تبلیغات

وروستۍ حج يا حجة الوداع د مسلمانانو په ټولنيزو عبادتونو كې د حج مراسم تر ټولو ستر عبادت دى؛ځكه حج په كال كې يو ځل د مسلمانانو يووالى،له مال او مقامه د خلاصون،د ټولو مسلمانانو د برابرۍ او د اړيكو د ټينګښت نښه ده او كه نن موږ مسلمانان له دې غوړېدلى دسترخوانه ګټه نه […]

وروستۍ حج يا حجة الوداع

د مسلمانانو په ټولنيزو عبادتونو كې د حج مراسم تر ټولو ستر عبادت دى؛ځكه حج په كال كې يو ځل د مسلمانانو يووالى،له مال او مقامه د خلاصون،د ټولو مسلمانانو د برابرۍ او د اړيكو د ټينګښت نښه ده او كه نن موږ مسلمانان له دې غوړېدلى دسترخوانه ګټه نه شو اخيستاى او دې كالنۍ اسلامي ټولنې ته(،چې د مسلمانانو ډېر ټولنيزې ستونزې هوارولای شي) بې له پوره ګټې اخستو ورځو؛نو د قانون نېمګړتيا نه ده؛بلكې زموږ د اسلامي مشرانو نېمګړتيا ده،چې له دې مراسمو ګټه نه شي اخيستاى.

له هغې ورځې،چې حضرت “”ابراهيم” خليل الرحمن” كعبه جوړه كړه او د خداى عبادت كوونكي يې ددې كور زيارت ته راوبلل؛نو دا سيمه د خداى منونکيو مركز و او هر كال به د “عربستان” له لرو لرو سيمو ورته خلک راتلل او د حج هغه مراسم يې پر ځاى كول،چې له حضرت “ابراهيم خليل الرحمن” يې زده كړي وو؛خو د وخت تېرېدنې، له پېغمبرانو د حجازيانو لرې كېدل،د قريشو ځانمني او د نړۍ پر افكارو د بوتانو حكومت ددې لامل شول،چې پکې د ځاى او وخت له نظره اړونې او بدلونونه راشي او اصلي څېره له لاسه وركړي؛نو ځكه پر لسم هجري كال خداى تعالى پېغمبر اکرم ته دنده وركړه،چې پر هغه كال په خپله د حج په مراسمو كې برخه واخلي او خلك له دې ژمنې او تكليف سره اشنا كړي او د حج له ونې زياتي ښاخونه پرې كړي او د “عرفات” او “منى” حدود  ور زده كړي.

 پېغمبر اکرم د “ذوالقعده” په مياشت كې حكم وكړ،چې د مدينې شاوخوا ټبرونو ته اعلان كړئ،چې سږ كال پېغمبر اکرم د خداى د كور زيارت ته روان دى. پر دې اعلان ډېرو مسلمانانود مدينې په ښار كې  خېمې ووهلې او د پېغمبر اکرم د تګ په تمه شول.(412)

د “ذى القعدې” پر 26م  پېغمبر اکرم په مدينه كې “ابودجانه” خپل ځايناستى كړ او د قربانۍ 60 څاروي يې واخستل او مکې ته روان شو چې کله “ذي الحليفه” (هغه سيمه،چې په کې شجره جومات دى) ته ورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم له همدې جوماته په دوو سپينو ټوټو احرام وتاړه او د احرام تړلو پر مهال يې د((لبيک)) ځانګړې دعا وويله او يا به چې يې كوم سپور وليد او يا پر لوړه او ځوړي ته؛ نو(( لبيك)) يې وايه.

 مکې ته،چې ورنژدى شو؛نو ((لبيك)) يې بند كړ. پر څلورمه ورځ مکې ته ورننووت. نېغ جومات ته ولاړ او د “بني شيبه” له وره “مسجدالحرام” ته ورننووت،چې ثناء او پر “ابراهيم” عليه السلام يې درود ووايه.

 د طواف پر مهال،چې د “حجرالاسود” مخې ته ورسېد؛نو لومړى يې تيږه “استلام” (ښکل) كړه او بيا يې اوه ځل د کعبې طواف وكړ.

د “استلام” مطلب دا دى،چې له طواف مخکې پر تيږه خپل لاسونه ومږي او بيا د طواف لمانځه ته د مقام “ابراهيم” شا ته ولاړ او دوه ركعته لمونځ يې وكړ؛نو لمونځ يې،چې خلاص شو؛نو د “صفا” او “مروه”  منډو ته ولاړ. بيا يې زيارت كوونكيو ته وويل:(( چا چې قربانې نه ده راوستې؛ نو له احرامه دې ووځي او ټول محرمات ورته له تقصير (د وېښتانو كمول يا د نوكانو اخيستل) سره حلال دي او ما او هغوى،چې قرباني راوړې؛بايد په احرام كې پاتې شو، چې قرباني وكړو.))

د پېغمبر اکرم دا خبره پر ځينو ښه ونه لګېده او دليل يې دا و، چې موږ ته ښه نه دي،چې پېغمبر اکرم په احرام كې وي او موږ له احرامه ووځو او ځينې څيزونه ورته حرام او موږ ته حلال وي  او ځينو وويل:(( سمه نه ده، چې د خداى د كور زيارت كوونكي اوسو او له سره مو د (جنابت) د غسل اوبه راوڅاڅي.))

 د پېغمبر اکرم سترګې پر حضرت “عمر” ولګېدې، چې لا په احرام كې دى؛نو ورته يې وويل:(( آيا قرباني دې  راوړې ده؟))

 و يې ويل:(( نه!))

 پېغمبر اکرم: (( نو ولې له احرامه نه يې وتلى؟ ))

 حضرت “عمر”:((راته ښه نه ده،چې ته په احرام كې يې او زه له احرامه ووځم.))

 پېغمبر اکرم: (( ته اوس نه؛بلكې تل به پردې عقېدى پاتې شې.))

پېغمبر اکرم د خلكو په  دې دوه زړۍ او شك خپه شو، و يې ويل: (( كه د تېر په څېر له راتلونكي او ستاسې له دې دوه زړۍ او شكه خبر وم؛نو ستاسې په څېر به ما هم قرباني نه واى راوړې؛خو څه وكړم چې اوس مې قرباني راوړې ده او د خداى د حكم له مخې بايد په احرام كې پاتې شم،چې د”منى” پر ورځ قرباني وكړم؛خو چا چې قربانې نه وي راوړي؛نو بايد له احرامه ووځي او، چې څه يې كړي وي،عمره وشمېري او وروسته بيا حج ته احرام وتړي.)) (413)

حضرت علي (ک) له يمنه راګرځي

حضرت “علي” (ک) د پېغمبر اکرم له حج نه خبر شو او له خپلو سرتېرو او د قربانۍ له 34 څارويو او له هغو ټوكرانو سره حج كولو ته روان شو،چې د “نجران” له خلكو يې په مالياتو كې اخستي وو. په نيمايي لار كې يې مشري بل افسر ته وركړه او په بيړه مخ پر مکې وخوځېد او نېغ يې ځان پېغمبر اکرم ته ورساوه.

 پېغمبر اکرم د حضرت “علي” (ک) په ليدو خورا خوشحاله شو او ورته يې وويل: (( څنګه نيت دې كړى دى؟))

 حضرت “علي”:((د احرام تړلو پر مهال مې ستاسې پر نيت احرام وتاړه او ومې ويل:”خدايه پر هماغه نيت،چې ستا رسول تړلى،زه يې هم تړم.” له ځان سره مې قرباني هم راوړې ده.))

 پېغمبر اکرم: (( زه او تا يو شانته يو او څو مو قرباني نه وي كړي؛ بايد په احرام كې پاتې شو او سرتېرو ته دې ورشه او مکې ته يې راورسوه.))

“علي” (ک) چې خپلو سرتېرو ته ورستون شو؛نو و يې ليدل، چې له نجرانه راوړې ټوټې،پر سرتېرو وېشل شوې وې او ټولو ترې احرام تړلى و.

 حضرت “علي” (ک) له دې،چې ځايناستي يې په نشتوالي كې دا كار كړى و، ډېر خپه شو او و يې ويل:(( ټوټې دې مخکې له دې،چې پېغمبر اکرم ته وسپارل شي، ولې پر سرتېرو وېشلې دي؟))

 ورته يې وويل: (( سرتېرو ټينګار وكړ،چې د حج كولو لپاره ورته ټوټې امانت وركړم او وروسته يې ترې واخلم.))

 حضرت علي (ک): ((تا دا واك  نه درلود.))

 بيا حضرت “علي” (ک) ترې ټولې ټوټې واخستې،و يې تړلې او په مكه كې يې پېغمبر اکرم ته وسپارلې.

هغوى په دې اړه پېغمبر اکرم ته راغلل او له حضرت “علي” (ک) يې ورته زړه وخوړ.

 پېغمبر اکرم خپل يو يار راغوښت او ورته يې ويل: (( زما پيغام شكايت كوونكيو ته ووايه:”په “علي” پسې له بدو ردو ويلو لاس واخلئ ؛ځكه هغه د خداى د حكم په اجرا كولو كې د چا پروا نه لري.”)) (414)

 د حج مراسم پېل شول

د عمرې کړنې پاى ته ورسېدې.پېغمبر اکرم خوښ نه و د عمرې او حج د مراسمو په واټن كې د چا كره اوسي؛نو حكم يې وكړ له مکې بهر دې ورته خېمه ووهي.

د “ذي الحجې” اتمه راورسېده،د خداى د كور زيارت كوونكي پر هماغه ورځ له مکې “عرفات” ته ځي،چې په “عرفه” كې د نهمې ورځ له ماسپښينه د لمر تر ډوبېدو پاتې شي. د “ذى الحجه” پر اتمه، چې د “ترويه” ورځ هم نومېږي،پېغمبر اکرم د”منى” له لارې عرفات ته ولاړ او د نهمې ورځې د لمر خاته پورې په “منى” كې پاتې شو،بيا پر خپل اوښ سپور شو او د”عرفات” پر لور روان شو او د “نهره” سيمې ته ولاړ،چې پېغمبر اکرم ته يې پکې خېمه وهلې وه او په هغه ستره ټولنه كې په خپل اوښ سپور تاريخي وينا وكړه.

 په حجة الوداع كې د پېغمبر اکرم تاريخي وينا

…… پر هغه ورځ په عرفه كې دومره ستره غونډه وه،چې تر اوسه لا د “حجاز” خلكو نه وه ليدلې.په سيمه كې د توحيد غږونو انګازې كولې؛ هغه سيمه،چې څه وخت مخکې د بوت لمانځو مركز و؛خو نن د توحيد تر ټولو لويه منځۍ ده.

په پېغمبر اکرم پسې سل زره مسلمانان د ماسپښين او مازيګر په لمانځه كې ولاړ وو او بيا،چې پر خپل اوښ سپور تاريخي خطبه يې وويله او يو لوړ غږي يار يې درلود،د پېغمبر اکرم خبرې خلكو ته رسولې.

پېغمبر اکرم خپلې خبرې داسې پېل كړې:

(( خلكو! زما خبرو ته ښه غوږ شئ ! کېداى شئ بيا مې په دې سيمه كې و نه وينئ. خلكو! وينه او مالونه مو تر هغه،چې له خداى سره ملاقات وكړئ د نن او ددې مياشت په څېر محترم دي او هر ډول تېرې پرې حرام دى.))

پېغمبر اکرم د خپلې خبرې د اغېز او دا چې د مسلمانانو د مال و ځان له احترامه ډاډمن شي؛”ربيعه بن اميه” ته يې وويل: ((ويې پوښته دا كومه مياشت ده؟))

 ټولو وويل:(( حرامه، چې جګړه او وينه توېيدنه پکې حرامه او منع ده.)) پېغمبر اکرم “ربيعه” ته وويل: (( ورته ووايه: خداى ستاسې مال او ځان پر يو بل تر هغه،چې مړه شئ، ددې مياشتې په څېر حرام كړي دي او محترم يې ګڼلي دي. هغوى وپوښته، چې دا كومه سيمه ده؟))

 ټولو وويل: (( محترمه سيمه ده، چې تېرى او وينه تويونه پکې حرامه ګڼل شوې ده.))

 پېغمبر اکرم وويل:((ورته ووايه: ستاسې وينه او مال ددې سيمې په څېر محترم شمېرل شوى او هر ډول تېرى پکې منع دى.))

 پېغمبر اکرم بيا وويل: (( ويې پوښته نن كومه ورځ ده؟))

 ټولو وويل:(( حج اكبر دى.))

 پېغمبر اکرم وويل: (( ورته ووايه،چې ځان او مال مو د نن په څېر محترم شمېرل شوى دى. خلكو ! پوه شئ هغه وينې،چې په جاهليت كې تويه شوې، ټولې بايد هېرې شي او څوك ورپسې و نه ګرځي، ان د “ابن ربيعه” ( د پېغمبر اکرم يو خپلوان) وينه هم بايد هېره شي. تاسې به ډېر ژر خداى ته ورشئ او هلته به ستاسې ښه او بد كړه وړه وليدل شي؛نو زه درته اعلانوم، چې كه د چا امانت درسره وي؛نو مالك ته يې وركړئ. خلكو! پوه شئ ربا او سود خوړل په اسلام كې حرام دي؛نو چا چې خپلې شتمنۍ سود خوړولو ته په كار اچولې وي؛نو يوازې خپله شتمني غوښتاى شي. مه ظلم وكړئ او مه د چا ظلم ومنئ او هغه “ربح” چې “عباس” له اسلام مخکې له خپلو پوروړو غوښته،د غوښتولو حق يې نه لري.خلكو! شيطان له دې ډېر نهيلى شوى،چې نور په دې سيمه كې لاروي نه لري؛خو كه په كوچنيو چارو كې ورپسې ولاړ شئ؛ نو ډېر به مو له ځانه خوشحاله كړى وي، د شيطان له پليونه ډډه وكړئ. په حرامو مياشتو كې بدلون راوستل،په كفر كې د افراط پايله ده او هغه كافران،چې له حرامو مياشتو سره اشنايي نه لري،ددې بدلونو له لارې،بې لارې كېږي او دا بدلونونه ددې لاملېږي،چې حرامه مياشت په يوه كال كې حرامه وي او په بل كال كې حلاله. د حلالو او حرامو مياشتو ترتيب به هماغسې وي؛لكه څرنګه،چي خداى پکې ځمكه، اسمان، سپوږمۍ او لمر جوړ كړل. د مياشتو شمېر د خداى په نزد دولس دى،چې څلور يې حرامې دي او دا دي،چې په يو په بل پسې راځي: “ذي القعده”،”ذي الحجه”،”محرم” او “رجب”.

خلكو! ښځې پر تاسو حق لري او تاسې هم پرې حق لرئ، ستاسې حق پرې دا د‌ى،چې بې اجازې مو څوك كور ته رانه ولي او ناوړه اعمال و نه کړي او كه داسې يې و نه کړل؛نو خداى اجازه دركړې،چې خپله بستره ترې بېله كړئ او ادب وركړئ او كه د حق لارې ته راستنې شوې؛ نو مينه ورسره بيا پېل كړئ او د ژوند وسايل ورته برابر كړئ. زه په دې سيمه كې سپارښتنه كوم،چې له خپلو ښځو سره نېكي وكړئ؛ځكه درسره د خداى امانتونه دي،چې پر الهي قوانينو درته حلالې شوې دي. خلكو! زما خبرو ته ځير شئ او پکې فكر وكړئ. هر مسلمان د بل ورور دى او د نړۍ ټول مسلمانان سره ورونه دي او د مسلمانانو مال يو بل ته حرام دى؛ خو دا چې په خپله خوښه يې وركړى وي.

خلكو! حاضران دې غايبانوته ورسوي،چې په ما پسې بل پېغمبر نه شته او په تاسې پسې بل مسلمان امت.

خلكو! پوه شئ، چې نن زه د جاهليت د دوران ټول دودونه او ګروهې تر پښو لاندې كوم او د بطلان كرښه پرې راكاږم.)) ( ٤١٥-418)

پردې مهال پېغمبر اکرم وينا بس كړه او د شهادت په ګوته يې اسمان ته اشاره وكړه او و يې ويل:(( خدايه! ستا پېغامونه مې ورسول.)) بيا پېغمبر اکرم د درې ځل ” اللهم اشهد ” په ويلو خپلو خبرې پاى کړې.

پېغمبراکرم د نهمې ورځ د لمر تر ډوبېدو په “عرفه” كې پاتې شو.لمر، چې ډوب شو او تياره غونى شوه؛نو پېغمبر اکرم پر خپل اوښ سپور شو او د شپې يوه برخه په “مزدلفه” كې و او د “سپيده داغ” او لمر راختو تر منځ په “مشعر” كې پاتې شو.

 پر لسمه ورځ “منى” ته ولاړ او د “رمى جمره” قرباني او د “تقصير” مراسم يې ترسره كړل او د حج د نورو مراسمو لپاره ته مکې ته ولاړ او په دې  توګه يې خلكو ته د حج كولو طريقه وښووه.

د حديث او تاريخ په ژبه دې تاريخي سفر ته “حج وداع” او كله “حج بلاغ” او “حج اسلام”ويل كېږي،چې دا هر نوم د ځانګړي مناسبت له امله ايښوول شوى دى.

په پاى كې بايد ووايم: په محدثانو كې مشهوره ده، چې پېغمبر اکرم دا خطبه د عرفې پر ورځ ويلې؛خو ځينې ګروهمن دي،چې د “ذي الحجې” پر لسمه يې  ويلې ده.(419)

  غدير

د حج مراسم پاى ته ورسېدل.مسلمانانو له پېغمبر اکرم د حج كولو طريقه زده كړه.پېغمبر اکرم وپتيېله له “منى” نه مدينې ته ولاړ شي. د حركت حكم وشو. كاروان،چې “رابع” سيمې ته چې له “جحفې” درې ميله لرې ده ورسېد؛ نو د “خُم” په سيمه كې،چې په “خم غدير” مشهوره دى، د وحې پرېښته راغله او دا  آيت يې راوړ:

يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پر تا نازل شوي،بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې و نه کړل؛نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانو) ژغوري. هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي . (420)

له آيته معلومېږي،چې خداى پېغمبر اکرم ته مهمه او خطرناكه دنده  وركړې ده او كومه دنده به تر دې مهمه وي،چې پېغمبر اکرم د سل زره خلكو په مخ كې حضرت “علي”(ک) خپل ځايناستى وټاكي؛نو ځكه د درېدنې حكم وشو او څوك،چې له كاروانه مخکې تللي وو،راستانه يې كړل او نورو ته په تمه شول.

 ماسپښين و او ګرمۍ خلك راخستې وو،خلكو خپل څه څادرونه پر سر او څه يې تر ځان لاندې هوار كړل. پېغمبر اکرم ته يې تر ونې لاندې د څادر سيورې جوړ كړ او پېغمبر اکرم د ماسپښېن  لمونځ په جماعت وکړ. خلك ترې راتاو وو او پر هغه لوړ ځاى ودرېد،چې ورته يې جوړ كړى و او پر لوړ او ښكلي غږ يې خطبه وويله:

(( د څښتن ستاينه کوم.ترې مرسته غواړم او ايمان پرې لرم او توكل پرې كوم او له خپل بدو او ناوړه اعمالو ورته پناه وړم. هغه خداى،چې  بې له هغه بل لارښوونكى نشته او چا ته يې،چې لار وښووه؛نو څوك به يې بې لارې نه کړي.ګواهي وركوم،بې له هغه بل معبود نه شته او “محمد” يې بنده او پېغمبر دى.

خلكو! نږدې دى د حق بلنې ته لبيك ووايم او له منځه مو ولاړ شم. زه مسئوول يم او تاسې هم مسئووليت لرئ. زما په باب څه  فكر كوئ؟))

 پردې مهال د خلكو د تصديق غږونه را پورته شول او و يې ويل: (( موږ ګواهي وركوو تا خپل رسالت سرته ورساوه،كوښښ دې وكړ،خداى دې اجر دركړي.))

پېغمبر اکرم وويل:((آيا ګواهي وركوئ،د نړۍ معبود يو دى، “محمد” يې بنده او استازى دى او په هغه دنيا كې دوزخ او جنت شته؟))

  ټولو وويل: ((سمه ده او ګواهي ورکوو.))

 بيا يې وويل:(( زه درته دوه قيمتي څيزونه پرېږدم،ووينم له دوو يادګارونو سره مې څرنګه چلېږئ؟!))

 دا مهال يو تن راپاڅېد او په لوړ غږ يې وويل: (( له ددو څيزونو مو مطلب څه دى؟))

 پېغمبر اکرم ورته وويل:((يو “د خداى کتاب” دى،چې يو سر يې د خداى په لاس کې او بل يې ستاسې په لاس کې دى او بل زما “عترت” (ځوځات) او اهل بيت دي. خداى خبر کړى يم دا دوه يادګارونه به بېخي له يو بله بيل نشي.

خلکو! له قرآن او عترته مه مخکې کېږئ او پر دواړو په عمل کې سستي مه کوئ،چې هلاکېږئ.))

دا وخت يې د “علي” لاس ونيو او دومره يې لوړ کړ،چې خلکو ته يې د تخرګونو سپين ښکاره شو او ټولو ته يې وښود. بيا يې وويل:

(( پر مؤمنانو تر هغوى ډېر وړ څوک دى؟))

 ټولو وويل:((خداى او رسول يې ښه پوهېږي.))

 پېغمبر اکرم وويل:(( خداى مې مولى دى او زه د مؤمنانو مولى يم او زه پر مؤمنانو تر هغوى وړ يم. خلكو! د چا چې زه مولى يم؛ نو “علي”يې  هم مولى دى؛ خدايه! د “علي” د دښمنانو يې دښمن  او د دوستانو يې دوست اوسه. خدايه!  د “علي”  د يارانو مرسته وكړې او دښمنان يې خوار او ذليل كړې او “علي”  د حق محور وګرځى.))

 د غدير پېښه تلپاتې ده

د حكيم خداى اراده ده،چې د غدير تاريخي پېښه په ټولو وختونو او پېړيو كې د ژوندي تاريخ په څېر پاتې شي او اسلامي ليكونكيو په هر پېر كې د تفسير،تاريخ،حديث او كلام په کتابو كې ددې موضوع په باب خبرې وكړي او مذهبي شخصيتونه په هر ځاى كې د پېغمبر اکرم د ځايناستي د فضايلو په باب خبرې وكړي او ددې پېښې د تلپاتېينې لامل هم د مائدې سورت  3 او 67 آيتونه دي او څو قرآن ژوندى او تلپاتې وي؛نو دا پېښه به هم تلپاتې وي.

 د تاريخ له لوستو جوتېږي،چې د “ذي الحجة الحرام” اتلسمه په مسلمانانو كې د”غدير” پر اختر مشهور دى. تر دې چې  “ابن الخكان”  د “المستعلي ابن المستنصر” په باب وايي:

(( په 487 کال كې،چې د  “غدير” د اختر ورځ د ذي الحجة الحرام اتلسمه وه؛ نو خلكو ورسره بيعت وكړ.)) (421)

او د “المستنصر بالله العبيدي” په باب ليكي: (( په 487 کال كې د ذي الحجة الحرام مياشت ته 12 شپې پاتې وې،چې مړ شو، دا شپه هماغه د غدير د اختر شپه وه.)) (422)

“ابوريحان بيروني” د الآثار الباقيه په 395 مخ کې ليكلي: (( غدير د مسلمانانو اختر و او نمانځه يې.)) (423)

پېغمبر اکرم د غدير پر ورځ مهاجرو او انصارو او خپلو ښځو ته حكم وكړ، چې “علي” (ک) ته ددې ستر فضيلت مباركي وركړي.

حضرت “زيد بن ارقم” وايي:(( له مهاجرو حضرت “ابوبكر”،حضرت “عمر”،حضرت “عثمان”،حضرت “طلحه”، او حضرت “زبير” لومړي كسان وو، چې له “علي” (ک) سره يې بيعت وكړ او د بيعت مراسم تر ماښامه  روان وو.))

“ثعالبي” هم دې ورځې ته د مسلمانانو د اختر ورځ ويلې ده. (424)

 ددې پېښې پرتلپاتېينه نور دليلونه

ددې پېښې ارزښت ته همدومره بس،چې يو سلو لسو اصحابو رانقل كړې ده؛ البته ددې خبرې مطلب دا نه دى،چې له هغې سترې غونډې يوازې همدې كسانو دا پېښه نقل كړې؛بلكې مطلب مو دا و،چې د اهلسنتو په کتابو كې يوازې ددې يو سلو لسو تنو نومونه ليدل كېږي.

سمه ده،چې پېغمبر اکرم خپله دا خبره په سل زريزه ټولنه كې كړې وه؛خو پكې زيات داسې هم وو،چې د “حجاز” له لرېو سيمو راغلي وو، چې حديثونه ترې نه دي رانقل شوي او ځينو چې دا پېښه نقل كړې، تاريخ  پرې نه دى برلاسى شوى،چې حديثونه يې ثبت كړي او كه ثبت شوي هم وي؛نو موږ ته سم نه دي رارسېدلي.

دويمه اسلامي پيړۍ،چې د تابعينو زمانه وه،دا پېښه 89 تنو نقل كړې ده. په نورو پېړيو كې د  “غدير” د حديث راويان ټول د اهل سنتو عالمان دي .

 360 تنو دا حديث په خپلو کتابو كې راوړى،چې زياتو پريى سمون منلى دى. په درېيمه پېړۍ كې  92 تنو، په څلورمه پېړۍ كې 643 تنو،په پينځمه پېړۍ كې 24 تنو،په شپږمه كې 20 تنو،په اوومه كې 21 تنو، په اتمه كې 18تنو،په نهمه كې 16تنو، په لسمه كې147 تنو،په يوولسمه كې 12 تنو،په دولسمه كې 13 تنو، په ديارلسمه كې 12 تنو او په څوارلسمه پېړۍ كې 14 عالمانو دا حديث نقل كړى دى.

ځينو يوازې ددې حديث پر نقلولو بسنه و نه کړه؛بلكې پر اسنادو او مصادرو يې هم كتابونه وليكل.

ستر اسلامي مؤرخ؛”طبري” په دې باب د “الولايه فى طرق حديث الغدير” كتاب او دا حديث يې له 75 لارو له پېغمبر اکرم رانقل كړى دى.

“ابن عقده كوفي” د ولايت په رساله كې له 105 تنو دا حديث رانقل كړى دى.

“ابوبكر محمد بن عمر بغدادي”،چې پر “جمعاني” مشهور و، دا حديث له 25 لارو نقل كړى دى.

له حديث پوهانو:

امام محمد حنبل ١/٨٤مخ

سنن ترمذی: زید بن ارقم عن النبی(ص) قال: من کنت مولاه فعلی مولاه. [ترمذی، محمد بن عیسی، بیروت، دارالفکر، ج12، ص175]

مصنف ابن ابی شیبه: حدثنا مطلب بن زیاد عن عبدالله بن محمد بن عقیل عن جابر بن عبدالله قال: کنّا بالجحفة بغدیر خم إذا خرج علینا رسول الله فأخذ بید علی فقال: من کنت مولاه فعلی مولاه.[ المصنف، ابن ابی شیبه، ج7، ص495، بیروت، دارالفکر، 1409]

المعجم الکبیر للطبرانی: عن أبی إسحاق الهمدانی قال سمعت حبشی بن جناده یقول: سمعت رسول الله(ص) یقول یوم غدیر خم: اللهم من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه و انصر من نصره و اعن من اعانه.[ معجم الکبیر، طبرانی، ج4، ص4]

الدر المنثور عن ابی هریره: لما کان یوم غدیر خم و هو یوم ثمانی عشر من ذی الحجة قال النبی (ص): «من کنت مولاه فعلی مولاه فانزل الله الیوم اکملت لکم دینکم

تفسیر ابن کثیر: (یا ایها الرسول بلغ ما انزل الیک…) د شان نزول په باب وايي: و قد روی ابن مردویه من طریق ابی هارون عن ابی سعید خدری انها نزلت علی رسول الله(ص) یوم غدیر خم حین قال لعلی: «من کنت مولاه فعلی مولاه» ثم رواه عن أبی هریره و فیه انه الیوم الثامن عشر من ذی الحجه یعنی مرجعه من حجة الوداع. [تفسیر اللباب، ابن عادل، ج15، ص456؛ ارشاد العقل السلیم، محمد بن محمد العمادی (ابوالسعود) ج6، ص376]

آلوسی تفسیر: عن ابن عباس (رضی الله تعالی عنه) قال: نزلت هذه الایة فی علی (کرم الله وجهه) حیث امر سبحانه ان یخبر الناس بولایته فتخوف رسول الله أن یطعنوا فی ذلک علیه فاوحی الله تعالی الیه هذه الایة فقام بولایته یوم غدیر خم و أخذ بیده. فقال (علیه الصلاة و السلام): «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه؛ [الدر المنثور، جلال الدین سیوطی، ج3، ص323]

فتح القدیر: قال رسول الله(ص) إلی بریده: یا بریده ألست بالمؤمنین من أنفسهم؟ قلت: بلی یا رسول الله. قال: «من کنت مولاه فعلی مولاه».[ تفسیر القرآن العظیم، ابن کثیر، محقق سامی بن محمد، ج3، ص28، دارطیبه للنشر، 1420]

 رازای تفسیر: نزلت الایة فی فضل علی بن ابی طالب(ع) و لما نزلت هذه الایة أخذ بیده و قال: «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه». فلقیه عمر فقال: هنیئاً لک یا بن ابی طالب أصبحت مولای و مولی کل مؤمن و مؤمنة. و هو قول ابن عباس و البراء بن عازب و محمد بن علی [مفاتیح الغیب، فخر رازی، ج6، ص113.]

 امالی، المحاملی: قال سعید بن جبیر عن ابن عباس: قال رسول الله(ص) : «من کنت مولاه فعلی مولاه [امالی، المحاملی(235 ـ 330)، اسماعیل بن محمد، ج1، ص36، دار ابن القیم و المکتبه الاسلامیه، 1991م.]

لاندې علماې کرامو د دې حدیث (غدیر) پر تواتر باندې اعتراف کړی:

شرح حال ذهبي

ابن حجر عسقلاني (مړ 852 هـ )، شرح حال ابن حجر عسقلاني

ابن حجر الهيثمي (مړ974هـ)، شرح حال ابن حجر هيثمي

جلال الدين سيوطي (مړ 911هـ)، شرح حال سیوطی

أبو حامد غزالي (مړ505هـ)، شرح حال ابو حامد غزالی
ملا علي قاري (مړ1014هـ)، شرح خال ملا علی قاري

علامه شمس الدين الجزري الشافعي (مړ833هـ)، شرح حال علامه جزري

سبط بن جوزي (مړ 654هـ)، شرح حال سبط بن جوزی

علامه اسماعيل بن محمد العجلوني الجراحي (مړ 1162هـ)، شرح حال العجلوني

محمد بن اسماعيل صنعاني (مړ1182هـ)، شرح حال صنعاني

محمد بن جعفر الكتاني (مړ1345هـ)،

محمد ناصر الباني (1332هـ . 1914م ؛ 1420هـ – 1999م)، شرح حال البانی

شعيب الأرنؤوط (معاصر)

لاندې علماوو د دې حدیث (غدیر) پر سموالي او صحت باندې اعتراف کړی دی :

ترمذي  له أبو طفيل څخه

ابن ماجه قزويني له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه

ابن ماجه قزويني از له براء بن عازب(رض) څخه

ابن حجر عسقلاني له حضرت علي څخه

امام احمد بن حنبل له رياح بن الحرث څخه

امام احمد بن حنبل له أبي طفيل څخه

امام احمد بن حنبل له سعيد بن وهب او زيد بن يسع څخه

امام نسائي له زيد بن أرقم (رض) څخه

امام نسائي له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه

حاكم نيشابوري له زيد بن أرقم (رض) څخه
بزار له زيد بن يثيع څخه

“احمد بن حنبل شيباني”په 40 سندونو،”ابن حجر عسقلاني”په 25، “جرزي شافعي په80، “ابوسعيد سجستاني”په120،”اميرمحمد يمني”په  40، نسائي په 250،”ابوالعلا همداني”په 100 او “ابوالعرفان حبان”  په 30 ا سنادو دا حديث راخيستى دى .

26 تنو ددې تاريخي پېښې په باب ځانله كتابونه ليكلي او كېداى شي داسې كسان هم وي،چې ددې پېښې په باب يې رساله يا كتاب ليكلى وي،چې په تاريخ كې يې نوم نه وي ثبت شوى.

 دا ټولي سرشمېرنې د “الغدير” كتاب له لومړي ټوكه راخيستل شوې دي.

 د شيعه مذهب عالمانو هم ددې تاريخي پېښې په باب ارزښتناك كتابونه ليكلي،چې بېلګه يې علامه اميني ليکلى “الغدير” نومې كتاب دى.

بيا يې وويل:

((خلكو! اوس د وحې پرېښته راغله او دا آيت يې راووړ: “اليوم اكملت لكم دينكم و اتممت عليكم نعمتى و….” ؛يعنې نن مې تاسې ته ستاسې دين پوره كړ او نعمت مې درباندې بشپړ کړ او اسلام مې ستاسې دين غوره کړ.

پر دې مهال پېغمبر اکرم د تكبير نارې پورته کړې او ويې ويل: (( د خداى شكر،چې خپل دين يې پوره كړ او نعمت يې پاى ته ورساوه او د  “علي”  په وصايت، ولايت او ځايناستې خوشحاله شو.))

 بيا پېغمبر اکرم راكوز شو او “علي” (ک) ته يې وويل: (( په خېمه كې كېنه،چې د اسلام شخصيتونه درته مباركي دركړي او تر ټولو مخکې شيخونو ورته مباركي وركړه او ورته يې خپل “مولى” ووايه.))

“حسان بن ثابت” له وخته په ګټنې او له پېغمبر اکرم نه په اجازه شعر ووايه، چې موږ يې دوه بېته راوړي دي:

((“علي”  ته يې وويل: راپاڅه، چې ته مې خپل ځايناستى كړې او تر ځان وروسته مې د خلكو لارښوونكى وټاكلې. زه چې د چا مولى يم؛ نو “علي” يې هم دى. تاسې،چې ورسره د زړه له كومې مينه لرئ؛نو لاروي يې وكړئ.))

دا حديث د حضرت “علي”(ک) فضيلت راښيي،چې خپله يې هم په بېلابېلو وختونو كې پرې استدلال هم كړى دى.

******

په خُم غدير كې د ځايناستي تر مراسمو وروسته، له “شام” او “مصره” راغلي، ټول په “جحفه” كې له پېغمبر اکرمه بېل شول او خپلو سيمو ته روان شو او هغوى،چې له “حضر موت” او “يمن”راغلي وو، همدلته او يا لږ مخکې د حج له كاروانه بېل او خپلو سيمو ته روان شول؛ خو هغه لس زره تنه، چې له پېغمبر اکرم سره راغلي وو، ټول ورسره مدينې ته ستانه شول او لسم هجري كال لا پاى ته نه و رسېدلى، چې مدينې ته راورسېدل.

پېغمبر اکرم پوهېده،چې د “روم” قوي دولت د اسلام له نفوذه وېرېده او هم دا،چې پېغمبر اکرم يهوديت له عربستانه وايست او له ځينو مسيحيانو باج هم اخلي؛نو روميان به ډېر پر غوسه وي. پېغمبر اکرم د روميانو خطر له پخوا جدي نيولى و؛نو ځكه يې پر اتم هجري كال د حضرت”جعفر ابن ابيطالب”،حضرت”زيد بن حارثه” او حضرت”عبدالله رواحه”(رضى الله عنهم) په مشرۍ لښكر د روميانو سيمې ته ولېږه، چې په دې  جګړه كې د اسلام دا درې واړه لوړ پوړي افسران شهيدان شول او د حضرت “خالد بن وليد” د تدبيرونو او پوځي تګلارې پايله وه،چې مسلمانان ژوندي؛خو بې له بري مدينې ته راستانه شول.

پر نهم هجري كال،پېغمبر اکرم ته خبر راورسېد، روميانو پر “حجاز” د بريد تيارى نيولى و؛ نو په خپله پېغمبر اکرم له درې زرو تنو سره “تبوك” ته ولاړ او بې جګړې مدينې ته راستون شو؛نو ځکه پېغمبر اکرم د روميانو خطر جدي انګېره. پېغمبر اکرم، چې له وروستي حجه راستون شو؛نو له مهاجرو او انصارو يې لوى لښكر جوړ كړ،چې پکې د اسلام پېژندل شوي شخصيتونه؛لكه حضرت “ابوبكر”، حضرت “عمر”، حضرت “ابي عبيده” او  حضرت “سعد بن وقاص” (رضى الله عنهم) او… هم شامل وو.

(د “ابن هشام” سيرة،٢ ټوک،٦٤٢ مخ.)

  همداسې پېغمبر اکرم حكم وكړ: ((هغه ډله مهاجر،چې له ټولو مخکې مدينې ته مهاجره شوې؛ټول بايد په جګړه كې برخه واخلي.))

 پېغمبر اکرم د مسلمانانو د ديني احساساتو راپارولو ته په خپل لاس “اسامه” ته بيرغ وتاړه او ورته يې وويل:((د خداى په نامه او خداى ته وجنګېږه، له دښمن سره وجنګېږه،سهار وختي د “انبا” پر خلكو بريد وكړه او دا واټن دومره په بيړه ووهه،مخكې له دې،چې د رسېدو خبر دې ورسېږي، ته او سرتېري دې ورو رسئ.)) (425)

د اهل سنتو سرچينې د بيرغ تړلو مراسم د صفر پر شپږ ويشتمه بولي او دا،چې هغوى د پېغمبرد وفات ورځ د ربيع الاول دولسمه بولي؛ نو دا ټولې پېښې،چې وروسته به وويل شي،کيداى شي، په شپاړسو ورځو كې پېښې شوې وي.

 د شيعه مذهب سرچيني د پېغمبر اکرم د وفات ورځ  د صفر اته ويشتمه بولي؛ نو دا مراسم بايد د صفر له 28 مې څو ورځې مخکې سرته ورسي.

حضرت”اسامه” بيرغ “بريده” ته وركړ او “جرف” د “شام” پر لور-  له مدينې درې ميله لرې –  يې خپل لښكرتون كړ، چې سرتېري هلته راټول شي او ټول پر ټاكلي وخت روان شي.

پېغمبر اکرم يو زلمى د لښكر چې د انصارو او مهاجرو مشران يې هم تر لاس لاندې وو بولندوى وټاکه او دليل يې دا و، چې :

1_غوښتل يې د حضرت “اسامه” هغه مصيبت جبران كړي،چې پلار يې له روميانو سره په جګړې كې شهيد شوى و او شخصيت يې ونمانځي.

2_پېغمبر اکرم ددې غورونې له لارې غوښتل د كار د ويش قانون د شخصيت او لياقت له مخې راژوندى كړي او ښكاره خلكو ته ووايي، چې ټولنيز منصبونه او مقامونه بې له لياقت او كارپوهې بل څيز ته اړتيا نه لري او په عمر پورې اړه نه لري، چې هغه ځوانان،چې لياقت لري،ځانونه يو لړ ټولنيزو مسئووليتونو ته چمتو كړي او پوه شې،چې په اسلام كې مقام او منصب له لياقت او كارپوهې سره نېغه اړيکه لري؛نه له عمر او كلونو سره.

واقعي اسلام هماغه د الهي ښوونو پر وړاندې نظم ښوول دي او حقيقي مسلمان هغه دى،چې دې حکمونو ته د جګړې د سرتېري په څېر غاړه کېږدي او د زړه له كومې يې ومني،كه پر ګټه يې وي يا تاوان، له غوښتنو سره يې سمون لري او که نه.

 حضرت “علي” د اسلام حقيقت داسې ښوولى دى:(( اسلام حکمونو ته يې غاړه ايښوول دي.)) (426)

 هغوى،چې د اسلام د حکمونو په عملي كولو كې توپير كوي او چېرې،چې د اسلام حکمونه يې له دنننيو غوښتنو سره سمون نه لري؛نو ژر په نيوكو لاس پورې كوي او په ډول ډول پلمو يې له  اوامرو  غاړه غړوي،چې اسلامي نظم او انضباط نه لري او د واقعي تسلمېدو چې د اسلام بنسټ دى  ځانګړنه نه لري.د حضرت “اسامه بن زيد” په څېر د تنكي ځوان مشري،چې عمر يې لا شلو كالو ته هم نه و رسېدلى؛نو ځکه د حضرت “اسامه” مشري منل، هغو اصحابو ته ډېره سخته وه،چې تر “اسامه” مشران وو؛ نو په نيوكو يې لاس پورې كړ او هغه څه يې وويل،چې راو يې ښوول اسلامي نظم او د اسلام د احکامو پر وړاندې د اېلتيا ځانګړنه يې نه درلوده او د خبرو محور يې دا و، چې ولې پېغمبر اکرم يو تنكى ځوان د سترو اصحابو  بولندوى ټاكلى دى. (427)

هغوى ځان تر پېغمبر اکرم ډېر هوښيار ګاڼه او د دې كار له مصالحو خبر نه وو او چارې يې په خپل وړوكي عقل او شخصي معيارونو سنجولې.

 سره له دې،چې پوهېدل پېغمبر اکرم د لښكر پر لېږلو خورا ټينګار كوي؛خو پټو لاسونو د دې لښكر د يون مخه نيوه او په پټه يې ورانى كاوه.

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم حضرت “اسامه” ته د جګړې بيرغ وركړ؛نو سختې تبې،چې سرخوږ هم ورسره و،پر كټ كړ.دا ناروغۍ څو ورځې اوږده شوه،چې ترې وفات هم شو.

په ناروغۍ كې خبر شو،چې ځينې د حضرت “اسامه” پر مشرۍ نيوكې او د لښكر د حركت مخنيوى كوي.له دې خبرې خورا خپه او پر غوسه شو. پر ناروغه ځان،چې يو دسمال يې پر اوږه او په بل يې سرتړلى و،جومات ته روان شو،چې مسلمانان ددې سرغړونې له خطره ووېروي. له هغې سختې تبې سره پر منبر كېناست او تر  ثنا وروسته يې وويل:

(( خلكو! زه د لښكر د حركت پر ځنډ ډېر خپه يم. كه د “اسامه” د مشرۍ منل ځينو ته ګران وي او نيوكو کوئ؛ نو  دا نيوكې او سرغړونې مو نوې خبره نه ده،مخکې مو د هغه د پلار پر مشرۍ نيوكې كولې. پر خداى قسم ! هم يې پلار او هم يې زوى دې منصب ته وړ وو، هغه پر ما ګران دى.خلكو!ورسره نېكي وكړئ او نور هم ورسره نېكۍ ته راوبلئ؛ځكه هغه په تاسې له نېكانو ځنې دى.))

پېغمبر اکرم په همدې ځاى كې خپلې خبرې پاى ته ورسولې او له منبره راكوز شو او سختې تبې ونيو او په بستره كې وغځېد او هغه اصحاب،چې د پېغمبر اکرم پوښتنې ته راتلل،ټولو ته ويل، چې د “اسامه” لښكر ته حركت وركړئ.(428) او پر هغوى دې لعنت وي،چې له دې لښکره بېليږي او په مدينه کې پاتې کېږي.

وګورئ: ملل و نحل شهرستاني:څلورمه سريزه،٢٩ مخ او همداسې: د ابن ابي الحديد معتزلي شافعي د نهج البلاغې شرح،٢/٢٠

دا سپارښتنې ددې لامل شوې،چې ځينې انصار او مهاجر د پېغمبر اکرم د خوشحالۍ لپاره د هغه حضور ته ورتلل،چې هرومرو له لښکر سره يو ځاى کېږو. په هغو دوو درېو ورځو كې،چې “اسامه” د لښكر په تيارولو بوخت و،له مدينې به ورته د پېغمبر اکرم د ناروغۍ د سختېدو خبرونه راتلل، چې تګ ته يې د لښكر هوډ سستاوه،څو د لښكر بولندوى پېغمبر اکرم ته راغى او د هغه په مبارکه څېره کې يې د ښه والي نښې حس کړې.

پېغمبر اکرم ورته وويل:(( له واره دې لښكر ته روان كړه.))

“اسامه” لښكرځاى ته ولاړ او د حركت حكم يې وكړ. تر اوسه لښكر لا  له “جرف” نه و وتلى، چې له مدينې خبر راورسېد چې د پېغمبر اکرم ځنكدن دى. ځينې چې په پلمې پسې ګرځېدل او 16ورځې يې په ډول ډول پلمو د لښكر د تګ مخنيوى كړى و،د پېغمبر اکرم ناروغي يې پلمه كړه او مدينې ته راستانه شول او ورپسې د لښكر نور كسان هم مدينې ته راستانه شول او د ځينو د بې انضباطۍ له امله د پېغمبر اکرم پر ژوندون حكم ته يې د عمل جامه ور وانه غوستاى شوه.(429)

 بقيع والو ته د بښنې غوښتنه

پر هغه ورځ،چې پېغمبر اکرم د ناروغۍ احساس وكړ؛نو د حضرت “علي” لاس يې ونيو او هغوى،چې ورپسې وو،د “بقيع” هديرې ته روان شو او و يې ويل:(( خداى راته دنده راكړې،چې بقيع والو ته بښنه وغواړم))؛د بقيع هديرې ته چې ورسېد؛نو و يې ويل:(( پر تاسې دې زما سلام وي .اى چې تر خاورو لاندې ياست!په كوم حال كې،چې ياست،پر تا سې دې مبارك وي، فتنې د تورې شپې په څېر مخ کړى او سره تړل شوي دي.))

 بيا يې “بقيع والو” ته دعا وكړه او “علي” (ک) ته يې وويل:

 (( د دنيا د خزانو كونجيانې او په دنيا كې ژوند يې راته راووړ او زه يې د دنيا او د خداى د ملاقات او جنت ته د تلو ترمنځ واکمن كړم؛ خو ما د خداى ملاقات او جنت غوره كړ. د وحې پرېښتې به هر كال يو ځل قرآن راووړ؛ خو سږ كال يې دوه ځل راووړ او مانا يې داده،چې اجل مې رارسېدلى دى.)) (430)

څوك،چې دنيا ته په مادي سترګو ويني،ښايې شك وكړي او له ځان سره ووايي: څرنګه څوك له ارواحو سره خبرې کړاى شي؟ او څرنګه كېداى شي ورسره اړيکه ټينګه كړي؟ څرنګه كېداى شي انسان له خپل مرګه خبر وي؟؛خو هغوى له روح سره له اړيكو نه منكرېږي او ورته شونې او واقعي كار وايي،چې د ماديت دېوالونه يې نړولي وي.

پېغمبر اکرم،چې د وحې له نړۍ سره په اړيکه كې و؛نو دا منلې ده، چې له خپل مرګه به خبر وي.

412 – سيره ابن هشام 3 \ 289مخ.

413_  بحار 21\319   ، النص والاجتهاد شرف الدين.

414_ بحار 21/ 385 مخ

415_  سيره ابن هشام 2/ 605

416_ سيره ابن هشام 2 \605 مخ

417_ خصال صدوق، 2\ 84مخ.

418_ بحار  21\ 405مخ

419_طبقات ابن سعد 2\ 184مخ.

420_(سوره مائده\ 67 آيت)

421_  وفيات الاعيان” 1\ 60 مخ.

422_  وفيات الاعيان 2\ 223 مخ.

423_  الغدير 1\ 267مخ.

424_  ثمار القلوب / 511 مخ.

425_ سيره ابن هشام، 2/ 642 ، النص والاجتهاد/ 12

426_ (نهج البلاغه/ كلمات قصار/ 125)

427_طبقات ابن سعد 2/ 120 مخ.

428_  طبقات ابن سعد 2/ 190 مخ.

429_ طبقات 2/ 190 مخ.

430_ طبقات 2/ 204 مخ، بحار 22/ 466 مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!