تبلیغات

قيامت په شپېلۍ کې پوکى چې قيامت شي؛نو پر ځمکه او په اسمانونو کې به ټول مړه شي.دې حقيقت ته قرآن شريف داسې اشاره کړې ده : وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ (زمر/۶۸)= او په “شپېلۍ” كې به […]

قيامت

په شپېلۍ کې پوکى

چې قيامت شي؛نو پر ځمکه او په اسمانونو کې به ټول مړه شي.دې حقيقت ته قرآن شريف داسې اشاره کړې ده :

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَن شَاء اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُم قِيَامٌ يَنظُرُونَ (زمر/۶۸)= او په “شپېلۍ” كې به پوكى وشي؛نو څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي (؛نو) له هغوى پرته چې د خداى خوښه وي (نور ټول) به بې ساه شي (او مري)، بيا به په هغې كې بل ځل پوكى وشي؛نو ناڅاپه به هغوى ولاړ وي او (د حساب او جزا) په انتظار كې به وي.(۱۲۰)

البته په شپېلۍ کې ړومبى پوکى،چې له موجوداتو پرې ساه اخلي ، يوازې په يو آيت کې راغلى دى؛خو د دوېم ځل لپاره پوکى،چې مړي پرې را ژوندي کېږي،له لسو نه په ډېرو آيتونو کې راغلى دى . په شپېلۍ کې دوه ځل پوکى د شيعه وو او اهل سنتو په روايتونو کې هم راغلي دي . په يوه روايت کې راغلي: ددې دوو پوکو ترمنځ فاصله څومره ده ؟ ځواب :دا خبره يوازې خداى ته معلومه ده .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست