تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (بقره/۳) ژباړه : (متقیان)هغه دي،چې پر غيبو(څه چې له حسه پټ دي) ايمان راوړي او نمونځ كوي او زموږ له وركړې روز‌‌‌‌ۍ (د خدای په لار کې) لګښت كوي   رزق په ټاكلي وخت د پرله پسې وركړې پر مانا دى او كله […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (بقره/۳)

ژباړه : (متقیان)هغه دي،چې پر غيبو(څه چې له حسه پټ دي) ايمان راوړي او نمونځ كوي او زموږ له وركړې روز‌‌‌‌ۍ (د خدای په لار کې) لګښت كوي

 

رزق په ټاكلي وخت د پرله پسې وركړې پر مانا دى او كله نصيب او برخې ته هم ويل كېږي، ځينو ويلي رزق د ځانګړي انعام او وركړې پرمانا دى، چې د لورې د اړتيا له مخې یې ژوند پرې دوام ومومي. پاموړ خو داده، چې موږ په خپلو خبرو اترو كې د رزق پر ځاى روزي يادوو، يعنې هغه انعام او وركړه چې هره ورځ وګړيو ته رسي (پيام قرآن 4 / 307). بايد پام مو وي چې رزق او روزي يوازې مادياتو، اوبو او ډوډۍ ته نه وايي، بلكې څه چې انسان خپل كمال ته اړتيا لري، رزق دى. په همدې دليل له معصومينو عليه السلام په دعاوو كې ځينې څېزونه رارسېدلي چې له خدايه د روزق په نوم غوښتل شوي لكه: پوره عقل، ګټوره پوهه، حلال او پريمانه شتمني، اوچته وګړه – شخصيت، نېک اولاد، ثابت ايمان، د دنيا او آخرت ښېګڼې، سپېڅلى ژوند، شفاعت، حج.

امام صادق (رح) علم او پوهه يو الهي رزق بولي او تر دې آيت لاندې وايي: « يعنې چې څه مو ورښوولي په خلكو كې يې خپروي» نو ځكه «ښوونه» هم يو ډول انفاق دى.( اطيب البيان 1/ 210)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!