛نو قرآن په خپله حضرت محمد (ص) خلکو ته تفسيراوه او تر هغه وروسته حضرت علي او تر هغه وروسته حضرت ابن عباس او نور اصحابو خلکو ته قرآن تفسيراوه او د وخت په تېرېدو د قرآن د تفسير چار د علماوو او څېړونکيو پواسطه تر اوسه پورې جريان لري، چې پايله يې د قرآن د تفسير په سلګونو کتابونه دي.

شونې ده ذهن ته دا پوښتنه راشي،چې سره له دې،چې د قرآن په باب په سلګونو تفسيرونه ليکل شوي دي؛ نو نورو تفسيرونو ليکلو ته څه اړتيا ده؟

بايد وويل شي: لکه څنګه چې موږ هره ورځ خوړو او تنفس ته اړتيا لرواو نه شو ويلاى : دا چې پرون مو خواړه خوړلي او تنفس مو کړى دى؛ نو نن ورته اړتيا نه لرو اولکه څنګه چې انسان تل او هره ورځ خوړو او تنفس ته اړتيا لري، په هماغه اندازه د قرآن تفسير ته هم اړتيا لري او هرکال او هره ورځ بايد د قرآن د تفسير په باب مطلوب ، جذاب او هر اړخيز کتابونه وليکل او چاپ شي؛ځکه قرآن د ټولو پېرونو لپاره راغلى دى او هر پېر بايد له قرآ نه فهم او تفسير ولري . قرآن د ژوند کتاب دى او ټولو ته بايد په هر ځاى کې مطرح شي اودا ضروري ده، چې قرآن هم بايد د وختونو له تحولاتو سره حاضر وي؛نو ځکه د قرآن د تفسير او پوهې کار د تل لپاره په کار دى .

 

څوک قرآن تفسيرولاى شي

د قرآن پوهه او تفسير په هېچا او يا ځانګړې ډلې پورې تړلې نه ده او ټول انسانان د قرآن د تفسير لپاره لېچې رانغاړلاى شي،چې د قرآن له ګټورو مفاهيمو نه د خپل ژوند لپاره ګټه واخلي او هغه پوهه يې ، چې تر لاسه کړې نورو ته هم ورکړي .

په تېرو زده کړو کې مو وويل : هر انسان د خپلې وسې او پوهې هومره له قرآنه ګټه اخلي . په هر علمي او ټولنيز چار کې له قرآنه ګټه اخستاى شو او تر ټولو مهمه خبره خو داده،چې د قرآن په تفسير کې د تفسير پر اوزارو سربېره بايد خلوص ولرو، د خداى خوښي مو په پام کې وي او شخصي غوښتنې شاته واچاوو .

او ايمان لرو کوم کار،چې د خداى د رضا لپاره وي؛نو خداى به په خپله راسره مرسته وکړي .

 

د تفسير ډولونه

قرآن په لاندې ډولونو تفسيرېداى شي :

١ _ آيت په آيت تفسير: يعنې په يو آيت د بل آيت تفسيرول .

٢ _ تفسير ماثور: دې ډول تفسيرته روايي تفسير هم وايي او په دې ډول تفسير کې دقرآن آيتونه د روايتونو په رڼا کې تفسيرېږي،چې ډېرى پخوانيو مفسرينو به په همدې طريفه قرآن تفسيراوه او هغوى چې په دې ډول قرآن تفسيراوه؛ نو چې د هر آيت لپاره به يې روايت و نه موند؛ نو هغه آيت به يې پر ځاى پرېښود؛نو دا چې د قرآن آيتونه ډېر دي او د ټولو په باب روايتونه زموږ په کتابونوکې نشته؛نو ويل کېږي،چې دا ډول تفسير يو بشپړ او پراخ بنسټه تفسير نه دى .

غوره تفسير

د دين د ډېرى علماوو او د قرآني علومو د څېړونکيو د وينا له مخې تر ټولو بشپړ تفسير، آيت په آيت تفسير دى، چې په خپله قرآن هم د دې خبرې ګواه دى (يفسر بعضه بعضا)؛ يعنې ځينې آيتونه ځينې نور تفسيروي او پردې سربېره په دې ډول تفسيرولو کې له روايتونو هم ګټه اخستل کېږي.

 

په خپله رايه تفسير

هغه تفسير،چې پکې ځاني غوښتنې،شخصي سليقې، مادي او سياسي ګټې په پام کې نيول شوي وي،چې دا يو ډول خطرناک تفسير دى او خلک د قرآن له اصلي بهيره کږوي .


 

پينځه ويشتمه زده کړه :

 

د تفسير د کتابونو معرفي

* د اهل سنتو مشهور تفسيرونه :

١ _ طبري تفسير: ددې تفسير نوم (جامع البيان فى التفسير القرآن) دى، چې مؤلف يې ابوجعفر محمدبن جرير طبري دى. پر کال ٢٢٤ (ه ق) زيږېدلى او پر کال ٣١٠ (ه ق) مړ شوى دى .

٢ _ د کشاف تفسير: ددې تفسير نوم ( الکشاف عن حقايق التنزيل و عيون الاتاويل فى وجوه التاويل) دى، چې مؤلف يې ابوالقاسم محمود بن محمد پر “جارالله” مقلب دى او پر کال ٤٤٦ (ه ق) زيږېدلى دى .

٣ _ د فخر رازي تفسير: ددې تفسير نوم (مفاتيح الغيب) دى، مؤلف يې ابوعبدالله محمد بن عمر بن حسين طبرستاني دى،لقب يې فخر رازي دى او پر ابن خطيب شافعي مشهور دى،پر ٥٤٤ زيږېدلى دى .

٤ _ د بيضاوي تفسير: ددې تفسير نوم ( انوار التنزيل او اسرار التاويل) دى،مؤلف يې ناصرالدين عبدالله بن عمر بيضاوي دى، چې پر کال ٦٨٥ (ه ق) مړ شوى دى.

٥ _ د جلال الدين تفسير: مؤلف يې جلال الدين محمدبن احمد محلي دى،پر کال ٨٦٤ مړ شوى او ددې تفسير کار چې يې نيمايي ته ورساوه؛نو اجل يې راورسېد او تر هغه وروسته يې شاګرد جلال الدين سيوطي دا تفسير پاى ته ورساوه؛ نو ځکه ورته د جلال الدين تفسير وايي، چې دوو جلال الدينو پرې کار کړى دى .

٦ _ د الدرالمنثور تفسير: ددې کتاب نوم الدالمنثور فى التفسيرالماتور دى،ليکونکى يې جلال الدين سيوطي دى، چې د يوې وينا له مخې پر کال ٨٤٩ مړ شوى دى.

٧ _ د آلوسى تفسير: ددې کتاب نوم (روح المعانى فى تفسير القرآن العظيم والسبع المثانى) دى، مؤلف يې ابوالثناء شهاب الدين سيد محمود اخندى الوسي دى. الوسى د شام او بغداد په منځ کې د يوه کلي نوم دى . الوسي پر کال ١٧٠ (ه ق ) مړ شوى دى.

٨ _ د المنار تفسير: دا تفسير د شيخ محمد عبده د الازهر د پوهنتون د رئيس ويناوې دي، چې زده کړيال يې سيد محمد رشيد د المنار د مجلې مدير راټولې کړي دي او تر چاپ مخکې شيخ محمد عبده تر کتنې تېرې کړې دي .

٩ _ ملظاوي تفسير: ددې تفسير نوم (الجواهر فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې شيخ جوهر طنطاوي دى،چې پر انګليسي هم پوهېده.

١٠ _ تفسير فى ظلال القرآن: ددې کتاب مؤلف سيد قطب دى، چې کتاب يې پر تفسير ظلال مشهور دى.

 

د اهل تشيع تفسيرونه

١ _ د عياشي تفسير: مؤلف يې محمد بن مسعود عياشي سمرقندي دى،چې پر عياشي مشهور دى. دا تفسير د اهل بيتو د روايتونو په رڼا کې ليکل شوى دى.

٢ _ قمي تفسير: ددې تفسير ليکونکى ابوالحسن بن ابراهيم بن هاشم بن قمي دى، چې د شيعه مذهب له فقيهانو ځنى و. دا تفسير د روايتونو په رڼا کې ليکل شوى دى.

٣ _ د تبيان تفسير: ددې کتاب مؤلف ابوجعفر محمد بن حسن طوسي دى،لقب يې شيخ الطايفه دى پر کال ٣٨٥ (ه ق) زيږېدلى او پر کال ٤٦٠ کال مړ شوى دى او هغه په ٧٥ کلنۍ کې نجف د شيعيانو علمي مرکز وګرځاوه “تهذيب” او ” استبصار” يې نور تاليفات دي.

٤ _ مجمع البيان : ددې تفسير نوم ( مجمع البيان العلوم القرآن) دى، مؤلف يې ابوعلي فضل ابن حسن طبري دى، چې پر کال ٥٢٣ په سبزوار کې مېشت و او پر کال ٥٤٨ ( ه ق) مړ شوى دى.

٥ _ منهج الصادقين : ددې تفسير نوم “منهج الصادقين فى الزام المخالفين) دى او مؤلف يې ملا فتح الله ابن ملا شکرالله ابن لطف الله کاستاني دى او پر کال ٩٨٨ (ه ق) کال مړ شوى دى.

٦ _ د صافي تفسير: يو عرفاني تفسير دى، چې د کتاب نوم يې ( الصافى فى تفسير القرآن الکريم) دى،مؤلف يې محمد بن مرتضى دى، چې پر ملا محسن فيض کاشاني هم مشهور و. هغه په دې تفسير کې د امامانو پر روايتونو تکيه کړې ده.

٧ _ د برهان تفسير : ددې تفسير نوم (البرهان فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې سيد هاشم بن سيد بحراني دى،پر کال ١١٠٧ (ه ق) وفات شوى دى. دا تفسير ٤ ټوکه دى.

٨ _ د الميزان تفسير: ددې تفسر نوم (الميزان فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې علامه سيد محمد حسين طباطبايي تبريزي دى. دا تفسير ٢٠ ټوکه لري، چې وروستى يې د علامه تر مرګ ١٠ کاله مخکې ليکل شوى دى.

٩ _ نمونه تفسير: دا تفسير د حوزه علميه قم استادانو د آيت الله ناصر مکارم شيرازي تر کتنې لاندى ليکلى دى .

١٠ _ د احسن الحديث تفسير: ددې کتاب ليکونکى سيد علي قريشي دى.

پاى

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست