تبلیغات

شهید کربلا حمزه بابا هغه حسن چې په ذات د كبريا کې  ځليدههغه نمر چې په افق د منشاء کې  ځليده هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې  ځليده د عدم وجود په لا او په الا کې  ځليده جوړه ديد لره خالق ئې اّئينه كړه د هستۍ بيا په خپل حسن سينه ئې […]

شهید کربلا

حمزه بابا

هغه حسن چې په ذات د كبريا کې  ځليده
هغه نمر چې په افق د منشاء کې  ځليده
هغه نور چې د هستۍ په ابتدا کې  ځليده
د عدم وجود په لا او په الا کې  ځليده
جوړه ديد لره خالق ئې اّئينه كړه د هستۍ
بيا په خپل حسن سينه ئې ګنجينه كړه د هستۍ
دغه حسن و نبي چې ئې كامل انسانيت كړ
په دربار د سړي توب کې  ئې سرخم ملكيت كړ
په اخلاقو د خالق ئې چې د خلقو تربيت كړ
د الحاد و كفر شرك ئې لـه دنيا لری لعنت كړ
په هموو لويو  لويو مرتبوئې دې نمانځلی
بس خو يو له خدايه پسته دې په ټولو کې  ښاغلی
مئين توب و او كه مينه وه كه رازو كه نيازو
كه فراق و، كه وصال و، كه په دې كې سوز او سازو
په هر څه کې  محمد ( ص ) په انبياوو سرفراز و
نبوت كه امامت كه ئې معراج سره پرواز و
شهادت يې هم د نورو انبياوو نه بلند و
لكه نمر په روښنايې کې  په همه ستورو څرګند و 
مكمل ئې شهادت كړل پخواني شهادتونه
مكمل كړل محمد د خدای ددين عمارتونه
شهادت د حسنينو كوي دا اشارتونه
پکې   پټ دي د نبي د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي ئې د نيكه او ګڼه عين
دى حديث حسين منى وانا من الحسين
سپور په اّس د تصور شه چى دى بوځم كربلا ته
دى راغلي دجفا لښكرى زوي د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه هيڅ نظر نه كړي دنياته
چى تيرو هم د جنګريز حوصله كړي ده رڼا ته
څه خيمي دي د ساداتو د رضا پكى جپيا ده
څه خيمي ديزيد يانو د ستم پکې  غوغا ده
دا حسين دى چى تسليم يې اس نيولي لـه جلبه
د ژوندون نبضونه تيزدي په امكان راغلي تبه
خو لـه وركه لـه هيبته ، ده ګرمى راو يستي ژبه
چې جلوي در سالت پرې قربانيږي لـه يثربه
د هر څيز د قربانى نه پس په خپله راوتلى
د حجت اتمام په هغو كاندي چا چى دى بللى
چې صورت دامن صلحي په امكان کې  پاتى نه شو
چې هيڅ شك يي د جګړى په طوفان کې  پاتى نه شو
چې يو دوست يې ګير چاپيره په چشمان کې پاتې نه شو
كه يو حر و هغه هم په دى جهان کې  پاتى نه شو
ده به پيش ورته قراّن كړو هغو توري بريښولي
چا به غشي ګرتول او چا نيزى به نيغولي
امام پوى شو چى اوس وخت د شهادت داكمال راغى
شو مزل د جمال ختم اوس محل د جلال راغى
يوئې تورى ته كړه هپه بل يو لاس ئې په دهال راغى
د اجل په لاس کې  ښكار د ژوندانه لره جال راغى
ذوالفقار چى كړبهر په لاس کې  زوى د حيدرنيو
قدوسيانو په هيبت داسمان مخ ته سپر ونيو
ذوالفقار چې يې ميړانه لـه جوهره ځاريده
ذوالفقار چى هره توره ئې لـه پرهره ځاريده
ذوالفقار چى تل ئې فتح لـه حيدره ځگاريده
ذوالفقار چى بادشهي ئې لـه قنبره ځاريده
هغه توره چى په بريښ کې  رفتار و داجل
هغه توره چى په شرنګ کې  ئې ګفتار و داجل
جوړ نيټه وه داجل د امام لاس کې  ښكاريده
په يو وخت کې  هر يو كس ته اوږ ديده او لنډيده
اوچيده او څڅيده او كږيده او ستيده
بريښيده او ځليده او قهريده او موسيده
نه په خود او نه په زغره نه په ډهال حصاريده
نه په زور د زور اور نه په سوال حصاريده
لكه برق به يې روح يوړلو پرهر به پاتې نه شو
غړيدي به بقى سترګي خو نظر به پاتې نه شو
څه حساب د لسو شلو دى لښكر به پاتى نه شو
چې كوم سر به ځان ته سروى هغه سر به تاتى نه شو
چې بريښنا به يې د خلقو په نظر ننوته
دابه تيره وه د زړه نه په ځيګر ننوته
كوم دښمن چې نظر باز او توريالى و هغه ړوند شو
په بريښنا د ذوالفقار کې  عقل فكر كله موند شو
كه و ډهال لكه ككوړىخو د غر هسې به دروند شو
هغه دروند شو خو د به دروند شو چې پخپلو وينو لوند شو
دلته شرنګ او هلته بريښ او بيا په پنجه د امام کې  
په هر صف کې  به هر سروه ګويا وه په هر مقام کې
د يو څټ نه په بل مټ وه بيا د ډډنه به بهروه
لا به دلته بريښيده او لا به بيا د بل په سروه
لا به زغره په فرياد وى په ټټر وه په ځيګر وه
لا به وچه ښكاريده په رپ د سترګو کې  به تر وه
لكه ژبه داجل به ئي د زړه وينه څټله
ګويا وينه د صفين د شهيدانو ئي ګټله
نه مقداد و نه بوذر و نه سلمان و تماشا ته
نه عمار و نه قنبر و تنهائي وه مرحبا ته
علمدار ئې و په وړاندى نه اكبر قاسم ئې شا ته
ذوالفقار ئې و په وړاندى او داس ګردونه ملاته
ميمنه، ميسره، قلب كه د لښكر مقدمه وه
د ترتيب بخى ئې لاړى تار په تار شوه كه ساقه وه
چې په تيښته به شو څوك ترې ذوالجناح به په ستنه شو
تار په تار به ئې يوصف كړو بيا په بل پسې پره شو
چې به غبرګي نيزى راغلى زربه دى ورته په دوه شو
سرتر پايه د دښمن د توري بريښ په به لمبه شو
دوښو غوندي راتاو به ئې په غاښو کې  كړه زغره
څنډ وهل ئي ذوالفقار ته اشاره وه چې ونغره
چرته سم لكه د غشي چرته كوږ لكه كمان تلو
ځينې سر به يې و په مزكه ځنې سر به يې په اّسمان تلو
بړبو كى وه چورليدله كه په خپل ګردا کې  پيهان تلو
جمعيت ئې و په ځاى كه يو خوا بل خوا ته پريشان تلو
په كوم ځاى به چې و بس و به دده سمونه پاتى
په ميدان به وو كوفيانو لره بس صفرونه پاتي
ذوالجناح چې ګير چاپيره كړه قلا د سړو ماته 
بي لـه اذنه د امام ئې ځان رسيد كړو تر فراته
امام و ټپاوه وى چې ذوالجناحه خوش صفاته
نه اكبر شته، نه اصغر شته، اوبه يوسم و ايه چاته
ځوړند سر د ذوالجناح شو چې ورو وروبيرته راستون شو
وى پكار چې د امام نه شو عبث زما ژوندون شو
ندا راغله لاس دى ونيسه فرزنده د بتول
ستا جمال او جلال دواړه شول د رب په درقبول
جنګ دى نه دى اى امامه د ملكونو د حصول
نه د جنګ دپاره جنګ و، داخو جنګ و د اصول
سرئې خم كړ د تسليم او ځان ئې و سپاره قضا ته
مخ يې ستون كړو لـه دښمنه مخامخ شولو رضاته
عمرسعد ته خو وګوره چې څه او وى شقي
وي چې پريږدى ګذارمه كوى دااس دى د نبي
ته نسبت داس ته ګوره او نسبت ته د نمسي
ځان او تن د محمد و، وينه غوښه د علي
ذوالجناح اوښكي راماتى د خيمو په لوري سر شو
پيغمبر د خپل امام ښاغلى اس د پيغمبر شو
يو په زهرو بل په توره د نبي چې فرزاندان وو
يونظر پري د نيكه و، كه دا دواړه ئې چشمان وو
پخوانى مرسلان واړه شهيد شوي پخپل ځان وو
ولي داد نبي ځان وو بياله ځانه ورته ګران وو
دايوه كړۍ وه پاتي په زنځير د شهادت کې  
امامت كړه ور پوره په سلسله د رسالت کې  
چې كوم سوال د پاك نبي د شهادت و هغه حل شو
د حسين لـه شهادته شهادت ئې مكمل شو
دا چراغ زمونږ د پاره د قيامته پورى بل شو
 هر منكر ته د حمزه په مخکې  دا دليل اول شو
شهادت د حسنينو ځكه و د نبي عين
پورته تن ئې د حسن و، ښكته تن ئې د حسين

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست