تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قرآن حکیم او د انسان پنځون څېړنه: ډاکټر ذبیح الله اقبال   قرآن حکیم او د انسان پنځون. 5 د انواعو د ثبوت د پلويانو ځوابونه. 11 د تکامل فرضيه او د الله تعالی پېژندنې مساله. 14 قرآن حکیم او د تکامل مساله. 18 د انساني ژوند اووه ګوني پړاوونه. 26 د مور […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قرآن حکیم او د انسان پنځون

څېړنه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

 

قرآن حکیم او د انسان پنځون. 5

د انواعو د ثبوت د پلويانو ځوابونه. 11

د تکامل فرضيه او د الله تعالی پېژندنې مساله. 14

قرآن حکیم او د تکامل مساله. 18

د انساني ژوند اووه ګوني پړاوونه. 26

د مور په زيلانځ کې د جنين د تکامل پړاوونه. 35

په زيلانځ کې د انسان د تکامل روستى پړاو. 40

پر هډوکيو غوښنې جامې. 42

هډوکيو ته کلکې جامې! 43

د انسان د پنځون هېښنده پړاوونه. 45

له خاورې د آدم د پنځون څرنګوالى 54

قرآن حکیم او د انسان پنځون

 په دې ويينه کې د قرآني آيتونه په رڼا کې د انسان پنځونه اوڅار شوې، چې د طبي څانګو زدکړيالان د امبريالوژي ((جنين پوهنې)) په برخه کې ګټنه ترې وکړاى شي.

دلته مو د تفسير نمونه له یوولسم، څورالسم او اوولسم ټوکونو، مطالب راغونډ او ژباړلي دي او تمه ده د نوي کهول طبي زدکړيالان د ديني سمې پوهېدنې په رڼا کې، د هېواد د بيارغاونې په بهير کې د هېوادوالو د روغتيايي چارو په سمونه کې فعاله ونډه ولري.

 ((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[1]= او په يقين موږ انسان [= آدم] د وچې (کړنګېدونې) خټې، چې له (تورې) ورستې بوينې خټې اخستل شوې وه، پنځولی دى.))

او په حقيقت کې موږ انسان د بویناکې تورې خټې له وچ کودړې وپنځاوه. قرآن مجيد د انسان د پنځون په باب په لنډه تېر شوى؛ ځکه موخه يې روزنيز مسايل دي او ددې ويينې مثالونه، په ((سجده ))، ((مؤمنون))، ((صلی الله علیه و آله وسلم) او نورو سورتونو کې هم راغلي دي.

البته پوهېږو، چې قرآن حکیم د طبيعي علومو يو کتاب نه؛ بلکې د انسان سازۍ کتاب دی؛ نوځکه تمه دې و نه لرو، چې:

په طبيعي علومو پورې اړوند جزئيات (لکه تکامل، اناتومي، جنين پوهنه، ګياه پېژندنه. . . ) پکې اوڅار شي؛ خو دا به ددې خنډ نه وي، چې د روزنيزو ويينو په انډول، په قرآن حکیم کې ددې علومو ځينو برخو ته لنډه اشاره ولرو.

 ددې لنډې سریزې په پامنيوي، پکار ده، پر دوو څيزونو ويينه ولرو:

١- له علمي پلوه د انواعو تکامل

 ٢-د قرآن حکلیم له ليدلوري د انواعو تکامل

په لومړۍ ويينه کې بې له آياتو او رواياتو، يوازې د طبيعي علومو په ځانګړو کچو، پر مساله ویېنه کوو.

 پوهېږو، چې د طبيعي علومو پوهان د ژوندي موجوداتو (بوټو، څارويو ) په هکله دوه فرضيې لري:

الف: ترانسفورمېزم يا د انواعو د تکامل فرضيه، چې وايي: په پيل کې ډول ډول ژوندي موجودات، په اوسنۍ بڼه نه ول؛ بلکې په يو ټوپ[2] د وحیدالحجروي موجوداتو پيل د سمندرونو د تل په جبو کې پيدا شول؛ يعنې بې ساه موجودات، په ځانګړیو شرايطو کې واقع شول، چې لومړني ژوندي حجرات- ژوندینکې ترې وپنځېدې.

دې ژونديو ذره بيني موجوداتو سوکه سوکه تکامل وموند او بڼه يې له يو ډول نه پر بل ډول واوړېده، له سمندرونو ځنې بېدياوو او له دې ځايه هوا ته ولېږدول شول او ډول ډول بوټي او ډول ډول اوبني او ځمکني څاروي او مارغان رادبره شول.

دا ننني انسانان ددې تکامل خورا مکمله او پوره کړۍ ده، چې له بیزو ورته موجوداتو او ورپسې انسان ډولي بیزوګانې، راڅرګندې شوې.

ب: ((فيکسيزم )) يا د ((انواعو د ثبوت)) فرضيه وايي:

 په پيل کې ډول ډول ساه کښ، هر يو په همدې اوسنۍ بڼه راڅرګند شوي او هډو يو ډول، پر بل ډول اوښتى نه دى او طبيعي ده، چې انسان هم خپلواک پنځون درلود، چې له پيله پر همدې بڼه پنځول شوى دى.

د دواړو لوريو پوهانو، د خپلې ګروهې ثبوت ته پرېمانه مطالب کښلي او په علمي ډګرونو کې يې جګړې او شخړې هم کړې دي.

 دا جګړې هله سختې شوې، چې لامارک[3] او بيا ډاروين[4] د ((انواعو د تکامل)) په باب نوي دلايل راوړاندې کړل.

 خو بېشکه چې د طبیعي علومو په ډګر کې ډېرى پوهان د تکامل د فرضيې پلويان دي.

***

د تکامل د پلويانو دلايل:

دلايل يې په درېيو برخو کې رالنډوو:

( لومړى):

د تېرو ژونديو موجوداتو پر اسکلټونو او فوسيلونو له څېړنو يې دلايل راوړي او ګروهن دي، چې د ځمکې د بېلابېلو پوړيو څېړنې ښيي، چې ژوندي موجودات له خورا ساده بڼو، خورا پېچليو او پوره بڼو ته راښتي دي.

 يوازې د تکامل په فرضيې د فوسيلونو ترمنځ اړپېچ او توپير تفسيرولاى شو.

(دويم ):

 له ((پرتلېزې تشريح)) يې لاسوندنه راټول کړي او د اوږدو ویینو په ترڅ کې وايي:

د بېلابېلو څارويو اسکلټونه، چې يو له بل سره پرتله کړو؛ نو ډېر ورته والى پکې وينو، چې ښيي ټول له يوه آر او اصله راولاړ شوي دي.

(درېيم):

له ((جنين پوهنې[5])) يې لاسوندونه ترلاسه کړي او ګروهن دي:

که څاروي په جنيني حال (چې لازم تکامل يې کړى نه وي) يو د بل ترڅنګ کېدو؛ نو و به وينو، چې تر تکامل مخکې جنينونه، د مور په زیلانځ/ رحم يا د هګۍ په دننه کې څومره يو له بل سره ورته والى لري.

 دا هم تاييدوي، چې په پيل کې دا ټول له يوه آره اخستل شوي دي.

د انواعو د ثبوت د پلويانو ځوابونه

خو د انواعو د ثبوت د فرضيې پلويان دې ټولو دلايلو ته يو ټوليز ځواب لري او هغه داچې:

له دې لاسوندونو يو هم قانع کوونکى نه دى؛ البته منکرېداى نشو، چې له دې درې ګونو لاسوندونو هر يو، په ذهن کې د تکامل احتمال د ((ګوماني احتمال)) په نوم مخونه ورکولای او تفسيروي؛ خو ډاډمن به نه وي.

 په څرګنده توګه، د تکامل د فرضيې ثبوت او د يوې فرضيې له بڼې يې پر يوه علمي او غوڅ قانون اړول يا بايد د عقلي دليل له مخې وي او يا د ازمېښت حس او تجربې له لارې او بې له دې دوو لارو بله لار نشته.

خو پوهېږو، چې دې مسايلو ته عقلي او فلسفي دلايل څه لار نه لري او بلخوا دې مسايلو ته د ازمېښت او تجربې لاس هم لنډ دى.

خو څه چې په حس او تجربه درک کوو، دادى چې د زمانې په تېرېدو، په څارويو او بوټو کې په ټوپ ((میوټيشن)) سرسري بدلونونه راځي؛ لکه په عادي پسونو کې ناڅاپه يو ورى زيږېږي، چې وړۍ يې د عادي پسه له وړۍ سره تو پير لري، چې دا په پسونو کې د ((مرينوس)) د ځوځات سرچينه ګرځي.

 او ياداچې د ټوپ له لامله د ځينو څارويو، د سترګو رنګ سور يا يې د بدن پوټکى ادلون مومي.

 خو تر اوسه هېچا داسې ټوپ ليدلى نه دى، چې د حيوان د بدن په آریزو غړيو کې مهم بدلون رادبره کړي يا يو ډول پر بل ډول واړوي.

نوځکه موږ يوازې حدس وهلاى شو، چې شونې ده، يوه ورځ د ټوپونو راغونډېدل، د څاروي له بدلونه سر راپورته کړي، د بېلګې په توګه: خځنده څاروي پر مارغانو واړوي؛ خو دا يو پرېکنده حدس نه دی؛ بلکې يو ګوماني حدس دى؛ ځکه تر اوسه مو په حس او تجربه ليدلي نه دي، چې ټوپونه په آریزو غړيو کې ادلون بدلون راوړى وي.

له تېرو خبرو پايله اخلو چې:

د ((ترانسفورمېزم)) د پلويانو درې ګوني دلايل، دا نظريه د يوې فرضيې له بڼې ورهاخو کولاى نشي او له همدې کبله هغوى چې په ځير، پر دغسې مسايلو ویېنه کوي؛ نو دا نظريه د (( انواعو د تکامل فرضيه)) بولي؛ نه قانون او آر.

د تکامل فرضيه او د الله تعالی پېژندنې مساله

سره له دې، چې ډېرى هڅه کوي، ددې فرضيې او الله تعالی پېژندنې ترمنځ پر يو ډول ټکر قايل شي او ښايي له يوه پلوه حق وي؛ ځکه د ((ډاروينېزم)) د ګروهې او د کلیسا د چارواکیو ترمنځ سختې جګړې رادبره شوې او هغه مهال د سياسي او ټولنيزو دلايلو له مخې چې دلته يې د شرح ځاى نه دى، پردې مسالې پراخ تبليغات وشول، چې ((ډاروينيزم)) له الله تعالی پېژندنې سره اړخ نه لګوي.

 خو نن دا مساله څرګنده ده، چې:

دا دواړه يو له بل سره ټکر نه لري؛ يعنې که د تکامل فرضيه ومنو او يا يې د دليل د نشتوالي له لامله و نه منو، په دواړو حالاتو کې ((الله پېژندنه)) کولاى شو.

 د تکامل فرضيه، که څه، ثابته شي او له مخې یې پرده لرې کړي؛ نو د يوه علمي قانون بڼه ويني او د طبيعي علت او معلول او په څارويو او نورو موجوداتو کې د علت او معلول ددې اړيکې ترمنځ څه توپير نشته، ايا د سيندونو د جزر و مد او زلزلو او د طبيعي عواملو رابرسېرول به د الله تعالی پېژندنې پر لار څه خنډ وي ؟

هډو هم نه؛

نوځکه د ډول ډول موجوداتو ترمنځ د يوې تکاملي اړيکې رابرسېرونه، د الله تعالی پېژندنې په بهير کې هېڅ ډول خنډ راوړاى نشي.

 يوازې هغوى چې انګېري: د طبيعي علتونو رابرسېرول، د الله تعالی د شتون له منلو سره په ټکر کې دي، دغسې خبره کړاى شي؛ خو نن موږ ښه پوهېږو، چې نه يوازې ددې علتونو رابرسېرول، توحيد ته څه زيان نه رسوي؛ بلکې د الله تعالی د شتون اثبات ته د پنځون له غونډاله نوي دليل په لاس راکوي.

په زړه پورې خو داچې:

پخپله ((ډاروين)) د الحاد او بې دينۍ د تور پر وړاندې راپاڅېدلى او په خپل کتاب ((د انواع اصل)) کې څرګندنه کوي:

سره له دې، چې د انواع تکامل منم، الله لمانځى هم يم، او له آره، بې د الله تعالی د شتون له منلو، تکامل ته مخونه هم ورکولاى نه شو.

دې وينا ته ځير شئ:

(( هغه د بېلابېلو ساه کښو راښکاره کېدو ته د طبيعي علتونو د شتون په منلو، تل په ايکي يو الله تعالی مؤمن پاتېږي او سوکه سوکه يې چې عمر ډېرېږي، د بشر د سرباندې ځواک د درک ځانګړى دنننى احساس پکې سخت پياوړى کېږي[6].

له آره، ډاروين ګروهن و:

د تکامل په دې هېښنده پېچومي کې، د انواعو لارښوونه او پر ډول ډول ساه کښو، د يو ډېر ساده ژوندي موجود اړول، يوازې د ټوليز عقل ( الله تعالی ) له لوري د سنجول شوې او دقيق کړلار او نخچې له مخې شوني دي!

 په رښتيا همداسې وه، له يوې ډېرې ساده مادې، دا ټول هېښنده مشتقات (چې هر يو ځان ته پراخ تشکیلات لري) يوازې پر ناپايه علم او ځواک پر ډډې وهلو ناشوني دي.

پايله داچې:

(که د تکامل فرضيه ومنو که نه) د انواعو د تکامل د ګروهې او د الله تعالی پېژندنې د مسالې ترمنځ غوغا، يوه بې بنسټه او بې دليله غوغا او شخړه ده.

 

 قرآن حکیم او د تکامل مساله

په زړه پورې خوداچې: په مسلمانانو کې د انواعو د تکامل پلويان او هم منکران يې د خپل مطلب د جوتولو لپاره په قرآني آيتونو استدلال کوي؛ خو ښايي، دواړو لوريو د خپلې ګروهې تر اغېز لاندې، په هغو آيتونو استدلال کړى، چې ډېر لږ يې له موخې سره تړاو درلودلى دى؛ نو موږ د دواړو لوريو آیتونه غوره کوو، چې د ويينې وړ وي.

 د تکامل پلويان د آل عمران پر۳٣ آيت ډډه وهي:

 ((إِنَّ اللّهَ اصْطَفَى آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ= الله تعالی، آدم نوح، آل ابراهيم او آل عمران پر نړيو الو غوره کړي ول ))

دوى وايي: لکه څنګه چې نوع، آل ابراهيم او آل عمران په يو امت کې اوسېدل او ترې غوره شول، همدغسې آدم، هم بايد دغسې وي؛ یعنې هرومرو د آدم په پېر کې انسانان ول، چې د عالمين (نړيوالو نوم پرې ايښوول شوى و او آدم پکې، الله تعالی غوره کړى او دا راښيي، چې آدم، د ځمکې پر مخ لومړى انسان نه و؛ بلکې وړاندې ترې نور انسانان هم ول او د آدم امتياز هماغه اندیز او مانیز ټوپ و، چې له نورو همرنګو وګړيو يې د غوره کېدو لامل شو.

نور بې شمېره آيات يې هم ياد کړي، چې ځينې له آدم نه د تکامل د مسالې سره څه تړاو نه لري او د تکامل تفسير يې ډېرى د راى له تفسير سره اړخ لګوي او بله برخه يې د انواعو له تکامل سره اړخ لګوي او هم يې له ثبوت او هم د آدم له خپلواک پنځون سره؛ له همدې لامله غوره مو وګڼله، چې ترې تېر شو.

پردې استدلال نيوکه داده، چې:

 ((عالمين)) که د معاصرو خلکو پر مانا وي او ((اصطفاً = غوره کول)) بايد هروموو له همدغو خلکو وي؛ نو دا دليل به منلوړ وي.

 خو که څوک ووايي: ((عالمين)) معاصران او غير معاصران دواړه وي؛ لکه د نبي کريم (صلی الله علیه و آله وسلم په مشهور حديث کې چې د فاطمې بي بي په فضيلت کې روايت شوي:

 (( اما ابنتى فاطمة فهى سدة نساً العالمين من الاولين والاخرين: لور مې فاطمه د وړاندویل شوې او روستنۍ نړۍ د ښځو اغلې ده))؛ نو په دې بڼه کې پورته آيت به پردې مطلب څه دلالت و نه لري او کټ مټ دې ته پاتېږي لکه چې يو څوک ووايي: يو شمېر يې له انسانانو ( د ګردو پېړيو انسانان ) غوره کړل، چې يو يې آدم دى، په دې بڼه کې هېڅ پکار نه دي، د آدم په زمانه کې، نور انسانان وي، چې ((عالمين)) يادېدل او يا ترې آدم غوره شي.

په تېره داچې: خبره د الله تعالی په غوره کولو کې ده؛ هغه الله تعالی چې له راتلونکې او هغو ښه خبر وي، چې راروسته به راځي.

د نوعو د ثبوت پلويانو، چې کوم آيتونه غوره کړي، زموږ تر ویینې لاندې آيتونه دي، چې وايي: الله تعالی انسان د بويناکې تورې خټې له وچ کودړي پنځولی.

په زړه پورې خو داچې: دا تعبير هم د ((انسان )) د پنځون په باب ((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[7]= او په حقيقت کې موږ انسان د بويناکې تورې خټې له وچ کودړي پنځولی)) او هم د بشر ((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[8]= او چې کله ستا پالونکي پرښتو ته وويل: ((زه د بويناکې تورې خټې له وچ کودړي يو بشر پنځوم )) او هم د پرښتو د سجدې په برخه کې((قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ[9] =زه به ځکه دغه بشر ته سجده و نه کړم، چې تا د بویناکې تورې خټې له وچ کودړي پنځولی))، روسته د آدم په اړه راغلى:

((فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُواْ لَهُ سَاجِدِينَ -فَسَجَدَ الْمَلآئِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ -إِلاَّ إِبْلِيسَ أَبَى أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ[10] = نو چې كله مې هغه جوړ کړ او له خپل (ښكلي او ستر) روح نه مې پكې ورپو كړل؛ نو ټول سجده کوونکي ورپرېوځئ؛ نو يومخې ټولو پرښتو سجده وكړه؛ خو ابليس له دې ډډه وکړه، چې (آدم ته) له سجده کوونکیو ځنې شي. ))

په لومړي سر کې ددې آيتونو له ظاهره ښکاري:

 آدم لومړى له تورې خټې پنځول شوى او د غړيو له پوره کېدو روسته، الهي روح پکې پوکل شوى او ورپسې، بې له ((ابليسه )). پرښتو سجده ورته کړې.

ددې آيتونو د بيان طرز راښيي، چې له خاورې د آدم د پنځون او د پنځون د لومړنۍ بڼې ترمنځ، نورو ډولونو شتون نه درلود.

 او په ځينو آيتونو کې چې د ((ثم)) تعبير[11] راغلى، د ميليونو کلونو په تېرېدو او د زرګونو ډولونو پر شتون دليلېداى نشي؛ بلکې څه توپير نه لري، چې هغو واټونونو ته اشاره وي، چې د آدم د پنځون په بېلابېلو پړاوونو کې وې؛ له خاورې د آدم پنځون او بيا ترې د وچ کودړي تړلو او ورپسې د الهي روح پوکول.

نوځکه د ((ثم)) کلمه، په ((جنين)) کې د انسان د پنځون په باب او کوم پړاوونه چې وهي، راغلي؛ لکه:

 (( يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ [12]= خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛ نو دې ټكي ته پام وكړئ، چې) موږ تاسې له خاورې پنځولی ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)، بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز]، چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم، چې [خپل ځواک] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت وسمن يو) او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ غورځوو يې) بيا مو د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده، چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ، په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پر هېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه او شاړه وينې؛ خو چې كله پرې باران ووروو؛ وخوځېږي او راډډه شي او له هر ډول تاندو شنېلیو راټوكوي. ))

وينئ، چې: هېڅ لزوم نه لري، ((ثم)) د يوه اوږده واټن لپاره وي؛ بلکې لکه چې د اوږدو واټونونو لپاره کارېږي، په لنډو واټونو کې هم کارېږي.

 چې څه مو وويل، پايله ترې اخلو:

 که څه د قرآن حکیم آيتونه نېغ په نېغه د تکامل په مسالې يا د انواعو په ثبوت پسې نه دی؛ خو د آياتو ظواهر (البته دانسانانو په اړه ) له خپلواک پنځون سره اړخ لګوي او د آدم د پنځون ظاهري آيتونه، ډېرى پر خپلواک پنځون راچورلي؛ خو قرآن حکیم د نورو ساه کښو په باب چوپ دى.

 

د انساني ژوند اووه ګوني پړاوونه

 (( يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاء إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاء اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ[13] = خلكو! كه تر مرګ روسته ژوند په اړه شكمن ياست (؛ نو دې ټكي ته پام وكړئ، چې) موږ تاسې له خاورې پنځولي ياست، بيا له څاڅكي، بيا د كلكې پرنډې وينې (له يوې ټوټې)، بيا د غوښې له يوې بوټۍ [= ژولې غوښې ته ورته یو څیز]، چې پوره بڼې والا هم وي او نیمګړې بڼې والا هم، چې [خپل ځواک] درڅرګند كړو (چې موږ پر قیامت وسمن يو) او جنينونه، چې وغواړو تر يوې ټاكلې مودې يې (د ميندو) په رحمونو (زيلانځو) كې تم كړي ساتو (او هغه چې وغواړو؛ غورځوو يې) بيا مو د يو ما شوم په بڼه راباسو، بيا موخه داده، چې د خپلې ودې او مړانې بريد ته ورسئ، په دې ترڅ كې ځينې (درنه) مړه كېږي او ځېنې دومره عمر كوي، چې د ژوند ناكاره پړاو (او زړښت) ته رسي؛ داسې چې پر هر څه تر پوهېدو روسته بيا پر هېڅ نه پوهېږي. (بلخوا) او ته (په ژمي كې) ځمكه وچه او شاړه وينې؛ خو چې كله پرې باران ووروو(؛ نو) وخوځېږي او راډډه شي او له هر ډول تاندو شنېلیو راټوكوي. ))

( (وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ[14] = او هماغه دى، چې ژوند يې دربښلی، بيا مو مړه كوي، بيا مو(په قيامت کې) راژوندي كوي، په رښتيا انسان ډېر ناشكره دى. ))

(( وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ[15] = او داچې قيامت راتلونكى دى [او] شك پكې نشته او الله به هرومرو هغه خلک راپاڅوي، چې په قبرونو كې ويده دي.))

دې آيتونو، په اووه پوړيزه پېر کې د انسان حرکت تشريح کړی دی:

 

 لومړى پړاو: هغه مهال، چې خاورې و.

شونې ده، دلته له خاورې مراد هغه خاوره وي، چې آدم ترې وپنځول شو او هم شونې ده، دې ته اشاره وي، چې ګرسره انسانان له خاورو دي؛ ځکه ټول خواړه، چې څاڅکى (نطفه) جوړوي او ورپسې تغذيه کوونکي توکي يې له خاورو اخستل کېږي.

البته، بېشکه د انسان د بدن پاموړ برخه له ((اوبو)) او يوه برخه له ((اکسيجن)) او ((کاربن)) څخه جوړه شوې، چې له خاورو اخستل شوې نه ده؛ خو داچې د بدن د ګردو غړيو آریز بنسټونه له خاورينو توکیو جوړ شوي؛ نو دا تعبير، بيخي سم دى، چې: انسان له خاورې دى.

دويم پړاو: د څاڅکي يا نطفې پړاو دى.

 ددې ساده او ناڅيزه موجود خاوره او له حس، حرکت او ژوندونه تشه، پر څاڅکي او مړي، هغه څاڅکى، چې له خوالو ډکه ذره بيني ژونديو موجوداتو ځنې جوړ شوی، چې په نارينه کې ((سپرم )) او په ښځه کې (( اووم)) نومول شوى دى. دا لامبو وهوونکي ذره بيني موجودات، دومره واړه دي، چې شونې ده، د يو تن نارينه په څاڅکي کې په ميليونونو ((سپرمونه )) وي!

 په زړه پورې خو داچې معمولاً انسان تر زوکړې روسته يو سوکه سوکه حرکت لري؛ يعنې يو ((کمي تکامل)) وهي، حال دا، په ذيلانځ کې چټک ټوپونه او (( کيفي بدلون )) لري.

 په زيلانځ کې پرلپسې او هېښنده بدلونه، دومره عجيب دي؛ لکه يو ساده پرپرکى، چې پر يوې الوتکې واوړي! چې څو مياشتې روسته نن امبریولوژي (جنين پوهنه) د يوې پراخې پوهې بڼه خپله کړې او د دې علم، پوهان بريالي شوي، جنين په بېلابېلو پړاوونو کې وڅېړي او پټې خوالې يې راوسپړي او په اړه يې ډېرى عجايب رابرسېره کړي.

 په درېيم پړاو کې، څاڅکي د ((علقې)) پړاو ته رسي او حجرات يې د يو بې شکله ((توت)) په څېر ( د پړندې وينې په توګه ) يو د بل ترڅنګ وي، چې په علمي ژبه کې (( مورولا)) نومېږي.

 تر لنډې مودې روسته، تشه ويشل کېږي، چې د جنين د برخو د ويش پيلامه ده ( او جنين ته په دې پړاو کې ((لاستولا)) وايي )

په څلورم پړاو کې، جنين لږ لږ، د ژول شوې غوښې بڼه اخلي؛ خو د بدن غړي پکې مشخص نه وي.

د (( جنين)) په پوټکي کې بدلونونه را پيداکېږي او بڼه يې هغه متناسب چار ته اوړي، چې بايد و يې کړي او سوکه سوکه د بدن غړي راښکاره کېږي؛ خو هغه جنينونه، چې له دې پړاوه تېر نشي او هماغسې په خپلې پخوانۍ بڼې او يا نيمګړي پاتې شي، غورځېږي او له ليکې وځي.

 شونې ده، د (( منخلقة وغير مخلقة)) غونډله دې پړاو ته اشاره وي؛ يعنې ((کامل الخلقه )) او ((غير کامل الخلقه )) [ پوره پنځونه او نيمګړې پنځونه ] په زړه پورې داچې قرآن حکیم ددې څلورو پړاوونو په يادولو پسې، د (( لښين لکم)) غونډله راوړې، دې ته اشاره ده چې:

 دا چټکې او هېښنده اوړېدنې، چې لاملېږي، د اوبو يو کوشنى څاڅکى په پوره انسان اوړي، پر ټولو چارو، د الله تعالی د وسمنۍ يو څرګند دليل دى.

بيا يې تر زوکړې روسته د جنين پنيځم، شپږم او اووم پړاوونو (؛ یعنې وړکتوب، بلوغ او زړښت) ته اشاره کړې ده.

دا ټکى د يادولو وړ دى:

 له خاورې د يوه ژوندي موجود په بڼه د انسان پنځون، پخپله يو ستر ټوپ دى او د جنين بېلابېل پړاوونه، پرلپسې ټوپونه شمېرل کېږي او هم له موره، د انسان زوکړه، پخپله يو مهم ټوپ دى او د بلوغ او زړښت پړاوونه هم ټوپ شمېرلېږي.

 په پورته آيت کې له (( قيامت)) ځنې د (( بعث)) تعبير؛ لکه چې د ټوپ همدې مفهوم ته اشاره وي، چې په قيامت کې هم ترسره کېږي.

 دې ټکي ته هم اشاره اړينه ده:

داچې قرآن حکیم د جنين د بېلابېلو پړاوونو په باب خبرې کوي؛ خو هغه مهال نه ((جنين پوهنه امبريالوژي)) وه او نه خلکو د دوه ځانيتوب په هکله پاموړ معلومات درلودل، چې دا چار پخپله يو ژوندى ګواه دى، چې دې ستر کتاب له وحې او طبيعت هاخوا نړۍ سرچينه اخستې ده.

 ارذال العمر:

 (( ارذل)) له (( رذل)) څخه اخستل شوى؛ پټ، ناکاره او نامطلوب څيز ته وايي او له (( ارذل العمر)) نه مراد د انسان د عمر ناکاره وخت دى، چې ښه بوډاتوب ته رسي او د قرآن حکیم په وينا: چورلټ خپلې پوهې له لاسه ورکوي او د يوه کوشني په څېر کېږي.

 په هرحال، د عمر په دې برخه کې، بايد الله تعالی ته پناه يوسو او هم ددې کلونو يادونه اړينه ده، چې له غفلته مو را وباسي، چې:

په پيل کې څه وو!

اوس څه يو؟

په ګانده کې به څه شو؟

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ -ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ -ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ -ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ -ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ [16]= او په رښتيا موږ انسان له نچوړ شوې خټې پنځولی؛ ورپسې مو د یوه څاڅكي (په بڼه) په خوندي ځاى [= زيلانځ] كې كېښود؛ بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ ورپسې مو هغه (علقه) پر مضغه [= د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څيز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ، هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بل ځل مو هغه په نوې بڼه وپنځاوه؛ نو ډېر ستر دى، هغه الله چې خورا ښه پنځګر دى. تاسې تردې (پړاوونو) روسته هرومرو مړه کېدوني ياست؛ ورپسې هرومرو د قيامت پر ورځ راپاڅول كېږئ. ))

د مور په زيلانځ کې د جنين د تکامل پړاوونه

لومړى وايي: (( اوپه باوري توګه موږ انسان له مټينې خټې پنځولی دى= َلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ))

 هو! دا ړومبى ګام دى، چې انسان هغه ستریا، دبدبې، برم او له هومره وړتياوو سره، د مخلوقاتو افضل او د نړۍ د موجوداتو غوره وپېژندل شي، چې له بې ارزښته خاورې دى؛ هغه خاوره، چې د کم ارزښتۍ مثال دى او دا يې نهايي ځواک ښوونه ده، چې له دغسې ساده توکیو يې دغسې بديع او نوى موجود وپنځاوه.

 په ورپسې آيت کې زياتوي:

 (( بيا مو د څاڅکي ( په بڼه ) په خوندي ځاى ( = زيلانځ) کې کېښود؛ مَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ))

په حقيقت کې ړومبى آيت، د ټولو انسانانو (آدم او اولادې يې) د شتون پيلامې ته اشاره کوي، چې ګرسره خاورو ته ورګرځي او له خټې راولاړ شوي دي.

خو په دويمي آيت کې، د آدم د ځوځات غځېدا ته اشاره کوي، چې په زيلانځ کې د نر او ښځې د څاڅکو د يو ځاى کېد و له لارې غځېږي.

 په حقيقت کې دا مبحث، له هغه تعبير سره ورته دى، چې د (( سجده )) سورت په ( ٧ او ٨) آيتونو کې راغلى دى:

((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ -ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ= هغه دى، چې څه يې پنځولي؛ ډېر ښه يې پنځولي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه. بيا يې د هغه د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله. ))

داچې زيلانځ يې چې په قرار مکين ( خوندي ځاى ) تعبير کړى، په بدن کې د زيلانځ ځانګړي موقعيت ته اشاره ده، په واقع کې د بدن خورا خوندي ځاى دى، چې له هر لوري پوره خوندي دى:

 د ملا تير او پختۍ له يوې خوا.

د لګن خاصرې غښتلى هډوکي له بلې خوا.

د خېټې بې شمېره پردې له دريېمي لوري.

او څلورم داچې لاسونه يې هم لاسينوى کوي، چې دا ټول د زيلانځ په خونديېنه لاسوندونه دي.

[ جنین چې په زیلانځ کې پروت وي؛ نو جنین په امنیون نومي مایع کې لامبووهونکی وي، چې د امنینون مایع په امنیون پرده کې وي او بیا امنیون پرده د رحم په عضله کې وي، چې دوه پوړه عضلې دي، چې اندومتر او مایومتر نومېږي؛ نو پر پورته ذکر شویو ارګانونو سربېره، په خپله رحم یا زیلانځ د ضربې پر وړاندې یو خوندي ځای دی او د جنین په شاوخوا کې مایع نه پرېږدي، چې ضربه نېغ په نېغ له جنین سره په تماس کې شي او چې کله مور یا جنین له ضربې سره مخېږي؛ نو شاوخوا مایع یې د ضربې ځواک ویشي. ]

 تردې روسته د مور په زيلانځ کې د څاڅکي هېښنده بهير ته اشاره کوي، چې له بشري وس هاوخوا د پنځون په بېلابېلو څېرو اوړي او وايي:

((ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ[17] = بيا مو څاڅكى د وينې پر پرنډه ټوټه (علقه) واړاوه؛ نو بيا مو هغه (علقه) پر مضغه [= د ژوولي غوښې د بوټۍ په څېر يو څيز] واړاوه، بيا موږ د غوښې له بوټۍ هډوكي جوړ كړل او بيا مو هډوكي په غوښه پټ كړل، بل ځل مو هغه په نوې بڼه پيدا كړ؛ نو ډېر ستر دى هغه الله چې غوره پنځګر دى. ))

دا څلور توپيري پړاونه، د څاڅکي پر پړاو سربېره، پينځمي پړاوونه دي، چې هر يوځانته هېښنده نړۍ لري، چې په جنين پوهنه کې په ځير څېړل کېږي او په اړه يې ډېر کتابونه کښل شوي؛ خو پر هغه مهال، چې قرآن حکیم د انسان د جنين پنځون د بېلابېلو پړاوونو او هېښتياو په باب يې خبرې کولې، ددې علومو څه نښه نه وه.

 او د آيت په پاى کې، روستي پړاو ته چې په واقع کې د بشر د پنځون خورا مهم پړاو دى، په يو سر تړلي او په مانا ډک تعبير اشاره کوي:

 ((ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ)) روستی، بې ساری ځواک ښوونه، چې د زيلانځ په تياره خونه کې، د اوبو پر څاڅکي دغسې هېښنده نوى انځور کاږې.

پر هغه علم او حکمت، چې دغسې ناڅيز موجود کې دا ګرسره وړتياوې پنځوې بې ساری یې پنځوي.

 ورپسې آيت، په يوه ښکلې بڼه د توحيد او د مبدا د پېژندنې له مسالې د ((معاد)) مسالې ته ورلېږدول کېږي او وايي:

دا انسان، چې دومره هېښتياوې لري، تر ابده ژوندى نه پاتېږي، داسې وخت رارسي، چې دا عجيبه جوړښت يې نړېږي او (( تاسې تردې ژوند روسته ټول مرئ = ثُمَّ إِنَّكُمْ بَعْدَ ذَلِكَ لَمَيِّتُونَ)) خوداچې دا انګېرنه رامخې ته نشي، چې د انسان په مړينه، هر څه پاى مومي ( نو څو ورځو ته دا بادبدبه پنځون يو چټي چار دى ) سملاسي زياتوي: ((ُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ =بيا دقيامت پر ورځ، بل ژوند ته راپاڅول کېږئ ( البته په لوړه کچه او په پراخه نړۍ کې ) )).

په زيلانځ کې د انسان د تکامل روستى پړاو

په زړه پورې داچې په پورته آيت کې چې د انسان پنځون ته پينځګوني پړاوونه ياد شوي، په ټولو ځايونو کې په ((خلق)) تعبير شوي؛ خو چې کله روستي پړاو ته رسي، په (( انشاء)) يې تعبير وي.

ژبپوهانو ويلي: ((انشاء))؛ یعنې ((له روزنې سره د يو څيز را پيدا کول. ))

دا تعبير راښيي: روستی پړاو، له تېرو پړاوونو ( څاڅکي، علقه، مضغه، غوښې او هډوکي ) سره پوره توپير لري؛ يو مهم پړاو دى، چې قرآن حکیم سرتړلى ياد کړى او يوازې وايي: (( بيا مو په نوې بڼه پيدا کړ)) او ورپسې ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ)) وايي.

 دا څه پړاو دى، چې دومره د اهميت وړ دى، دا هماغه پړاو دى، چې جنين د انساني پړاو ژوند ته ورننووځي، حس او حرکت پيداکوي او په خوځښت راځي، چې په اسلامي رواياتو کې (( په تن کې د روح په پوکلو)) ( نفخ روح) تعبير شوى دى.

 دلته دى، چې انسان په يو ستر ټوپ، نباتي او ګياهي ژوند تېر کړى او د څارويو او تردې اوچت د انسانانو نړۍ ته ګام ږدي او له تېر پړاو سره يې واټن دومره ډېر و، چې په ((ثم خلقنا)) ترې تعبير بيا نه و؛ نوځکه يې ((ثم انشانا)) وويل.

 انسان دلته ځانګړى جوړښت مومي او له ټولې نړۍ يې ځانګړى کوي، په ځمکه کې د الله تعالی د خلافت وړتيا ورکوي او د امانت هغه پچه يې په نوم راووځي، چې غرونو او اسمانونو يې پېټى اوچت کړاى نشو. په واقع کې، همدلته دى، چې له ټولو هېښتياوو سره ((سترې نړۍ = عالم کبير)) په دې (( کوشنۍ کتله )) کې رانغاړلېږي او په رښتيا د ((فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ)) وړ دى.

پر هډوکيو غوښنې جامې

د((في ظلال القرآن )) د تفسير ليکوال ( شهيد سيد قطب رحمة الله عليه) تر بحث لاندې آيت په باب يوه هېښنده غونډله راوړي، چې داده:

چې کله جنين د ((عقله)) او ((مضغه)) پړاوونه تېر کړل او ټول حجرات يې پر هډوکنو حجراتو واوړي؛ نو ورپسې سوکه سوکه غړي او غوښې پرې راخورېږي؛ نوځکه د ((کسونا العظام لحما)) غونډله، يوه علمي معجزه ده، چې له دې مسالې پرده لرې کوي، چې پر هغه ورځ هيچا ته څرګنده نه وه؛ ځکه قرآن حکیم نه وايي: موږ مضعه پر هډوکيو او غوښې واړوله؛ بلکې وايي: موږ مضغه پر هډوکيو واړوله او هډوکيو ته مو غوښنې جامې ور واغوستې، دې ته اشاره ده، چې: مضعه ړومبى، پر هډوکي اوړوي او بيا په غوښه پټېږي.

هډوکيو ته کلکې جامې !

اصولاً داچې: غړي ( او عضلات) په ((لباس = جامو)) تعبيروي، پخپله دا واقعيت راښيي، چې که پر هډوکيو دا جامې نه واى؛ نو د انسان اندام به ډېر بدرنګ و (داسکلټونو=ډانچو په څېر، چې ټولو ليدلي يا لږ تر لږه انځورونه يې مو ليدلي دي )

 پردې سربېره، جامې بدن ساتي، غړي هم هډوکي ساتي، چې که دا نه واى، کومې ضربې، چې پر بدن راتلې، هډوکيو زيان مونده يا ماتېدل، همدغسې جامې، چې د انسان بدن له سړو تودو ساتي؛ نو همدا کار عضلات، هډوکيو ته کوي، چې د بدن اصلي ستنې دي، چې دا ټول راښيي، قرآن حکیم څومره دقیق تعبيرات کاروي.

((الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ[18]= هغه دى، چې څه يې پيدا كړي؛ ډېر ښه يې جوړ کړي او د انسان (= آدم) پنځونه يې له خټې پيل كړه. ))

 ((ثُمَّ جَعَلَ نَسْلَهُ مِن سُلَالَةٍ مِّن مَّاء مَّهِينٍ [19]= بيا يې د هغه د ځوځات (لړۍ) د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له نچوړه وغځوله. ))

((ثُمَّ سَوَّاهُ وَنَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ [20]= بيا يې [جوړښت] ورسم كړ او له خپل روح نه يې پكې پوكړ او تاسې ته يې د اورېدو او لیدو (وس) او (د فکر کولو) زړونه دركړل؛ خو (د نعمتونو یې) ډېر لږ شكر وباسئ. ))

د انسان د پنځون هېښنده پړاوونه

لومړى وايي: ((الله تعالی له خټې د انسان پنځون پيل کړ، وَبَدَأَ خَلْقَ الْإِنسَانِ مِن طِينٍ))، چې هم خپل عظمت او ځواک راوښيي، چې له دغسې ساده او بې ارزښته موجوده يې دغسې پياوړى مخلوق راوپنځاوه او هم دا انسان باخبر وي، چې: له کومه راغلى يې ؟ او چېرې به ولاړ شې؟

 څرګنده ده، چې دا آيت د ((آدم)) د پنځون په باب خبرې کوي، نه د ټولو انسانانو؛ ځکه د ځوځات غځېدا يې په ورپسې آيت کې اوڅار ده او ددې آيت ظاهر، د انسان پر خپلواک پنځون، يو څرګند دليل دى او ( لږ تر لږه د انسان په اړه) د انواعو د تحول د فرضيې نفې ده.

 که څه، ځينې دا آيت داسې تفسيروي، چې د انواعو د تکامل له فرضيې سره سازېږي؛ ځکه د انسان پنځون ډېرو ټيټو انواعو ته ورستنېږي او دوى هم په پايله کې په اوبو او خټې پاى مومي.

خو د آيت د تعبير ظاهر دادى، چې:

 د ((آدم)) او ((خټې)) ترمنځ د بې شمېره ژونديو موجوداتو واټن نه و؛ بلکې انسان بې واسطې له خټې پنځول دى.

البته قرآن حکیم د نورو ساه کښو، د انواعو په باب څه خبره کړې نه ده. دا مانا، د آل عمران سورت ٥٩ آيت په پامنيوي ښه څرګندېږي:

 ((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ = په رښتینه کې الله تعالی ته د “عيسى” ((مثال)) د آدم په څېر دى، چې الله تعالی هغه له خاورې پېدا كړ او بيا يې ورته وويل: ((چې شه!))؛ نو بس ((وشو)) (؛ نوځكه بې له پلاره د مسيح زوكړه یې هېڅكله پر الوهيت دليلېداى نشي. ) ))    

د ((حجر)) سورت په ( ٢٦) آيت کې وايي:

((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ = او په يقين موږ انسان [= آدم] د وچې (کړنګېدونې) خټې، چې له (تورې) ورستې بوينې خټې اخستل شوې وه، پيدا كړى دى. ))

د آيتونو له ټوله، ګټنه کېږي:

آدم د يو خپلواک پنځون په توګه، له خاورې او خټې پنځېدلى او پوهېږو، چې د (( انواعو د تحول فرضيه)) د يوې پرېکندې علمي مسالې بڼه خپله کړې نه ده، چې د پورته آيتونو له ظواهرو سره د ټکر له لامله يې په بل ډول تفسير کړو او په بله وينا:

تر هغې، چې د آيتونو د ظواهرو پر خلافت کومه څرګنده قرينه او دليل نه وي، بايد پر هماغه ظاهري مانا يې تطبيق کړو، چې خبره د آدم د خپلواک پنځون په هکله همداسې ده.

 ورپسې آيت، د انسان د ځوځات پنځون او په ورپسې پړاوونوکې د آدم د اولادې د زوکړې څرنګوالي ته اشاره کړې او وايي: (( ثم جعل نسله من سلالة من ماء مهين؛ ورپسې يې د هغه ځوځات، د ناڅيزه او بې ارزښته اوبو له ځوښا پيدا کړ)).

دلته ((جعل)) د پنځون پر مانا او ((نسل)) په ټولو پړاوونو کې د اولادې او لمسيانو پر مانا دى.

 ((سلالة)) په آر کې د هر څيز ((ځوښا او نږه نچوړ)) دى او دلته ترې مراد، د انسان څاڅکى (نطفه) دى، چې په حقيقت کې، د ټول وجود ځوښا يې ده او د ژوندون پيلامه، د اولاد د زوکړې سرچینه او د ځوځات غځېدا يې ده.

دا اوبه، چې په ظاهر کې بې ارزښته او ناڅيزه اوبه دي؛ خو د جوړښت او پکې د لامبووهوونکيو ژونديو حجراتو له پلوه او همداراز د هغې مايع د ځانګړي جوړښت له اړخ، چې دا حجرات پکې لامبو وهي، ډېرې ظرېفې او فوق العاده دقيق او پېچلې دي او د پالونکي د عظمت، علم او ځواکه شمېرلېږي او د ((مهين)) کچه، چې د کمزورې، سپکې او ناڅېره پر مانا ده، د هغې ظاهرې حالت ته اشاره ده، که نه له خوالو یو ډک موجود دى.

ورپسې آيت، په زيلانځ کې د انسان د تکامل پېچلي پړاوونو او همداراز هغو پړاوونو ته اشاره کوي، چې آدم له خاورې، د پنځون پر مهال وهلي، وايي: ((ثم سوره؛ ورپسې يې د هغه غړي سم کړل، و نفخ فيه من روحه؛ او خپل روح يې پکې ورپو کړ، وجعل لکم السمع والابصار والا فئة؛ او غوږونه، سترګې او زړونه يې درکړل، قليلا ما تشکرون؛ خو د نعمتونو يې ډېر لږ شک کاږئ. ))

((سواه)) د ((تسويه)) له مادې ده او د تکميل او پوره کولو پر مانا ده او دا ټولو پړاوونو ته اشاره ده، چې انسان يې د څاڅکي له بڼې د بدن د ټولو غړيو تر ښکاره کولو پورې وهي او همداراز هغه پړاوونه، چې ((آدم)) يې د خاورې له پنځون روسته، د روح پوکولو تر وخته وهي.

په (( نفخ )) تعبير، د انسان په بدن کې د روح ننوتو ته يوه کنايه ده، ته وا ساه اخستو او تنفس ته تشبيه شوې، که څه، نه دا ده او نه هغه.

او که وويل شي: له پيله چې په زيلانځ کې د انسان څاڅکى ايښوول کېږي او تردې وړاندې ( هم) يو ژوندى موجود دى؛ نوځکه د روح پوکول څه مانا لري؟

په ځواب کې وايو: په پيل کې چې څاڅکى غوټه کېږي؛ يوازې يو ډول ((نباتي ژوندون)) لري؛ يعنې يوازې تغذيه، وده او نمو لري؛ خو حس او حرکت [ چې د (( حيواني ژوندون)) نښې دي ] او همداراز د ادراکاتو ځواک [ چې د ((انساني ژوندون )) نښه ده ] پکې نشته.

خو په زيلانځ کې د څاڅکي تکامل، داسې پړاو ته رسي، چې حرکت پيلوي او سوکه سوکه نور انساني ځواکونه پکې ژوندي کېږي او دا هماغه پړاو دى، چې قرآن حکیم يې پر (( روح پوکولو)) تعبيروي.

 په ((روح )) د (( الله تعالی )) ورزياتوالى، په اصطلاح ((تشريعي زياتوالى)) دى؛ يعنې يو ګران قدرمن او له شرافته ډک روح، چې وړ دى، د الله تعالی روح ونومول شي، په انسان کې وپوکل شو او ددې واقعيت ښوونکى دى، چې انسان که څه، له ((مادي اړخ)) له ((تورې خاورې)) او يا ((ناڅيزه اوبو)) دى؛ خو له ((معنوي او روحاني)) اړخ، د (( الهي روح )) لېږدونکی دى.

 د وجود يو اړخ يې په خاورو پاى ته رسي او بل اړخ يې د پالونکي عرش ته او د ((پرښتې او څاروي))! يوه ګډوله ده او د همدې دوو اړخونو د درلودو له لامله يې صعودي او نزولي قوس او ((تکامل)) او (( انحطاط )) يې فوق العاده پراخ دى.

قرآن حکیم په روستي پړاو کې چې د انسان د پنځون پينځم پړاو شمېرلېږي، د غوږ، سترګې او زړه نعمتونو ته اشاره کړې ده.

البته دلته مراد ددې عړيو پنځون نه دى؛ ځکه دا خو د روح له پوکولو وړاندې پيدا شوي؛ بلکې منظور يې د اورېدو، ليدو، درک او عقل حس دى.

 او که د ((ظاهر)) او ((باطن)) په ټولو حواسو کې يې يوازې پردې درېيو ډډه وهلې، دليل يې دادى، چې غوږونه او سترګې، د انسان دوه خورا مهم ظاهري حسونه دي، چې د دنننۍ او بهرنۍ نړۍ ترمنځ اړيکه جوړوي.

 غوږونه، غږونه اوري او په تېره ښوونه او روزنه ورباندې کېږي او په سترګو بهرنۍ نړۍ ليدل کېږي.

 د عقل ځواک، د انسان د باطني ځواک خورا مهم حس دى، يا په بل تعبير، د بشري وجود واکمن دى.

 په زړه پورې داچې:

 ((فئدة)) د ((فواد)) جمع، د زړه پر مانا ده؛ خو مفهوم يې تردې خورا ظريف دى، معمولاً دا کلمه په هغه ځای کې ويل کېږي، چې ((افروختګي = راپارول)) او (( پختګي = پوخوالى )) پکې وي!

او په دې توګه، الله تعالی په دې آيت کې، د انسان په ((ظاهر)) او ((باطن)) کې د پېژندګلوي خورا مهمې وزلې ویلي دي؛ ځکه انساني علوم يا په ((تجربې)) لاس ته راځي، چې وزلې يې سترګې او غوږونه دي يا په (( عقلي څېړنو او استلالونو))، چې وزله يې عقل دى، چې په قرآن حکیم کې په (( افئده)) تعبير شوى دى، ان هغه ادراکات، چې پر زړه په وحې يا اشراق او شهودو کېږي، بيا په همدې وزله (( افئده)) وي.

 که له انسانه د پېژندګلو دا وزلې واخستل شي؛ نو وجودي ارزښت يې د يو موټي خاورې او يو کاڼي تر برېده رالوېږي او له همدې لامله، دا آيت په پاى کې، د سترو نعمتونو د شکر ايستو مسلې ته پام کړى، وايي: (( خو ډېر لږ يې شکر کاږئ)) دې ته اشاره ده، چې:

څومره چې ددې سترو نعمتونو شکر وکاږئ بيا هم لږ دى !

 

له خاورې د آدم د پنځون څرنګوالى

ځينې وخت د قرآن حکیم په بېلابېلو آيتونو کې د انسان پنځون له ((خټې)) ګڼي (لکه پورتني آيتونه) او د اسراء سورت په (٦١) آيت کې:

 ((وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلآئِكَةِ اسْجُدُواْ لآدَمَ فَسَجَدُواْ إَلاَّ إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا = او (درياد كړه) چې كله موږ پرښتو ته وويل: ((آدم ته سجده وكړئ))؛ نو ټولو سجده وكړه؛ خو بې له ابليسه، چې و يې ويل: (( ايا هغه ته سجده وكړم، چې له خټې دې پنځولی دی ؟! ))

او کله يې پنځون له (( اوبو)) بولي لکه:

 ((أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ[21]= ايا كافران نه پوهېږي، چې اسمانونه او ځمكه سره نښتي ول، بيا مو بېل كړل او له اوبو مو هر ژوى وپنځاوه؛ نو ايا [دا پنځګري مو] نه مني؟))

خو څرګند ده، چې دا ټول يو مطلب ته ورستنېږي، ان په هغه ځاى کې، چې له خاورې ( تراب) د آدم پنځون راغلى دى؛ لکه:

 ((إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ[22] = په رښتینه کې الله ته د “عيسى” ((مثال)) د آدم په څېر دى، چې الله هغه له خاورې وپنځاوه او ورپسې يې ورته وويل: ((چې شه!))؛ نو بس ((وشو)) (؛ نو ځكه بې له پلاره یې د مسيح زوكړه هېڅكله پر الوهيت دليلېداى نشي. ) ))

ځکه منظور، له خاورو سره ګډې اوبه؛ يعنې خټه ده.

 له دې ځايه دوه ټکي څرګندېږي:

 ( الف) هغوى چې احتمال ورکړى: له خاورې د انسان له پنځونه منظور، دادى (چې نېغ په نېغه يا په غيرمستقيم ډول) بشري وګړي، له ګياوو او بوټو تغذيه کېږي او بوټي هم له خاورو ځنې دي؛ نو دا سمه نه ده؛ ځکه د قرآن حکیم آيتونه يو بل تفسيروي او تر بحث لاندې آيتونه، د قرآن حکیم د نورو آيتونو په قرينې سره، ((پخپله د آدم)) پنځون ته اشاره لري، چې له خاورې پنځول شوى دى.

(ب) دا ټول آيتونه ( لږ تر لږه د انسان په باب) د تکامل پر فرضيې د نفې يو دليل دى او داچې د بشر نوع، چې ((آدم)) ته رسي، يو خپلواک پنځون لري.

او هغوى چې انګېرلې: له خاورې د پنځون آيتونه، د انسان ډول او نوع ته اشاره ده، چې په زرګونو لارو، وحیدالحجروي موجوداتو ته ورګرځي او د روستي فرضياتو له مخې، دوى هم د سمندرونو د غاړو له جبو رادبره شوي؛ خو پخپله ((ادم)) يو تن و، چې له بشري نوع غوره کړاى شو او خپلواک پنځون يې نه درلود؛ بلکې امتياز يې ځانګړي صفات و؛ خو دا ډول استدلال، د قرآني آيتونو له جواهرو سره اړخ نه لګوي.

بيا ټينګار کوم، چې د (( انواعو د تحول)) مساله يو پرېکنده او غوڅ علمي قانون نه دى؛ يوازې يوه فرضيه ده؛ ځکه د کوم څيز چې ميليونه کلونه وړاندې یې جرړې ښخې شوې وي او په واقعيت کې د تجربې او حسي او مشاهدې وړ نه دى؛ نو د ثابتو علمي قوانينو په کتار کې کېداى نشي؛ بلکې يوه فرضيه ده، چې د انواعو د تنوع د ښکارندې مخونې ته رادبره شوې او ارزښت يې يوازې هومره دى، چې ښکارندو ته تخميني مخونه ورکولاى شي او پوهېږو، چې فرضيې تل د ادلون بدلون په حال کې دي او نويو فرضيوته ډګر پرېږدي.

 نوځکه په فلسفي مسايلو کې ( چې غوڅو دلايلو ته اړتیا لري) پرې ډډه وهلاى نشو.

 د بحث په پاى کې، دوه ټکي يادول لازم ګڼو:

د ((د تکامل فرضيه)) له ((توحيد او الله تعالی پېژندنې)) سره هډو تړاو نه لري او له طبيعت هاخوا (ماورا طبيعت) نړۍ پر نفې دليل نه ګڼل کېږي؛ ځکه توحيدي ګروهه وايي:

نړۍ، الله تعالی پنځولې او موجوداتو ته الله تعالی ځانګړنې او خواص ورډالۍ کړي او په ټولو پړاوونو کې د الله تعالی له لورنې برخمنېږي.

 دا مانا د ((انواعو د ثبوت)) د نظريې ګروهن منلاى شي؛ لکه چې د انواعو د تحول د فرضيې ګروهن يې چې مني.

 د تحول د فرضيې يوازېنۍ ستونزه داده، چى له هغې شرح او څرنګوالي سره اړخ نه لګوي، چې قرآن حکیم، د ادم پنځون او له خاورې او خټې يې د هغه د پنځون په څرنګوالي کې کړې ده؛ نوځکه موږ يوازې د همدې دليل له مخې، د تکامل فرضيه نفې کوو، نه له توحيد سره د مخالفت په دليل، دا له تفسيري اړخ؛ خو له علمي اړخ (طبيعي علوم) د تکامل فرضيه ځکه نفې کوو، چې ثبوت ته يې پرېکنده دلايل نشته.

پای

[1] حجر٢٦ آيت

[2] . Mutation

[3] ( فرانسوي مشهور څاروى پوه، چې د ١٨ پېړۍ په پاى او د ١٩ پېړۍ په سر کې اوسېده )

[4] (( انګليسي څاروى پوه، چې په نولسمه پېړۍ کې وسېده )

[5] . Embryology

[6] وګورئ: محمود بهزاد، دارونييزم، ٧٥-٧٦ مخونه

[7] [ حجر٢٦ آيت:

[8] [ حجر٢٨ آيت

[9] حجر ٣٣ ايت

[10] د حجر سورت ٢٩/٣٠/او٣١ ايتونه.

[11] [چې په عربي کې د ترتيب يا واټن لپاره راوړل کېږي]

[12] حج ( ٥) آيت

[13] حج: ٥ آيت

[14] حج: ٦ ٦ آيت

[15] حج: ٧ آيت

[16] مؤمنان: ١٢ -١٦ آيتونه

[17] مؤمنون ١٤ آيت

[18] سجده ( ٧) آيت

[19] سجده ( ٨) آيت

[20] سجده (٩) آيت

[21] انبيا٣٠ آيت

[22] آل عمران، ٥٩ آيت

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست