تبلیغات

غمونه په ژوندانه کې خو پېښېږي رنګ په رنګ غمونه سره روان وي له هره قسمه څنګ په څنګ غمونه هم دا غمونه په ژوندون کې خوشحالۍ راولي لکه چې صلح راپیدا کاندي د جنګ غمونه ورته معراج د خوشحالۍ وي که نظر وکړې ځان چې د شمعې نه قربان کړي د پتنګ غمونه لکه […]

غمونه

په ژوندانه کې خو پېښېږي رنګ په رنګ غمونه

سره روان وي له هره قسمه څنګ په څنګ غمونه

هم دا غمونه په ژوندون کې خوشحالۍ راولي

لکه چې صلح راپیدا کاندي د جنګ غمونه

ورته معراج د خوشحالۍ وي که نظر وکړې

ځان چې د شمعې نه قربان کړي د پتنګ غمونه

لکه صېقل چې کړي پېدا په آیینه کې ځلا

څنډ وهي داسې ښه صفا د زړونو رنګ غمونه

زړونه غوټۍ وي په اخر کې شي خندان ګلونه

چې یو طوفان پکې پيدا کړي شوخ و شنګ ګلونه

غم د دنیا که هر څو ګران وي خو اسان یې ګڼه

ګران شي چې مل ورسره شي د نام و ننګ غمونه

 

  ((امیر حمزه خان شینواری))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست