تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    خپل ملګري ته د امام صادق (رح) وېناوې: چا چې اړیکه درسره پرې کړې، ته یې ورسره ټینګه کړه، چې بې برخې کړی یې، ته ډالۍ ورکړه، چا چې بد چلن درسره کړی، ته ښه چلن ورسره وکړه، چا چې کنځلی یې، سلام ورباندې واچوه.  له دښمن سره دې هم […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

 خپل ملګري ته د امام صادق (رح) وېناوې:

چا چې اړیکه درسره پرې کړې، ته یې ورسره ټینګه کړه، چې بې برخې کړی یې، ته ډالۍ ورکړه، چا چې بد چلن درسره کړی، ته ښه چلن ورسره وکړه، چا چې کنځلی یې، سلام ورباندې واچوه.

 له دښمن سره دې هم په انصاف چلېږه، چا چې ظلم درباندې کړی ویې بښه لکه چې ښه دې ایسي بل درته تېر شي او د خدای عفوه په پام کې ونیسه، نه وینې چې لمر یې پر نېکچارو او بدچارو لګي او اورښت یې پر صالحینو او ناصالحو ورېږي؟!

د خلکو په مخ کې خیرات او صدقه مه ورکوه چې نېک دې وبولي؛ ځکه که ځانښوونه دې وکړه؛ نو پوره دې خپله مزدوری واخسته [او له خدایه به مزدوري وانخلې]؛ بلکې هڅه کوه چې د ښي لاس په ورکړه دې کیڼ ناخبره وي؛ ځکه هغه چې په پار یې پټه صدقه ورکوې، د قیامت پر ورځ به د ټولو خلکو په مخ کې بدله درکړي، حال دا چې له خیرات ورکولو دې د خلکو ناخبري څه زیان نه دراړوي.

دعا په ورو کوه، خدای خو ستاسې له پټو او ښکاره وو باخبر دی، تر دعا وړاندې هم پوهېږي چې څه غواړئ.

 چې روژه یاست د چا غیبت مه کوئ، روژه مو په ظلم مه ککړوئ او د ځانښوونکیو په څېر روژه مه نیسئ چې مخ  مو تور اوختی وي، ویښتان مو ژولیده او شونډې مو وچې وي، چې خلک مو له روژې نیوو خبر شي.

ټولې نېکۍ او ټولې بدۍ دې پر وړاندې دي؛ خو یوازې په آخرت کې به پوره نېکې او بدۍ ومومئ ځکه جلیل او عزتمن خدای ټولې نېکۍ په جنت او ټولې بدۍ په دوزخ کې ایښې دي؛ ځکه دا دواړه تلپاتې دي.

چا ته چې خدای هدایت کړی، په ایمان یې عزتمن کړی او د هغه د نېکمرغۍ لار یې ورالهام کړې، د هغه په پنځ او طبیعت کې یې عقل ورایښی، چې نعمتونه یې وپېژني، علم او حکمت یې ورکړی چې خپل دین و دنیا پرې تنظیم کړي؛ نو باید پر ځان د خدای شکر او مننه لازم کړي، ناشکري ونه کړي، خدای یې یاد او هیر یې نه کړي، اطاعت یې وکړي، له حکمه یې سرغړونه ونه کړي؛ دا ځکه چې په لورنه یې پنځېدلی او تر پنځېدو وروسته یې نعمتونه ورډالۍ کړي او هم یې د ډېرو ثوابونو زېری ورکړی او دا لورنه پر هغه سربېره ده چې تر وسې اخوا څه دروند پېټی یې ورباندې ایښی نه دی، د مکلفیتونو په ترسره کولو کې یې د مرستې ضمانت کړی او سپارښتنه یې ورته کړې چې د ډېرو لږو دندو په عملي کولو کې مرسته ترې وغواړي؛ خو له دې ټولو لورونو سره سره، دا بنده له الهي فرمانه سرغړانده او بېوسې ښکاره کېدونکی دی! دې بنده د ځان او خدای ترمنځ د بې اعتنایۍ او خوارۍ جامې اغوستي، د ځاني غوښتنو غاړه کۍ یې پر غاړه کړې، د شهواتو لار یې خپله کړی، دنیا ته یې پر آخرت غوراوی ورکړی او په دې ناورړه وضعیت یې په ماغزو کې د جنتي باغونو هیلې ګرځي راګرځي!

 

سرچینه: تحف العقول

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!