تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه ویر او ماتم د پېغمبراکرم (ص) په سيرت کې د پېغمبر اکرم (ص) سنت، د اسلام د احکامو د پېژندنې دويمه سرچينه ده. د نبي کريم (ص) ويناوې، کړه وړه او تقريرات، په سنتو کې شمېرل کېږي. په دې اړه قرآن کريم وايي: مَّا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

ویر او ماتم د پېغمبراکرم (ص) په سيرت کې

د پېغمبر اکرم (ص) سنت، د اسلام د احکامو د پېژندنې دويمه سرچينه ده. د نبي کريم (ص) ويناوې، کړه وړه او تقريرات، په سنتو کې شمېرل کېږي. په دې اړه قرآن کريم وايي:

مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لاَ يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ [1]= څه چې الله ددغو كليو له اوسېدونكيو، خپل استازي ته ورکړي؛ نو دا یوازې د الله ، استازي، (د رسول الله) خپلوانو، پلارمړیو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې د (الله) استازي درکړي، وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛ نو ډډه ترې وكړئ او د الله له (مخالفته) ځان وساتئ، چې الله سخت عذابى دى.

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا[2]= په يقين، د الله د استازي په ژوند كې، ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي.

د تېرو آيتونو په پامنيوي، ګرد مسلمانان ګروهن دي، چې د پېغمبر اکرم (ص) سنت په ټولو اړخونو کې ورته بېلګه دي. ویربولي هم چې د مسلمانانو يوه مهمه انديزه – فکري مساله ده؛ نوځکه په دې باب د آنحضرت (ص) چلن راته غوره لارښودېداى شي. حضرت نبي (ص) د ډېرو وګړيو په مړينه ژړلي او د وير د غونډو د جوړولو سپارښتنه يې کړې ده، بېلګې يې دا دي:

د خپلې مور حضرت آمنې بي بي پر قبر يې ژړا

يوه ورځ نبي کريم (ص) د خپلې مور قبر ته ورغى او دومره يې وژړل، چې ورسره ملګرو يې هم وژړل. حضرت ابوهريره وايي: (( زار النبى قبر اُمه فبکى و بکى من حوله: پېغمبر اکرم (ص) د خپلې مور قبر ته ورغى، و يې ژړل او شاوخوا کسانو يې هم ورسره وژړل[3]))

 

پر فاطمې بنت اسد د پېغمبر اکرم (ص) ژړا

د علي (ک) مور، فاطمه بنت اسد چې مړه شوه؛ نو نبي کريم (ص) يې د جنازې لمونځ وکړ، په قبر کې يې کېښووله، و يې ژړل او و يې ويل: الله تعالی دې له مورني پلوه خير درکړي، په رښتيا چې ښه مور وې[4].

 

پېغمبر اکرم د خپلې لور پر قبر وژړل

حضرت انس بن مالک وايي: (( شهدنا بنتاً لرسول الله جالساً على القبر، قال: فرايت عينيه تدمعان…: په مدينه کې د پېغمبر اکرم يوه لوڼه وفات شوه. د جنازې او ښخولو په مراسمو کې يې وم، و مې ليدل چې رسول اکرم (ص) يې پر قبر ژړل [5]….))

 

پېغمبر اکرم (ص) د خپل زوى ابراهيم پر مړينه وژړل

حضرت انس بن مالک وايي: (( له نبي اکرم (ص) سره ابوسيف کره ورغلوو، چې مېرمن يې ابراهيم ته شيدې ورکولې. آنحضرت (ص) ابراهيم په غېږ کې ونيو، ښکل يې کړ او و يې نازاوه. څه موده روسته ورغلم، چې د ابراهيم ځنکدن و. و مې ليدل چې پېغمبراکرم (ص) ژړل. عبدالرحمن وويل: يا رسول الله: ولې ژاړې؟ آنحضرت (ص) ويل: دا د رحمت ژړا ده. زياته ېې کړه: سترګې ژاړي او زړه له سخته غمه سوځي؛ خو د حق د رضا پر خلاف خبره به ونکړم، بيا يې وويل: ابراهيمه! په بېلتانه کې دې غمجن يوو[6]))

ابن ماجه په همدې اړه له حضرت انس بن مالک ځنې روايتوي: (( د ابراهيم تر مړينې روسته، نبي اکرم (ص) وويل: چې و يې ګورم، بيا يې کفن کړئ، پر ابراهيم ورټيټ شو او و يې ژړل)).

حضرت جابر بن عبدالله انصاري وايي: (( ابراهيم د ځنکدن پر سخت حالت کې و، پېغمبراکرم (ص) له عبدالرحمن بن عوف سره راننووت. آنحضرت (ص) ابراهيم یې په غېږ کې ونيو او په لمن کې يې کېښود، سخت خپه و او ژړل يې. عبدالرحمن وويل: تاسې خو د ژړا مخه نيوه، ولې ژاړئ؟ و يې ويل: د ژړا مخه مې نيولې نه ده؛ بلکې دوه ډوله چغې مې منع کړي، چې معمولاً احمق او فاجر خلک يې وهي؛ يو هغه چغې دي، چې د مصيبت پر مهال يې وهي، مخ وهي او ګرېوان څيروي او بل هغه ډول چغې دي، چې د خوشحاليو پر مهال يې د شيطان د غږونو په څېر کوي[7]))

 

پر حضرت حمزه (رض) د نبي اکرم (ص) وير

د احد په غزا کې (٧٠) تنه شهيدان شول، چې د نبي کریم (ص) تره؛ حضرت حمزه (رض) هم پکې و، د مجاهدينو په تېره د حضرت حمزه (رض) شهادت، پر مسلمانانو او پېغمبر اکرم(ص) سخت پرېووت او خورا خپه وو. داسې چې پېغمبر اکرم (ص) مدينې ته په راستنېدا کې د انصارو له کورونو راتېرېده، چې پر خپلو شهيدانو يې د انصارو د ښځو ژړاوې واورېدې، سترګې يې ډکې شوې، و يې ويل:(( لکن حمزة لا بواکى له: حمزه ته څوک نه ژاړي[8]))

واقدي د صدر اسلام تاريخپوه کاږي: (( د اُحد تر پېښې روسته، حضرت صفيه، د حمزه (رض) خور، پېغمبر اکرم (ص) ته ورغله. يو شمېر انصارو يې مخه ونيوه. آنحضرت (ص) وويل: راپرېږده يې! د پېغمبر اکرم (ص) مخې ته کېناسته، چې په ژړا به شوه، پېغمبر اکرم (ص) به هم ورسره ژړل، که په جيګه به يې ژړل، پېغمبر اکرم (ص) به هم په جيګه ورسره ژړل او که فاطمې به ژړل؛ نو ده مبارک به هم ورسره ژړل[9]))

مشهور تاريخپوه؛ محمد بن جرير طبري، له شيوخ بن سلمه روايتوي: (( پېغمبر اکرم د بني عبدالاشهل او بني ظفر انصارو له کورونو تېرېده، چې د احد پر شهيدانو يې ژړل، سترګې يې له ژړا ډکې شوې، و يې ويل: حمزه ته څوک نه ژاړي، سعد بن معاذ او اسيد بن خضير چې دده مبارک ياران وو، د بني عبد الاشهل کورونو ته چې ورغلل، ښځو ته يې وويل: وير مو پرېږدئ او له حمزه کره ورشئ او د پېغمبر اکرم (ص) تره ته وير وکړئ[10]))

ابن عبدالبر وايي: (( د پېغمبر اکرم (ص) دې وينا: (( لکن حمزه لا بواکى له)) داسې اغېز وکړ، چې هرې ښځې به ړومبى حمزه ته ژړل او بيا خپل مړي ته[11]))

ابن هشام؛ مشهور سيرت پوه په خپل کتاب ((سيرة النبويه: ٣/١٥٩ _ ١٧٣ مخونو)) کې کاږي: د اُحد تر پېښې روسته، ډېرو شاعرانو، شهيدانو په تېره سيد الشهدا حمزه (رض) ته مرثيې وويلي؛ لکه: حسان بن ثابت، کعب بن مالک، عبدالله بن رواحه، ضرار بن خطاب او صفيه بي بي (رضى الله عنهم).

 

د موته غزا پر شهيدانو د رسول اکرم (ص) ماتم

حضرت انس بن مالک وايي: (( پېغمبر اکرم (ص) د موته غزا د بولندويانو د شهادت تر خپرېدو مخکې وويل: زيد، جعفر او عبدالله رواحه شهيدان شوي دي. بيا يې وويل: په پيل کې، د جګړې مشري زيد بن حارثه کوله، تر شهادت روسته يې جعفر بن ابيطالب بولندوى شو او د ده په شهادت پسې عبدالله لښکر مشر شو چې دا هم شهيد شو، بيا يې وژړل[12]))

 

د حضرت جعفر بن ابیطالب په شهادت کې د پېغمبر اکرم(ص) ماتم

 حضرت اسماء، د حضرت جعفر بن ابيطالب مېرمن وايي: (( د جعفر د شهادت پر ورځ، پېغمبر اکرم (ص) کره ورغلم، راته يې وويل: اسماء، د جعفر زامن چېرې دي؟ زامن مې ورته راوستل. پېغمبر اکرم (ص) په غېږ کې ونيول و يې نازول، بيا يې وژړل، و مې ويل: لکه چې د جعفر څه خبر راغلى دى؟ و يې ويل: هو، نن شهيد شو[13]))

واقدي روايتوي: (( پېغمبراکرم (ص) خپلې لور فاطمې ته وويل، درې ورځې د جعفر کورنۍ ته خواړه ورکړه. تر هغې ورځې روسته، د پېغمبر اکرم (ص) په زړه کې د جعفر او زيد بن حارثه د شهادت سوز و داغ و، چې کله به کور ته راننووته، ورته يې ژړل[14]))

 

د عثمان بن مظعون (رض) پر مړينه د نبي اکرم (ص) ژړا

عثمان بن مظعون (رض) يو عزتمن صحابي و، ړومبى مسلمان و، چې په مدينه کې ومړ، چې پېغمبر اکرم (ص) او ياران يې ورباندې خپه شوو، پرې يې وژړل او د آنحضرت (ص) په امر يې په بقيع کې ښخ کړ. ام المؤمنين عايشه وايي: ((رسول اکرم (ص)، د عثمان بن مظعون مړى ښخ کړ او ژړل يې او په بله وينا، اوښکې يې بهېدې[15]))

 

پر خپل ځوځات (عترت النبي) د پېغمبراکرم (ص) ژړا

حافظ ابوبکر ابن ابي شيبيه، له حضرت عبدالله بن مسعود روايتوي چې و يې ويل: (( له رسول اکرم (ص) سره له يوې ډلې اصحابو سره ناست وو، يو شمېر بني هاشم ورته راغلل، د پېغمبر اکرم (ص) سترګې چې پرې ولګېدې، ژړغونى شو او رنګ يې واوخوت. ابن مسعود (رض) وايي: ورته مې وويل: په څېره کې دې خپګان وينم. و يې ويل: موږ داسې اهلبيت يو چې الله تعالی پر دنيا، آخرت راته غوره کړى دى. تر ما روسته اهلبيت به مې له کړاوونو سره مخ شي او له خپلو ښارونو به وشړل شي. تردې چې له ختيځه به يو قوم له تورو بيرغونو سره راشي او حق به وغواړي. خو امت به حق نه ورکوي، له ناچارۍ به په مبارزه لګيا شي او خپلې غوښتنې به ور وړاندې کړي؛ خو ورسره به يې و نه مني، تردې چې چار به زما يوه اهلبيت ته ورپرېږدي. دنيا به له عدل او نیاو دومره ډکه کړي؛ لکه چې له ظلمه تر خولې رارسېدلې وه، له تاسې چې څوک دا زمانه درک کړي، بايد ملاتړ يې شئ، که څه پړمخ پر يخ روان وي[16]))

 

د حضرت سعد (رض) په عيادت کې د پېغمبر اکرم (ص) ژړا

 حضرت سعد(رض) د خزرج ټبر مشر و، چې د اسلام په پرمختګ کې يې ډېرې هڅې کړې دي. حضرت عبدالله بن عمر وايي: (( سعد ناروغ و او له خپلې ناروغۍ يې ډېر شکايت کاوه. پېغمبر اکرم (ص) له عبدالرحمن بن عوف، سعد بن ابي وقاص او ابن مسعود سره يې پوښتنې ته ورغى. سعد بې هوښه و. آنحضرت (ص) وويل: د سعد پوره راغلې ده، بيا يې وژړل، يارانو يې هم وژړل، بيا يې وويل: ((ألا تَسْمَعُونَ إنَّ اللهَ لا يُعَذِّبُ بِدَمْع الْعَيْنِ، ولا بِحُزْنِ القَلْبِ، ولكنْ يُعَذِّبُ بِهَذَا وأشَارَ إلى لِسَانِهِ أوْ يَرْحَمُ)) [لکه چې يو شمېر اصحابو د آنحضرت (ص) پر ژړا نيوکه کوله] او آنحضرت (ص) يې په ځواب کې وويل: نه پوهېږئ، چې الله تعالی څوک د سترګو په اوښکو او زړګني درد نه عذابوي؟ بيا آنحضرت (ص) ژبې ته اشاره وکړه، و يې ويل: يوازې ژبه ده، چې د انسان د عذاب لاملېږي؛ خو داچې الله تعالی پر خپل بنده ولورېږي او عذاب يې نه کړي[17])) .

 

 

 

[1] (حشر/ ٧ آيت)

[2] (احزاب/ ٢١ آيت )

[3]امام احمد حنبل، مسند: ٢/٤٤١ مخ، صحيح مسلم: ٢/٦٧١ مخ، کتاب البخايز.

[4]ذخائر العقبى: ٥٦ مخ.

[5] صحيح بخاري: لومړى ټوک، کتاب الجنايز، باب ٨١٧، ١٢٠١ ګڼه حديث.

 

[6]صحيح بخاري: ١/١٥٨ مخ، باب: ٨٢٨، فتح الباري: ٣/١٣٥ مخ، صحيح مسلم: کتاب فضائل، باب رحمة با الصبيان.

[7]محمد بن اثير جزري، حامع الاصول: ١١/١٠٥ مخ، ٨٥٧٧ ګڼه حديث، احزجه الترمذي.

[8]حلبى، سيرة الحلبية: ٢/٢٦٠، امام احمد حنبل: ٢/٤٠ مخ، حاکم نيشابوري: ١/٣٨١، وسائل الشيعه: ٢/٩٢٤ مخ.

[9]واقدي، مغازي: ١/٣١٥_ ٣١٧ مخونه. ابن عبدالبر الاستيعاب فى معرفة الاصحاب، د حمزه ژوند ليک. ابن اثير، اسد الغابه، د حمزه ژوند ليک.

[10]طبري تاريخ: ٢/٢٧، د درېيم هجري کال پېښې. د احد غزا.

[11]عبدالله محمد بن عبدالبر قرطبي: ١/٤٢٦. امام احمد حنبل، مسند: ٢/٤٠ مخ.

[12]صحيح بخاري: ٢/٢٤٠ کتاب: فضائل الصحابه، باب مناقب خالد. ابن حجر عسقلاني: فتح الباري: ٨/٤١٣ مخ.

[13] ابن سعد، طبقات الکبرى: ٨/٢٨٢ باب تسمية النساء المسلمات المبايعات

[14]واقدي، مغازي: ٢/٧٦٦ مخ، موته غزا. ابن هشام سيرت: ٤/٢٢ مخ.

[15]جامع الاصول: ١١/٩٥.

[16] ابن ابى شيبه، المضف: ٢/٦٩٧، کتاب النفتن، ٧٤ ګڼه روايت. صحيح ابن ماجه، ٢/٥١٨ مخ. حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين: ٤/٤٦٤ مخ.

[17]محمد بن اثير جزري، جامع الاصول فى الاحاديث الرسول: ١١/١٠١ مخ.صحيح بخاري: ٣/١٤٠، باب البکاء عند امريض.صحيح مسلم: باب البکاء على الميت.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!