تبلیغات
|

  ملي وحدت وحدت مو دی ملي شعار مو ورورولي غونډ شوي په وحدت اقوام ددې ملت ټاټوبی مو وطن ژوندون مو دا چمن ویاړونه لرو تل په کار یې دی ساتل تاریخ مو دی روښان نړۍ ته نمایان پتمن یو عزتمند مخلص ته اخلاصمند پر عزم استوار ځیرک، بیدار، هوښیار ساتو به خپل وطن […]

 

ملي وحدت

وحدت مو دی ملي

شعار مو ورورولي

غونډ شوي په وحدت

اقوام ددې ملت

ټاټوبی مو وطن

ژوندون مو دا چمن

ویاړونه لرو تل

په کار یې دی ساتل

تاریخ مو دی روښان

نړۍ ته نمایان

پتمن یو عزتمند

مخلص ته اخلاصمند

پر عزم استوار

ځیرک، بیدار، هوښیار

ساتو به خپل وطن

د لمسه د دښمن

یو مټی دی افغان

مونږ کړی دا پیمان

هېواد به کړو آباد

غلیم به شي ناښاد

دا خاوره مو توتیا

راپاتې له آبا

پښتون دی که اوزبک

بیزاره له ټوپک

تاجیک او ترکمن

پر خاوره دي مین

هزاره که بلوڅان

پشه یی که نورستان

یو شوي په الفت

کوي به صداقت

د جهل دوره تیره

نادان دي ټول په بیره

پخه دي وي دوستي

غندو به دښمني

مومن د مومن ورور دی

وطن د ټولو کور دی

قرآن مو دی کتاب

غافل یې په عذاب

پوهیار کوي بیان

ژوندۍ دي وي افغان

 

سرچینه : ګلونه رنګارنګ، شاعر: الحاج راز محمد پوهیار فاریابي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست