تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ملګري ته یې د امام صادق (رح) وېناوې: له لانجو ډډه کوه چې کړه وړه دې لتاړوي  له شخړو ځان ساته چې هلاکوي دې  ځان له ډېرو دښمنیو بچوه چې له خدایه دې لرې کوي  ړومبنیو چوپتیا زده کوله لکه چې تاسې خبرې زده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

ملګري ته یې د امام صادق (رح) وېناوې:
له لانجو ډډه کوه چې کړه وړه دې لتاړوي
 له شخړو ځان ساته چې هلاکوي دې
 ځان له ډېرو دښمنیو بچوه چې له خدایه دې لرې کوي
 ړومبنیو چوپتیا زده کوله لکه چې تاسې خبرې زده کوئ؛ نو چې چا غوښتل پر عبادت لګیا (او عابد) شي؛ نو ړومبی یې لس کاله سکوت او چوپتیا تمرینوله، که له اوږو یې وتای او صبر یې کړای شو د عبادت لار یې نیوه (یعنې عابد کېده) که نه ویل یې، د دې چار لپاره وړ نه یم، هغه ژغورلېږي چې په مودو مودو له بې ځایه خبرو کولو ډډه وکړي.
که غواړې چې ورور دې نږه دوستي درسره وکړي؛ نو :
 ټوکې ورسره مه کوه
 لانجه ورسره مه کوه
 ویاړنه پرې مه کوه
 کینه ورسره مه کوه
 او یوازې هغه رازونه ورسره شریک کړه، که دښمن هم ترې خبر شي زیان در ونه رسوي، ځکه شونې ده چې دوست هم یوه ورځ دښمن شي.
علم د درېیو څېزونو لپاره مه زده کوه:
ځانښوونه، ویاړنه، او له دې او هاغې سره د ویینې لپاره.
او درېیو څېزونو لپاره لاس ترې مه اخله:
ناپوهۍ ته غاړه ایښوول، پوهې ته ناڅوبتیا، او له خلکو خجالت.
هغه علم چې خپور نشي؛ نو یوه ډيوه ده، چې سرپوښ ورباندې ایښوول شوی وي، چې رڼا یې خپره نشي.

 

سرچینه : تحف العقول

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!