تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه رباعي نړۍ به پوهه وي منم علم دریاب غوندې دی یـــو کلیمـــې تـــــر لااله الا الله نـــه رســــي نه به لمسو کې شي پېدا حسن حسین عالمه نېکونه شته خو تر محمد مصطفی نه رسي موږ ته دا دین په ډېرو سختو قربانو راغلی […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

رباعي

نړۍ به پوهه وي منم علم دریاب غوندې دی

یـــو کلیمـــې تـــــر لااله الا الله نـــه رســــي

نه به لمسو کې شي پېدا حسن حسین عالمه

نېکونه شته خو تر محمد مصطفی نه رسي

موږ ته دا دین په ډېرو سختو قربانو راغلی

هر څوک قربان دي تر علي کرم الله نه رسي

جهاد جاري به د قیامت تر وروستۍ ورځې وي خو

مطمئین یم! تـــر صحابو او کربـــلا نـه رسـي

دنګ محلونه، رنګارنګ تـورې او سپینې کوټـې

لونګه! هم تر مدینې او بیت الله نـــه رسـي

 

شاعر : عدنان لونګ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست