تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له انفاقه د تېښتې پلمه وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿یس/۴۷﴾ = او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

له انفاقه د تېښتې پلمه

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنْفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَنْ لَوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿یس/۴۷﴾ = او چې ورته وويل شي: ((څه چې الله دركړي (د ده په لار کې يې) ولګوئ))؛ نو كافران مؤمنانو ته وايي: ((آيا موږ هغو ته خواړه وركړو، چې كه الله غوښتي واى؛ نو پخپله به يې وركړي ول؟! (نو الله غوښتي، چې هغوى وږي وي) تاسې خو بيخي په ښكاره بېلارېتوب کې ياست.))

دې آيت، چې د كافرانو له خولې كومه خبره راوړې، هماغه سرسري خبره ده، چې په هر پېر او وخت كې د ښاڅمنو – مغرورو او بخيلو وګړيو له خوا اوڅارېږي؛ داچې كه پلانى نشتمن دى، هرومرو يې داسې چار كړى، چې الله  غواړي نشتمن پاتې شي او كه موږ شتمن شوي يو، هرومرو داسې چار مو كړى، چې الله  په خپلې لورنې كې رانغاړلي يو؛ نو ځكه، نه د هغوى نېستي او نه زموږ شتمني يوه هم بې حكمته نه ده.

ددې خبرې وياند، له دې ناخبره دى، چې دا دنيا، د ازمېښت ډګر دى او خدا يو په تنګلاسۍ ازمېي او بل په غنا او شتمنۍ او كله يو انسان په دوو وختونو كې په دواړو د ازمېښت په بټۍ كې ږدي، چې ايا په نېستۍ كې امانت، لوړې طبع او شكر ايستنې ته پابند پاتېږي که يې لتاړي او همداراز د شتمنۍ پر مهال، چې څه لري، د الله  په لار كې يې نفقه كوي كه نه.

 په حقيقت كې د تكوين غونډال (نظام) غوښتنه ده، چې الله ځمكه له ټولو نعمتونو سره د بشر په اختيار كې كړي او دوى د تكامل د بهير د وهلو لپاره په خپلو كړنو كې ازاد پرېږدي او په عين حال كې، داسې غريزې يې پكې ايښي، چې انسان ځان پلو ته راكاږي.

 د تشريع غونډال هم دغسې غوښتنه ده، چې په سرښندنې، تېرېدنې او انفاق د غرايزو كابو كولو، د نفس پاكوالي او د انسانانو روزنې ته قوانين راباسي او انسان، چې ((خليفة الله)) مقام ته د رسېدو لپاره استعداد لري، له دې لارې دې لوړ مقام ته ورسي. په زكات ځان پاك كړي، په انفاق له زړه ځنې کنجوسي وڅنډي او پاړکيز (طبقاتي) واټن پرې لرې كړي، چې په بشري ژوندانه كې زرګونه فسادونه ترې راولاړېږي.

 دا كټ مټ ددې خبرې په څېر ده، چې ځينې ووايي، څه اړتيا ده، چې زده كړې وكړو يا يې بل ته وروښيو. كه الله غوښتل موږ ټولو ته يې علم او پوهه راكوله، چې هېڅوك يې زده كړې ته اړتيا ونه لري، ايا كوم عقلمن دا منطق مني؟. (نمونه تفسیر، 18: 401 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!