تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پر امام حسين د پېغمبراکرم (ص) ویر د اسلام په تاريخ کې د عاشورا او کربلا پېښه يوه زړه بګنوړی او نه هېرېدونکى مصيبت دى، داسې چې پېغمبر اکرم (ص) يې په اړه څو ځل خبرې کړي او ددې پېښې د وړاندوينې او د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پر امام حسين د پېغمبراکرم (ص) ویر

د اسلام په تاريخ کې د عاشورا او کربلا پېښه يوه زړه بګنوړی او نه هېرېدونکى مصيبت دى، داسې چې پېغمبر اکرم (ص) يې په اړه څو ځل خبرې کړي او ددې پېښې د وړاندوينې او د پېښېدو د څرنګوالي په ترڅ کې يې پر خپل مظلوم زوى امام حسين ژړلي دي. په دې برخه کې، د ګردو مسلمانانو، د سرچينو په روايت، ددې پېښې په اړه د آنحضرت (ص) سيرت څېړو:

 

١_ د امام حسين (رض) د زوکړې پر مهال د پېغمبر اکرم (ص) ژړا.

حافظ احمد بن حسين بيهقي له امام علي بن الحسين څخه په روايت او دا يې له  حضرت اسماء بنت عميس نه روايتوي چې و يې ويل: (( د حسنينو په زوکړه کې ستا د ادې قابله وم. چې امام حسين وزيږېد؛ رسول الله راغى، راته يې وويل: اسماء! زوى مې راوله. په سپين روڼي کې مې ورکړ. په ښي غوږ کې يې ورته اذان او په کيڼ کې اقامه وويله؛ په غېږ کې واچو او و يې ژړل! و مې ويل: مور و پلار مې درځار، ولې ژاړئ؟ و يې ويل: دې زوى ته مې ژاړم! و مې ويل: دا خو نوزېږى دى. و يې ويل: اسماء! زوى به مې ظالمان ووژني، الله تعالی به يې قاتلین زما له شفاعته برخمن نه کړي! بيا يې وويل: اسماء! فاطمې ته دا خبره مه کوه؛ ځکه تازه يې بچى شوى دى[1]))

دا په اسلام کې ړومبى مجلس و، چې رسول اکرم (ص) پکې د امام حسين وير ته وژړل او تاريخ له آدم (ع) تر خاتمه (ص) کله هم دغسې پېښه نه ده ليدلې، چې کوم زوى زيږېدلى وي او د خوشحالۍ د غونډې پر ځاى ورته ویرغونډه جوړه کړي او د زوکړې په لومړي سات کې دې د مبارکۍ پر ځاى، د نوزيږي د شهادت خبره وکړي!

 

٢_ د ام الفضل خوب او د پېغمبر اکرم (ص) تعبير

ام الفضل وايي: رسول اکرم (ص) ته ورغلم، ورته مې وويل: تېره شپه مې يو غمجن خوب ليدلى. آنحضرت (ص) وويل: خوب دې ووايه. و مې ويل: په خوب کې مې وليدل، ته وا، له مبارکې تنې دې يوه ټوټه رابېله او په غېږ کې مې کېښوول شوه! آنحضرت (ص) وويل: (( ښه خوب دې ليدلى، د فاطمې به زوى وزيږي او په غېږ کې به یې لويى شي، څه موده روسته يې حسين وزيږېد؛ لکه څنګه چې رسول اکرم (ص) ويلي ول.

يوه ورځ پېغمبر اکرم (ص) ته ورغلم، حسين يې په غېږ کې ونيو، و يې ژړل، و مې ويل: رسول الله (ص)! مورو پلار مې درځار! څه درباندې شوي؟ و يې ويل:  حضرت جبرييل راغى او خبر يې کړم، چې امت مې، زوى مې؛ حسين وژني. و مې ويل: دا زوى دې؟ و يې ويل: هو. بيا يې سره خاوره راکړه[2])) .

 

٣_ د ام المؤمنين ام سلمه رضى الله عنهاپه کور کې د پېغمبر اکرم (ص) وير

حضرت ام سلمه وايي: حسنينو مې په کور کې د پېغمبر اکرم (ص) په مخ کې لوبې کولې، حضرت جبرييل راغى، و يې ويل: (( محمده! امت به دې ستا حسين زوى شهيد کړي. رسول اکرم (ص) وژړل، حسين يې په سينې پورې ونيو، و يې ويل: دا خاوره دې درسره امانت وي. خاوره يې بوى کړه، و يې ويل: ام سلمه! چې کله دا خاوره، د وينې په څېر سره شوه، پوه شه چې حسين شهيد شوى دى[3]))

يادونې وړ ده چې ام سلمه بي بي، د پېغمبر اکرم (ص) ترورزۍ ده او د علي (ک) او فاطمې د واده مراسم د ده په کور کې تر سره شوي دي. پر (( اصحاب کسا)) د ((سپېڅلتيا آيت)) دده په کور کې نازل شوى او پېغمبر اکرم (ص) په همدې پېښه کې، د خير په بهير کې وګڼله. ام سلمه بي بي له اهلبيتو سره سخته مينه درلوده. د امام حسين له شهادته چې خبره شوه، په خپګان يې وويل: په رښتيا يې داسې کړي؟ الله تعالی دې يې قبرونه اورين کړي! بيا يې وژړل، ان چې بې هوښه شوه او راولوېده. د ام سلمې سخت خپګان لامل شو، چې د امام حسين ویربولي دود شي[4].

امام حسين به دې ته مور ويله او دې به هم ورته زوى وايه. امام باقر(رح) ويلي: ((امام حسين چې عراق ته د تلو هوډ وکړ، ام سلمه ورته وويل: ګرانه زويه چېرې ځې؟ و يې ويل: مورې! عراق ته مې د تلو نيت دى[5])) .

ام سلمه بي بي، د اوو کالو په شاوخوا کې د پېغمبر اکرم (ص) مېرمن وه او تر پنځوسو کلونو ډېره د نبوي کورنۍ له امامانو سره په ناسته پاسته او اړيکو کې وه او ددې عزتمنو په خواله ساتيو – رازدارو کې ګڼل کېده. د ((جامعې)) کتاب چې د رسول الله (ص) املاء او علي (ک) ليکلى و، علي (ک) ده ته امانت ورکړى و.

 

٤_ د ام المؤمنين حضرت زينب (رضى الله عنها) په کور کې د پېغمبر اکرم (ص) وير

حافظ ابويعلي، د جحش له لور زينب څخه روايتوي: (( يوه ورځ رسول اکرم (ص) راکره و، حسين هم چې نوى درېده، دلته و، د رسول الله (ص) کوټې ته راننووت. و مې نيو. و يې ويل: خوشې يې کړه. خوشې مې کړ، اودس يې وکړ، پر لمانځه ودرېد، حسين يې په غېږ کې نيولى و، چې رکوع ته تله، پر ځمکه يې کېښود، تر لمانځه روسته کېناست او و يې ژړل. و مې پوښتل: يا رسول الله (ص)! نن مې يوه داسې موضوع درنه وليده، چې کله مې هم په څېر يې درڅخه ليدلې نه وه. و يې ويل:  حضرت جبرييل راغى، خبر يې کړم، چې امت دې دا ماشوم وژني.  حضرت جبرييل ته مې وويل، خاوره يې راوښيه. جبرييل سره بخنه خاوره راته راوړه[6])) .

 

٥_ د ام المؤمنين حضرت عايشې (رضى الله عنها) په کور کې د پېغمبر اکرم (ص) ژړا

ام المؤمنین عايشه بي بي وايي:  حضرت جبرييل، رسول اکرم (ص) ته راغى، په دې وخت کې حسین راننووت او د نبي اکرم (ص) پر شا او اوږو ښکته پورته کېده او لوبې يې کولې. جبرييل وويل (( محمده! ژر به دې امت درنه روسته فتنه وکړي او دا کوشنى زوى به دې تر تا روسته ووژني، بيا جبرييل لاس (اوږد) کړ او سپين رنګې خاوره يې راوړه، و يې ويل: زوى دې په دې سيمه کې وژل کېږي، نامه يې ((طف)) ده! جبرييل چې ولاړ، آنحضرت (ص) خاوره پر لاس ژړل او يو شمېر اصحابو ته چې ابوبکر، عمر، علي، حذيفه، عمار او ابوذر [رضى الله عنهم] پکې ول، ورغى، و يې ويل: جبرييل خبر کړم، چې زوى مې حسين، تر ما روسته په طف نامې سيمې کې وژل کېږي او دا خاوره يې راوښوده، چې دا خاوره به يې د شهادت او قبر ځاى وي[7])) .

 

٦_ د امير المؤمنين علي (ک) په کور کې د رسول اکرم (ص) ژړا

ابوالحسن عبيدلي عقيقي په (( اخبار المدينه)) کې له علي (ک) په روايت وايي: (( رسول الله (ص) مو کور ته راغى، خزيره خواړه مو چمتو کړي ول. ام ايمن هم يوه کاسه شيدې او يوه ټوکرۍ کجورې رالېږلې وې. خواړه مو په ګډه وخوړل، د آنحضرت (ص) لاسونه مو پرېمنځل، آنحضرت (ص) خپل لاس، پر سر، مخ او ږيره راښکود، بيا يې مخ پر قبله په دعا لاسونه پورته کړل او ژړغونى يې درې ځل ځان وغورځاوه. لامل مې ترې ونشو پوښتلاى؛ په دې ترڅ کې حسين ور تر شا شو، بيا رسول اکرم (ص) وژړل. حسين وويل: پلارجانه! داسې څه مې درنه وليدل، چې په څېر يې درڅخه مې نه ول ليدلي! رسول اکرم (ص) وويل: زويه! په ليدو دې هومره خوشحال شوم، چې تر اوسه هومره خوشحاله شوى نه وم؛ خو دوست مې جبرييل راغى او ستا له وژنې يې خبر کړم او وژنځى به مو خپور وور وي، دې خبر خورا خپه کړم، له خدايه مې درته خير وغوښت[8]))

 

٧_ د امام حسين د شهادت په اورېدو د رسول اکرم (ص) ژړا

په روايت کې راغلي: امام حسين دوه کلن و، پېغمبر اکرم (ص) يو سفر ته وته. په ړومبي قدمونو کې ناڅاپي تم شو، و يې ويل: (( انا لله و انا اليه راجعون)). بيا يې وژړل، د ژړا لامل ترې وپوښتل شو. ويې ويل (( هذا جبرئيل يخبرنى عن ارض بشط الفرات يقال لها کربلا يقتل فيها الحسين بن فاطمه – همدا اوس جبرييل د شط فرات په څنډه کې له هغې سيمې خبر کړم، چې نامه يې کربلا ده او حسين د فاطمې زوى به پکې وژل کېږي.)) د ده د وژونکي په اړه وپوښتل شو؟ و يې ويل: ((رجل يقال له يزيد و کانى انظر الى مصرعه و مدفنه – د زوى وژونکى به مې د يزيد په نامې يو سړى وي او همدا اوس په خپلو سترګو، د حسين د وژنې او ښخولو ځاى وينم.))

بيا پېغمبر اکرم (ص) له سفره خپه راستون شو. سفر يې نيمګړى پرېښود، په خطبې پسې يې ښى لاس، د امام حسن پر سر او کيڼ لاس د امام حسين پر سر کېښود، بيا يې اسمان ته په دعا لاسونه پورته کړل و يې ويل: (( اللهم ان محمد عبدک و رسولک و نبيک و هذان اطائت عترتى و خيار و ذريتي و… اللهم فبارک له فى قتله و اجعله من سادات الشهدا اللهم ولا تبارک فى قاتله و خاذله – الهي! محمد دې بنده، استازى او پېغمبر دى او دا دواړه، د اهلبيتو پاکان، غوره او د ځوځات مې جرړې دي. دا دواړه مې په امت کې په خپلې ځايناستې پرېږدم، خدايه د حسين شهادت مبارک کړې او د شهيدانو ښاغلى يې کړې، خدايه، وژونکى او خواروونکى يې برکتي نه کړې!))

پېغمبر اکرم چې دا خبره وکړه، په جومات کې ناستو خلکو وژړل، آنحضرت (ص) وويل: (( اتيکون ولا تنصرونه؟)) ايا را ته ژاړئ او ملاتړ يې نه کوئ؟ تر دې روسته، له جوماته رابهر شو، څو شېبې روسته غوسناک او په اوختي رنګ جومات ته راستون شو او ژړغوني يې وويل: (( ايها الناس انى ترکت فيکم الثقلين کتاب الله و عترتى اهل بيتي و مزاج مائى و ثمرى لن يفتر قاحتى يردا على الحوض و انى لا اسئلکم فى ذالک الا ما امرنى دبى ان اسئلکم المودة فى القربى، قانظر وا ان لا تلقونى عذاً على الحوض و قد البغختم عترتى و ظلمتموهم: خلکو! دوه ګرانبيه څيزونه درته پرېږدم، د الله تعالی کتاب او عترت (ځوځات) مې، چې زما د مزاج له اوبو او د بدن له ثمرې سره ګډ دي. دا دواړه (کتاب الله _ عترت) تر هغه يو له بله نه بېلېږي، چې د کوثر حوض پر غاړه راته راشي او زه د خپلو اهلبيتو په هکله، بې له مينې او دوستۍ، بل څه نه غواړم او په دې اړه مې پالوونکي راته امر کړى دى؛ نو پام مو، چې د قیامت پر ورځ، د کوثر پر غاړه ليده کاته درسره و نه کړم، چې زما له اهلبيتو سره مو دښمني کړي وي او پر دوى مو تېرى کړى وي[9]))

 

 

[1]حافظ ابو المؤيد خوارزمي، مقتل الحسين: ١/٨٨ مخ، شپږم څپرکى، د حسنينو فضايل.. حافظ محب الدين طبري، ذخائر العقبى: ١١٩ مخ، ٩ باب.

 

[2]حاکم نيشابوري، مستدرک على الصحيحين، کتاب: معرفة الصحابه: ٣/١٧٦. متقي هذي، کنز العمال: ١٢/١٢٣، ٣٠٠ ٣٤ ګڼه روايت. المنتظم: ٥/٧٨ او ٦/٣٨٦.

[3]نور الدين هيثمي، مجمعالزوائد ومنبعع الفوائد: ٩/١٨٩. ذخائر العقبى: ١٤٨ مخ. امام احمد حنبل، مسند: ٣/٢٦٥ مخ.

[4] حافظ ترمذي، جامع الصحيح: ١٣/١٩٣.

[5] سيد هاشم بحراني، مدينة المعاجز: ٢٤٣ مخ، ٤٥ ګڼه روايت.

[6] ابوبکر هيثمي، مجمع الزوايد: ٩/١٨٨. متقي هندى، کنز العمال: ٦/٢٢٣ مخ.

[7] ماوردي، اعلام النبوة: ٨٣ مخ. ابن حجر مکي، الصواعق المحرقه: ١٩٢ مخ. خوارزمي، مقتل الحسين: ١/١٥٩ مخ.

[8] خوارزمي، مقتل الحسين: څلورم څپرکى، دويم ټوک ١٦٧ مخ.

[9] ابن جوزي، مقتل الحسين: ١/١٦٤ مخ.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست